ننګرهار والي وايي په تورخم ښارګوټي کې هټيوالو او سوداګروته کاري سهولتونه برابروي او هم به په غیرقانوني توګه د کاروباریانو د زورونې مخه په کلکه ونیسي.
سلاکار وزیر او د ننګرهار والي محمد ګلاب منګل د تورخم ښارګوټي سوداګرو او هټيوالو سره د لیدنې پرمهال د هغوی بېلا بېلې ستونزې د حل په موخه واوریدې او ډاډ يې ورکړ، چې په کاري برخه کې به ورته سهولتونه برابر کړي او هم به په غیرقانوني توګه د هټيوالو او سوداګرو د زورونې مخه ونیسي.
د تورخم ښار ګوټي هټيوالو او سوداګرو د صرافانو لپاره د مناسب ځای، د ماشومانو لپاره د ښوونځي او روغتیايي مرکز د جوړیدو، کاروباریانو لپاره د سهولتونو برابرولو او ځینو نورو برخو کې يې له ننګرهار والي څخه د همکارۍ غوښتنه وکړه.
ننګرهار والي محمد ګلاب منګل وویل، چې په تورخم ښارګوټي کې يې د نورو شته ستونزو ترڅنګ د ماشومانو لپاره د ښوونځي او روغتیايي مرکز ستونزه درک کړې او ډاډ يې ورکړ، چې د روان کال په لړ کې به ښوونځی او روغتیايي مرکز دواړه جوړ شي.
نوموړي د تورخم ښارګوټي کمیسار، ښاروال او ترانسپورت رئیس ته جدي سپارښتنه وکړه، څو په یاد ښار ګوټي کې د هټيوالو، سوداګرو او نورو کاروباریانو ستونزې وڅیړي او د حل لپاره يې د قانوني لارو چارو څخه ګټه واخلي.
دغه راز یادو مسئولینو ننګرهار والي ته د هټيوالو ستونزو په حل کې د قانوني اجراتو او همکارۍ ډاډ ورکړ.
د یادونې ده، چې د یادې ناستې پرمهال د ولسي ملاتړ پروګرام مشر حاجي حیات خان هم شتون درلود.
اووه سوه جريبه ځمکه کې کوکنار لمنځه يوړل شول
ننګرهار ولايت پچير اګام او دره نور ولسواليو کې په اووه سوه جريبه ځمکه کې کوکنار لمنځه يوړل شول.
د معلوماتو له مخې د پچير اګام ولسوالۍ مربوطاتو کې پنځه سوه جريبه او دره نور ولسوالۍ کې دوه سوه جريبه ځمکه کې ولاړ کوکنار لمنځه يوړل شول.
په دغه کمپاين کې د شينوارو زون مشر او غني خيلو ولسوال عبدالوهاب مومند، د پچير اګام، روداتو او دره نور ولسوالانو او امنيتي مسئولينو ګډون درلود.

ننګرهار پوهنتون خپل يو تن حقدار ونمانځه
د پوهنتون د رياست مقام متقاعد خدماتي کارکوونکى عبدالرشيد بابا چې لسګونه کلونه يې د پوهنتون په چوکاټ کې خدمت کړى ؤ، نن ورځ يې کړي خدمتونه د يوې غونډې په ترڅ کې وستايل شول.
غونډې ته د وينا پر مهال د ننګرهار پوهنتون رئيس پوهنوال ببرک مياخېل د عبدالرشيد بابا د کړيو خدمتونو ستاينه وکړه.
نوموړي وويل: ((نن مونږ د هغه چا د قدرداني په موخه راټول شوي يو، چې خپل تور وېښته يې ددې خاورې او ولس په خدمت کې سپين کړل.))
ښاغلي مياخېل زياته کړه: الله تعالى د نېکانو اجر نه ضايع کوي او د ننګرهار پوهنتون اداره به هم د نوموړي خدمتونه هير نکړي.
د ننګرهار پوهنتون د علمي چارو مرستيال پوهاند ډاکتر ناصرخان کامه وال، د محصلانو چارو مرستيال پوهنمل نعيم جان سروري، د اداري او مالي چارو مرستيال پوهنوال عبادالرحمن مومند، د کرنې پوهنځي رئيس پوهندوى سيداجان عتيق عبدياني او د تهيه، تدارکاتو او خدماتو آمر حاجي غلام نبي د غونډې نور ويناوال وو، چې ټولو په خپل وار د عبدالرشيد بابا د خدمت، صداقت او امانتدارۍ په اړه څرګندونې وکړې او نوموړي ته يې د الله تعالى له درباره د اجر، روغتيا او ښه ژوند هيله وکړه.
د غونډې په پاى کې عبدالرشيد بابا ته د کړيو خدمتونو په وياړ د اعزاز پګړۍ ور پر سر شوه.
چاوديدونکو توکو څخه ډک واسکټ ونيول شول
ننګرهار ولايت دره نور ولسوالۍ بينګاه سيمه کې د ملي امنيت موظفينو د وسله والو طالبانو له يو پټنځای څخه چاوديدونکو توکو څخه ډک د ځانمرګي بريدګر واسکټ، پنځه بمونه او نور چاوديدونکي توکي ترلاسه او لمنځه يوړل.
د معلوماتو له مخې وسله والو مخالفينو ځانمرګي بريد لپاره په خپل يو پټن ځای کې له چاوديدونکي توکو ډک واسکټ ساتلی و او پلان يې درلود، چې د خلکو په ګڼه ګوڼه کې ځانمرګی بريد وکړي.
دغه واسکټ او نور چاوديدونکي توکي ملي امنيت ادارې له لوري مخکې له چاودنې کشف او په ياده سیمه کې ورته چاودنه ورکړل شوه.

خوږیاڼو او شیرزادو کې ۲۰ تنه وسله وال مخالفین ووژل شول .
ننګرهار ولایت د خوږیاڼو ولسوالۍ په زاوې سیمه کې د ملي امنیت ځآنګړو ځواکونو تېره شپه عملیات ترسره کړي،چې په ترڅ کې د دوو قوماندانانو په ګډون ۱۸ وسله وال طالبان وژل شوي او ۴ نور ټپیان دي،همدا راز درې شکمن کسان هم نیول شوي دي،په ورته وخت کې په شیرزادو ولسوالۍ کې د هوایي برید په ترڅ کې د القاعده شبکې دوه غړي وژل شوي دي.
په خوږیاڼو ولسوالۍ کې د ترسره شوو عملیاتو په ترڅ کې د وسله والو طالبانو یو شمیر وسایط، زیاته اندازه چاودیدونکې توکې،مهمات،ځانمرګو بریدونو واسکټونه او د هوان مرمۍ تخریب شوي او دوه میله کلاشینکوفونه او یو میل تفنګچه د امنیتي ځواکونو لاسته ورغلي .
په ورته وخت کې د شیرزادو ولسوالۍ په ګدیخیلو سیمه کې د هوایي برید په ترڅ کې د القاعده شبکې دوه غړي له موټر سایکل او وسلو سره یې یو ځای لمنځه تللي .

د کار او ټولينزو چارو وزارت او ماشوم ساتنې نړيوالې ادارې په ګډې همکارۍ د ماشوم ساتنې قضاياوو ثبت ډيټابيس دوه ورځينی ورکشاپ پيل شو.
دغه وکشاپ چې د کاراو تولينزو چارو وزرات او د ماشوم ساتنې نړيوالې ادارې په ګډې همکارۍ پيل شوی دوه ورځې به دوام وکړي.
د ورکشاپ د پيل پرمهال د ننګرهار کاراو ټولينزو چارو شهيدانو اومعلولينو ريئس پوهنيار عبدالحکيم شيرزاد د ماشوم ساتنې قضاياوو دثبت ډيټابيس پر پيل شوي ورکشاپ خوښې وښوده او د ا يې د مديريت په پياوړتيا او کاري ساحه کې يوه لاسته راوړنه ياده کړه.
نوموړي د ورکشاپ له ګډنوالو غوښتنه وکړه چي په ورکشاپ کې فعاله ونډه واخلي او د دغه ډيټابيس په اړه سالمې مشورې او وړانديزونه له مسولينو سره شريک کړي ،چې په خبره يې څو وکولی شو يو قوي او ځواب و يونکی ډيټابيس ولرو.
د مسولينو په وينا پدغه ورکشاپ کې به له ګډنوالوسره د ډيټابيس پيژندنې او په ډيټابيس کې د ، ای ، ډی ، جوړولو د لارو چارو ترڅنګ يو شمير نور موضوعات هم شريک شي .

د تلیفون له لارې د ښوونکو د معاشونو د اجرا لپاره. د بایومیټریک دویم پړاو پيل شو!
د ننګرهار ولایت د پوهنې ریاست په هلو خلو د دې ولایت ښوونکو ته د تلیفون له لارې د معاشونو د اجرا لپاره د بایو میټریک دویم پړوا پیل شو.
په لومړي پړاو کې دجلال اباد ښار، بهسودو او سره رود ولسوالیو د څوارلس ښوونځيو د ښوونکو د بایومیټریک پروسه بشپړه شوې وه، چې په روان دویم پړاو کې به د لرې پرتې ولسوالۍ ګوشتې په ګ‌‌‌‌‌‌ډون د کامې او کوزکونړ ولسوالیو د نږدې دیرش ښوونځيو د ښوونکو دبایو میټریک پروسه بشپړه شي.
په پام کې ده چې د روان کال تر پایه به د ننګرهار پوهنې ریاست اړوند ټولو ښوونکو دبایومیتریک پروسه بشپړه شي، چې د ښوونکو د معاش اخیستو په پروسه کې به روڼتیا او اسانتیا رامنځ ته شي.

دوه داعش ووژل شول او ۳ تنه د نشه یې توکو د قاچاق او پرچون پلور په تور ونیول شول .
ننګرهار ولایت پچیراګام ولسوالۍ په سلیمانخیلو تنګي اړوند مرخڼۍ سیمه کې د بې پيلوټه الوتکې په هوایي برید کې،چې نن له غرمې وروسته ترسره شو،درې داعش وسله وال ووژل شول او د دوی د وسلو او مهمات ډیپو هم لمنځه یوړل شوه .
په همدې حال کې د امنیه قوماندانۍ پولیسو د بهسودو ولسوالۍ په ثمرخیلو سیمه کې د پلټنې پر مهال په یوه عراده کرولا موټر کې ۱۳ کیلو ګرامه چرس،چې له خوږیاڼو ولسوالۍ څخه مارکو ته لیږدول کیدل،له یو تن قاچاق کوونکي سره یو ځای نیولي .
په ورته وخت کې د خوږیاڼو ولسوالۍ ارغچ سیمه کې د پلټنې پر مهال یو نیم کیلو ګرامه تریاک کشف او تر لاسه شول .
د یو بل خبر له مخې پولیسو د جلال اباد ښار د پنځمې امنیتي حوزې په مربوطه ساحه کې د پیرمحمد او شفیع الله په نوم د نشه یي توکو دوه تنه پرچون پلورونکي د کا په نوم (۲۰۰) تابلیتونو سره یو ځای نیولي.
د ټولو نیول شوو کسانو څېړنې جریان لري .

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *