ننګرهار والي سره د بشر حقونو خپلواکې ادارې سلاکار د کډوالو او بېرته راستنيدونکو د حقونو خونديتوب په موخه ناسته کړه.

ننګرهار والي سره د بشر حقونو خپلواکې ادارې سلاکار د کډوالو او بېرته راستنيدونکو د حقونو خونديتوب په موخه ناسته کړه.

ننګرهار والي حيات الله حيات سره د بشر حقونو خپلواکې ادارې ارشد سلاکار انجينر فهيم حکيم د زمري په ۷مه جلال اباد شاهي ماڼۍ کې په داسې حال کې، چې د دې ولايت بشر حقونو رئيسې صبرينا حميدي او نورو مسئولينو هم حضور درلود د کډوالو او بېرته راستنيدونکو د حقونو خونديتوب په موخه ناسته کړه.

په هېواد کې د بشر حقونو خپلواکې ادارې ارشد سلاکار انجينر فهيم حکيم وويل، چې د افغانستان او المان ترمنځ د ۳۰ ميليونه ايرو هوکړه ليک لاسليک شوی، چې له مخې به يې کډوالو او بېرته راستنيدونکو ته کاري زمينې برابرې شي.

نوموړي زياته کړه، چې له دغې مرستې څخه به په ننګرهار ولايت کې هم کډوالو او بېرته راستنيدونکو ته په يو شمېر برخو کې کاري فرصتونه برابر شي او په دغه برخه کې يې له ننګرهار والي څخه د همکارۍ غوښتنه وکړه.

ننګرهار والي حيات الله حيات د بشر حقونو خپلواکې ادارې راغلي پلاوي سره په دې ولايت کې د مېشتو کډوالو او بېرته راستنيدونکو ستونزې او معلومات شريک کړل.

نوموړي وويل، چې هېواد ته د کډوالو راستنې شوې کورنۍ نيمايي په ننګرهار کې مېشت شوي او د لړۍ لا هم روانه ده، چې د خلکو په ژوند يې يو څه منفي اغيزه کړې.

هغه له راغلي پلاوي څخه وغوښتل، په دې ولايت کې کډوالو او بېرته راستنيدونکو سره د نورو ولايتونو په پرتله زياتې مرستې وکړي او د کاروبار په برابرولو کې ځانګړې مرستې تر سره کړي.
د دغه ناستې پر مهال د کډوالو او بېرته راستنيدونکو پر حقونو بحث او پريکړې هم تر سره شوې.
ننګرهار والي د کونړ ولسوالۍ د یو شمیر مخورو ستونزې د حل په موخه واوریدې.
ننګرهار والي حیات الله حیات د زمري په ۸ مه د کوز کونړ ولسوالۍ د شګې سیمې اوسیدونکو سره د خپل کار په دفتر کې د لیدنې پر مهال د دوی ستونزې د حل په موخه واریدې .

د کوزکونړ ولسوالۍ د شګې سیمې مخورو د خبرو پر مهال وویل، دوی د ولسوالۍ مقام سره د حکومتدارۍ د پیاوړتیا، امن او سولې په برخه کې په بشپړ ډول همکار دي،همدا راز یې د شګې په سیمه کې د یو جومات د احاطې جوړولو اړوند ځمکې ستونزې د حل په برخه کې ننګرهار والي څخه د همکارۍ غوښتنه وکړه .

ننګرهار والي حیات الله حیات د کوز ولسوالۍ د خلکو د همکارۍ څخه مننه وکړه او ډاډ یې ورکړ،چې د ټولو غاصبینو سره د قانوني چلند او غصب شوو ځمکو د تر لاسه کولو په موخه به ژر عملي اقدامات ترسره کړي .

نوموړي د کوزکونړ ولسوالۍ مسؤلینو ته د جومات اړوند د ځمکې قضیې حل، یو شمیر هټیو کې د نشه یې توکو پلور د مخنیوي او د حکومتدارۍ د پیاوړتیا په موخه د ولسونو سره د لا زیات نږدې کار کولو سپارښتنه وکړه .
ننګرهار والي څخه د دې ولایت په مربوطاتو کې د کاسا ۱۰۰۰ پروژې د پلې کېدو په برخه کې د همکارۍ غوښتنه وشوه .
د برېښنا عمومي شرکت یو شمېر غړو د ننګرهار ولایت په مربوطاتو کې د کاسا ۱۰۰۰ پروژې د پلې کېدو په موخه د ننګرهار والي حیات الله حیات په مشرۍ د دې ولایت د یو شمیر مسؤلینو سره د همکارۍ تر لاسه کولو لپاره ناسته وکړه .

د دې ناستې پر مهال د برېښنا شرکت استازو وویل، کاسا ۱۰۰۰ لین د قرغزستان، تاجکستان ،افغانستان او پاکستان هېوادونو له لارې جنوبي اسیا هېوادونو ته غځول کیږي،چې په افغانستان کې د یادې پروژې د پلې کېدو په موخه یې د ګڼ شمیر ولایتونو مسؤلینو سره ناستې کړې او د ننګرهار په مربوطاتو کې د لینونو غځولو په موخه د ننګرهار والي په مشرۍ د مسؤلینو څخه د همکارۍ غوښتنه وکړه.

ننګرهار والي حیات الله حیات وویل د برېښنا یاده پروژه چې د ننګرهار په مربوطاتو کې پاکستان ته د غځیدو په موخه پلي کیږي،له امله به یې د دې ولایت ګڼ شمېر خلک هم له ګټې برخمن شي .

هغه د ادارو مسؤلینو ته دنده ورکړه،ترڅو د لین غځولو په موخه د اړونده سیمو د ټاکلو لپاره هر اړخیزه مسلکي او تخنیکي څېړنه وکړي،څو په اړونده سیمو کې ولسونو ته د زیان پر ځای ګټه ورسیږي.

هغه زیاته کړه، د کاسا ۱۰۰۰ د برېښنا پروژې د لین تیریدو لپاره باید داسې سیمې په نښه شي،چې د زراعت، ښارګوټو او نورو پلان شوو ځمکو ته یې زیان ونه رسیږي او د لین غځولو مسیر ته هم خوندي سیمې وټاکل شي .

کاسا زر پروژه د نړيوال بانک په همکارۍ تطبيق کيږي، چې له قرغزستان هېواد څخه تاجکستان، افغانستان، پاکستان او د جنوبي اسيا نورو هېوادونو ته برېښنا لېږدول کيږي او ياد هېوادونه به ۱.۱۷ مليارده ډالر سهم ورکوي.
ننګرهار والي د اچین ولسوالۍ د یو شمیر مخورو ستونزې د حل په موخه واوریدې .

ننګرهار والي حیات الله حیات د زمري په ۷مه د جلال اباد په شاهي ماڼۍ کې د لیدنې پر مهال د ولایتي شورا مخکیني غړي جاوید زمان په مشرۍ د اچین ولسوالۍ د یو شمیر مخورو امنیتي ستونزې په داسې حال کې واوریدې،چې امنیه قوماندان مل پاسوال غلام سنایي ستانکزي او نظامي څارنوال هم شتون درلود.

د ولایتي شورا مخکیني غړي جاوید زمان او د اچین مخورو د خبرو پر مهال په یاده ولسوالۍ کې د سیمه ییزو پولیسو په برخه کې د اخیستل شوي اقدام ستاینه وکړه او په دې برخه کې د لا زیاتې همکارۍ او قانوني کړنو ترسره کولو غوښتنې وکړې .

ننګرهار والي حیات الله حیات د خبرو پر مهال د اچین ولسوالۍ خلکو ته ډاډ ورکړ،چې د اسنادو په درلودلو سره به د قانون څخه هر سر غړونکی عدلي او قضایي ارګانونو ته ور وپېژني .

هغه زیاته کړه، ژر به د لویې څارنوالۍ پلاوی ننګرهار ته په را رسیدو سره په اچین ولسوالۍ کې د سیمه ییزو پولیسو قضیه په اړ خیز ډول وڅېړي او د قانون په چوکاټ کې به یې په اړه پرېکړه وکړي .
ننګرهار والي په دې ولایت کې د بېلابېلو سیمو د هډو مسؤلینو ستونزې واوریدې .
ننګرهار والي حیات الله حیات د زمري په ۷مه د خپل کار په دفتر کې په دې ولایت کې د بېلابېلو سیمو د موټرو د تم ځایونو د مسؤلینو ستونزې د حل په موخه واوریدې .

د موټرو د تم ځایونو مسؤلینو د خبرو پر مهال وویل،پخوانۍ هډې د دوی له همغږۍ پرته جوړې شوي،چې موټر چلوونکي او مسافرین له ستونزو سره مخامخ دي،دوی همدا راز په یو شمیر سرایونو کې د موټرو دریدو د مخنیوي او د موټرو تم ځایونو لپاره د ځآیونو د ټاکلو په موخه د کمیسون په همغږۍ د جوړې شوې طرحې د عملي کیدو غوښتنې وکړې .

ننګرهار والي حیات الله حیات وویل، په جلال اباد ښار کې د نظم د رامنځته کېدو او امنیتي اندېښنو د مخنیوي په موخه ټولې اطرافي هډې د ښار څخه بهر هغو سیمو ته انتقالوي،ترڅو د قانون په چوکاټ کې ښاریانو، مسافرینو او موټر چلوونکو ټولو ته سهولتونه برابر شي .

هغه د موټرو تم ځایونو مسؤلینو ته ډاډ ورکړ،چې جوړه شوې طرحه به هر اړخیزه وڅېړي او له هغې وروسته به پرې وروستۍ پرېکړې وکړي .

نوموړي د موټرو تم ځایونو د مسؤلینو څخه هیله وکړه،چې د ښاري نظم د رامنځته کېدو او ستونزو د حل په برخه کې له مسؤلینو سره همکاري وکړي .
ننګرهار والي د پښتورګو ملي روغتون د یو شمیر روغتیا پالو ستونزې د حل په موخه واوریدې .

ننګرهار والي حیات الله حیات د زمري په ۷مه د خپل کار په دفتر کې د پښتورګو ملي روغتون یو شمیر روغتیا پالو ستونزې په داسې حال کې واوریدې،چې د عامې روغتیا او پښتورګو ملي روغتون رئیسانو او یو شمیر نورو مسؤلینو هم شتون درلود.

یادو روغتیا پالو د خبرو پر مهال پښتورګو ملي روغتون ته د غځیدلي سړک د اساسي جوړیدو،امنیتي ستونزو د حل کېدو،یاد روغتون ته د درملو او طبي وسایلو د سهولتونو د برابریدو او په بېلابېلو وختونو کې د دوی د ټولو حقوقو د ورکړې په برخه کې د همکارۍ غوښتنې وکړې .

د ننګرهار عامې روغتیا رئیس ډاکټر نجیب الله کاموال او د پښتورګو ملي روغتون رئیس شیرمحمد مومند د خبرو پر مهال د روغتون د تجهیزاتو، درملو، قراردادونو، د دوی د حقوقو او یو شمیر نورو موضوعاتو په اړه سپیناوی او مالومات شریک کړل .

ننګرهار والي حیات الله حیات د پښتورګو ملي روغتون د روغتیا پالو د ترسره شوې دندې څخه قدرداني وکړه او دوی ته یې سپارښتنه وکړه،چې د اصولو او خپل منځي همغږۍ له مخې د ناروغانو په درملنه کې له هر ډول سیاسي حرکتونو پرته مرسته وکړي .

نوموړي همدا راز د روغتیا پالو له لورې د شریکوو شوو ستونزو په حل کې هم د همکارۍ ډاډ ورکړ.

ننګرهار والي د چپرهار ولسوالۍ د مخورو سره ولیدل .

ننګرهار والي حیات الله حیات د زمري په ۷مه ولایت مقام کې د چپرهار ولسوالۍ د بېلابېلو سیمو د ګڼ شمیر مخورو سره د امنیتي او نورو ستونزو د حل په موخه ولیدل .

د دې لیدنې پر مهال د چپرهار ولسوالۍ مخورو په وروستیو کې د ګډو کورنیو ځواکونو له لورې د ترسره شوو عملیاتو په اړه خوښي وښوده،خو د ځآنګړو ځواکونو له لورې د ترسره شوو عملیاتو له امله د اوښتو زیانونو په اړه ننګرهار والي سره خپل شکایت شریک کړ، دوی همدا راز په ټولو قانوني چارو کې د ولسوالۍ او ولایتي ادارې سره د هر ډول همکارۍ ډاډ هم ورکړ.

ننګرهار والي حیات الله حیات وروستیو کې په بېلابېلو پېښو کې ملکي وګړو ته د اوښتو ځاني او مالي زیانونو په اړه خواشیني وښوده او د ملي امنیت ادارې ته یې د قضیې د څېړنې سپارښتنه وکړه، نوموړي همدا راز د ولسونو څخه هیله وکړه،چې پخپل منځ کې په یوالي سره تروریستي ډلو ته ځآی ورنکړي،ترڅو په راتلوونکې کې د ورته پېښو د رامنځته کېدو مخنیوی وشي .

هغه یادو مشرانو ته ډاډ ورکړ،چې د ملي امنیت ادارې په همکارۍ به یې د بندیانو د خوشي کېدو،زیانمنو کورنیو سره د مرستې ترسره کېدو او یو شمیر نورو برخو کې اقدامات ترسره کړي .
ننګرهار والي د ملي عوایدو د لوړيدو په موخه د سرحدي ځواکونو پر ځانګړې همکارۍ ټینګار وکړ.

ننګرهار والي حیات الله حیات د زمري په ۷مه د خپل کار په دفتر کې د سرحدي ځواکونو عمومي قوماندان سره د لیدنې پر مهال په دې ولایت کې د ملي عوایدو د لوړیدو په برخه کې د سرحدي ځواکونو پر همکارۍ ټینګار وکړ.
د سرحدي ځواکونو لوی قوماندان تورن جنرال جمعه ګل همت وویل، دې ولایت ته یې د راتګ موخه د جمهور رئیس د حکم له مخې د ګمرکاتو کنټرول او د قاچاقي لارو مخنیوی کول دي، همدا راز یې د سرحدي ځواکونو په لیکو کې اصلاحات رامنځته کول، ولسوالیو کې له نږدې د سرحدي ځواکونو دندې څارل او د دوی ستونزو ته د حل لارې چارې موندل یې هم د یاد سفر له موخو څخه وبلل .

نوموړي ننګرهار والي ته ډاډ ورکړ،چې په دې ولایت کې به سرحدي ځواکونه تجهیز او اکمال کړي،ترڅو د مسؤلیت په ساحه کې په بریالیتوب سره خپلې دندې ترسره کړي .

ننګرهار والي حیات الله حیات د سرحدي ځواکونو د عمومي قوماندان څخه مننه وکړه،چې دې ولایت ته یې د سفر پر مهال په اچین،دوربابا،هسکه مېنه،تورخم ښارګوټې او یو شمیر نورو سیمو کې د سرحدي ځواکونو څخه لیدنې ترسره کړې .

هغه زیاته کړه، د ملي عوایدو د لوړیدو په موخه یې جدي هلې ځلي پیل کړي او په سرحدي سیمو کې د قاچاق د مخنیوي او ملي عوایدو د زیاتیدو په موخه یې د سرحدي ځواکونو پر همکارۍ ټینګار وکړ.
ننګرهار والي په دې ولایت کې د نورو ترڅنګ د سرحدي ځواکونو سره د خلکو د پراخې همکارۍ څخه ډاډ ورکړ او هیله یې وښوده،چې د مرکز د پاملرنې له مخې په دې ولایت کې یاد منسوبین لا هم زیات تجهیز او اکمال شي .
د دې لیدنې پر مهال د سرحدي ځواکونو د عمومي قوماندانۍ د یو شمیر منسوبینو سربېره د ختیځ زون د سرحدي ځواکونو قوماندان جنرال محمد ایوب حسین خیل هم شتون درلود.
ننګرهار امنيه قومندان په دې ولايت کې د جدي امنيتي تدابيرو نيولو څخه خبر ورکړ
ننګرهار امنيه قومندان مل پاسوال غلام سنايي ستانکزي د يو خبري کنفرانس په ترڅ کې خبر ورکړ، چې د دې ولايت امنيت ټينګښت په موخه يې جدي امنيتي تدابير نيولي دي.

نوموړي وويل، چې په دې وروستيو کې يې د وسله والو مخالفينود لسګونو تخريبي کړنو مخنیوی کړی، چې په ځينو پلانونو کې مخالفين لاسبري شوي؛ خو امنيتي ځواکونو يې پر وخت د ډيرو تلفاتو رامنځته کېدو مخنيوی کړی.

ده زياته کړه، چې د زورواکو او فاسدينو مخنيوي يې کړی او په ټول توان سره هڅه کوي، چې پر ټولو خلکو يو ډول قانون پلی کړي.
امنيه قومندان ولسونو ته ډاډ ورکړ، چې په ټولو زورواکو به په جدي ډول قانون تطبيق کړي او که څوک سرغړونه وکړي؛ نو د قانون له مخې به مجازات شي.

ننګرهار امنيه قومندان پاسوال غلام سنايي ستانکزي په ولسونو غږ وکړ، چې د امنيت په ټينګښت کې مسئولينو سره همکاري وکړي او د ټولو هغه کسانو په اړه امنيتي ادارو ته خبر ورکړي، چې په تخريبي کړنو کې لاس لري.سس
د ولايت مرستيال په جلال اباد ښار کې د اصنافو او کسبګرو اتحاديې استازو ته په پير او پلور کې د افغانۍ څخه د ګټې اخيستنې سپارښتنه وکړه.
ننګرهار ولایت مالي او اداري مرستيال تميم عارف مومند په جلال اباد ښار کې د اصنافو او کسبګرو اتحاديې استازو سره د ليدنې پرمهال هغوئ ته سپارښتنه وکړه، چې د توکو په پير او پلور کې د افغاني بانک نوټونو څخه ګټه واخلي څو په راتلونکي کې د افغانۍ ترويج ته زمينه برابره شي.
نوموړي زياته کړه ننګرهار د زون په کچه د سوداګرۍ له پلوه مرکزي سيمه ده، چې په خبره يې که دې ولايت کې افغانۍ ترويج شي په نورو ولايتونو کې به له ستونز ې پرته په راکړه ورکړه کې د بهرنيو اسعارو مخه ونيول شي.
په ياده ناسته کې د جلال اباد ښار د اصنافو او کسبګرو اتحاديې سرپرست حاجي عزيرالرحمن عرب وويل: په ښار کې د لمريزې بريښنايي توکو پلورنکو اتحاديې سربيره يو شمير نورو هم ژمنه کړې چې په راکړه ورکړه کې به د افغانيو څخه ګټه اخلي.
نوموړي زياته کړه افغانۍ د افغانانو ملي هويت دی بايد په ټول توان سره يې په ترويج کې هلې ځلې وشي.
هغه د ولايت مرستيال ته ډاډ ورکړ، چې د اصنافو او کسبګرو صنفونو سره به د ځانګړو ناستو په ترڅ کې په راکړه ورکړه کې د افغانيو په ترويج خبرې وکړي.
په دغه ناسته کې د افغانستان بانک استازي هم په خپله برخه کې د بشپړې همکارۍ ډاډ ورکړ.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *