ننګرهار والي په جلال اباد ښار کې د امنیت ټینګښت په موخه د ښاروالۍ بېلا بېلو ناحیو امیرینو، وکیل ګذرانو، امنیتي او کشفې ادارو مسئولینو سره ګډه ځانګړې ناسته وکړه.
ننګرهار والي حیات الله حیات په جلال اباد ښار کې د امنيت ټینګښت په موخه د ښاروالۍ بېلابېلو ناحیو امرینو، وکیل ګذرانو، امنیتي او کشفې ادارو مسئولینو سره د ځانګړې ناستې پرمهال هغوی ته خپلو کې د همغږۍ او همکارۍ سپارښتنې وکړې.
نوموړي زیاته کړه د امنیت ټینګښت هڅې به لومړی د ښاره پیل کړي او وروسته به د همدې همغږۍ او تجروبو څخه په ولسوالیو کې ګټه واخلي څو ښار او ولسوالۍ په امنیتي برخه کې د شته ناخوالو څخه وژغورل شي.
حیات یادو مسئولینو ته سپارښتنه وکړه، چې په یوه اوونۍ کې د همغږۍ ګډ پلان جوړ کړي څو يې له مخې په ښار کې د ترویستي پيښو مخه په کلکه ونیول شي او بشپړ امنیت رامنځته شي.
د ملي امنیت رئیس تورن جنرال نظرعلي واحدي د ښار په ناحیو کې د ملي امنیت مسئولینو ته ولسونو سره د ښه چلند، فساد مخنیوي او نورو برخو کې جدي سپارښتنې وکړې.
هغه همداراز له ښاریانو غوښتنه وکړه، چې د ملي او اسلامي مسئولیت له مخې ورسره معلومات شریک کړي او ډاډ يې ورکړ، چې د دوئ هویت به خوندي وساتي.
ننګرهار امنیه قومندان لوی پاسوال عبدالرحمن رحیمي وویل د جوړ شوي پلان له مخې به امنیتي مسئولینو سره اوونیزې او ۱۵ ورځنۍ ناستې وکړي، چې دغه چاره به د امنیت په ټینګښت کې مثبته اغیزه ولري.
نوموړي زیاته کړه د تېر کال راهیسې پدې ولایت کې پولیسو ۱۲۹۳ تنه د بېلا بېلو جرمنو په تور د وکیل ګذرانو او ولسي خلکو په همکارۍ نیولي او په یاده برخه کې يې د لازیاتې همکارۍ غوښتنه وکړه.
د جلال اباد ښاروال ریاض الله درمل ننګرهار والي او نورو مسئولینو ته ډاډ ورکړ، چې کارکونکي به يې په ښار کې د نورو رغنیزو او ښکلایزو چارو ترڅنګ په امنیتي برخه کې د کشفي او امنیتي ارګانونو سره بشپړه همکاري وکړي.
ننګرهار والي تېر ماښام په ناڅاپي توګه د جلال اباد ښار د بېلا بېلو برخو څخه لیدنه وکړه.
ننګرهار والي حیات الله حیات تېر ماښام په پلي توګه د جلال اباد ښار د بېلا بېلو برخو څخه د لیدنې پرمهال د ښاریانو او هټیوالو ستونزې واوریدې.
د جلال اباد ښاریانو او هټیوالو د ننګرهار والي د غه ګام وستایلو، چې د لومړني والي په توګه يې د ښاریانو ستونزې له نږدې واوریدې.
ښاریانو او هټیوالو ننګرهار والي څخه تر هرڅه وړاندې د ډاډمن امنیت د ټینګښت غوښتنه وکړه.
ننګرهار والي حیات الله حیات د جلال اباد ښاریانو ته وویل ، د نویو طرحو، پلانونو او صلاحیتونو سره دې ولایت ته د والي په توګه راغلی او ډاډ يې ورکړ، چې د ټولو چارو په سر کې به د امنیت ټینګښت لپاره د بېلا بېلو لارو چارو څخه کار واخلي.
هغه زیاته کړه ننګرهار يې خپل کور دی په خپل ټول توان سره به د دې ولایت ولسونو ته د هوسا او ارام ژوند برابرولو ترڅنګ به په ټولو برخو کې په رښتیني توګه خدمت وکړي او د ننګرهار ولسونو ټول تاریخي ارزښتونه او ارمانونه به راژوندي کړي.
د یادونې ده، چې ننګرهار والي حیات الله حیات پدې ولایت کې د خپل ماموریت په لومړۍ شپه ناوخته د ښار په څلورو دروازو کې د امنیتي پوستو او چک پواینټونو څخه څارنه او لیدنه وکړه او تېر ماښام په ښار کې پلی وګرځید، چې د نوموړي دغو کړنو د ولسونو روحیه راژوندۍ اود پرمختګونو هيلي يې پیدا شوې.
ننګرهار والي وايي د علماو په مرسته به د ممبر له لارې په دې ولايت کې د امنيت تامين او سولې راوستو لپاره هلې ځلې وکړي.
ننګرهار والي حيات الله حيات د ختیځ زون علماء کرامو مشر مولوي حمدالله او يو شمېر نورو علماء کرامو سره د ناستې پر مهال وويل، چې د علماو په مرسته به د ممبر له لارې په دې ولايت کې د امنيت تامين او سولې راوستو لپاره هلې ځلې وکړي.
د دغه ناستې پر مهال د ختيځ زون علماء کرامو شورا مشر مولوي حمدالله او یو شمیر نورو د خبرو پر مهال ننګرهار والي ته ډاډ ورکړ،چې د اسلام مبارک دین په رڼا کې به یې د ټولو قانوني کړنو ملاتړ او په چارو کې همکاري وکړي.
نوموړو زياته کړه،د مسؤلیت له مخې به د ولایت مقام د ټولو نیکو کړنو تقدیر وکړي او د ستونزو او نیمګړتیاوو پر مهال به ورته د لازمو مشورو په ترڅ کې د حل لارې چارې ومومي .
دوی دغه راز له ننګرهار والي څخه علماء کراموته د پاملرنې او بېلابېلو برخو کې د همکارۍ غوښتنه وکړه.
ننګرهار والي حيات الله حيات له علماء کرامو مننه وکړه، چې ورته يې د چارو په تر سره کولو کې د همکارۍ ډاډ ورکړ.
نوموړي وويل، ټولې چارې به د اسلام د مبارک دین په رڼا کې د علماء کرامو سره په مشوره تر سره او د دوی په مرسته به د ممبر له لارې په دې ولايت کې د امنيت تامين او سولې راوستو لپاره هلې ځلې وکړي.
ننګرهار والي علماء کرامو ته په ټولو چارو کې د همکارۍ ډاډ هم ورکړ.
موټر سايکلونو ګرځيدو په اړه به ډېر ژر فيصله نهايي شي
ننګرهار ولایت مرستيال تميم عارف د موټر سايکلونو اتحادې مسئولينو سره د ناستې پر مهال وويل، چې د موټر سايکلونو ګرځيدو په اړه به د نظامي کمیسون سره خبرې وکړي او ډېر ژر به نهايي فيصله ور سره شريکه کړي.
دغه ناسته، چې ولايت مقام کې جوړه شوې وه پر مهال يې په ټولنيزو چارو کې د ولايت مرستيالې حبيبې کاکړ، د موټر سايکلونو اتحادې مسئولينو او پلورونکو ګډون کړی و.
د موټر سايکلونو اتحادې مشر عبدالحانان غياث او پلورونکو له مرستيال والي پر موتر سايکلونو د شوي بنديز ختمولو غوښته وکړه.
دوی وويل، چې پر موټر سايکلونو بنديز له امله يې کاروبار کمزوری شوی او مالي زيان سره مخ دي.
د ولایت مالي او اداری مرستیال تمیم عارف د موټر سايکلونو اتحادې مشر او پلورونکو ته ډاډ ورکړ، چې ستونزه به يې نظامي کميسون سره د حل په موخه تعقیب کړي او ډېر ژر به نهايي فیصله ور سره شریکه کړي.
په ټولنیزو چارو کې د ننګرهار ولایت مرستیالې حبيبې کاکړ وویل، چې د ولسونو امنیت ټینګښت او ستونزو حل کې به لازم اقدامات تر سره شي.
دوه سوه کورنيو سره د خوراکي توکو مرسته وشوه
دننګرهار کارټولنيزو چارو شهيدانو او معلولينو رياست په هلو ځلو او دبنيادفرهنګي هدف موسسې په مرسته دنږدې دوه سوه پنځوس بېوزله، دشهيدانو ورثه و او معلولينو سره دخوراکي توکو مرسته و شوه.
ددغه مرستې دوېش پرمهال دننګرهار کارټولنيزو چارو شهيدانو اومعلولينو رئيس پوهنيار عبدالحکيم شېرزاد وويل، چې د شاوخوا دوه سوه پنځو بې وزله ، دشهيدانو ورثه و او معلولينو کورنيو سره دخوراکي توکه مرسته د دوی په هلو ځلو او بنياد فرهنګي هدف موسسې په مرسته ترسره شوه.
دشېرزاد په خبره هرې کورنۍ ته د ورکړل شوې مرستې ارزښت نږدې ۱۵۰۰ افغانۍ دی.
نوموړي د بنيادفرهنګي هدف موسسې مسئولينو څخه دمننې ترڅنګ په ټولو ملي سوداګرو شتمنو هېوادوالو غږ وکړ ، چې دروژې په مبارکه مياشت کې د بېوزله او اړمنو هېوادوالو لاس نيوی وکړي .
ديادونې ده ، چې تر وړاندې هم دکارټولنيزو چارو، شهيدانو او معلولينو رياست په هلو ځلو او بېلابېلو مرستندويه ادارو په مالي همکارۍ له يتيمو او بېوزله کورنيو سره بېلابېلې مرستې ترسره شوي دي .