ننګرهار کې د ۲۲،۱ میليونه ډالرو په لګښت کرنې او مالدارۍ برخو کې پروژې پلې کيږي.
ننګرهار والي حيات الله حيات سره د چنګاښ په ۲۵مه ولايت مقام کې د کرنې وزارت په چوکاټ کې د CBARD-E پروګرام مشر وويل، چې د دې ولايت په يوشمېر ولسواليو کې ۲۲،۱ ميليونه امريکايي ډالرو په ارزښت د کرنې او مالدارۍ برخو کې بېلابېلې پروژې پلې کوي.
د CBARD-E پروګرام مشر ګران اغا حيدرزي وويل، چې د ننګرهار ولايت په يو شمېر ولسواليو کې د ۲۲،۱ میليونه امريکايي ډالرو په لګښت د چرګانونو فارمونو، باغونو، شنو خونو او نورو برخو کې پروژې تطبيقوي.
نوموړي وويل، چې د دغه پروژو ترڅنګ به يو روزنيز مرکز هم جوړ کړي، چې په کې به بزګرانو ته د کرنې او مالدارۍ برخه کې روزنه ورکول کيږي.
ننګرهار والي حيات الله حيات د CBARD-E پروګرام مسئول ته سپارښتنه وکړه، چې د ولسواليو اب هوا ته په کتو سره لازمې پروژې په شفافه توګه تطبيق کړي.
نوموړي دغه راز د ياد پروګرام مسئول ته لارښوونه وکړه، چې د کرنې او مالدارۍ روزنيز مرکز په جلال اباد ښار کې جوړ کړي، څو د جلال اباد شاوخوا سيمو او د ټولو ولسواليو بزګران په کې و روزول شي.
د دغه ناستې پر مهال د کرنې او مالدارۍ، نشه يي توکو پر ضد مبارزې، د دفتر او سکتوري خدمتونو رئيسانو او د ولايت مقام حکومتولۍ او نشه يي توکو سره مبارزې سلاکار وحيدالله الفت هم ګډون درلود.
ننګرهار والي د بېلابېلو ناستو په ترڅ کې د روغتیا پالو، یو شمیر دیني عالمانو او د پچیراګام ولسوالۍ د مخورو ستونزې د حل په موخه واوریدې .
ننګرهار والي حیات الله حیات د چنګاښ په ۲۵مه د خپل کار په دفتر کې د بېلابېلو لیدونو په ترڅ کې د عامې روغتیا، د اخونزاده هډې سیمې د یو شمیر علماؤ کرامو او د پچیراګام ولسوالۍ اړوند بېلابېلې ستونزې د حل په موخه واوریدې .
د حوزوي، بي بي فاطمة الزهرا او پښتورګو روغتونونو مسؤلینو د امنیت تامین، برېښنا، ساحې د پراخوالې، سې تاژ دورې اړوند ستونزو په حل کې د همکارۍ، د اخونزاده هډې علماؤ کرامو د نیول شوو بندیانو د دوسیو د څېړنې په برخه کې د همکارۍ او د پچیراګام ولسوالۍ مخورو د نړیدلي پُل،صبر سیمه کې د سړک او یو شمیر پوستو جوړولو، شهیدانو کورنیو ، ټپیانو او بې ځایه شوو کورنیو سره د مرستو ترسره کولو او یو شمیر نورو ستونزو د حل په برخه کې د همکارۍ غوښتنې وکړې .
ننګرهار والي حیات الله حیات د ترافیکو مدير، برېښنا رئیس او یو شمیر نورو مسؤلینو ته د ټلیفون له لارې د حوزوي روغتون ستونزې د حل لارښوونې وکړې، همدا راز یې په یو شمیر برخو کې د روغتیا ادارې مسؤلینو ته هم د اقداماتو سپارښتنه وکړه، نوموړي دغه راز د علماؤ کرامو اړوند قضیې د حل په موخه د ملي امنیت څآرنوالۍ مسؤلینو ته د قانون په چوکاټ کې د قضیې په برخه کې د ځآنګړې پاملرنې د ترسره کېدو لارښوونه وکړه.
ننګرهار والي د دفتر رئيس ته د پچیراګام ولسوالۍ د بې ځایه شوو کورنیو د سروې ترسره کولو، شهیدانو کورنیو او ټپیانو سره د مرستې ترسره کولو، ټولګټو چارو ادارې سره د پول او سړک جوړونې او د پچیراګام ولسوالۍ اړوند د یو شمیر نورو ستونزو د حل په موخه د تعقیب سپارښتنه وکړه .
ننګرهار والي د امنیتي وضعیت څېړنې په موخه د ولسي جرګې راغلي پلاوي سره ولیدل .
ننګرهار والي حیات الله حیات تېره ماښام د جلال اباد په شاهي ماڼۍ کې د دې ولایت امنیتي وضعیت او وروستیو پېښو د څېړنې په موخه د ولسي جرګې څخه راغلي پلاوي سره ولیدل .
یاد پلاوی چې مشري یې د ولسي جرګې غړی عبدالحی اخونزاده کوي،په کې انجينر کمال، صادقي ملي زاده، غلام حسين ناصري، عبدالصبور خدمت او عصمت الله شينواری ګډون لري .
د پلاوي مشر عبدالحی اخونزاده وويل، چې ننګرهار ته يې د سفر موخه په دې ولايت کې د وروستيو امنيتي پېښو او امنيتي وضعيت څېړنه ده او د دې څېړنې پر مهال به د ولایت مقام رهبرۍ،امنیتي مسؤلینو او یو شمیر نورو سره لیده کاته او ناستې ترسره کړي.
ننګرهار والي حيات الله حيات راغلي پلاوي ته په دې ولايت کې د وروستيو رامنځته شويو پېښو او د ننګرهار امنيتي وضعيت اړوند د ستونزو او نورو برخو په اړه بشپړ مالومات ورکړل .
نوموړي دغه راز پلاوي مشر ته د رامنځته شويو پېښو او امنيتي وضعيت څېړنې برخه کې د هر ډول همکارۍ ډاډ ورکړ.
د چاودیدونکو توکو ډک د ځآنمرګي بریدګر لپاره چمتو شوی واسکټ،یو شمیر وسلې او مهمات ونیول شول .
ننګرهار امنیه قوماندانۍ پولیسو او د ملي امنیت منسوبینو د غني خیلو ولسوالۍ اړوند مارکو بازار کې د حاجي نظیر تیلو پمپ ته څېرمه د امیرالله په موټر شویۍ کې د پلټنې پر مهال د ځآنمرګي بریدګر لپاره له چاودیدونکو توکو ډک برابر شوی واسکټ تر لاسه کړ او د قضیې اړوند یې د موټر وینځلو د مرکز مسؤل امیرالله هم نیولی دی.
په همدې حال کې د جلال اباد ښار په څلورمې ناحیې سیمه کې د پولیسو له لورې دوه میله کلاشینکوفونه او د خوږیاڼو او لعلپورې ولسوالیو په سیمو کې یو عراده موټر کې نشه یې توکې تر لاسه شوي،د وسایطو ضد ماینونه کشف او لمنځه وړل شوي دي.
د یو بل خبر له مخې تېره شپه د غني خیلو ولسوالۍ اړوند مارکو او غني خیلو سړک په سیمه کې د فرش په نوم پوستې باندې تېره شپه څه باندې یوه بجه د جنګي طالبانو له لورې تروریستي برید شوی،چې له امله یې په پوسته کې ۷ سرتېرې شهیدان شوي،د امنیتي ځواکونو په ډزو کې هم ګڼ شمیر تروریستانو ته مرګ ژوبله اوښتې،خو له سیمې څخه یې د وژل شوو او ټپيانو جسدونه لیږدولي دي .
انجينر محمد انس بابړي د ننګرهار کډوالو او راستنېدونکو چارو د نوي رئيس په توګه رسماً دنده پيل کړه.
د نوموړي د پيژندنې په مراسمو کې د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت مسولينو،د ولايت مقام بشري سرچينو رئيس عبدالروف مومند، د بېلابېلو ادارو رئيسانو او نورو برخه درلوده.
د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت راغلي پلاوي وويل، ننګرهار هغه ولايت دی چې ګڼ شمېر کډوالو کورنيو ته يې په خپله سينه کې ځای ورکړی او اړينه ده چې ټولو کډوالو لپاره ښه خدمات ترسره شي.
دوی د پخواني رئيس غلام حيدر فقيرزي کړنې او خدمات وستايل او له نوي رئيس نه يې غوښتنه وکړه چې د دې ادارې چارې په ډول پرمخ يوسي.
د ولايت مقام د بشري سرچينو رئيس عبدالروف مومند د کډوالو چارو نوي رئيس ته د هر ډول همکارۍ ډاډ ورکړ.
د ننګرهار کډوالو او راستنېدونکو چارو نوي رئيس انجينر محمد انس بابړي کډوالو او داخلي بې ځايه شويو کورنيو سره پر وخت د مرستې، فساد مخنیوي او له موسساتو سره همغږي او مرستو راجلبول يې د کارونو لومړيتوبونه ياد کړل.
نوموړي ژمنه وکړه چې کډوالو لپاره به په هره برخه کې د پام وړ خدمات ترسره کړي او ټينګار يې درلود، چې موسسات دې له دوی سره پر همغږۍ چارې پرمخ يوسي.
په جلال اباد ښار کې د څه باندې ۶ میلیونه افغانیو په لګښت د ۳ پروژو عملي چارې پیل شوې.
د جلال اباد ښاروالۍ اړوند ولسي تړون ملي پروګرام له لورې د دې ښار اړوند پنځمې ناحیې سیمه کې د یو نیم میلیون ولسي ونډې په اخیستو سره د ۶ میلیونه او دوه سوه زره افغانیو په مالي لګښت د سړکونو،په کانګریټي ډول د خامو ویالو جوړولو او یو تفریحي پارک ته د احاطې دیوال جوړولو چارې په رسمي ډول پیل شوې،چې د څلورو میاشتو په موده کې به ګټې اخیستنې ته وسپارل شي .
د دې پروژو د بشپړیدو په ترڅ کې چې ۱۷۰ متره په اوږدوالي د کوڅو سړکونه، ۹۳ متره ویالې او ۶۵۳ متره په اوږدوالي د احاطې دیوال جوړ شي،له امله به یې د یو زرو څلوېښت میرمنو په ګډون دوه زره یو سلو څلوېښت تنه د سیمې اوسیدونکي ګټه واخلي .