ننګرهار والي خبریالان د معلوماتو د خپرولو پر مهال قومي او سمتي تعصبونو لمنځه وړلو ته را وبلل
سلاکار وزیر او ننګرهار والي محمد ګلاب منګل د غبرګولې په ۱۵مه په دې ولایت کې د فعالو خبریالانو سره د ناستې پر مهال له دوی غوښتنه وکړه،چې د معلوماتو د خپرولو پر مهال په ځآنګړي ډول وروستیو حالاتو کې ملي ارزښتونو ته د ځآنګړې پاملرنې ترڅنګ قومي او سمتي تعصبونه لمنځه یوسي.
یاده ناسته چې د جلال اباد په شاهي ماڼۍ کې جوړه شوې وه،په کې د دې ولایت د حکومتي ادارو د ویاندویانو سربېره د ولایتي شورا رئیس احمدعلي حضرت،د حج او قافو رئیس مولوي عبدالظاهر حقاني، د دفتر رئیس احمدضیا عبدالزي، د راډیو تلویزیون امر امین الله زهیر، سیمه ییزو، ملي او نړیوالو رسنیو استازو او یو شمیر نورو ګډون کړی وو.
سلاکار وزیر او ننګرهار والي محمد ګلاب منګل وويل،وروستیو حالاتو ته په کتو لازمه ده،چې رسنۍ د معلوماتو د خپرولو پر مهال ملي ارزښتونو ته د پاملرنې ترڅنګ هر ډول قومی او سمتي تعصبونه لمنځه یوسي .
هغه زیاته کړه، رسنۍ کولای شي،چې د کره او دقیق معلوماتو د خپرولو ترڅنګ په هېواد کې د ملي یوالي لپاره ځانګړي اقدامات وکړي او په دې برخه کې د خپلو رسنیو له لارې عامه پوهاوی ترسره کړي.
نوموړي له ژورناليستانو غوښتنه وکړه، چې د قومي او ژبني تعصباتو څخه ځانونه وساتي او د هېواد ملي ګټي په قومي ګټو بهترې وګڼي.
ننګرهار والي وويل : (( که په هر ولايت کې پېښه کيږي افغان وژل کيږي؛ نو زمونږ د ټولو دښمن يو دی او پکار ده، چې د دښمن هر ډول دسيسې لمنځه يوسو.))
هغه له ژوناليستانو مننه وکړه، چې تل يې په ملي مسايلو کې خپل رسالت په ښه توګه تر سره کړی او ملي ګټو ته ژمن پاتې شوي.
په ختیځ کې د ژورناليستانو خونديتوب کمېټې مسؤل شيرشاه همدرد د خبریالانو په استازیتوب ډاډ ورکړ،چې په ختیځ په ځانګړي ډول په ننګرهار کې خبریالان خپلو ملي ګټو ته د معلوماتو دخپرولو پر مهال ځآنګړې پاملرنه کوي .
هغه زیاته کړه، د دې سیمې خبریالان له هر ډول قومي،ژبني او سمتي تعصب څخه پاک دي او یواځې د خپلې دندې له مخې په دقت او ټآکلې وخت سره خپل کره معلومات خپروي .
نوموړي په دې ولایت کې د یو شمیر خبریالانو او رسنیو ادارو پر وړاندې شته بېلابېلې ستونزې هم شریکې کړې،چې ننګرهار والي له لورې ورته د حل ډاډ ورکړل شو.
په مرکز او ولسوالیو کې شاوخوا سل کیلو متره سړکونه جوړیږي.
د ننګرهار ولایت په مرکز او ولسوالیو کې د ټولګټو چارو ادارې له لوري د عملي چارو د پیل کېدو په موخه د سړک جوړونې ۹ پروژې تر کار لاندې دي،چې په بشپړیدو سره به د شاوخوا سل کیلو متره سړک جوړونې چارې پیل شي.
د دې ولایت د ټولګټو چارو رئیس ضابت خان منګل د غبرګولې په ۱۶مه د سلاکار وزیر او ننګرهار والي محمد ګلاب منګل په مشرۍ د اداري مجلس په غونډه کې وویل، چې د کامې، بهسودو، هسکې مینې، کونړ، سره رود او ګوشتې ولسوالیو او مرکز بېلابېلو سیمو اړوند یې په مرکز کې د نږدې سل کیلو متره سړک د منظورۍ او عملي چارو د پيل کېدو په موخه هلي ځلي وروستۍ کړي دي .
هغه زیاته کړه، په دې سړکونو کې د کامې لنډه بوچ څخه تر سنګر سرای پورې ۱۴ کیلو متره، دوربابا ولسوالۍ ته غځیدلی ۲۵ کیلو متره، کوز کونړ ولسوالۍ کاشکوټ سیمې ته لس کیلو متره، د بهسودو پل څخه تر عبدالخیلو تنګي پورې ۱۳ کیلو متره ،د هسکې مینې ولسوالۍ د اوغز سیمې پورې لس کیلو متره ،سره رود ولسوالۍ اړوند شیخ مصري سیمه کې لس کیلو متره او مرکز جلال اباد ښار بېلابېلو سیمو کې لسګونه کیلو متره سړکونو جوړول شامل دي.
د ټولګټو چارو رئیس وویل،په یادو سړکونو کې یو شمیر منظور شوي،یو شمیرو یې د ډیزاین چارې بشپړي شوي او ځینې نور سړکونه یې د چارو د پیل کېدو په موخه د قرارداد ورکولو لپاره اعلان ته سپارل شوي دي .
سلاکار وزیر او ننګرهار والي محمد ګلاب منګل د ټولګټو چارو رئیس د هلو ځلو څخه ستاینه وکړه او ورته یې سپارښتنه وکړه،چې د سړکونو د عملي چارو د پیل کېدو په موخه لا جدي هلي ځلي وکړي.
نوموړي خوښي وښوده،چې له اوږده ځنډ وروسته د ۵۷ میلیونه افغانیو په لګښت په جلال اباد ښار کې د سراج العمارت تاریخي بڼ ودانۍ د جوړولو چارې پیل شوي او اطلاعاتو او کلتور رئیس ته یې سپارښتنه وکړه،ترڅو له چارو څخه د څآرنې پر مهال ودانۍ د تاریخي اثارو د نمونې په شکل جوړه کړي .
ننګرهار والي د جلال اباد ښاروالۍ سرپرست ته لارښوونه وکړه،چې ژر تر ژره د شهیدانو کورنیو لپاره د ۱۸ سوه په نښه شوو نمرو د ویش لړۍ پیل کړي او همدا راز یې مسؤلینو ته دنده ورکړه،ترڅو د کامې ولسوالۍ د ښوونکو د ښارګوټې ستونزه وروستۍ کړي.
ښاغلي منګل د څلورو سکتوري ادارو مسؤلینو ته سپارښتنه وکړه،چې دې ولایت ته د ځآنګړو شوو یو میلیون امریکایي ډالرو په لګښت ژر تر ژره په شفاف او معیاري ډول پروژې پلي کړي،ترڅو راتلوونکي کال کې دې ولایت ته تر دې هم زیاته بودیجه ورکړل شي.
د دې مجلس په ترڅ کې چې د ولایتي شورا مرستیال ډاکټر لعل محمد دراني هم ګډون کړی وو،د یو شمیر ادارو لپاره د ودانيو جوړولو او د کامې عیدګاه مسجد لپاره د ځمکو په نښه کولو په موخه د مجلس د پرېکړې له مخې پلاوي وټاکل شول،همدا راز په ګڼ شمیر نورو موضوعاتو هم خبرې اترې،پرېکړې او تصویبونه ترسره شول .
همدا راز د سلاکار وزیر او ننګرهار والي محمد ګلاب منګل له لورې د دې ولایت د عامې روغتیا رئيس ډاکټر نجیب الله کاموال ته د ښه فعالیتونو په ځآنګړي ډول د لسګونو پروژو چارو د پیل کیدو او بشپړیدو له امله نوموړي ته برابر شوی ایوارډ هم ورکړ .
د دې مجلس په څنډه کې د ولایت مستوفي سرڅېړونکي ډاکټر محمد عالم اسحاق زي ته په غني خیلو ولسوالۍ کې د دې ادارې د عواید مدیر د مړینې له امله د فاتحې او تسلیت مراسم هم ترسره شول .
يو تن سره نشه يي توکي ونيول شول
د جلال اباد ښار لومړۍ ناحيه کې پولیسو د شکيل په نوم د نشه يي توکو يو پرچون پلرونکی د ۱۲۰ پوړيو هيريونو او شېشې سره یو ځای ونيوه.
په نيول شويو نشه يي توکو کې ۸۰ پوړۍ هيروين او ۴۰ پوړۍ شېشه شامله ده.
د معلوماتو له مخې ياد تن په ښار کې پر روږدو کسانو نشه يي توکي پلورل، چې له امله يې ډيری کسان تازه په نشو اخته شوي و.
نيول شوی تن د روږدو کسانو ترمنځ د ډاکتر په نوم مشهور دی او په خپل جرم يې اعتراف کړی دی.
شکيل د نشه يي توکو پر وړاندې مبارزې مديريت کې تر پوښتنو او څېړنو لاندې دی.
د ننګرهار والي د خواشينۍ پيغام
په ډېرې خواشينۍ سره مې خبر ترلاسه کړ، چې د سولې او امن دښمنانو د غني خيلو ولسوالۍ د عوايدو مدير حاجي دين محمد تيره ورځ مازديګر په داسې حال کې په شهادت رسولی، چې له جومات څخه کور پر لور روان و.
انا الله و انا اليه راجعون
زه د دغه پېښې غندنه کوم شهيد ته د فردوس جنت او کورنۍ غړو ته يې د جميل صبر هيله کوم.
شهيد يو تکړه او په کارپوه شخص و او خپله دنده يې په صداقت او ايماندارۍ سرته رسوله.
د هېواد او خلکو دښمانانو تر بل هر وخت روژه کې خپلې ناوړه کړنې زياتې کړي او هر ورځ مو روژه په خوله هېوادوال په شهادت رسوي.
دښمنان په دا ډول بريدونو سره زمونږ د خلکو مرال نشي ټيټولی؛ بلکې لا به په قوي عزم او ارادې سره د خپل حکومت څخه ملاتړ او له خاورې دفاع وکړي.
زه يو ځل بيا د يادې پېښې غندنه کوم شهيد ته د مغفرت او کورنۍ غړو ته يې د تسليت او ډاډګيرنې مراتب وړاندې کوم.
محمد ګلاب منګل
سلاکار وزير او ننګرهار والي
درې وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله واوښته.
د ننګرهار ولايت بټي کوټ ولسوالۍ مربوطاتو کې تيره شپه د وسله والو طالبانو خپلمنځي جګړه کې يو وسله وال طالب وژل شوی او دوه نور ټپیان دي.
د معلوماتو له مخې وژل شوی او ټپيان کسان د وسله والو طالبانو قومندان جلاالدين حقاني د ډلې غړي دي.
بل لور ته د ننګرهار ولایت سره رود ولسوالۍ په مربوطاتو کې د امان الله په نوم يو ۷۰ کلن سړی نا معلومو وسله والو په ډزو سره په شهادت رسولی.
د نوموړي جسد عدلي طب ته ليږدول شوی او پولیسو د قاتلينو نيولو هڅې پيل کړي.
د زامنو تر شخړې وروسته یو پلار د زړه د حملې له أمله ساه ورکړه.
ننګرهار ولایت مرکز جلال اباد ښار لومړۍ ناحیې سیمه کې د روژه ماتې پر مهال پر یو کور کې د دوو وروڼو ترمنځ شخړه شوې،چې له امله یې د مهربان په نوم یو تن خپل ورور ګلالی ټپي کړی .
کله چې ټپي شوی هلک روغتون ته وړل کیږي،په پلار یې د زړه حمله راځي او د همدې ناروغۍ له امله یې مخکې تر دې چې روغتون ته ولیږدول شي،ساه ورکړې .
د مګړۍ د نوموړي د ګلالي په نوم زوی په روغتون کې تر درملنې لاندې دی او د مهربان په نوم زوی یې د پولیسو د نیولو له ویرې له کوره تښتیدلی،خو د نیولو هڅې رواني دی .
په ۴۴ بې ځايه شويو کورنيو نغدي مرسته وويشل شوه
د ننګرهار ولايت کډوالو چارور ياست په هلو ځلو د NRC موسسې له لوري د دې ولايت په ۴۴ بې ځايه شويو کورنيو نغدي مرسته وويشل شوه.
د کډوالو چارو رئیس غلام حيدر فقيرزي وويل، چې هرې کورنۍ ته ۲۰ – ۲۰ زره افغانۍ ورکړل شوې.
نوموړي وويل، چې هڅه کوي، څو د روژې مبارکه مياشت کې بې ځايه شويو او بېوزله کورنيو ته مرستې جلب او پرې وويشي.
نهه ويشت داعش وسله وال ووژل شول .
ننګرهار ولایت د کوټ ولسوالۍ په نرګوسۍ سیمه کې د تېرو ۲۴ ساعتونو پر مهال د ترسره شوو عملیاتو په ترڅ کې د هوایي برید له امله ۲۹ داعش وسله وال وژل شوي دي .
په وژل شوو داعشیانو کې زیات شمیر بهرنیان دي.
په دې پېښه کې ملکي وګړو او امنیتي منسوبینو ته کوم زیان ندی اوښتی .