په کوټ ولسوالۍ کې د یو سلو شل میلیونه افغانیو په لګښت ۱۷ پروژې پیل او پای ته ورسیدې .

د ننګرهار ولایت د کوټ ولسوالۍ په بېلابېلو سیمو کې د کلیو پراختیا او بیارغونې او عامې روغتیا ادارو د یو سلو شل میلیونه افغانیو په مالي لګښت ۱۷ بېلابېلې پروژې پیل او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې .

په همدې موخه د یادې ولسوالۍ په مقام کې په جوړو شوو مراسمو کې ننګرهار والي،د ملي او ولایتي شورا غړو،ملي اردو څلورمې پلې لوا او ننګرهار امنیه قوماندانانو،ملي امنیت،عامې روغتیا او کلیو پراختیا ادارو رئیسانو، ولسوالانو، امنیتي منسوبینو،مخورو،کوټ ولسوالۍ لسګونو اوسیدونکو او ګڼ شمېر نورو ګډون کړی و.

سلاکار وزیر او ننګرهار والي محمد ګلاب منګل وویل،کوټ ولسوالۍ ته یې د تګ موخه د سیمه ییزو او نورو سرتېرو د مېړانې او قهرمانیو څخه قدردانی او همدا راز د څه باندې ۱۲۰ میلیونه افغانیو په لګښت د کلیو پراختیا او بیارغونې او عامې روغتیا ادارو اړوند د ۱۷ پروژو د چارو پیل کېدل او ګټې اخیستنې ته سپارل دي .

نوموړي زیاته کړه،په کوټ ولسوالۍ کې د ترسره شوو عملیاتو وروسته یو شمېر پروژې پیل شوې وې،چې نن یې ګټې اخیستنې ته وسپارلې او ګڼ شمېر نورې پیل کیږي،چې په ترڅ کې به د یادې سیمې ۲ زره ځوانانو ته د کار زمینه هم برابره شي .

ښاغلي منګل د کوټ ولسونو د غوښتنو د ځواب په ترڅ کې ډاډ ورکړ،چې په یاده ولسوالۍ کې به د روغتیا،پوهنې،سرپناه،مدرسې او ګڼ شمېر نورو برخو کې لازم اقدامات ترسره کړي .

ننګرهار والي د کوټ ولسونو د ترسره شوو قربانیو څخه د ستاینې په ترڅ کې قومونه یوالې ته راوبلل او له دوی وغوښتل چې خپل اولادونه د پخوا په څېر د وسله وال پوځ په لیکو کې جذب کړي او همدا راز یې د پولیو ضد واکسین د ښه تطبیق په برخه کې هم ورڅخه د همکارۍ غوښتنه وکړه .

د ننګرهار کلیو پراختیا او بیارغونې رئیس انجینر صفت الله شرفمل وویل،د دوی ادارې له لورې د ۶۸ میلیونه افغانیو په لګښت یې په کوټ ولسوالۍ کې د ۹ استنادي دیوالونه، د لمریزې برېښنا د اوبو رسونې درې شبکو او د دیرش څآه ګانو د کیندلو چارې پیل کړې .

هغه زیاته کړه، د یادو پروژو په پیل کېدو سره به شاوخوا ۲ زره ځوانانو ته مستیقم او غېرې مستقیم د کار کولو زمینه برابره شي او همد ا راز به د استنادي دیوالونو پر جوړېدو ۸ زره جریبه ځمکه او په یاد شمېر د استوګنې کورونه د سیلابونو له ګواښ څخه وژغورل شي .

د نوموړې په وینا د لمریزې برېښنا د اوبو رسونې شبکې څخه به هم د یادې ولسوالۍ شاوخوا دوه زره کورنۍ ګټه واخلي،چې د پروژو چارې به د درې میاشتو په موده کې بشپړې شي .

د ننګرهار عامې روغتیا رئیس ډاکټر نجیب الله کاموال وویل،په کوټ ولسوالۍ کې یې د څه د پاسه ۵۲ میلیونه افغانیو په لګښت د څلورو پروژو چارې پیل او پای ته ورسیدې .

نوموړي زیاته کړه، په دغه پروژو کې یې د لس بستریز ایمرجنسي روغتون څانګه ګټه اخیستنې ته وسپارله،۱۲ بستریزه نسایي او ولادي څآنګه چارې یې پیل کړې او ډیر ژر به د کوټ ولسوالۍ لپاره د ځآنګړي روغتیایي مرکز او همدا راز د کوټ او روداتو ولسوالۍ لپاره د پنځوس بستریز روغتونونو د جوړولو چارې پیل کړي.

د عامې روغتیا د رئیس په وینا یو مجهز امبولانس یې هم د کوټ ولسوالۍ د روغتون لپاره ځآنګړی کړی دی،چې ډیر ژر به ورته وسپارل شي .

په همدې موخه جوړو شوو مراسمو کې په ولسي جرګه کې د ننګرهار د ولسونو استازي فریدون خان مومند د کوټ ولسونه قهرمانان وبلل،چې د خپلو سرونو په قربانیو سره یې په کوټ ولسوالۍ کې داعش مخالفینو ته ماتې ورکړه .

نوموړي زیاته کړه، داعش د افغانانو هغه دښمن دی،چې علماکرام،قومي مشران،ځوانان، زده کوونکي، ماشومان،مېرمنې او نور په بې رحمۍ سره په شهادت رسوي او پر امنیتي منسوبینو یې د دغه ډلې پر وړاندې د جدي عملیاتو د ترسره کولو غږ وکړ .

د ولایتي شورا مرستیال ډاکټرلعل محمد دراني د خپلو خبرو پر مهال د ولسوالیو ښوونکو سربېره بې وزله او بې سرپناه وګړو ته د استوګنې په موخه د ښارګوټو د جوړېدو غوښتنه وکړه .

هغه همدا راز په مرستندویه ادارو غږ وکړ،چې د دغه ولایت په لرو پرتو ولسوالیو کې هم بېلابېلې پروژې پیل کړي،ترڅو ځوانانو ته د کار زمینه برابر شي .

د کوټ ولسوالۍ قومي مشر حاجي حیات خان وویل،په یاده ولسوالۍ کې سیمه ییزو او نورو پولیسو د داعش پر وړاندې په مېړانې سره مقاومت کړی او په دغه برخه کې د ولسونو همکارۍ څخه ځآنګړې یادونه وکړه .

نوموړي د امنیتي منسوبینو څخه غوښتنه وکړه،چې د کوټ ولسوالۍ په هغو سیمو کې چې داعش به کې حضور لري،د لمنځه وړلو په موخه یې عملیات ترسره کړي .

هغه د سلاکار وزیر او ننګرهار والي څخه مننه وکړه،چې یادې ولسوالۍ کې یې د بیارغونې لسګونه پروژې پیل او ګټې اخیستنې ته وسپارلې،چې په ترڅ کې د یادې ولسوالۍ زرګونو ځوانانو ته کاري زمینه هم برابره شوه .

د دغه مراسمو په ترڅ کې سلاکار وزیر او ننګرهار والي محمد ګلاب منګل له لورې د جګړې پر مهال د سیمه ییزو پولیسو ټپیانو سره نغدي او یو شمېر ځوانانو سره د قرطاسیې مرسته وکړه او همدا راز یې لسګونو هغه مخورو ته چې د داعش پر وړاندې د مقاومت پر مهال قربانۍ ورکړې وې،په ستاینلیکونو ونازول .

همدا راز د ولسي جرګې غړي فریدون خان مومند له لورې هم د ځوانانو شورا،سیمه ییزو پولیسو ټپیانو او یو شمېر نورو سره نغدي مرسته وشوه .

د ننګرهار استیناف څارنوالۍ نوی رئیس تر ټاکل کېدو وروسته په رسمي ډول د یادې څارنوالۍ منسوبینو ته ور وپېژندل شو .

د لویې څارنوالۍ پر وړاندیز او د جمهوري ریاست په منظورۍ خالد احمد اوریا د ننګرهار ولایت د استیناف څارنوالۍ د نوي رئیس په توګه تر ټاکل کېدو وروسته د یو لړ مراسمو په ترڅ کې د سلواغې په ۱۲مه د یادې ادارې منسوبینو ته ور وپېژندل شو .

سلاکار وزیر او ننګرهار والي محمد ګلاب منګل د یادو مراسمو پر مهال د یادې څارنوالۍ د پخواني رئیس د ترسره شوې دندې څخه ستاینه وکړه او نوې رئیس ته یې د مبارکۍ ترڅنګ په چارو کې د بریالیتوب هیله وکړه .

هغه زیاته کړه،عدلي او قضایي ارګانونه د قانون د حاکمیت پلې کوونکي او ساتوونکي دي او د دغه چارو د بریالیتوب په موخه یې نوي رئیس ته د ولایت مقام د بشپړې همکارۍ ډاډ ورکړ.

ننګرهار والي هیله څرګنده کړه،چې د څارنوالۍ د نوې رئیس په راتګ سره به کارونو کې لا ګړندیتوب رامنځته شي او د څآرنوالۍ ټولو کارکوونکو ته یې لارښوونه وکړه،چې د نوي رئیس سره په چارو کې همکاري وکړي.

د ولایتي شورا مرستیال ډاکټرلعل محمد دراني د ولسونو په استازیتوب د استیناف پخواني رئیس څخه د کارونو ستاینه وکړه او نوي رئیس څخه یې وغوښتل چې په څارنوالۍ کې د شته کدرونو څخه په ښه توګه ګټه واخلي .

هغه همدا راز نوې رئیس ته د ولایتي شورا او ولسونو د همکارۍ ډاډ هم ورکړ.

د ننګرهار استیناف څارنوالۍ نوي رئیس خالد احمد اوریا د ولسمشر او لویې څارنوالۍ څخه مننه وکړه،چې پر نوموړي يې د ننګرهار د استیناف څآرنوالۍ د رئیس په توګه باور وکړ.

هغه زیاته کړه، د فساد پر ضد مبارزه،په څارنوالۍ کې اساسی اصلاحات او د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د مخنیوي په برخه کې د خپلې دندې پر مهال جدي اقدامات وکړي .

نوموړي ننګرهار والي ته ډآد ورکړ،چې د ولایت مقام سره په پوره همغږۍ به ټولې چارې پرمخ وړي او د مسلک او قانون له مخې به خپل کارونه ترسره کړي،ترڅو د ولسونو ستونزو ته بېړنی ځواب وویل شي .

ننګرهار والي د برتانیې سفیر سره د لیدنې پر مهال په دغه ولایت کې د بېلابېلو پروژو د پلي کېدو او ګڼ شمېر نورو برخو کې د همکارۍ غوښتنه وکړه .

سلاکار وزیر او ننګرهار والي محمد ګلاب منګل د سلواغې په ۱۲مه د جلال اباد ښاروال،کلیو پراختیا او بیارغونې،بهرنیو چارو،عامې روغتیا،کانال او یو شمېر نورو ادارو مسؤلینو په ملتیا په افغانستان کې د برتانیه هېواد سفیر ډومینیک جیرمي سره لیدنه وکړه،چې په بېلابېلو برخو کې ترې د مرستې او همکارۍ غوښتنه وکړه .

دغه لیدنه چې د ننګرهار په هوایي ډګر کې ترسره شوه،سلاکار وزیر او ننګرهار والي محمد ګلاب منګل په دغه ولایت کې د حکومتدارۍ، امنیتي او پرمختیایي وضعیت په اړه معلومات شریک کړل .

نوموړي په دغه ولایت کې د برتانې هېواد د ترسره شوو او روانو پروژو له امله مننه وکړه او همدا راز یې په دغه ولایت کې د ختیځ زون په کچه د ایمرجنسي روغتون،په جلال اباد ښار کې د خدمتونو د برابرولو،له کډوالۍ را ستنو شوو کورنیو ته د سرپناه او یو شمېر نورو پروژو د پلې کېدو په برخه کې د همکارۍ او مرستې غوښتنه وکړه .

ننګرهار والي د برتانیه سفیر څخه وغوښتل چې په دغه ولایت کې د سیاسی ثبات د رامنځته کېدو په موخه د ولسوالیو په کچه د بېلابېلو پروژو د پیل کېدو په برخه کې له ولایتي ادارې سره همکاري وکړي،ترڅو په کلیو او بانډو کې د ولسونو سره په نږدې کارکولو د ولسونو باور تر لاسه کړي .

هغه په دغه ولایت کې د حکومت سره د ولسونو له همکارۍ څخه هم یادونه وکړه او زیاته یې کړه، د همدغه ولسونو په همکارۍ داعش او وسله وال طالبان له ماتې سره مخامخ شوي دي .

ښاغلي منګل په دغه ولایت کې د فساد پر ضد د پيل شوې مبارزې په اړه د نورو معلوماتو د شریکولو ترڅنګ وویل، د قراردادونو په اړه د شفافیت زمینه برابرول، په مستقیم ډول ولایت مقام او ادارو کې د ولسونو سره علنۍ ناستې،ادارو څخه څآرنه، یو شمېر ادارو کې نوې ګمارنې او یو شمېر نور هغه څه دي،چې د فساد د مخنیوی په برخه کې تر دا مهال عملي اقدامات اخیستي .

د کلیو پراختیا او بیارغونې رئيس انجینر صفت الله شرفمل او د عامې روغتیا رئیس ډاکټر نجیب الله کاموال هم د خپلو ادارو اړوند ترسره شوو فعالیتونو په اړه معلومات شریک کړل او په یو شمېر برخو کې وړاندیزونه وکړل .

په افغانستان کې د برتانیه سفیر ډومینیک جیرمي وویل، هېواد یې د نړۍ له مهمو هغه هېوادونو څخه دی،چې د افغانستان سره په مالي او امنیتي برخه کې مرستې کوي .

نوموړې زیاته کړه، هڅه کوي،چې د دغه ولایت په کچه د فساد سره د مبارزې،امنیتی ستونزو او له کډوالۍ را ستانه شوو کورنیو په اړه هر اړخیز معلومات تر لاسه کړي .

نوموړي خوښي وښوده،چې په دغه ولایت کې د فساد سره د مبارزې داسې لړۍ پیل شوې،چې له مخې پر حکومت د ولسونو باور ورځ تر بلې زیاتیږي او په دغه برخه کې د برتانیه هېواد ځآنګړې پاملرنه لري .

د برتانیه سفیر د وسله والو مخالفینو ترمنځ پر خپل منځې جګړو، د سولې پروسې پر ګړندیتوب هم بحث وکړ او د ننګرهار ولایت مقام سره یې د وړاندیز شوو پروژو په برخه کې د همکارۍ ډاډ هم ورکړ.

د ننګرهار کډوالو چارو رياست له لوري له نږدې څلور سوه راستنو شويوکورنيو سره دخوراکي او غير خوراکي توکو مرسته ترسره شوه.

د معلوماتو له مخې له دوسوه نهه اتيا راستنو شوو کورنيو سره يې داسلاميک ريليف موسسې په مالي مرسته دڅوارلس زره افغانيو په اندازه د خوراکي او غير خوراکي توکو مرسته ترسره کړه.

ياده مرسته د شيخ مصري کمپ په سيمه کې د سې شنبې په ورځ ترسره شوه.

همدا راز له سلو نورو راستنوشوو کورنيو سره يې د ماشوم ساتنې ادارې په مالي مټ د ژمنيو لباسونو او وسايلو سربېره د اته،اته زره افغانيو نغدي مرسته ترسره کړه.

له هغو را ستنوشوو کورنيو سره چې ثبت نه وې دغه ډول مرسته به ورسره ترسره شي.

په ننګرهار کې ديو نيسف ادارې په مالي مرسته دختيځ زون په کچه داصلاح او روزنې مرکزونو نږدې پنځوس تنه کارکوونکو ته دظرفيت لوړونې درې ورځنی ورکشاپ پيل شو.

د ننګرهار په کارو او ټولنيزو چارو رياست کې ديو نسيف ادارې په مالي همکارۍ دختيځ زون په کچه داصلاح او روزنې مرکزونو نږدې پنځوس تنه کارکوونکو ته د ظرفيت لوړونې درې ورځنی ورکشاپ پيل شو.

د ننګرهار کارو او ټولنيزو چارو رئيس انجينر عبدالحيکم شېرزاد دورکشاپ په ګدون والو او ديني علماو غږ وکړ ، چې د ماشومانو روزنې ته داسلام مبارک دين له نظره دټولنز عدالت په پام کې نيولو سره ځانګړې پاملرنه وکړي.

دغه راز دياد ورکشاپ يو تن مسول هاورن حامد وويل له دغه ورکشاپ څخه يې موخه دماشومانو ښه روزنه او پالنه ده څو ماشومانو ته دهغوئ دښې روزنې په موخه مناسبې لارې چارې ولټول شي .

د ننګرهار پوهنتون د سولې مرکز مسولين وايي ، له بېلابېلو ادارو سره به د سولې په علمي ميکانيزم د همغږۍ غونډې جوړوي.

د دغه لړۍ لومړنۍ غونډه دننګرهار پوهنتون د سولې مرکز کې له بېلابېلو ادارو سره جوړه شوې وه .

دننګرهار پوهنتون رئيس پوهندوی ببرک مېاخېل د غونډې ګډونوالو ته د ننګرهار پوهنتون د سولې مرکز په اړه هر اړخيز معلومات ورکړل .

ببرک مياخېل دياد پوهنتون په روانو چارو خبرې وکړې او ژمنه يې وکړه ، چې دننګرهار پوهنتون دلا پياوړتيا په موخه خپلې هلې ځلې لا زياتې کړي .

په غونډه کې د سولې مرکز د اړيکو مسول استاد سيد اکرام هاشمي خپل ترسره کړي فعاليتونه د ناستي کډونوالو ته وړاندې کړ ل .

دغه راز په افغانستان کې د سولې انستيتوت استازي حسيب الله شينواري وويل له دې ناستو يي موخه داده ، چې څنکه کولی شو د سولې په تړاو خواره واره فکرونه راټول او د پوهنتون په تدريسي چارو کې ترې ګټه واخيستل شي .

د پوهنې رياست تدريسي مرستيال اول ګل ابوزاهد د پوهنې رياست په استازولۍ د هر راز مرستې ډاډ ورکړ .

په جوړه شوې غونډه کې د روښان او الفلاح خصوصي پوهنتونونو استازو او د ځوانانو پارلمان غړي شفيق الله شيکوال د ننګرهار پوهنتون په روانو چارو خوښي څرګنده کړه او په راتلوونکو کې يې دورته ناستو په دوام ټېنګار وکړ.

د ځوانانو تړون د نوي پروګرام له مخې د ننګرهار په اچين ولسوالۍ کې د ځوانانو کليوالي ټولنو ترمنځ ټاکنې ترسره شوې .

ياد پروګرام د سلاکار وزير او ننګرها ر والي د ځانګړي نوښت له مخې د دې ولايت په يو شمېر ولسواليو کې پيل شوی دی .

د سلاکار وزير او ننګرهار والي د ځانګړي نوښت له مخې د دې ولايت په شپږو ولسواليو، سره رود ، چپرهار ، اچين ، مومندره ، غني خيل او خوګياڼو کې د ځوانانو د تړون نوښت پروګرام پيل شوی ، چې د همدې لړۍ په ترڅ کې د اچين ولسوالۍ په کچه د ځوانانو اتلس کليوالي ټولنو ترمنځ د ولسوالۍ شورا لپاره ټاکنې ترسره شوې.

د يادې برنامې مسوول حميدالله بارکزي چې په دغه غونډه کې يې ګډون کړی و وويل : د ځوانانو د تړون نوښت پروګرام د سلا کار وزير او ننګرهار والي په نوښت او د توحيد ټولنيزې او پرمختيايي موسسې په تخنيکې مرسته په شپږو ولسواليو کې پيل شوی ، چې په خبره يې لومړی د ولسوالۍ په کچه د ځوانانو کليوالي ټولنې جوړي شوي ، چې له هرې ټولنې څخه يوتن د ټاکنو له لارې د ولسوالۍ شورا لپاره ټاکل کيږي.

نوموړي وويلة ددې پروګرام د پلي کيدو پرمټ به د ولسواليو ځوانان کليوالي ستونزې حل کړي ، د امنيتي ځواکونو سره به د امنيت په ټينګښت کې همکاري وکړي او هم به د ځوانانو ترمنځ د يوالي او همغږۍ روحيه پياوړې شي .

د اچين ولسوال عيسی خان ځواک او د ځوانانو په استازولۍ نقيب الله دغه پروګرام د ځوانانو لپاره ګټور ياد کړ او د پلي کيدو په برخه کې يې د هر راز همکارۍ ډاډ ورکړ.

د ټاکنو په پايله کې ثاقب شينواری د شورا د رئيس ، شازمان د مرستيال او نقيب الله د منشي په توګه وټاکل شول.

د پولیو واکسین درې ورځني کمپاین د تطبیق څخه څارنه ترسره شوه .

د ننګرهار عامې روغتیا رئیس ډاکټرنجیب الله کاموال د یو شمېر نورو مسؤلینو په ملتیا د دغه ولایت د مرکز جلال اباد ښار پر یو شمېر سیمو کې په ناڅاپي ډول د پولیو واکسین د درې ورځني کمپاین د تطبیق له چارو څخه څارنه ترسره کړه .

د عامې روغتیا رئیس وایی ، د دې لپاره چې ماشومان د واکسین له تطبیق څخه بې برخې پاتې نشي او د پولیو ضد واکسین روان کمپاین په بریالیتو ترسره شي، د یو شمېر همکارانو په ملتیا یې د جلال اباد ښار بېلابېلو سیمو کې د یاد کمپاین د تطبیق له چارو څخه یې څارنه وکړه .

نوموړی زیاتوي،د څارنې په ترڅ کې د واکسین څخه پاتې شوو کوچنیانو واکسین کولو ترڅنګ ولسونو ته د دغه واکسین د ګټو په تړاو معلومات هم ورکړل .

تېره ورځ د هېواد د نورو ولایتونو سربېره په ننګرهار کې هم د پولیو ضد واکسین درې ورځنی کمپاین پیل شو .

د داعش وسله والې ډلې يو سرګروپ ووژل شو.

د ننګرهار ولايت اچين ولسوالۍ پېښې سيمه کې نن شاوخوا يولس بجې د هوايي بريد په ترڅ کې د داعش وسله والې ډلې پنځه څلوېښت کسيز ګروپ مشر شاهد عمر ووژل شو.

د معلوماتو له مخې شاهد عمر د خيبر پښتونخوا اوسيدونکی دی او په اچين ولسوالۍ کې يې تخريبي کړنې تر سره کولې.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *