نوموړي زیاته کړه، د روداتو ولسوالۍ اصلي اوسیدونکي قاری عبدالمالک او منګل چې د داعشیانو لپاره یې د وسلو او چاودیدونکو توکو د لیږد مسؤلیت درلود،هم د ملي امنیت ځواکونو له لورې په یاده ولسوالۍ کې نیول شوي دي.
هغه وایي، نصرت الله چې په عابد مشهور دی او د چپرهار ولسوالۍ اصلي اوسیدونکی دی،په جلال اباد ښار کې داعش ډلې ته د امنیتي ځواکونو په اړه د مالوماتو د ورکولو مسؤلیت درلود،همدا راز د عبدالرحیم په نوم د یادې ولسوالۍ یو بل اوسیدونکی چې د داعش ډلې د میرمنو د انتقال او درملنې مسؤلیت یې درلود، د ملي امنیت ځواکونو له لورې نیول شوي دي .
ننګرهار والي وویل، د جنګي طالبانو یو قوماندان عبدالرحیم چې مشهورپه بدري دی او د خوږیاڼو ولسوالۍ اصلي اوسیدونکی دی،د ملي امنیت مؤظفینو له لورې نیول شوی،همدا راز یې په یاده موده کې په بېلابېلو سیمو کې د ۴۱ میله وسلو د نیولو څخه هم خبر ورکړ.
نیول شوو د داعش ډلې مهمو غړو او جنګي طالبانو قوماندان په خپلو جرمونو اعترافات کړي .
تر دې وړاندې هم د ملي امنیت ځواکونو له لورې په بېلابېلو برخو کې ګڼ شمیر مجرمین او مخالفین نیول شوي او د قانون منګولو ته سپارل شوي دي .
ننګرهار والي وایي، په جلال اباد ښار کې ټولې ملکي،نظامي او خصوصي ادارې فعاله او د ځواکونو له لورې په ټولو سیمو کې پلټنې جریان لري .
ننګرهار والي حیات الله حیات د رسنیو سره په خبرو کې وویل، په جلال اباد ښار کې ټولې ملکي،خصوصي او نظامي ادارې فعاله دي او همدا راز یې د ګمارل شوو ځواکونو له لورې په بېلابېلو سیمو کې پلټنې او تصفیوي عملیات جریان لري .
نوموړي وویل : (( ځینې کسان چې فکر کوي،حساب او کتاب ورسره کیږي، یا یې هم ګټې په خطر کې شوي او یا هم انتخاباتي کمپاین ترسره کوي، پرته له دې چې د دښمن بریدونه وغندي،د ټولنیزو نورو رسنیو له لارې د دې ولایت د ادارو اړوند پروپاګنده ترسره کوي . ))
ننګرهار والي حیات الله حیات وویل، د دې ولایت ټولې ملکي،خصوصي او نظامي ادارې فعاله دي او هم مهاله د ګمارل شوو ځواکونو له لورې په فرعي او رسمي لارو،کورونو،مارکیټونو او نورو سیمو کې پلټنې او تصفیوي عملیات جریان لري .
هغه وایي،د ملي اردو ځواکونه،چې په جلال اباد ښار کې د نورو ځواکونو سره یو ځای فعالیت لري،ژر به خپلې چارې د کورنیو چارو وزارت ځآنګړو ځواکونو ته وسپاري او په نورو برخو کې به د ملي اردو ځواکونو څخه هم د امنیت تامین په موخه ګټه واخیستل شي .
دا په داسې حال کې ده،چې ننګرهار والي د تېرو څو ورځو راهیسې په جلال اباد ښار کې د پلې ګرځیدو ترڅڼګ د ګڼ شمیر ادارو څخه خپله جدي او ځآنګړې څآرنه پیل کړې ده .
ننگرهار والي په کانکور ازموینه کې د دې ولایت د ۸۹ سلنه ګډونوالو د بریالیتوب له امله د پوهنې ادارې د مسؤلینو ستاینه وکړه .
ننګرهار والي حیات الله حیات د کانکور په ازموینه کې د دې ولایت د ۱۱ زرو ګډونوالو څخه د لس زرو څخه د زیاتو کسانو د بریالیتوب له امله د پوهنې ادارې د مشرتابه او بېلابېلو برخو مسؤلینو ستاینه او قدرداني وکړه .
د ملي امنیت ځواکونو تېره اونۍ کې د داعش د بېلابېلو برخو ۵ مسؤلین او د جنګي طالبانو یو مهم قوماندان ژوندي نیولي .
چارواکي وایي، د ملي امنیت مؤظفینو په ننګرهار ولایت کې د بېلابېلو عملیاتو په ترڅ کې د داعش ډلې د بېلابېلو برخو ۵ مهم غړي،د جنګي طالبانو یو قوماندان او لسګونه میله وسلې نیولي دي .
د پوهنې رئیس حسیب الله شینواري وویل، سږکال په کانکوز ازموينه کې له ننګرهار څخه د ۱۴۳۰ نجونو په ګډون ۱۱۲۲۷ تنو برخه اخيستې وه، چې له ياد شمېر څخه لس زره دوه څلويښت تنه لوړو زده کړو ته بريالي شوي دي، نوموړي چې د پريزينټيشن له مخې یې مالومات ورکول، زیاته کړه،په برياليو کسانو کې ۸۷۶۸ هلکان او ۱۲۷۴ نجونې دي، نوموړي وویل، سږ کال د دې ولایت د برياليو زده کوونکو فيصدي ۸۹ سلنه ده، چې د هېواد بېلابېلو پوهنتونونو طب، انجينرۍ، حقوقو، کمپيوتر ساينس او نورو پوهنځيو ته بريالي شوي دي.
ده په ښوونځيو کې د لومړنيو درملو ورکړې او د وړو ښارواليو رامنځته کول خپل نوښتونه ياد کړل، همدا راز یې غوښتنه يې وکړ، چې ولسي تړون پروګرام څخه دې ورته په ښوونځیو کې وړکتونونه او په رسنیو کې تعلیمي پروګرامونه فعاله کړي .
ننګرهار والي حيات الله حيات د پوهنې رياست مسئولينو د ښه مدیریت او د دې ولایت د ټولو ښوونکو قدراني او ستاینه وکړه،چې د دوی د هلو خلو په پایله کې سږني کانکور ازموینې له لارې ۸۹ سلنه ګډونوال بریالي شوي دي .
نوموړي د پوهنې ادارې د مشرتابه له لورې په پوهنیز بهیر کې پیل شوي نوښتونه د ننګرهار په ښوونځیو کې د اساسي بنسټونو د اېښودلو په مانا وبلل او ډاډ یې ورکړ،چې د جمهور رئیس په سپارښتنه به هیچا ته په دې اداره کې د لاسوهنې اجازه ورنکړي .
ننګرهار والي د دې ولایت د عدلي،کانونو،ښار جوړونې،سیندیزې حوزې او اراضۍ د کادستر ادارو څخه د لیدنې پر مهال د مسؤلینو او کارکوونکو ستونزې واوریدې .
ننګرهار والي حیات الله حیات د دې ولایت د عدلي، کانونو، ښار جوړونې، سیندیزې حوزې او د اراضۍ د کادستر ادارو څخه بېلابېلې لیدنې ترسره کړې، د مسؤلینو او کارکوونکو له لورې د مراجعینو لپاره د ښو خدمتونو د وړاندې کولو له امله د دوی ستاینه وکړه او همدا راز یې په بېلابېلو برخو کې ستونزې د حل په موخه واوریدې .
نوموړي د ادارو څخه د لیدنې او څارنې د پیل شوې لړۍ په ترڅ کې لومړی د عدلي ریاست ته ولاړ او د یادې ادارې په بېلابېلو برخو کې د کارکوونکو او مراجعینو د چلند او نورو برخو څخه څارنه ترسره کړه،همدا راز یې د یو شمیر مراجعینو ستونزې هم په یاده اداره کې د حل په موخه واوریدې .
ښاغلی حیات د کانونو ریاست څخه د څآرنې پر مهال د کانونو ادارې سرپرست او کارکوونکو ته د سپارښتنې په توګه وویل، کانونه د هېواد اقتصادي پرمختګ کې مهم رول لري او د همدې پرمختګ په موخه باید کانونو څخه په شفاف ډول عوايد راټول او د دولت خزانې ته پر وخت وسپارل شي، چې د کانونو رئيس د عوايد پر زياتوالي او د کانونو په مسلکي ډول کېندنې کې ننګرهار والي ته د اجراتو ډاډ ورکړ.
ننګرهار والي حیات الله حیات د دې ولایت د ښار جوړونې رياست څخه د لیدنې پر مهال د ښار جوړونې رئیس عبدالقهار حیدري له لوري په اړونده برخه کې مالومات تر لاسه کړل ، حيدري د جلال اباد ښار او يو شمېر ښارګوټو په اړه هم د نقشې له مخې معلومات ورکړل او په ياده اداره کې شته پرمختللي وسايل ننګرهار والي ته وښودل .
د سينديزې حوزې ادارې څخه د ليدنې پر مهال ننګرهار والي حیات الله حیات د يادې ادارې مسئولينو ته سپارښتنه وکړه، چې له درونټې څخه تر کامې او ثمر خېلو پورې د سيند حدودات مالوم کړي، څو د حلقوي سړک جوړېدو پر مهال کوم ستونزه رامنځته نشي.
ننګرهار والي حيات الله حيات همدا راز د ځمکو خپلواکې ادارې اړوند کادستر څآنګې څخه هم څارنه وکړه، چې د مسئولينو له لوري ورته د ځمکو سروې، د شخصي او دولتي ځمکو مالومولو او څېړلو په اړه معلومات ورکړل، نوموړي د يادې ادارې مسئولينو ته سپارښتنه وکړه، چې د دولتي او شخصي ځمکو په اړه مالومات ترلاسه او ولايت مقام سره یې د وروستيو اجراتو په موخه شريک کړي.
دا په داسې حال کې ده،چې ننګرهار والي تېره ورځ د دې ولایت د پوهنې او مستوفیت ادارو څخه هم لیدنې ترسره او د ټولو مسؤلینو څخه یې مننه وکړه،چې ادارې یې د خلکو پرمخ په ښه توګه پرانیستې ساتلي دي .
ننګرهار والي د ادارو مسؤلینو سره یو خای د خوږياڼو د دريو ولسواليو خلکو ستونزې د حل په موخه واوريدې.
ننګرهار والي حيات الله حيات د جلال اباد په شاهي ماڼۍ کې د خوږياڼو، شيرزادو او پچير اګام ولسواليو علماء کرامو، قومي مشرانو او ځوانانو يو شمېر ستونزې د مسؤلینو سره یو ځای د حل په موخه واوريدې.
دوی په يادو ولسواليو کې پر دندو د ځوانانو د ګمارنې، پوهنې، روغتيا، امنيت او يو شمېر نورو برخو کې د پاملرنې غوښتنې وکړې،همدا راز یې په شيرزادو ولسوالۍ کې د اوبو بندونو جوړېدو، د جلال اباد – کابل دويم لين سړک چارو د ګړندیتوب، د کاسا زر په مسير پرتو کورنيو ته د برېښنا ورکړې او د عملياتو پر مهال د ملکي وګړو ژوند خونديتوب برخه کې خپل وړاندیزونه وکړل .
ننګرهار والي حیات الله حیات د يادو ولسواليو اوسيدونکو ته ډاډ ورکړ، چې د هر ډول فساد مخنيوي تر څنګ به په ټولو سيمو کې ډاډمن امنيت د رامنځته کېدو لپاره نه ستړي کېدونکې هلې ځلي وکړي، نوموړي د پچير اګام ولسوالۍ له خلکو مننه وکړه، چې په خپله سيمه کې يې امنيت راوستی او په وینا یې د بيا رغونۍ لړۍ به هم له یادې ولسوالۍ څخه پیل کړي.
نوموړي د خوږياڼو، شيرزادو او پچير اګام ولسوالۍ له خلکو وغوښتل، چې حکومت سره همکاري وکړي او په خپله سيمه کې لا ښه امنيت رامنځته کړي، څو حکومت ورته په اړينو برخو کې پروژې پلي کړي.
د دې غونډې پر مهال اړونده مسؤلینو هم پخپلو برخو کې د ترسره شوو فعالیتونو، تر لاس لاندې پروژو او او راتلوونکو پلانونو په اړه مالومات شریک کړل .
د ننګرهار ولسونو له ښکيلو غاړو دتلپاتې سولې کولو غوښتنه وکړه
د ننګرهار ولايت ولسونو په هېواد کې د سولې په تړاو د ديني عالمانو د فتواو او خطبو څخه يې د ملاتړ ترڅنګ په وسله والو طالبانو او افغان حکومت غږ وکړ، چې د لوی اختر په رارسيدو اوربند اعلان او د تلپاتې سولې ټينګښت په موخه خبرې اترې پيل کړي.
د ننګرهار ولايت ولسونو د يوې پراخې غونډې په ترڅ کې د سولې په تړاو د مکې مکرمې د علماو اعلاميې، د حرمينو شريفينو د امامانو د خطبو، او په کور د ننه د ديني عالمانو د فتوا څخه د ملاتړ ترڅنګ يې له افغان حکومت او وسله والو طالبانو غوښتنه وکړه، چې د تېر کوچني اختر په څير د لوی اختر په رارسيدو اوربند اعلان او په هېواد کې د تلپاتې سولې ټينګښت په موخه بين الافغاني مذاکرات پيل کړي.
پدې موخه جوړه شوې غونډه کې د ننګرهار سولې ولايتي کميټې مشر حاجي ملک نظير هيله مندي وښوده، چې راتلونکی لوی اختر به په هېواد کې د تلپاتې سولې سبب وګرځي.
دغه راز د سولې په تړاو د مکې مکرمې د علماو اعلاميه راحت ګل زيارمل، په کور دننه د ديني عالمانو فتوا مولوي حبيب الله او د حرمينو شريفينو د امامانو د خطبو او ويناو متن مولوي عباس ولوست ، چې پکې په افغانستان کې روانه جګړه ناروا بلل شوې وه او هم پکې له وسله والو طالبانو غوښتنه شوې وه، چې د بې ګناه مسلمانانو له وژنې لاس واخلي او د سولې له بهير سره يوځای شي.
په ياده غونډه کې د ديني عالمانو په استازولۍ مولوي زيړ ګل، د قومي مخورو په استازۍ محمد انور اکرام ، د ښځو په استازولۍ سلسه رښتيانۍ ، قاري فريدون او يو شمير نورو سوله د ژوند اړتيا وبلله نو په همدې اساس يې په افغان حکومت او وسله والو طالبانو غږ وکړ، چې د لوی اختر په رارسيدو اوربند اعلان او د تلپاتې سولې ټينګښت لپاره خپلمنځي خبرې اترې پيل کړي.
تردې وړاندې هم ولسونو د پر اخو غونډو په ترڅ کې د سولې په تړاو د شوو پرمختګونو ملاتړ کړی او تل يې په جنګ کې له ښکيلو خوا څخه د اوربند غوښتنه کړې، چې د تير کوچني اختر اوربند د ولسونو هيلې د راتلونکي لپاره ژوندۍ ساتلي دي.
ننګرهار کې وروستیو ۳ میاشتو کې ۱۱۲۲ تنه په شفاف ډول پر دندو ګمارل شوي .
د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو خپلواکې ادارې چارواکي وایي، په وروستیو درې میاشتو کې د ازادې سیالۍ له لارې په ننګرهار ولایت کې د میرمنو په ګډون ۱۱۲۲ تنه پر دندو ګمارلي او ډیر ژر به په دې ولایت کې په خالي ۸۵۷ نورو بستونو کې وړ کسان د ازاد رقبات له لارې پر دندو وګماري .
د دې ولایت د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو خپلواکې ادارې رئیس هجرت الله اختیار د زمري په ۱۶مه رسنیو دفتر کې د کنفرانس پر مهال وویل، په تېرو درې میاشتو کې یې د ازادې سیالۍ له لارې ۱۱۲۲ تنه د ننګرهار په بېلابېلو ادارو کې په شفاف ډول استخدام کړي دي .
نوموړي زیاته کړه،د دې ولایت په بېلابېلو ادارو کې ۳۷۵ د درېیمې او څلورمې رتبې خالي بستونه شتون لري،چې د ننګرهار والي په ځآنګړې همکارۍ یې تر دا مهاله د ۷ ادارو له لارې ۶۵ بستونه اعلان کړي او پاتې نور به هم ژر اعلان ته وسپارل شي،چې د ازموینې پر مهال یې د بشپړ شفافیت څخه ډآډ ورکړ.
د اختیار په وینا په ننګرهار کې د مګړۍ د درېیمې څخه تر اتمې رتبې پورې ۸۵۷ خالي بستونه شتون لري،چې د درېیم،څلورم،اووم او اتم بستونو ګمارنه د دې ولایت د اړونده مسؤلینو له لورې د دوی سره په همغږۍ ترسره کیږي،خو له مسلکي بستونو پرته به په پنځم او شپږم بستونو کې وړ کسان د کانکور ازموینې له لارې وګمارل شي.
د اداري اصلاتو او ملکي خدمتونو خپلواکې ادارې رئیس وایي، سږ کال د پوهنې ادارې اړوند ۵۵۰ تنه تقاعد کیږي،چې د دوی په ګډون به ۱۴ سوه بستونو کې د نویو ګمارنو لپاره زمینه برابره شي .
هغه پخپله اداره کې د شفافیت او د ادارو د همکارۍ په ترڅ کې د شپږو میاشتو په موده کې د خالي بستونو د ډکولو ډاډ ورکړ.
د روداتو بړو کلي لوی کانال تر جوړېدو وروسته ګټې اخيستنې ته وسپارل شو
ننګرهار ولایت روداتو ولسوالۍ د بړو سيمې لوی کانال د اووه ميليونه افغانيو په لګښت تر جوړېدو وروسته ګټې اخيستنې ته وسپارل شول.
د دې ولایت والي حیات الله حیات د زمري په ۱۶مه د ملي امنیت په ریاست کې د کنفرانس پر مهال وویل، د داعش ډلې د ګل اعظم په نوم مهم غړی چې د روداتو ولسوالۍ اوسیدونکی دی، د داعشیانو د چاودیدونکو توکو،واسکټونو او وسلو د ساتنې او لیږد مسؤلیت یې درلود،چې باالفعل د سلاح او انفجاریه موادو سره په یاده ولسوالۍ کې ونیول شو.
د ننګرهار کرنې رئیس رفيع الله رحيمزي وويل، چې دغه کانال ۱۷۵۳ متره اوږدوالی لري، چې د کرنې وزارت له دویم ملي لومړیتوب څخه د ملاتړ برنامې په اووه ميليونه افغانيو لګښت جوړ شو.
رحیمزي وويل، چې له دغه کانال څخه يولس سوه پنځه اتيا جريبه ځمکه خړوبیږي او ۹۸ کورنۍ ترې ګټه اخلي.
نوموړي زياته کړه، چې د دغه کانال په جوړېدو سره په ياده سيمه کې ۴۰ سلنه د اوبو ضايعاتو مخه ونيول شوه او په کرنيزو محصولاتو کې به شل سلنه زياتوالی راشي.
هغه وايي، چې له دغه کانال څخه به شل سلنه شاړې ځمکې هم خړوبه شي.
کرنې رئیس رفيع الله رحيزمي همدا راز وويل، چې ياد کانال په اوو مياشتو کې جوړ شوی، چې په کې اته زره څلور سوه کسانو ته د کار زمينه برابره شوې وه.