ننګرهار والي د مومندرې ولسوالۍ قومي مشرانو یو لړ ستونزې د حل په موخه واوریدې.
سلاکار وزیر او د ننګرهار والي محمد ګلاب منګل په داسې حال کې، چې د ولسي ملاتړ پروګرام مشر حاجي حيات خان هم شتون درلود د مومندرې ولسوالۍ قومي مشرانو سره د لیدنې پرمهال په امنیتي او يو شمېر نورو برخو کې د هغوی ستونزې د حل په موخه واوريدې.
یادو مشرانو وویل، چې ښوونځي د ولسونو ګډ کورونه دي؛ نو په همدې اساس يې ولسونو د قومي جوړښت له مخې د ساتنې پریکړه کړې.
دوی په امنیتي او ځینو نورو برخو کې له ننګرهار والي څخه د اجراتو او همکارۍ غوښتنه وکړه.
ننګرهار والي محمد ګلاب منګل وویل مومندرې ولسوالۍ لپاره نوي ټاکل شوي ولسوال ته يې د قومونو ترمنځ د توازن او خپلمنځي یووالي ساتلو سپارښتنه کړې او ډاډ يې ورکړ، چې د یادې ولسوالۍ په بېلا بېلو برخو کې به مثبت بدلونونه راشي.
نوموړي زیاته کړه امنیت ټینګښت په هره سیمه کې د پرمختګ مهمه برخه ګڼل کیږي نو له همدې امله يې له یادو مشرانو غوښتنه وکړه، چې د امنیت په ټینګښت کې امنیتي ځواکونو سره خپله همکاري لازیاته کړي.
همداراز ننګرهاروالي د مومندرې ولسوالۍ د یو تن قومي مخور زوی، چې څو ورځې وړاندې په یوه پيښه کې په شهادت رسیدلی و د ارواښاد پلار او ټولو قومي مخورو ته يې د تسلیت او ډاډ ګیرنې مراتب وړاندې کړل.
د ارواښاد پلار ملک عبدالبصیر له ننګرهار والي څخه مننه وکړه، چې د زوی په غم کې يې ورسره ځان شریک وګاڼه.
د ولسمشر په حکم د راتلونکي ټاکنو او فساد مخنیوي په اړه د مدني فعالانو او ديني عالمانو مشورتي غونډه ترسره شوه.
د ولسمشر محمد اشرف غني په ځانګړي حکم د سې شنبې ورځ د هېواد په ۳۴ ولایتونو کې د راتلونکي ولسي جرګې او ولسوالیو شوراګانو کې د ګډون په موخه د روانې نوم لیکنې او د فساد مخنیوي په اړه د مدني فعالانو او دیني عالمانو نظریاتو او وړاندیزنو ته ځانګړې شوې ده.
په همدې پار د غويي په ۱۱ مه د جلال اباد ښاروالۍ میلمستون کې د جوړې شوې مشورتي ناستې پرمهال سلاکار وزیر او د ننګرهار والي محمد ګلاب منګل وویل، چې د راتلونکو ولسي جرګې او ولسوالیو شوراګانو په ټاکنو کې د ګډون لپاره د روانې نوم لیکنې او فساد مخنیوي په موخه د مدني فعالانو او دیني عالمانو نظریات او وړاندیزونه به په منظمه توګه راټول او د همدې ورځې په وروستیو کې به کټ مټ ولسمشرۍ ماڼۍ ته واستول شي.
نوموړي زیاته کړه ټاکل شوې د ۵ شنبې په ورځ ولسمشر محمد اشرف غني د والیانو او مدني فعالانو سره د یادو موضوعاتو په اړه د ويډیوي کنفرانس له لارې خبرې اترې وکړي.
ننګرهار والي ډاډ څرګند ګړ، چې د یادو ملي موضوعاتو په اړه د مدني فعالانو او دیني عالمانو نظریات او وړاندیزونه به د هېواد د بهبود لپاره ګټور تمام شي.
هغه همداراز د راتلونکي ولسي جرګې او ولسوالیو شوراګانو کې د ګډون په موخه د نوم لیکنې روانه پروسه پڅه یاده کړه او په ټولو ولسونو يې غږ وکړ، چې د یادې ملي پروسې د کامیابۍ په موخه په شرایطو برابر نارینه او ښځې تذکرې واخلي او نوم لیکنه کې ګډون وکړي.
د ولسمشر په حکم ننګرهار ته راغلی ګډ پلاوی د روغتیا پالو وضعیت څیړي.
د ولسمشر سلاکار فضل محمود فضل په مشرۍ ننګرهار ته راغلی ګډ پلاوی د روغتیا پالو وضعیت څیړي، څو پدې ولایت کې د روغتیاپالو د کاربندیز لاملونه، ستونزې راټولې او ولسمشر ته يې ورسوي.
د یاد پلاوي مشر د غويي په ۱۱ مه ننګرهار والي سره د خپل کار په دفتر کې د لیدنې پرمهال وویل، چې دې ولایت ته يې د راتګ موخه روغتیاپالو د کاربندیز په اړه د هراړخیزه معلوماتو راټولول دي، چې په خبره يې د روغتیاپالو له استازو او نورو بنسټونو سره به ناستې وکړي.
سلاکار وزیر او د ننګرهار والي محمد ګلاب منګل د یاد پلاوي څخه مننه وکړه، چې د یوې مهمې ستونزې د حل او څیړنې په موخه يې دې ولایت ته کاري سفرکړی دی.
نوموړي راغلي پلاوي ته په بېلا بېلو برخو کې د پوره همکارۍ ډاډ ورکړ.
د یادونې ده، چې په یادو پلاوي کې د ولسمشر سلا کار فضل محمود فضل سربیره، د کورنیو چارو،ملي دفاع وزارت ، ملي امنیت او سیمه يیزو ارګانونو استازي ګډون لري.
ننګرهار والي د ختيځ زون رسنيو استازو ته په هېواد او ځانګړې توګه پلازمېنه کابل کې د وروستيو پېښو شهيدو شويو خبريالانو فاتحې مراسم تر سره کړل.
سلاکار وزیر او د ننګرهار والي محمد ګلاب منګل د غويي په ۱۱مه رسنيو دفتر کې د ختيځ زون رسنيو استازو ته د کابل او په هېواد کې د نورو وروستيو پېښو له امله د شهيدو شويو خبريالانو د فاتحې مراسم تر سره او دوی ته يې د تسليت او ډاډګيرنې مراتب وړاندې کړل او د پېښې ټپیانو ته يې د الله پآک له درباره د عاجلې روغتيا هيله وکړه.
نوموړي وويل، چې رسنۍ د ټولنې او دولت ترمنځ رابطه ساتي او ټولو حقیقتونو ته انعکاس ورکوي، چې په خبره يې د هېواد دښمنان به هیڅکله په داسې بزدلانه کړنو د حق دغه رښتینی اواز غلی نه کړي.
منګل زياته کړه، چې د هېواد او خاورې دښمنان د بیان ازادي او خپلواکي نه شي زغملی همدا لامل دی، چې دوی خبریالان او د رسنیو مرکزونه د خپلو بریدونو موخه ګرځوي.
ننګرهار والي خبریالانو ته د هغوی د ژوند خوندیتوب په برخه کې د هر راز همکارۍ ډاډ ورکړ.
د یادونې ده، چې تیره ورځ په کابل کې د ځانمرګي برید پرمهال يو شمېر خبريالان شهيدان او ټپيان شول او له هغې وړاندې په کندهار او خوست ولایتونو کې هم د وسله والو بریدونو له امله دوه تنه خبریالان په شهادت رسیدلي، چې د دوی وژنه په ټول هېواد کې د خبریالانو له لوري په کلکو ټکو سره وغندل شوه.
دوه سوه پنځوس بې ځایه شويو کورنيو سره مرسته وشوه
ننګرهار ولايت خوږياڼو، چپرهار، بټي کوټ، اچين او کوټ ولسوالیو څخه پر بې ځایه شوو ۲۵۰ کورنيو خوراکي توکي وويشل شول.
د کډوالو چارو رئیس غلام حیدر فقيرزي وويل، چې هرې کورنۍ ته د wfp ادارې له لوري د يوې مياشتی غذايي مواد، چې په کې سل کیلو اوړه، اووه کيلو دال، څلور ليتره غوړي، او نيمه کيلو مالګه شامل و رکړل شول.
نوموړي وويل، چې دغه کورنۍ اوسمهال په جلال اباد ښار کې ژوند کوي او زياته يې کړه، چې پر پاتو نورو داخلي بې ځايه شويو او راستنو شوو کورنيو به هم ورته مرستې وويشي.
د يو قومندان په ګډون شپږ وسله وال طالبان ووژل شول
ننګرهار ولايت خوږياڼو ولسوالۍ مربوطاتو کې تېره شپه د ملي امنيت ځانګړو ځواکونو د وسله والو مخالفينو ځپلو په موخه عمليات کړي، چې په ترڅ کې يې د يو قومندان فريد الله مشهور په زنداني په ګډون شپږ وسله وال طالبان وژل شوي دي.
همدا راز د عزت الله او هجرت الله په نومونو دوه تنه وسله والو طالبانو سره د اړيکو په تور نيول شوي دي.
د دغه عملياتو پر مهال هغه سيمې، چې وسله والو طالبانو په کې فعاليت کولو له شتون څخه يې پاکې شوي دي.
د هېواد په ختيځ کې د سرحدي ځواکونو د لومړۍ لواء قومانداني وايي: د وسله والو مخالفينو د فعاليتونو د شنډولو او نورو امنيتي ارګانونو د حمايې په موخه يې سرحدي سرتيري چمتو کړي ، څو د اړتيا پر مهال جدي اقدام وکړي.
د لومړۍ سرحدي لواء قوماندان د جزوتامونو په مسولينو غږ وکړ، څو د کشفي معلوماتو او اوپراتيفي وضيعت په نظر کې نيولو سره د هغوی قومي مشرانو او ولسونو ساتنه وکړي، چې د وسله والو مخالفينو تهديد سره مخ دي.
د لومړۍ سرحدي لوا قوماندان بريد جنرال محمد ايوب حسين خيل د دې لوا منصوبينو سره د بېلا بېلو ناستو پر مهال د ننګرهار د مومندريې ،غني خيلو د کانال ، نازيانو د نختر ناو او دګوشتې ولسوالۍ د بټي کوټ سره پر پوله د پرتو قطعاتو سربيره د ولسي خلکو پر وړاندې د دولت د وسله والو مخالفينو ورستيو تحرکاتو ته په اشارې سره وويل : سرحدي ځواکونه به هغه افراطي ډلې وځپي چې په سرحدي ولسواليو کې يې ولسونه تهديد کړي او ملکي خلک ځوروي .
حسين خيل وويل ، چې په ننګرهار، کنړ او نورستان ولايتونو کې يې ټولو پرتو کنډکونو ته لارښوونه کړې څو د خپلو شته امکاناتو نه په ګټې اخيستنې وسله وال مخالفين وځپي.
نوموړي کشفي ارګانونو ته دنده وسپارله، څو د فرعي لارو څخه د وسله والو مخالفينو د مخنيوي په برخه کې جدي اقدام وکړي .
هغه وايي: د ګاونډيو هيوادونو د استخباراتي کړيو جنګيالي غواړي چي په سرحدي سيمو کي د خپل نفوذ په پراخولو سره له دې ولايت نه نور ولايتونه نا امنه کړي ،چې په وينا يې موخې ته به ونه رسيږي .
د لومړۍ سرحدي لوا قوماندان بريد جنرال محمد ايوب حسين خېل وويل: په سلګونو نوي سرحدي سرتيري به د ننګرهار په نا امنه سرحدي نقطو کې ځای پر ځای او د ګډو دندو په تر سره کولو سره به په غير سرحدي ولسواليو کې هم وسله وال مخالفين وځپي .
د ده په وينا ولسونه له خپلو امنيتي ځواکونو سره دي او د ولسونو د همکارۍ په اساس ملي دفاعي ځواکونو په تيره مياشت کي د پام وړ لاسته راوړنې لرلې .
د چارو ښه والي په موخه د روداتو او مومندرې ولسوالان تبديل شول
ننګرهار ولايت روداتو ولسوال حضرت خان خاکسار د مومندرې او د مومندرې ولسوال نسيم شينواری د روداتو ولسوالانو په توګه وګمارل شول.
د تبديلۍ او پيژندنې په مراسمو کې د ولايت مقام بشري سرچينو رئيس عبدالروف مهمند، د ولايت مقام ولسواليو کارپوه سبحان الله خطاب، د روداتو او مومندرې ولسوالانو او نورو مسئولينو ګډون درلود.
د ولايت مقام بشري سرچینو رئیس عبدالروف مومند د روداتو ولسوال نسيم شينواري ته په دې ولسوالۍ کې د غصب مخنيوي او د مومندرې ولسوال ته يې د ټاکنو پروسې پر شفافيت او ښوونځيو امنيت ته د جدي پاملرنې لارښوونې وکړې.
نوموړي په يو شمېر نورو برخو کې هم يادو ولسوالانو ته سپارښتنې وکړې، چې د ولسوالانو له لوري په ټولو برخو کې ورته د لازمو اجراتو ډاډ ورکړل شو.
د اچین ولسونه وايي ښځينه او نارینه به يي تذکري واخلي او په پراخه کچه به د ټاکنو د نومليکنې په پروسه کې ګډون وکړي.
د ننګرهار د ولایتي شورا غړي عبیدالله شینواري، چې د اچین ولسوال اسماعیل شینواري د سرحدي کنډک قومندان سیدالرحمن احمدزي او د دغه ولسوالۍ د امنیت امر يې ملتیا کوله د یادې ولسوالۍ په بیلابیلو کلیو کې يې د ولسي وګړو سره ناستي وکړې او د تذکرو د اخستنې سربیره يي د ټاکنو لپاره د نومليکنې پروسه کې ګډون ته راوبلل.
عبیدالله شینواري له ولسونو وغوښتل، چې د ملي احساس له مخې دې د یادو دواړو پروژو د بریالیتوب لپاره هڅه وکړي.
وکیل عبیدالله شینواري د اچین ولسوالۍ د امنیت په برخه کې د افغان ځواکونو هڅې وستايلي او یاده ولسوالۍ يي د یادو دواړو پروسو د پلې کیدا لپاره چمتو وبلله.
عبيدالله شینواري زياته کړه چې يو شمیر کړۍ هڅه کوي، چې د قومونو ترمنځ تفرقي رامنځته کړي او یو ځل بیا د دغه ولسوالۍ امنیت ګډوډ کړي.
نوموړي ولسونه يووالي ته راوبلل او په يادو پروسو کې يې د ولس په پراخه ونډي اخستني ټینګار وکړ.
د اچین ولسوال اسماعیل شینواري له ولسونو وغوښتل، چې د خپلې وجدانې دندې له مخې دې په یادو دواړو پروژو کې ګډون وکړي.
په همدې حال کې د سرحدي پولیسو قوماندان سیدالرحمن احمدزي د امنیتي ارګانونو په استازولۍ ولسونو ته ډاډ ورکړ، چې د یادو دواړو پروسو د امنيت په ټينګښت کې به لازمې هڅې تر سره کړي.
احمدزي له ولسونو وغوښتل چې د امنیت په برخه کې دي امنیتي ځواکونو ملاتړ وکړي.
قومې مخورو مسئولينو ته ډاډ ورکړ، چې د کورنۍ ټول غړي به يي تذکیرې واخلي او په پراخه کچه به په ټاکنو کې ګډون وکړي.
سیمو قومي مخورو همدا راز د ښوونځيو د سرپناه، د څښلو د پاکو اوبو د نشتون ، د لیسانس ځوانانو د بې روزګارۍ او یو شمېر نورې ستونزي هم د ولایتي شورا د وکیل سره شریکي کړي ترڅو يي د حل په موخه د ولایتي چارواکو سره شریکي کړي.
د ولایتي شورا وکیل عبیدالله شینواري قومي مشرانو ته ډاډ ورکړ، چې ستونزې به يې د حل په موخه ولايتي ادارې سره شريکې کړي.