په ۲۰۱ سیلاب قول اردو کې د وسله وال پوځ د ستاینې او درناوي ملي ورځ ونمانځل شوه .
د کب نهمه برابره ده، د امنیتي قواو څخه د ستاینې او درناوي ملي ورځې سره،همدغه ورځ په ۲۰۱ سیلاب قول اردو کې د یو لړ ځآنګړو مراسمو په ترڅ کې،چې په کې د ننګرهار او لغمان ولایتونو د ملکي او نظامي ادارو مسؤلینو سربېره د ملي دفاع او کورنیو چارو وزارتونو لوړ پوړو مسؤلینو،میرمنو،مخورو او ګڼ شمیر نورو ګډون کړی و.
د دوه سوه یو سیلاب قول اردو قوماندان برید جنرال محمد زمان وزیري د کب نهمې ورځې مبارکي د وسله وال پوځ منسوبينو او سرتيرو ته د وړاندې کولو ترڅنګ وویل،په ننګرهار کې مېشت امنيتي ځواکونه ښه همغږي لري، مخالفينو پر وړاندې لسګونه چاڼيز عمليات تر سره شوي او د شاهين ۲۵ پيل شوو عملياتو کې ۱۲۵ مخالفين تر دا مهاله وژل شوي دي .
نوموړي زیاته کړه، وسله وال پوځ د خپلو ملي، ديني ارزښتونو او د هېواد څخه د دفاع په موخه خپل سرونه قرباني کوي او هیچا ته به اجازه ورنکړي،چې د دغه خاورې پر یو لویشت ځمکه هم تجاوز وکړي .
د ملي دفاع وزارت مرستيال ډګر جنرال محمد افضل امان،د کورنیو چارو وزارت د مخابري معین او په ختیځ کې د ۲۰۲ شمشاد زون قوماندان خیرمحمد تیمور د خپلو خبرو پر مهال د وسله وال پوځ د ورځې درناوي په موخه د شهيدو سرتيرو روح ته د دعا لاسونه لپه کړل.
دوی د ختيځ زون له ولسونو مننه وکړه، چې د خپلو امنيتي ځواکونو سره يې څنګ په څنګ د مخالفينو پر وړاندې جنګيدلي او ملاتړ يې کړیدی، چې له همدې امله په ختيځ زون کې وسله وال له ماتې سره مخ دي .
دوی ولسونو ته ډاډ ورکړ،چې د خپلو سرونو په قربانۍ سره به د خپلې خاورې او ولسونو څخه ساتنه وکړي .
سلاکار وزير او ننګرهار والي محمد ګلاب منګل د وسله وال پوځ د درناوي د ورځې په وياړ په جوړه شوې غونډه کې د ولسمشر پيغام د وسله وال پوځ منسوبينوته وړاندې او د شهیدو سرتيرو روح ته یې د دعا او ټپیانو ته يې د بېړنۍ روغتیا هیله وکړه .
نوموړي وسله وال ځواک ته د مبارکۍ ترڅنګ دوی د ملي وحدت سمبول یاد کړ او زیاته یې کړه، وسله وال پوځ دې چې د هيواد خپلواکۍ , ځمکنۍ بشپړتيا او د هيوادوالو د سر او مال د خونديتوب دندې پرغاړه لری.
ښاغلی منګل وایي هېوادوال یې جنګ نه غواړي خو سرتېرو ته يې امر وکړ،چې هغه کسان په نښه کړي،چې په دغه خاوره کې د تخریبي کړنو لپاره هڅه کوي .
د لغمان والي عبدالجبار نعیمي د یو شمېر نورو خبرو سربېره وویل د امنیتي قواو د شتون او پیاوړتیا له امله اوس مهال په دغه هېواد کې سوداګریزې،تعلیمي او نورې چارې په ښه توګه پرمخ رواني دي .
ننګرهار د حج او اوقافو رئیس عبدالظاهر حقاني او د لغمان ولایت د دیني عالمانو په استازۍ مولوي محمد یونس وویل،داعش او وسله وال طالبان افغانان په بې رحمه ډول سره په شهادت رسوي او د دغه وسله والو ډلو پر وړاندې جګړه یې جهاد او جګړه کوونکي یې غازیان او د جګړې پر مهال قربانیان یې شهیدان وبلل .
دوی ژمنه وکړه،چې د هېواد دیني عالمان د وسله وال پوځ څخه بشپړ ملاتړ کوي او هر مهال چې اړتیا ولیدل شي،د دښمن پر وړاندې به د دوی سره یو ځای وجنګیږي .
د ننګرهار د ښځو چارو رئیسې انیسې عمراني،قومي مشر نوراغا ملکزي،د لغمان د ولایتي شورا غړي عتیق الله عبدالرحیمزي او قومي مشر شامرد خان هم د خپلو خبرو پر مهال د وسله وال پوځ سرښندنې وستایلې او ډاډ یې ورکړ،چې ولسونه هم د امنیتي قواو سره د مرستې په موخه هر مهال هر ډول قربانیو ته چمتو دي .
د یادو مخورو د نورو څرګندونو سربېره د ننګرهار تیاتر ډلې له لورې برابره شوې تمثیلي پرچه هم ګډونوالو ته وړاندې شوه،چې د سلاکار وزیر او ننګرهار والي له لورې یاده ډله په نغدي انعاماتو ونازول شوه .
د دغه غونډې په څنډه کې د کورنیو چارو او ملي دفاع وزارتونو،ننګرهار او لغمان ولایت مقامونو او یو شمیر نورو له لورې منسوبینو ته برابرې شوې ډالۍ،ستاینلیکونه،ترفیع،مډالونه او نورد مسؤلینو له لورې د یو لړ مراسمو په ترڅ کې ورکړل شول .
ننګرهار والي د کوز کونړ ولسوالۍ قومي مشرانو ستونزې د حل په موخه واوريدې.
سلاکار وزير او ننګرهار والي محمد ګلاب منګل د کب په اتمه د کوز کونړ ولسوالۍ قومي مشرانو سره د کتنې پر مهال د دوی ستونزې واوريدې او په حل کې يې د کوز کونړ ولسوال او د ننګرهار امنې قوماندان ته لارښوونه وکړه.
د کوز کونړ ولسوالۍ قومي مشر نوراغا ملکزي او د کوچيانو مشر ناصر د ولسونو ستونزې بيان کړې او ويې ويل، چې کوچيان له کالونو راهيسې په کوز کونړ ولسوالۍ کې مېشت دي، چې د خپلو کورنو او ځمکو شرعي قبالې په لاس کې لري؛ خو د يو شمېر خلکو له لوري د دوی ځمکې په زور نيول کيږي، حيوانات يې له ځان سره وړي او د دوی غلجات يې سوځولي دي.
دوی وويل، چې په کور يې مقابل جانب هجوم راوړی و او د دوی د کورنۍ دوه تنه يې سخت ټپیان کړيدي، چې د کوز کونړ ولسوالۍ د دوی په عرضپاڼه هيڅ غور ندی کړی.
د کوز کونړ ولسوالۍ قومي مشران نور اغا ملکزي د يادې ولسوالۍ د غريبو خلکو ستونزې بيان کړې او زياته يې کړه، چې په يآده ولسوالۍ کې د زيانمنو کسانو عرضپاڼو ته پاملرنه نه کيږي او هغه څوک، چې د پېښې عاملين وي او يا په نورو برخو کې تورن وي له جزا پرته ازاد ګرځي.
ده غوښتنه وکړه، چې په کوز کونړ ولسوالۍ کې د شوو پېښو عاملين د قانون منګولو ته وسپارل شي.
سلاکار وزير او ننګرهار والي محمد ګلاب منګل په همدې حال کې د کوز کونړ ولسوالۍ قومي مشرانو ته ډآډ ورکړ، چې ستونزې به يې د قانون په رڼا کې حل او اړونده ادارو مسئولينو ته يې په دغه برخه کې د لازمو اجرائتو لارښوونه وکړه.
د وسله وال پوځ د ستاینې او درناوي ځآنګړې ملي ورځې په اړه پيغام
د کب نهمه چې د هېواد د وسله وال پوځ ملي ورځې سره برابره ده،د همدې ملي ورځې له امله خپلو ټولو زړورو سرتېرو ته د دوی د ورځې د رارسیدو له امله مبارکي وایم .
اجازه راکړئ،چې دا مبارکي هغه میندو او پلرونو ته هم ورکړم،چې زموږ د هېواد د مېړنیو سرتېرو په څېر په هېواد مین اولادونه یې روزلي .
لازمه ګڼم،چې نن د هغه اتلانو روح ته د دعا لاسونه لپه کړم،چې خپله مور یې بوره،میرمن یې کونډه او اولادونه یې یتیمان پرېښودل او خپله یې ځآنونه د خپلې خاورې څخه قربان کړ.
خو زه نن له همدغه ځآیه د خپل شهید سرتېرې مېرمنې،اولادونو او مور جانې ته یې ډاډ ورکوم،چې تاسې یواځې نه یاست،موږ او د دې ملت هر بچی ستاسې په خوا کې دی .
په اصلیت کې زموږ اتلو شهیدانو نړۍ ته ښودلې،چې د خپل ځان په قربانۍ سره یې په اوږو لیکل نښان خدای ، وطن ، دنده پر ځان عملي کړ.
هغه سرتېرې هم د ملت د هر وګړي په زړونو کې ځای لري،چې د خپل وجود اندامونه یې د وطن د دفاع په لاره کې قرباني کړي .
وسله وال پوځ دی،چې د هيواد خپلواکۍ , ځمکنۍ بشپړتيا اود هيوادوالو د سراومال د خونديتوب دندې پرغاړه لری.
همدا وسله وال پوځ دی چې د عمل په ډګر کې د هېواد څخه د ساتنې په موخه د خپلو وينو په بدل کې په دندو بوخت دی او په اصلیت کې همدا ملي وسله وال پوځ دی،چې د ملي وحدت سمبول دی او په کې یو او خپلواک افغانستان هدف دی .
زموږ سرتېرې زموږ د ارمتیا لپاره خپل ژوند نا ارامه کړی دی .
نو د هر افغان دنده ده،چې د خپل سرتېرې قدرداني وکړي ، د هرې مور دنده ده،چې خپل سرتېرې ته د بریالیتوب او خوندیتوب لاسونه لپه کړي او د هرې خور دنده ده،چې ځآن څخه د وخت ملاله جوړه کړي .
زما د وطن د پاکې خاورې ساتوونکیه !
په حقیقت کې د دې خاورې هر بچی ستا د میړانې احترام لري، د دې خاورې هره مور ستا د بریالیتوب لپاره رب ته خپل د سوال لاسونه لپه کړي .
د رئیس جمهور د یو استازي په توګه پخپلو سرتېروباندې غږ کوم،چې له خپل سنګره ساتنه وکړه، له خپل کلي ساتنه وکړه او با لاخره د خپلو نورو سرتېرو سره یو ځای د سرحد څخه هم په مېړانې ساتنه وکړه .
موږ جنګ نه غواړو،خو چې څوک موږ سره جنګ کوي،سرتېرو په مېړانه ورسره وجنګیږئ ،د احمدشاه او میرویس خان اولادونو ! تاسې به هیڅکله هم له ماتې سره مخ نشی او ډاډ درکوم،چې بریا ستاسې ده.
زه د ننګرهار د والي په توګه مسؤلیت لرم،چې د مسؤلیت په ساحه کې د خپل هر سرتېرې حقوق دوی ته ورسوم.
یو ځل بیا د خپلو شهیدو سرتېرو کورنیو ته ډاډ ورکوم،چې په ننګرهار کې به د استوګنې به موخه دوی ته نمرې په واک کې ورکړو.
یو ځل بیا د خپلو شهیدو سرتېرو کورنیوته ډاډ ورکوم،چې ستاسې د اولادونو د تعلیم لپاره به مناسبه زمینه برابره کړو او د هر ډول ستونزو د شریکولو او حل کولو په موخه به زموږ د روازې د دوی پرمخ تر ټولو لومړی پرانیستې وي .
په پای کې یو ځل بیا خپلو اتلو او مېړنو سرتېرو ته د دوی د ملي ورځې له امله مبارکي وایم
ژوندی دې وی دافغانستان ملی امنيتی او دفاعی ځواکونه
ژوندې او تل پاتې دې وې ګران افغانستان
درنښت
محمدګلاب منګل
په قبایلو او سرحدونو چارو کې د ولسمشر سلاکار وزیر او ننګرهار والي
ننګرهار والي وايي، چې د سپين جومات د جوړولو اراده لري او د ياد جومات کې د شوي فساد د دوسيو تعقيب لارښوونه يې وکړه.
سلاکار وزير او ننګرهار والي محمد ګلاب منګل د کب په اتمه ولايت مقام کې د يوې ناستې په ترڅ کې، چې پکې د استناف څارنوالۍ، عدلې، ښار جوړونې، سوداګرۍ، حج اوقافو، اصنافو او سوداګرو خونې او ښاروالۍ ادارو مسئولينو ګډون درلود وويل، چې د سپين جومات د بيا جوړلو اراده لري او اړونده ادارو ته يې لارښوونه وکړه، چې په ياد جومات کې د شوي فساد عاملينو دوسيې د قانوين اجراتو په موخه تعقيب کړي.
سلاکار وزير او ننګرهار والي محمد ګلاب منګل وويل، چې د سپین جومات جوړل يې د کاري لومړيتوبونو څخه دي.
نوموړي وويل، چې د سپين جومات د جوړولو لګښت سوداګر ورکوي او د جومات ملکيت ولايتي ادارې پورې اړه لري.
ده اړونده مسئولينو ته ډاډ ورکړ، چې ولايتي اداره د دغه جومات جوړولو شرکت مسئولينو د امنيت، نظارت او تخنيکي ټيم په برابرولو کې بشپړ همکاري کوي.
د غونډې برخوالو هر يو په خپل وار سره د جومات جوړولو په اړه خپل نظرونه وړاندې کړل.
ننګرهار والي اړونده مسئولینو ته سپارښتنه وکړه، چې د سوداګرۍ خونې، قرضداران او د جومات قراردادي ترمنځ دې يو منظم هوکړه ليک لاسليک شي او له هغې وروسته دې ولايت مقام ته وسپاري.
ده دغه راز د استناف څارنوالۍ څخه وغوښتل، چې په سپين جومات کې د شوي فساد د تورنو کسانو دوسيې دې تعقيب کړي او د جومات د بيا جوړلو لپاره دې د قانون په رڼا کې د حل لاره ومومي.
د ننګرهار ولايت د کرنې رياست مسوولينو په جلا ل اباد ښار کې يو شمېر هټيو څخه بې کيفيته او تاريخ تيري حيواني او نباتي درمل راټول کړل.
د کرنې رئيس پوهنمل رفيع الله رحيمزي وويل، چې د وترنرۍ او زراعت متخصصينو په ګډون يې يو ټيم موظف کړی ، چې په ښار کې د بې کيفيته او تاريخ تيرو حيواني او نباتي درملو د پلور مخه ونيسي.
رحيميزي وويل، چې دغه مؤظف شوی ټیم نن په جلال اباد ښار کې له يو شمېر هټيو تاريخ تير درمل راټول کړل او هټۍ يې وتړلې.
نوموړي زياته کړه، چې يو شمېر هټيوالو د درمل پلورلو جواز نه درلود او هم يې د کرنيزو تخمونو فيصدي کمه وه.
د کرنې رئيس دغه راز له هټيوالو وغوښتل، چې حيواني او نباتي درمل سره جلا کړي او له يوځای پلورلو يې ډډه وکړي.
نوموړي له بزګرانو هم وغوښتل ،چې د بې کيفيته درملو او تخمونو ترلاسه کولو څخه ډډه وکړي.
د ننګرهار صنتعکارانو د وزيرانو شورا دهغې پريکړې پر وړاندې غبرګون وښود،چې له مخې به يې صنعتکاران په هرو دريو مياشتو کې ماليه ورکوي.
دوی دولايت مقام په رسنيز دفترکې په همدې اړه خبري کنفرانس درلوده ،چې په استازۍ يې انجينرقاسم يوسفي او څو تنونورو خبرې وکړې.
يوسفي وويل، چې صنعتکارانو دماليې په اړه دوزيرانو شورا پريکړه ،چې بايد هر دريو مياشتو وروسته يې داړونده ولايتونو دمستوفيتونو له لارې تحويل کړي،صنعتکارن له ننګونو سره مخ کړي.
دوی وويل، چې پر دوی دا پريکړه په داسې حال کې عملي کېږي چې سوداګر خپل مالياتي حسابونه دکال په پای کې خلاصوي .
صنعتکارانوزياته کړه، چې دوی هم دسوداګرو په څېر له بهرنه خام مواد واردوي او يا يې له کانونو وزارته اخلي ،خو له سوداګرو بيا دکال په پای کې ماليه اخيستل کېږي او دوی بيا له هرو دريو مياشتو وروسته دماليې په ورکړه مسؤل دي.
دوی د دې ستونزې دحل سربېره له دولته پانګه والو ته دنورو لازمو سهولتونو دبرابرولو غوښتنه کړه.
د ننګرهار په اطلاعات او کلتور رياست کې د مورنۍ ژبې نړېواله ورځ دياد رياست له لوري ونمانځل شوه.
د ننګرهار اطلاعات او کلتور رئيس اورنګ صميم وويل، چې دمورنۍ ژبې نړېواله ورځ د ياد رياست له لوري مورنۍ ژبې ته دخدمت او ژوندي ساتلو په موخه ونمانځل شوه.
نوموړي د مورنۍ ژبې په ارزښت او تاريخچه خبرې وکړې ويې ويل پښتو ژبه لرغونی تاريخ لري اوزياته يې کړه، چې اوس مهال يې پر وړاندې ننګونې زياتې شوي دي له همدې امله يې د پوهنې رياست په مسولينو غږ وکړ ، چې په ښوونځيو کې د يادې ورځې نمانځنه وکړي.
د اطلاعات او کلتور رئيس زياته کړه دژبې ژوندي ساتل دټولو ګډ مسوليت دی او له ځوانانو يې غوښتنه وکړه ، چې مورنۍ ژبه (پښتو) وپالي او له وينا يې تر اداري چوکاټه ورسوي .
دغه راز په ياده غونډه کې دښوونکو په استازولۍ استاد تاج الدين چپاو او څو تنو نورو دمورنۍ ژبې په ارزښت خبرې وکړې او دپښتو ژبې په اوسني حالت يې خواشيني څرګنده کړه .
ويناوالو وويل، چې دا مهال په ټوله نړۍ کې نږدې درې زره ژبې ژوندۍ دي او په خبره يې دمورنۍ ژبې نړيواله ورځ هر کال په ټوله نړۍ کې نمانځل کېږي ، چې پکې دمورنۍ ژبې په پرمختګ ، ننګونو او بېلابېلو اړخونو خبرې کېږي
دننګرهار استيناف محکمې اړوند د استيناف جزا دېوان د يو علني غونډې په ترڅ کې درې تنه دلارې وهنې په قضيه کې په پنځلس ـ پنځلس کاله تنفيذي بند محکوم کړل.
دغه علني غونډه دننګرهار استيناف محکمې رئيس قضاوتمند عبدالولي قاضي زاده په مشرۍ ، قضاوتمند صبغت الله راضي او قضاوتيار وفي الله عثماني په غړيتوب ترسره شوه.
ياد قضايي پلاوي دقضيې دطرفينو په شتون کې دقضيې دهر اړخيزې څېړنې وروسته درايو په يووالي سره درې تنه دلارې وهنې په قضيه کې دجزا دقانون د ۴۵۱ مادې پربنسټ په پنځلس ـ پنځلس کاله تنفيذي بند محکوم کړل .
قضايي پلاوي وويل تورونو پنځه ویشت لکه سعودي ريال له يو صراف څخه د تورخم ـ جلال اباد لويې لارې په اوږدو کې اخستي وه .
قضايي پلاوي د يادې پرېکړې داعلان پرمهال وويل ، دتورنو پروړاندې شوې پرېکړه وروستۍ نه ده کولای شي دتميز غوښتنه وکړي.
په ډیرې خوښۍ سره باید ووایم چې د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې اتلانو یو ځل بیا د خپلو بریاوو په لړ کې کوربه لوبډلې زمبابوۍ ته د پنځه یوه ورځنیو سیالیو په لړ کې درې پر دوه ماتې ورکړه او د یادو لوبو اتلولي یې پخپل نوم کړه .
زه د دغه اتلولۍ له امله د کرکټ اتلانو،کرکټ بورډ ادارې، د کرکټ مینوالو او ټولو افغانانو په ځآنګړي ډول د کرکټ کور ننګریانو ته مبارکي وایم .
خوښ یم،چې د کرکټ په ډګر کې مو یو ځل بیا بیراغ رپانده وساتل شو او هیله لرم،چې دغه بریاوو ته به مو لوبډله لا هم دوام وکړي .
په دې هیله چې افغانان په هر ډګر کې بریاوې تر لاسه کړي او د تل لپاره مو خوږ بیراغ او د ګران هېواد افغانستان نو ځلانده او روښانه وساتل شي.
یو ځل بیا مو هم مبارک شه .
درنښت
محمد ګلاب منګل
په قبایلو او سرحدونو چارو کې د ولسمشر سلاکار او ننګرهار والي
يو سل او دوه شپيته کډوالو کورنيو سره مرسته وشوه
د ملګرو ملتونو عالي کميشنرۍ دفتر په ننګرهار کې يو شمېر هغه کورنيو سره ،چې په دې وروستيو کې له پاکستان څخه خپل هېواد ته راستنې شوي د نغدي مرستې ترڅنګ د کمپلو مرسته وکړه.
په ختيځو ولايتونو کې د ملګرو ملتونو عالي کميشنرۍ د اړيکو پروګرام مسوول محمد ايمل وويل، چې يادې ادارې يو سلو دوه شپيته کډوالو او بې ځايه شويو کورنيو سره مرسته وکړه.
نوموړي وويل، چې په مرسته کې هرې کورنۍ ته سل امريکايي ډالر او درې – درې تختې کمپلې ورکړل شوې.
محمد ايمل زياته کړه، چې تر دې دمه دوه زره کورنيو سره نغدي او نورې مرستې شوي، چې په خبره يې له يادې جملې څخه اووه لس سوه کورنۍ له پاکستان څخه خپل هېواد ته راستنې شوي او د پاتې درې سوه کورنۍ په ننګرهار سربېره د هېواد له يو شمېرو نورو سيمو را بې ځايه شوي دي.
د ننګرهار ولايت د سکتوري چارو رئيس احمد شاه سادات ، چې د يادې مرستې د ويش له بهيره يې کتنه کوله له کډوالو چارو ادارې څخه د مننې ترڅنګ يې د يادې ادارې کار کوونکو ته سپارښتنه وکړه، چې مرستې په شفاف ډول وويشي ، څو حق حقدار ته ورسيږي.
په ننګرهارکې د هيواد دڅلورو ولايتونو د يوسلو پنځوس تنو ورزشکارانو په ګډون دسولې جام ترنامه لاندې د شين کيوکشن کان کراټې سيالۍ ترسره شوې.
د ننګرهار د شين کيوکشن کان کراټې د فدراسيون مسئول خان محمد کاکړ په وينا دغه سيالۍ د افغانستان د شين کيوکشن کان کراټې فدراسيون لخوا د ننګرهار بدنې روزنې امريت په چوکاټ کې او د ننګرهار ولايت د قومونوشورا مشر لعل اغاکاکړ په مالي مرسته ديوې ورځې لپاره د مومندرې ولسوالۍ د ګردي غوث لېسې په ورزشي ډګر کې ترسره شوې، چې موخه يې د ولايتونو دورزشکارانو ترمنځ يووالي او دسولې پيغام خلکوته رسول دي.
نوموړي زياته کړه، چې د غه فدراسيون په پام کې لري، چې د دې لوبې د پرمختګ لپاره په نورو ولايتونو او ولسواليو کې هم ورته سيالۍ ترسره کړي.
د قومونو شورا مشر لعل اغاکاکړ وويل، چې ورزشکاران دسولې سفيران دي او دولت بايد د دوی د تشويق لپاره د سياليو زمينې برابرې کړي.
دکراټې فدراسيون عمومي رئيس حيات الله ګرديوال د قومونو شورا مشر ته پدې موخه ستاينليک ورکړ، چې په خبره يې هميشه يې ورزشکارانو سره په بېلا بېلو برخو کې همکاري کړې.
د هيواد له يو شمير ولايتونو راټولو شويو معلولينو په ننګرهار کې د پاکستان له لوري په لعلپورې او د کونړ ولايت په ځينو سيمو د توغنديزو بريدونو پرضد لاريون ترسره کړ.
دغه لاريون کوونکي ، چې د جلا ل اباد ښار په پښتونستان واټ کې راټول شوي و د پاکستان پرضد يې شعارونه ورکول او ورڅخه يې وغوښتل، چې تړلې لارې دې خلاصې کړي او په افغان خاوره دې توغنديز بريدونه ودروي .
دلار يون کوونکو يو تن مشر ميرزامحمد سليمانخيل وويل، چې د هېواد له بېلابېلو ولايتونو په سلګونه دغه معلولين د شنبې په ورځ طورخم ته لاړل او هلته يې د اعتراض په توګه خپل غږ اوچت کړ.
دوی ګواښ وکړ که پاکستان هېواد په افغان خاوره خپل توغنديز بريدونه بند نه کړي، نو افغانان به يې پر وړاندې متقابل عکسل العمل وښايي .
لاريون کوونکو يو پرېکړه ليک هم د ملګرو ملتونو دفتر ته وسپاره، چې پکې د پاکستان له لوري په افغان خاوره د توغنديزو بريدونو د بندېدو غوښتنه شوې وه .
په ننګرهار کې د پوليو ضد واکسين درې ورځنی کمپاين پيل شو.
په ننګرهار کې د پوليو واکسين د پيل مراسم په جلال اباد کې داهل هنودو په مرکزي در مسال کې جوړ شوي وو،چې داهل هنودو څو کوچنيو ته د دوه دوه څاڅکو په اچولو يې پيل وشو.
دعامې روغتيا رئيس ډاکټرنجيب الله کامه وال وويل، چې د پوليو ضد واکسين کمپاين مراسم يې په دې موخه يوه ورځ له کمپاينه وړاندې ترسره کړل، څوخلک خبر شي او خپل کوچنيان واکسين کړي.
کاموال وويل، چې په دې درې ورځني کمپاين کې به چې دوشنبه،سې شنبه او چهار شنبه ترسره شي اووه سوه زره ماشومان، چې عمرونه يې له پنځو کالو کم دي واکسين شي.
نوموړي زياته کړه، چې د واکسين دغه دوره له پاکستانه د راستنېدونکو کډوالو د پيل پروړاندې تدابيري کمپاين دی ،څو دپوليو ويروس مخه ونيول شي.
د حج او اوقافو رياست يوه کارکوونکي مولوي غلام نبي پر ميندو او پلرونو غږ وکړچې خپل اولادونه واکسين کړي.
دغه ديني عالم داسلام له نظره ټول درمل يې جايز وښودل چې دانسان ژوند پرې ژغورل کېدای شي.
په جلال اباد کې داهل هنودو دمرکزي درمسال مذهبي مشر اقبال سنګهـ دواکسين په تطبيق کې د همکارۍ ډاډ څرګندکړ.
داپه داسې حال کې ده چې په جلال اباد کې دپوليو ويروس ليدل شوی او ويره موجوده ده که له وړاندې ماشومان وقايه نشي؛ نو د فلج امکان يې شته.
د روغتيايي مسؤلينو په وينا د پوليو ضد واکسين له دې درې ورځني کمپاين نه به دپچيراګام،هسکې مېنې ،کوټ،سپين غر او نازيانو په يو شمېر سيمو کې لس زره کوچنيان پاتې شي.
شپږ تنه وسله وال مخالفين ونيول شول
د ننګرهار ولايت په اچين، سره رود او بهسودو ولسواليو په مربوطاتو کې امنیتي ځواکونو پنځه داعشيان او يو وسله وال طالب ژوندي ونيول.
د معلوماتو له مخې تیره ورځ د اچين ولسوالۍ د استخباراتو مديريت منسوبينو د يو راپور پر بنسټ د دې ولسوالۍ په ميدانک سيمه کې څلور تنه داعش وسله وال ونيول.
په ورته وخت کې د ننګرهار ولايت سره رود ولسوالۍ ککړک سيمه کې هم د امنيتي ځواکونو د عملياتو پرمهال يو تن داعش وسله وال د يو پايه مخابرې، يو عدد دوربين، پنځه عدده راکټ انداز پټاقۍ او څلور فيره مرميو سره يو ځای نيولی دی.
دغه راز په سره رود ولسوالۍ کې هم امنيتي مسئولينو وسله والو طالبانو سره د اړيکو په تور يو تن نيولی، چې نيول شوي ټول وسله وال مخالفين په اړونده ادارو کې تر پوښتنو لاندې دي.
په ننګرهار امنيه قوماندانۍ کې د پاليسيو تطبيق په موخه درې ورځنی سمينار پيل شو.
ننګرهار امنيه قوماندانۍ کې دپالسيو تطبيق په په موخه درې ورځني سمينار پيل شو، چې پکې د ۲۰۲ شمشاد زون ، سرحدي پوليسو، عامه نظم، د ننګرهار، لغمان، کنړ او نورستان ولايتونو د امنيې قوماندانيو ملکي او نظامي منسوبينو ګډون کړی وو.
دسيمنار په پيل کې د کورنيو چارو وزارت دپاليسۍ معينيت استازي سمونوال عبدالطيف اندرابي وويل، چې د دغه سيمنار موخه د منسوبينو د ظرفيت لوړول دي، څو وکولای شي، چې د کورنيو چارو وزارت له لوري جوړې شوې پاليسۍ په ښه توګه تطبيق کړي .
اندرابي زياته کړه، چې د پوليسو مسلکي توب او ظرفيت لوړول دکورنيو چارو وزارت په لومړيتوبونو کې دي.
دغه راز دسيمنار په پيل د ۲۰۲ شمشاد زون اوننګرهارامنيې قوماندانۍ اداري مرستيالانو دخبرو پرمهال دغه ډول سيمنارونه ګټور وبلل او له ګډون والو يې غوښتنه وکړه، چې له ياد سيمنار څخه اغېزمنه ګټه پورته کړي .
ياد سمينار د کورنيو چارو وزارت د پالسيۍ معينيت په چوکاټ کې د UNDP ادارې په مالي مرسته جوړ شوی دی.
يو روغتون نغدي جريمه او بل وتړل شو
د ننګرهار عامې روغتيا د خصوصي روغتونونو د بررسۍ ټيم غړو تيره شپه شاوخوا نه بجې په جلال اباد ښار کې د الشفاء او تسليمې په نوم دوو روغتونو څخه ليدنه او څارنه وکړه.
د دغې ليدنې په ترڅ کې الشفاء روغتون د درملو قيمته پلورلو له امله شپږ زره افغانۍ نغدي جريمه شو او ورته لارښوونه وشوه، چې درمل قيمته ونه پلوري.
دغه راز د دغه روغتون له بېلابېلو څانګو څخه هم ليدنه تر سره شوه او د روغتون مسئولينو ته په بېلابېلو برخو کې لارښوونه وشوه.
په ورته وخت کې د عامې روغتيا د بررسۍ ټيم غړو د تسليمې روغتون څخه هم څارنه وکړه، چې د قانوني اسنادو نه لرلو له امله وتړل شو