ننګرهار کې د یوې لویې غونډې په ترڅ کې د مارچ اتمه د ښځو نړیواله ورځ ونمانځل شوه .

د مارچ اتمه د ښځو نړیواله ورځ په ټوله نړۍ کې د بیلابیلو شعارونو لاندې نمانځل کیږي؛ خو په ننګرهار کې دغه ورځ مېرمنو ته د ډېر پرمختګ لپاره ښه فرصت ورکړئ تر عنوان لاندې د جلال اباد ښاروالۍ میلمستون کې د یو لړ مراسمو په ترڅ کې ونمانځل شوه.

سلاکار وزیر او د ننګرهار والي محمد ګلاب منګل یادو مراسمو ته د وینا پر مهال د دې ولایت ټولو په ځآنګړي ډول هغه میرمنو ته،چې خپل اولادونه یې د ملي وسله والو ځواکونو په لیکو کې قرباني کړي،مبارکي ورکړه .
نوموړي زیاته کړه، په دغه ولایت کې شاوخوا ۲۷ زره میرمنې په کرنې او مالدارۍ، حرفوي، روغتیا،پولیسو،څارنوالیو او یو شمیر نورو برخو کې عملاٌ په دندو ګمارل شوي او همدا راز ۴ سوه زره نجونې په پوهنې او ۳ زره یې په لوړو زده کړو په زده کړو بوختې دي .

هغه په دې ولایت کې د میرمنو لپاره د سوداګرۍ خونې پرانیستل،د څلورو ولایتونو د ښځو چارو ریاستونو ترمنځ د همغږۍ، د ښځې او سولې تر عنوان لاندې ورکشاپ جوړول او د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالې د مخنیوي منظمې غونډې د خپلو لاسته راوړنو څخه وبللې.

د ننګرهار والي په وینا په دې ولایت کې د درې ادارو ریئسانې میرمنې دي،د میرمنو باغ کې د نوي زره امریکایي ډالرو په ارزښت د ځآنګړې پارک د جوړولو چارې پیل کړي او ډیر ژر به د سل زره امریکایي ډالرو په لګښت په یاد باغ کې د میرمنو لپاره د دوه پوړیز د سوداګرۍ مارکیټ د جوړولو چارې هم پیل کړي .

د هېواد لومړۍ میرمنې رولا غني راډیو پيغام له لارې د هېواد ټولو میرمنو ته د مارچ اتمې د را رسیدو له امله مبارکي ورکړې وه او د پیغام له لارې یې ژمنه وکړه چې د ښځو د ژوند پرمختګ لپاره به هڅې وکړي .

په ننګرهار کې د ښځو چارو رېسې انیسه عمراني وویل، د تېر کال په پرتله ننګرهار کې د تاوتریخوالي په کچه کې شاوخوا پنځوس سلنه کموالی راغلی دی او لامل یې د میرمنو د حقوقو په اړه د ولسونو د عامه پوهاوۍ د کچې زیاتوالی په ګوته کړ.
په ختیځ کې د بشري حقونو د خپلواک کمیسیون مشرې صبرینا حمیدي وویل، د تېرو لسو کلونو راپدې خوا د ښځو د حقونو خونديتوب لپاره ګڼې هسې روانې دي؛ خو په خبره يې بیا هم په لېرې پرتو سیمو کې میرمنې له ګڼو ستونزو سره لاس او ګریوان دي.
په ولسي جرګه کې ننګرهار د خلکو استازي سایمه خوږیاڼۍ خوښي څرګنده کړه، چې اوس ګڼو میرمنو حق او عدالت ته لاسرسۍ موندلی او د دې تر څنګ یو زیات شمېر ښځې په ادارو کې پر دندو بوختي دي.

د غونډې په ترڅ کې د ښوونځیو د زده کوونکو له لورې بېلابېلې چمتو شوې ترانې او د تیاتر ډلګۍ له لورې د میرمنو په وړاندې د تاوتریخوالی په تړاو تمثیلي پارچې ګډونوالو ته وړاندې شوې،چې د ننګرهار والي له لورې په نغدي ډالیو سره ونازول شول .
د غونډې په ورستۍ برخه کې ولایت مقام،ښځو چارو ریاست او وطنپاله ځوانانو له لورې په دې ولایت کې په بېلابېلو برخو کې فعالو میرمنو ته ستاینلیکونه،ډالۍ او ایوارډونه ورکړل شول .
په همدې حال کې سلاکار وزیر او د ننګرهار والي محمد ګلاب منګل د نورو مسؤلینو په ملتیا په دې ولایت کې د میرمنو له لورې د لاسي صنایعو پرانیستي نندارتون څخه هم لیدنه وکړه،چې د ګڼ شمیر میرمنو له لورې ورسره په بېلابېلو برخو کې وړاندیزونه شریک شول .
له مرکز څخه راغلی ګډ پلاوی د دې ولایت ګوشتې، لعلپورې او خوږياڼو ولسوالیو امنیتي وضعیت څیړي.
د ولسمشر په حکم د ملي دفاع وزارت د ستر درستیز مرستیال جنرال عبدالرشید په مشرۍ له مرکز څخه راغلی ګډ پلاوی د دې ولایت ګوشتې، لعلپورې او خوږياڼو ولسوالیو امنیتي وضعیت په هر اړخیزه توګه څیړي.
راغلي ګډ پلاوي، چې پکې د ملي دفاع، کورنیو چارو، ملي امنیت او سیمه ييزو ارګانونو خپلواکې ادارې استازي ګډون لري د کب په ۱۵ مه يې ولایت مقام کې د ننګرهار والي او د امنیتي ارګانونو استازو سره ناسته وکړه.

سلاکار وزیر او د ننګرهار والي محمد ګلاب منګل د دې ولایت او په ځانګړي ډول د لعلپورې، ګوشتې، او خوږياڼو ولسوالیو کې د امنیتي ځواکونو په میړانه او د ولسونو په همکاریو د وروستیو لاسته راوړنو او امنیتي وضعیت په اړه هر اخیز معلومات شریک کړل.

نوموړي زیاته کړه پدې ولایت کې ولسونو د خپلو امنیتي ځواکونو سره د امنیت په ټینګښت او مخالفینو په ځپلو کې بشپړه همکاري کوي، چې په خبره يې د نورو ولسوالیو په څیر د ګوشتې او لعلپورې ولسونو ۳۰۰ او د خوږیاڼو ولسوالۍ ولسونوهم ۳۰۰ تنه ولسي پاڅون کوونکي شپه او ورځ د خپلو سیمو د ساتنې په موخه ځانګړي کړي.

ننګرهار والي د راغلي پلاوي څخه په یادو ولسواليو کې د ولسي پاڅون کوونکو د لا تجهیز او اکمال غوښتنه وکړه.
دغه راز د ملي امنیت، امنیه قومندانۍ، څلورمې پلې لوا، سرحدي لوا، عامه نظم او د ۲۰۱ سیلاب قول اردو استازو په ګوشتې، لعلپورې او خوږياڼو ولسوالیو کې د دښمن پروړاندې د خپلو لاسته راوړنو په اړه معلومات او وړاندیزونه راغلي پلاوي سره شریک کړل.

د ملي دفاع وزارت د ستر درستیز مرستیال او د راغلي پلاوي مشر جنرال عبدالرشید له ننګرهار والي او ټولو امنیتي ارګانونو څخه مننه وکړه، چې د ښې همغږۍ او سالمې رهبرۍ له مخې يې دښمن ځپلی او نږدې سیمي يې د دوی له شتون څخه پاکې کړیدي.
نوموړي زیاته کړه د یادو ولسوالیو د ولسي پاڅون کوونکو په تړاو وړاندیزونه او بشپړ راپور به د وروستیو اجراتو په موخه مرکز کې له لوړپوړو مشرانو سره شریک کړي.
په جلال اباد ښار کې د لومړي ځل لپاره د ولسي تړون ملي پروګرام عملي چارې پیل شوې .
د ننګرهار ولایت مرکز جلال اباد ښار په دریمه ناحیه کې د ولسي تړون ملي پروګرام تر چتر لاندې د پروژو عملي چارې د کب په ۱۵ مه پیل شوې.

د یاد ملي پروګرام د پرانستې په مراسمو کې سلاکار وزیر او د ننګرهار والي محمد ګلاب منګل ولسونو ته د مبارکۍ د ورکړې ترڅنګ وویل د ولسي تړون ملي پروګرام د لومړي ځل لپاره په عملي ډول د جلال اباد ښار په دریمه ناحیه کې پیل شو، چې په ترڅ کې به يې د شاو خوا ۷ میلیونه افغانیو په مالي لګښت د ۷ پولچکونو په ګډون نږدې څلور کیلو متره کوڅې او ویالې په اساسي ډول جوړې شي .
نوموړي زیاته کړه د یاد ملي پروګرام پیل به د ولسونو او دولت ترمنځ د اعتماد او باور فضا رامنځته کړي او هم به بې روزګار خلکو ته کاري فرصتونه برابرشي.

د ولایتي شورا غړي محمد اجمل عمر په جلال اباد ښار کې د ولسي تړون د پروګرام په پیل خوښي وښوده او زیات يې کړه د دې پروګرام په پلي کیدو سره به د ولسونو لومړنۍ اړتیاوې ترډیره حل شي.
د دریمې ناحیې د دویم مکرویانو د انکشافي شورا مشر وویل، یاده پروژه چې ټول لګښت یې نږدې ۷ میلیونه افغانۍ دی،په کې دوه میلیونه یې ولسي ونډه هم شامل ده،چې د خلکو له لورې په مصرف رسیږي .
د جلال اباد سرپرست ښاروال انجینر حکیم الدین عمرخیل د یادې پروژې د پیل پر مهال ډاډ وښوده،چې د چارو د ښه والې په موخه به ترې د خلکو په همکارۍ مسلکي څارنه ترسره کړي .
ټاکل شوې ده،چې ډیر ژر د ولسي تړون پروګرام د جلال اباد ښار په ګډون په یو شمیر ولسوالیو کې د جوړو شوو ۲ سوو شوراګانو په همکارۍ پیل شي .
ننګرهار والي ته د ښو کړنو له امله جوړه شوې تابلو ډالۍ شوه .
سلاکار وزیر او د ننګرهار والي محمد ګلاب منګل ته د ښو کړنو له امله د یو خطاط له لورې جوړه شوې تابلو،چې په کې د نوموړي انځور او پښتو بیت ( موټی خاوره د وطن به پری ورنه کړم که په سر د ځمکې هر وطن ختن شي ) لیکل شوی ډالی کړ.
خطاط ارشاد حسین وویل،د ننګرهار والي محمد ګلاب منګل کړنې له نږدې څآري او د ښو فعالیتونو له امله یې ورته د مینې او احساس له مخې یاده تابلو جوړه کړه .
سلاکار وزیر او د ننګرهار والي محمد ګلاب منګل د یاد ځوان څخه مننه وکړه،چې د ولایت مقام کړنې یې تر څارنې وروسته د تابلو په جوړولو سره وستایلې او ډاډ یې ورکړ،چې د دې ولایت د ولسونو د هوسا ژوند د ښه والې او ستونزو د حل په موخه به لا هم ګړندۍ هڅې کوي .
نوموړي همدا راز د یاد خطاط له لورې د لیکل شوي کتاب د چاپ نغدي لګښت هم ورکړ،چې په نږدې راتلوونکې کې به په ۵ سوه جلده کې چاپ شي .
د دوو ځانمرګو بريدګرو او دوو بهرنيانو په ګډون لسګونه وسله وال نيول شوي
ننګرهار امنيه قومندان لوی پاسوال عبدالرحمن رحيمي د کب په ۱۵مه د يو خبري کنفرانس پر مهال وويل، چې تېرو پنځو اوونيو کې يې له نورو امنيتي ارګانونو سره په ګډه ۳۲ چاڼيز او جګړه ييز عمليات ترسره کړي، چې پرمهال يې د دوو ځانمرګو بريدګرو او دوو بهرنيانو په ګډون لسګونه وسله وال ژوندي نيولي دي.
د کنفرانس پرمهال رسنيو ته نيول شوي کسان، مهمات او وسلې هم وښودل شوې.
امنيه قومندان دغه راز په يادو عملياتو کې د ۱۴۱ وسله والو د وژلو، ۱۰ نورو ټپي کولو، چاوديدونکو توکو، ځانمرګو واسکټونو، ماين جوړونې د وسايلو او ځينو نورو مهماتو د نيول کېدو يادونه هم وکړه.
رحيمي وايي، په تېرو پنځو اوونيو کې يې اچين، کوټ، بټي کوټ، مومندرې، لعلپورې، چپرهار، خوږياڼو او پچيراګام ولسواليو کې له نورو افغان ځواکونو سره په ګډه او ځانګړي ۳۲ عمليات ترسره کړي دي.
نوموړی وايي، په دغو عملياتو کې د دوو ځانمرګو برید کوونکو او دوو پاکستانيانو په ګډون ۱۰۵ تنه ژوندي نيول شوي او دغه راز ۱۴۱ وسله وال وژل شوي او ۱۰ نور يې ټپيان دي.
دی زياتوي، په دغو عملياتو کې د ځانمرګي بريد دوه واسکټونه، ۴۱ ميله بېلابېل ډوله وسلې، ۱۰ عرادې موټرونه نيول شوي او ۲۹ کړۍ د وسايطو ضد ماينونه کشف او له منځه وړل شوي دي.
د لوی پاسوال رحيمي د معلوماتو له مخې په يادو عملياتو کې د کوټ ولسوالۍ په مربوطاتو کې د داعش ډلې د وسلو يو ډيپو هم کشف شوی، چې په کې بېلابېل ډوله چاوديدونکي توکي، د وسايطو ضد خود سازه ماينونه، لاسي بمونه، د ثانيه سوز فلتې، چاودېدونکې پټاقۍ، ریموټ کنټرولونه او نور وسايل نيول شوي.
هغه د کنفرانس پرمهال دا هم وويل، چې په دغو پنځو اوونيو کې پوليسو ۱۲۲ جنايي پېښې هم کشف او په تړاو يې۱۶۴ کسان نیول شوي، چې ګڼ شمېر يې تر لومړنيو پلټنو وروسته ازاد شوي دي.
د ننګرهار امنيه قوماندان په همدغه موده کې د ۱۵۶۸ کيلو ګرامه بېلابېل ډوله نشه يي توکو او لسګونه ليټره الکولي مشروباتو د ترلاسه کولو او په تړاو يې د ۳۷ مشکوکو کسانو د نيولو خبر هم ورکوي.
امنيه قوماندان دغه راز ډاډ ورکړ، چې د همدغو عملياتو په نتيجه کې د ننګرهار امنيت تر پخوا ډېر ښه شوی او د امنيت ساحه ډېره پراخه شوې ده.
ننګرهار کې د تېلو يو ټانکر کې د اور لګېدنې له امله دوه کسان شهیدان شوي او درې نور ټپيان دي.
دغه راز د ټانکر اور نږدې هټیو ته اوښتی او له امله يې شاوخوا ديرش دوکانونه هم سوځېدلي دي.
د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوږياڼي وويل، چې نن سهار شاوخوا شپږ نيمې بجې د تورخم- جلال اباد پر لويه لاره د بهسودو ولسوالۍ اړونده د رينګ روډ دوه سرکې سيمه کې د تيلو يو ټانکر اور اخېستی.
هغه وايي، اور په ټانکر پسې د نښلول شوي مقناطيسي ماين د چاودنې له امله رامنځته شوی دی.
نوموړي وايي، دغه اور لګېدنه کې دوه کسان شهیدان شوي او درې نورټپيان دي، چې د يوه حالت نازک ښودل شوی.
خوږياڼي زياته کړه، د اور لمبې نږدې دوکانونو ته رسېدلي، چې له امله يې ۳۰ څخه زيات دوکانونو هم اور اخېستی او ميليونه افغانۍ زيان يې اړولی دی.
د پېښې له رامنځته کېدو سره سم د اور وژنې ډله سيمې ته رسېدلې او د اوو بجو په شاوخوا کې اور مهار شوی دی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *