ننګرهار والي مسئولينو ته سپارښتنه وکړه، چې په شفاف او قانوني ډول د ښوونکو د ښارګوټو چارې وروستۍ کړي.
ننګرهار والي حيات الله حيات د غبرګولي په ۲۹مه ولايت مقام کې مسئولينو سره د ځانګړې ناستې پر مهال سپارښتنه وکړه، چې په دې ولايت کې د ټولو ښارګوټو په ځانګړي ډول په کامې ولسوالۍ کې د ښوونکو ښارګوټي چارې په شفاف او قانوني ډول وروستۍ کړي .
د دې ناستې پر مهال د بېلابېلو ادارو مسؤلینو ننګرهار والي ته د ښارګوټو اړوند د ترسره شوو اجرائتو په اړه مالومات ورکړل .
ننګرهار والي حیات الله حیات وویل، په دې ولایت کې د ښارګوټو ټولې چارې باید په شفاف او قانوني ډول ترسره شي او لازمه ده،چې له مراحلو بشپړیدو وروسته یې د ویش لړۍ هم ترسره شي .
هغه مسؤلینو ته سپارښتنه وکړه،چې د نورو ترڅنګ د کامې د ښوونکو د ښارګوټې د انتقال پروسه ګړندۍ او په شفاف او قانوني ډول په دې برخه کې ښوونکو ته د استوګنې په موخه نمرې ورکړي .
د دې ناستې پر مهال ننګرهار والي پر ولسونو هم غږ وکړ،چې هغه ځمکې وانخلي،چې په اسنادو کې یواځې د شخص مسؤلیت منل شوی وي .
د ننګرهار او لغمان والیانو د دواړو ولایتونو د مسؤلینو ترمنځ د ښې همغږۍ په موخه ناسته وکړه.
ننګرهار والي حیات الله حیات او د لغمان والي محمد اصف ننګ د دواړو ولایتونو د مسؤلینو ترمنځ د لا زیاتې همغږۍ او همکارۍ په موخه د جلال اباد په شاهي ماڼۍ کې ناسته وکړه.
د دې ناستې پر مهال د لغمان والي سره د یاد ولایت مرستیال شهزاده مظلومیار، د ولایتي شورا مرستیال،د شورا یو شمیر غړو، مخورو او یو شمیر نورو مسؤلینو ملتیا کوله .
د دغې ناستې پر مهال د لغمان والي او ور سره مسئولينو د ننګرهار وروستيو پېښو شهيدانو روح ته دعا او کورنۍ غړو ته يې د جميل صبر هيله وکړه.
د دواړو ولايتونو مشرانو د يو شمېر موضوعاتو بحث ترڅنګ د لا ښې همغږۍ او همکارۍ ډاډ څرګند کړ.
د کانونو وزارت له لورې د ننګرهار ولایت د کانونو ادارې لپاره ټاکل شوي نوي سرپرست رئیس په رسمي ډول دنده پیل کړه .
د ننګرهار ولايت د کانونو نوي رئیس نصرت الله،چې د مرکز څخه یو پلاوي یې ملتیا کوله،د رسمي دندې له پیل وړاندې ننګرهار والي حیات الله حیات سره د هغه په کار ځآی کې ولیدل .
ننګرهار والي حيات الله حيات د کانونو نوي سرپرست رئیس ته د مبارکۍ ترڅنګ په چارو کې د بریالیتوب هیله وکړه او ټینګار یې وکړ،چې د خپلې دندې پر مهال د هېواد دې اقتصادي برخې ته ځآنګړې پاملرنه وکړي .
نوموړي د کانونو نوي سرپرست رئيس ته سپارښتنه وکړه، چې ټولې چارې د قانون په رڼا کې تر سره کړي.
د کانونو نوي رئيس نصرت الله ننګرهار والي ته ډاډ ورکړ، چې په پوره لېوالتيا، صداقت او همغږۍ سره به خپلې چارې ترسره کړي .
له دې ناستې وروسته د ولايت مالي او اداري مرستيال تمیم عارف مومند د کانونو رياست کې نوی سرپرست رئیس د يادې ادارې کار کوونکو ته ورپيژنده او ورته يې سپارښتنه وکړه، چې نوي رئیس سره بشپړه همکاري وکړي.
د ولسمشر سلاکار محمد طاهر ساپي په مشرۍ راغلي ګډ پلاوي په غازي امان الله خان ښار ګوټي او جلا ل اباد ښار پښتونستان واټ کې د رامنځته شويو تروريستي پيښو د شهيدانو او ټپيانو کورنيو سره د مرستې لړۍ پيل کړه.
د ولسمشر سلاکار محمد طاهر ساپي په مشرۍ راغلي ګډ پلاوي ، چې د ننګرهار ولايت مالي او اداري مرستيال تميم عارف مومند ، د ولايتي شورا غړي سهراب قادري او د امنيې قوماندانۍ د ملکي برخې مرستيال نجيد احمد عبدالرحيمزي يې ملتيا کوله په عامې روغتيا روغتون کې د غازي امان الله خان ښار ګوټي او جلا ل اباد ښار پښتونستان واټ کې د وروستيو رامنځته شويو تروريستي پيښو له ټيپانو سره د کتنې ترڅنګ له دوی سره نغدي مرسته وکړه .
دغه پلاوي د عامې روغتياروغتون د ډاکټرانو هڅې وستايلې ، چې په خبره يې د ټپيانو په درملنه کې يې نه ستړې کيدونکې هلې ځلې کړې دي.
د مسوولينو په وينا په ياده مرسته کې هر ټپي ته پنځوس – پنځوس زره افغانۍ ورکړل شوې.
د راغلي پلاوي مشر او د ولسمشر سلاکار محمد طاهر ساپي وويل: د ولسمشر محمد اشرف غني په ځانګړې لارښوونه دې ولايت ته راغلی ، څو په غازي امان الله خان ښار ګوټي او د جلا ل اباد ښار پښتونستان واټ کې د رامنځته شويو تروريستي پېښو د ټپيانو پوښتنه وکړي او له دوی سره په دغه غم کې ځان شريک کړي.
نوموړي د يادو پيښو شهيدانو ته د جنت الفردوس او ټپيانو ته د بيړنۍ روغتيا هيله وکړه.
ساپي زياته کړه نن يې د يادو پيښو له ټپيانو سره نغدي مرسته وکړه ،چې هر ټپې ته پنځوس ، پنځوس زره افغانۍ ورکړل شوې.
د راغلي پلاوي مشر دغه راز وويل: د يادو پېښو د شهيدانو کورنيو سره به سبا نغدي مرسته ترسره کړي.
ددغه ليدنې پرمهال د ننګرهار ولايت مقام مالي او اداري مرستيال تميم عارف مومند له مرکزه راغلي پلاوي ته د هرکلي ويلو ترڅنګ له ولسمشره مننه وکړه چې په ځانګړې پاملرنې سره يې په غازي امان الله خان ښار ګوټي او جلا ل اباد ښار پښتونستان واټ کې د وروستيو رامنځته شويو تروريستي پيښو له قربانيانو سره مرسته وکړه.
د يادونې ده ، چې په ياد پلاوي کې د ولسمشر سلاکار ترڅنګ د کورنيو چارو وزارت ، ملي امنيت عمومي رياست ، سيمه يزو ارګانونو خپلواکې ادارې او د جموري رياست د چارو ادارې استازي ګډون لري.
د سولې شهيد حاجي سبحان الله خطاب د جنازې لمونځ د ګڼ شمېر مسئولينو او ولسونو له لورې اداء شو.
د ننګرهار ولایت مرکز جلال اباد ښار شیرزي لوبغالي کې د سولې شهید حاجي سبحان الله خطاب د جنازې لمونځ د سلګونو مسؤلینو او ولسونو له لورې اداء شو.
د غني خیلو ولسوالۍ سرپرست ولسوال حاجي سبحان الله خطاب نن سهار شاوخوا لس بجې په داسې حال کې چې ولسوالۍ ته د دندې په موخه روان وو، د غني خیلو ولسوالۍ په مربوطاتو کې د وسله والو مخالفینو د یو کمین په ترڅ کې په شهادت ورسول شو.
د شهيد د جنازې لمونځ د جلال اباد ښار شيرزي لوبغالي کې اداء شو،چې په کې ننګرهار والي،ولایت مرستیال، د بېلابېلو ادارو مسؤلینو،ولایتي شورا غړو،دیني عالمانو او ګڼ شمیر نورو ګډون کړی وو.
ننګرهار والي حیات الله حیات د خبرو پر مهال سبحان الله خطاب د سولې شهید یاد کړ،د نوموړي په مړینه یې ژوره خواشیني وښوده او کورنۍ غړو ته یې د تسلیت مراتب وړاندې کړل.
نوموړي وویل، شهید خطاب په داسې حال کې په شهادت رسیږي،چې حکومت د افغان وسله والو طالبانو سره د جګړې لس ورځنی اوربند اعلان کړی .
هغه زياته کړه، چې د اوربند پر مهال مو وسله وال طالبان تر خپلو حجرو،ښارونو،ادارو ، قصره او ان تر ارګه را وبلل او د سولې په موخه مو د ورورۍ غیږې او میلمستیاوې ورکړې او ژمنه یې وکړه،چې د تلپاتې ثبات په موخه به د سولې مبارزې لپاره دوام ورکوي.
نوموړي ولسونو ته ډاډ ورکړ، چې د شهيد سبحان الله خطاب شهادت به د سولې پيغام ولري او زمونږ هڅې به د سولې په برخه کې لا غښتلې او پياوړي شي.
سبحان الله خطاب له اره د ننګرهار ولايت بټي کوټ ولسوالۍ اوسيدونکی و، چې له کالونو راهيسې په ملکي برخه کې يې هېوادوالو ته په بېلابېلو برخو کې په پوره، ايماندارۍ، صداقت او لوړې حوصلې خدمت کړی.
نوموړی په وروستۍ لسیزه کې د ولایت مقام د ولسوالیو چارو کارپوه او د خوږیاڼو سرپرست ولسوال په توګه دندې ترسره کړې وې،چې دوه اونۍ وړاندې د غني خیلو ولسوالۍ د سرپرست ولسوال په توګه وګمارل شو .
په ننګرهار کې د داعشیانو د وروستیو بریدونو د تنظيم دوه مهم مرکزونه تخریب او په کې د دوی ۷ غړي ووژل شول .
ننګرهار ولایت کې پر مستوفیت،د کرکټ په لوبغالي،په غازي امان الله خان ښارګوټې او د جلال اباد ښار پښتونستان واټ کې په وروستیو کې د داعشیانو له لورې د ترسره شوو بریدونو په ترڅ کې ګڼ شمیر هېودوال شهیدان او ټپیان شول،چې په ترڅ کې تېره شپه د همدې بریدونو د تنظیم دوه مهم مرکزونه د ملي امنیت د ځآنګړو ځواکونو له لورې تخریب او په کې د داعش ۷ غړي ووژل شول .
د ملي امنیت ځآنګړو ځواکونو له لورې تېره شپه د هسکې مینې ولسوالۍ د ګورګورۍ په ګجڼې سیمه کې د عملیاتو پر مهال د داعش د تنظیم دوه مرکزونه چې په کې ګڼ شمیر وسلې،مهمات او چاودیدونکې توکي ځآی پر خای وو،لمنځه یوړل شول او همدا راز په کې اووه تنه داعشیان هم وژل شوي دي .
په خوږیاڼو ولسوالۍ کې ۸ وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله واوښته .
ننګرهار ولایت د خوږیاڼو ولسوالۍ په قیلغو سیمه کې تېره شپه وسله والو طالبانو د سرحدي ځواکونو د ټولې پر پوستو ډزې کړي،چې په ځوابیه برید کې ۵ وسله وال طالبان ووژل شول او ۳ نور ټپيان شول .
د دې جګړې پر مهال ګڼ شمیر نور وسله وال طالبان هم وژل شوي،خو له سیمې څخه یې جسدونه لیږدول شوي دي .
همدا راز په ترسره شوې جګړه کې د سرحدي ځواکونو دوه سرتېرې هم شهیدان شوي او دوه نور ټپیان دي .