د ولايت مقام رسنیو دفتر په دغه ولايت کې د ژورناليستانو ستونزې او غوښتنې د حل په موخه واوريدې.

د ننګرهار ولايت رسنیو دفتر کې د ژورناليستانو امنيت خونديتوب، معلوماتو ته د لاسرسي او يو شمېر نورو موضوعاتو په موخه غونډه جوړه شوې وه، چې پکې د ننګرهار ولايت ملي امنيت، امنې قوماندانۍ مسئولينو د ملي، سيمه ييزو او نړيوال رسينو استازو برخه لرله.

د ننګرهار والي وياند عطاء الله خوږياڼي وويل، چې دغه غونډه د ژورناليستانو سره په ځينو برخو کې د مشورو او د دوی د ستونزو او غوښتونو اوريدو په موخه جوړه شوېده.

خوږياڼي وويل، چې هڅه کوي د ژورناليستانو امنيت خونديتوب او معلوماتو ته لاسرسي په برخه کې نورې اسانتياوې هم رامنځته کړي.

نوموړي ژورنالیستانو ته ډاډ ورکړ، چې ستونزې به يې پر وخت د اړونده ادارو سره په همغږۍ حل کړي.

د ملي امنيت مرستيال او د امنې قوماندانۍ وياند حضرت حسين مشرقيوال له ژورناليستانو مننه وکړه، چې د ولايتي ادارې خبرونه رسنيو له لارې خپروي.

نوموړو ډاډ ورکړ، چې د ژورناليستانو امنيت خونديتوب ترڅنګ به دوی ته پر وخت معلومات ورکوي او د ستونزو په حل کې به يې جدي هڅې پيل کړي.

دوی له ژورناليستانو څخه وغوښتل، چې د رسنيو قانون له مخې دې د خبر جوړولو پر مهال ملي ګټو، کلتوري ،مذهبي ارزښتونو او نظامي اسرارو ته ته پاملرنه وکړي.

د ننګرهار ولايت ژورناليستانو په استازۍ باز محمد عابد، نعمت الله کرياب، شېرشاه همدرد، رحمت الله زيارمل او څو نورو د خبرو پر مهال د ولايت مقام رسنيو دفتر څخه مننه وکړه، چې د دوی ستونزې او غوښتنې يې د دولتي ادارو مسئولينو ته رسولي او ښې پايلې لري.

نوموړو ډاډ ورکړ، چې ژورناليستان د هېواد ملي ګټو ته ژمن دي او د رسنيو قانون په رڼا کې خپل خبرونه خپروي.

دوی غوښتنه وکړه، چې د خبريالانو د امنيت خونديتوب او روغتيا برخې ته دې ځانګړې پاملرنه وشي.

نوموړو دغه راز غوښتنه وکړه، چې په ننګرهار کې اقتصادي او ځمکو مافيا کړۍ شتون لري، چې دوی ته د خبر جوړولو پرمهال ګواښونه کوي حکومت بايد د دوی دغه ستونزې حل کړي.

په چپرهار ولسوالۍ کې د ډاډمن امنيت په موخه لازم تدابير نيول کيږي.

د ننګرهار چپرهار ولسوالۍ کې د ولسوال نعمت الله نورزي په مشرۍ د دغې ولسوالۍ د ملکي او نظامي ادارو مسئولينو ترمنځ ګډه ناسته وشوه او د لا ډاډمن امنيت په موخه په لازمو تدابيرو نيولو خبرې وشوې.

د چپرهار ولسوال نعمت الله نورزي د امنيتي ادارو مسئولينو ته لارښونه وکړه، چې د وسله والو مخالفينو ځپلو، کوکنارو کښت، غصب او فساد مخنيوي او ډاډمن امنيت په موخه خپلې هلې ځلې زياتې کړي.

دغه راز په دغه ناسته کې د امنيت ټينګښت په موخه پر يو شمېر تدابيرو نيولو هم بحث تر سره شو او مسئولينو ډاډ څرګند کړ، چې د امنيت په ټينګښت کې به لازم اجرات تر سره کړي.

درې تنه د وسله والو مخالفينو له منګولو ازاد کړی شول.

د ننګرهار ولايت روداتو ولسوالۍ څخه شاوخوا دولس ورځې وړاندې د بيا رغونې د يوې پروژې درې تنه څوکيداران منير، ظفر او جان اغا وسله والو طالبانو له لوري تښتول شوي و، چې د امنيتي ځواکونو له لوري ازاد او د پروژې مسئولينو ته وسپارل شول.

دغه راز په ورته وخت کې د مومندرې ولسوالۍ ۲۸ مې ويالې سيمه کې پوليسو په يو ډاټسن موټر کې يوه بوشکه تیزاب، چې په هيروينو جوړولو کې ترې کار اخيستل کيږي له يو تن سره نيولي، چې نيول شوی تن تر څېړنو لاندې دی.

دولايتي شورا رئيس په ګډون ديو شمېر نورو نظامي لوړ پوړو مسولينو د ننګرهار ولايت دامنيت لا ټېنګښت ، جرمونو کشف او مخنيوي په موخه د امنيه قوماندانۍ په قرارګاه کې ګډه امنيتي غونډه ترسره کړه .

په دغه امنيتي غونډه کې د ۲۰۲ شمشاد ساحوی زون قوماندان مل پاسوال خيرمحمد تيمور ، دننګرهار ولايتي شورا رئيس احمدعلی حضرت ، ننګرهار امنيه قوماندان مل پاسوال سيدګل اقا روحاني ، دعامه نظم دوهمی لوا قوماندان مل پاسوال نصيراحمد صافی ، دلمړي نمبر سرحدي لوا قوماندان سمونوال محمد ايوب حسين خېل او دجلال اباد ښار يو شمير دګذر وکيلانو ګډون کړی و.

په جوړه شوې غونډه کې د۲۰۲ شمشاد ساحوی زون قوماندان وويل ولسونو ته دامنيتي فضا برابرو ل دګدو امنيتي ځواکونو دنده ده او په وينا يي ، چې امنيتي ځواکونه دښې همغږۍ او د ولسونو د ملاتړ په پايله کې توانيدلي ، چې په ننګرهار سرحدي ولايت کې امنيت ټېنګ او د دښمن شوم پلانونه شنډ کړي.

د مل پاسوال خيرمحمد تيمور په خبره ګډو امنيتي ځواکونو په ګده دوسله والو طالبانو څخه ډيری سيمي پاکې کړي ، يو شمېر پټنځايونه ، وسلی او مهمات يې تخريب او لمنځه وړل شوي او درنه مرګ ژوبله يې ورته اړولې ده.

دننګرهار ولايتي شورا ريئس احمد علي حضرت دامنيتي ځواکونو سرښندنې وستايلې او له دمسولينو يې غوښتنه وکړه ، چې له ولسونو سره ښې اړيکې وساتي او د دندو پرمهال ورسره ښه چلند وکړي څو دامنيتي ځواکونو او ولس تر منځ واټن لا کم شي .

دولايتي شورا ريئس ډاډ څرګند کړ ، چې ولايتي شورا ټول غړي دامنيتي ځواکونو تر څنګ ولاړ دي او هر ډول مرستې اوهمکارۍ يې ته چمتو دي .

په غونډه کې ننګرهار امنيه قوماندان مل پاسوال سيدګل اغا روحاني ، دګډو امنيتي ځواکونو ، ملکی ادارو او دولسونو سره په ښی همغږۍ خوښي څرګنده کړه ، چی دهېواد او خلکو څخه د دفاع او ساتنې لپاره ګډې هلې ځلې ترسره کوي.

نوموړی وويل دقانون دتطبيق او جرمونو دکشف او مخنيوي تر څنګ ملي او سيمه ايز پوليس له ګډو امنيتي ځواکونو سره په ټولو ولسواليو دعملياتو پرمهال برخه اخلي ، چې په دې برخه ښې لاس ته راوړنې لري .

امنيه قوماندان مل پاسوال سيدګل اقا روحاني زياته کړه دننګرهار ولايت او په ځانګړې ډول دجلال اباد ښار دامنيت دلا ټېنګښت په موخه يې لنډ مهاله او اوږدمهاله پلانونه جوړ کړي ، چې په خبره يې د تطبيق په موخه يې ګډې هلې ځلې رواني دي .

دعامه نظم دويمې لوا او د لمړی نمبر سرحدي لوا قوماندانانو په خپل وار دپوليسو دلوړو محاربوي احضاراتو ، جګړه ايز چمتوالي ، او لوړ مورال يادونه وکړه ، چې په خبره يې تل يې دخپلو سرحدي پولو ، خپلواکۍ او دولسونو دسر او مال څخه په ميړانه دفاع او ساتنه کړې او دښمنان يې خپلو ناوړه موخو رسيدو ته نه دي پرېښي .

همدارنګه نوموړو ډاډ څرګندکړ ، چې پوليس يې په اسلامي او افغاني روحيه سمبال دي او مسلکي زده کړې يې ترسره کړي ، چې کولای شي دښمن ته په اسانۍ ماته ورکړي .

دجلال اباد ښار يو شمېر دګذر وکيلانو دګډو امنيتي ځواکونو او په ځانګړی ډول دپوليسو دهڅو ستاينه وکړه ،چې په وينا يې په يو نا اعلان شوې او تپل شوې جګړه کې ښکېل دي او دګډو امنيتي ځواکونو سره يو ځای دهېواد او دفاع او ساتنه کوي.

نوموړو دپوليسو له مسولينو په جلال اباد ښار او ولسواليو کې د لاډاډمن امنيت لا ټېنګښت ، غېرو مسولو وسله والو ، تورو ښېښو موټرو دنيولو او دغه راز دنورو ورته خپل سريو دمخنيوي غوښتنه وکړه .

ورغلو دګذر وکيلانو ډاډ څرګند کړ ، چې داړتيا پر مهال به له خپلو امنيتي ځواکونو سره هډول مرستو او همکاريو ته چمتو دي .

دڅلورمې پلې لوا شل تنه منسوبين ديادې لوا له لوري په تقدير نامو ووياړل شول.

په ننګرهار ولایت کې د ملي اردو څلورمې پلې لوا د تقدير نامو دوېش په مراسمو کې دګارنيزيون قوماندان عبدالقيوم ګربز ، داوپراسون امر ذبيح الله او يو شمېر نورو مسوليتو افسرانو ، بريد ملانو او سربازانو ګډون کړی و.

په غونډه کې دګارنيزيون قوماندان عبدالقيوم ګربز په خپلو خبرو کې ديادې لوا منسوبينو د شپې پرمهال ترسره کړې دندې و ستايلې او په لا ډېرو هلو ځلو يې ټېنګار وکړ.

دناستې په پای کې څلورمې پلې لوا دمسولينو له لوري ديادې لوا شل تنه منسوبين په تقدير نامو ونازول او په دندو کې يې ورته دلاښه خدمت ترسره کولو لارښونه وکړه

جلال میډیکل کمپلکس خصوصي روغتون د بیلابیلو عواملو له کبله وتړل شو.

د سلاکار وزیر او ننګرهار والی محمد ګلاب منګل د لارښوونې سره سم د ننګرهار عامې روغتیا ریاست د خصوصي روغتونونو د څآرنې کمیسیون د تیرې یوې اونۍ په جریان شا او خوا لس صحي مراکز د بیلابیلو لاملونو له کبله وتړل .

د ننګرهار عامې روغتیا ریس ډاکتر نجیب الله کامه وال په مشرۍ د خصوصي صحي مراکزو د څار کمیسیون د جلال اباد میډیکل کمپلکس د څارنې پرمهال د بیلابیلو عواملو او ستونزو له کبله مهرلاک کړ چې د کمپلکس د مسؤلینو او د هغوی د شخصي وسله والو له لوري د وسلو په زور وګواښل شول.

د ننګرهار عامې روغتیا ریس ډاکټر نجیب الله کامه وال وايي: د دغه روغتون څخه یې دوه میاشتې بررسي ترسره کړې وه او دوه میاشتې وخت ورکړل شوی تر څو په روغتون کې شته ستونزې حل کړي مګر هماغه ستونزې پر ځای پاتې دي.

د داعش ډلې دوه مهم قوماندانان نیول شوي او لس نور وژل شوي دي .

ننګرهار ولایت په هسکه مینه ولسوالۍ کې تېره شپه د بهرنیو ځواکونو بې پیلوټه الوتکې د برید او ځانګړو عملیاتو له امله د داعش ډلې دوه مهم قوماندانان ژوندي نیول شوي او لس نور وژل شوي دي .

د هسکې مینې ولسوالۍ په ګورګورۍ سیمه د داعش ډلې د دیرش نفري قوماندان موسی کفتر چې مشهور په مولوي عباس دی،د ځآنګړو کمانډويي ځواکونو له لورې عملیات ترسره شوي،چې په ترڅ کې د داعش ډلې دوه مهم قوماندانان مولوي عباس او ابو حذیفه ژوندي نیول شوي او دوه نور داعش وژل شوي دي .

همدا راز د یادې ولسوالۍ د ګورګورۍ اړوند سیمه کې د بهرنیو ځواکونو بې پیلوټه الوتکې د برید له امله اته داعش وسله وال وژل شوي دي

د هيروينو دوه کارخانې لمنځه يوړل شوې او څلور وسله وال مخالفين ووژل شول.

د ننګرهار ولايت خوږياڼو ولسوالۍ ترمې سيمه کې تېره شپه درې بجې د کورنيو چارو وزارت نشه يي توکو سره مبارزې ځانګړې قطعې عمليات کړي، چې په ترڅ کې يې د هيرونو دوه فابريکې لمنځه وړي.

د دغه عملياتو په ترڅ کې د ځانګړې قطعې منسوبينو ۵۵۰۰ کيلو ګرامه تارياک، ۱۰ کيلو ګرامه چرس، ۱۰ کيلو ګرامه هيروين، ۲ پايې جنراتورونه، ۲۴ بيلره کيمياوي مواد هم ترلاسه کړي او په سيمه کيې سوځولي دي.

دغه راز په ورته وخت کې افغان امنيتي ځواکونو هسکه مېنې ولسوالۍ کې د وسله والو مخالفينو د وسلو او مهاتو په يوې لويې ډيپو عمليات کړي، چې په ترڅ کې يې ياده ډيپو لمنځه وړل شوي او څلور تنه وسله وال مخالفين وژل شويدي.

د ننګرهار والي په لارښوونه دوربابا ولسوالۍ کې ۴۵ ښوونکې په دندو وګمارل شول .

سلاکار وزیر او ننګرهار والی محمد ګلاب منګل په لارښوونه د پوهنې ریاست له لورې په دوربابا ولسوالۍ کې د یادې ولسوالۍ ۴۵ تنه ښوونکي په بېلابېلو ښوونځیو کې په دندو وګمارل شول .

د یادو ښوونکو د ګمارنې په موخه دوربابا ولسوالۍ کې ازموینه واخیستل شوه،چې په کې د دولسم،څوارلس او لیسانس تر کچې ۶۶ تنو فارغینو ګډون کړی و.

د یادې ازموینې له لارې ۴۵ تنه چې د دوربابا ولسوالۍ اوسني استوګن دي، بریالي شوي،چې په یاده ولسوالۍ کې په بېلابېلو ښوونځیو کې پر دندو وګمارل شول .

سلاکار وزیر او ننګرهار والي محمد ګلاب منګل ټولو سکتوري ادارو مسؤلینو ته لارښوونه کړې،چې د دوربابا ولسونو د مېړانې له امله چې خپله ولسوالي امن ساتلې،په کې د بیارغونې او نورو چارو د ترسره کولو لپاره ګړندي او ځآنګړي اقدامات واخلي .

داعش وسله والو له لوري تړل شوې لېسه پرانيستل شوه.

د ننګرهار په اچين ولسوالۍ کې د ګل اصغر په نوم لېسه، چې د داعش وسله والو له لوري تړل شوې وه له يو نيم کلن ځنډ وروسته د زده کوونکو پر مخ پرانيستل شوه.

دغه لېسه نن د مرغومي په ۱۳مه د يوې غونډې په ترڅ کې، چې د اچين ولسوالۍ مسئولينو، ديني عالمانو، قومي مشرانو، سيمې اوسيدونکو او زده کوونکو پکې برخې لرله يو ځل بيا فعاله شوه.

په جوړه شوې غونډه کې د اچين ولسوال عيسی خان ځواک وويل، چې شاوخوا يو نيم کال وړاندې داعش وسله والې ډلې په ياده ولسوالۍ کې د نورو ظلمونو ترڅنګ دغه ليسه د زده کوونکو پرمخ وتړله.

ځواک وويل، چې د سلا کار وزير او ننګرهار والي په لارښوونه امنيتي ځواکونو په سيمه کې بريالي عمليات ترسره کړل، چې په پايله کې يې په ياده ولسوالۍ کې بشپړ امنيت رامنځته کېدو سربيره ياده لېسه يوځل بيا فعاله شوه.

ولسوال د تړل شوې ليسې په پرانسته خوښي ښکاره کړه او هم يې د پوهنې رياست له مسوولينو غوښتنه وکړه،چې يادې ليسې ته درسي مواد په واک کې وزکړي او هم يې تجهيز ته پاملرنه زياته کړي.

د پوهنې مدير ميريم او قومي مشر شان پاچاه د خبرو پر مهال د زده کوونکو پر مخ د يادې لېسې پر بيا پرانيسته خوښي وښوده او هم يې له اړونده ادارو غوښتنه وکړه ،چې ددې ولسوالۍ پوهنيز بهير ښه والي ته ځانګړې پاملرنه وکړي.

د اچين ولسوالۍ امنيې قوماندان سمونمل احمد شاه او ديادې ولسوالۍ د سيمه ييزو پوليسو قوماندان سيد جلا ل ولسونو ته ډاډ ورکړ ،چې د امنيت ټينګښت په موخه به خپلې هڅې لا چټکې کړي او زده کوونکو ته به د زده کړې ښه زمينه برابره کړي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *