ولسمشر محمد اشرف غني وایي د قاچاقو څخه غېرې مشروع پیسې د بدبختیو لامل ګرځیدلي .

د هېواد ولسمشر محمد اشرف غني چې د مرغومې په ۶مه یې ماښام ناوخته د بېلابېلو قول اردو قوماندانانو،والیانو،ولایتي شورا رئیسانو او شورا غړو،بېلابېلو سکتوري رئیسانو،امنیه قوماندانانو،ملي امنیت رئیسانو او ګڼ شمېر نورو سره د VTC کنفرانس له لارې خبرې کولې،مسؤلینو ته امر وکړ،چې د کوکنارو مخنیوی د کښت له ورځې ترسره کړي .

سلاکار وزیر او ننګرهار والي محمد ګلاب منګل،د ۲۰۱ سیلاب قول اردو قوماندان محمد زمان وزیري،د ۳۰۳ شمشاد زون قوماندان، ولایتي شورا رئیس احمدعلي حضرت،د شورا غړو، ملي امنیت مرستیال،امنیت امر،د بېلابېلو سکتوري ادارو رئیسانو او یو شمېر نورو ګډون کړی و.

د VTC کنفرانس په ترڅ کې لومړی د نشه یې توکو پر وړاندې د مبارزې وزیرې خبرې وکړې او د والیانو څخه یې د نشه یې توکو د کښت په مخنیوي کې د همکارۍ غوښتنه وکړه .

ولسمشر محمد اشرف غني د خپلو خبرو پر مهال امنیتي منسوبنیو ته لارښوونه وکړه،چې د کښت پر مهال د کوکنارو مخنیوی وکړي او په دغه برخه کې تر دا مهاله په یو شمېر ولایتونو کې ترسره شوې اقدامات هم وستایل .

هغه همدا راز والیانو او ولایتي شورا غړو څخه وغوښتل،ترڅو کلیو پراختیا او بیارغونې او کرنې او مالدارۍ وزارت له لورې بزګرانو ته د پلې کېدونکو پروژو د ښه مؤثریت په موخه معلومات شریک کړي .

هغه همدا راز د حج او اوقافو وزارت ته هم دنده ورکړه،چې د جوماتونو له لارې د کوکنارو کښت د مخنیوي په برخه کې ولسونو ته پيغام ورسوي.

جمهور رئیس وویل،غېرې مشروع پیسې چې د قاچاق څخه ترلاسه کیږي،د بدبختیو لامل شوي دی .

د هېواد ولسمشر د یو شمېر نورو لارښوونو ترڅنګ والیانو او ولایتي شورا غړو څخه مننه وکړه،چې د ولایتي شورا ټاکنې یې په ښه توګه په یوه ورځ کې ترسره کړې .

هغه والیانو او ولایتي شورا غړو ته لارښوونه وکړه،چې په وسله وال پوځ کې د ځوانانو د جذب په موخه هم اقدامات ترسره کړي او په دغه برخه کې ولسونو ته په مثبت پیغام رسولو هم ټینګار وکړ.

جمهور رئیس همدا راز ټولو شهیدانو ته کورنیو ته د تسلیت مراتب وړاندې کړل او د هغوی کورنیو سره یې د خواخوږۍ په موخه د اړېکو نیولو سپارښتنه هم وکړه .

ننګرهار والي وایي په ۱۳۹۶ یم کال کې به د ملي او ولایتي شورا ګانو او مرکزي ادارې په ځآنګړې همکارۍ د بیارغونو پروژو د پلې کولو لپاره ځآنګړې هڅې ترسره کړي.

سلاکار وزیر او ننګرهار والی محمد ګلاب منګل د مرغومې په ۷مه د نوموړې په مشرۍ د ادارو د مسؤلینو ترمنځ په جوړه شوې غونډه کې وویل، په دغه ولایت کې امنیتي مؤظفینو د امنیتي وضعیت د ښه والې په موخه د پام وړ کړنې ترسره کړي او راتلوونکې کال کې لازمه ده،چې د حکومتدارۍ په برخه کې ګڼ شمېر رغنیزې پروژې پیل او پلي کړي .

نوموړي زیاته کړه، په ۹۶ یم کال کې به د ملي او ننګرهار ولایتي شورا ګانو او د مرکزي ادارې په ځآنګړې همکارۍ به د دغه ولایت لپاره ګڼ شمېر پروژې منظورې او د عملي چارو د پیل کېدو په موخه به یې هلي ځلي ترسره کړي .

د جلال اباد په شاهي ماڼۍ کې په دغه جوړه شوې غونډه کې ننګرهار والي د ملکي هوایي میدان د لومړنیو چارو د ترسره کولو په موخه د بودیجې د موندلو،ښارګوټو ستونزو د حل په موخه د مسؤلینو د ګمارنې،د بهسودو خانکي سیمه کې د کډوالو او غالیو اوبدونکو ښارګوټو د سروې چارو د بشپړيدو او یو شمېر نورو برخه کې د لاسته راوړنو څخه خبر ورکړ.

ښاغلي منګل همدا راز مسؤلینو ته په جلال اباد ښار کې د نوې هدیرې لپاره د ځمکې د ځآنګړې کولو،د ښاري نظم کمیسون د چارو ګړندیتوب، کلني پلان د بشپړیدو، د نوي جلال اباد د جوړولو په موخه د سروې ترسره کولو او یو شمېر نورو برخو کې د اقداماتو سپارښتنې وکړې .

ننګرهار والي د ښاروالۍ مسؤلینو ته سپارښتنه وکړه،چې ژر تر ژره د سره رود دوه سړکې سیمې څخه تر ننګرهار پوهنتون پورې د ګڼې ګوڼې د مخنیوی په موخه د دویم سړک چارې پیل کړي،چې د ښاروالۍ مرستیال له لورې په نږدې راتلوونکې کې د یادو چارو د پیل کېدو څخه ډاډ ورکړ.

په دغه غونډه کې پريکړه وشوه، چې د زراعت رياست د اته زره ټنو څخه څلور ټنه خراب شوي غنم دې د کانال رياست ته د څارويو خوراک لپاره ورکړل شي،همدا راز به د سوداګرو د مالونو د ځآی پر ځآی کولو په موخه د ټاکل شوي هیئت له لورې د حلقوي سړک په مربوطاتو کې د ګدامونو د جوړولو په موخه ځمکه وټاکل شي .

همدا راز د اوبو رسونې ادارې ته دنده ورکړل شوه،چې په جلال اباد ښار کې د اوبو رسونې شبکې زیاتې او په فعالیت دې پیل وکړي .

د دغه غونډې په څنډه کې د عامې روغتیا رئیس نجیب الله کاموال د زربستریز روغتون د تدارکاتي چارو د بشپړیدو او به نږدې راتلوونکې کې د عملي چارو د پیل کېدو څخه خبر ورکړ او همدا راز یې د پښتورګو روغتون لپاره د روزنیزو چارو د ترسره کېدو په موخه پاکستان ته د ۷۵ ډاکټرانو د لیږلو د چمتوالې څخه هم خبر ورکړ.

هغه ډاډ ورکړ،چې د روږدو کمپلکس چارې وروستۍ کړې خو پر وړاندې یې د برېښنا نشتوالی او د امنیتي پوستې نشتون ستره ننګونه ده .

د ننګرهار بهسودو ولسوالۍ اړوند د قاسم اباد ښارګوټي د تطبيق په موخه د ولايت سکتوري او تخنيکي خدماتو رئيس په مشرۍ داړوند ادارو ترمنځ غونډه ترسره شوه .

دولايت د سکتوري خدماتو ريئس احمد شاه سادات وويل : سلاکار وزير او ننګرهار والي محمد ګلاب منګل لارښونه کړې ، چې دقاسم اباد ښارګوټي د تطبيق په اړه دې دبهسودو ولسوالۍ اړوند قومي مشرانو سره په مشوره دياد ښارګوټي او نورو اړونده ښارګوټو چارې پرمخ يوړل شي ، څو دبهسودو د خلکو ستونزې هم په پام کې ونيو ل شي او هم هغه چاته ، چې په ياد ښارګوټي کې د کورنو جوړولو په موخه ديوې – يوې نمرې اويزونه ورکړل شوي ، چې خپلې نمرې ورکړل شي .

د سادات په خبره په دغه ښارګوټي کې دې نوي کارونه بند شي او هېڅوک حق نه لري، چې په قاسم اباد ښارګوټي کې رغنيزي غېرې قانوني چارې ترسره کړي.

د جلال اباد ښاروالۍ مرستيال انجينر حکيم الدين وويل ، که هر چاته په ياد ښارګوټي کې له پلان سره سم نمرې ورکړل شي نو په وينا يې ، چې هېڅ ستونزه به ونه لري .

په ورته وخت کې دبهسودو ولسوال محمد صديق دولتزي وويل ، چې په ياد ښارګوټي کې به هېچا ته اجازه ورنه کړي ، چې په خپل سر غېرې قانوني کورونه جوړ کړي .

دولتزي وويل ، دبهسودو مستحقو خلکو ته به هم دننګرهار والي په لارښونه دکورونو لپاره نمرې ورکړل شي .

د جاپان د خلکو له خوا د بيرته راستنو شويو غير راجستر کډوالو نهه سوه کورنيو سره د خوراکي او غير خوراکي توکو مرسته وشوه

د ولايت مرستيال محمد حنيف ګرديوال د جاپان هېواد د خلکو له خوا د د بېرته راستنيدونکو غير راجستر کډوالو سره د برابرو شوو مرستو د ويش پرمهال وويل دامهال افغان دولت د نورو مرستندويه ادارو په ملتيا هېواد ته د راستنيدونکو راجستر او غير راجستر کورنيو سره مرستې کوي ، چې په وينا يې د يو ان اچ سي ار ادارې په ګډون I o m او نورو ادارو مرستې شاملي دي.

د ولايت مرستيال د جاپان له خلکو مننه وکړه ، چې په پوهنې سربيره دامهال د غير راجستر کډوالو سره مرستې کوي.

په ختيځ کې د جاپان د خلکو د مرستې ادارې مسول وحيدالله زماني وايي: ياده اداره هغه نهه سوه کورنيو ته ، چې د کډوالو رياست له خوايادې ادارې ته معرفي شوي د خوراکي او غيرخوراکي توکو مرستې ورکوي.

د زماني په خبره هرې کورنۍ ته د دوه سوه امريکايي ډالرو په ارزښت شپږ کمپلې ، اوړه ، وريجې ، غوړي ، بوره او چای ورکوي.

دده په وينا يادې ادارې تر دې وړاندې ددې ولايت شا وخوا پنځه ديرش ښوونځي جوړ کړي او هم د کتابتونو او د ښوونکو د ظرفيت لوړونې په برخو کې کار کوي.

دلومړۍ نمبر سرحدي لوا قوماندان دبېلا بېلو قشرونو سره دامنيت ټېنګښت په موخه ناستې ترسره کړې.

د لومړي نمبر سرحدي لوا قوماندان سمونوال محمد ايوب حسين خېل وويل: دقومي مشرانو او بېلابېلو قشرونو سره به دښو اړيکو په لرلو سره په سرحدي سيمو کې امنيت لا ټېنګ کړي.

نوموړي قومي مشرانو ته ډاډ‌ ورکړ ، چې پوليس يې دپخوا په پرتله ډېر تجهيز شوي ، چې کولای شي له سرحداتو ساتنه وکړي.

حسين خېل له ورغلو مشرانو دمننې ترڅنګ له ولسونو سره په ښې همغږۍ خوښي څرګنده کړه او ډاډ يې ورکړ ، چې له ولسونو سره به لاښې اړيکي ساتي .

دغه راز دننګرهار نظامي څارنوالۍ مشرتابه ، د ننګرهار امنيه قوماندانۍ مرستيال ، د ملي امنيت مرستيال ، دڅلورمې پلې لوا درستيزوال او نورو امنيتي مسولينو ديادې لوا قوماندان ته دمبارکۍ ويلو ترڅنګ په سرحدي ولسواليو کې دهمکارۍ ژمنې وکړې او ډاډ يې ورکړ ، چې هېڅکله به دخلکو او خاورې دښمنانان پرې نږدي ، چې خپلو شمو موخو ته ورسيږي .

همدارنګه يو شمېر مدني فعلانو ، ځوانانو او دبېلابېلو بنسټونو استازو دلوا قوماندان ته دمبارکۍ ويلو سر بېره ډاډ ورکړ ، چې دتېر په څېر به داړتيا پرمهال د خپلو امنيتي ځواکونو سره اوږه په اوږه د دښمن مقابله کوي .

بل لورته په ختيځو ولايتونو کې د يوناما اداري مشاور د لومړي نمبر دسرحدي لوا قوماندان سره په خپل کاري دفتر کې ناسته وکړه .

په ناسته کې ديو ناما دغه مشاور دسرحدي پوليسو له کړنو خوښي څرګند کړه ، چې په خبره يې دتورخم ښارګوټي کې هېواد ته دراستندونکو کډوالو په نظم کې هلې ځلې کوي.

د يوناما دغه مشاور دغه راز د کونړ ولايت دسرکاڼو ولسوالۍ دناوه پاس سيمې دسړک د رغولو په برخه کې د رغولو ژمنه وکړه .

دلومړي نمبر سرحدي لوا قوماندان سمونوال محمد ايوب حسين خېل ديوناما ادارې مشاور ته ډاډ ورکړ ، چې دنورو امنيتي ځواکونو سره به په ښې همغږۍ په ياده سيمه کې امنيت لا ټېنګ کړي ، څو دياد سړک د رغولو چارې پيل شي .

د ننګرهار پوهنې رياست په مشرۍ د تخنيکي کاري ګروپ غونډه د پوهنې په رياست کې جوړه شوه.

په غونډه کې د حج اوقافو ، پوهنتون، اطلاعاتو او کلتور ،چاپيريال ساتنې ، اقتصاد، نشه يي توکو سره د مبارزې ،ښځو چارورياستونو پر ريسانو او استازو سربيره د ننګرهار دولايتي شورا غړې حبيبې کاکړ او د يو شمېر بهرنيو مرسته کوونکو ادارو استازو برخه اخيستې وه.

غونډې ته د پوهنې رئيس پوهندوی الله داد اسمعيل زي تر لنډو خبرو وروسته دپوهنې رياست اړوند د نهه ښوونځيو د ودانيو پروپوزلونه او دغه راز د پچير اګام ولسوالۍ درې ښوونځيو ته د اوښتي زيان د کچې راپور وړاندې کړ چې د برخه والو تر هر اړخيزو بحثونو وروسته تائيد او د وروستيو اجراتو لپاره د ولايت اقتصادي کمېټې غونډې ته وړاندې شو.

په غونډه کې د ننګرهار د حج اوقافو رئيس مولوي عبدالظاهر حقاني ، داطلاعاتو اوکلتور رئيس اورنګ صمۍم او يو شمېر ادارو او موسسو استازو هم د بېلابېلو موضوعاتو په اړه خپل نظرونه وړاندې کړل

د ننګرهار په روداتو ولسوالۍ کې د امنيت ټينګښت او نشه يي توکود کښت او قاچاق مخنيوي په موخه غونډه ترسره شوه.

په همدې موخه جوړه شوې غونډه کې د روداتو ولسوالۍ پر مسوولينو سربېره ګڼ شمېر قومي مشرانو ګډون کړی و.

قومي مشر سيد خاطر شاه پاچاه هغه پرېکړه ليک ولوست ،چې قومي مشرانو د ولسوالۍ مسوولينو سره د امنيت ټينګښت ترڅنګ د نشه يي توکو د نه کرلو په برخه کې د همکارۍ ژمنه کړې وه.

يادو مشرانو له دولت څخه غوښتنه وکړه ،چې ددې ولسوالۍ بزګرو سره په بېلا بېلو برخو کې مرستې وکړي.

د روداتو ولسوال حضرت خان خاکسار وويل: سلا کار وزير او ننګرهار والي ددې ولايت له ولسونو غواړي ،چې پر خپلو کروندو کوکنار ونه کري او پر ځای يې حلال فصلونه وکري.

نوموړي وويل: غازي امان الله خان ښارګوټی ، د پوليسو اکاډمي اسلامي نړيوال پوهنتون ،چې دا مهال يې د ابادۍ چارې پيل شوي په روداتو ولسوالۍ کې موقعيت لري ،چې له همدې امله ياده ولسوالي يو ستراتيژک اهميت لري.

روداتو ولسوال وويل: ددې ولسوالۍ ولسونه هر وخت کولای شي، چې له نوموړي سره خپلې ستونزې شريکې کړي.

د سولې په نوم د سوک وهنې سیالۍ ترسره شوې

دغه سیالۍ چې د سوک وهنې فدراسیون له لورې د سولې په نوم ننګرهار بدني روزنې امریت کې په لاره اچول شوې وې، د جلال اباد ښار څلورو کلپونو په کې ګډون کړی وو، یادې سیالۍ د لوبغاړو د استعدادونو د لوړولو او هڅونې په موخه په لاره اچول شوې وې .

ننګرهار بدني روزنې امر شاهدالله صافي د سوک وهنې فدراسیون څخه مننه وکړه او زیاته یې کړه، کلونه وشول، چې په ننګرهار کې د سوک وهنې په برخه کې داسې سیالۍ نه وې ترسره شوې .

صافي د بوکس فدراسیون ته سپارښتنه وکړه، چې دېته ورته نورې سیالۍ دې هم په لاره واچوي ترڅو ټول کلپونه په کې برخه واخلي.

په پای کې ګټونکو لوبغاړو ته مډالونه، ستاینلکونه او کپونه ورکړل شول.

په جلال اباد ښار کې ۴ خصوصي روغتونونه وتړل شول .

د ننګرهار عامې روغتیا ریاست له لورې د دغه ولایت په مرکز جلال اباد ښار کې ۴ خصوصي روغتونونه د بېلابېلو ستونزو له امله تر تړل کېدو وروسته مهرلاک کړل.

د عامې روغتیا ریاست د خصوصي روغتونونو د پلټنې او بر رسۍ کمېسون چې په کې د یادې ادارې د عدلیې طب مشر‌‌‌‌‌ډاکتر لطیف ځير، طبي علومو انستیتوت امر ‌‌‌‌‌‌‌ډاکتر حبیب الله فرهومند،د بی بی فاطمة الزهرا ولایتي شفاخانې امر داکتر حکمت الله عرب او یو شمېر نورو ګډون کړی و، د مرغومې په ۶مه د خصوصي روغتونونو څخه د پلټنې او بر رسۍ پر مهال په جلال اباد ښار کې څلور خصوصي روغتونونه تر تړل کېدو وروسته مهرلاک کړل .

د کمیسون غړي وایي ، په ننګرهار ولایت کې د صحي چارو د بهبود او خصوصي سکتور د روغتیایی چارو د ښه والي موخه هره ورځ بررسي ترسره کوي .

دا په داسې حال کې ده،چې سلاکار وزیر او ننګرهار والی محمد ګلاب منګل د عامې روغتیا رئیس ته لارښوونه وکړه،چې په جلال اباد ښار کې د روغتیایي خدمتونو وړاندې کوونکو ادارو څخه هر اړخیزه څارنه ترسره کړي .

پوليسو د عملياتو پرمهال شپاړلس تنه وسله والو مخالفينو سره د تړاو په تور، يو شمېر وسلې او مهمات او غير راجستر سيمکارتونه نيولي.

پوليسو په ننګرهار ولايت کې ۱۶ تنه وسله والو مخالفينو سره د اړيکو په تور، ۲۵۳۰ غير راجستر شوي سيم کارتونه او ۱۰۵۲ فيره مرمۍ او مهمات ترلاسه کړيدي.

د امنې قوماندانۍ د معلوماتو له مخې پوليسو د روداتو او بټي کوټ ولسواليو کې د عملياتو پرمهال شپاړلس تنه وسله والو مخالفينو سره د تړاو په تور نيولي او د اچين په اوليه سيمه کې يې په يو سراچه ډوله موټر کې ۱۰۴۰ فيره د کلاشنکوف مرمۍ، چې داعش وسله والو ته لېږدول کېدې نيولي دي.

په ورته وخت کې پوليسو د سره رود ولسوالۍ بختان په سيمه کې هم د ګزمې پر مهال لس د توپ سرګلولې، يو لاسي بم، يو د اګايس مرمۍ او يو اندازه چاودونکي توکي کشف او ترلاسه کړيدي.

دغه راز پوليسو د جلال اباد ښار له يو شمېر سيمکارت پلورنکو څخه ۲۵۳۰ غير راجستر شوي سيمکارتونه راټول کړي او مخابراتو رياست ته يې سپارلي دي.

په ترافيکي پېښه کې څلور تنه شهیدان شول.

د ننګرهار لايت روداتو ولسوالۍ سرخديوال سيمه کې نن شاوخوا نهه نيمې بجې د اټو موټر او ټيلر د ټکر له امله په اټو موټر کې څلور تنه نارينه، چې لويان دي په شهادت رسيدلي.

پېښه هغه مهال رامنځته شوه، چې کله ټيلر موټر د تورخم او اټو موټر جلال اباد پر لور روان و.

د ترافيکو مديريت معلوماتو له مخې پېښه د ټيلر موټر چلوونکي د بې احتياطۍ له امله رامنځته شوې او له سيمې تښتیدلی دی.

امنيتي موظفينو پلټنې پیل کړي تر څو د ټيلر چلوونکی ونيسي او د قانون منګولو ته يې وسپاري

پنځه ديرش کیلو ګرامه نشه يي توکي ونيول شول.

پوليسو د ننګرهار ولايت بهسودو پل ته څېرمه د پلټنې پر مهال په يو سوزکي موټر کې پنځه ديرش کيلو ګرامه تارياک، چې په ډېر مهارت سره ځای پر ځای شوي و ونيول.

د معلوماتو له مخې دغه تارياکو سره د امان الله په نوم يو تن هم نيول شوی، چې غوښتل يې ياد نشه يي توکي له لغمان ولايت څخه يې جلال اباد ښار ته وليږدوي.

درې تنه داعش وسله والو ته مرګ ژوبه واوښته.

د ننګرهار اچين ولسوالۍ اړوند پاپين په سیمه کې نن شاوخوا نهه بجې او څلوېښت دقيقې بې پيلوټه الوتکې بريد کړی، چې په ترڅ کې يې دوه تنه داعش وسله وال وژل شي او يو ټپي شوی دی.

په دغه بريد کې ملکي وګړو ته کوم زيان ندی اوښتی.

يو ماين مخکې له چاودنې لمنځه يوړل شو.

د ننګرهار ولايت غنې خېلو ولسوالۍ چاټۍ په سيمه کې د وسله والو مخالفينو له لوري ځای پر ځای شوی پنځه کيلو ګرامه ماين مخکې تر چاودونې لمنځه يوړل شو.

د ملي امنيت رياست د معلوماتو له مخې وسله والو مخالفينو غوښتل، چې دې ماين ته په چاودونې ورکولو سره د يادې سيمې بې ګناه وګړي او دولتي منسوبين په شهادت ورسوي؛ خو مخکې تر چاودنې يې کشف او لمنځه يوړه

—–

په ننګرهار کې د ملکي هوايي ډګر د سروې په موخه مسلکي ټيم ننګرهار ته را ورسيده.

د ننګرهار ولايت مقام په غوښتنه د هېواد هوايي چلند ادارې له لوري په دغه ولايټ کې د ملکي هوايي ميدان جوړولو په موخه د سروې تر سره کولو لپاره مسلکي ګمارل شوی ټيم ننګرهار ته را ورسيده.

د ملکي هوايي ميدان د سروې دغه مسلکي ډلې د مرغومي په ۷ مه جلال اباد شاهي ماڼۍ کې ننګرهار والي سره د سروې تر سره کولو په موخه خپل لومړني معلومات شريک کړل.

سلاکار وزير او ننګرهار والي محمد ګلاب منګل د هوايي چلند ادارې څخه مننه وکړه، چې د ژمنې سره سم يې ننګرهار ته د ملکي هوايي ميدان د جوړولو د مسلکي سروې تر سره کولو په موخه خپله تخنيکي او مسلکي ډله ننګرهار ته را وليږله.

هغه يادې ډلې ته ډاډورکړ، چې د سروې تر سره کولو ټولو برخو کې به ورته سهولتونه برابر کړي او همدا راز د ولايت مقام په مشرۍ د ځمکو خپلواکې، ټولګټو چارو، ښار جوړونې او يو شمېر نورو ادارو مسئولينو ته يادې ډلې سره د بشپړې همکارۍ لارښوونه وکړه.

دا په داسې حال کې ده چې تېره اوونۍ ننګرهار والي د يو شمېر نورو مسولينو سره د ملکي هوايي ميدان جوړولو لپاره لومړنۍ سروې تر سره کړه.

——–

ننګرهار والي وايي هڅه کوي سوداګرو ته د سهولتونو برابرولو او عوايدو لوړيدو په موخه د نفتي، زراعتي او خوراکي توکو د تايدۍ لابراتوارونه ګمرک اداره کې فعاله کړي.

سلاکار وزير او ننګرهار والي محمد ګلاب منګل د توکو لابر اتوارونو اړوند ادارو ګمرک، تجارت او صنايع، سوداګرو او يو شمېر نورو مسئولينو سره د مرغومي په ۷مه جلال اباد شاهي ماڼۍ کې د ناستې پرمهال مسئولينو ته لارښونه وکړه، چې سوداګرو ته په اړونده برخو کې سهولتونه برابر کړي.

هغه زياته کړه په پخوا وختونو کې به سوداګرو غذايي، نفتي او زراعتي توکي د تايدۍ په موخه کابل ته انتقالول، کارونه به يې له ځنډ سره مخ کېدل.

نوموړي وويل، چې د خوښۍ ځای دی اوسمهال په ننګرهار کې د سټنډرډ ملي، عامې روغتيا او زراعت ادارې له لوري ياد توکي په لابر اتوارونو کې تايديږي.

نوموړي وويل، چې هڅې پيل کړي، ترڅو سوداګرو ته د سهولتونو برابرولو په موخه د غذايي، نفتي او زراعتي توکو لابر اتوراونه په ګمرک کې فعال کړي.

هغه عامې روغتيا، زراعت، سنټډرډ ملي ادارې مسولينو ته لارښوونه وکړه چې ګمرک ادارې ته لابر اتوارانو انتقال په موخه يو منظم پيشنهاد برابرکړي؛ ترڅو د انتقال په صورت کې سوداګرو ته لا نور سهولتونه برابر شي.

په همدې حال کې د عامې روغتيا او زراعت ادارو رئيسانو هم ډاډ ورکړ چې په خپله برخه کې يې اجرات تر سره کړي ترڅو د ولايت مقام په لارښوونه سوداګرو ته سهولتونه برابر کړي.

په دغه ناسته کې د بانکي خدمتونو پر وړاندې کولو او يو شمېر نورو برخو باندې هم بحثونه تر سره شول.

ننګرهار والي د خپلې دندې پر مهال په بېلابېلو ولايتونو کې تبليغانو ته د اسلامي اراشاداتو خپرولو زمينه برابره کړېده.

دغه څرګندونې په جلال اباد کې د تبليغي مرکز مشرانو سلاکار وزير او ننګرهار والي محمد ګلاب منګل سره په ناسته کې وکړې.

دغه ناسته، چې د مرغومي په ۷مه جلال اباد شاهي ماڼۍ کې تر سره شوه، پکې د ولايتي شورا غړي اجمل عمر، اطلاعاتو کلتور رئیس اورنګ صميم او په ننګرهار کې د تبليغي مرکز مشرانو او ديني عالمانو برخه لرله.

د تبليغي مرکز مشرانو د خپلو خبرو پرمهال له ننګرهار والي مننه وکړه، چې د خپلې دندې پرمهال يې په بېلابېلو ولايتونو کې د الهي ارشاداتو او نبوي لارښوونو رسولو او خپرولو په موخه له تبليغانو سره مرسته کړيده.

دوی وويل، چې ننګرهار والي تبليغانو ته په لغمان کې د تبليغي مرکز جوړيدو په موخه سل جريبه ځمکه په قانوني ډول ورکړې وه او په بېلابېلو برخو کې يې ور سره همکاري کړېده.

دوی وويل، چې اوسمهال نوموړی په ننګرهار کې د والي په صفت ګمارل شوی د نورو خیر ښېګڼو ترڅنګ يې د تبليغانو د دعوت او له دوی سره په دغه برخه کې د همکارۍ ډاډ ورکړی.

سلاکار وزير او ننګرهار والي محمد ګلاب منګل د تبليغانو روان بهير وستايه، چې يواځينۍ دنده يې خلکو ته د اسلامي لارښوونو رسول دي.

نوموړي تبليغانو ته ډاډ ورکړ، چې په جلال اباد ښار کې تبليغي مرکز څخه به ليدنه تر سره کړي او د اسلامي معلوماتو ورکړې پروګرامونو کې به ور سره ګډون وکړي.

ننګرهار والي له دولتي ادارو څخه نورو ځايونو ته په غير قانوني ډول غځول شوو لينونو پرې کولو لارښوونه وکړه.

ننګرهار والي د دې ولايت برېښنا رياست مسئولينو ته لارښوونه وکړه، چې ټول هغه د برېښنا لينونه، چې له دولتي ادارو څخه شخصي ځايونو ته غځول شوي او هغه کسان، چې د برېښنا پوره وړي وي لينونه يې پرې کړي او د دولتي ادارو د برېښنا باقي داري دي د وزيرانو مصوبې له مخې په مرکز کې اړونده وزارتونو سره تعقيب کړي.

دغه غونډه، چې د جلال اباد په شاهي ماڼۍ کې تر سره شوه پکې د برېښنا شرکت د بېلابېلو برخو مرستيالانو، مديرانو او يو شمېر کار کوونکو برخه لرله.

سلاکار وزير او ننګرهار والي محمد ګلاب منګل د ننګرهار ولايت برېښنا ادارې مسئولينو ته لارښوونه وکړه، چې د دولتي ادارو څخه شخصي کورونو، هټيو او نورو ځايونو ته غځول شوي لينونه پرته له عذره پرې کړي.

نوموړي وويل، چې د ننګرهار د برېښنا شرکت رئيس د وزيرانو د مصوبې خلاف په دولتي ادارو برېښنا پرې کړې وه، چې د دولتي ادارو ټولې چارې يې له ستونزو سره مخ کړې وې.

ده زياته کړه، چې د وزيرانو مصوبې له مخې د دولتي ادارو د برېښنا د بل باقي دارۍ موضوع دې وزارتونو ترمنځ د بوديجې انتقال له مخې اجراء شي.

ننګرهار والي وويل، چې که په عامې روغتيا او محبس برېښنا پرې شي ناروغان او بنديان به له ګڼو ستونزو سره مخ او ستونزې به رامنځته کړي.

ده وويل: ((ډاډ در کوم، چې د برېښنا رياست د هر مامور له حقونو څخه به دفاع کوم او هيچا ته به اجازه ور نه کړم، چې د مامورينو حقوق تر پښو لاندې کړي او يا ورته زيان ورسوي.))

ده دغه راز وويل، چې هر هغه مامور، چې د قانون خلاف کړنه تر سره کړي ور سره به د مامورينو قانون له مخې کړنه تر سره شي.

ننګرهار والي د برېښنا رياست مسئولينو ته لارښونه وکړه، چې په زړه ورتيا او ګړنديتوب سره خپلې چارې پرمخ يوسي .

ننګرهار والي د برېښنا شرکت مسولينو ته سپارښتنه وکړه، چې د درېيم ترانسپرمل چارې بشپړې کړي ترڅو ښاريانو لپاره د برېښنا سهولتونه برابر او صنعتی پارکونو ته په کافي اندازه برېښنا ورکړل شي.

د برېښنا سرپرست محمد ناصر او مرستيال انجينر شايان ننګرهار والي ته ډاډ ورکړ، چې ستاسو په لارښوونو به جدي اقدامات تر سره او هغه ستونزې، چې د دوی پر وړاندې رامنځته کيږي ولايت مقام سره به يې شريکې کړي.

دوی وويل، چې د درېيم ترانسپرمل چارې يې بشپړې کړي؛ خو د مرکزي ادارې له لوري دوی ته تجهيزات ندي ورکړل شوي.

دوی دغه راز له ننګرهار والي څخه غوښتنه وکړه، چې د برېښنا رياست ملکيتونه، چې د ۱۸۷ کسانو له لوري غصب شوي د غاصبينو له منګولو څخه خلاص او د ډرونټې د ځوانانو پارک دهټيوالو د کرايه را ټولولو په برخه کې ور سره جدي همکاري وکړي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *