علماء کرام د دين ستنې دي حکومت او ولسونه به يې تل درناوی کوي.

سلاکار وزير او ننګرهار والي محمد ګلاب منګل علماء کرامو سره د يوې ناستې پر مهال وويل، چې علماء کرام د دين ستنې، د ديني ارزښتونو ساتونکي او د سمې لارې لارښوونکي دي، حکومت او ولسونه به يې تل درناوی کوي او د دوی ستونزو په حل کې به نه ستړي کېدونکې هلې ځلې وکړي.

دغه ناسته، چې د ليندۍ په ۹مه جلال اباد شاهي ماڼۍ کې تر سره شوه پکې د يو شمېر مدرسو مسئولينو د علماو شورا رئيسانو، د جوماتونو ملا امامانو، خطيبانو او د مدرسو استادانو ګډون کړی و.

د علماء کرامو په استازولۍ د علماو شورا مشر شيخ الحديث مولوي محمد ګل وهاج، د شينوارو د علماو شورا رئيس مولوي الله محمد، په ولسي جرګه کې د ننګرهار خلکو استازي فريدون خان مومند او مولوي سيد احمد الله پاچا د خبرو پر مهال وويل، چې په ننګرهار کې مېشت علماء او د مدرسو مسئولين د خپل نظام او وسله وال پوځ ملاتړ کوي.

نوموړو وويل، چې د خپل نظام او هېواد پياوړتيا په موخه يې د هېواد دننه مدرسې فعالې کړي او زرګونو ځوانانو ته يې د ديني زده کړو زمينه برابر کړې، ترڅو د زده کړو لپاره نورو هېوادونو ته د تللو مخه يې ونيول شي.

دوی وويل که حکومت د هرې مدرسې پر استاد يا زده کوونکي شک ولري دوی ژمن دي، چې پرتله له ځنډ او مخالفته به يې حکومت ته د قانوني اجراتو او پلټنو په موخه وسپاري.

دوی د حکومت له لوري د يو نيول شوي عالم د خوشې کېدو غوښتنه وکړه او زياته کړه چې ياد عالم په کومه موضوع کې لاس نلري او دوی يې ضمانت کوي.

دوی دغه راز وويل، چې علماء د هغه عالم او استاد ضمانت نه کوي، چې د حکومت خلاف کړنې تر سره کوي.

سلاکار وزير او ننګرهار والي محمد ګلاب منګل د ننګرهار علماو څخه يې د يووالي غوښتنه وکړه.

نوموړي وويل، چې هېواد مو د ډېرو ستونزو سره مخ دی او په ځانګړي ډول داعش وسله واله ډله هغه څوک دي، چې زمونږ ديني عالمان او ديني ارزښتونه په لومړيو کې ختمول غواړي؛ نو پکار ده، چې علماء د خپل حکومت سره يو شي او د دغې فتنې پر وړاندې مبارزه وکړي.

نوموړي وويل، چې د نيول شوي عالم قضيه يې تعقيب کړې او د قانون په رڼا کې به اجرات تر سره کړي.

د ولسوالیو روغتیایي مرکزونو سره د نږدې لس میلیونه افغانیو په لګښت د موټرسایکلونو او تجهیزاتو مرسته وشوه .

د ننګرهار ولایت عامې روغتیا ادارې له لورې د شاوخوا لس میلیونه افغانیو په لګښت د ولسوالیو روغتیایي مرکزونو سره د پنځوس موټر سایکلونو او ګڼ شمېر تجهیزاتو او تخنیکي وسایلو مرسته وشوه .

سلاکار وزیر او ننګرهار والی محمد ګلاب منګل وویل،ولسوالیو کې د ښې حکومتوالۍ د رامنځته کولو او پياوړتیا په موخه یې یاده مرسته د عامې روغتیا وزرات د پرمختیایي بودیجې څخه برابره کړې ده .

هغه زیاته کړه،هڅه کوي،چې د نورو ترڅنګ په ولسوالیو کې روغتیایي ستونزې حل کړي او له همدې امله یې هغه روغتیا پالو ته چې په لرو پرتو سیمو کې د ناروغانو څخه کتنه کوي او یا هم واکسین تطبیق کوي،د تګ راتګ لپاره یې ورسره د موټر سایکلونو مرسته وکړه .

هغه ټولو واکسیناتورانو ته لارښوونه وکړه،چې د پولیو پر ضد د واکسین د ښه تطبیق په برخه کې هر اړخیزې هلې ځلي وکړي او هیله یې څرګنده کړه،چې له یادو موټر سایکلونو،تجهیزاتو او وسایلو څخه دې د ولسونو د روغتیایي ژوند ساتلو په موخه ګټه واخلي

ننګرهار والي ډاډ ورکړ،چې ډیر ژر به د دغه ولایت د روږدو د درملنې مرکزي روغتون هم پرانستل شي .

د دغه مرستې پر مهال چې د ولایتي شورا رئیس احمدعلي حضرت هم شتون درلود، د عامې روغتیا رئیس ډاکټر نجیب الله کاموال وویل،په ولسوالیو کې ۱۰۸ روغتیایي مرکزونه لرو،چې په یو شمېر ولسوالیو کې یې واکسیناتورانو ته د واکسین د ښه تطبیق په موخه د موټر سایکلو مرسته وکړه .

نوموړي زیاته کړه، ډیر ژر به د دغه ولایت ګڼ شمېر نورو ولسوالیو ته هم په روغتیایي برخه کې تجهیزات او اکمالات ولیږي،ترڅو په روغتیایي برخه کې شته ستونزې حل شي .

سلاکار وزیر او ننګرهار والي محمد ګلاب منګل د مبارکۍ پيغام

ډیرو درنو هېوادوالو په ځانګړي ډول د ننګرهار شریفو ولسونو !ٔ

په خوښۍ سره باید ووایم چې نن یو ځل بیا د افغانستان لپاره د پرمختګ په برخه کې یوه تاریخي ورځ وه،چې د افغانستان او ترکمنستان ولسمشرانو د آقينې اورګاډي پټلۍ په رسمي ډول پرانسته .

خوښ یم چې د افغان اورګاډي پټلۍ غځولو تابيا د اقينې اورګاډي پټلۍ افغانستان د ترکمنستان له لارې د اسيا له نړيوالې اورګاډي پټلۍ سره نښلوي.

د اورګاډي دغه پټلۍ د ترکمنستان له “اتا مرات امام نظر” سيمې پيلېږي او په لومړي پړاو کې نژدې څلور کيلومتره د افغانستان د ننه د اقينې بندر کې غځول کېږي.

زه ټولو هېوادوالو ته په ځآنګړي ډول جلالتماب جمهور رئیس محمد اشرف غني ته د دغه سترې لاسته راوړنې او د افغانستان د پرمختګ د دغه سترګام له امله مبارکي وایم.

هیله لرم،چې په راتلوونکي کې د ورته نورو لاسته راوړنو شاهدان ووسو .

د سر لوړې او اباد افغانستان په هیله .

د ننګرهار ولايت د کډوالو چارو رياست په هلو ځلو او د ډبليو – ايف – پي ادارې په همکارۍ يو شپيته بې ځايه شويوکورنيو سره د خوراکي توکو مرسته ترسره شوه.

د کډوالو چارو رئيس غلام حيدرفقيرزی وايي: دغه يو شپيته کورنۍ له پچيراګام ولسوالۍ څخه راکډه شوي ، چې دا مهال دجلال اباد ښار اړوند مولوي خالص فاميلو او دولت اباد سيمو کې مېشتې دي.

نوموړي زياته کړه د يادو کورنيو سروې د ننګرهار والي په لارښوونه ترسره شوې ،چې په خبره يې هرې کورنۍ ته د ډبليو- ايف – پي ادارې له لوري د دوه مياشتو لپاره خوراکي توکي ورکړل شول.

فقيرزی وايي: يادو کورنيو سره به په نږدې راتلونکي کې د غير خوراکي توکو مرسته هم ترسره شي.

د کډوالو چارو رئيس په خبره د ټولو کډو والو او بې ځايه شويو کورنيو سروې د ګډ ټيم له لوري روانه ،چې په وينا يې مستحقو کورنيو سره به د بېلا بېلو مرستندويه ادارو له لوري مرستې ترسره شي.

په ننګرهار پوهنتون کې دوينې دورکړې کمپاين پيل شو.

په ننګرهار پوهنتون کې دسولې څېړنيز مرکز په نوښت د وينې دورکړې کمپاين پيل شو،چې په لومړۍ ورځ د دغه پوهنتون په سلګونه محصلينو پنځه اويا زره سي سي وينه ورکړه.

دپوهنتون رئيس پوهندوی استاد ببرک مياخېل وايي:د وينې دورکړې له دغه کمپاينه يې موخه بې وزله ناروغه هېوادوالو ته دوينې برابرول او خلک سولې ته هڅول دي.

مياخېل وايي:د سولې څېړنيز مرکز چې دپوهنتون استادان او محصلين پکې کارکوي ،دپوهنتون يوشمېرمحصلين چې پخوا يې دلاريونونو له لارې خپلې غوښتنې څرګندولې دېته برابر کړي ، چې د دغه مرکز له لارې سراسري سولې ته لار کار وکړي او دوينې تويولو پرځای اړمنو ته وينه ورکړي.

په ورته وخت کې دعامې روغتيا دوينې دبانګ مسؤل دپوهنتون له مشرتابه او محصلينو مننه وکړه چې دغه سترخيريه کار ته يې اوږه ورکړه .

دغه ډاکټر وايي:دوی ته دورځې په عادي ډول له لسو تر شلو داسې ناروغان مراجعه کوي چې وينې ته اړتيالري.

د ده په وينا د دې وينې په سپما سره د ټولو هغو ناروغانو دوينې اړتيا په وړيا توګه پوره کېدای شي چې يا غريب وي او يا څوک ونه لري.

د ننګرهار پوهنتون درئيس په وينا دوينې د ورکړې دغه کمپاين به داړتيا سره سم هغو پوهنځيو ته هم وغځوي چې په ښار کې قرار لري.

د ننګرهار اطلاعاتو او فرهنګ رياست کې د ښځو پروړاندې د تاو تريخوالي مخنيوي په موخه غونډه ترسره شوه .

په غونډه کې د اطلاعاتو او کلتور رئيس اورنګ صميم وويل: ښځه په اسلامي او ټولنيز نظام کې ډير حقوق لري ، او -هم د ټولنې په اصلاح او جوړښت کې يې رول ترهر چا اغيزمن دی بايد مقام ته يې درناوی وشي

نوموړي په ټولنه کې ناوړه دودونه او د علمي کچې ټيټوالی هغه عوامل په ګوته کړل ، چې په کورنيو کې د ښځو د تاوتريخوالي سبب ګرځي.

صميم په نارينه او ښځينو غږ وکړ ، چې په کورنيو کې له هغو کړنو او الفاظو له کارونې ډډه وکړي ، چې د تاوتريخوالي او جنجالونو لامل ګرځي .

په جوړه شوې غونډه کې د يو شمېر ممثلينو له لوري د ښځو د تاوتريخوالي په تړاو جوړه شوې تمثيلي پارچه وړاندې شوه ،چې د غونډې د ګډوالو له لوري په چک چکو بدرګه شوه.

هغو کسانو ته چې دولت د سياه سنګ په ښارګوټي کې نمرې ورکړي کولی شي چې په ډاډه زړه يې ابادې کړي.

دغه څرګندونې د جلال اباد ښاروالۍ مرستيال انجنير حکيم الدين عمر خېل د سره رود ولسوال ،قومي مشرانو او مخورو سره د سياه سنګ ښارګوټي په اړه جوړه شوې ناسته کې وکړې.

د جلال آباد ښاروالۍ مرستيال وويل: هغو کسانو ته، چې دولت قانوني د سياه سنګ په ښارګوټي کې نمرې ورکړي،کولای شي په ډاډه زړه يې د جوړولو چارې پيل کړي.

نوموړي وويل: په دې برخه کې دې قومي مشران او ولسونه خپله همکاري لا زياته کړي او د غاصب او غصب په مخنيوي کې دې د خپل دولت ملا وتړي.

په ورته وخت کې د سره رود ولسوال سيد علي اکبر سادات وويل: د سره رود ولسونو په هر وخت کې د خپل دولت ملا تړل کړی او بيا هم دېته چمتو دې چې د ټولګټو پروژو او رغنيزو کارونو نه ساتنه وکړي .

قومي مشر ګل ميران دولتزي او ېو شمېر مشرانو په ليکلي بڼه ولايتي ادارې ته ډاډ ورکړ چې ،پخپله سيمه کې به هېچاته ددې اجازه ورنکړي ،چې د دولت ځمکه غصب کړي .

يادو قومي مشرانو دا هم وويل: کومو کسانو ته چې دولت د سياه سنګ په ښارګوټي کې نمرې ويشلي ،کولی شي چې ابادې يې کړي، ولسونه يې ساتنې اوهمکارۍ ته چمتو دې او څوک به پرې نه ږدي چې ددوی ځمکې غصب کړي.

پنځه سوه اووه ويشت کيلو ګرامه نشه يي توکي ونيول شول

د ننګرهار ولايت د روداتو او سره رود ولسواليو په مربوطاتو کې په دوه عرادو موټرونو کې څلور تنو سره ۵۲۷ کيلو ګرامه نشه يي توکي ونيول شول.

د ننګرهار امنې قوماندانۍ د معلوماتو له مخې د ننګرهار روداتو ولسوالۍ په کترغي سيمه کې دريو تنو سره په يو کرولا ډوله موټر کې ۴۹۹ کیلو ګرامه چرس، چې په ډېر مهارت ځای پر ځای شوي و ونيول شول.

دغه راز په ورته وخت کې د دې ولايت دسره رود ولسوالۍ د درونټې په سيمه کې هم پوليسو د پلټنې پر مهال په يو ټونس ډوله موټر کې ۲۸ کيلو ګرامه هيروين له يو تن سره نيولي، چې غوښتل يې غني خېلو ولسوالۍ ته يې ولېږدوي.

نيول شوي کسان امنې قوماندانۍ کې تر پوښتنو لاندې دي.

دوه سوه نهه بې ځايه شويو کورنيو سره د خوراکي توکو مرسته ترسره شوه.

د کډوالو چارو رئيس غلام حيدر فقيرزي وويل، چې دوه سوه نهه بې ځايه شويو کورنيو سره د خوراک نړيوالې ادارې له لوري د خوراکي توکو مرسته ترسره شوه.

نوموړي وويل، چې يادې کورنۍ له پچيراګام ولسوالۍ څخه راکډه شوي او دا مهال د مولوي خالص فاميلو کې مېشتې دي.

ده وويل، په دغه مرسته کې دوه سوه کيلو ګرامه اوړه ،شل ليتره غوړي ، دال او مالګه شامله ده.

ده وويل، چې تر دې مهاله په ننګرهار کې له درې زره پنځه څلوېښت بې ځايه شويو کورنيو سره د نغدو پيسو، خوراکي او غيرې خوراکي توکو مرستې تر سره شويدي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *