د ۲۸ کورنیو سره د نږدې ۷ زره امریکایي ډالرو په لګښت د خوراکي توکو مرسته وشوه .
۱۳۹۵/۷/۳
ننګرهار ولایت د کار ټولنیزو چارو شهیدانو او معلوینو رئیس عبدالحکیم شیرزاد وایي د یو این مکه ادارې د نږدې ۷ زره امریکایي ډالرو په لګښت یې ۲۸ کورنیو سره د خوراکي توکو مرسته وکړه .
هغه زیاته کړه، یاده مرسته یې هغه کورنیو ته ورکړې،چې په حصارک، خوږیاڼو،چپرهار ، رودات،اچین ، پچیراګام او سره رود ولسوالیو کې د بهرنیو ځواکونو له لورې زیانمن شوي .
د نوموړې په وینا هرې کورنۍ ته د ۲۴۰ امریکایي ډالرو په لګښت اولس قلمه خوراکي توکې ورکړل .
اتلس وسله وال طالبان ووژل شول .
۱۳۹۵/۷/۳
ننګرهار ولایت د حصارک ولسوالۍ په بېلابېلو سیمو کې تېره شپه د هوایي او ځمکنیو بریدونو په ترڅ کې ۱۸ وسله وال طالبان وژل شوي او څلور نور ټپیان شوي هم دي .
په ترسره شوو بریدونو کې ملکي وګړو او امنیتي منسوبینو ته کوم زیان نه دی اوښتی .
همدا راز د حصارک ولسوالۍ په بېلابېلو سیمو کې د امنیتي منسوبینو له لورې د پوستو جوړولو چارې دوام لري،چې وروسته به په کې سیمه ییز پولیس ځای پر ځای شي .
دولس داعش وسله وال ووژل شول .
۱۳۹۵/۷/۳
ننګرهار ولایت کوټ او نازیانو ولسوالیو کې تېره شپه د بې پيلوټه الوتکو د هوایي بریدونو په ترڅ کې ۱۲ داعش وسله وال ووژل شول او د دوی موټرې،وسلې او مهمات تخریب شول .
د کوټ ولسوالۍ په ستاندار سیمه کې د هوایي برید له امله په سراچه موټر کې ناست اوه داعش وسله وال ووژل شول، سراچه او مهمات یې په بشپړ ډول تخریب شول .
همدا راز د نازیانو ولسوالۍ په سپین ژۍ سیمه کې هوایي برید ترسره شوی،چې له امله یې پنځه داعش وسله وال وژل شوي .
په یادو بریدونو کې وژل شوي داعش اکثریت پاکستاني دي اتباع دي.
په بریدونو کې ملکي وګړو ته کوم زیان نه دی اوښتی .
په مومندرې ولسوالۍ کې د کرکټ پیل شوې سیالۍ د ګردي غوث لوبډلې په بریا سره پای ته ورسیدې
۱۳۹۵/۷/۳
ننګرهار ولایت په مومندرې ولسوالۍ کې د کوزې پښتونخوا په ګډون د شلو لوبډلو ترمنځ شل اوریزې سیالۍ تېره ورځ د ګردي غوث بي لوبډلې په اتلولۍ سره پای ته ورسیدې .
دغه سیالۍ شاوخوا دولس ورځې وړاندې پیل شوې،په کې د کوزې پښتونخوا، شینوارو او مومندرې ولسوالیو لوبډلو برخه اخیستې وه،چې پای ته لوبې ته د ګردي غوث ای او بي لوبډلو لاره پیدا کړه.
په دغه پای لوبه کې ګردي غوث ای لوبډلې په ټاکلي شل اورونو کې سیالې لوبډلي ته یو سلو شپږ نوي منډې هدف ورکړ،چې د بي لوبډلې له لورې ټاکل شوی هدف په اولسم اور کې پوره او د یادو سیالیو اتلولي پخپل نوم کړ.
د پای لوبې په پای کې لوبغاړو او لوبډلو ته کپونه او انعامات هم ورکړل شول،همدا راز د هجرت ګردیوال له لورې هم ګټونکي لوبډلې ته شل زره او دویم مقام لوبډلې ته لس زره نغدي انعامات هم ورکړل .
د درې پاکستانیانو په ګډون شپږ تنه ونیول شول .
۱۳۹۵/۷/۳
ننګرهار ولایت په بټي کوټ او مومندرې ولسوالیو او د جلال اباد ـ تورخم لویې لارې په مربوطاتو کې امنیتي منسوبینو د پلټنو پر مهال د درې پاکستانیانو په ګډون شپږ شکمن کسان نیولي .
ګډو کورنیو ځواکونو په بټي کوټ ولسوالۍ کې د عملیاتو پر مهال یو تن نیولی او همدا راز یې څلور میله بېلابېل ډوله وسلې، یو عراده موټر سایکل او نشه یې توکې تر لاسه کړي دي .
همدا راز د مومندرې د ولسوالۍ په ډکې سیمه کې امنیتي منسوبینو دوه تنه شکمن کسان نیولي او د پلټنو پر مهال یې دوه میله تفنګچې، دوه عدده ریموټ کنټرول او دوه عدده د وسایطو ضد ماینونه او نظامي تجهیزات کشف او تر لاسه کړي دي.
د یو بل خبر له مخې پولیسو د جلال اباد ـ تورخم پر لویه لاره د پلټنو پر مهال درې تنه پاکستانیان نیولي،چې له ټولو نیول شوو کسانو څخه په اړونده ادارو کې جریان لري .
نږدې یو نیم زره کورنۍ د تورخم ښارګوټې له لارې له کډوالۍ را ستنې شوې .
۱۳۹۵/۷/۳
ننګرهار ولایت تورخم ښارګوټې له لارې د تېرو څلرویشت ساعتونو په ترڅ کې په کوزې پښتونخوا او پاکستان کې میشتې نږدې ۱۵ سوه کورنۍ له کډوالۍ ننګرهار ته را ستنې شوې .
دغه کورنیو سره د کډوالو چارو ادارې په همغږۍ د اړونده مرستندویه ادارو له لورې ټاکل شوې او لومړنۍ مرستې ترسره شوې .
ټاکل شوې د راتلوونکو څو ورځو په ترڅ کې د تورخم ښارګوټې له لارې زرګونه نورې کورنۍ هم له کډوالۍ را ستنې شي .
په چپرهار کې پنځه تنه وسله وال طالبان ووژل شول
۱۳۹۵/۷/۳
تېره شپه شاوخوا دولس بجې صفر دوه قطعې د چپرهار ولسوالۍ ايديا خېلو سيمه کې عمليات کړي، چې په ترڅ کې يې پنځه تنه وسله وال طالبان وژل شوي دي.
د معلوماتو له مخې په وژل شويو کسانو کې دوه پاکستانيان دي او د دريو نورو هويت څرګند نه دی.
د دغو عملياتو پرمهال د صفر دوه قطعې موظفينو او ملکي وګړو ته کوم زيان ندی اوښتی.
دغه راز تېره ورځ شاوخوا پنځه بجې روداتو ولسوالۍ بانډې په سيمه کې د پوليسو او وسله والو مخالفينو ترمنځ نښته رامنځته شوه، چې په ترڅ کې يې مخالفين په شا وتنبول شول او ورڅخه دوه موټر سايکلونه ونيول شول.
په کوټ ولسوالۍ کې اوه تنه داعش وسله وال ووژل شول
۱۳۹۵/۷/۳
تېره ورځ د کوټ ولسوالۍ وچ کوټ په سيمه کې په يو هوايي بريد کې اوه تنه داعش وسله وال ووژل شول.
په دغه بريد کې امنيتي ځواکونو او ملکي وګړو ته کوم زيان ندی اوښتی.
د ننګرهار خلکو د حزب اسلامي او دولت له خوا د سولې پر هوکړه د لاسلیک هرکلی وکړ
۱۳۹۵/۷/۳
د ننګرهار خلکو د سولې نړيوالې ورځې نمانځغونډې پرمهال، چې د تلې په درېمه جلال اباد شاهي ماڼۍ کې تر سره شوه د حزب اسلامي او دولت ترمنځ د سولې هوکړه ليک لاسليک غوره اقدام او دا کړنه يې د نورو ډلو د پخلاينې لپاره پيل وګاڼه.
په دغه غونډه کې د ولايت مرستيال والي سربيره د ولايتي سولې شورا غړو، ديني عالمانو، قومي مشرانو، يو شمېر مېرمنو، مدني فعالانو، جهادي قوماندانانو، قومي مشرانو، د جلال اباد ښار ګذر وکيلانو او ځوانانو برخه اخيستې وه.
د ولايت مرستيال محمد حنيف ګرديوال ټولو هېوادوالو ته د سولې نړيوالې ورځې مبارکي وړاندې کړه او د ملي يووالي حکومت او حزب اسلامي غړو ترمنځ د سولې هوکړه ليک لاسليک يې ګټور اقدام وباله.
ګرديوال پر ټولو مخالفينو غږ وکړ، چې د حزب اسلامي ګوند مشر ګلبدين حکمتيار په څېر حکومت سره د سولې تړون لاسلیک کړي.
نوموړي پر ټولو ننګرهاريانو هم غږ وکړ، چې سره يو شي او هغه کسان، چې د سولې سره مخالفيت کوي پر وړاندې يې غبرګون وښی.
د سولې ولايتي کمېټې مشر حاجي ملک نظير وويل، چې د سولې بهیر د دوه زره لسم کال راهيسې په افغانستان کې پيل شوی او دا ثابته شوې، چې سوله په جنګ نه راځي، سوله په عامه پوهاوي، ولسونو او دولت سره په همغږۍ راتلی شي.
نوموړي وويل، چې د حکومت او حزب اسلامي ترمنځ د سولې تړون په هېواد کې د سولې پرمختګ لپاره يو ګټور ګام دی او ټول هېوادوال د دغه اقدام ستاينه کوي.
د ولايتي شورا غړي ناصر کاموال وويل، چې د خوښۍ ځای دی، چې د سولې نړيوالې ورځې را رسیدو سره سم د ملي يووالي حکومت او حزب اسلامي ترمنځ د سولې هوکړه ليک لاسلیک شو.
کاموال وويل، چې يو شمېر خلک دي د سولې مخالفت کوي ولسونو ته پکار ده، چې د دوی پر وړاندې ودريږي او په هېواد کې سوله رامنځته کړي.
نوموړي وويل، چې ولايتي شورا د ولسونو په خوښه تړل شوې، چې پدې ولايت کې امنيت تامين د فساد او د غصب مخنیوی وشي.
ده وويل: هغه کسان، چې امنيت يې خراب کړی، فساد کوي، په غصب کې لاس لري او په دولتي ادارو کې غير قانوني لاسوهنې کوي ټولو ننګرهاريانو ته معلوم دي.
ده پر ولسونو غږ وکړ، چې د يادو ستونزو مخنيوي په موخه متحد شي او د دغو خلکو د شخصي ګټو مخنيوی وکړي ترڅو په ننګرهار کې سوله رامنځته، اداري فساد او غصب مخنيوی تر سره شي.
د حج اوقافو سرپرست رييس، په ننګرهار کې د حزب اسلامي ولايتي دفتر مشر معلم عبدالعلي، د ښځو چارو رييسې انيسې عمران او قومي مشر حاجي حيات خان ټولو هېوادوالو ته د سولې نړيوالې ورځې مبارکۍ ترڅنګ د ولايتي شورا مسولينو څخه وغوښتل، چې شورا د ولسونو پر وړاندې پرانيزي.
قومي مشر حاجي حيات خان له ټولو ننګرهاريانو وغوښتل، چې سره يو شي او له خپلې خاورې مخالفين او غير مسول وسله وال وباسي او ننګرهار د سولې کور وګرځوي.
نوموړو وويل، چې سوله د ټولو افغانانو ديني وجيبه ده پکار ده، چې د سولې په راوستو کې خپلې نه ستړي کېدونکې هڅې جاري وساتو.
دوی وويل، چې د حزب اسلامی او ملي يووالي حکومت ترمنځ د سولې لاسليک شوی تړون څخه بشپړ ملاتړ کوي او هر هغه څوک، چې د سولې مخالفت کوي دولت دې د دغو خلکو کړنو مخنیوی وکړي.
دوی زياته کړه، چې ځينو اشخاصو د شخصي غوښتنو د پوره کولو له مخې ولايتي شورا تړل شوېده، ټول ولسونه امنيت غواړي او د فساد د مخنيوي غوښتونکي دي؛ خو د شورا په تړلو سره دغه ستونزې نه حل کيږي؛ بلکې د ولسونو ستونزې لا ډيريږي.
د ختيځ زون د پوليسو شل تنو منسوبينو ته د مخابرې او کمپيوټر زده کړې کورس پيل شو.
۱۳۹۵/۷/۳
ننګرهار امنيه قوماندانۍ کې د ختيځ زون د پوليسو اړوند شل تنو منسوبينو ته د مسلکي پوهې لوړيدا په موخه د مخابرې او کمپيوټر زده کړې څلور مياشتنی کورس پيل شو.
د دغه کورس د پيل په مراسمو کې د مخابرې او کمپيوتر څانګې مسول سمونوال غلام جان نيازي او يو شمېر نورو مسولينو ګډون کړی و او د پوليسو منسوبينو لپاره يې دغه کورس مهم وباله.
دوی د امنيتي ادارو کار کوونکو ته د مخابرې او کمپيوټر زده کړه اړينه وبلله او زياته يې کړه،چې په راتلونکې کې به په دغه برخه کې د پوليسو روزنې ته ځانګړې پاملرنه وکړي.
د جلال اباد ښاروالۍ د ښار پاک ساتلو په موخه د کثافت دانيو لګولو لړۍ يو ځل بيا پيل کړه
۱۳۹۵/۷/۳
جلال اباد ښاروالۍ د ښار پاکوالي او نظم په موخه د ښار په يو شمېر واټونو او ګڼې ګوڼې ځايونو کې نوې کثافت دانۍ ولګولې، چې په دې سره به د ښار په پاک ساتلو کې يو څه مرسته وشي.
د ښاروالۍ مسولين وايي، چې تر دې وړاندې يې هم د ښار په بېلابېلو واټونو کې کثافت دانۍ لګولي؛ خو ښاريان څنګه چې لازمه ده ګټه ترې نه پورته کوي او پاکوالي ته پاملرنه نه کوي.
دوی په ښاريانو غږ وکړ، چې د کثافت دانيو څخه کار واخلي او د ښار په پاک ساتلو کې دې برخه واخلي.
مسولينو زياته کړه،چې دوی به د ښار په ټولو هغو ځايونو کې کثافت دانۍ، چې ورته اړتيا ده ولګوي ترڅو ښاريان ترې ګټه پورته کړي او په ښار کې د کثافاتو مخه ونيول شي.