د ننګرهار والي په جدي لارښوونه د بریښنا ریاست له لوري د څلورم ترانسفرمر چارې به د روژې مبارکې میاشتې تر راسیدو پورې بشپړې شي.
سلاکار وزیر او د ننګرهار والي محمد ګلاب منګل په اداري غونډه کې د یو شمیر نورو موضوعاتو شریکولو ترڅنګ د بریښنا ریاست مسئولینو ته جدي سپارښتنه وکړه، چې د روژې مبارکې میاشتې تر راسیدو وړاندې د نوي ترانسفرمر چارې بشپړې کړي څو د ګرمۍ په موسم کې بریښنا د پارچاوۍ مخه ونیول شي.
اداري غونډه د وري په ۱۴ مه د جلال اباد په شاهي ماڼۍ کې جوړه شوې وه، چې پرمهال يې د ننګرهار والي سربیره د ولایتي شورا رئیس احمد علي حضرت او پدې ولایت کې د ټولو دولتي ادارو مسئولینو او استازو ګډون کړی و.
سلاکار وزیر او د ننګرهار والي محمد ګلاب منګل د دې ولایت امنیتي او سیاسي وضعیت په اړه د معلوماتو شریکولو ترڅنګ له ملکي او نظامي ادارو له مسئولینو مننه وکړه، چې د نوي کال په مناسبت د بېلا بېلو پروګرامونو په ښه ترسره کیدو کې يې پوره همکاري وکړه.
نوموړي زیاته کړه ملي سرود د هېواد ملي هویت دی نو په همدې اساس يې د ادارو مسئولینو ته سپارښتنه وکړه، چې د ملي او لویو مجالسو پرته په وړو غونډو کې د ملي سرود له غږولو ډډه وکړي.
ننګرهار والي دغه راز د ښاري نظم کمیسون د فعالیتونو په زیاتوالي، تدارکاتي چارو اوپه قراردادونو کې يې په شفافیت ټینګار وکړ.
په اداري غونډه کې د بريښنا رئیس د تیر ۹۶ لمریز کال د خپلو فعالیتونو په اړه چمتو کړي معلومات وړاندې کړل او زیاته يې کړه په تیر کال کې ۷۲۰ میلیونه افغانۍ عواید زیات شوي او هم يې د نورو چارو ترڅنګ د بريښنا له درکه پخواني پورونه راټول کړیدي.
نوموړي همدا رازوویل د ننګرهار والي په جدي سپارښتنه او همکارۍ يې د څلورم ترانسفرمر چارې وروستۍ کړي، چې د روژې مبارکې تر راسیدو وړاندې به يې د چارو په بشپړیدو سره ۲۰ میګاواټه بريښنا زیاته او د پارچاوۍ مخه به ونیول شي.
دغه راز په اداري غونډه کې په بحراباد سیمه کې د شهیدانو ښارګوټي د یوې بسوې ځمکې قیمت ۱۲ زره افغانۍ وټاکل شو، چې د اړونده وزارتونو له لوري به ښاروالۍ ته ورکول کیږي او هم په کوز کونړ ولسوالۍ کې د مصنوعي، او په یو شمیر نورو ولسوالیو کې د طبعي ځنګلونو د قطع کیدو د مخنیوي په موخه د ګډو کمیټو د ټاکل کیدو پریکړه وشوه.

ننګرهار والي وايي په لعلپورې ولسوالۍ کې د منظم پلان له مخې د امنیت ټینګښت او نورو برخوکې نوي اقدامات ترسره کوي.
سلاکار وزیر او د ننګرهار والي محمد ګلاب منګل د وري په ۱۴ مه ولایت مقام کې د لعلپوري ولسوالۍ قومي مخورو سره د لیدنې پرمهال وویل په لعلپوري ولسوالۍ کې د امنیت ټینګښت په موخه د سرحدي ځواکونو کنډک، د ملي اردو ځواکونو یو بیز او هم به ۱۵۰ تنه ولسي ځواک په بېلا بېلو سیمو کې ځای پر ځای کړي.
نوموړي زیاته کړه د دولت ترڅنګ ولسونه هم مسئولیت لري، چې په خپلو سیمو کې د ډاډمن امنیت په تامین کې امنیتي ځواکونو سره پوره همکاري و کړي.
ننګرهار والي همداراز د لعلپورې ولسوالۍ سوله دوسته او معارف پروره ولسونو څخه غوښتنه وکړه، چې د تیر په څیر خپل منځي یووالی وساتي او هم په بېلا بېلو برخو کې د دولت ملاتړ وکړي.
د لعلپورې ولسوالۍ قومي مخورو د سړکونو، ښوونځیو په جوړولو، اړمنو خلکو سره د خوراکي توکو د مرستې او ځینو نورو برخو کې يې له ننګرهار والي څخه د همکارۍ غوښتنه وکړه.
د ننګرهار والي محمد ګلاب منګل د یادې ولسوالۍ مخورو ته د ستونزو په حل کې د پوره همکارۍ ډاډ ورکړ.
سلګونو انجونو څخه قابلګۍ زده کړو لپاره ازموينه واخیستل شوه
د ختيځو ولایتونو ننګرهار، لغمان، نورستان او کونړ سلګونو د دولسم ټولګيو فارغو انجونو څخه روغتيايي علومو انيستيتوت کې د قابلګۍ زده کړو لپاره ازموينه واخيستله شوه.
د ننګرهار د روغتیايي علومو انستیتوت امر امردوکتور حبیب الله فرهومند د خپلو خبرو په ترڅ کې وویل، چې د ختیځو ولایتونو د لرې پرتو ولسوالیو د دولسمو ټولګیو فارغانو څخه یې د عامې روغتیا وزارت له لوري د راغلي پلاوي په حضور کې ازموینه واخیسته.
نوموړی وایې د ازموینې په ترڅ کې به دیرش تنه د دوه کلونو زده کړو په موخه جذب کړي چې له زده کړو وروسته به یې په خپلو سیمو کې په دندو وګماري.
د عامې روغتیا وزارت څخه راغلی پلاوی وايي، چې ازموینه یې په شفاف ډول اخیستې ، د کمیسیون په شکل به یې پارچې وګورې او حق به حقدار ته وسپاري.
د ننګرهار عامې روغتیا ریاست مرستيال ډاکټر محمد شعیب سهاک د خپلو خبرو په ترڅ وویل، چې د ازموینې د شفافیت په موخه د ازموینې ټولو ګډونوالو ته ډاډ ورکوي، ځکه د شفافیت په موخه یې بیلابیل کمیسیونونه ګمارلي.

ننګرهار ولايت مقام معلوماتي سيستم او ډيټابیس ګټې اخيستنې ته وسپارل شو
د ننګرهار ولايت مقام بشري سرچينو رياست په هڅو او د ولايت مقام تخنيکي ټيم په همکارۍ د مامورينو معلوماتي سيستم او ډيټابيس تر جوړېدو وروسته ګټې اخيستې ته وسپارل شو.
د ولايت مقام بشري سرچينو رئیس عبدالروف مهمند وويل، چې د مامورينو د معلوماتو ثبت لپاره يې ځانګړی معلوماتي سيستم او ډيټابیس جوړ کړی، چې په کې د ټولو ادارو مسئولینو او مامورينو اړين معلومات ثبت دي.
نوموړي وويل، چې د دغه سيستم په جوړېدو سره د ساعتونو کارونه څو دقيقو ته را کم شوي او په چارو کې يې روڼتيا او چټکتيا رامنځته شوې.هغه زياته کړه، اوس که ورته د کلونو پخوانی تقاعد شوی مامور هم مراجعه وکړي؛ نو اسناد به يې پرته له ځنډه وموندل شي.د بشري سرچينو رئیس عبدالروف مهمند وويل، چې د دغه معلوماتي سيستم ترڅنګ يې د اسنادونو منظم فايلنګ کړی، چې ټولو اسنادونو ته په اسانۍ لاسري کيږي.ياد ریاست ته راغلو مراجعينو خوښي وښوده، چې د اسنادونو په پيدا کېدو کې اساني رامنځته شوې.دوی زياته کړه، چې پخوا به يې کارونه د منظم سیستم نشتون له امله ځنډيدل؛ خو اوس يې کارونه پرته له ځنډه په درست ډول اجراء کيږي.په ختيځ کې د لومړي ځل لپاره د سیمه ییزو شوراګانو د قانون مسودې د جوړښت په موخه مشورتي غونډه جوړه شوه.
د سیمه ییزو ارګانونو خپلواکې ادارې په نوښت په ختيځ کې د لومړي ځل لپاره د سیمه يیزو شوراګانو د قانون مسودې د جوړښت په موخه مشورتي غونډه د وري په ۱۴ مه د جلال اباد ښار په سپین غرهوټل کې ترسره شوه.
په دغه مشورتي غونډه کې د ننګرهار والي سربیره، د ختیځو ولایتونو د ولایتي شورا غړو، د سکتوري ادارو رئیسانو او د بېلا بېلو بنسټونو استازو ګډون کړی و.
سلاکار وزیر او د ننګرهار والي محمد ګلاب منګل د سیمه یزو شوراګانو د قانون د مسودې د جوړښت په موخه جوړه شوې غونډه مهمه او اغیزمنه وبلله.
نوموړي زیاته کړه د ولسواکه نظام مهم اصل ټاکنې دي، چې د همدې لارې سیمه یزې شوراګانې رامنځته کیږي، چې په وینا يې که دغه سیمه یزو شوراګانو فعالیتونه ښه منظم شي د ولس او دولت ترمنځ به د اعتماد او باور فضا لاغښتلې شي.منګل همداراز وویل، چې د سیمه يیزو شوراګانو د نوي قانون په جوړيدو سره به پخوانۍ نیمګړتیاوې لرې او په یاده برخه کې به ولسونه د یو غني قانون څخه برخمن شي.ننګرهار والي زیاته کړه د ولسي جرګې او ولسوالیو شوراګانو لپاره د روان کال د تلې میاشتې ۲۸ مه نېټه ټاکل شوې؛ نو په همدې اساس يې پدې ولایت کې د رڼو ټاکنو د ترسره کیدو ډاډ ورکړ.په ورته مهال د سیمه ييزو شوراګانو رئیس سید احمد خاموش او د ولایتي شورا غړي ډاکتر محمد ناصر کاموال وویل، چې شوراګانې د دولت د اداري نظام يوه مهه برخه تشکیلوي؛ نو پکار ده، چې ټول نهادونه د سیمه یزو شوراګانو د قانون په جوړیدو کې نظرونه ورکړي.
دوی زیاته کړه د لومړي ځل لپاره یاده مشورتي غونډه په ختیځ کې جوړه شوه، چې تردې وروسته به ورته مشورتي غونډې د هیواد په ۷ زونونو کې هم جوړې شي.
د ننګرهار کارټولنيزو چارو شهيدانو او معلولينو رئيس پوهنيار عبدالحکيم شېرزاد په مشرۍ دټولنيز مصئونيت مياشتنۍ ناسته ترسره شوه.
په ناسته کې ، چې د دې ولايت د يو شمېر دولتي او غېرې دولتي ادارو مسئولينو او استازو ګډون کړی و هر يو په خپل وار دټولنيز مصئونيت په برخه کې دترسره کړو فعاليتونو راپور وړاندې کړ .
د کارټولنيزو چارو شهدانو او معلولينو نو رئيس پوهنيار عبدالحکيم شېرزاد دياد رياست دټولنيز مصئونيت په برخه کې دخپلو فعاليتونو او لاس لاندې پلانونوخبرې وکړې.
دغه راز دکار او ټولنيزو چارو امر فضل هادي فضلزي او د ناستې نورو ګډونوالو له لوري د بې روزګاره خلکو ته دکاري زمينې په برابرولو، بېوزله کورنيو په لاسنيوي ، دوه کورنيو سره دمرستې ژمنه ، ماشومان دشاقه کارونو څخه دژغورلو او يو شمېر نورو موضوعاتو خبرې وشوې .
د قبايلو رياست استازي ژمنه وکړه هغه ماشومان ، چې زده کړې ورڅخه پاتې وي او په شاقه کارونو بوخت وي نږدې شل تنو ته به يې د زده کړو زمينه برابره کړي .
ګډون والو دماشومانو په اوسني وضعيت خبرې وکړې او د ټولنيز مصونيت په برخه کې دفعاليتونو پر وړاندې دشته ستونزو يادونه يې وکړه.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *