د هندوستان سفیر ننګرهار والي سره په دې ولایت کې د بېلابېلو پروژو د پلې کېدو په برخه کې د همکارۍ ژمنه وکړه .
په افغانستان کې د هندوستان هېواد سفیر وینا کومار ننګرهار والي حیات الله حیات سره د لیدنې پر مهال په دې ولایت کې په بېلابېلو برخو کې د ګڼ شمیر پروژو د پلې کېدو په برخه کې د همکارۍ ژمنه وکړه .
یاده لیدنه چې د چنګاښ په ۵مه د جلال اباد په شاهي ماڼۍ کې ترسره شوه، پر مهال یې د ۲۰۱ سیلاب قول اردو قومندان ډګر جنرال محمد زمان وزیري او ننګرهار امنیه قوماندان مل پاسوال غلام سنایي ستانکز ،ولایتي شورا رئيس،د ملي امنیت ریاست مرستیال او یو شمیر نورو ګډون کړی وو.
ننګرهار والي حیات الله حیات د پوهنې،روغتیا،کلیو پراختیا،کرنې او مالدارۍ، ښځو چارو، ملي راډیو تلویزیون،پوهنتون، کار او ټولنیزو چارو او یو شمیر نورو برخو کې د هندوستان هېواد له لورې د پلي شوو پروژو او مرستو څخه مننه او قدرداني وکړه .
نوموړي همدا راز له کډوالۍ د را ستنوو شوو کورنیو لپاره د هندوستان هېواد په مرسته د ۲۵ میلیونه امریکایي ډالرو په ارزښت د څلور زره کورونو جوړولو د چارو د ژر پیل کېدو ترڅنګ په بېلابېلو برخو کې د لا زیاتې همکارۍ غوښتنه وکړه.
د ولایتي شورا رئيس احمد علي حضرت هم په دې ولایت کې د هېواد په کچه د لویو پروژو د پلې کېدو،سړو خونو جوړیدو،ملکي هوایي میدان جوړیدو،پوهنې،روغتیا، د پاکو اوبو څآه ګانو جوړولو او یو شمیر نورو برخو کې د هندوستان هېواد څخه د مرستې غوښتنه وکړه .
نوموړي همدا راز د دې ولایت د ولایتي شورا،مستوفیت،پوهنې،عامې روغتیا او یو شمیر نورو ادارو لپاره د ودانیو جوړولو په برخه کې هم د هندوستان هېواد په مرستې ترسره کولو ټینګار وکړ.
په افغانستان کې د هندوستان هېواد سفیر وینا کومار په دې ولایت کې د هندوستان قونسلګرۍ سره د همکارۍ له امله د ننګرهار والي په مشرۍ د ټولو مسؤلینو څخه مننه وکړه او ژمنه یې وکړه،چې په دې ولایت کې به په بېلابېلو برخو کې د پروژو د پلې کېدو په برخه کې همکاري وکړي.
هغه غوښتنه وکړه،چې د ټولو پروژو وړاندیزونه دې د پروپزل په شکل له دوی سره شریکې شي،چې د ژر تر ژره عملي اقداماتو په برخه يې ډاډ ورکړ.
د دې لیدنې په ترڅ کې چې پر یو شمیر نورو مهمو موضوعاتو هم خبرې اترې وشوې،په څنډه کې يې د هند سفير د جلال اباد شاهي ماڼۍ د بېلابېلو برخو څخه هم لیدنه ترسره کړه .
ننګرهار والي د دې ولایت مدني فعالانو ته په یوالي سره د دې ولایت د رښتیني غږ پورته کولو سپارښتنه وکړه .
ننګرهار والي حیات الله حیات د دې ولایت د ځوانانو امریت په مشرۍ د یو شمیر ځوانانو او مدني فعالانو سره د لیدنې پر مهال له دوی وغوښتل، چې د ننګرهار رښتیني غږ پورته کولو په موخه خپل منځي همغږي وکړي .
یاده لیدنه چې د چنګاښ په ۵مه د جلال اباد ښار په سپین غر هوټل کې ترسره شوه،پر مهال یې د ځوانانو چارو امر او یو شمیر نورو مدني فعالانو د لویو لارو د خلاصون،د ستونزو د اوریدو په موخه په منظم ډول د مدني فعالانو سره د ناستو او یو شمیر نورو برخو کې وړاندیزونه وکړل .
ننګرهار والي حیات الله حیات مدني فعالانو ته سپارښتنه وکړه،چې پخپل منځ کې پوره همغږي وکړي او د همغږۍ له مخې د دې ولایت رښتیني غږ پورته کولو لپاره کار وکړي .
نوموړي زیاته کړه،ژمن دی،چې په راتلوونکې کې د مدني فعالانو سره د ناستې په ترڅ کې د مدني فعالانو د مسؤلیتونو او صلاحیتونو په اړه دوی ته د بشپړو مالوماتو پرزینټیشن ورکړي.
د دې ناستې په ترڅ کې پر یو شمیر نورو مهمو موضوعاتو هم خبرې اترې وشوې .
ننګرهار والي وایي، په هېواد کې د تلپاتې سولې په موخه دې سوله ییز خوځښتونه زیات شي .
ننګرهار والي حیات الله حیات د چنګاښ په ۴مه د کونړ ولایت څخه د سولې غږ ټولنې د سوله ییز خوځښت غړو سره د لیدنې پر مهال ټینګار وکړ،چې په هېواد کې د تلپاتې سولې د رامنځته کېدو په موخه دې سوله ییز خوځښتونه زیات شي .
نوموړي زیاته کړه، د افغانستان زرګونو علماؤ کرامو د فتوا په ورکړې او د کعبې شریفې ملا امام د خطبې لوستلو پر مهال په افغانستان کې روانه جګړه حرامه بللې او وروستي اوربند هم ثابته کړه،چې ټول افغانان د سولې غوښتوونکي دي .
د ښاغلي حیات په وینا د سولې نشتوالې له امله افغانان د سترو قهرمانیو د پایلو څخه بې برخې پاتي دي او د تلپاتې سولې د رامنځته کولو په موخه یې د حکومت له لورې هر افغان په ځآنګړي ډول د سوله ییز خوځښتونو غړي خپل استازي وبلل .
د یاد خوځښت مشر د خبرو پر مهال د افغان وسله والو طالبانو او حکومت له لورې د اوربند له امله ستاینه وکړه او د ټولو ښکیلو ډلو څخه یې د تلپاتې اوربند غوښتنه وکړه، همدا راز یې د جګړې پر ځآی پر مذاکراتو ترسره کولو ټینګار وکړ.
دوی زیاته کړه،د بهرنیو لاسوهنو مخنیوی او د سولې رامنځته کول یې له نورو غوښتنو څخه دي،چې د همدې غوښتنو په موخه یې له کونړ څخه پلی حرکت کړی او په کابل کې به د مسؤلینو څخه د غوښتنو وروسته د هلمند ولایت څخه د پیل شوي سوله ییز حرکت غړو سره د یو پیغام او یوې غوښتنې لپاره یو ځای شي .
تر دې وړاندې له کوزې پښتونخوا څخه د دوو میرمنو په ګډون لس کسیزې ډلې هم د جګړې د لمنځه وړلو او تلپاتې سولې په موخه پلازمینې کابل ته پلی سفر وکړ.
ننګرهار والي د کیوکیشن کراتې ملي لوبغاړي مقبول شاه ګردیوال په ستاينليک ورکولو سره وستايه.
ننګرهار والي حيات الله حيات د يوې ناستې په ترڅ کې د کیوکیشن کان کراتې د ملي لوبډلې لوبغاړي مقبول شاه ګردیوال، چې د ۱۴ اسیایي هیوادونو ترمنځ سیالیو کې يې لومړی مقام ګټلی و د ستاينليک په ورکړې سره وستايه.
دغه ناسته، چې د غبرګولي په پنځمه جلال اباد شاهۍ ماڼۍ کې تر سره شوه پر مهال يې د بدني روزونې امر خوشحال حضرتي، د لوبغاړو اتحادې مشر زمري عرب، د يو شمېر کلپونو استادانو او لوبغاړو ګډون کړی و.
ننګرهار والي حيات الله حيات د کيو کيشن کراتې ملي لوبغاړي اتل مقبول شاه ګرديوال ته مبارکي وويله، چې په خپلې وړتيا يې په قزاقستان کې د څوارلس هېوادونو په منځ کې خپلو درې سيالانو په ماتې ورکولو سره هېواد له ځان سره ویاړونه راوړل.
ده زياته کړه، هېواد ته سرتېرې له سنګره او لوبغاړي له لوبغالي ویاړونه راوړي،چې دا چاره په نړیواله کچه د افغانستان د بېراغ د لوړیدو لامل شوې ده .
د دغې ناستې پر مهال ننګرهار والي د کیوکیشن کراتې ملي لوبغاړي مقبول شاه ګردیوال ته برابر شوی ستاينليک ورکړ او هغه ته يې د لا برياليتوبونو هيله وکړه.
د کیوکیشن کراتې سيالۍ، چې د څوارلس اسيايي هېوادونو ترمنځ په قزاقستان هېواد کې روانه مياشت تر سره شوې په کې له افغانستان څخه مقبول شاه ګردیوال په ګډون نهو نورو لوبغاړو ګډون کړی و ،چې د دې سيالۍ په اويا کيلو وزن کې د افغانستان د کيوکيشن ملي لوبډلې لوبغاړي مقبول شاه ګرديوال لومړی مقام خپل او د سرو زرو مډال یې وګټه.

ننګرهار والي په حوزوي روغتون کې د ښو خدمتونو د تر سره کولو او د نظم رامنځته کېدو په موخه روغتيايي مسئولينو ته لازمې سپارښتنې وکړې.
ننګرهار والي حيات الله حيات د چنګاښ په پنځمه د جلال اباد په شاهي ماڼۍ کې روغتيايي مسئولينو سره د يوې ناستې په ترڅ کې په حوزوي روغتون کې د ښو خدمتونو وړاندې کولو او په ټولو برخو کې د نظم مراعت کېدو په موخه لازمې سپارښتنې وکړې .
نوموړي د عامې روغتيا له مسئولينو او روغتيا پالو مننه وکړه، چې په کمو امکاناتو شپه او ورځ خدمت کوي او ډاډ یې ورکړ،چې له دې وروسته هیڅوک نشي کولی، چې روغتون ته له وسلې سره دننه شي او يا هم روغتيا پالو ته په کاري وخت کې مزاحمت وکړي.
ننګرهار والي همدا راز روغتيايي مسئولينو ته سپارښتنه وکړه، چې له ناروغانو او مراجعينو سره د ښه چلند ترڅنګ د هغوی په درملنه کې لازمې هڅې تر سره کړي.
د دغې ناستې پرمهال ننګرهار عامې روغتيا رئيس ډاکتر نجيب الله کاموال، د فاطمة الزهرا او پوهنتون روغتونونو مسئولينو او يو شمېر روغتيا پالو وويل، چې په حوزوي روغتون کې يې د ناروغانو درملنې په موخه لازم سهولتونه برابر کړي او روغتيا پال شپه او ورځ د ناروغانو درملنه کوي.
دوی زیاته کړه، د روغتیایي کارکوونکو شمیر یې کم دی،امکانات لا هم نیمګړي دي،خو تر خپل توانه پورې په صداقت سره د ناروغانو درملنه ترسره کوي،چې د ستونزو د حل په برخه کې د ننګرهار والي څخه د همکارۍ غوښتنه وکړه .
د دې ناستې پر مهال ننګرهار والي،د عامې روغتیا مسؤلینو او ډاکټرانو پر یو شمیر نورو مهمو موضوعاتو هم خبرې اترې وکړې
په ننګرهار کې د محلي اردو د جلب او جذب لړۍ پیل کیږي .
د ننګرهار والي حیات الله حیات په مشرۍ د نظامي شورا په ځآنګړې غونډه کې د دې ولایت د ملي اردو د جلب او جذب مسؤلینو د محلي اردو د دوو ټولیو د جلب او جذب له پیل کېدو څخه خبر ورکړ.
د نظامي شورا غونډه چې د چنګاښ په ۵مه د جلال اباد په شاهي ماڼۍ کې جوړه شوې وه،په کې د ننګرهار والي سربېره،امنیه قوماندان،ملي امنیت رئیس،سرحدي ځواکونو،عامه نظم،ملي اردو او همغږۍ مرکز قوماندانانو،د دې ولایت د ملي اردو د جلب او جذب مسؤلینو او یو شمیر نورو ګډون کړی وو.
ننګرهار والي حیات الله حیات د دې ولایت په مرکز او ولسوالیو کې د امنیت د لا زیات ټینګښت په موخه مسؤلینو ته لازمې سپارښتنې وکړې او همدا راز یې په ګڼ شمیر نورو مهمو امنیتي موضوعاتو خبرې اترې او پرېکړې وکړې .
د دې غونډې پر مهال د جلب او جذب مسؤلینو په دې ولایت کې د محلي اردو د دوو ټولیو لپاره له جلب او جذب څخه خبر ورکړ او زیاته یې کړه،چې په دویمه او درېيمه مرحله کې به د کنډک په شمیر د سیمه ییزې اردو لپاره د لایحې له مخې ځوانان جذب کړي .
ننګرهار والي حیات الله حیات د محلي اردو د جلب او جذب لړۍ په پیل کېدو خوښي وښوده او خپلې لازمې سپارښتنې یې د جلب او جذب مسؤلینو سره د ستونزو د مخنیوي په موخه شریکې کړې .

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *