اباد ښار کې تاریخي سپین جومات د شهید مولوي عبدالظاهر حقاني په نوم ونومول شو.
سلاکار وزیر او د ننګرهار والي محمد ګلاب منګل په وړاندیز او د اداري مجلس په تصویب جلال اباد ښار کې تاریخي سپین جومات د شهید مولوي عبدالظاهر حقاني په نوم ونومول شو.د کب په ۲۹ مه ولایت مقام کې د ادارې غونډې پرمهال د ننګرهار والي سربیره، د ولایتي شورا مرستیال ډاکتر لعل محمد دراني او پدې ولایت کې د ټولو دولتي په جلال ادارو مسئولینو او استازو ګډون کړی و.
سلاکار وزیر او د ننګرهار والي محمد ګلاب منګل وویل، په پلان کې ده، چې د نوي ۹۷ لمریز کال په پیل کې د بزګرجشن، ښوونکي ورځ او د نارنج ګل دودیزه میله او مشاعره د تیرو کلونو په څیر په شاندارو مراسمو سره ونمانځي؛ نو په همدې اساس يې د ټولو ادارو مسئولینو ته سپارښتنه وکړه، چې د یادو مراسمو په ترتیب او ښه ترسره کېدو کې همکاري وکړي.
نوموړي همدار راز وړاندیز وکړ، چې تاریخي سپین جومات دې د شهید مولوي عبدالظاهر حقاني په نوم ونومول شي، چې دغه وړاندیز په اداري مجلس کې تصویب شو.
ننګرهار والي مامومورینو ته له غرمې وروسته خپلو دندو ته د حاضریدو، کورنیو تولیداتو څخه د ګټې اخیستنې، صنعتي پارک په سړک د موانع لرې کولو او یو شمیر نورو برخو کې يې اړونده مسئولینو ته جدي سپارښتنې وکړې.
په اداري غونډه کې د کوټ ولسوالۍ په دښته کې د شاوخوا ۳ زره جریبه ځمکې د راستنیدونکو ښارګوټي د نقشې او ډیزین عملي چارو د پیل ، په خوږياڼو ولسوالۍ کې د روغتون لپاره د پنځه بېسوې ځمکې او د دولتي تاسیساتو لپاره د ښاروالۍ ځمکې د یوې بېسوې قیمت سل زره افغانۍ تصویب شو.دغه راز په جلا ل اباد ښار کې د اوبو رسونې نوي رئیس وفیع الله د خپلې ادارې په تړاو دچمتو کړو معلوماتو وړاندې کولو ترڅنګ وویل د ۸۸ کیلو متره په اندازه د اوبو رسونې زړه شبکه به په نوي سیستم تبدیله کړي.
نوموړي دغه راز زیاته کړه لس نیم میلیون افغانۍ دولتي ادارې او یو څلويښت نیم میلیونه افغانۍ عام خلک د اوبو رسونې ادارې د اوبو له درکه قرضداره دي.هغه دا هم وویل اوسمهال ۲۰ سلنه ښاریان د پاکو اوبو له نعمت څخه برخمن دي او که یاد قرضونه ورکړل شي د پاکو اوبو رسونې خدماتو لمن به پراخه کړي.
مستوفي او د ولایت سرپرست مرستیال عبدالله رقیبي وویل د نوي لمریز کال لپاره يو میلیون غیري اختیاري بودیجه منظور شوی، چې پرمټ به يې په بېلا بېلو برخو کې ۳۳ پروژې پلي او شاو خوا ۲۵۰۰ کسانو ته به د کار کولو زمینه برابره شي.
ننګرهار والي د پچیر اګام ولسوالۍ اړوند د پچیر سیمي خلکو ستونزې د حل په موخه واوریدې.
سلاکار وزیر او د ننګرهار والي محمد ګلاب منګل د پچیراګام ولسوالۍ اړوند د پچیر سیمي مخورو سره د لیدنې پرمهال، د سړک، بیا رغونې، او په یو شمیر نورو برخو کې د هغوی ستونزې د حل په موخه واورېدې او د همکارۍ ډاډ يې ورکړ.د کب په ۲۸ مه د جلال اباد په شاهي ماڼۍ کې د یادې لیدنې پرمهال د پچیراګام ولسوال هجرت الله رحماني په مشرۍ یادو مخورو د ننګرهار والي څخه مننه وکړه ، چې په هلو ځلو يې د پچیر سیمي خلکو ته ۲۳ میلیونه افغانۍ منظور شوي، چې اوسمهال يې عملا د ویش لړۍ روانه ده.دوی همداراز پچیراګام ولسوالۍ ته د ۳ کیلو متره سړک د جوړیدو او هم يې په سیمه کې د مرسته شوو پيسو د ویش غوښتنه وکړه.سلاکار وزیر او د ننګرهار والي محمد ګلاب منګل د پچیر اګام ولسوالۍ د ولسونو د میړانې ستاینه يې وکړه، چې د مالي او ځاني قربانیو په ورکړې سره یې په حقه مبارزه وکړه او مخالفو وسلوالو ته يې په خپله سیمه کې ځای ورنه کړ.
نوموړي زیاته کړه پچیر اګام ولسوالۍ ته يې د ۳ کیلو متره سړک ترڅنګ ګڼې پروژې پیشنهاد کړي او ډاډ يې ورکړ، چې د وروستیو اجراتو وروسته به يې عملي چارې پیل شي.
ننګرهار والي د پچیر سیمي مخورو ته سپارښتنه وکړه، چې د يادو ۲۳ میلیونه مرسته شويو پيسو په ویش کې شفافیت ته پاملرنه وکړي څو مستحقو کورنیو ته ورسیږي.
يو داعش او يو طاب وسله وال ونيول شول
ننګرهار ولايت مرکز جلال اباد ښار او اچين ولسوالۍ مربوطاتو کې ملي امنيت موظفينو تېره ورځ يو داعش او بل طالب وسله وال ونيول.
د معلوماتو له مخې ثناء الله مشهور په مفتي، چې اصلي د نورستان ولايت اوسیدونکی دی او اوسمهال د ننګرهار په بهسودو ولسوالۍ کې ژوند کوي په دواړو ولايتونو کې يې تخريبې کړنې تر سره کولې.
نوموړی د جلال اباد ښار مربوطاتو کې نيول شوی او د پلټنو په ترڅ کې يې په خپلو ټولو جرمونو اعتراف کړی دی.
په ورته وخت کې د اچين ولسوالۍ باغدرې سيمه کې د ښايسته خان په نوم يو تنکی ځوان نيول شوی، چې د داعش په ليکو کې د تخريبي کړنو په موخه جذب شوی و.
ښايسته خان په خپلو جرمونو اعتراف او پښيماني ښودلې.
د ننګرهار باغونو سږکال ۳۳۳۴ ټنه زيتون او مالټې ورکړي
ننګرهار کانال اړوند باغونو څخه سږکال ۸۳۴ ټنه زيتون او همدا راز د کانال او کرنې رياستونو په ګډون له خصوصي باغونو څخه ۲۵۰۰ ټنه مالټې ترلاسه شوي دي.
له دغه زيتونو څخه شپېته زره لېتره تېل او زرګونه لېتره اچار توليد شوي، چې اچار په يو سل او ديرش زره لویو او ړو بوتلونو کې پيک شوي او پلور ته وړاندې شوي دي.
همدا راز کرنې او کانال رياستونو په دې ولايت کې ۲۲۰۰ جريبه ځمکه کې د سترسو نوي باغونه جوړ کړي او زرګونه جريبه کې پخواني باغونه يې بیا احياء کړي دي.
يادو رياستونو شاوخوا دوه ميليونه او دوه سوه زره ميوه لرونکي او غير ميوه لرونکي نيالګي روزلي او دولتي ادارو او خلکو ته يې په وړيا ډول ويشلي دي.
د کرنې رياست په هڅو له يو ميليون زياتو کورنيو حيواناتو ته بېلابېل ډوله واکسينونه شوي او د نسل اصلاح په موخه پنځه څلويښت زره حيوانات مصنوعي القاح شوي دي.
دغه راز د کرنې، مالدارۍ، باغدارۍ او يو شمېر نورو برخو کې سلګونه پروژې تطبيق شوی او سلګونه نورې تر کار لاندې دي.
څلور زره او سل جریبه ځمکه د کوکنارو له کښت څخه پاکه شوې
ننګرهار ولايت کوټ، بټي کوټ، مومندرې، نازيانو، سره رود، اچين، چپرهار، پچير اګام، غني خېل او يو شمېر نورو سيمو کې د غیر رسمي کمپاين په ترڅ کې ۴۱۰۰ جريبه ځمکه د کوکنارو له کښت څخه پاکه شوې.
ټاکل شوې، چې يو ځل بيا د رسمی کمپاين په ترڅ کې په يادو او يو شمېر نورو سيمو کې پاتې ځمکې هم د کوکنارو له کښت څخه پاکې شي، چې په دې سره به ننګرهار د کوکنارو له کښت څخه پاک ولايت اعلان شي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *