د کلیوالي صنعتونو د پراختیا او بازار موندنې په موخه درې ورځنی نندارتون پرانستل شو.
د ننګرهار ولایت په مرکز جلال اباد ښار کې د کلیو پراختیا ریاست له لوري د کلیوالي صنعتونو د پراختیا او بازار موندنې په موخه درې ورځنی نندارتون د یو لړ مراسمو په ترڅ کې پرانستل شو.

په دې مراسمو کې ننګرهار والي،د بېلابېلو ادارو مسؤلینو،ولایتي شورا غړو او ګڼ شمیر نورو ګډون کړی وو.

سلاکار وزیر او د ننګرهار والي محمد ګلاب منګل وویل،د کلیوالي صنعتونو د پرمختیا او بازار موندنې په موخه یې درې ورځنی نندارتون پرانستی،چې په دیرش غرفو کې یې شاوخوا اویا قلمه بېلابېل کورني تولیدات نندارې ته اېښودل شوي،چې یواځې ۱۷ غرفو کې د میرمنو له لورې جوړ شوي لاسي توکې نندارې ته وړاندي کړي.

هغه زیاته کړه،د هغه کسانو له لورې،چې په غرفو کې یې خپل وطني تولیدات نندارې ته وړاندې کړي،تر دې وړاندې ورته د هېواد او له هېواده بهر د بازار موندنې او نورو برخو کې روزنې ورکړل شوي دي.

ننګرهار والي په ټولو هېوادوالو په ځآنګړي ډول په دې ولایت کې میشتو وګړو باندې غږ وکړ،چې د خپلو تولیداتو څخه په دفترونو،کورونو او نورو برخو کې ګټه واخلي .

د کلیو پراختیا او بیارغونې رئیس انجینر مجیب الرحمن ضیاء وویل د دې نندارتون موخه یې په ننګرهار کې کلیوالي صنعتونو ته وده ورکول او هیوادوالو هڅول دی ترڅو د خپل هیواد له محصولاتواوصنایعوڅخه ګټه واخلی.

نوموړي زیاته کړه،د کلیوالی صنعتونو د پرمختیا ملی پروګرام د کلیو پراختیا وزارت له مهمو پروګرامونوڅخه دی چې موخه یې په کلیو اوبانډو کې صنعتي او تولیدي خوځښتونه رامنځ ته کول او د کلیوالي اقتصاد پیاوړي کول دي.

سلاکار وزیر او د ننګرهار والي محمد ګلاب منګل وروسته په بېلابېلو غرفو کې اېښودل شوو توکو څخه لیدنه وکړه او د لیدنې پر مهال یې د کانال رئیس ته سپارښتنه وکړه،چې د شاتو تولیداتو د زیاتېدو په موخه د بېرو ونې کینوي.

د دې لیدنې پر مهال په بېلابېلو غرفو کې د تولیدونکو مسؤلینو له لورې ننګرهار والي سره خپلې ستونزې د حل په موخه هم شریکې شوې،چې په بېلابېلو برخو کې د نوموړي له لورې ډاډ ورکړل شو.
تر دې وړاندې هم په ننګرهار کې د وطني تولیداتو بېلابېل نندارتونونه پرانیستل شوي وو.

ننګرهار والي د خوږیاڼو ولسوالۍ د وروستي وضعیت په اړه د مشرانو جرګې رئیس سره معلومات شریک کړل .
سلاکار وزیر او د ننګرهار والي محمد ګلاب منګل د لړم په ۹مه د جلال اباد په شاهي ماڼۍ کې د یوې ناستې په ترڅ کې د مشرانو جرګې رئیس فضل هادي مسلمیار سره د خوږیاڼو ولسوالۍ د وروستي وضعیت په اړه معلومات شریک کړل.
ننګرهار والي محمد ګلاب منګل وویل، د خوږیاڼو ولسوالۍ د وزیرو په سیمه کې په امنیتي برخه کې د مخالفینو د لمنځه وړلو په موخه یې د هوایي بریدونو ترڅنګ د تازه پوستو او بیزونو د جوړولو چارې پیل کړي .
هغه همدا راز زیاته کړه، د بې ځایه شوو کورنیو د سروې په برخه کې د فساد له امله ستونزې لري،خو په چټکۍ سره یې ټولو کورنیو ته د مرستې رسونې لړۍ پیل کړې،چې تر دا مهال نږدې ۱۵ سوه کورنیو سره د خوراکي،غېرې خوراکي او نغدي مرسته شوې ده .
ننګرهار والي همدا راز د پوهنې او روغتیا په برخه کې هم بې ځایه شوو کورنیو ته د بشپړ چمتوالې څخه ډاډ ورکړ.
د مشرانو جرګې رئیس فضل هادي مسلمیار د ننګرهار والي په مشرۍ د دې ولایت د نظامي او ملکي مسؤلینو څخه مننه وکړه،چې د خوږیاڼو ولسوالۍ وروستي وضعیت د ښه والې په موخه یې بېړني اقدامات ترسره کړل .
هغه همدا راز ډاډ ورکړ،چې د ننګرهار ولایت د ټولو ستونزو په ځآنګړي ډول د خوږیاڼو ولسوالۍ د خلکو سره د مرستې په برخه کې هر ډول همکارۍ ته چمتو دی .
د ننګرهار والي وايي، وسله والو طالبانو ته يې په دغه ولايت کې د سولې هر راز شرايط برابر کړي او پرې غږ يې وکړ چې د سولې بهير سره يوځای شي.
سلاکار وزیر او د ننګرهار والي محمد ګلاب منګل دا هم وايي چې په دې وروستيو کې په دغه ولايت کې وسله وال طالبان د نورو وسله والو ډلو تر فشارونو لاندې راغلي؛ نو دوی هم ورته د سولې شرايط برابر کړي، څو د سولې له بهير سره يوځای او له جنګ جګړو لاس په سر شي.
نوموړي دا څرګندونې د لړم په ۸مه په جلال اباد ښار کې د سولې د عالي شورا د رهبرۍ په موجوديت کې د سولې په اړه د ولسونو د نظرياتو او ملاتړ ترلاسه کولو په تړاو جوړې شوې يوې لويې غونډه کې وکړې.
د ښاغلي ګلاب منګل د معلوماتو له مخې، د سولې بهير له پيله تر اوسه په دغه ولايت کې له ۹۰۰ څخه زيات وسله وال د سولې عالي شورا په هلو ځلو د سولې بهير سره يوځای شوي، چې يو شمېر يې داعش او پاتې ټول طالبان دي.
هغه وويل، اوس که څه هم د سولې عالي شورا له لوري د سولې بهير لړۍ درېدلې؛ خو دغه چاره د ملي امنيت ادارې له خوا ترسره کيږي.
د والي په وينا، په دې وروستيو کې د ننګرهار په بېلابېلو برخو کې وسله وال طالبان د نورو وسله والو ډلو تر فشار لاندې راغلي او ډلې ډلې د ملي امنيت ادارې له لارې د سولې بهير سره يوځای کېږي.
ګلاب منګل وويل، اوس هم وسله والو طالبانو ته په ننګرهار کې د سولې شرايط برابر شوي او له دغه فرصت څخه بايد ګټه واخلي.
هغه په ننګرهار کې د امنيت په تړاو وويل، د افغان ځواکونو په هلو ځلو وضعيت تر پخوا ډېر ښه شوی او روان کال هيڅ يوه پوسته او يا ولسوالۍ د وسله والو په لاس نه ده سقوط شوې.
په ننګرهار کې د سولې په تړاو جوړه شوې دغه غونډه کې د دې ولايت قومي مشرانو او مسوولينو د سولې په تړاو بېلابېلې نظريې وړاندې کړې.

د یو پاکستاني په ګډون درې ځآنمرګي بریدګر له موټر بم سره یو ځای ونیول شول .
په ننګرهار ولایت کې د ملي امنیت مؤظفینو د جلال اباد ښار د درېیمې ناحیې په مربوطاتو کې د یو پاکستاني په ګډون درې ځآنمرګي برید ګر، د هغې کرولا ډوله موټر سره یو ځای ونیول،چې په کې د خونړۍ موټر بم چاودنې په موخه چاودیدونکې توکې ځآی پر ځای شوي وو.

د دې ولایت د ملي امنیت په ریاست کې نیول شوي ځآنمرګي بریدګر او هغه کرولا ډوله موټر چې په کې چاودیدونکې توکې ځای پر ځای شوي وو،د لړم په ۹مه رسنیو ته په داسې حال کې وښودل شول،چې ننګرهار والي،د ولایتي شورا غړي استاد اسرارالله مراد او د ملي امنیت رئیس تورنجنرال صبورخان ثابت هم شتون درلود.

سلاکار وزير او د ننګرهار والي محمد ګلاب منګل،چې د ملي امنیت مؤظفینو د یادې سترې لاسته راوړنې په اړه یې رسنیو ته معلومات ورکول وویل، بريد په پاکستان کې پلان شوی و او موخه يې په جلال اباد ښار کې د خلکو په ګڼه ګوڼه کې بريد او ډيرو ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اړول و.

هغه وويل، بريدګر درې کسان دي، چې يو يې د پاکستان د بلوچستان ايالت د کوېټې اوسېدونکی دی او دوه نور يې افغانان دي.

والي زياته کړه، موټر بم او ځانمرګي بريد د تېرې جمعې په ورځ جلال اباد ښار ته انتقال شوي وو او په درېمه ناحيه کې په يوه سرای کې استوګن شوي وو.
هغه وايي: ((د ملي امنيت موظفينو دغه قضيه له لومړي سره ډيره ژوره تعقيب کړې وه او په ډېر احتياط يې ګام اخېسته او بلاخېره يې پرون عمليات وکړل.))
ده دا هم وويل، چې د ملي امنيت موظفينو پرون ناوخته د ځانګړو عملياتو پرمهال ياد کسان ونیول او په جلال اباد ښار کې يې د يوې خونړۍ پېښې مخه ډپ کړه.

هغه وړاندې وويل: ((پلان داسې جوړ شوی و، چې لومړی به د خلکو په يوه ګڼه ګوڼه کې موټر بم بريد کېږي او وروسته به نصيب الله په نوم ځانمرګی چې د کويټې دی، د خلکو تر راټولېدو وروسته ځانته انفجار ورکوي.))

والي وایي، د ځانمرګي بريدګر چاوديدونکی واسکټ داسې چمتو شوی و، چې چا پرې د بريدګر شک نه شو کولی؛ ځکه چاودېدونکي توکي يې د ملا په برخه کې ځای پرځای شوي و.

د ننګرهار والي د معلوماتو له مخې د بريدګرو په کرولا ډوله موټر کې هم ۱۵۰ کيلوګرامه چاودېدونکي توکي ځای پرځای شوي و، چې د يوې لويې او خونړۍ پېښې سبب کيدلی شو.

نيول شويو ځانمرګو بریدګرو په خپل جرمونو اعتراف کړی او زیاتوي،چې له پاکستان څخه د یادې کړنې د ترسره کولو موخه ورکړل شوې وه .

سلاکار وزیر او د ننګرهار والي محمد ګلاب منګل د ملي امنیت مؤظفینو د یادې کړنې څخه ستاینه وکړه او زیاته یې کړه،د منسوبینو په یاد فعالیت سره د دې ولایت د سلګونو اوسیدونکو ژوند خوندي او د پېښې مخنیوی وشو.

دا په داسې حال کې ده،چې د ملي امنیت مؤظفینو تېره شپه د جلال اباد ښار د یو جومات په محراب کې ځای پر ځای شوې د هاوان مرمۍ له زیان پرته کشف او خنثی کړې .

د خوږياڼو ولسوالۍ ۱۰۲۷ داخلي بې ځايه شوو کورنیو سره د مرستندويه ادارو له لوري بېلابېلې مرستې شوي.
په ننګرهارکې د مرستندويه خیریه ادارو مسئولینو ننګرهار والي سره د لړم په ۹ مه په ولایت مقام کې د یوې ناستې پرمهال وويل، چې د خوږياڼو ولسوالۍ داخلي بې ځايه شوو کورنيو د سروې لپاره يې شل ګډ ټیمونه بیلابیلو سيموته لیږلي دي .

دوی زیاته کړه شاوخوا ۴۰۰۰ کورنۍ په چمتلې ، سره رود ، جلال اباد ښار او د خوږياڼو ولسوالۍ په شاوخوا سیمو کې سروې کړي،چې ۲۵۰۰ کورنۍ مستحقې ګڼل شوي او ۱۰۲۷ کورنیو سره بیلابیلې مرستې ترسره شويدي .
د مرستندويه ادارو په استازۍ پرویز ننګرهار والي ته ډاډ ورکړ، چې دوی د بشري مرستو په برخه کې هيڅ ستونزه نه لري او ټولو بې ځایه شوو کورنيو سره به اړينې مرستې ترسره کړي .
نوموړي وویل، یو شمیر کسان د سروې ټيمونو پر وړاندې خنډونه رامنځته کوي ، چې له امله يې مستحقې کورنۍ له مرستې پاتې کيږي او په دې برخه کې ننګرهار والي څخه د همکارۍ غوښتنه وکړه.

سلاکار وزير او د ننګرهار والي محمد ګلاب منګل د ټولو مرستندويه ادارو له مسئولینو مننه وکړه ، چې د لارښوونې سره سم يې په سيمه کې بې ځایه شوو کورنیو سره بیلابیلې مرستې ترسره کړيدي .
نوموړي د مرستندويه ادرو مسؤلینو ته سپارښتنه وکړه ، چې د سرې کلا او سردار بانډې سیمو کې د اصولو له مخې ۱۱۱ کورنیو سره د خيمو مرسته وکړي .
ننګرهار والي د خوږياڼو ولسوال ته جدي سپارښتنه وکړه ، چې د هغو کسانومخه ونیسي چې د خپلو نفوسو د زياتوالي او ځان ښودنې په موخه د سروې پرمهال ستونزه پيدا کوي .
نوموړي د مرستندويه ادارو مسئولینو د ستونزو په حل او نورو برخو کې د پوره همکارۍ ډاډ ورکړ.
د دغې ناستې پرمهال د ننګرهار والي سربیره ، د مرستندویه ادارو مسئولینو ، ولايتي شورا غړي اسرارالله مراد ، خوږياڼو ولسوال مبارز، د کډوالو رئيس غلام حيدر فقيرزی او سکتوري خدمتونو رئیس احمد شاه سادات شتون درلود.
د ننګرهار سرې مياشتې ادارې له لوري د خوږياڼو ولسوالۍ يو سلو پنځوس بې ځايه شوو کورنيو سره د خوراکي او غير خوراکي توکو مرسته وشوه.
ننګرهار ولایت د سرې میاشتې ادارې له لورې د خوږياڼو ولسوالۍ يو سلو پنځوس هغه بې ځايه شويو کورنيو سره يې د خوراکي او غير خوراکي توکو مرسته وکړه ، چې په دې ورستيو کې له خپلو مېنو ديادې ولسوالۍ با امنه سيمو ته راکډه شوي.

په خوږياڼو ولسوالۍ کې د مرستې د ويش پر مهال د ننګرهار ولايت د سرې مياشتې رئيس محمد نادر جبارخېل او د ختيځ زون د همغږۍ رياست عملياتي امر وويل: په دغه مرسته کې شپاړلس قلمه خوراکي او غير خوراکي توکي شامل دي.

جبارخېل وايي: هرې کورنۍ ته دوه بوجۍ وريجې ، پنځلس کيلو غوړي ، اووه تختې کمپلې، څلور کيلو چای ، ژمني لباسونه ، ترپالونه ، فرشونه او نور توکي ورکړل شول.
د يادونې ده ،چې څلور ورځې وړاندې هم د يادې ادارې له لوري سل بې ځايه شويو کورنيو سره ورته مرستې ترسره شوې.

د ننګرهار والي په لارښوونه د خوږياڼو ولسوالۍ پنځه سوه پنځوس بې ځايه شويو کورنېو سره د يو شمېر مرسته کوونکو ادارو له لوري د نغدي او غير خوراکي توکو مرسته وشوه.
ننګرهار ولايت د کډوالو چارو رئيس غلام حيدر فقيرزي د مرستې د ويش پر مهال ،چې د ولايت مقام استازي اکبر شير او يو شمېر نورو هم شتون درلود وويل: يادې پنځه سوه پنځوس کورنۍ په دې وروستيو کې د خوږياڼو ولسوالۍ وزيرو او يو شمېر نورو سيمو څخه را بې ځايه شوي ،چې دا مهال د سره رود او بهسودو ولسواليو سر بيره په چمتلې ښار ګوټي او جلا ل اباد ښار بېلا بېلو سيمو کې ميشتې دي.
نوموړی وايي: په دغه مرسته کې ای – ار –سي ادارې يو سلو څلويښت کورنيو سره د شپږ – شپږ زره افغانيو نغدي مرستې تر څنګ څلويښت کورنيو سره د سرپنا په موخه ديوې – يوې خيمې مرسته وکړه.
فقيرزي وويل: ماشوم ساتنې ادارې بيا يو سلو نهه کورنيو سره د ژمنيو توکو سربيره هرې کورنۍ ته دولس زره افغانۍ ورکړې.
نوموړي زياته کړه درې نوي کورنيو سره د اين – ار – سي ادارې له لوري د اشپز خانې د وسايلو ترڅنګ ديارلس کورنيو ته د سرپنا لپاره يوه – يوه خيمه ورکړه.
د يادې ادارې مسوولين وايي: يونيسيار ادارې شپږ پنځوس کورنيو ته د اشپز خانې وسايلو سر بيره په پنځو کورنيو خيمې هم وويشلې.
په کډوالو چارو رياست کې د ولايتي بيا ميشته کيدنې تر نامه لاندې دويمه غونډه جوړه شوه.
ننګرهار ولايت د کډوالو چارو په ریاست کې د ولایتي بیا میشته کېدنې تر نامه لاندې دویمه غونډه شوه ، چې د ولايت مقام پر استازي اکبر شير سربيره د يو شمېر مرستندويه ادارو استازو پکې ګډون کړی و.
مسوولين وايي: له جوړې شوې غونډې يې موخه دا ده ، چې په راتلونکي کې د راستنيدونکو کورنيو د ستونزو د حل په موخه په کډوالو چارو رياست کښې د راستنو شويو کورنيو اړتياوې په الکترونکي انلاين ډيټابيس کښي شاملې او اړونده ادارو سره به شريکې کيږي.
د ډيټابيس په دغه سيستم کښې پنځو عمده برخو ، صحي اوبو ، روغتيا ، تعليم ، اړينې مرستې او سرپناه ته ځای ورکړل شوی .
هغه کورنۍ ، چې له مهاجرت څخه راستنيږي کډوالو چارورياست ته تر عارض کيدو وروسته د بيا ميشته کيدنې په انلاين ډيټا بيس کښي ثبت او د دوی اړتياوې معلوميږي ، چې تر دې دمه کډوالو چارو رياست ته (۹۰۰) کورنۍ عارض او د بيا ميشته کيدنې په انلاين ډيټابيس کښي ثبت او د وروستيو اجرااتو په موخه د يادو کورنيو سونزې يو شمېر ادارو سره شريکې شوي.
د کډوالو چارو رئيس وايي: هڅه کوي ،چې په دغه سيستم کې بې ځايه شويو کورنيو ته هم ځای ورکړل شي څو يې ستونزو حل ته په وخت رسيدګي وشي.
د ننګرهار عامې روغتيا رياست له لوري د ۴۵ ټنو په شا او خوا کې بې کيفيته تاريخ تيري درمل او غذايي توکي له منځه يوړل شول.
دغه بې کيفيته او تاريخ تيري مواد د يوه ټاکل شوي کميسيون له لوري چې مشري يې د ننګرهار عامې روغتيا رياست کوي د تيرو دريو مياشتو په موده کې د دې ولايت په مربوطاتو کې راټول کړي ،چې نن د يوه پلاوي په حضور کې وسوزول شول .
د ننګرهار عامې روغتيا رئيس ډاکټر نجيب الله کامه وال وايي: له تيرې څه مودې راهيسي يې د ۳۰۰ ټنو په شا او خوا کې بې کيفيته غذايي توکي او درمل له بازاره راټول کړي او دا څلورم ځل دی چې د کميسيون به حضور کې يې له منځه وړي.

نوموړی وايي هڅه يې دا ده ، چې په دې ولايت کې د بې کيفيته او تاريخ تيرو درملو او غذايي توکو مخه په بشپړه توګه ونيسي.
د عامې روغتيا رياست د چاپيريال روغتيا ساتنې مشر ډاکټر اشرف احمدزي له خلکو وغوښتل چې د دا ډول بې کيفيه او تاريخ تيرو مواد چې په قاچاقي توګه له ګاونډي هيواد پاکستان څخه راځي استفاده ونکړي.
د ننګرهار عامې روغتيا رياست د صحي قوانينو او بررسۍ سرپرست امر ډاکټر وحيد الله شيرزاد وايي دغه بې کيفيته او تاريخ تيري درمل يې د دې ولايت له بيلابيلو سيمو راټول کړي چې په وينا يې د دوی بررسي دوام لري .
نوموړي هم له هېواد والو وغوښتل چې د دا ډول بې کيفيته او تاريخ تيرو درملو له استعماله ډډه وکړي.
د کلېنیکي ضایعاتو د تنظیم ولایتي کمېټه رامنځته او پر فعالیت یې پېل وکړ.
ننګرهار ولایت د چاپېریال ساتنې رئیس په مشرۍ د بېلابېلو دولتي ادارو او غیر دولتي بنسټونو له واکمنو استازو څخه جوړه شوې د کلېنیکي ضایعاتو د تنظیم ولایتي کمېټې نن دوشنبه د روان کال د لړم د میاشتې پر اتمه نېټه خپله لومړنۍ ناسته تر سره کړه.
د غونډې په پېل کې د چاپېریال ساتنې رئیس فضل ربي همیم د یادې کمېټې د رامنځته کېدو پر موخو او د غړو پر دندو او واکونو رڼا واچوله.
نوموړي یادونه وکړه چې د کلېنیکي ضایعاتو تنظیم یوه حیاتي موضوع ده، او دې برخې ته باید ډېره پاملرنه وشي.
د غونډې په ترڅ کې د ګډونوالو له لورې د اجنډا پر موضوعاتو بېلابېل نظرونه وړاندې شول، او په پایله کې یې یو شمېر پرېکړې وشوې، چې د تطبیق په خاطر به له اړونده ادارو سره رسماً شریکې او یاده کمېټه به یې وخت په وخت څارنه تر سره کوي.
د کانال ریاست د زیتونو فابریکې اړوند نوی پلورنځی ګټې اخیستنې ته چمتو شو.
د کانال ریاست د زیتونو آچارو او خالص تیلو نوی پلورنځی په عصري او اساسي بڼه د جلال اباد ښار پښتونستان واټ تر څیرمه پرانستل شو،اوس هیوادوال کولای شي د کانال تولیدات په آسانۍ له دې مغازې تر لاسه کړي.

د کانال ریس انجینر غلام حضرت عبدالرحیمزي ډاډ ورکړ چې په نږدی راتلونکې کې به دوه نورې مغازې هم د کانال د تولیداتو د پلورلو په موخه یو د درونټې سیمه کې او بل د زیتونو فابریکې تر څیرمه پرانستل شي.

نوموړي وویل، سږ کال مو ۳۴ ټنه زیتون د آچارو لپاره ځانګړي کړي وو چې آچار آماده شوي او په نږدې ورځو کې به تازه تولید شوي آچار او پروسس شوي خالص تیل د پلورلو په موخه هیوادوالو ته وړاندې شي چې ټول هیوادوال کولای شي دغه تولیدات له همدې مغازي څخه تر لاسه کړي.
د ښې حکومتدارۍ او شفافیت په موخه ښاریانو ته د مياشتنیو کړنو حساب ورکړل شو.
ننګرهار ولایت په تورخم ښارګوټې کې د ښاروالۍ مسؤلینو له لورې د ښې حکومتدارۍ او شفافیت په موخه د یاد ښارګوټې اوسیدونکو ته د میاشتنیو کړنو حساب ورکړل شو.
په همدې موخه جوړه شوې غونډه کې د تورخم ښارګوټې اصنافو، سوداګرو، قومي او نورو مشرانو ،ځوانانو ،مشورتي شورا غړو او د ښاروالۍ د بېلابېلو برخو مسؤلینو ګډون کړی وو.
تورخم ښاروال سید سرور پاچا د تورخم ښارګوټې مشرانو څخه مننه وکړه چې ښاروالۍ سره یې هر مهال د حل په موخه ستونزې شریکي کړي.
نوموړي زیات کړه، د تېرې میاشتې په اوږدو کې یې په تورخم ښارګوټې کې د مسافرینو د تګ راتګ لپاره منظمې لارې جوړې کړي،ګلدانونو ته یې د اوبو شبکې غځولي ، د ښار پاکۍ اشر او ګڼ شمیر نورې یې چارې هم د ترسره شوو فعالیتونو څخه شریک کړل .

ننګرهار کې د عامه نظم لوا نوی درستیزوال منسوبینو ته ور وپېژندل شو.
په ننګرهار ولایت کې د عامه نظم اوومې لوا لپاره نوی ګمارل شوی درستیزوال سمونوال مايل خان غيرت د یوې غوندې په ترڅ کې د یادې لوا د قوماندان له لورې منسوبینو ته ور وپېژندل ش.
د عامه نظم د اوومې لوا قوماندان جنرال نصیر احمد ساپي وویل، د دې لوا په وړاندیز او د عامه نظم د عمومي قوماندانۍ په منظورۍ سمنوال مایل خان غیرت د دې لوا د نوي درستیزوال په توګه وټاکل شو.
هغه منسوبینو ته سپارښتنه وکړه،چې د نوي درستیزوال سره په چارو کې همکاري وکړي او همدا راز د دې لوا د پخواني درستیزوال د ترسره شوې دندې څخه یې قدرداني او نوي درستیزوال ته یې د بریالیتوب هیله وکړه .
NMIC8#
ننګرهار_ولايت_رسنيو_دفتر
د ننګرهار حقوقو پخوانی امر د ناڅرګنده وسله والو کسانو له لورې په شهادت ورسید.
ننګرهار ولایت د حقوقو پخوانی امر شیخ مجیب الرحمن تېر ماښام ناوخته د جلال اباد ښار څلورمې ناحیې په مربوطاتو کې خپل کور ته څېرمه د نا څرګنده وسله والو کسانو له لورې په ډزو سره تر ویشتل کېدو وروسته په شهادت ورسید.
شاوخوا دوه څلوېښت کلن شیخ مجیب الرحمن د ننګرهار ولایت د خوږیاڼو ولسوالۍ اوسیدونکی وو،چې ننګرهار څخه په ۱۳۹۴ یم کال کې کونړ ته او په ۹۵ یم کال کې لغمان ولایت ته د حقوقو د امر په توګه بدل او دمګړۍ یې هم په لغمان ولایت کې د حقوقو د امر په توګه دنده ترسره کوله .
سلاکار وزیر او د ننګرهار والي محمد ګلاب منګل پر مړینه ژوره خواشیني ښودلې،ارواښاد ته یې د فردوس جنت،کورنۍ غړو او دوستانو ته یې د تسلیت مراتب وړاندې کړي .
د جومات په محراب کې ځای پر ځای شوې د هاوان مرمۍ له زیان پرته خنثی کړای شو.
ننګرهار ولایت مرکز جلال اباد ښار د درېیمې ناحیې اړوند د سپینې ماڼۍ هوټل ته څېرمه د جومات په محراب کې ځای پر ځای شوي د هاوان دوه مرمۍ د ملي امنیت منسوبینو له لورې کشف او له زیان پرته لمنځه یوړل شوې .
تروریستانو غوښتل،چې یادو مرمیو ته په چاودنې ورکولو سره لسګونو لمونځ کوونکو ته مرګ ژوبله واړوي،خو د ملي امنیت منسوبینو له لورې یې د شومې کړنې مخنیوی وشو.
په همدې حال کې د ترویستانو له لورې د روداتو ولسوالۍ د کوچیانو په دوه سړکې سیمه کې کېښودل شوی ریموټ کنټرول ماین هم د ملي امنیت منسوبنیو له لورې کشف او له زیان پرته لمنځه یوړل شو.
NMIC8#
ننګرهار_ولايت_رسنيو_دفتر

يو شمېر وسلې او نظامي يونيفورم ترلاسه شول
ننګرهار ولايت مرکز جلال اباد ښار او سره رود ولسوالۍ مربوطاتو کې د ملي امنيت موظفينو په مشرۍ ګډو ځواکونو چاڼيز عمليات کړي، چې په ترڅ کې يې له يو شمېر کورونو بېلابېل ډوله وسلې او نظامي يونيفورم ترلاسه شوي دي.
د معلوماتو له مخې دغه چاڼيز عمليات تېره ورځ د جلال اباد ښار شپږمې ناحيې اړوند مولوي خالص فاميليو او سره رود ولسوالۍ ګنده چشمو سيمه کې تر سره شوي دي.
د عملياتو پر مهال له يو شمېر کورونو ۱ د هاوان دوربين، ۵ لاسي بمونه، ۸ ميله کلاشنکوف، ۲ ميله ۳۰۳ بر، ۳ ميله بېلابېل ډوله تومانچې، ۱ ميل مشکوش، ۷ جوړه نظامي بوټان ۳۰ جوړه بېلابېل ډوله نظامي يونيفورم او ۳۰ غیر راجستر شوي سيمکارتونه ترلاسه شوي دي.
د يو بل خبر له مخې تېره ورځ د هسکې مېنې ولسوالۍ مربوطاتو کې پولیسو يو تن چې په سراچه ډوله موټر کې يې داعش وسله والو ته درمل لیږدول نيول دی.
دوه تنه د هدفي وژنو او غلا په تور ونيول شول
ننګرهار ولايت سره رود ولسوالۍ حلقوي سړک سيمه کې تېره شپه د پوليسو ځانګړو عملياتو په ترڅ کې دوه تنه شريف الله او شفيق الله د هدفي وژنو او غلا په تور د دوه ميله وسلو سره يو ځای ونيول شول.

د معلوماتو له مخې ياد کسان، چې د وسله والو مخالفينو سره نږدې اړيکې لري د دولتي کار کوونکو په ترور، هدفي وژنو او غلاو کې لاس لري.

دغه کسانو سره د نيول کېدو پر مهال يو ميل بې اوازه جرمني تومانچه، يو ميل چنايي تومانچه، يو سيټ GPS، درې سيټه مبايلونه، څلور سوه امریکايي ډالر، يو شمېر مرمۍ او يو عراده موټر سايکل نيول شوي دي.
نيول شويو کسانو په خپلو جرمونو اعتراف کړی او تر پوښتنو لاندې دي.
دیارلس سوه شپیته بې ځایه شوو او له کډوالۍ را ستنوو شوو کورنیو سره مرستې وشوې.
سلاکار وزیر او د ننګرهار والي محمد ګلاب منګل په لارښوونه د کډوالو چارو ریاست په هلو خلو د مرستندویه ادارو له لورې ۱۳۶۰ داخلي بې ځایه شوو او له کډوالۍ را ستنوو شوو کورنیو سره د خوراکي توکو مرسته وشوه .

د کډوالو او بېرته را ستنیدونکو چارو رئيس غلام حيدر فقيرزى وايي،يادې کورنۍ په ۲۰۱۶ کال کې له کډوالۍ را ستنې شوي،چې د دې ولایت په بېلابېلو سیمو کې میشتې شوي دي.

نوموړى زیاتوي،د نن ورځې مرستو په لړ کې له کډوالۍ را ستنوو شوو درې سوو کورنیو ته په بهسودو،دوه سوه شل په روداتو،دوه سوه په خوږياڼو،دوه سوه په سره رود،ېوسلو اتيا په کامه او دوه سوه شپېتو کورنېو سره په جلال اباد کې د خوراک نړيوالې ادارې WFP په مالي همکارۍ د خوراکي توکو مرستو وشوې.
نوموړى وايي،هرې کورنۍ سره پنځوس کيلوي وړه،پنځه کيلو دال،پنځه ليتره غوړي او ېو پاکټ مالګې مرسته وشوه.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *