ننګرهار والي وايی په جلال اباد ښار کې د سپین جومات پر وړاندې پرتې ستونزې به ډېر ژژ حل کړي.
ننګرهار والي حیات الله حیات په جلال اباد ښار کې د تاریخي سپین جومات د قراردادي شرکتونو له مسئولینو سره د لیدنې پرمهال وویل د سپین جومات په قضیه کې ټول ښکیل کسانو سره به ګډه ناسته وکړي او د چارو پر وړاندې پرتو ستونزو ته به د حل لارې چارې ومومي.
نوموړي د قرارداي شرکتونو مسئولینو ته ډاډ ورکړ، چې اړوند کسانو سره د ناستې په ترڅ کې به پوروړو ته خپل حق ورسیږي او د جومات پر وړاندې ټولې پرتې ستونزې به حل شي.
د ولایتي شورا غړي اجمل عمر د سپین جومات چارو د ځنډ لامل د یو شمېر زورواکانو لاس وهنې په ګوته کړې، چې په خبره يې قراردادي ته په چارو کې ستونزې پيدا کوي.
د جومات قراردادي شرکتونو مسئولینو وویل تردې مهاله يې ۵ نیم سوه زره امریکايي ډالر مصرف کړي او د جوماب ۶۰ سلنه چارې بشپړې شوي خو تر اوسه ورته پیسې نه دي ورکړل شوي.
دوی د ننګرهار والي څخه د مصرف شوو پیسو په ورکړه او د جومات پروړاندې پرتو ستونزو د اساسي حل غوښتنه وکړه.
د سپین جومات نویو قراردادي شرکتونو مسئولینو سره د لیدنې پرمهال د ولایتي شوراغړي اصحاب ولي مسلم او یو شمېر نورو هم شتون درلود.
ننګرهار والي وايي د راتلونکي ولسي جرګې او ولسوالیو شوراګانو په ټاکنو کې د ګډون په موخه د نوم لیکنې په روانه پروسه کې ننګرهار دویم مقام ګټلی.
ننګرهار والي حیات الله حیات په اداري اوونیزه غونډ کې وویل د ټاکنو خپلواکې ادارې د معلوماتو له مخې د راتلونکي ولسي جرګې او ولسواليو شوراګانو په ټاکنو کې د ګډون په موخه د نوم لیکنې پروسه بریالۍ روانه ده، چې په خبره يې له کابل وروسته په زیاته نوم لیکنه کې ننګرهار دویم مقام کټلی.
نوموړي د یادې ملي پروسې د لا پياوړتیا په موخه د ادارو مسئولینو ته سپارښتنې وکړې او زیاته يې کړه هغه دولتي کارکوونکي، چې ولسي جرګې یا ولسوالۍ شورا ته کاندیدان وي باید د دولتي امکاناتو څخه ګټه وانخلي او په شفاف ډول خپل رسمي امکانات تسلیم کړي.
حیات دغه راز د دولت او وسله والو طالبانو ترمنځ د شوي اوربند په دوام ټینګار وکړ، چې په وینا يې د دې بارزښته مسئلې د تقویه لپاره باید دیني عالمان او مخور شخصیتونه عامه پوهاوی ترسره، څو دغه شوی لنډمهاله اوربند دوامداره پاتې شي.
ننګرهار والي وویل ۱۳۹۷ لمریز کال پوهنې د پیاوړتیا په نوم نومول شوی په یاده برخه کې يې د ادارو مسئولینو ته د بشپړې همکارۍ سپارښتنې وکړې.
په اداري اونیزه غونډه کې د یو شمېر ادارو مسئولینو په بېلا بېلو برخو کې مشورې او وړاندیزونه شریک کړل او هم د بریښنا نوي ټاکل شوي رئیس د پيژندنې په ترڅ کې د نوي ترانسپرمر د نصبولو او په راتلونکي کې د بریښنا په تړاو د پرتو ستونزو د حل ډاډ ورکړ.
دغه راز ننګرهار والي د ادارو مسئولینوته په رسمي جلسو کې پر وخت د ګډون او په ادارو کې د حاضرۍ د پابندۍ جدي سپارښتنې وکړې.
د ننګرهار والي په مشرۍ د نظامي شورا په غونډه کې د ملي اردو په مشرۍ د ګارنیزون قطعې د فعالیتونو په اړه مالومات تر لاسه شول .
د ننګرهار والي حیات الله حیات په مشرۍ د نظامي شورا غونډه چې د عامه نظم په اوومې لوا قوماندانۍ کې ترسره شوه،په کې امنیه قوماندان،سرحدي ځواکونو،عامه نظم او د ملي اردو قوماندانانو،ملي امنیت مرستیال،د همغږۍ مرکز مشر او یو شمیر نورو ګډون کړی وو.
د دې ناستې پر مهال د تېرو دوو ورځو په ترڅ کې د ملي اردو په مشرۍ د ګارنیزون قطعې د فعالیتونو په اړه د یادې قطعې قوماندان د دوی له لورې د ترسره شوو ګزمو،لنډ مهالو عملیاتو، چکټ پوینټونو او نورو تحرکاتو په اړه مالومات ورکړل .
ننګرهار والي حیات الله حیات د یادې قطعې د فعالیتونو ستاینه وکړه او پر یو شمیر برخو کې د لا زیاتو جدي اقداماتو ترسره کولو سپارښتنې وکړې.
هغه همدا راز د نن ورځې په ترڅ کې د امنیتي ځواکونو له لورې په ټاکلې وخت د درې تنو بریدګرو د وژل کېدو او د خونړۍ پېښې د مخنیوي له امله د ملي پولیسو او ملي امنیت ځواکونو ځآنګړې ستاینه او قدرداني وکړه .
د نظامي شورا په غونډه کې پر یو شمیر نورو مهمو موضوعاتو هم خبرې اترې او پرېکړې وشوې .
د ولايت مرستيالې امنيه قومندان سره پر يو شمېر موضوعاتو خبرې وکړې
په ټولنیزو چارو کې د ننګرهار ولايت مرستیالې حبیبې کاکړ قاضي زاده د دغه ولایت امنيه قومندان پاسوال غلام سنایي ستانکزي سره د ناستې په ترڅ کې پر يو شمېر موضوعاتو خبرې وکړې.
د یادې ناستې په ترڅ کې د ولایت مرستیالې د ننګرهار ولایت اړوند یو شمېر ستونزې امنيه قومندان سره شريکې کړې او په حل کې يې ورته سپارښتنې وکړې.
د دغې ناستې پر مهال د خلکو يو شمېر ستونزې هم امنې قومندان سره شریکې شوې چې، په تېرو څو ورځو کې ولسي وګړو د ولایت مرستیالې حبیبې کاکړ قاضي زاده سره په بېلابېلو لیدنو کې شریکې کړې وې.
امنيه قومندان پاسوال غلام سنايي ستانکزي د ولایت مرستیالې ته ډاډ ورکړ چې یادو ستونزو ته به د حل مناسبې لارې چارې پیدا کړي،
نوموړي د ولایت له مرستیالې مننه وکړه چې د خلکو د ستونزو حل لپاره هلې ځلې کوي.
د یادونې وړ ده، چې له څو ورځو راهیسې یو شمېر ولسي خلکو د ولایت له مرستیالې سره خپلې ستونزې شریکولې چې د ځینو ستونزې همغه مهال حل او د ځینې نور یې د حل په موخه امنیې قومندان سره په مخامخ لیدنه کې شریکې شوې، چې د حل په موخه به تعقیب شي.
ننګرهار کې خصوصي روغتونونو د روژې د اویشتمې او اته ویشتمې په مناسبت وړیا صحي خدمات پیل کړل.
د ننګرهار عامې روغتیا ریس ډاکټر نجیب الله کامه وال او په ننګرهار کې د خصوصي روغتونونو اتحادیې د یوې خبري ناستې په ترڅ کې د روژې مبارکې د اوه ویشتمې او اته ویشتمې په مناسبت د وړیا خدماتو لړۍ پیل کړه.
د ننګرهار عامې روغتیا ریس ډاکټر نجیب الله کامه وال وویل: د ګرانو هېوادوالو لپاره د روژې په اوه ویشتمه او اته ویشتمه نېټه به په خصوصي روغتونونو کې د ډاکټر او بستر فیس وړیا ، لابراتواري معاینات په نیمه بیه او درملو کې هم هیڅ ډول ګټه ونکړي او په کمو پيسو یې په هېوادوالو وپلوري.
د خصوصي روغتونونو د اتحادیې مشر ډاکټر ایمل حسنزي د خپلو خبرو په ترڅ کې وویل په ننګرهار کې به دوه ورځو په اوږدو کې ټول خصوصي روغتونونه د عامې روغتیا ادارې سره د شوې پریکړې له مخې وړیا صحي خدمات وړاندې کوي.
د ننګرهار عامې روغتیا ریس د کنفرانس په ترڅ کې زیاته کړه : د اختر په ورځو کې به ټول خصوصي او دولتي روغتونونه د ځانګړې تقسیم اوقات له مخې په سمه توګه خدمات عرضه کړي او نوکریوالي مراعت کړي.
د خصوصي روغتونونو مسولینو د خپلو خبرو په ترڅ په ژمنه وکړه چې د عامې روغتیا ادارې له لوري په شوې پریکړې به عمل کوي او د روژې مبارکې په وروستیو او د اختر په ورځو کې به د خدماتو په بهبود کې ځانګړې توجو کوي.
دوه سوه څلورشپیته بې وزله او اړمنو کورنیو سره د خوراکي او غېرې خوراکي توکو مرسته وشوه .
ننګرهار ولایت د کلیو پراختیا ادارې له لورې ۱۱۴ او کار او ټولنیزو چارو،شهیدانو او معلولینو ادارې له لورې یو سلو پنځوس اړمنو او بې وزله کورنیو سره د خوراکي او غېرې خوراکی توکو مرسته وشوه .
د کلیو پراختیا او بیارغونې ریاست اړوند د ټولنیز ګډون نقدي وجهې ونډي پروګرام (SIG) د کامې ولسوالۍ د بوچه کلا او مستعلي شوراګانو د بانک له لوري له ۱۱۴ غریبو او بی وزلو کورنیو سره د نږدې ۵ سوه زره افغانیو په ارزښت د خوراکي او غېرې خوراکي توکو مرسته وکړه.
په دې مرسته کې چې هرې کورنۍ ته د ۱۲۶۴ افغانیو په ارزښت ورکړل شوه،په کې اوړه،بوره ، دال ، غوړي ، نخود ، وریجی ، لوبیا او یو شمیر نور توکي شامل وو.
په ورته وخت کې د کار ټولینزو چارو،شهیدانو او معلولینو ریاست په هلو خلو او د روزنتون ادارې په مرسته د ای اوسي د بې سرپرسته ماشومانو روزنتون یوسلو پنځوس بې سرپرست او یتیمو ماشومانو سره د خوراکي توکو مرسته وشوه .
د کار ټولنيزو چارو شهيدانو او معلولينو رئيس پوهنيارعبدالحکيم شېرزاد وويل د همدې روزنتون ادارې له لوري د ۱۵۰ تنو بې سرپرسته او يتيمو ماشومانو سره د اتو کېلو سيله وريجو ، درنيم کېلو لوبيا او پنځه ليټره غوړيو مرسته ترسره شوه.
په روداتو کې د اوربند د مودې غځيدو غوښتنه وشوه
ننګرهار ولايت روداتو ولسوالۍ کې علماء کرامو د يوې غونډې په ترڅ کې له حکومت او وسله والو طالبانو غوښتنه کړه، چې د اور بند موده وغځوي.
دغه غونډه، چې د قرانکريم د نزول په مناسبت د ولسوالۍ مقام په جومات کې جوړه شوې وه په کې د روداتو ولسوال نسيم شينواري، علماء کرامو، ځوانانو او نورو ګډون کړی و.
علماء کرامو د جنګ دواړو غاړو حکومت او وسله والو طالبانو څخه وغوښتل، چې اوربند وغځوي او دواړه لورې سوله وکړي.
دوي وويل، چې په جګړه کې هره ورځ بې ګناه افغانان شهيدان او ټپیان کيږي او هېواد ته مو په بېلابېلو برخو کې زيان رسيږي، چې له امله یې افغانان سخت غربت او کړاو سره مخ شوي دي.
علماء کرامو پر وسله والو طالبانو غږ وکړ، چې د اوربند ورځې فرصت وګڼي او دايمي سوله وکړي.
دوی همدا راز د ولسمشر محمد اشرف غني او وسله والو طالبانو د دغه اقدام ستاينه او ملاتړ وکړ او غوښتنه يې وکړه، چې د اور بند موده زياته او د تلپاتې سولې، امن او ثبات لپاره دواړه لوري هلې ځلې وکړي.
په ننګرهار کې د څه باندې ۷ میلیونه افغانیو په لګښت نږدی ۱۱۰۰ کورنیو ته د څښاک پاکی اوبه برابرې شوې.
د ننګرهار کلیو پراختیا او بیا رغونې ریاست له لوري د ولايتي غیرمشروطې بودیجې څخه د ۷۳۵۲۸۲۳ افغانیو په لګښت درې پروژې بشپړې او ګټی اخیستنې ته وسپارل شوې.
دغه پروژې د ننګرهار کلیو پراختیا او بیارغونې ریاست د انجینري څانګې کار مند ښاغلی انجینر شیراقا ترنظارت او څارنې لاندې په ۶ میاشتو کې بشپړې شوې، چی نږدې ۱۰۶۰ کورنیو ته یی د څښاک پاکې اوبه برابرې کړي .
د ننګرهار کلیو پراختیا او بیارغونې رئيس انجینر مجیب الرحمن ضیاء وویل دغه پروژې په دره نور، سره رود او خوږياڼو ولسوالیو کی د ولایتی غیرمشروطې بودیجې څخها د ۷۳۵۲۸۲۳ افغانیو په لګښت بشپړې شوي دي، چې په دره نور ولسوال کې اته، سره رود کې ۲۰ او خوږياڼو کې ۲۵ برمه يي څاه ګانو کیندل شامل دي .
ده وویل، چې د دې څاه ګانو په کیندلو سره ۱۰۶۰ هغو کورنیو ته پاکې اوبه برابرې شوي دي، چې وړاندې یی پاکو اوبو ته لاس رسی نه درلود.
هسکه مېنه کې سلو بې ځايه شويو کورنيو سره مرسته وشوه
ننګرهار ولايت هسکې مېنې ولسوالۍ کې د شينوارو خير ښېګڼې شورا سلو بې ځایه شويو کورنيو سره د خوراکي توکو مرسته وکړه.
دغه مرسته د ګورګورۍ ،شابۍ او پاپین سیمو پر خلکو وويشل شوه، چې هرې کورنۍ ته يو اندازه اوړه، بوره او چای ورکړل شول.
د شينوارو خير ښېګڼې شورا مسئولينو قاري فقير سيد هاشمي او انجينر محمد ياسين شينواري وويل، چې دغه مرسته يې له شتمنو خلکو ترلاسه او د هسکې مېنې پر بې ځايه شويو کورنيو يې وويشله.
دوی پر ټولو شتمنو خلکو غږ وکړ، چې د روژې په مبارکه مياشت کې د بېوزله خلکو لاسنيوی وکړي.
د شينوارو زون ولسوالانو ترمنځ د همغږۍ غونډه وشوه
ننګرهار ولايت د شينوارو زون يوولس ولسواليو ولسوالانو او امنيه قومندانانو د امنيت ټینګښت، د تذکرو وېش او په شفاف ډول د ټاکنو تر سره کېدو په موخه د همغږۍ غونډه وکړه.
غونډې ته د شينوارو زون مشر او غني خېلو سرپرست ولسوال سبحان الله خطاب خبرې وکړې او د ننګرهار والي حيات الله حيات پيغام يې شريک کړ.
په پيغام کې د يادو ولسواليو له ولسوالانو غوښتل شوي و، چې په خپلو کې ښه همغږي رامنځته او د امنيت په ټینګښت کې جدي اقدامات تر سره کړي.
د غني خيلو ولسوال سبحان الله خطاب ولسوالانو ته د امنيت ټینګښت، تذکرو وېش، نوم ليکنې او په شفاف ډول د ټاکنو تر سره کېدو په برخه کې لارښوونې وکړې.
په دغه غونډه کې د کوټ، بټي کوټ، مومندرې او اچين ولسوالانو او امنيه قومندانانو هم د امنيت ټینګښت برخه کې اخبرې اترې وکړې او خپل نظرونه يې شريک کړل.
د غونډې پر مهال پر يو شمېر نورو موضوعاتو هم خبرې وشوې او لازمې پريکړې تر سره شوې.
د ولايت مرستيالې سره د جلال آباد ښار یو شمېر هټيوالو خپلې ستونزې د حل په موخه شریکې کړې
دغو هټيوالو، چې مدني فعال محمد انور سلطاني يې مشري کوله د جلال آباد ښاروالۍ اړوند امنیتي تدابیرو په موخه له ایښودل شویو امنیتي موانعو څخه شکایت کولو، چې د دوی ورځنۍ چارې يې له ستونزو سره مخ کړي.
دوی یادونه وکړه چې د ښاروالۍ مخې ته د ایښودل شویو موانعو له امله نه یوازې ګڼ شمېر دوکانونه تړل شوي، بلکې د سیمې دوکاندارانو ته امنیتي ګواښونه یې هم زیاتې کړي.
د ولایت مرستیالې آغلې حبیبې کاکړ قاضي زاده د ستونزې حل په موخه د جلال آباد ښاروال خپل دفتر ته وغوښت، څو له دوکاندارانو سره تفاهم ته ورسېږي.
ښاروال ریاض درمل وویل چې، دغه موانع په موقت ډول ايښودل شوي، چې وروسته به لرې کړای شي.
د ولایت مرستیالې ښاروال ریاض درمل ته د ستونزې د حل سپارښتنه وکړه او همدا راز دوکاندارانو ته یې هم ډاډ ورکړ چې ستونزه به له امنیتي مسولینو سره هم د حل په موخه شریکه کړي.
بټي کوټ کې د اور بند په لومړۍ ورځ يو وسله والو طالب سولې بهير سره يو ځای شو
ننګرهار ولايت بټي کوټ ولسوالۍ کې د اور بند په لومړۍ ورځ د نجيب مشهور په زرقاوي نومي وسله وال طالب د خپل يو ميل کلاشنکوف سره سولې بهير سره يوځای شو.
د بټي کوټ ولسوال عبدالوهاب مومند وويل، چې دغه وسله وال طالب د ده په هڅو له مخالفته لاس په سر شو.
نوموړي ياد وسله وال طالب ته ډاډ ورکړ، چې حکومت به يې ټولو حقونو ته پاملرنه وکړي.
سولې بهير سره يو ځای شوي وسله وال طالب نجيب وويل، چې د اوربند خبر په اوريدو سره يې تصمیم ونيوه، څو سولې بهير سره يو ځای شي.
نوموړي په خپلو کړنو پښيماني څرګنده کړه او ژمنه يې وکړه، چې له دې وروسته به په سوله کې ژوند کوي.
په اچين کې د اوربند غځيدو او تلپاتې سولې په موخه د قران عظيم الشان ختم وشو
ننګرهار ولايت اچين ولسوالۍ د کهي بازار په جامع جومات کې د حکومت او طالب وسله والو ترمنځ د اوربند غځيدو او دايمي سولې په موخه د قران عظميم الشان ختم وشو.
د ختم په مراسمو کې د اچين ولسوال اسماعيل شينواري، علماء کرامو، د قرانکريم حافظانو، ځوانانو او د سیمې يو شمېر نورو اوسيدونکو ګډون کړی و.
علماء کرامو وويل، چې د قرانکريم له ختم څخه يې موخه د حکومت او طالب وسله والو ترمنځ د اوربند غځيدو او په هېواد کې د تلپاتې سولې رامنځته کېدل دي.
دوی پر وسله والو طالبانو غږ وکړ، چې د اوربند غځيدو او په هېواد کې د دايمي سولې رامنځته کېدو په موخه حکومت سره يوځای شي.
علماء کرامو دغه راز له حکومت څخه غوښتنه وکړه، چې وسله والو طالبانو ته په حکومت کې ونډه ورکړي او د دايمي اوربند او سولې په موخه جدي هلې ځلې تر سره کړي.
د ختم د پای په مراسمو کې په هېواد کې د تلپاتې سولې، امن او ثبات په موخه دعاوې وشوې.