ديارلس ټنه نشه يي توکي وسوځول شول
ننګرهار ولایت کې د ګډو کورنیو ځواکونو له لورې په ۱۳۹۳ او ۹۴ کلونو کې تر لاسه شوي دیارلس ټنه بېلابېل ډوله نشه یې توکو د تلې په ۴مه د یو ګډ پلاوي په حضور کې د دې ولایت د روداتو ولسوالۍ په سرخ دیوال سیمه کې وسوځول شول .
ننګرهار سرپرست والي او امنيه قومندان لوی پاسوال عبدالرحمن رحيمي وويل، دغه نشه يي توکو کې چې په کې تارياک، هيروين، چرس، مورفين، مسکرات، جامد او مايع کمياوي مواد، کافين، پاپاورين، امفتامين او شراب شامل دي، د ګډو کورنیو ځواکونو له لورې د عملیاتو،پلټنو او نورو هلو ځلو په ترڅ کې په دیارلس سوه درې نوي او څلور نویم کالونو کې نیول شوي وو،چې نن وسوځول شول .
نوموړي زیاته کړه، دغه نشه يي توکي یې په ۳۱۳ پېښو کې د ۳۳۶ تنو سره د ۱۴۳ عرادو وسایطو او ۲۳ وسلو سره یو ځای نیولي وو او په وینا یې پولیسو همدا راز تېر کال او د روان کال په ترڅ کې ۱۶ ټنه نور نشه یي توکې هم تر لاسه کړي،چې د قانوني مراحلو له بشپړیدو وروسته به وسوزول شي .
د کورنيو چارو وزارت نشه يي توکو پر وړاندې مبارزې معينيت د عدلي او قضايي څانګې مسئول وويل،د يادو ديارلسو ټنو نشه يي توکو په تور د نيولو شوو کسانو قضيې څيړل شوي، چې له يو کال څخه تر شلو کالونو پورې بندیان شوي دي.
ده زياته کړه، چې په ننګرهار کې د ۱۳۹۵ کال په ترڅ کې د نشه يي توکو پر وړاندې مبارزې ځانګړې قطعې شل بېلابېل عمليات کړي، چې د نشه يي توکو د پروسس شل فابريکې او ۳۰ ټنه نشه يي توکي يې ځای پر ځای لمنځه وړي.
د ننګرهار عامې روغتيا رئیس ډاکتر نجيب الله کاموال وويل، اوسمهال په دې ولایت کې۶۵۰۰ تنه په نشه یې توکو روږدې کسان درملنې ته اړتیا لري،چې د عامې روغتيا روغتون د ۲۲۵ تنو د درملنې بستر ظرفيت لري،چې په هرو ۴۵ ورځو کې یې درملنه کیږي .
ده د کار ټولنيزو چارو وزارت څخه غوښتنه وکړه، چې د نشه يي توکو روږدو کسانو ته د درملنې وروسته د کار موندنې زمينه برابره کړي.
د دې ولایت د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې رئیس ادريس ساپي وويل،تېر کال د ننګرهار په ۱۴ ولسوالیو کې ۱۴ زره هکتاره کوکنار کرل شوي وو، چې د ولايت مقام په هڅو اته سوه هکتاره کرل شوي ځمکه کې کوکنار لمنځه یوړل شول .
د ننګرهار حج اوقافو ریاست استازي مولوي محمد مطهر وویل،نشه د انسان عقل لمنځه وړي او د اسلام مبارک دين له نظره يې کاروبار حرام دی او د نشه يي توکو پر کاروباريانو یې غږ وکړ، چې د دې توکو پر ځای دې حلال کاروبار وکړي.
د سولې نړيواله ورځ د يوې غونډې په ترڅ کې ولمانځله .
په ننګرها رکې د افغان ښځو شبکې له لورې د سولې نړیواله ورځ د یوې غونډې په ترڅ کې ونمانځل شوه .
د يادې شبکې مشر خان اقا غرمل د سولې په ارزښت خبرې وکړې او زياته يې کړه سوله د بشري ټولنې ستره اړتيا ده، بايد نارينه او ښځې په ګډه د هميشنۍ سولې ټينګښت لپاره کاروکړي .

دوئ غوښتنه وکړه ، چې ښځو ته دې د سولې په ولايتي کميټه کې زیاته برخه ورکړل شي .
په جوړه شوې غونډه کې د يو شمير ټولنو استازو سوله د ټولنې د هراړخيز پرمختګ وسيله وبلله او د ټينګښت لپاره يې د يوالي او اتحاد غوښتنه وکړه .

ننګرهار کې د پولیو ضد واکسین درې ورځنی کمپاین پیل شو.
د ننګرهار ولایت په مرکز او ولسوالیو کې د تلې په درېیمه د پولیو ضد واکسین درې ورځنی کمپاین پیل شو،چې په ترڅ کې به د ۶ میاشتو څخه تر ۵ کلونو پورې ۷ سوه زره ماشومانو ته تطبیق شي .
د یاد کمپاین د پیل په مراسمو کې چې د اطلاعاتو او کلتور په ریاست کې نیول شوي وو،د عامې روغتیا،اطلاعاتو او کلتور،حج او اوقافو او مرستندویه ادارو استازو او مسؤلینو شتون درلود.
ننګرهار عامې روغتیا رئیس ډاکتر نجیب الله کاموال وویل،د دې ولايت په ټولو سيمو کې يې د څلور زره پنځه سوه رضاکارانو پر مټ د پوليو ضد واکسين کمپاين پيل کړ،چې اووه سوه زره کوچنيان به واکسين شي.
نوموړي زیاته کړه، په ننګرهار،کونړ او لغمان ولايتونو کې به يو اعشاريه دوه ميليونه هغه کوچنيان چې عمرونه يې له پنځو کالو کم وي په دې درې ورځني کمپاين کې د پوليو پر ضد واکسين شي.
د کاموال په وینا، د جمعې په ورځ به هم په ټولو سيمو کې احتياطي کمپاين ترسره شي،چې په وينا يې له درې ورځني کمپاينه پاتې کوچنيان واکسين کړي.
دعامې روغتيا رئيس په وينا د پچيراګام ،هسکې مېنې،اچين او نازيانو اړوند په ځینو سيمو کې چې د واکسين ټيمونه ورته لاس رسی نه لري، د سرې مياشتې رضاکاره ځوانانو پرمټ به واکسين شي.
ده بياهم له ټولو امکاناتو سره سره د پوليو ضد واکسينو څخه په يادو ولسواليو کې د نهه زره کوچنيانو د پاتې کېدو خبر ورکړ.
بل پلو د اطلاعاتو او کلتور رئيس اورنګ صميم چې د واکسين پروسې د ښه پرمخ بيولو کميسون غړيتوب لري،وايي:د واکسين تطبيق کوونکو ته يې په بېلابېلو وختونو کې د روزنې زمينه برابره کړې.
که څه هم په ختيځه سيمه کې د پوليو مثبته پېښه نشته ،خو روغتيايي کارکوونکي اندېښنه لري،که واکسين تطبيق نه شي او له ګاونډي هېواده د کډوالو بهير همداسې روان وي،نو د پوليو ويروس د شتون ويره شته .
د نږدې ۵ میلیونه افغانیو په لګښت د یوه استنادي دیوال د جوړولو چارې پیل شوې .
ننګرهار کلیو پراختیا او بیارغونې ریاست له لورې د دې ولایت د بهسودو ولسوالۍ په کراکوړي سیمه کې د نږدې ۵ میلیونه افغانیو په مالي لګښت د ۳۷۸ مترو په اوږد والي د یوه استنادي دیوال د جوړولو چارې پیل شوې .

د کلیو پراختیا او بیارغونې رئیس انجینر مجیب الرحمن ضیاء وایي، دغه دیوال د کلیو پراختیا وزارت د سیمه ییزې همغږۍ له پروګرام څخه د نږدی ۵ میلیونه افغانیو په مالي لګښت د دوو میاشتو په موده کې جوړیږي .
نوموړی زیاتوي د یاد استنادي دیوال په جوړیدو سره به په یاده سیمه کې نږدې ۲ زره کورنۍ د کابل سیند له ګواښ څخه وژغورل شي .
اته داعش وسله وال ووژل شول
ننګرهار ولايت نازيانو ولسوالۍ کې اته داعش وسله وال ووژل شول او په هسکې مېنه کې یو تن داعش ډلې سره د اړيکو په تور ونيول شو.
د معلوماتو له مخې تيره شپه د نازيانو ولسوالۍ سپينې ژۍ سیمه کې د بې پيلوته الوتکې په برید کې اته داعش وسله وال ووژل شول او د دوی يو شمېر وسلې او مهمات لمنځه يوړل شول.

د يو بل خبر له مخې د ننګرهار ولايت هسکې مېنې ولسوالۍ مربوطاتو کې پولیسو تيره ورځ د قاري فضل الله په نوم يو تن داعش وسله والې ډلې سره د اړيکې په تور نيولی دی.
دغه راز په ورته وخت کې د دې ولايت غني خېلو ولسوالۍ مربوطاتو کې هم تر شک لاندې يو تن نيول شوي او تر پوښتنو لاندې دی.

ننګرهار کې د سرحدي لوا د مسؤلینو ترمنځ د پوله ساتوو ځواکونو د لا پیاوړتیا په موخه ناسته وشوه .
په ننګرهار ولایت کې د سرحدي پولیسو د لومړۍ لوا قوماندان مل پاسوال محمد ایوب حسین خیل په مشرۍ د دې لوا د لوړ پوړو مسؤلینو ترمنځ د پوله ساتوو ځواکونو د لا پیاوړتیا په موخه ناسته وشوه .
د دې ناستې پر مهال مسؤلینو د لومړۍ لوا قوماندان ته د خپلو ترسره شوو فعالیتونو او ستونزو په اړه معلومات ورکړل او د خپلو دندو د ښه والې په موخه یې بېلابېل وړاندیزونه ترسره کړل،چې د قوماندان مل پاسوال محمد ایوب حسین خیل له لورې پخپله برخه کې د ستونزو د حل ډاډ ورکړل شو.
د دې ناستې په ترڅ کې د مشرانو جرګې له لورې یو شمیر زړورو منسوبینو ته برابر شوي ستاینلیکونه ورکړل شول او همدا راز یو شمیر نورو ته منظور شوې د ارتقاع رتبې ولګول شوې .
د ننګرهار د برېښنا رياست مسوولين وايي، په دغه ولايت کې يې د برېښنا د ستونزې حل په موخه ځانګړي پلانونه جوړ کړي دي.
د برېښنا رييس اميد صبا چې د تلې په ٢مه يې د خپلو تېرو دوو میاشتو لاسته راوړنو، پرمختګونو او ستونزو په اړه مطبوعاتي کنفرانس ته خبرې کولې، دا څرګندونې وکړې.

ده زياته کړه، ډېر ژر به د درونټې برېښنا کوټ د ترميم چارې پيل شي، چې په وينا يې په بشپړېدو سره به يې دوه مېګاواټه برېښنا زياته شي.

د هغه په وينا، يادې چارې د شل ميليونه ډالرو په لګښت ترسره کيږي، چې له مخې به يې د ياد برېښناکوټ دوه توربينونه له سره ورغول شي.

صبا وايي، د درونټې برېښنا کوټ، چې دا مهال څه د پاسه نهه مېګاواټه برېښنا توليدوي، د يادو چارو په ترسره کېدو سره به دغه کچه دوولس مېګاواټو ته لوړه شي.

د ده په خبره، د روداتو ولسوالۍ په حصارشاهي سيمه کې به په نږدې راتلونکي کې د شپېته ميليونه ډالرو په لګښت د ٤٠ مېګاواټه په ظرفيت د لمريزې برېښنا د برابرولو چارې پيل شي.
د برېښنا رييس دغه راز وويل، په کامې ولسوالۍ کې هم د ٤٥ مېګاواټو په ظرفيت د برېښنا بند د جوړېدو پلان شته، چې په راتلونکي کې به يې چارې پيل شي.
د دوو قومونو ترمنځ شل کلنه دښمني په دوستۍ بدله شوه .
د ننګرهار د ګوشتې ولسوالۍ اړوند د ماماخيلو په سيمه کې د اتمانزو او باباخيلو قومونو ترمنځ شل کلنه دښمني د قومي مشرانو په منځګړيتوب حل او په دوستۍ بدله شوه.
په همدې موخه د تلې په درېیمه په ګوشتې ولسوالۍ کې غونډه جوړه شوې وه ، چې پکې د مومندو بيلابيلو قومونو مشرانو او ديني عالمانوګډون کړی و.
په ولسي جرګه کې د ننګرهار د خلکو استازي حاجي فريدون خان مومند وويل: د شل کالو راهيسي د يادو دوو قومونو ترمنځ دښمني موجوده وه ، چې له امله يې دواړو لورو ته ځاني او مالي زيانونه اوښتي دي .
د ده په خبره پدې وروستيو کې د ګوشتي او کامې ولسواليو قومي مشران يې ترمنځه شول او په منځګړيتوب يې دوښمني په دوستۍ بدله شوه .
جرګې پريکړه وکړه ، چې له دې وروسته به يوبل ته د دوستانو په نظرګوري او مشران به يې يوالي او اتحاد ته کارکوي.

په وسله والو شخړو کې د افغانستان ماشومانو ساتنې تر سرلیک لاندې یو ورځنی ورکشاپ ترسره شو.
ننګرهار ولایت کار،ټولنیزو چارو،شهیدانو او معلولینو ادارې په هلو ځلو او د یو نما په مالي مرسته د تلې په درېیمه د یاد ریاست د غونډو په تالار کې په وسله والو شخړو کې د افغانستان ماشومانو ساتنې تر سرلیک لاندې یو ورځنی ورکشاپ ترسره شو.
د یاد ریاست د ټولنیزو چارو امر فضل الهادي فضلزی وایي په یاد ورکشاپ کې د دې ولایت د بېلابېلو ولسوالیو ۳۳ تنو ګډنوالو شتون درلود او موخه یې د شخړو پر مهال د ماشومانو د ساتنې په اړه نوي مهارتونه شریکول دي .

نوموړي زیاته کړه،په وروستیو کې د پاکستان له لورې د را توغول شوو توغندیو له امله هم دوه تنه ماشومان شهیدان شوي او دوه نور ټپیان شوي او همدا راز په بېلابېلو شخړو کې ماشومان زیانمن کیږي .
هغه هیله وښوده،چې د یاد ورکشاپ په ترڅ کې به تر ډیره کچه وکولای شي،چې د شخړو پر مهال د ماشومانو ساتنه او پالنه وکړای شي.
پنځه تنه وسله وال طالبان ووژل شول .
ننګرهار ولایت په خوږیاڼو او سره رود ولسوالیو کې تېره شپه د امنیتي منسوبینو له لورې عملیات ترسره شوي،چې په ترڅ کې ۵ وسله وال طالبان وژل شوي او څلور نور ژوندي نیول شوي دي .

د خوږیاڼو ولسوالۍ په ټټنګ سیمه کې تېره شپه کورنیو ځآنګړو ځواکونو عملیات ترسره کړي،چې په ترڅ کې ۴ وسله وال طالبان وژلي او څلور نور یې ژوندي نیولي دي .

همدا راز د یادو عملیاتو په ترڅ کې دوه عرادې موټر سایکلونه او شپږ شاجورونه هم تخریب شوي دي .

د یو بل خبر له مخې د سره رود ولسوالۍ په ککړک سیمه کې هم ځآنګړو کورنیو ځواکونو عملیات ترسره کړي،چې په ترڅ کې یو وسله وال طالب وژل شوی او د دوی دوه سراچه ډوله موټرې یې هم له تخریب کړي دي .
نا څرګندو وسله والو یو پخوانی جهادي قوماندان شهید کړ.
ننګرهار ولایت چپرهار ولسوالۍ په دولتزیو په فامیلو سیمه کې نن د تلې په ۳یمه سهار شاوخوا اته نیمې بجې نا څرګندو وسله والو د عوض خان په نوم یو پنځوس کلن جهادي قوماندان په ډزو سره شهید کړ.

د ولسوالۍ مقام د معلوماتو له مخې یاد پخوانی قوماندان د معاملاتو رهنما دفتر درلود،چې د دفتر مخې ته یط په شهادت رسولی دی
تر اوسه د یادې پېښې عاملین معلوم ندي .

ننګرهار_ولايت_رسنيو_دفتر
د ۱۲۲ داخلي بې ځایه شوو کورنیو سره نغدي مرسته وشوه .
ننګرهار ولایت د کډوالو او بېرته را ستنیدونکو چارو ریاست په همغږۍ د NRC ادارې له لورې د دې ولایت په لعلپورې ولسوالۍ کې داخلي بې ځایه شوو ۱۲۲ کورنیو سره د یو میلیون دوه سوه شل زره افغانیو نغدي مرسته وشوه .

یادو کورنیو سره،چې وړاندې هم ورسره ۱۶،شپاړس زره افغانۍ نغدي مرسته وشوه،دا ځل هرې کورنۍ ته لس،لس زره افغانۍ نغدې ورکړل شوې .

ننګرهار_ولايت_رسنيو_دفتر

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *