داعش د ظلمونو تور رنګې لمنه ټوله او پر ځآی یې سیمه په ملي بېراغ رنګینه شوه .
د ننګرهار والي او نورو لوړ پوړو چارواکو په کوټ ولسوالۍ کې د داعش د ظلمونو تور رنګې لمنه ټوله او پر ځای یې سیمه په ملي بېراغونو رنګینه کړه،چې له امله یې د وحشت ځپلو ولسونو په منځ کې د لومړي ځل لپاره د هیله مندې مسکا ګانې پر شونډو را وټوکیدې .
ننګرهار والي سلیم خان کندوزي،چې د بېلابېلو نظامي او ملکي ادارو مسؤلینو یې ملتیا کوله،د داعش له لورې جوړه شوې محکمه،دفترونه،روغتیایي مرکز او نورو څآنګو څخه لیدنه وکړه .
هغه تر دغه لیدنې وروسته په ټولو سیمو کې د داعش د ظلمونو تورې لیکل شوې نښې پاکې او پر ځای یې ملي بېراغ رسم او همدا راز جوړ شوی بېراغ په بېلابېلو سیمو کې ځلانده پورته کړ.
ننګرهار والي سلیم خان کندوزي وویل،د داعش لیکل شوو تورو په څېر د خلکو زړونه هم د دوی له وحشته تور شوي،ځکه یې د مسؤلینو سره یو ځای داعش د ظلمونو تور رنګې لمنه ټوله او پر ځآی یې سیمه په ملي بېراغ رنګینه کړه.
هغه خوښي وښوده،چې د ملي امنیتي قواو د قربانیو او مېړانې په ترڅ کې نن په هغه سیمه کې لسګونه ولسونه ګوري،چې پخوا په کې هیڅوک د وحشت له امله نه لیدل کیده .
د کوټ ولسوالۍ ولسونه وایي د داعش ظلمونو او جګړې له امله په بېلابېلو برخو کې زیانمن شوي یو .
د ننګرهار ولایت د کوټ ولسوالۍ ولسونه وایي د داعش د ظلمونو او جګړې له امله یې کورونه، ښوونځي، روغتون، پلچکونه، ویالې او نور تخریب شوي،فصلونه،څاروي او په نورو ګڼ شمېر برخو کې یې درنه زیانونه لیدلي .
ننګرهار ولایت د کوټ ولسوالۍ ولسونو خپلې ستونزې د زمري په ۱۱مه د دغه ولسوالۍ په لاغړ جو سیمه کې د دغه ولایت والي سلیم خان کندوزي او نورو منسوبینو سره په ځانګړې ناسته کې ترسره کړې .
دغه مشرانو وویل: داعش وسله والو د کوټ ولسوالۍ ښوونځي، مدرسې کلینکونه او نور ویجاړ کړي، د دوی کورونه یې سوزولي او د ځآني ترڅنګ یې په بېلابېلو برخو کې ګڼ مالي زیانونه ورته اړولي دي .
د کوټ قومي مشرانو محمد ولي، ملک تحصيلدار، مولوي ستاندار او حاجي حيات خان د خپلو خبرو پر مهال وویل:داعش وسله والې ډلې د کوټ په ولسوالۍ کې ماشومان،مېرمنې، قومي مشران،دیني عالمان،ځوانان او نور په بې رحمۍ سره په شهادت ورسول .
دوی د ولسمشر او سیمه ییزو چارواکو څخه مننه وکړه،چې په یاده ولسوالۍ کې د داعش ځپلو په موخه پراخه عملیات ترسره کړل او د کوټ ټولې سیمې د دوی له شتون څخه پاکې کړې .
دغه مشرانو د یادې غونډې په ترڅ کې د ننګرهار والي او ټولو مسؤلینو څخه د کوټ ولسونو سره په بېلابېلو برخو کې د مرستو غوښتنه وکړه .
په دغه غونډه کې د سیمه ییزو ارګانونو خپلواکې ادارې استازي، ۲۰۱ سیلاب قول اردو مرستيال، ملي امنيت رييس،عامه نظم قوماندان،ننګرهار امنیه قوماندان او په ياده ولسوالۍ کې د وسله وال پوخ منسوبينو، کوټ، روداتو، بټي کوټ اوغني خيلو ولسوالیو مسؤلینو او ګڼ شمېر نورو برخه درلوده .
ننګرهار والي سليم خان کندوزي د کوټ ولسوالۍ داعش ځپلو خلکو سره ژمنه وکړه، چې د مرکزي دولت د پريکړې سره سم به د دغه ولسوالۍ مدرسې، جوماتونه، ښوونځي، کلینيکونه، سړکونه، د اوبو سربندونه او هغه کورونه چې ويجاړ شوي د بیا ځل لپار جوړ کړي .
نوموړي زیاته کړه،د کوټ ولسوالۍ شهیدانو او ټپیانو سره پر وخت نغدي مرسته تر سره شوه او زیاته یې کړه، د لا زیاتو بشري او پرمختیایي مرستو د ترسره کولو په موخه یې د کډوالو چارو، ښار جوړونې، کرنې او مالدارۍ، ټولګټو، روغتيا او پېښو پر وړاندې چمتووالې ادارو رييسان زیانمنو شوو سمو ته د سروې په موخه استولي و.
والي ژمنه وکړه، چې د ټولنيزو برخو ترڅنګ به زيانمن شوو خلکو سره د خوراکي او غير خوراکي توکو مرستې تر سره کړي.
ننګرهار والي د کوټ ولسونو څخه وغوښتل، چې د پخوانيو مشرانو په څېر قومي پريکړې وکړي ترڅو په خپل مټ يادې سيمې د داعش څخه وساتي او همدا راز یې ځوانانو ته لارښوونه وکړه،چې د وسله وال پوځ ليکو ولاړ شي .
ننګرهار والي په ولسي جرګه کې د کوچيانو استازي قادر کوچي د مرحومې مور فاتحې مراسم ترسره کړل .
ننګرهار والي سلیم خان کندوزي چې د دغه ولایت د یو شمېر ادارو مسؤلینو او مخورو یې ملتیا کوله، د زمري په يولسمه په ولسي جرګه کې د کوچيانو استازي قادر کوچي د مرحومې مور فاتحې مراسم په عيد ګاه جومات کې ترسره کړل .
ښاغلي کندوزي د مرحومې په مړینه خواشیني څرګنده کړه او د الله ج له درباره یې ورته د فردوس جنت او کورنۍ غړو ته یې جمیل صبر غوښتنه وکړه .
په ولسي جرګه کې د کوچيانو استازي قادر کوچي د ننګرهار والي، مسؤلینو او مخورو څخه مننه وکړه،چې د نوموړي له کورنۍ سره یې په دغه ستر غم کې ځان شریک کړ .
د کوټ ولسوالۍ پنځه سوه جګړه ځپلو کورنیو سره خوراکي او غيرې خوراکي توکو مرسته وشوه .
د ننګرهار والي په لارښوونه د کډوالو،پېښو پر وړاندې د چمتوالې ، کلیو پراختیا او یو شمېر نورو ادارو په همکارۍ د کوټ ولسوالۍ پنځه سوه جګړه ځپلو کورنیو سره د بېلابېلو خوراکي او غېرې خوراکي توکو مرسته وشوه .
دغه مرسته چې د زمري په یوولسمه د کوټ ولسوالۍ په لاغړ جو سیمه کې د ننګرهار والي او ګڼ شمېر نورو مسؤلینو له لورې په جګړه ځپلو کورنیو وویشل شوه،په کې خيمې، غنم، غوړي، سطلونه، کراچۍ ،بېلچې او نور ضروري توکې شامل و.
ننګرهار والي سليم خان کندوزي وويل، هغه کورنیو ته به لومړی مرستې ورسوي،چې تازه د داعش څخه پاکو شوو سیمو ته را ستنیږي او ډاډ یې ورکړ،چې د دغه ولسوالۍ د ټولو زیانمنو شوو کورنیو سره به مرستې ترسره شي .
ده د کوټ پر ولسونو غږ وکړ، ترڅو خپلو سیمو ته بېرته را وګرځي
د کوټ ولسوالۍ قومي مشرانو او زيانمن کورنیو د ترسره شوو مرستو له امله مننه وکړه خو د دغه ولسوالۍ د جګړه ځپلو کورنیو سره یې د لا زیاتو مرستو غوښتنه وکړه