د ۲۷۰ زره امریکایي ډالرو په مالي لګښت د فني او حرفوي زده کړو مرکز د جوړېدو چارې پیل شوې .

ننګرهار ولایت د کار او ټولنیزو چارو په ریاست کې د دوست هېواد هندوستان په ۲۷۰ زره امریکایي ډالرو مالي مرستې د فني او حرفوي زده کړو مرکز د جوړولو چارې د کب په دویمه د یو لړ مراسمو په ترڅ کې پیل شوې .

په دغه مراسمو کې سلاکار وزیر او ننګرهار والي محمد ګلاب منګل،د ولایتي شورا غړي اجمل عمر،د کار او ټولنیزو چارو وزارت د مهارتونو د پراختیا پروګرام مشر،د کار او ټولنیزو چارو رئیس، یو شمېر نورو مسؤلینو او استازو ګډون کړی و.

سلاکار وزیر او ننګرهار والي محمد ګلاب منګل د دوست هېواد هندوستان څخه مننه وکړه،چې په دغه ولایت کې د بې وزله،بې دندو، معلولینو او د یتیمانو اولادونو لپاره یې د حرفوي زده کړو د مرکز په جوړېدو کې له دغه ولایت سره د ۲۷۰ زره امریکایي ډالرو مرسته وکړه .

هغه زیاته کړه،دغه مرکز به په نږدې یو جریب سیمه کې د یو کال او دوه میاشتو په موده کې په دوه پوړونو کې په پاخه او اساسي ډول جوړ شي،چې ټولې ۲۴ خونې به ولري .

په همدې حال کې په یاد ریاست کې د ۲۴۴ مېرمنو په ګډون درې سوه پنځوس تنو ته په حرفوي او فني برخه کې د شپږ میاشتنیو زده کړو وروسته فارغت لیکونه او د اړوند کسب بشپړ وسایل د یو لړ مراسمو په ترڅ کې ورکړل .

د دغه مراسمو پر مهال د کار او ټولنیزو چارو رئیس عبدالحکیم شیرزاد وویل،په ۱۳۹۵یم کال کې په دغه ریاست کې ۲۸۵۵ تنو د حرفوي او فني زده کړو په برخه کې روزنې ورکړي او همدا راز یې نږدې ۱۲ سوه تنو ته د وړو کاروبارونو زمینه هم برابره کړې ده .

سلاکار وزیر او ننګرهار والي محمد ګلاب منګل د کار او ټولنیزو چارو ادارې مسؤلینو څخه مننه وکړه،چې د ۲۴۴ مېرمنو په ګډون یې ۳۵۰ تنو ته په حرفوي او فني برخو کې زده کړې ورکړې .

هغه فارغو کسانو ته لارښوونه وکړه،چې د زده شوې کسب او ورکړل شوو وسایلو څخه په ښه توګه ګټه واخلي،د نورو کسانو د روزنې ترڅنګ خپلې کورنۍ ته د حلال رزق برابرولو په برخه کې ستړیا وګالي .

د ولایتي شورا مرستیال ډاکټر لعل محمد دراني د خبرو پر مهال د یادو کسانو پر فراغت خوښي څرګنده کړه، خو زیاته یې کړه،د دغه ولایت زرګونو زده کړو ځوانانو ته لا هم د کار زمینه نده برابره شوې او په دغه برخه کې د ولایتي ادارې د ځآنګړې پاملرنې غوښتنه وکړه .

د کار او ټولنیزو چارو وزارت د مهارتونو د پراختیا عمومي رئیس صمدي وویل، د راتلوونکو دوو میاشتو په موده کې به په دغه ولایت کې د شاوخوا پنځه میلیونه ایرو په مالي لګښت د سلام په نوم د یوې پروژې چارې پیل شي،چې په فني او حرفوي برخو کې په دغه ولایت کې کار ترسره کړي .

د دغه مراسمو پر مهال د PIM مؤسسې استازي،چې د یادو کسانو په روزنه کې ونډه اخیستې وه،هم د خپلو فعالیتونو په اړه معلومات ورکړل .

د مراسمو په وروستۍ برخه کې د فارغو شوو کسانو له لورې جوړې شوې ډالۍ مسؤلینو ته ورکړل شوې او همدا راز د فراغت لیکونو ترڅنګ د سل ، سل امریکایي ډالرو په لګښت د اړونده کسبونو وسایل فارغو کسانو ته ورکړل شول.

سږکال به په ننګرهار کې شپږ سوه زره پشه خانې وويشل شي

د ننګرهار عامې روغتيا رئیس د روغتيايي همغږۍ په ناسته کې وويل، چې سږکال به په ننګرهار کې شپږ سوه زره پشه خانې خلکو ته وويشل شي.

په دغه مجلس کې د WHO، UNICEF، AADA،HNTPO ،PU-AMI ، UNOCHAA،PMS، OTCD، سرې میاشتې، عامې روغتیا ریاست بیلابیلو څانګو مسؤلینو او يو شمېر نورو ګډون کړی وو، چې د صحي همغږۍ په تړاو يو شمېر نظریات، ستونزې، او لاسته راوړنې شريکې شوې.

د دغه ناستې پر مهال د عامې روغتيا رئیس ډاکتر نجيب الله کاموال وويل، چې سږکال به د ننګرهار په ټولو ولسواليو او په ځانګړي ډول په هغو سيمو کې، چې په تير کال کې د ملاريا ناروغۍ نښې پکې ډيرې ليدل شوي شاوخوا شپږ سوه زره پشه خانې وويشي.

نوموړي وویل، چې د روغتيايي رضا کارانو چارې به د تطبیق کوونکو موسسې او عامې روغتیا ریاست له اړونده څانګو له لوري په جدي توګه وڅارل.

ده زياته کړه، چې د BPHS تطبیق کوونکې موسسې ادا ادارې ته یې دندې سپارلې، تر څو په ولسوالیو کې قابله ګانو ته په خپلو کورونو کې د ولادت خانې اسانتیاوې برابرې کړي، څو د مور او ماشوم د مړینې کچه ټیټه شي.

ده وويل، چې په هغه سیمو کې، چې د مهاجرینو نفوس زیات دی په زياته اندازه درمل ورکول کیږي او همدا راز نور کارکوونکي به هم ورته استخدام شي.

د BPHS تطبیق کوونکې موسسې ادا مشر ډاکټر شفیق الله شفق وویل، چې د دوه خولې نازیانو کلینیک چې څه موده د نا امنۍ له کبله تړل شوی وو بیرته یې په بشپړه توګه په فعالیت پیل کړی.

نوموړي وویل، چې له ولسوالانو سره یې همغږي په سمه توګه کړې او غوښتنه یې ترې کړې ترڅو په بشپړه توګه له روغتيايي مرکزونو نظارت وکړي او دوی نیمګړتیاو په تړاو معلومات ورکړي .

د WHO ادارې مشر ډاکټر ایمل الکوزي وويل، چې د پولیو ناروغۍ او نورو نهه واکسینونو د تطبیق په موخه به په تورخم صفري نقطعه کې د دې برخې لسو تنو کارکوونکو ته د نظارت لپاره موټرسایکلي په واک کې ورکړي.

ده دغه راز وويل، چې په ياده برخه کې به نوي کسان هم جزب کړي، ترڅو ددې ناروغیو د مخنيوي په برخه ګامونه چټک شي او د توبرکلوز د پیښو پیژندلو او تفتیش ترسره کړي.

ددغه مجلس په ترڅ کې د ننګرهار عامې روغتیا ریاست، مرستندویه او تطبیق کوونکو مؤسسو مسئولينو د چارو د ښه والي په موخه خپلې طرحې او پروګرامونه شریک کړل.

د معلولينو د فزيکي بيارغونې مرکز د پرسونل او سرچينو د ډيروالي غوښتنه وشوه

دغه غوښتنې د ننګرهار عامې روغتيا ريس ډاکټر نجيب الله کامه وال، په افغانستان کې د سويډن سفير اندريس سابيرک څخه په داسې حال کې وکړه ، چې په سيمه ييز روغتون کې يې د معلولينو د فزيکې بيارغونې له مرکزه ليدنه کوله.

کامه وال وويل، چې د کډوالو په راتګ سره نفوس زيات شوی او ددغه مرکز پرسونل او سرچينې بايد زياتې شي.

نوموړي وويل، چې د دغه مرکز طبي او تخينکي وسايل زاړه دي بايد نوي وسايل او تجهيزات په واک کې ورکړل شي.

ده زياته کړه، چې د معلولينو د بيارغونې مرکز، چې په نوي ختيځ ميډيکل کمپلکس کې جوړيږي چارې يې بايد چټکې او ډيرې برخې يې فعالې شي.

هغه وويل، چې په نوموړي مرکز کې فيزوتراپي، ارتوپيک ورکشاپ(د مصنوعي غړيو جوړول) او د معلولينو لپاره د وسايلو (ويل چير، امسا او چوکيو جوړولو) ورکشاپ شامل دی.

په افغانستان کې د سويډن سفير اندريس سابيرک د ليدنې پرمهال له چارو خوښي وښوده او ډاډ يې څرګند کړ چې په اړونده برخه کې له عامې روغتيا رياست سره کاملاً همکار دي.

نوموړي د ليدنې په ترڅ کې د معلولينو د فزيکي بيارغونې د مرکز بيلابيلې برخې هم وکتلې.

د نوو زيږيدونکو ماشومانو د مړينې کموالي په موخه ورکشاپ پيل شو

د ننګرهار عامې روغتيا روغتون کې د يونيسف ادارې په همکارۍ د دې ولايت د روغتيايي مرکزونو مسئولينو ته د نويو زييږيدونکو ماشومانو د مړينې کموالي په موخه ورکشاپ پيل شو.

د دغه ورکشاپ د پيل پر مهال د ننګرهار عامې روغتيا رئيس ډاکتر نجيب الله کاموال وويل، چې په ننګرهار کې د پخوا په پرتله د نويو زيږيدونکو ماشومانو په مړينه کې کموالی رامنځته شوی.

نوموړي وويل، چې د نويو زيږيدلو ماشومانو مړينه په تير کال کې په هرو زرو ماشومانو کې ۷۷ تنه و، چې اوس دغه کچه په زرو کې ۲۲ تنو ته راټيټه شوېده.

ده د يونيسف ادارې له مسئولينو څخه مننه وکړه، چې دغه ورکشاپ يې په لاره اچولی.

هغه وويل، چې روغتيايي کار کوونکي بايد له دغه ورکشاپ څخه ښه زده کړه وکړي او په عملي ډګر کې ترې په سمه توګه ګټه پورته کړي.

د لعلپورې ولسوالۍ سلګونه اوسيدونکو د يو لاريون په ترڅ کې د يادې ولسوالۍ په يو شمېر کليو د پاکستان له لوري توغنديز بريدونه وغندل .

د ننګرهار ولايت د لعل پورې ولسوالۍ سلګونه اوسيدونکو ، د پاکستان له لوري د توغنديزو بريدونو په غبرګون کې لاريون تر سره او د دوه ساعتونو لپاره يې د جلال اباد ـ تورخم لويه لاره د ترافيکو پرمخ تړلې وه .

لاريون کوونکو وويل، چې د جمعې ورځې سهار راهيسې د ډيورنډ له هغه غاړې پاکستانيو ځواکونو د لعلپورې ولسوالۍ په رينه پارچاو ، پلوڅۍ ، مچ ميږي ، شاهي باغ او يو شمېر نورو سيمو توغنديز بريدونه پيل کړل او په وينا يې ، چې اوس هم دوام لري .

لاريون کوونکو وويل، چې پاکستان د دوستی په نوم تل افغانستان ته ترخه ورکړي او دترهګرۍ سره د مبارزې پرځای يې د خپلو ګټو لپاره ترهګر روزلي دي.

دوی وويل، چې د پاکستانيو ځواکونو دغه عمل ورته نور د زغملو نه دی او زياته يې کړه چمتو دي، چې له خپل وسله وال پوځ سره اوږه په اوږه له خپلې خاورې دفاع وکړي.

لاريون کوونکو له امنيتي ځواکونو د ورته عمل دترسره کېدو غوښتنه وکړه او هم يې له امريکايي ځواکونو وغوښتل، چې دشوي امنيتي تړون له مخې د افغان امنيتي ځواکونو سره په ګډه له افغان خاورې دفاع وکړي.

وسله والو طالبانو سره د اړيکو په تور لس تنه ونيول شول

د ننګرهار ولايت خوږياڼو ولسوالۍ هاشم خېلو سيمه کې تيره شپه شاوخوا دوه بجې ځانګړو ځواکونو د وسله والو طالبانو د يو قوماندان پر کور عمليات کړي، چې په ترڅ کې يې يو مقاومت کوونکی وژل شوی او لس تنه نور يې وسله والو طالبانو سره د اړیکو په تور له ځانه سره ژوندي بيولي دي.

د دغه عملياتو پر مهال په ياد کور کې يو شمېر وسلې هم ځانګړو ځواکونو ترلاسه کړيدي.

د يوبل خبر له مخې نن سهار شاوخوا لس بجې د خوږياڼو ولسوالۍ ترمۍ سيمه کې نا معلومو وسله والو يو ملکي وګړی په شهادت رسولی او له سيمې تښتیدلي دي.

پولیسو په سیمه کې پلټنې پيل کړي ترڅو د دې پېښې عاملين پيدا او د قانون منګولو ته يې وسپاري.

داعش ډلې ته د اکمالاتو په تور دوه تنه ونيول شول

د ننګرهار ولايت اچين ولسوالۍ چينو سيمه کې د سيمه ييزو پوليسو او داعش وسله والو ترمنځ جګړه رامنځته شوې، چې په ترڅ کې يې يو تن داعش وسله وال ټپي شوی او د جګړې پر مهال دوه تنه داعش وسله والو ته د اکمالاتو په تور نيول شويدي.

په دغه جګړه کې د داعش وسله والو يو عراده سوزکی موټر هم سوځول شویدي.

ننګرهار والي د یو شمیر نورو په ملتیا په لعلپورې ولسوالۍ او تورخم ښارګوټې کې د نظامي احضاراتو او بشري چمتوالي څخه لیدنه وکړه .

سلاکار وزیر او ننګرهار والي محمد ګلاب منګل د کب په دویمه نېټه د ولایتي شورا مرستیال ډاکټر لعل محمد دراني او د سرحدي پولیسو قوماندان محمد ایوب حسین خیل په ملتیا په لعلپورې ولسوالۍ او تورخم ښارګوټې کې نظامي احضاراتو او د اړمنو او زیامنو سره د بشري چمتوالې څخه له نږدې لیدنه وکړه .

د دغه لیدنې پر مهال یادو مسؤلینو لومړی په لعلپورې ولسوالۍ کې د ملکي او نظامي مسؤلینو او منسوبینو سره لیدنه ترسره کړه .

سلاکار وزیر او ننګرهار والي محمد ګلاب منګل یادو منسوبینو او مخورو سره د بېلابېلو لیدونو پر مهال د ولسمشر محمد اشرف غني او اجرائیه رئیس ډاکټر عبدالله عبدالله پيغامونه شریک کړل .

نوموړي وویل، په مرکزي او سیمه ییزه کچه د لعلپورې ولسوالۍ ولسونو ته پاملرنه شته او هڅه کوي،چې ستونزه د جګړې پرته د دیپلوماتیکو خبرو اترو له لارې حل کړي خو که پایله ونلري،نو زړور منسوبین او ولسونه د هر ډول عکس العمل لپاره بشپړ چمتوالی لري.

ښاغلي منګل ډاډ ورکړ،چې د زیانمنو کورنیو سره به بشپړې مرستې ترسره شي او د سیمې مخورو او مسؤلینو ته یې په شفاف ډول زیانمنو کورنیو ته د مرستو رسولو لارښوونه وکړه .

په یاده سیمه کې امنیتي منسوبینو ډاډ ورکړ،چې د خپلو وینو په قربانۍ سره به د خپلې سپیڅلې خاورې څخه دفاع وکړي او همدا راز مخورو هم د ننګرهار والي څخه مننه وکړه،چې د امنیتي منسوبینو مرال لوړيدو،ولسونو سره د خواخوږۍ او مرستې په موخه یې یادې ولسوالۍ ته سفر وکړ.

مسؤلینو وروسته د سرحدي پولیسو شپږم کنډک کې د نظامي قطعاتو او احضاراتو څخه په بېلابېل ډول لیدنه وکړه او دوی ته یې د ولسمشر او اجرائیه رئیس د پيغام شریکولو ترڅنګ ډاډ ورکړ،چې مرکزي او ولایتي اداره هر مهال د خپلو سرتېرو په خوا کې ده.

ننګرهار والي محمد ګلاب منګل وویل: (( که اړتیا شي،خپله ستاسې په خوا کې ستاسې په یونیفورم کې د خپلې خاورې ساتلو په موخه جګړې ته چمتو یم . ))

هغه د امنیتي منسوبینو د احضاراتو څخه هم په بېلابېلو سیمو کې لیدنه وکړه او همدا راز یې د تورخم په کمیسارۍ کې سرتېرو سره د لیدنې وروسته په تورخم کې د میشتو مسؤلینو سره ناسته ترسره کړه او مسؤلینو ته یې پخپل منځ کې د پوره همغږۍ لارښوونه وکړه .

ښاغلي منګل وروسته هغه مسافرینو سره هم لیدنه ترسره کړه،چې په تورخم ښارګوټې کې کوزې پښتونخوا ته د تګ څخه بند پاتې شوي .

ننګرهار والي هیله مندي وښوده،چې د تورخم لاره به د دیپلوماتیکو خبرو اترو په ترڅ کې پرانیستل شي؛ خو ډاډ یې ورکړ، تر هغې چې لاره د مسافرینو پر مخ نه وې پرانيستل شوې،په یاد ښارګوټې کې به مسافرینو لپاره نور هم په بېلابېلو برخو کې سهولتونه برابر کړي .

مسافرینو سلاکار وزیر او ننګرهار والي محمد ګلاب منګل څخه مننه وکړه،چې د تېرو څلور ورځو په موده کې یې ورته په بېلابېلو برخو کې بشپړ سهولتونه برابر کړي .

سلاکار وزیر او ننګرهار والي محمد ګلاب منګل په داسې حال کې، چې په نظامي ټانک کې د خپلو سرتېرو لور ته روان و، وویل د ولسمشر او اجرائیه ریاست په ځآنګړې لارښوونه یې لعلپورې ولسوالۍ او تورخم ښارګوټې کې له نظامي احضاراتو او د ولسونو سره د بشري چمتوالې څخه لیدنه وکړه .

هغه خوښي وښوده،چې د دغه لیدنې پر مهال یې د سرتېرو او ولسونو مرال لوړ و او د خپلو مسؤلینو د لارښوونې سره سم هر ډول قربانیو ته یې چمتوالی وښوده.

د ولایتي شورا مرستیال ډاکټر لعل محمد دراني هم پر یاد سفر خوښي وښوده او زیاته یې کړه،د سرتېرو او ولسونو لوړ مرال یې احساسات لا هم لوړ کړل او ډاډ یې ورکړ،چې د سرتېرو ترڅنګ د یادې سیمو ولسونه هم د خپلې خاورې څخه دفاع ته چمتو دي .

هغه غوښتنه وکړه،چې د وروستیو ستونزو له امله بې ځایه شوو کورنیو سره دې لا هم زیاتې مرستې ترسره شي،ترڅو ستونزې یې حل او بېرته په مېړانې سره خپلو سیمو ته ستانه شي .

د سنګر اتل او په ختیځ کې د سرحدي پولیسو قوماندان محمد ایوب حسین خیل د سلاکار وزیر او ننګرهار والي محمد ګلاب منګل او ولایتي شورا مرستیال څخه مننه وکړه،چې د سرتېرو د احضاراتو او مرال لوړېدو په موخه یې د بېلابېلو جزتامونو څخه لیدنې وکړې .

هغه هېوادوالو ته ډاډ ورکړ،چې د مسؤلینو د امر مطابق هر مهال چمتو دي،چې د سرونو په قربانۍ سره د خپلې پاکې خاورې څخه دفاع وکړي .

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *