د ننګرهار والي په لارښوونه د ښاري نظم راوستو او ګډوډۍ مخنيوي په موخه د مخابراتو څلور لاري څخه د درونټې تر ساحې پورې د سړک څنډو ته د څېرمه موانعو لرې کولو کمپاين ترسره شو.

د جلال اباد ښاروالۍ د نظارت او ارزيابۍ سرپرست امر عبېداغا وويل، چې دسرک څنډو ته د څېرمه موانعو لرې کولو کمپاين د يو کميسيون له لوري ، چې د جلال اباد ښاروالۍ سر بېره د ترافيکو مديريت ، تراانسپورټ ، ملي امنيت او امنيه قوماندانۍ منسوبين يې غړيتوب لري پرمخ وړل کېږي.

نوموړی وايي دترسره شوي کمپاين په ترڅ کې دسړک دواړو خوا وو څخه د سړک سر غرفې ، تختونه او نورې ټولې موانع لرې شوې او هم د ترافيکو مديريت په مرسته له بې ځايه ولاړو موټرو څخه پليټونه ټول شول.

عبيداغا دا هم وويل، چې د سره رود دوسرکې او د مخابراتو څلور لارې کې د کابل جوړې شوې خپلسرې هډې هم له منځه يوړل شوې او له موټر چلوونکو څخه ژمنه واخېستل شوه، چې بيا په يادو ځاينو کې هډې نه جوړوي.

ننګرهار والي د یو شمېر مسؤلینو په ملتیا د کامې ولسوالۍ پنځوس بستریز روغتون څخه لیدنه ترسره کړه .

سلاکار وزیر او ننګرهار والي محمد ګلاب منګل د دغه ولایت د کامې ولسوالۍ د پنځوس بستریز روغتون د بېلابېلو څانګو څخه لیدنه ترسره کړه، چې د عامې روغتیا رئیس ډاکټر نجیب الله کاموال له لورې ورته په بېلابېلو برخو کې معلومات ورکړل شول .

د دغه لیدنې پر مهال په ختیځ کې د سرحدي پولیسو قوماندان محمد ایوب حسین خیل، ولایتي شورا غړي افتخارمومند، قومي مشر حاجي حیات خان او ګڼ شمیر نورو هم شتون درلود.

ننګرهار والي د یاد روغتون د درملو د زیرمتون، جراحي، نسايي او ولادي، لابراتور، بستر او نورو څانګو څخه د لیدنې پر مهال د ناروغانو د روغتیا پوښتنه هم وکړ.

د دغه لیدنې پر مهال د عامې روغتیا رئيس ډاکټر نجیب الله کاموال وویل، چې د کامې پنځوس بستریز روغتون په شاوخوا ۱۸ جریبه ځمکه کې جوړ شوی، چې د ۵۹ کاري ډلې له لورې یې چارې پرمخ وړل کیږي .

هغه زیاته کړه، په یاد روغتون کې د تیر یو کال په موده کې اته زره یو سلو اوه دیرش ناروغان بستر شوي، د دوه زره پنځه سوو په شاوخوا کې لوی او واړه عملیاتونه ترسره شوي او درې زره اته سوه څلورڅلوېښت ولادتونه په کې ترسره شوي دي.

سلاکار وزیر او ننګرهار والي محمد ګلاب منګل د یاد روغتون څخه د لیدنې پر مهال د چارو د ښه والې له امله خوښي څرګنده کړه او د عامې روغتیا رئيس ته یې سپارښتنه وکړه، ترڅو په یاد روغتون کې د بېړنۍ روغتیایي،ولادي او نسایي څآنګو لپاره ځآنګړې ودانیو جوړولو لپاره هلي ځلي ترسره کړي .

هغه همدا راز د کلیو پراختیا او بیارغونې ادارې مسؤلینو ته سپارښتنه وکړه، څو د یاد روغتون د اوبو ستونزو د حل په موخه د اوبو دوه حلقې څاه ګانې وکیندي.

ننګرهار والي د یاد روغتون ډاکټرانو څخه هم مننه وکړه،چې په ټاکلي وخت يې د ناروغانو د درملنې په برخه کې هلي ځلي ترسره کړي دي .

په ګوشتې ولسوالۍ کې د سرحدي پولیسو شپږم او ملي اردو توپچي کنډکونو څخه لیدنې ترسره شوې .

سلاکار وزیر او ننګرهار والي محمد ګلاب منګل د کب په ۲۳مه د دغه ولایت په ګوشتې ولسوالۍ کې د سرحدي پولیسو شپږم کنډک او ملي اردو توپچي کنډکونو څخه لیدنې ترسره او منسوبین یې د تقدیرنامو ترڅنګ په نغدي ډالیو هم ونازول.

د دغه لیدنو پر مهال د ختیځ زون سرحدي پولیسو قوماندان محمد ایوب حسین خیل، د ګوشتې ولسوال شیرشاه حسیني،د ولایتي شورا غړي افتخار مومند، د سرحدي پولیسو د شپږم کنډک قوماندان نقیب الله اکاخیل او یو شمیر نور هم شتون درلود .

سلاکار وزیر او ننګرهار والي محمد ګلاب منګل د یادو مسؤلینو په ملتیا لومړی د سرحدي پولیسو په شپږم کنډک کې د مجهزو سرحدي منسوبینو د قطعې څخه لیدنه ترسره کړه .

نوموړي منسوبینو سره د خبرو پر مهال د ولسمشر محمد اشرف غني سلامونه او د سرحدي پولیسو د ستاینې پيغام هم شریک کړ او زیاته یې کړه،ملي وسله وال پوځ د سرښندنو له امله ښوونځي،دیني مدرسې او روغتیایي مرکزونه پرانستې ساتل شوي او ولسونه په هوسا ډول خپل ورځنۍ چارې ترسره کوي .

هغه امنیتي منسوبینو ته لارښوونه وکړه،چې د دندې پر مهال د خپلو امرینو بشپړ اطاعت وکړي او په همدې حال کې په ختیځ کې د سرحدي پولیسو قوماندان محمد ایوب حسين خیل او د هغه د منسوبینو د فعالیتونو او کړنو ستاینه وکړه .

ننګرهار والي وویل، د سرحدي پولیسو میړانې به د تاریخ په اوږدو کې روښانه پاتي شي او د وسله وال پوځ په لیکو کې د شهیدو سرتېرو اولادونه او نسلونه به پر دغه اتلانو د تل لپاره افتخار وکړي .

ښاغلي منګل د سرحدي پولیسو شپږم کنډک کې یو شمیر زړورو منسوبینو ته تقدیر نامې هم ورکړې او ګڼ شمیر نور یې په نغدي ډالیو هم ونازول .

ننګرهار والي ته د شپږم کنډک قوماندان سمونمل نقیب الله اکاخیل له لورې ډاډ ورکړل شو،چې د خپلو وینو په قربانۍ به د خپلو سیمو څخه ساتنه وکړي .

په ختیځ کې د سرحدي پولیسو قوماندان محمد ایوب حسین خیل د سلاکار وزیر او ننګرهار والي محمد ګلاب منګل څخه مننه وکړه،چې د ګوشتې په سرحدي ولسوالۍ کې یې د سرحدي پولیسو شپږم کنډک منسوبین تقدیر او په نغدي ډالیو یې ونازول.

هغه زیاته کړه، د دې خاورې ملي وسله وال پوځ په ځآنګړې ملي روحیه روزل شوي او هر مهال به د خپلو سرحدونو او نورو سیمو څخه ساتنه وکړي .

ننګرهار والي وروسته د یاد کنډک د بېلابېلو برخو څخه تر لیدنې وروسته په یاده ولسوالۍ کې د ملي اردو توپچي کنډک څخه هم لیدنه ترسره کړه .

هغه د ملي اردو منسوبنیو سره هم د ولسمشر محمد اشرف غني احمدزي سلامونه شریک او د دوی د مېړانې څخه یې ځآنګړې ستاینه او قدرداني شریکه کړه .

ننګرهار والي محمد ګلاب منګل د ملي اردو د توپچي کنډک د هېواد او خاورې څخه د دفاع په برخه کې مهم ځواک یاد کړ او دوی ته یې لارښوونه وکړه،چې د توپچي په برخه کې له ترسره شوو زده کړو څخه د دې خاورې د ساتنې په موخه په ښه توګه ګټه واخلي .

ښاغلي منګل د ملي اردو یادو زړورو منسوبینو ته تقدیر نامې هم ورکړې او ګڼ شمیر نور یې په نغدي ډالیو هم ونازول .

دوه زره کورنيو سره د خوارکي توکو او نغدو پیسو مرسته وشوه

د ننګرهار کډوالو چارو رياست په هلو ځلو او د يو شمير خيريه ادارو په مالي همکارۍ شاوخوا دوه زره کډوالو کورنيو سره د نغدي او يوه اندازه خوراکي توکو مرسته ترسره شوه .

د ننګرهار کډوالو چارو رياست مسئولينو وويل، چې يادې کورنۍ د تير زيږديز کال په اوږدو کې له ګاونډي هيواد پاکستان څخه خپل هيواد ته راستنې شويدي، چې په وينا يې څوارلس سوه کورنيو سره د ډبليو ايف پي ادارې له لوري د خوراکي توکو او پاتې اوه سوه کورنيو سره د UNOCHA او ای ار سي خيريه ادارو له لوري هرې کورنۍ سر د شپږ- شپږ زره افغانيو نغدي مرسته تر سره شوه.

دا په داسې حال کې ده، چې د تيرو لسو مياشتو په اوږدو کې اوه ديرش زره راستنو شويوکورنيو سره د بيلابيلو خيريه ادارو له لوري نغدي او د خوراکي توکو مرستې ترسره شويدي.

موټر سايکل سپرو يو محصل په شهادت ورساوه

د ننګرهار ولایت بهسودو ولسوالۍ اړوند اخندزاده صاحب سيمه کې تيره شپه شاوخوا شپږ بجې نا معلومو وسله والو، چې پر موټر سايکل سپاره و يو محصل د تومانچې په ډزو سره په شهادت ورساوه.

دغه پېښه هغه مهال رامنځته شوه کله، چې ياد محصل د اخندزاده صاحب جامع جومات څخه د کور پر لور روان و.

سلاکار وزير او ننګرهار والي محمد ګلاب منګل پر ياده پېښه ژوره خواشيني ښودلې، شهيد ته يې د فردوس جنت او کورنۍ غړو ته د جميل صبر هيله کړې او امنيتي ادارو ته يې لارښونه کړې، چې پېښه په جدي ډول وڅيړي.

هغه تن، چې خپله مېرمن يې وژلې وه ونيول شو

د ننګرهار ولايت سرورد ولسوالۍ مربوطاتو کې پوليسو د صديق الله په نوم تن، چې څو ورځې وړاندې يې خپله مېرمن په چاقو وژلې وه ونيوه.

د معلوماتو له مخې صديق الله درې ورځې وړاندې د بهسودو ولسوالۍ په دامان سيمه کې په ډيرې بې رحمۍ سره خپله مېرمن په چاقو وژلې وه او بيا له سيمې څخه تښتیدلی و.

پوليسو د نوموړي د نيولو په موخه پلټنې پیل کړې وې، چې په سره رود ولسوالۍ کې ونيول شو او اوس امنې قوماندانۍ کې تر پوښتنو لاندې دی.

د هوان مرمۍ چاودنې له امله درې ماشومان شهيدان شول

د ننګرهار ولايت خوږياڼو ولسوالۍ د مېملې په شګۍ سيمه کې نن شاوخوا لس بجې د هوان يوې زړې مرمۍ چاودنې له امله درې ماشومان په شهادت ورسيدل.

د معلوماتو له مخې دغه مرمۍ د اوبو په يوې وياله کې پرته وه او د ماشومانو د لوبو پرمهال يې چاودنه کړېده.

سلاکار وزير او ننګرهار والي محمد ګلاب منګل پر ياده پېښه ژوره خواشيني ښودلې، شهيدانو ته يې د فردوس جنت او کورنۍ غړو ته يې د جميل صبر هيله کړې.

ننګرهار والي د دغه ولایت د ولسوالیو مخورو څخه وغوښتل چې د قومي پرېکړو له مخې دې د ګوشتې ولسوالۍ په څیر د امنیت په تامین کې له حکومت سره مرسته وکړي .

سلاکار وزیر او ننګرهار والي محمد ګلاب منګل د کب په ۲۳مه د دغه ولایت په ګوشتې ولسوالۍ کې د سرحدي ولسوالیو د مخورو سره په غونډه کې د دغه ولایت د نورو ولسوالیو مخورو څخه وغوښتل چې د ګوشتې ولسوالۍ په څیر دې د امنیت په تامین کې له حکومت سره مرسته وکړي .

په دغه غونډه کې چې د شینوارو،مومندو،اپریدو او نورو قومونو سربېره په ولسي جرګه کې د ننګرهار د ولسونو استازي فریدون خان مومند،په ختیځ کې د سرحدي پولیسو قوماندان محمد ایوب حسین خیل، د ګوشتې ولسوال،د ولایتي شورا غړي افتخار مومند، قومي مشر حاجي حیات خان،کرنې او مالدارۍ رئیس استاد رفیع الله رحیمزي او ګڼ شمیر نورو منسوبینو او مخورو ګډون کړی و.

د غونډې پر مهال په ولسي جرګه کې د ننګرهار د ولسونو استازي فریدون خان مومند وویل، د ګوشتې ولسوالۍ ترڅنګ د بټي کوټ،مومندرې او لعلپورې ولسوالۍ ولسونه ژمن دي،چې د امنیت په تامین کې د حکومت سره مرسته وکړي .

هغه ډاډ ورکړ،چې هر مهال امنیتي منسوبینو یادې ولسوالۍ د مخالفینو څخه پاکې کړې،د نوموړي په مشرۍ به یې ولسونه د ساتنې په موخه جدي اقدامات ترسره کړي.

قومي مشر عبدالکریم خان مومند،محمد امین منشي،ملک محمد ربي،مولوي تازه ګل، مولوي عبدالله او ګڼ شمیر نورو د ویناوو پر مهال د ګوشتې ولسوالۍ عالي زده کړو ځوانانو ته د کار موندنې او د یادې ولسوالۍ ځوانانو ته د لوړو زده کړو ترسره کولو په موخه د ځآنګړو بورسونو د ورکړې غوښتنه وکړه .

دوی همدا راز د یو شمیر سړکونو،کانالونو،سربندونو،پاکو اوبو څآه ګانو، روغتون له شلو څخه پنځوس بستریز ته لوړیدو او یو شمیر نورو برخو کې له یادې ولسوالۍ سره د مرستې په موخه وړاندیزونه وکړل .

یادو مخورو د خپلو خبرو پر مهال په یاده ولسوالۍ کې د دیني مدرسو د جوړولو ترڅنګ د لسګونو ښوونځیو لپاره د ودانیو او احاطې جوړولو په برخه کې هم د مرستې او همکارۍ غوښتنه وکړه .

د ګوشتې او نورو سرحدي ولسوالیو یادو مخورو د خپلو خبرو پر مهال په ګوشتې ولسوالۍ کې د امنیت د تامین لامل په ولسي جرګه کې د ننګرهار د ولسونو استازي او مومندو قومي شورا رئیس فریدون خان مومند غوره مدیریت او د ولسونو ترمنځ یوالی او اتفاق په ګوته کړ.

دوی غوښتنه وکړه،چې په یاده ولسوالۍ کې دې په بېلابېلو برخو کې د ولسونو سره د همکارۍ په موخه رغنیزې او نورې چارې ترسره شي .

سلاکار وزیر او ننګرهار والي محمد ګلاب منګل د ولسي جرګې غړي فریدون خان مومند په مشرۍ د ګوشتې ولسوالۍ د ولسونو څخه مننه وکړه،چې د یادې ولسوالۍ د امنیت په تامین کې د حکومت سره بشپړه همکاري کړې او د نورو ولسوالیو په مخورو یې هم د ورته همکارۍ غږ وکړ.

هغه ډآډ ورکړ،چې ډیر ژر به یادې ولسوالۍ ته یو لوړ پوړی پلاوی را وستوي،ترڅو په بېلابېلو برخو کې سروې ترسره او د دغه ولایت په واک کې د شته پروژه څخه یې ګڼ شمیر په یاده ولسوالۍ کې پلي کړي .

ننګرهار والي وویل، چې د ټولګټو چارو،کلیو پراختیا او بیارغونې،عامې روغتیا او حج او اوقافو رئیسانو ته به لارښوونې وکړي، ترڅو د سړکونو، کانالونو، سربندونو، استنادي دیوالونو،پاکو اوبو څآه ګانو،جوماتونو،مدرسو او نورو برخو کې پروژې پلي کړي او همدا راز د یادې ولسوالۍ روغتون له شلو څخه پنځوس بسترونو ته لوړ کړي.

ښاغلي منګل د ګوشتې مخورو څخه مننه وکړه،چې د قومي پرېکړې له مخې یې پخپله ولسوالۍ کې د کوکنارو کښت مخنیوی کړی،د هوایي ډزو د بندیز پرېکړه یې کړې او خپلې سیمې د وسله والو مخالفینو څخه پاکې ساتلي .

هغه هیله څرګنده کړه،چې یاده چاره په نورو ولسوالیو کې هم ترسره کړي،ترڅو په ټولو ولسوالیو کې امنیت تامین او د ثبات په موخه زمینه برابره شي .

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *