په غني خیلو ولسوالۍ کې د رامنځته شوې پېښې شهیدانو کورنیو ته د فاتحې مراسم ترسره او ور سره نغدي مرسته وشوه.
ننګرهار ولایت د غني خیلو ولسوالۍ په شیرګړ سیمه کې وړمه شپه د بهرنیو ځواکونو د ړندو ډزو له امله یو تن د خپلو دوو زامنو سره په شهادت ورسید،چې د غبرګولې په ۲۳مه د ولایت مقام له لورې د شهیدانو کورنیو ته د فاتحې مراسم ترسره او ورته نغدي مرسته ورکړل شوه .
د ولایت سرپرست مرستیال او مستوفي سرڅېړونکي ډاکټر محمد عالم اسحاق زي په مشرۍ د فاتحې د ترسره کولو او مرستې ورکړې مراسمو کې د ولایتي شورا غړي اسرارالله مراد، د سولې ولایتي کمیټې مشر حاجي ملک نظیر، د یو شمیر ادارو رئیسانو،د غني خیلو ولسوال او ګڼ شمیر نورو ګډون کړی وو.
ښاغلي اسحاق زي په رامنځته شوې پېښه د سلاکار وزیر او ننګرهار والي محمد ګلاب منګل د خواشینۍ او تسلیت پیغام د شهیدانو کورنیو غړو سره شریک کړ او هم یې د نوموړي له لورې مرسته شوې ۳ سوه زره افغانۍ ورته وسپارلې.
نوموړي وویل،د وړمې شپې پېښې له امله د دې ولایت د نظامي او ملکي ادارو د مسؤلینو او کارکوونکو سربېره د دې ولایت ټول ولسونه دریدلي او شهیدانو ته د فردوس جنت او کورنۍ غړو ته یې د تسلیت هیله لري .
هغه هیله وښوده،چې د افغانانو په یوالې او خپل منځې اختلافاتو د لمنځه وړلو وروسته به موږ د یادو پېښو څخه د تل لپاره وژغورل شو.
د غني خيلو ولسوالۍ قومی مشر ملک ارغندي ګل او د انکشافي شورا مشر د غني خيلو ولسوال او د ننګرهار والي څخه مننه وکړه، چې دوی سره يې د غمشریکۍ ترڅنګ د دوی غږ تر ولسمشره پورې ورساوه .
د دوی په وینا شهید زيړ ګل او ورسره يې دوه کوچنی زامنو د بلکونو جوړولو په بټۍ کې د يو مړۍ ډوډۍ د پیدا کولو په موخه د شپې او ورځې له مخې کار کاوه او هیڅ ډلې سره یې اړیکې نه درلودې .
مشرانو د شهید زیړګل د کورنۍ سره د مرستې ترسره کولو ترڅنګ د پېښې د عاملینو د نیولو او په راتلوونکې کې د یادو پېښو د مخنیوي غوښتنه وکړه .
شهید زیړګل څخه دوه مېرمنې او څلور زامن پاتي دي،چې د زاهدالله او فريد الله په نومونو یې دوه زامن هم د پلار له غریبې او ترسره شوې ظلم څخه یادونه کوي.
ټاکل شوې ډیر ژر ولسمشر هم د یادې پېښې شهیدانو کورنیو سره لیدل وکړي،چې په ترڅ کې به ورسره ترسره شوي اجرائت هم شریک کړي .
اته دیرش وسله وال مخالفین ووژل شول .
ننګرهار په چپرهار ولسوالۍ کې د تېرو ۲۴ ساعتونو پر مهال د هوایي بریدونو او وسله والو مخالفینو د خپل منځې نښتو په ترڅ کې ۲۷ داعش او ۱۱ وسله وال طالبان وژل شوي او ۸ داعش او څلور وسله وال طالبان نور ټپیان شوي دی .
د چپرهار ولسوالۍ په سپرې سیمه کې د هوایي برید له امله ۷ وسله وال طالبان وژل شوي او ۴ نور ټپیان شوي،همدا راز د یادې ولسوالۍ په سپین جومات،مسته خیل او شولانۍ سیمو کې د داعش او وسله والو طالبانو ترمنځ خپل منځي نښتي شوي،چې په ترڅ کې ۲۷ داعشیان وژل شوي او اته نور ټپیان شوي دي .
همدا راز د دې نښتو پر مهال څلور وسله وال طالبان هم وژل شوي دي .
دوه قاتلين او درې غله ونيول شول
د ننګرهار ولايت مربوطاتو کې پولیسو دوه تنه قاتلين او درې تنه غله نيولي دي.
د معلوماتو له مخې پوليسو د جلال اباد ښار په مربوطاتو او مومندرې ولسوالۍ کې دوه تنه قاتلين، چې د پولیسو تر څآرنې لاندې و نيولي دي.
په ورته وخت کې پولیسو د جلال اباد ښار په مربوطاتو کې درې تنه د جب وهلو په تور نيولي او تر پوښتنو لاندې دي.
بل لور ته د درېيمې ناحيې سيمه کې پولیسو يو ماين مخکې تر چاودنې کشف او لمنځه وړی.
د ترافیکي پېښې له امله ۳ تنو ماشومانو ته مرګ ژوبله واوښته .
ننګرهار ولایت د سره رود ولسوالۍ په موی مبارک سیمه کې تېره ورځ یو مازده ډوله موټر د تګ پر مهال درې تنه ماشومان وهلي،چې یو تن یې د سختو ټپیونو له امله په شهادت رسیدلی او دوه نور یې تر درملنې لاندي دي .
د یادې پېښې موټر چلوونکی له سیمې څخه په تېښته بریالی شوی،خو د پولیسو له لورې یې د نیولو هڅې رواني دي .

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *