د تورې بوړې سیمه د ۶۶ داعشیانو په مرګ ژوبله د دوی له شتون څخه پاکه شوه .
د ننګرهار ولایت پچیراګام ولسوالۍ اړوند تورې بوړې سیمه د ۴۴ داعشیانو په وژنې،۲۲ ټپیانو او دوه نورو په ژوندي نیولو سره د داعش له شتون څخه پاکه،خو په یو شمیر سیمو کې د مګړۍ هم چاڼیز عملیات دوام لري .
د داعش وسله والو څخه د تورې بوړې سیمې د نیولو وروسته د ننګرهار والي په مشرۍ امنیتي مسؤلینو او په ملي او ولایتي شورا کې د ولسونو استازو په توره بوړه کې د امنیتي ځواکونو د محاربوي احضاراتو څخه لیدنه وکړه .
سلاکار وزیر او ننګرهار والي محمد ګلاب منګل په توره بوړې سیمې کې رسنیو سره د خبرو پر مهال د قهرمانو سرتېرو د مېړانې څخه ستاینه او قدرداني وکړه او همدا راز یې د پچیراګام ولسوالۍ د مسؤلینو او ولسونو څخه مننه وکړه،چې د امنیتي قواو ملاتړ او همکاري یې وکړه .
نوموړي زیاته کړه،د تورې بوړې په سیمه کې جنګیدونکي داعشیان ټول بهرني په ځآنګړي ډول پاکستاني،ازبکي او چيچينايان دي،چې د پاړه چینار او صدې له لارې تورې بوړې سلیمان خیلو سیمې ته داخل شوې وو،چې د امنیتي قواو په قوي عملیاتو سره دوی لمنځه یوړل شول.
ښاغلي منګل ډاډ ورکړ،چې بې ځایه شوو ۱۸۶ کورنیو سره یې مرسته کړې او ډیر ژر به پاتې کورنیو سره هم مرستې ترسره شي او ژمنه يې وکړه،چې په پاکو شوو سیمو کې به پوهنیز،روغتیایي او نورو برخو کې لازم اقدامات ترسره کړي.
د دوه سوه یو سیلاب قول اردو قوماندان ډګر جنرال محمد زمان وزیري وویل، د پیل شوو عملیاتو په ترڅ کې ۴۴ داعشیان وژل شوي،دوه ویشت نور ټپیان شوي او دوه تنه یې له وسلو سره یو ځای ژوندي نیولي .
د یادو عملیاتو مشر او د څلورمې پلې لوا قوماندان برید جنرال محمد نسیم سنګین وویل، یاد عملیات چې د مګړۍ د تورې بوړې په مرخڼۍ سیمه کې دوام لري،تر هغې پورې به یې ترسره کړي،ترڅو د تورې بوړې او څېرمه ټولو سیمو کې داعش وسله وال لمنځه یوسي .
په ولسي جرګه کې د ننګرهار د ولسونو استازي او له مرکز څخه د راغلي پلاوي مشر حاجي عبدالظاهر قدیر په یاده سیمه کې د امنیتي قواو له لورې د ترسره شوو عملیاتو څخه ستاینه وکړه او غوښتنه یې وکړه،چې په پاتې نورو سیمو کې دې هم د داعش ځپلو په موخه جدي عملیات ترسره شي .
هغه د ولسونو څخه غوښتنه وکړه،چې د خپلو سیمو په ساتنه کې د امنیتي قواو سره همکاري وکړي او د اړتیا پر مهال به نوموړی د نورو ولسوالیو ځوانان هم په پچیراګام کې ولسوالۍ کې د امنیتي قواو ملاتړ ته وهڅوي .
نوموړي پر حکومت غږ وکړ،چې د تورې بوړې سیمې ولسونه په پوره توګه په منظم ډول تجهیز او اکمال کړي،ترڅو د خپلو سیمو ساتنه کې د امنیتي قواو سره مرسته وکړي .
د ولایتي شورا رئیس احمد علي حضرت،منشي ذبیح الله زمري او غړي ډاکټر ناصر کاموال د خبرو پر مهال د داعش وسله والو څخه د پاکو شوو سیمو د ساتنې،بې ځایه شوو کورنیو سره د منظمو مرستو او په جګړه ځپلو سیمو کې په روغتیایي،پوهنیز او نورو رغنیزو برخو کې د اقداماتو ترسره کولو غوښتنه وکړه.
د سرحدي پولیسو د لومړۍ لوا قوماندان محمد ایوب حسین خیل وویل،د تورې بوړې سرحدي سیمو کې پولیس په مېړانې سره د سرحدونو ساتنه کوي،خو د ځنګلونو او غرنیزو سیمو څخه په ګټې اخیستنې یادو سیمو ته داعش او نورو مخالفینو لاره پیدا کړې وه .
د یاد سفر پر مهال چې ننګرهار امنیه قوماندان لوی پاسوال عبدالرحمن رحیمي او د پچیراګام ولسوال قاري هجرت الله رحماني او یو شمیر نورو هم شتون درلود، د حج اوقافو رئيس مولوي عبدالظاهر حقاني د امنيتي قواو له لوري پيل شوي عمليات جهاد وباله.
نوموړي هم له ولسونو څخه غوښتنه وکړه، چې د خپلې خاورې د ساتنې په دې سپيڅلې جهاد کې برخه واخلي او خپل وسله وال ځواک سره د داعش پر ضد وجنګيږي.
د تورې بوړې سیمې قومي مشر ملک شیرزي رسنیو سره په خبرو کې د ننګرهار والي او ټولو مسؤلینو څخه مننه وکړه،چې په لوی قوت سره یې په توره بوړه سیمه کې داعش وځپو .
نوموړي غوښتنه وکړه،چې پاتې سیمې هم له داعش څخه پاکې او د اړونده کلیو ولسونه دې تجهیز او اکمال کړي،ترڅو د مخالفینو څخه یې د تل لپاره پاکې وساتی .
د چپرهار ولسوالۍ مرکزي روغتون کې د ۴ میلیونه افغانیو په لګښت بېړنۍ څانګه تر جوړیدو وروسته ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه .
ننګرهار ولایت د چپرهار ولسوالۍ په مرکزي روغتون کې د عامې روغتیا وزارت په ۴ میلیونه افغانیو مالي لګښت بېړنۍ څآنګه تر جوړیدو وروسته د یو لړ مراسمو په ترڅ کې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه .

په دې مراسمو کې ننګرهار والي محمد ګلاب منګل،امنیه قوماندان لوی پاسوال عبدالرحمن رحیمي،د عامې روغتیا رئیس ډاکټر نجیب الله کاموال، د چپرهار مرکزي روغتون مسؤلینو او ډاکټرانو او یو شمیر نورو مسؤلینو ګډون کړی وو.
د ننګرهار عامې روغتیا رئیس ډاکټر نجیب الله کاموال وویل، یاده څآنګه د عامې روغتیا وزارت په څلور میلیونه افغانیو مالي لګښت د شپږو میاشتو په موده کې جوړه شوې،چې په بېړني حالاتو کې په یو وخت کې تر شلو زیات کسانو د بستریدو ظرفیت لري .

هغه زیاته کړه، په بېړني حالاتو کې له یاد مجهز روغتون څخه د چپرهار ترڅنګ د پچیراګام ولسوالۍ ولسونه هم ګټه اخیستلای شي .
سلاکار وزیر او ننګرهار والي محمد ګلاب منګل په یاد روغتون کې د بېړنۍ څآنګې پر فعالیدو خوښي وښوده او د عامې روغتیا ادارې څخه یې مننه وکړه،چې په چپرهار ولسوالۍ کې د څلور میلیونه افغانیو په لګښت بېړنۍ څانګه جوړه او ګټې اخیستنې ته وسپارله.

نوموړي د یاد روغتون مسؤلینو ته سپارښتنه وکړه،چې په بېړنیو حالاتو کې د ولسونو په درملنه کې بېړنۍ او لازمې هڅې ترسره کړي .
په یاد روغتون کې د بېړنۍ څانګې تر ګټې اخیستنې وروسته ننګرهار والي د یادو مسؤلینو په ملتیا د چپرهار ولسوالۍ په بازار کې د ولسونو د احوال پوښتنه وکړه .
نوموړي ولسونو ته ډاډ ورکړ،چې په هوسا ډول خپل ژوند ترسره کړي او په ورځنیو چارو کې د حکومت سره همکاري وکړي .
د ننګرهار والي د خواشينۍ پيغام
په ډيرې خواشينۍ سره مې خبر ترلاسه کړ، چې د ننګرهار ولايت اداري فساد پر وړاندې مبارزې ابتدايي محکمې غړی قاضي شير رحمن موټر پورې د نښلول شوي ماين په چاودنه کې نوموړی شهيد او د ده د دوو ورونو په ګډون يو لاروی ټپیان شوي دي.
انا لله و انا اليه راجعون
شهيد ته د الله پاک له درباره د فردوس جنت، ټپیانو ته د بيړنۍ روغتيا او کورنۍ غړو ته يې د جميل صبر هيله کوم.
شهيد شير رحمن يو دینداره، صادق او نيک انسان و او خپله دنده يې په صداقت او ايماندارۍ مخته وړله.
د افغانستان دښمنان او په ځانګړي ډول هغه خلک، چې په فساد او خيانت کې لاس لري تل يې هڅه کړې، چې دا ډول پېښې رامنځته کړي او خپلو شومو موخو ته ځان ورسوي.
زمونږ د عدلي او قضايي ارګانونو مسئولين هڅه کوي، څو په هېواد کې د نورو فسادونو لمنځه وړلو ترڅنګ اداري فساد لمنځه يوسي؛ خو دښمن هڅه کوي، چې په هره برخه کې مونږ ته زيانونه واړوي، چې نننۍ پېښه يې د وحشي کړنو يوه بېلګه ده.
له ولسونو څخه مې هيله ده، چې په خپل ټول توان سره د تروريستانو، مفسدينو، شر اچوونکو او ټولو هغو خلکو پر ضد له حکومت سره مرسته او همکاري وکړي، چې زمونږ خلک او مبارزين په شهادت رسوي.
يو ځل بيا وايم، چې په تر سره شوې پېښه ډېر غمجن يم، شهید ته د مغفرت، ټپيانو ته د عاجلې روغتيا او کورنۍ غړو، همکارانو او خواخوږو ته يې د تسليت او ډاډګيرنې مراتب وړاندې کړم.
محمد ګلاب منګل
سلاکار وزير او ننګرهار والي

د ننګرهار په پچير اګام ولسوالۍ کې د سېلاب ۷ په نوم د افغان ګډو ځواکونو عمليات په برياليتوب سره دوام لري .
دغه علميات ، چې د دوه سوه يو سېلاب قول اردو اړوند دڅلورمې پلې لوا ځواکونو په مشر ۍ پيل شوي پکې افغان کمانډو او ځانګړو ځواکونو سربېره ، ملي امنتيت موظفين، ملي، سرحدي ، عامه نظم او سيمه اييز پوليس برخه لري .
ديادو عملياتو په لړ کې د دوشنبې په ورځ افغان ګډو امنيتي مېړنيو ځواکونو د تورې بوړې سربېره دالف خېلو او مرخڼۍ کلي هم د داعش وسله والې ډلې له شتون څخه پاک کړل.

د افغان ځواکونو لښکرې د کومنکي او ګدرې خولې په لوري دتعارض په حالت کې مخ پروړاندې روان دي .
په سيمه کې دجګړې قوماندان بريد جنرال محمد نسيم سنګين په داسې حال کې، چې د لومړۍ سرحدي لوا درستيزوال او د ننګرهار امنې قوماندانۍ امنيتي مرستيال يې ملتيا کوله له روانو عملياتو څخه ليدنه و کړه او د مرخڼۍ کلي په سيمه کې يې د دښمن بېرغ ټول او پر ځای يې دهېواد ملي بېرغ اوچت کړ .

د څلورمې پلې لوا قوماندان بريد جنرال محمد نسيم سنګين دپاکو شويو کليو له اوسيدونکو غوښتنه وکړه ، چې خپلو سيمو ته ستانه شي.
نوموړي يو ځل بيا ولسونو ته ډاډ ورکړ ، چې په سيمه کې دامنيت ټېنګښت په موخه به دولسونو ترڅنګ وي .
په روانو عملياتو کې افغان ځواکونو او ولسي وګړو ته کوم زيان نه دی اوښتی.
د پچير اګام ولسونو د وسله والو مخالفينو پر ضد پاڅون وکړ
د ننګرهار ولایت پچیر اګام ولسوالۍ کې ولسونو د يوې غونډې په ترڅ کې د وسله والو مخالفينو پر ضد ولسي پاڅون وکړ او له حکومت څخه يې ملاتړ اعلان کړ.
دغه غونډه، چې د غبرګولي په ۲۹مه د پچير اګام ولسوالۍ په مقام کې جوړه شوې وه په کې د يادې ولسوالۍ ولسوال سربيره، د ملکي او نظامي ادارو مسئولينو، قومي مشرانو، ديني عالمانو، جهادي قومندانانو، مدني فعالانو، ځوانانو او يو شمېر نورو برخه لرله.
د ولسونو په استازۍ قومي مشرانو حاجي هاشم، ماڼو ګل، سقاو خان، داد محمد، ملک جان او نورو وويل، چې له نننۍ غونډې څخه يې موخه له حکومت څخه ملاتړ او وسله والو مخالفينو پر ضد ولسي پاڅون دی.
نوموړو وويل، چې له دې وروسته وسله وال مخالفين د دوی په سيمو کې ځای نلري او که څوک د دوی سيمو ته د راتلو هڅه وکړي د ولسونو جدي غبرګون سره به مخ شي.
دوی وویل: (( مونږ له خپلې خاورې او ناموس څخه د دفاع په موخه له خپلو سرونو او مالونو تير يو که څوک زمونږ پر خاوره د تيري هڅه وکړي د ولسونو غوڅ غبرګون سره به مخ شي.))
قومي مشرانو پچير اګام ولسوالۍ کې د داعش وسله والو د ځپلو او امنيت ښه کيدو له امله د ننګرهار والي محمد ګلاب منګل د ښې رهبرۍ او د پچير اګام ولسوال قاري هجرت د کړنو ستاينه وکړه .
دوی دغه راز وویل، چې شخصي مليشې دوی ته د منلو وړ نه دي، دوی کولای شي، چې د خپلو سيمو ساتنه په خپله وکړي.
د پچير اګام ولسوال قاري هجرت له ولسونو مننه وکړه، چې له خپلې خاورې څخه د دفاع او حکومت په ملاتړ راټول شوي.
نوموړي له ولسونو غوښتنه وکړه، چې په خپلو منځونو کې لا يووالی رامنځته کړي او د دښمنانو په لمنځه وړلو کې له حکومت سره مرسته وکړي.
ده وويل، چې د پچير اګام ولسوالۍ بې ځايه شویو کورنيو سره د مرستې او يو شمېر ستونزې يې د حل په موخه ننګرهار والي سره شريکې کړي او ډېر ژر به يې په حل کې لازم اجرات تر سره شي.
د دغه غونډې پر مهال ولسونو امنيتي ځواکونو څخه د ملاتړ په موخه د يو شمېر امنيتي مسئولينو غاړې کې ګلونه هم واچول او له حکومت څخه يې د ملاتړ او مخالفينو پر وړاندې د جدي غبرګون څرګندونې وکړې.
دوه سوه اوه شپيته کډوالو او داخلي بې ځايه شويو کورنيو سره نغدي مرسته ترسره شوه.
د ننګرهار ولايت کډوالو چارو رياست په هلو ځلو او د IRC مرستندويه ادارې په مالي همکارۍ ياده مرسته د چپرهار پر اتيا بې ځايه شويو او له پاکستان هېواد څخه په راستنو شويو ۱۸۰ کورنيو وويشل شوه.

د کډوالو چارو رياست مسولين وايي،داخلي بې ځايه شوې کورنۍ اوس مهال د سره رود،بهسودو او مولوي خالص فاميلو په سیمو کې ژوند کوي، چې هرې کورنۍ سره د شپږ شپږ زره افغانيو او کډوالو کورنيو سره د اته اته زره افغانيو نغدي مرستې تر سره شوې.
مسولين وايي،د داخلي بې ځايه شويو کورنيو د معلومولو په موخه سروې ډلې په سيمو کې بوختي دي او ژر به نورو کورنيو سره هم مرستې تر سره شي.
دوه نيم سوه يتيمو زده کوونکو سره د جامو او نور توکو مرسته وشوه
د کار ټولنيزو چارو ریاست په هلو ځلو د بنياد فرهنګي هدف خيريه ټولنې له لوري ۲۵۰ يتيمو زده کوونکو سره د کوچني اختر را رسيدو په موخه د جامو او نورو اړينو توکو مرسته وشوه.

د کار ټولنيزو چارو رئیس عبدالحکيم شیرزاد وويل، چې دغه مرسته د امام بخاري روزنتون د يتيمو زده کوونکو سره تر سره شوه.
نوموړي وويل، چې هڅه کوي، څو د نورو روزنتونونو پر يتيمو زده کوونکو هم ورته مرستې وويشي.
ده پر مرستندويه ادارو او خيريه بنسټونو غږ وکړ، چې د کوچني اختر را رسيدو په موخه له يتيمو زده کوونکو سره مرسته وکړي.
مالدارانو سره د نسلي اوزو مرسته وشوه .
د ننګرهار والي په لارښوونه د کرنې او مالدارۍ ادارې له لورې د دې ولایت ۱۳ بې وزله کورنیو ته په وړیا ډول نسلي اوزې ( بزې) ورکړل شوې .

د کرنې او مالدارۍ رئیس رفیع الله رحیمزی وایی، یادې بزې د کرنیز ترویج پروژې او د دې ولایت د کرنې مالدارۍ ادارې اړوند د مالدارۍ عمومي مدیریت له لورې د نسلونو د اصلاح کولو په موخه دیارلس بې وزله کورنیو ته په وړیا ډول ورکړل شوې .

نوموړي زیاته کړه، د دې مرستې په ترڅ کې به Beetle په نوم اصلاح شوی نسل رامنځته شي،چې له امله به یې په کومه موده کې د نسلونو د زیاتیدو ترڅنګ د غوښې لوړ ظرفیت هم وړاندې کړي .
د ننګرهار ولايت د کار او ټولنيزو چارو رياست په هلو ځلو ديرش جنګ ځپلو او شهيدانو کورنيو سره د خوراکي توکو مرسته وشوه.
د کار او ټولنيزو چارو رئیس عبدالحکيم شيرزاد وويل، چې د يوسايډ ادارې د ګډ پروتوکول په اساس د يو- اين – ماس ادارې په همکارۍ ديرش جنګ ځپلو کورنيو سره د خوراکي توکو مرسته وشوه.

نوموړي وويل، چې يادې ديرش کورنۍ د خوږياڼو ، اچين، چپرهار ، بټي کوټ ، بهسود، کامې ، غني خېلو او پچير اګام ولسواليو اوسېدونکې دي ،چې په دې وروستيو کې د جنګونو له امله زيانمنې شوې دي.

ده زياته کړه، چې هرې کورنۍ ته د دوه سوه څلوېښت ډالرو په ارزښت خوراکي توکي ورکړل شول ، چې اوړه ، غوړي ، چای ، بوره وريجې او نور توکي پکې شامل و.
ديادې ادارې مسوولين واييد يوسايډ ادارې د ګډ پروتوکول په اساس د يو- اين – ماس ادارې په همکارۍ په روان کال کې شاوخوا څلور سوه جنګ ځپلو کورنيو سره بيړنۍ او لويې مرستې شوې دي.
په ۳۴۸ کورنيو د خوراکي توکو او نغدو پیسو مرسته وويشل شوه
د ننګرهار کډوالو چارو رياست مسولين وايي،يو اتيا کورنۍ چې له چپرهار ولسوالۍ له مختلفو ساحو د جلال اباد ښار بېلابېلو سيمو ته راکډه شوي،د WFP ادارې په مالي مرسته د دوو مياشتو لپاره خوراکي مواد ورکړل شول.
مسولين زياتوي،هرې کورنۍ ته دوه سوه کيلو يي وړه،څوارلس ليتره غوړي،څوارلس کيلو دال او يو پاکټ مالګه ورکړل شوه.
د يو بل خبر له مخې د ننګرهار کډوالو چارو رياست په هلو ځلو او د IRC مرستندويه ادارې په مالي همکارۍ ۲۶۷ کډوالو او داخلي بې ځايه شويو کورنيو سره نغدي مرسته وشوه.
د کډوالو چارو رياست مسولين وايي،داخلي بې ځايه شوې کورنۍ اوس مهال د سره رود،بهسودو او مولوي خالص فاميلو په ساحو کې ژوند کوي؛چې هرې کورنۍ سره د شپږ شپږ زره افغانيو او کډوالو کورنيو سره د اته اته زره افغانيو نغدي مرستې وشوې.
مسولين زياتوي،د داخلي بې ځايه شويو کورنيو د معالومولو په موخه سروې ډلې په ساحو کې عملاً په چارو بوخت دي او ژر به نورو کورنيو سره هم مرستې تر سره شي.
دوه تنه د غلا په تور ونيول شول
د لومړۍ امنيتي حوزې پوليسو د جلال اباد ښار په مربوطاتو کې دوه تنه د نغدو پيسو غلا په تور ونيول.
نيول شوي کسان د جنايي جرمونو پر وړاندې مبارزې مديريت کې تر پوښتنو لاندې دي.
بل لور ته د خوږياڼو ولسوالۍ ميملي سيمه کې تيره شپه پولیسو يو کړۍ د وسايطو ضد ماين مخکې تر چاودنې کشف او لمنځه وړی.
د چسپکي ماين چاودنې له امله يو قاضي شهيد او درې تنه ټپیان شول
د جلال اباد ښار څلورم ماموريت اړوند شيشم باغ سيمه کې نن شاوخوا نهه بجې ټو ډي موټر پورې د نښلول شوي ماين په چاودنه کې د اداري فساد پر وړندې مبارزې ابتدايي محکمې غړی قاضي شير رحمن شهيد او د ده د دوو ورونو په ګډون درې تنه ټپيان شول.

د معلوماتو له مخې قاضي شير رحمن لومړی ټپي و او وروسته د جلال اباد په حوزوي روغتون کې شهيد شو.
په دغه پېښه کې د قاضي شير رحمن دوه ورونه او په سيمه کې يو لاروی هم ټپیان شوي دي.
د حوزوي روغتون مسئولين وايي، چې د ټپیانو روغتيايي وضعيت د ډاډ وړ دی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *