په ننګرهار کې پنځه شکمن کسان يو شمېر وسلې او مهمات ونيول شول
تېره شپه د ملي اردو کمانډو ځواکونو د قهر سيلاب عملياتو د پياوړتیا په موخه د خوګياڼو او حصارک په يو شمېر سيمو کې چاڼيزعمليات کړي او په ترڅ کې يې پنځه شکمن کسان نيولي او يو شمېر وسلې او مهات تر لاسه کړي دي.
د دغو عملياتو په ترڅ کې په يو شمېر سيمو کې پلټنې او تلاشۍ تر سره شوې، چې په ترڅ کې يې پنځه تنه شکمن کسان نيول شوي او يو شمېر وسلې او مهمات، چې پکې يو ميل کلاشنکوف، يو راکټ پنځو مرميو سره، يوه ايکم مخابره، پنځه فيره د هاوان مرمۍ او يو شمېر نور مهمات د ملي اردو کمانډو ځواکونو ته په لاس ورغلي.
نيول شوی مهماتو ته د ملي اردو ځواکونو له لوري په امن سيمه کې چاودنه ورکړل شوې.
په يادو عملياتو کې امنيتي ځواکونو او ملکي وګړو ته مالي يا ځاني زيان ندی اوښتی.
د سپين غر بازانو لوبغاړو راتلونکو لوبو کې د ګډون په موخه ننګرهار والي سره وکتل
دغه کتنه چې د جلال اباد په شاهي ماڼۍ کې د زمري په ۱۱مه ماښام ناوخته ترسره شوه، پکې د ورزش امر شاهد الله ساپي او د سپين غر بازانو لوبغاړو برخه لرله .
دغه لوبې، چې په نږدې ورځو کې په کابل کې تر سره کيږي دوی يې په اړه ننګرهار والي سره معلومات شريک کړل.
د ننګرهار والي سليم خان کندوزي خوښي وښوده او هيله يې څرګنده کړه، چې په راتلونکو لوبو کې بريا د سپين غر بازانو په برخه شي.
کندوزي د دې لوبو د ښه تر سراوي په موخه سپين غر بازانو سره نغدي مرسته وکړه او د نورو مرستو ډاډ يې ورکړ.
نوموړي ژمنه وکړه، چې لا به هم په دغه ولایت لوبو لپاره ښې او غوره زمینې برابرې کړي، ترڅو مو ځوانان پر نشه یي توکو روږدیدو او نورو ناوړه کړنو څخه وژغورل شي.
شپږ ویشت وسله وال طالبان ووژل شول .
ننګرهار ولایت د پچیراګام ولسوالۍ په زیړي بابا او پاس زیړي سیمو کې تېره ورځ ناوخته د هوایي او ځمکني بریدونو په ترڅ کې ۲۶ وسله وال طالبان ووژل شول او ۱۱ نور ټپیان شول .
د یادې ولسوالۍ په زیړي بابا سیمه کې د بهرنیو ځواکونو د بې پیلوټه الوتکې د هوایي برید په ترڅ کې د مولوی قیام الدین ډلې اړوند ۱۳ وسله وال طالبان ووژل شول او همدا راز ۶ نور وسله وال طالبان ټپیان شول .
همدا راز د یادې ولسوالۍ په پاس زیړي سیمه کې د ځمکني برید په ترڅ کې د قاري احسان الله او سیداجان ډلې اړوند ۱۳ وسله وال طالبان ووژل شول او اوه نور ټپیان شول .
په ترسره شوو بریدونو کې ملکي وګړو او امنیتي منسوبینو ته کوم زیان نه دی اوښتی .
د څلورمې پلې لوا قوماندان په هسکې مېنې ولسوالۍ کې د قهر سيلا ب په نوم له روانو عملياتو ليدنه وکړه .
د څلورمې پلې لوا قوماندان بريد جنرال محمد نسيم سنګين په داسې حال کې د هسکې مېنې ولسوالۍ په يو شمېر سيمو کې له روانو عملياتو ليدنه وکړه ، چې د لومړي نمبر سرحدي لوا درستيز وال سمونوال محمد ايوب حسين خيل ، د امنيې قوماندانۍ د اوپراسيون مدير سمونوال اعوذ باالله او يو شمېر نورو مسوولينو يې ملتيا کوله.
د څلورمې پلې لوا قوماندان په ياده سيمه کې روان عمليات بريالي ياد کړل ،چې په خبره يې د عملياتو پر مهال ګڼ شمېر سيمې د داعش وسله والې ډلې له شتون څخه پاکې شوې دي.
نوموړي له هغه کورنيو ،چې په دې وروستيو کې د داعش ډلې د ظلمونو له امله له هسکې مېنې ولسوالۍ څخه بې ځايه شوي غوښتنه وکړه ، چې بېرته خپلو سيمو ته ستنې شي ، چې په وينا يې دا مهال په يادو سيمو کې امنيتي وضعيت ښه شوی دی.
سنګين دغه راز په روانو عملياتو کې د شاملو ګډو امنيتي ځواکونو په همغږۍ خوښي ښکاره کړه او له امنيتي ځواکونو يې غوښتنه وکړه ،چې د ملکي وګړو ژوند خونديتوب ته ځانګړې پاملرنه وکړي.
د داعش یو غړی او څلور شکمن کسان ونیول شول .
ګډو امنيتي موظفينو د هسکې مېنې او کوټ ولسواليو په مربوطاتو کې د داعش ډلې يو غړی ،چې غوښتل يې له سيمې څخه تيښته وکړي له يو عراده موټر سايکل او اسنادو سره یو ځای نيولی دی.
امنيتي موظفينو همدا راز د خوږياڼو ولسوالۍ په پيره خيلو سيمه کې د عملياتو پر مهال څلور شکمن کسان نيولي دي.
له نیول شوو کسانو څېړنې دوام لري .
د یو بل خبر له مخې پوليسو د ملي امنيت موظفينو سره په ګډه د بټي کوټ ولسوالۍ د ليونيانو کلي په سيمه کې عمليات ترسره کړي ،چې پر مهال يې دوه ميله کلاشينکوف ، د کلاشينکوف اووه عدده شاجورونه ، څلور سوه نهه فايره د کلاشينکوف مرمۍ، ديارلس عدده لاسي بمونه او نور چاوديدونکي توکي نيولي دي.
همدا راز پوليسو د بهسودو ولسوالۍ په مربوطاتو کې شپږ سوه څلوېښت بورۍ کيمياوي سره ، چې په قاچاقي ډول له مارکو سيمې څخه جلا ل اباد ښار ته ليږدول کېده نيولې ده.
په ننګرهار کې د سويډن کميټې په نوښت د باکيفيته جسماني بيا رغونې اسانتياوو ته د لاسرسي په موخه انستيتوت پرانستل شو.
ولايت مرستيال محمد حنيف ګرديوال په دې ولايت کې د سويډن کميټې په نوښت د پيزوترافۍ انستيتوت په پرانست غونډه کې وويل: د نورو روغتيايي اسانتياوو تر څنګ د پيزوترافۍ په برخه کې د اسانتياوو برابرول ، چې د معيوبينو په درملنه او ورته د بدن د اعضاوو په جوړولو کې اغيزمن ثابت شي.
د ولايت مرستيال د سويډن کميټې د ياد نوښت د ستايلو تر څنګ پدې ولايت کې د شته موسساتو غوښتنه وکړه ، چې دولايتي ادارې په همغږۍ ستونزې تشخيص او په حل کې يې لاس په کار شي .
په غونډه کې د افغانستان له پاره د سويډن کميټې مشرې ميډلين وويل د تيرو ديرشو کلونو راهيسې په افغانستان کې په بېلابېلو برخو کې ميشتو وګړو ته خدمات وړاندې کړي ، چې د پيزوترافۍ انستيتوت جوړول يې د خدمتونو يو برخه ده .
د نوموړي په وينا دا لومړی ځل دی ، چې د هېواد په ګډون په ننګرهار کې دجسمي بيارغونې په برخه کې علمي مرکز پرانستل کيږي .
دنوموړي په وينا په پام کې ده ، چې ددې ولايت په ګډون په ټول هېواد کې د معيوبينو ته د جسماني اسانتياوو تر څنګ فزيکي ، اقتصادي او نورې مرستې تر سره کړي.
په ختيځو ولايتونو کې د سويدن کميټې مسول عبدالاحد سمون وايي په پام کې ده چې د ننګرهار ولايت په ګدون د ختيځو ولايتونو شا او خوا دوه سوه نجونو او هلکانو ته په ياد انستيتوت کې د جسمي بيارغونې په برخه کې درې کلنې زده کړې ورکړي.
د ده په خبره دا مهال په لومړۍ دوره کې يو ديرش تنه شاګردان شته ، چې لدې ډلې يې اتلس تنه نجونې دي .
د سمون په خبره هڅه کوي ، چې ددې ولايت په ګډون په تول ختيځ زون کې خلکو ته د اغيزمنو جسماني بيارغونې په موخه لازمې اسانتياوې برابرې کړي.
د دوه اويا ميلیونه افغانيو په لګښت شاوخوا ۸ زره ښوونکو ته د مسلکي زده کړو د پياوړتيا په موخه د لنډ مهاله زده کړو لړۍ پيل شوه.
د ښوونکو دروزنې په عالي موسسه کې پدې موخه په جوړه شوې غونډه کې د پوهنې رئيس پوهندوی الله داد اسماعيلزي وويل د پوهنې وزارت د ټول هيواد په ګډون په ننګرهار کې د شته ښوونکو د مسلکي لوړتيا او پدې برخه کې د نويواو عصري ميتودو د زده کولو له پاره يو سل او شپيته ښوونکي د ترينرانو په توګه روزي، چې وروسته به د ددې ولايت په لرو پرتو سيمو کې ټولو ښوونکو ته روزنه ورکوي.
په غونډه کې د ولايت مرستيال محمد حنيف ګرديوال د ياد نوښت د ستايلو تر څنګ له ښوونکو غوښتنه وکړه ، چې د ياد ښوونيز پروګرام له لارې نوې تجربې خپلې او تر نورو ورسوي.
د پوهنې وزارت د ياد پروګرام مسول فضل الرحمن باور وويل ددې پروګرام له لارې په پام کې ده ، چې ددې ولايت ښوونکو ته د باکيفته زده کړو لارې چارې د نويو ميتودونو پر مټ تشريح او اغيز يې په زده کوونکو کې وپلټي .
د ننګرهار پوهنې رياست اړوند د کليوالي ښوونځيو ښوونکو ته پېل شوی روزنيز ورکشاپ پای ته ورسېد.
د پوهنې رئيس پوهندوی الله داد اسمعيل زي په خپلو خبرو کې په برياليتوب سره ددغه ورکشاپ دتر سره کېدو له امله برخه والو ته مبارکي وويله او هيله يې ترې وکړه ، چې په ورکشاپ کې ورښودل شوي نوي موضوعات ژر تر ژره په خپلو اړوندو ټولګيو کې پلې کړي .
د پوهنې رئيس هيله وښوده ، چې له دې روزنيز ورکشاپ وروسته به د کليوالي ښوونځيو د ښوونکو په ظرفيت اودرسي بهير کې د پام وړ ښه والی راشي.
دملګرو ملتو نو ديونيسف ادارې په مالي مرسته په دې (۱۷) ورځني روزنيز ورکشاپ کې د ننګرهار ولايت د شپږو ولسواليو هسکې مينې ،سره رود، بهسودو، لالپورې ،دره نور او ښيوې څخه د (۱۲) ميرمنو په ګډون(۱۰۱) تن دکليوالي ښوونځيو ښوونکو برخه اخيستې وه ، چې ديادې ادارې د مسلکي روزونکو له لوري ورته له لومړي ټولګي څخه تر دريم ټولګي پورې په ښوونيز نصاب کې د شاملو مضامينو په اړه لازمې لارښوونې وشوې.
د ننګرهار پوهنې رياست د سرکس منتخبي لوبډلی ټاکنيزې سيالۍ ترسره او غوره لوبغاړو ته ستاينليکونه ورکړل شول
يادې سيالۍ د جلال آباد ښار نصرت ليسې په ورزشي ډګرکې تر سره شوې .
د پوهنی رياست تدريسي مرستيال اول ګل ابوزاهد دورزش د اهميت په اړه خبری وکړی اوله ځوانانو يي غوښتنه وکړه چې درسونو تر څنګ ورزش ته هم خاصه پاملرنه وکړي.
د پوهنې رياست دبدني روزنی امر منير احمد ژمنه يي وکړه ، چې د ورزش کارانو لپاره به دورزشي وسايلو او دسياليوزمينه برابری کړی
د بدني روزنی امريت فني مديرفضل اکبر وزيري دپوهنې رياست د ورزش امر ته ډاډ ورکړ ، چې د تير په څير به پوهنې رياست سره دورزش دپرمحتګ لپاره همکاريوته دوام ورکړي.
د سرکس او جمناسټک لوبډلې روزونکي استاد هارون وويل دغه سيالۍ د ننګرهار او لغمان دپوهنې رياستونو ورزش کارانو ته د بدني روزنې امريت له لوري د سل تنه ورزشکارانوپه ګډون ديوې ورځې لپاره ترسره شوې :چی موخه يی دپوهنی رياست دسرکس منتخبی لوبډلی ته دغوره لوبغاړو پيژندل :اوپدی ولايت کی ددی لوبی برمختګ دی .
په ننګرهار کې د باز خيريه بنسټ له لوري اوه لس تنو معلولينو سره د ويلچرو يا ګرځنده چوکيو مرسته ترسره شوه .
د ياد خيريه بنسټ مشر بازمحمد عابد وايي : د دغو ويلچرو د اخيستو لپاره يې د فسبوک يا ټولنيزې رسنۍ پرمټ د هېواد د ننه او بهر له خوا خوږو افغانانو څخه نغدي مرسته راټوله کړې وه ، چې په وينا يې تر دې وړاندې يې په کابل او لغمان کې هم يو شمير معلولينو سره د ويلچرو مرسته ترسره کړې ده .
نوموړي زياته کړه باز خيريه بنسټ د دريو کالو راهيسې پدې ولايت کې فعاليت پيل کړی ، چې تردې مهال يې څلورسوه اوه لس تنو معلولينو سره د يلچرو يا ګرځنده چوکيو مرسته ترسره کړې ده .
په ننګرهار کې د يو سل او شل ميليونه افغانيو په لګښت اتلس نوي روغتيايي کلينيکونو جوړېدو ترڅنګ يو شمېر پروژې پلې کيږي
دغه معلومات د عامې روغتيا رييس د زمري په دولسمه د ولايت په اداري مجلس کې وړاندې کړل
د ولایت اداري مجلس غونډه، چې د ننګرهار والي په مشرۍ په جلال اباد شاهي ماڼۍ کې د دې ولايت د ملکي ادارو مسولينو ترمنځ جوړه شوې وه، په اقتصادي او امنيتي برخو کې لارښوونې او پرېکړې وشوې.
ننګرهار والي سلیم خان کندوزي وويل، چې په څلورو ولسواليو کې د قهر سيلاب په نوم بريالي عمليات رواني دي، چې کوټ ولسوالۍ په بشپړه توګه داعش څخه پاکه شوې او د هسکې مېنې او اچين ولسواليو کې لا هم چاڼيز عملیات دوام لري.
کندوزي وويل، چې په تصفيه شوو سيمو کې به خلکو سره لومړنيو مرستې تر سره او د دايمي ثبات په موخه به په یادو ولسواليو کې بېلابېلې پروژې د ميليونونو افغانيو په ارزښت پلي شي.
نوموړي د هغو ادارو مسولينو ته لارښوونه وکړه، چې پروژې يې بشپړې شوي ژر تر ژره دې د ګټې اخيستنې په موخه زمينه برابره کړي.
ننګرهار والي د اطلاعاتو کلتور رييس ته لارښوونه وکړه، چې د غازي امان الله خان د مزار د جوړولو کمپلکس موضوع دې په رسمي ډول د اطلاعاتو کلتور وزارت سره شريکه کړي.
دغه راز والي د استيناف څارنوالۍ رييس څخه وغوښتل، چې د سپين جومات قضیه ژر تر ژره وڅيړي او محکمې ته يې د پرېکړې به موخه واستوي.
د ولايت مرستيال محمد حنيف ګرديوال وويل، چې د ننګرهار والي لارښوونې سره سم دا ځل په ننګرهار کې د ازادۍ جشن په ځانګړو مراسمو نمانځل کيږي، ده له ټولو ادارو مسولينو څخه وغوښتل، چې د ازادۍ جشن په ښکلا کې برخه واخلي او د هرې ادارې مسول خپله اداره په ملي بيرغونو وپوښي.
همدا راز جلال اباد ښاروال څخه يې غوښتنه وکړه، چې د جلال اباد ښار د ښکلا په موخه د ښار دوکانداران دې ته وهڅوي، چې د ازادۍ ورځې د ښې نمانځنې په موخه د وکانونه رنګ، ملي بيرغونه ولګوي او د ښار په جادو کې د برېښنا روښانتيا لپاره ځانګړی تدابير ونيسي.
د عامې روغتيا ريیس وويل، چې د عامې روغتيا وزارت ننګرهار ته اتلس نوو روغتيايي مرکزونو جوړولو په موخه يو سل او شل ميليونه افغانۍ بوديجه ځانګړې کړې چې په څلور مياشتو کې به يې چارې په هغو سيمو کې پیل شي، چې پکې تر دې دمه هيڅ روغتيايی کلينيک شتون نلري.
د کرنې او مالدارۍ او ننګرهار پوهنتون رييسانو وويل، چې د څو مياشتو راهيسې يې قراردادونه د تدارکاتو کېمېټې ته وړاندې کړي؛ خو په يو نوم او بل نوم ځنډول کيږي، چې د دوی د کارونو د خنډ او ځنډ سبب ګرځي دوی غوښتنه وکړه ، چې د تدارکاتو کمېټه دې خپل کارونه ګړندي کړي ترڅو د دوی د پروژو د ځڼډ سبب نشي.
په اداري مجلس کې پرېکړه وشوه، چې د ښاروالۍ او ښار جوړونې رييسان دې د هيئت له لوري په ګوته شوې ځمکه بررسي او د نقشې مطابق دې د پلټنې ساحوي رياست، اقتصاد او چاپريال ساتنې رياستونو ته په واک کې ورکړي.
همدا راز اداري مجلس کې پريکړه وشوه، چې تالاشۍ چوک ته څېرمه د زوړ ګمرک یوه اندازه ځمکه دې د سړک پراختیا لپاره ښاروالۍ ته په واک کې ورکړل شي.
پولیسو په ډاډسن ډوله موټر کې ځای پر ځای شوي ۱۳۸ بوتله شراب ونیول .
ننګرهار امنیه قوماندانۍ پولیسو د سره رود ولسوالۍ د درونټې په سیمه کې د پلټنو پر مهال پر یو عراده ډاډسن ډوله موټر کې ځآی پر ځای شوي ۱۳۸ بوتله شراب تر لاس او په جرم یې یو تن ونیو.
د امنیه قوماندانۍ د مطبوعاتو امر سمنوال حضرت حسین مشرقیوال د معلوماتو له مخې پولبیسو همدا راز د تېرو څو ورځو د پلټنو پر مهال سل کیلو ګرامه څخه زیات چرس او تریاک تر لاسه او په تور یې نیول شوي کسان عدلیي او قضایي ارګانونو ته ور پېژندلي.
۱۲/۵/۱۳۹۵
مشرانو جرګې رييس وايي مرکزي اداره د ننګرهار جګړه ځپلو سيمو سره د هر ډول مرستې چمتووالی لري.
مشرانو جرګې رييس فضل هادي مسلميار، چې يو شمېر نورو مسولينو يې هم ملتيا کوله د زمري په دولسمه يې د جلال اباد شاهي ماڼۍ کې ننګرهار والي ته ډاډ ورکړ، چې مرکزي اداره د دغه ولايت جګړه ځپلو سيمو ته د مرستو رسولو په برخه کې بشپړ چمتووالی لري.
د دغه ولایت والي سلیم خان کندوزي د مشرانو جرګې رئیس څخه مننه وکړه،چې وړمه ورځ یې د کابیني مهم یوولس وزیرانو او د ننګرهار ولایت د ۲۲ ولسوالیو پرمختیایي شوراګانو ترمنځ ناسته برابره او د دغه ولایت ستونزې ورسره د حل په موخه شریکې کړې.
هغه زیاته کړه، د مشرانو جرګې د مقام یاده کړنه د دغه ولایت د مسؤلینو او ولسونو د هرکلي وړ ګرځیدلې او ټینګار یې وکړ،چې لا هم مرکزي اداره دغه ولایت ته د ځآنګړې پاملرنې په موخه را وبولي .
ننګرهار والي وویل: د مرکزي ادارې څخه یې دغه ولایت ته د مرستو تر لاسه کولو په موخه یو منظم پلان له ترتیب وروسته د سیمه ییزو ارګانونو خپلواکې ادارې سره شریک کړی،ترڅو ورسره بېلابېل وزارتونه مرسته وکړي .
د مشرانو جرګې رئیس فضل هادي مسلمیار د ننګرهار والي د هلو ځلو څخه مننه وکړه او زیاته یې کړه، مرکزي اداره بشپړ چمتوالی لري،ترڅو د دغه ولایت د جګړه ځپلو سیمو سره ځآنګړې مرسته ترسره کړي .
دغه راز مشرانو جرګې رييس ننګرهار والي ته ډاډ ورکړ، چې د اړتيا پر مهال به د مرستو جلبولو په موخه د کابينې د مهمو سکتوري وزيرانو ګډه غونډه په جلال اباد کې جوړه کړي.