ستونزو ته د حل موندنې کميسون په جوړيدو د ډاکټرانو کاري اعتصاب پای ته ورسید
ننګرهار ولايت طبي کار کوونکو د کاري اعتصاب د پای ته رسيدو په موخه د وږي په ۲۸مه جلال اباد شاهي ماڼۍ کې د عامې روغتيا وزير، ننګرهار سرپرست والي او په ننګرهار کې ډاکترانو، درمل پلورونکو او خصوصي روغتونونو مسؤلینو سره په جوړه شوې غونډه کې د ډاکترانو امنيتي ستونزو حل په موخه شپږ کسيز کميسون جوړ او د ډاکترانو کاري اعتصاب پای ته ورسيد.
د عامې روغتيا وزير فيروز الدين فيروز وویل، ولایتي اداره مسؤلیت لري،چې د ډاکټرانو پر وړاندې رامنځته شوې پېښې په جدي ډول وڅېړي او عاملین یې د قانون منګولو ته وسپاري او همدا راز یې ژمنه وکړه،چې د دې ولایت د روغتیا پالو ستونزې به په مرکز کې هم د امنیتي ادارو سره د حل په موخه شریکي کړي .
د ننګرهار ولايت سرپرست والي او امنيه قومندان لوی پاسوال عبدالرحمن رحیمي وویل، امنیتي منسوبینو هر مهال د بېلابېلو پېښو قاتلين، انسان تښتونکي ، غله او نور مجرمين نيولي او د لا ډاډمن امنیت په موخه به نورې هم جدي هلي ځلي وکړي .
نوموړي زياته کړه، د ډاکتر ايوب شينواري، نظرګل، حاجي زمان او د عامې روغتيا بررسۍ مدير قضيې به په جدي ډول وڅيړي او عاملين به يې د قانون منګولو ته وسپاري،خو له ډاکترانو یې وغوښتل، چې د امنيتي ستونزو مخنيوي په موخه له دوی سره همکاري وکړي.
د یادې ناستې په ترڅ کې یو شپږ کسیز کمیسون ش
نوموړي زیاته کړه، یاد کمیسون کې د درملتونونو دوه غړي،د طب پوهنځي دوه استادان او دوه تنه ډاکټران ګډون لري،چې د امنیه قوماندانۍ مسؤلینو سره به د ستونزو د حل په موخه ناستې ترسره کړي او ولسونو ته یې ډاډ ورکړ،چې د ولسوالیو او مرکز ټول روغتیایي مرکزونه به پرانیستي ووسي .
د قانون په چوکاټ کې به د روغتیا پالو ستونزو ته د حل لارې چارې وموندل شي.
په ننګرهار ولایت کې د امنیتي ستونزو له امله د لسګونو روغتیا پالو کاري اعتصاب د پای ته رسولو په موخه د عامې روغتیا وزیر ډاکټر فیروز الدین فیروز دې ولایت ته سفر وکړ .
د نوموړي په مشرۍ یادو ډاکټرانو د ولایت سرپرست والي او امنیه قوماندان لوی پاسوال عبدالرحمن رحیمي،چې د عامې روغتیا رئیس ډاکتر نجیب الله کاموال، د ولایتي شورا منشي ذبیح الله زمري او غړي ډاکټر ناصر کاموال هم شتون درلود،ناسته وکړه .
د ډاکټرانو ستونزو د اوریدو وروسته د ننګرهار سرپرست والي او امنیه قوماندان لوی پاسوال عبدالرحمن رحیمي وویل،ولایتي اداره په ټول توان سره د قانون په چوکاټ کې د شته امکاناتو څخه د دې ولایت د ټولو ولسونو په ځآنګړي ډول د روغتیا پالو د امنیت خوندیتوب په برخه کې جدي دی .
هغه د عامې روغتیا وزیر او ډاکټرانو څخه وغوښتل چې په ګډه یوه منظمه طرحه جوړه کړي،چې له مخې کاري اعتصاب پای ته ورسیږي او دوی وکولای شي،چې د ډاکټرانو ستونزې ته د قانون په چوکاټ کې د حل لاره چاره ومومي .
د عامې روغتیا وزیر ډاکټر فیروز الدین فیرزو د ولایت سرپرست او امنیه قوماندان څخه مننه وکړه،چې د ډاکټرانو ستونزې په حل کې د همکارۍ ډاډ ورکړ،خو ډاکټرانو ته یې هم ډاډ ورکړ،چې لوړ پوړو مسؤلینو ته د غږ رسولو په برخه کې به له دوی سره یو ځای اقدامات ترسره کړي .
نوموړي هم د روغتیا پالو څخه وغوښتل چې د خلکو ستونزو ته په کتو خپل کاري اعتصاب پای ته ورسوي او ستونزې د خبرو اترو له لارې حل کړي .
ټاکل شوې د ډاکټرانو کاري اعتصاب ستونزې ته ډیر ژر د خبرو اترو او پرېکړو په ترڅ کې د پای ټکی کېښودل شوي .
د ولسمشر په حکم يو پلاوي په ننګرهار کې د ګلستان په نوم د وژل شوي تن د قضيې څېړنه پيل کړه.
د جمهور رئیس حکم له مخې په عدلي او قضايي برخه کې د ولسمشر سلاکار سليمان حامد په مشرۍ يو پلاوي په ننګرهار کې د ګلستان په نوم تن، چې په ولسي جرګه کې د ننګرهار خلکو استازي حاجي عبدالظاهر قدير ساتونکو له لوري وژل شوی و،د قضيې څیړنه پيل کړه.
په دغه پلاوي کې د ملي امنيت عمومي رياست، کورنيو چارو وزارت، لويې څارنوالۍ او د چارو ادارې استازو برخه درلوده .
دوی د يادې قضيې څيړنې په موخه د وږي په ۲۷مه ولايت مقام کې د ننګرهار سرپرست والي او امنيه قومندان، د دې ولايت د استیناف او ملي امنيت څارنوالۍ او ملي امنيت رئيسانو سره ناسته وکړه.
د پلاوي مشر او د ولسمشر سلاکار سليمان حامد وويل،د جمهور رئیس په حکم ننګرهار ته راغلي، څو په ولسي جرګه کې د ننګرهار د خلکو استازي عبدالظاهر قدير ساتونکو له لوري د وژل شوي تن قضيه وڅيړي او معلومات يې د وروستيو اجراتو په موخه مرکز سره شريک کړي.
نوموړي وويل، چې دوی به په ننګرهار کې د قضيې په اړه له يو شمېر نورو مسئولينو سره هم ناستې تر سره کړي او په دغه برخه کې يې د سرپرست والي څخه د همکارۍ غوښتنه وکړه.
ننګرهار سرپرست والي او امنيه قومندان لوی پاسوال عبدالرحمن رحيمي د تر سره شوې قضيې په اړه پلاوي ته معلومات ورکړل او د پلاوي مشر ته یې د يادې قضيې د څیړلو په برخه کې د هر راز همکارۍ ډاډ ورکړ.
د دغه ناستې پر مهال د ننګرهار ملي امنيت رئیس تورنجنرال صبور خان ثابت هم د يادې قضيې او تر سره شوو اجراتو معلومات پلاوي سره شريک کړل.
په ننګرهار کې د ښځينه پوليسو لپاره د نږدې دوه نیم سوه زره امریکایي ډالرو په لګښت د لباس بدلولو او مینځلو خونو او تشنابونه ودانۍ جوړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې.
د ننګرهار امنیه قوماندانۍ اړوند په شپږو بېلابېلو امنیتي مرکزونو کې د ملګرو ملتونو پراختیایي پروګرام له لورې د نږدې دوه نیم سوه زره امریکایي ډالرو په مالي لګښت د ښځینه پولیسو لپاره د لباس بدلولو او مینځلو خونو او تشنابونو ودانۍ جوړې او د یو لړ مراسمو په ترڅ کې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې .
په همدې موخه د وږې په ۲۷ مه امنیه قوماندانۍ کې په جوړو شوو مراسمو کې د ننګرهار سرپرست والي او امنیه قوماندان لوی پاسوال عبدالرحمان رحيمي ، د کورنيو چارو وزارت د جندر مسؤلې جنرال حکمت شاهي او ګڼ شمیر نورو مسؤلینو ګډون کړی وو.
د ولایت سرپرست او امنیه قوماندان لوی پاسوال عبدالرحمن رحیمي وویل، د ښځينه پوليسو د کالیو بدلولو او وینځلو ځانګړو خونو او تشنابونو ودانۍ په امنيې قوماندانۍ، لومړۍ امنيتي حوزې،ترافيکو مديريت، دوهم سمت ماموريت، روغتيا امريت او د سره رود ولسوالۍ امنيې قوماندانۍ کې جوړې شوې دي.
هغه زیاته کړه، یادې ودانۍ د ملګرو ملتونو د پراختیایي پروګرام او کوریا هېواد په دوه سوه یو ویشت زره،اووه سوه دیرش امریکایي ډالرو مالي لګښت د دریو میاشتو په موده کې جوړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې .
قوماندان وويل: د دې ځانګړو خونو او تشنابونو په جوړېدو سره د ښځينه پوليسو هغه ستونزې چې په دغه برخه کې ورسره لاس او ګرېوان دي تر ډېره حل شوې.
د کورنيو چارو وزارت د جندر مسؤلې جنرال حکمت وويل:هڅې يې پيل کړي چې په قطعاتو کې د ښځينه پوليسو لپاره سهولتونه برابر کړي .
د نوموړې په وينا اوس له دوه زره تر درې زره پورې ښځينه افسرانې،ساتنمنانې او سربازانې د کورنيو چارو په وزارت اړوندو قطعاتو کې کار کوي او رول يې ثابت دی.
په همدې موخه د امنیه قوماندانۍ د غونډو په تالار کې مسؤلینو د وینا ترڅنګ د امنیه قوماندانۍ له لورې برابرې شوې ډالۍ او تقدیر نامې هم مرسته کوونکو ادارو او د کورنیو چارو وزارت د جندر برخې مشرې ته ورکړل شوې .
ننګرهار کې د تېرو ۳ اونیو په ترڅ کې ۹۳ تنو وسله وال مخالفینو ته مرګ ژوبله اوښتې .
چارواکي وایي په ننګرهار ولایت کې د تېرو دريو اونیو په ترڅ کې د ترسره شوو ۲۱ بېلابېلو ګډ او ځآنګړو عملیاتو په ترڅ کې ۷۸ وسله وال مخالفین وژلي،دیارلس یې ټپیان کړي او ۵۵ شکمن کسان یې هم ژوندي نیولي دي.
د دې ولایت سرپرست والي او امنیه قوماندان لوی پاسوال عبدالرحمن رحیمي د وږې په ۲۷ مه امنیه قوماندانۍ کې د مطبوعاتي کنفرانس په ترڅ کې رسنیو ته د تېرو درې اونیو د لاسته راوړنو په اړه معلومات ورکړل .
نوموړي زیاته کړه،تېرو درې اونیو کې د ننګرهار په بېلابېلو سیمو کې ۲۱ ګډ او ځآنګړي عملیاتونه ترسره شوي،چې په ترڅ کې ۸۰ وسله وال مخالفین وژل شوي،۱۳ ټپیان دي او ۵۵ نور شکمن کسان ژوندي نیول شوي دي.
د هغه په وینا په یاده موده کې پولیسو ۳۱ جنایي پېښې کشف کړي او په تور یې د ۳ انسان تښتوونکو،۶ غلو او۵ تنو قاتلینو په ګډون ۴۱ تنه نیولي دي.
د امنیه قوماندان د معلوماتو له مخې پولیسو د اوو بېلابېلو پېښو په ترڅ کې ۱۳ وسله وال مخالفین نیولي،چې په کې دوه تنه ماین خښونکي او یو انسان تښتوونکی هم شامل دي .
لوی پاسوال عبدالرحمن رحیمي وایي د تېرو درې اونیو په موده کې د پولیسو د هلو ځلو په ترڅ کې درې تنه وسله وال طالبان د څلور میله وسلو او لاسي بمونو سره سولې بهیر سره یو ځای شوي دي.
د ولایت سرپرست او امنیه قوماندان لوی پاسوال عبدالرحمن رحیمي وویل،پولیسو په یاده موده کې ۳۵ میله بېلابېل ډول وسلې ۶۳۴ فیره بیلابیل ډول مهمات ۱۱عرادې نقلیه وسایط ، نظامي تجهیزات او چاودیدونکي توکي تر لاسه کړي او ۱۴ کړۍ د وسایطو ضد ماینونه یې هم کشف او خنثی کړي دي.
د ښاغلي رحیمي د معلوماتو له مخې پولیسو په یاده موده کې ۴عرادو نقلیه وسایطو کې ۱۷۶ کیلو ګرامه چرس،۴ ګرامه هیروین ،۸۵ لیتره الکولي مشروبات کشف او پلاس راوړي،چې په تور یې اووه تنه نیول شوي .
امنیه قوماندان وایي هڅه يې پيل کړي چې له ټولو ممکنه لارو کار واخلي څو ډاډ من امنيتي چاپيريال برابر کړي او خلک ارام ژوند ولري.
یوسلو نهه سرحدي پولیس د لومړنیو زده کړو فارغ شول .
ننګرهار ولایت کې د سرحدي پولیسو لومړۍ لوا قوماندانۍ د تعلیمي مرکز څخه ۱۰۹ تنو ته د سرحدي پولیسو په لیکو کې د دندې ترسره کولو په موخه لومړنۍ دوه میاشتنۍ زده کړې ورکړل شوې او د یو لړ مراسمو په ترڅ کې ورته فراغت لیکونه ورکړل شول.
په همدې موخه جوړو شوو مراسمو کې د سرحدي پولیسو د لومړۍ لوا قوماندان مل پاسوال محمد ایوب حسین خیل فارغ شوو سرتېرو ته د مبارکۍ ترڅنګ دوی په ختیځو ولایتونو کې د دندې ترسره کولو پر مهال خپلو سرحدونو څخه کلکې ساتنې په موخه را جلب کړل.
هغه سرتېرو ته لارښوونه وکړه،چې د دندې پر مهال سرحدي ولسونو سره د نیکو اړیکو له مخې خپلې دندې پرمخ یوسي او د خلکو په مرسته د خپلو سرحداتو څخه ساتنه وکړي.
په مراسمو کې فارغو شوو سرتیرو د عسکري سوګند د تر سره کولو پر مهال ژمنه وکړه،چې په پوره ایماندارۍ سره به د خپلې خاورې څخه ساتنه او پالنه وکړي.
د مراسمو په وروستۍ برخه کې فارغ شوو سرتېرو ته فارغت لیکونه او یو شمیر نورو منسوبینو ته برابر شوي ستاینلیکونه ورکړل شول .
مشرانو جرګې د ختيځ زون امنيتي مسئولينو ستاينه وکړه
د مشرانو جرګې رئيس فضل هادي مسلميار د يوې غونډې په ترڅ کې د ختيځ زون امنيتي او دفاعي منسوبينو د ښو کړنو له امله ستاينه او قدرداني وکړه.
د امنيتي او دفاعي ځواکونو د ستاينې او قدردانۍ په غونډه کې د ننګرهار ولايت امنيه قوماندان لوی پاسوال عبدالرحمن رحيمي، د ۲۰۱ سيلاب قول اردو قوماندان ډګر جنرال محمد زمان وزيري، د لومړي نمبر سرحدي لوا قوماندان مل پاسوال محمد ايوب حسين خېل، د ملي اردو د څلورمې پلې لوا قوماندان بريد جنرال محمد نسيم سنګين، د عامه نظم اوومې لوا قوماندان مل پاسوال نصير احمد ساپي، او يوشمیر نوروګډون کړی و.
په غونډه کی د مشرانو جرګې رئیس فضل هادی مسلم یار دهېواد د امنيتي او دفاعي ځواکونو د سرښندنو او ميړانې قدردانی او ستاينه وکړه، چې دخپلو سرونوپه بدل کې يې د خپلواکۍ، ملي نواميسو، د هېوادوالو د ځان، مال او ځمکنۍ بشپړتيا څخه دفاع او ساتنه کړې.
نوموړی وویل مشرانو جرګې تل د افغان امنيتي ځواکونو کوښښونو او هڅو ته د قدر په سترګه کتلي او د امکان تر بريده د يادو ځواکونو په مشرتابه فشار راوړي تر څو د امنيتي ځواکونو پياوړې کېدو، تمويل، تجهيز، اعاشې، اباتې او د همغږۍ رامنځته کېدو ته ځانګړې پاملرنه وکړي.
د ختيځ زون د امنيتي ځواکونو په استازولۍ محترم لوی پاسوال عبدالرحمن رحيمي او ډګر جنرال محمد زمان وزيري د خبرو په ترڅ کې د مشرانو جرګې قدرداني، دوامداره ملاتړ او د سرتيرو د نازولو څخه مننه څرګنده کړه او د امنيتي ځواکونو تقدير يې د دوي د مسئوليتونو، مکلفيتونو او خوځښتونو کی زياتوالي وباله.
نوموړو ژمنه يې وکړه چې د امنيتي ځواکونو تر منځ به د غوره هڅو د ترسره کولو او همغږيو په برخو کې د هيڅ ډول قربانيو څخه ډډه ونه کړي.
دوي زياته کړه، د مشرانو جرګې غړو او په ځانګړې توګه د دي مجلس رئيس تل د ننګرهار د امنيتي ځواکونو قطعات او جزوتامونه نازولي او د جګړې په لومړۍ ليکه کې هم د دوي تر څنګ درېدلي دي.
د دغه غونډې پر مهال پر يو شمېر نورو موضوعاتو هم خبرې اترې وشوې او لازم تصميمونه ونيول شول.
د غونډې په پای کې د مشرانو جرګی رئيس، مرستیال او یو شمیرو غړو له لوری لوی پاسوال عبدالرحمن رحيمي او په ختیځ زون کی دامنیتی او دفاعی ځواکونو مسئولين او یو شمیر منسوبین په ستاینلیکونو او مډالونو وویاړل شو .
د ننګرهار پوهنتون شرعياتو پوهنځي د ماسترۍ دورې د فقهې او قانون او تفسير او حديث څانګو لپاره د ۲۷۲ تنو څخه ازموينه واخيستل شوه.
د ننګرهار پوهنتون د علمي چارو مرستيال د ماسترۍ او دوکتورا برنامو بورد مشر پوهنوال ډاکتر ناصرخان کامه وال د ازموينې د پرانيستې پر مهال وويل: د خوښۍ ځاى دى، چې ننګرهار پوهنتون نن ورځ په بېلابېلو څانګو کې د ماسترۍ او دوکتورا په کچه علمي برنامې لري او په علمي برخه کې د ګڼو لاسته راوړنو لرونکى دى.
نوموړي وويل: نن ورځ د ننګرهار پوهنتون شرعياتو پوهنځي د ماسترۍ دوه برنامو (تفسير او حديث، فقه او قانون) لپاره مسلکي ازموينه اخيستل کېږي.
د پوهنتون علمي مرستيال زياته کړه: په دې ازموينه کې ٢٧٣ تنه ګډون لري چې ٢١ تنه يې نجونې دي او له دې ډلې به د يادو دوو برنامو لپاره ٦٠ تنه د وړتيا او شايسته ګۍ د اصل په اساس بريالي شي.
هغه زياته کړه: د ماسترۍ او نورو پروګرامونو د روڼتيا او شفافيت په موخه د پوهنتون په کچه علمي بوردونه ټاکل شوي، چې د يادو پروسو نظارت او څارنه او دغه راز يې د معياري کېدو لپاره هلې- ځلې کوي.
کامه وال د بورد په غړو غږ وکړ، چې د رڼې ازموينې په اخيستو سره دې حق حقدار ته وسپاري.
په پاى کې د ننګرهار پوهنتون د ماسترۍ او دوکتورا پروګرامونو د بورد منشي پوهاند محمداجمل حبيب ساپي د ماسترۍ د ازموينې په اړه يې برخوالو ته معلومات ورکړل.
نوموړي د ازموينې د رڼې اخيستنې په موخه د اړينو تدابيرو نيولو خبره وکړه او د ازموينې برخوالو ته يې په دې اړه ډاډ ورکړ.
په بهسودو ولسوالۍ کې د امنيت ټینګښت، ولسونو ستونزو حل او پروژو تطبيق په موخه غونډه وشوه
ننګرهار ولايت بهسودو ولسوال محمد صدیق دولتزي د دې ولسوالۍ قومي مشرانو، علماء کرامو، ځوانانو او يو شمېر نورو سره د امنيت ټینګښت، ولسي ستونزو حل او پروژو تطبيق په موخه غونډه وکړه.
د بهسودو ولسوال حاجي محمد صديق دولتزي له قومي مشرانو، ځوانانو او علماء کرامو مننه وکړه، چې د دې ولسوالۍ امنيت تامين کې يې تل همکاري کړې.
نوموړي د سيمې له خلکو وغوښتل، څو د دې ولسوالۍ د امنيت په لا ټينګښت کې ور سره همکاري وکړي.
ده زياته کړه، چې هڅه کوي، څو په دې ولسوالۍ کې په بېلابېلو برخو کې يو شمېر پروژې تطبيق کړي.
ولسوال د غونډې پر مهال د قومي مشرانو يو شمېر ستونزې هم واوريدې، چې په حل کې يې ورته ډاډ ورکړ.
قومي مشرانو له ولسوال مننه وکړه، چې په دې ولسوالۍ کې يې د امنيت ټینګښت او پروژو تطبيق په برخه کې هڅې کړي دي.
دوی ژمنه وکړه، چې د امنيت په ټینګښت کې به له حکومت سره خپله همکاري دوامداره ساتي.
قومي مشرانو دغه راز د بهسودو ولسوالۍ د يو شمېر سړکونو رغولو غوښتنه وکړه، چې ولسوال له لوري ورته ډاډ ورکړل شو.
د درې پاکستانیانو په ګډون ۱۲ وسله وال مخالفین ووژل شول .
ننګرهار ولایت په اچین او بټي کوټ ولسوالیو کې د هوایي برید او عملیاتو په ترڅ کې درې پاکستاني وسله وال طالبان او نهه داعش وسله وال ووژل شول او د دوی ګڼ شمیر وسلې او مهمات هم تخریب شول .
د اچین ولسوالۍ د مامند درې په ډاګه سیمه کې تېره شپه د بهرنیو ځواکونو د چیټ الوتکې د هوایي برید په ترڅ کې نهه داعش وسله وال ووژل شول او د دوی ګڼ شمیر وسلې او مهمات هم تخریب شول .
همدا راز د بټي کوټ ولسوالۍ په چهار دهي سیمه کې د ځآنګړو کورنیو ځواکونو له لورې تېره شپه عملیات ترسره شوي،چې په ترڅ کې درې پاکستانیان،چې د وسله والو طالبانو سره د تخریبي کړنو په پلانونو جوړولو مصروف وو، ووژل شول .
د ترسره شوو عملیاتو پر مهال ملکي وګړو ته کوم زیان ندی اوښتی
درې ولسوالیو کې د نږدې ۱۴ میلیونه افغانیو په لګښت د اوبو رسولو د ۵ پروژو چارې پیل کیږي.
د ننګرهار ولایت په دوربابا، لعلپورې او روداتو ولسوالیو کی د نږدې ۱۴ میلونه افغانیو په لګښت د اوبو رسولو د پنځو سولري شبکو تړونونه چې د کلیو پراختیا او بیارغونې رییس انجینر مجیب الرحمن ضیاء له لوری د یادو ولسوالیو د کلیوالي پرمختیایي شوراګانو سره لاسلیک شوی وو،د جوړیدو چاری به یې عملاً پیل شي.
یادې پروژې د کلیو پراختیا وزارت له بودیجې څخه د روداتو ولسوالۍ روغانو سرکلی کې د ۳۴۳۵۸۷۵ افغانیو په لګښت ، د دوربابا ولسوالۍ سورکلی کې ۲۵۵۱۰۹۷ افغانیو په لګښت ، د دوربابا ولسوالۍ د تورلالا په کلې کی د ۲۴۷۰۶۵۷ افغانیو په لګښت ، د لعل پورې ولسوالۍ خوړ محلې په سیمه کې د ۲۲۷۷۳۰۲ افغانیو په لګښت او د یادې ولسوالۍ د اهنګرانو محلې په سیمه کې ۲۸۲۵۰۵ افغانیو په لګښت پلی کیږي،چې نږدې ۱۱۰۰ کورنیو ته به د څښاک پاکې اوبه برابري کړي.
د کلیو پراختیا رییس انجینر مجیب الرحمن وایي د دې پروژو کار به په نږدې راتلونکو ۳ میاشتو کې بشپړ او ګټی اخیستنې ته وسپارل شي .
د یو تن سوداګر څخه د اخیستل شوو ۴ نیم میلیونه افغانیو د غلا په جرم یو تن ونیول شو.
ننګرهار امنیه قوماندانۍ پولیسو د لوګر ولایت اوسیدونکی ستانه ګل،چې د مګړۍ د جلال اباد ښار په څلورمې ناحیې میشت وو،د یو تن سوداګر څخه د ۴ نیم میلیونه افغانیو د غلا په جرم نیولی،چې د مګړۍ ورڅخه په اړونده ارګانونو کې څېړنې جریان لري .
څو ورځې وړاندې د ګمرک ریاست په مربوطاتو کې له یو تن سوداګر څخه ۴ نیم میلیونه افغانۍ وتښتول شوې،چې د کشفي څېړنو په ترڅ کې د قضیې ترسره کوونکی ستانه ګل د کوز کونړ ولسوالۍ په مربوطاتو کې د پولیسو له لورې ونیول شو.
د یو بل خبر له مخې پولیسو د لومړۍ امنیتي حوزې په مربوطاتو کې د ګزمې پر مهال یو تن د غلا او یو بل تن د نشه یې توکو د پلور په تور لاس په لاس نیولي،چې نیول شوو کسانو څخه پوښتنې جریان لري .
د یو بل خبر له مخې په مرکز جلال اباد ښار،مومندرې او بټي کوټ ولسوالیو کې پولیسو څلور کړۍ د وسایطو ضد ماینونه له کشف وروسته خنثی کړي دي .
په نازيانو ولسوالۍ کې د امنيت ټينګښت، ولسونو ستونزو اوريدو او واکسين تطبيق په موخه ناسته وشوه
ننګرهار ولايت نازيانو ولسوالۍ کې د لا ډاډمن امنيت ټينګښت، د ولسونو ستونزو حل او د پوليو ضد واکسين تطبيق په موخه ناسته تر سره شوه.
دغه ناسته، چې د وږي په ۲۶مه د ولسوالۍ په مقام کې تر سره شوه په کې د نازيانو ولسوال صاحبزاده ګل طارق، د امنيتي ادارو مسئولينو او قومي مشرانو ګډون درلود.
د نازيانو ولسوال صاحبزاده ګل طارق په يو شمېر برخو کې د قومي مشرانو ستونزې واوريدې او د حل ډاډ يې ورکړ.
نوموړي له قومي مشرانو وغوښتل، چې په خپلو سيمو کې د لا ډاډمن امنيت ټينګښت په موخه امنيتي مسئولينو سره همکاري تر سره کړي.
ده دغه راز له قومي مشرانو وغوښتل، چې د پوليو ضد واکسين په تطبيق کې روغتيا پالو او رضا کارانوسره مرسته وکړي.
قومي مشرانو د امنيت ټينګښت او پوليو ضد واکسين په تطبيق کې د هر راز همکارۍ ډاډ څرګند کړ.
د چرګانو ناروغۍ مخنيوي او وقايې په موخه د همغږۍ غونډه وشوه
د ننګرهار ولايت کرنې او مالدارۍ رياست له لوري په دغه ولايت کې د چرګانو انفلونزا ناروغۍ د مخنيوي او وقايې په موخه د همغږۍ غونډه تر سره شوه.
دغه غونډه، چې د کرنې او مالدارۍ رياست کې د وږي په ۲۶مه جوړه شوې وه په کې د کرنې او مالدارۍ رئيس سربيره د مالدارۍ او وترنرۍ، کرنې، خوراک نړيوالې ټولنې، باغدارۍ ادارو مسئولينو او نورو ګډون کړی و.
د کرنې او مالدارۍ رئیس پوهنمل رفيع الله رحيمزي وويل، چې د کرنې وزارت له لوري دوی ته د چرګانو انفلونزا او وقايې په موخه لارښوونې ورکړل شوې، چې دغه معلومات يې له مسئولينو سره شريک کړل.
نوموړي وويل، چې په دغه ولايت کې د چرګانو ساتنې کاروبار ښه وده کړې؛ نو له همدې امله يې د مسئولينو ترمنځ همغږي رامنځته کړه، څو د ناروغيو په مخنيوي او وقايې کې لاس په کار شي.
ده ډاډ څرګند کړ، چې د چرګانو انفلونزا او نورو ناروغيو مخنيوي برخه کې چمتووالی لري او په دغه برخه کې به لا هڅې تر سره کړي.
د ختيځ لبنياتو د کوپراتيف رئیس او مديره هيت لپاره ازادې او رڼې ټاکنې ترسره شوي.
په ننګرهار ولایت کې د کرنې او مالدارۍ ریاست په همغږۍ د ختیځ لبنیاتو د کوپراتیف رئیس او مدیره هیئت لپاره ازادې او رڼې ټاکنې د یوې غونډې وروسته ترسره شوې،چې په د کرنې,اوبو لګولو او مالدارۍ رئيس سربيره د کوپراتيفونو د عمومي مديريت, د دوهم ملي لومړيتوب د ملاتړ د برنامې، د ملګرو ملتونو د کرهنې او خوراک نړيوالې ادارې استازو، د سره رود, بهسود, کامې,بټي کوټ اوغني خيلو ولسواليو د کوپراتيفونو غړو ګډون کړی و.
د کرنې, اوبولګولواو مالدارۍ رئیس پوهنمل رفيع الله رحيمزي وويل، کوپراتيف يو ټولنيزسازمان دی، چې بزګران اومالداران د خپل هدف ته د رسيدو لپاره ګډ کار کولو لپاره کوپراتيف ايجادوي ترڅو هغه کارونه چې په يوازې توګه يي سرته نشي رسولای د کوپراتيف په شکل يي پرمخ يوسي.
د يادو ټاکنو د سمبالولو او نظارت چارې د ننګرهار د کرنې اوبولګولو او مالدارۍ رئيس او د کوپراتيفونو د عمومي مديريت د مسولينو له لورې پرمخ يوړل شوې چې په نتيجه
کې د ختيځ لبنيات د کوپراتيف رئیس, مرستيال, منشي, خزانه دار , د نظارهيت اومديره هيت غړي د ازادو او رڼو ټاکنو له لارې وټاکل شول.
رحيمزي د ازادو او رڼو ټاکنو په ترسره کيدو د خوښې د څرګندلو تر څنګ ټولو ته مبارکي وويله او ډاډ يي څرګند کړ، چې د نوموړې کوپراتيف له لارې به دختيځ لبنيات فابريکې سره په مختلفو برخوکې لازمې اوهراړخيزه مرستې وکړي.
څلور وسله وال مخالفين ووژل شول او يو ټپي شو
ننګرهار ولايت اچين او بټي کوټ ولسواليو کې د بې پيلوټه الوتکې په هوايي بريدونو کې د لښکر اسلام او وسله والو طالبانو د ډلې څلور غړي ووژل شول او يو ټپي شو.
د معلوماتو له مخې تېره ورځ د اچين ولسوالۍ باندر سيمه کې د بې پيلوټه الوتکې په بريد کې د لشکر اسلام دوه غړي وژل شوي دي.
دغه راز په ورته وخت کې د بټي کوټ ولسوالۍ چهاردهي سيمه کې د بې پيلوټه الوتکې په بريد کې د وسله والو طالبانو دوه غړي وژل شوي، يو ټپي شوی او د دوی يو عراده موټر سايکل هم لمنځه وړل شوی دی.
د وسايطو ضد ماين او د توپ مرمۍ کشف او لمنځه يوړل شوې
ننګرهار ولايت سره رود او بټي کوټ ولسواليو مربوطاتو کې تېره ورځ د وسايطو ضد يو ماين او د توپ دوه فيره مرمۍ کشف او لمنځه يوړل شوې.
د بټي کوټ ولسوالۍ چهاردهي سيمه کې پوليسو د وسايطو ضد يو ماين مخکې تر چاودنې کشف او لمنځه يوړه، چې په دې سره د يوې لويې پېښې مخنيوی وشو.
دغه راز د دې ولسوالۍ سره رود ولسوالۍ خير اباد سيمه کې د وسله والو مخالفينو له لوري د توپ دوه فیره ځای پر ځای شوې مرمۍ پوليسو له لوري کشف او ډاياګ پروګرام ته وسپارل شوې.
#NMIC8
#ننګرهار_ولايت_رسنيو_دفتر