ننګرهار والي د عدلې او قضاء دولت ادارو اجرات او کړنې له نږدې وکتلې.

دغه ليدنه، چې د لړم په ۲۵ مه تر سره شوه سلاکار وزير او ننګرهار والي محمد ګلاب منګل د قضاء دولت او عدلې رياست د بېلابېلو څانګو د فعاليتونو ارزونه او د مراجعينو ستونزې واوريدې.

د عدلې رئيس مولوي محمد ابراهيم د بېلابېلو څانګو د اجراتو او د مراجعينو د ستونزو حل په اړه ننګرهار والي ته معلومات ورکړل.

د ننګرهار والي محمد ګلاب د عدلې رياست په بېلابېلو څانګو کې د مراجعينو عرایض او دوسيې وکتلې او له مراجعينو څخه يې د دې ادارې د اجراتو په اړه معلومات وغوښتل.

مراجعينو د عدلې رياست د کړنو څخه خوښي څرګنده کړه، چې په خپل وخت سره د دوی دوسيې خلاصيږي او اړونده ادارو ته استول کيږي.

ننګرهار والي محمد ګلاب منګل د عدلې رئيس او کار کوونکو ته لارښوونه وکړه، چې د مراجعينو کارونه پرته له ځنډه اجراء او د دولتي ځمکو او ودانيو څخه په جدي ډول دفاع وکړي.

نوموړي وويل، چې ولايتي اداره ستاسو د قانوني کړنو بشپړ حمايت کوي او هيچا ته به اجازه ور نه کړي، چې دولتي ځمکې او ودانۍ غير قانوني ونيسي.

والي وويل، چې هر هغه مامور چې په خپله دنده کې غفلت او د اصولو څخه سرغړونه وکړي د قانون په رڼا کې به ور سره چلند وشي.

د يادونې وړ ده، چې سلاکار وزير او ننګرهار والي محمد ګلاب منګل تر دې وړاندې دپوهنې، کار او ټولنيزو چارو، عامې روغتيا، ترانسپورت ریاستونو، نظامي چيک پواينټونو او يو شمېر نورو ادارو څخه د ورځې او د شپې ناوخته کتنې کړي ، چې په ترڅ کې يې د ادارو کار کوونکو ته په کارونو کې د اصلاح او نيمګړتياو لمنځه وړلو سپارښتنې شويدي.

احمد علي حضرت د ننګرهار ولايتي شورا رئيس په توګه وټاکل شو

د ننګرهار ولايتي شورا په دفتر کې د ولايتي شورا د اداري هيئت ټاکنې تر سره شوې، چې پکې احمد علي حضرت له اولس رايو څخه د لس رايو په ترلاسه کولو د ولايتي شورا د رئيس، لعل محمد درانۍ د نهو رايو په ترلاسه کولو د شورا د معاون او ذبيح الله زمري د لس رايو په ترلاسه کولو سره د منشي په توګه وټاکل شول.

د اداري هئيت د ټاکنې پر مهال سلاکار وزير او ننګرهار والي محمد ګلاب منګل، د ولايت مرستيال محمد حنيف ګرديوال، د عدلي او قضايي ارګانونو او امنيتي ادارو مسئولينو او د رسنيو استازو ګډون کړی و.

له ټاکنو وړاندې د ولايت مرستيال محمد حنيف ګرديوال وويل دولايتي شوراګانو د اداري پلاوي ټاکل د هېواد د وضعي قوانينو او د ولايتي شوراګانو د طرزالعمل له مخې تر سره کېږي ،چې سږکال پدې پروسه کې د ننګرهار ولايتي شورا اولس استازي ګډون لري.

د ټاکنو د پايلو له اعلان وروسته سلاکار وزير او ننګرهاروالي محمد ګلاب منګل د رڼو او بې پرې ټاکنو په پايله کې د ولايتي شورا نوي ټاکل شوي پلاوي ته د مبارکۍ ويلو تر څنګ له ټولو غړو غوښتنه وکړه چې په پوره همغږۍ اويوالي سره ددې ولايت د پرمختګ له پاره کار وکړي.

منګل ډاډ ورکړ، چې ددې ولايت د پرمختګ لپاره به ټولې چارې د ولايتي شورا غړو سره په همغږۍ ترسره کوي.

د ولايتي شورا نوي ټاکل شوي رئيس احمد علي حضرت او د يادې شورا غړو د ټاکنو د ښه ترسراوي په موخه د ټاکل شوي کميسون او اړوند ادارو مننه وکړه ، چې په ښه او ازاده توګه يې ټاکنې تر سره کړې.

لر او بر پښتون يو وجود دی او په نا منل شوې کرښې سره يې څوک نشي بيلولی

دغه څرګندونې سلاکار وزير او ننګرهار والي د کوزې پښتونخوا د پاک افغان ولسي تړون فرهنګيانو سره د لړم په ۲۵ مه جلال اباد شاهي ماڼۍ کې د يوې ناستې پر مهال وکړې.

ننګرهار والي محمد ګلاب منګل راغلي پلاوي ته د ښه راغلاست ویلو ترڅنګ د هغوی څخه مننه وکړه، چې د خپل سفر په ترڅ کې يې دننګرهار همیشه بهار څخه لیدنه وکړه.

نوموړي وويل، چې ننګرهار د کوزې پښتونخوا ګډ کور دی او په راتګ سره يې دوی ته وياړ وبښه.

ننګرهار والي وويل، چې که چيرې په ګران هېواد افغانستان کې سوله تامين شي؛ نو لر او بر پښتانه به وکولای شي، چې په ازاد ډول تګ راتګ وکړي او په ټولو فرهنګي، کلتوري اوسياسي برخو کې به يو له بل سره ګډون وکړي.

ده وويل، چې لر او بر پښتون يو وجود دی او په نا منل شوې کرښې سره يې څوک نشي بيلولی.

ننګرهار والي د کوزې پښتونخوا له راغلو فرهنګيانو مننه وکړه او ډاډ يې ورکړ، چې هر وخت کولای شي ننګرهار ولايت ته په ډاډه زړه سفر وکړي.

ده دغه راز د کوزې پښتونخوا فرهنګيانو ته د جلال اباد تاريخي ماڼۍ په اړه معلومات ورکړل او زياته يې کړه، چې دغه ماڼۍ شاوخوا ۱۳۰ کاله وړاندې د امير عبدالرحمن لخوا جوړه شوېده.

د کوزې پښتونخوا څخه راغلي د پاک افغان ولسي تړون مشر عالم زیب خان د خپل سفر څخه خوښي څرګنده کړه او ويې ویل افغانستان ته یې د راتګ څخه موخه دا ده، چې دلته یو فرهنګي دهلیز پرانيزي .

عالمزيب خان وويل، چې جلال اباد د لر او بر پښتنو لوی کور دی او د جلال اباد په ښار کې د غازي امان الله خان او فخر افغان خان غفار خان په شان لوی شخصيتونه دفن دي.

ده وویل، چې موږ به هڅه وکړو چې د سولې لپاره کار وکړو ، که چیرې په افغانستان کې سوله تامین شي‎، نو د لرو او بر پښتنو لپاره به په فرهنګي، سیاسي، او ټولنیزو فعالیتونو کې د ګډون زمینه برابره شي.

نوموړي وويل، چې په پام کې لري ترڅو په ننګرهار کې د کوزې او بره پښتونخوا ورزش کارانو ترمنځ ګډې سيالۍ پيل کړي

په غېرې قانوني ډول د نویو ریکشاوو جوړلو مرکزونو د تړلو پرېکړه وشوه .

سلاکار وزیر او ننګرهار والي محمد ګلاب منګل په مشرۍ د ښار نظم په جوړه شوې غونډه کې پرېکړه وشوه،چې په جلال اباد ښار کې دې په غېرې قانوني ډول د ریکشاوو جوړولو مرکزونه وتړل شي .

دغه غونډه چې د لړم په ۲۵مه د جلال اباد په شاهي ماڼۍ کې جوړه شوې وه، په کې جلال اباد ښاروال،امنیت امر،ترافیکو مدیر،ترانسپورټ،اصنافو او کسبګرو اتحادیې، چاپیریال ساتنې،ښار جوړونې او یو شمېر نورو ادارو مسؤلینو او استازو په کې ګډون کړی و.

د دغه ناستې په ترڅ کې مسؤلینو د ور سپارل شوو دندو په اړه معلومات، د اجراتو پر وړاندې ستونزې او خپل وړاندیزونه سلاکار وزیر او ننګرهار والي سره د حل په موخه شریک کړل .

سلاکار وزیر او ننګرهار والي محمد ګلاب منګل د مسؤلینو څخه مننه وکړه،چې د ښاري نظم برابرولو په برخه کې اقدامات ترسره کړي،خو ترسره شوي فعالیتونه یې د ښاري نظم لپاره د قناعت وړ ونه بلل .

هغه مسؤلینو ته امر وکړ،چې د ښاري نظم د برابرولو په موخه دې په جلال اباد ښار کې د هډو مناسب ځآیونه وټاکي او سرغړونکې موټر چلوونکو سره دې تر ټولو سخت قانوني چلند ترسره شي .

هغه همدا راز مسؤلینو ته لارښوونه وکړه، ترڅو په جلال اباد ښار کې د نظم د برابرېدو په موخه د هټیوالو په همکارۍ په منظم یو نیفورم کې څوکیداران وګماري،ترڅو په ټاکل شوو سیمو کې د ښاري نظم،امنیت خوندیتوب،غلا او ګڼ شمېر نورو برخو کې همکاري وکړي .

د دغه غونډې په ترڅ کې پرېکړه وشوه،چې په جلال اباد ښار کې په ۳۷ بېلابېلو سیمو کې په غېرې قانوني ډول د نویو ریکشاوو جوړولو مرکزونه دې ژر تر ژره وتړل شي .

همدا راز په جلال اباد ښار کې د ګاز ډبې لرونکو ریکشاوو په ګرځیدو هم د بندیز پرېکړه وشوه او مسؤلینو ته د پیل شوي کمپاین د دوام لارښوونه وشوه.

د ماين په چاودنه کې درې ماشومانو ته مرګ ژوبله واوښته

د ننګرهار ولايت روداتو ولسوالۍ اړوند چينار کلي په سيمه کې نن شاوخوا اوه نيمې بجې د وسله والو مخالفينو له لوري ځای پر ځای شوي ماين چاودنه کړې، چې په ترڅ کې يې د ښوونځي يو تن ماشوم زده کوونکی شهيد او دوه نور ټپیان شول.

د معلوماتو له مخې د شهيد او ټپيانو ماشومانو عمرونه د اتو، نهو او لسو کالونو ترمنځ دي.

ټپيان د درملنې په موخه د ننګرهار عامې روغتيا روغتون ته لېږدول شويدي.

په ښار کې به ټول هغه هوټلونه بند شي، چې د خوړو او پاکۍ نظم يې سم نه وي.

د جلال اباد ښار د پلټنې مدير شفيع الله ستانکزي د ياد مطلب په ويلو سره د هوټلونو مالکانو ته خبرداری ورکړ،که نظافت او د خوړو کيفيت ته پاملرنه ونه کړي، د جريمې ترڅنګ به يې هوټلونه وتړل شي.

نوموړی وايي، ددغو هوټلونو د پيژندلو په موخه يې کمپاين پيل کړی او ډېر ژر به مثبتې پايلې ته ورسېږي .

ستانکزی زياتوي ،ښاريان دې د سوداګريزو توکو رانيولو او هوټلونو ته د ورتګ پرمهال د نرخ پاڼې مطابق پيسې ورکړي.

د ښار والۍ د پلټنې مدير وايي: که هر هټيوال او هوټلي له نرخ پاڼې سرغړونه وکړي قانوني چلند سره به مخ شي.

په ننګرهار کې ۷۶۵ کډوالو کورنيو سره د خوراکي توکو او نغدي مرسته ترسره شوه .

پدې ولايت کې د کډوالو چارو رئيس غلام حيدر فقيرزی وايي : له يادو کډوالو څخه ۲۱۰ کورنۍ د پچير اګام ولسوالۍ څخه د مولوي خالص فاميلو ته راکډه شوي ، چې د ډبليو ، ايف ، پي خيريه ادارې له لوري ورسره د يو اندازه خوراکي توکو مرسته ترسره شوه .

د نوموړي په خبره تردې مهاله د پچيراګام ولسوالۍ څخه راکډه شوو ۲۵۸۶ کورنيو سره نغدي او د خوراکي توکو مرستې ترسره شوي او د ۳۴۶۲ په شاوخوا کې کورنيو سروې ترسره شوې چې په نږدې راتلوونکي کې به ورسره بيلابيلې مرستې ترسره شي .

فقيرزی زياتوي پدې وروستيو کې له ګاونډي هيواد پاکستان څخه ۵۵۵ کورنۍ ددې ولايت د بهسودو او سره رود ولسواليو ته راکډه شوي ، چې د ای – ار-سي او ان – ار- سي خيريه ادارو له لوري هرې کورنۍ سره د شپږ شپږ زره افغانيو نغدي مرسته ترسره شوه او يوسل پنځه ديرش کورنيو سره د يوې يوې خيمې مرسته وشوه .

دکاروبار د پراختيا په موخه پنځه سوه درې اويا کسبګرو سره د نړيوال بانک په مرسته نغدي مرسته تر سره شوه.

د بې کارۍ د مخنيوي او خلکو ته د مناسبو کاري فرصتونو برابرول هغه څه دي، چې له مخې يې په ټولنه کې د فقر او غربت مخنيوي شونې دي.

د ولايت مرستيال محمد حنيف ګرديوال د کار او ټولنيزو چارو رياست په انګړ کې د د مهارتونو د پراختيا د ملي پروګرام له لارې ددې ولايت کسبګرو او کارو باري خلکو ته د بلاعوضه نغدي مرستې د ويش په غونډه کې وويل، چې کمزوري اقتصاد او د حرفوي زده کړو نه موجوديت هغه عامل دی، چې د دې ولايت په ګډون په ټول هېواد کې د بې کارۍ کچه لوړ کړې ده .

د نوموړي په وينا پدې سربيره يو شمېر کسبګر، چې کمزوری اقتصاد لري نشي کولای ، چې خپل کاروبارته دوام ورکړي.

د ولايت مرستيال پدې ولايت کې له مرستندويه ادارو غوښتنه وکړه، چې د بې کارۍ د مخنيوي تر څنګ د کار وبارونو د پراختيا لپاره کار وکړي .

د کار او ټولنيزو چارو رئيس عبدالحکيم شيرزاد وويل، چې هڅه کوي چې پدې ولايت کې د بې کارۍ د مخنيوي په موخه د حرفوي زده کړو په پراختيا سره خلکو ته د کار زمينه برابره کړي.

د نوموړي په وينا په روان کال د ياد رياست په چوکاټ کې څلور زره ځوانان روزلي او دا مهال ورسره د کاروبار د پراختيا په موخه نغدي مرسته کوي.

د شيرزاد په وينا يادې مرستې ټولو هغو کاروباريانو ته د پچې اچونې له لارې ورکوي ، چې وړاندې د ټاکل شوي ټيم له خوا برسي او په ګوته شوي وي.

د نوموړي په وينا د کاروباريانو په ډله کې پنځه ديرش فيصده ميرمنې شاملې دي.

په غونډه کې د ولايتي شورا غړي محمد اجمل عمر پدې ولايت کې د بې کارۍ د مخنيوي په برخه کې د حرفوي زده کړو پراختيا او کسبګرو ته نغدي مرستې برابرول مهم ګام ياد کړ او غوښتنه يې وکړه چې د ياد پروګرام د لا پراختيا لپاره هڅې وشي.

نولس تنه داعش وسله والو ته مرګ ژوبله واوښته .

د ننګرهار پچير اګام ولسوالۍ توکل خېلو سيمه کې تېره شپه ناوخته د امنيتي ځواکونو او داعش وسله والو ترمنځ نښته رامنځته شوې، چې په ترڅ کې يې نهه تنه داعش وسله وال وژل شوي، لس ټپيان شوي او د دريو جسدونو په ګډون يو شمېر وسلې يې په سيمه کې پاتې شويدي.

د څلورمې پلې لوا د اوپراسيون امر ډګرمن حکومت خان ساتي په داسې حال کې چې د پچير اګام ولسوال ميرباز ممتاز او نورو امنيتي مسوولينو يې ملتيا کوله ډاډ څرګند کړ ،چې د امنيت ټينګښت او وسله والو مخالفينو د ځپلو په موخه به خپلې هڅې لا پراخه کړي.

د نښتې پر مهال ملکي وګړو او امنيتي ځواکونو ته کوم زيان نه دی اوښتی.

لوړ پوړو امنیتي منسوبینو د پچیراګام امنیتي وضعیت په اړه سلاکار وزیر او ننګرهار والي سره معلومات شریک کړل .

د کورنیو چارو وزارت د پولیسو عمومي قوماندان په مشرۍ تېره ورځ لوړ پوړو امنیتي منسوبینو په پچیراګام ولسوالۍ کې د امنیتي منسوبینو د پوستو او بېلابېلو سیمو څخه د لیدنې وروسته سلاکار وزیر او ننګرهار والی سره د خپل سفر په اړه معلومات شریک کړل .

سلاکار وزیر او ننګرهار والی محمد ګلاب منګل وویل، د پچیراګام ولسونو قربانۍ د ستایلو دي،دوی اوس هم په پوره مېړانې سره د خپلو سیمو د ساتلو په موخه ژمن دي .

هغه د امنیتي منسوبینو سرښندنې هم وستایلې خو د عملیاتو د لاسته راوړنو او ګړندیتوب په اړه یې جدي سپارښتنه وکړه .

د کورنیو چارو وزارت د پولیسو عمومي قوماندان لوی پاسوال محمد سالم احساس ننګرهار والي ته ډاډ ورکړ،چې په یاده ولسوالۍ کې د امنیتي منسوبینو روحیې لوړي دي او ډیر ژر به یادې سیمې د داعش له شتون څخه پاکې کړي.

په همدې حال کې د ۲۰۱ سیلاب قول اردو مرستیال قوماندان شجاعي هم ډاډ څرګند کړ،چې د داعش ځپلو په موخه به وروستي او له لاسته راوړنو ډک عملیات ترسره کړي .

سلاکار وزیر او ننګرهار والي په دغه ولایت کې د پاکستان قونسل سره په دیپلوماتیکو موضوعاتو خبرې اترې وکړې .

سلاکار وزیر او ننګرهار والي محمد ګلاب د لړم په ۲۴ مه د جلال اباد په شاهي ماڼۍ کې د پاکستان قونسل سره د لیدنې پر مهال، په بېلابېلو برخو کې د علمي سفرونو،تحصیلي بورسونو،ویزو د ورکړې او یو شمېر نورو موضوعاتو په اړه خبرې اترې وکړې .

دواړو مشرانو د دغه ناستې پر مهال د پاکستان او افغانستان په ديپلوماتيکو اړيکو لا ټينګار وکړ.

ننګرهار والي وويل،د اړېکو د ښه والې په موخه لازمه ده،چې د دواړو هېوادونو ترمنځ په بېلابېلو برخو کې علمي سفرونه ترسره شي،ترڅو په اړونده برخو کې تجربې شریکې او ترې ګټه واخیستل شي .

هغه همدا راز د ویزو په برخه کې مراجعینو ته د لا زیاتو سهولتونو د برابرولو څخه یادونه وکړه او ننګرهار ته یې د ځآنګړي تحصیلی بورسونو د ورکړې وړاندیز وکړ.

په ننګرهار کې د پاکستان قونسل فرمان الله یوسف زي سلاکار وزیر او ننګرهار والي څخه مننه وکړه،چې د کلتوري،دیني،علمي او نورو برخو کې د رسمي او علمي سفرونو څخه یادونه وکړه او ټینګار یې وکړه،چې دغه چاره به د دواړو هېوادونو په اړېکو لا زیات مثبت تاثیر وکړي .

هغه زیاته کړه، هره ورځ نږدې ۵ سوه افغانانو ته ويزې ورکوي او ډاډ يې څرګند کړ، چې بېلابېلو ولایتونو کې به د نورو څانګو په پرانستلو سره د ویزو اخیستو په برخه کې هر ډول ستونزه حل شي .

ده همدا راز ژمنه وکړه، چې د ننګرهار ځوانانو ته به تحصيلي بورسونه د ځآنګړي کولو په برخه کې هم هلي ځلي وکړي .

نوموړي ننګرهار والي سره خپلې يو شمېر ستونزې هم د حل په موخه شريکې کړې.

ننګرهار والي وایي په ټولو چارو کې د بشر حقونو ته ځآنګړې پاملرنه لرم.

سلاکار وزیر او ننګرهار والي محمد ګلاب په ختیځ کې د بشر حقونو د دفتر مشرې صبرینا حمیدي په مشرۍ د دغه ادارې د بېلابېلو څانګو مسؤلینو سره د لیدنې پر مهال ډاډ څرګند کړ،چې په ټولو چارو کې د بشر حقونو ته ځآنګړې پاملرنه لري .

دغه لیدنه چې د لړم په ۲۴مه د جلال اباد په شاهي ماڼۍ کې ترسره شوه،د بشر حقونو رئیسې صبرینا حمیدي د خپلو خبرو پر مهال د ولایت مقام په مشرۍ په دغه ولایت کې د بېلابېلو ادارو سره پر همغږۍ ټینګار وکړ .

نوموړي غوښتنه وکړه،چې په هغه مسائلو کې چې د دوی اداره په کې کار کوي،د ولایت مقام په مشرۍ دې ورسره ټولې ادارې مرسته وکړي .

سلاکار وزیر او ننګرهار والي محمد ګلاب منګل په ختیځ کې د بشر حقونو ادارې د فعالیتونو څخه خوښي څرګنده کړه او ډاډ یې ورکړ،چې د بشر حقونو په ګډون به ټولو ادارو سره په دغه ولایت کې پوره همغږي رامنځته کړي،ترڅو چارې په ښه توګه پرمخ ولاړې شي

هغه زیاته کړه،امنیتي ارګانونو ته یې د عملیاتو او ادارو مسؤلینو ته یې د کړنو پر مهال لارښوونه کړې،چې د بشر حقونو ته ځآنګړې پاملرنه وکړي او دغه چاره به په ټول توان سره جاري وساتي .

له اقتصادي پلوه صنعتي پارک په دې ولايت کې د کورني توليداتو په پراختيا او دبې کارۍ په مخنيوي کې مهمه لاسته راوړنه ګڼل کيږي.

د ولايت مرستيال د سلاکار وزير او ننګرهار والي په لارښونه صنعتي پارک ته د غځيدلي سرک په اوږدو کې ديو شمېر اشخاصو له خوا د موانعو د لمنځه وړلو پرمهال وويل: ولايتي اداره هڅه کوي ، چې پدې ولايت کې د شته صنعتي پارکونو د وضعيت د ښه کېدو په موخه لازمې هڅې وکړي .

د ولايت مرستيال پداسې حال کې چې د سره رود ولسوالۍ د مسولينو سره يوځای د غځيدلي سرک په اوږدوکې اېښودل شوې موانع ورانولې وويل ولايتي اداره پدې ولايت کې د نورو اقتصادي پروژو سربيره د صنعتي پارک د پراخيتا او د پانګوالو هڅونې ته لومړيتوب ورکوي او هڅه کوي چې د مرکزي دولت سره په هغږۍ پدې ولايت کې د شيخ مصري صنعتي پاک صنعتکارانو ته سهولتونه برابر کړي.

د ولايت مرستيال په شيخ مصري صنعتي پارک کې د يو شمېر صنعتي فابريکو نه د ليدنې پرمهال وويل د خوښۍ ځای دی، چې دامهال په کور دننه په ښه کيفيت سره خوراکي او غيرخوراکي توکو د توليد فابریکې لري.

په شيخ مصري صنعتي پارک کې شته صنعتکاران او پانګوال وايي دا مهال په ياده ساحه کې شااوخوا څلوېښت صنعتي فابريکې شته ، چې توليداتو يې په کور دننه د خلکو پام خپل کړی دی.

ددوی په وينا د لارې په اوږدو کې د يو شمېر اشخاصو له خوا ستونزې او موانع رامنځته کول او په پارک کې دلومړينو اسانتياوو نه موجوديت انديښمن کړي دي.

د کرنې اومالدارۍ وزارت له خوا ددې ولايت اته زره بزګرو ته د څلور سوه ميتريک ټنه د غنمو تخم او د يوزرو دولس ميټريک ټنه کيمياوې سرې د ويش لړۍ پيل شوه.

د کرنې رياست مسولين وايي په پام کې ده چې د مرکز په ګډون په ټولو ولسواليو کې د کوپراتيفونو شامل بزګرو ته د غنمو اصلاح شوی تخم او سره وويشي.

د کرنې او مالدارۍ وزارت په نوښت د ننګرهار ولايت اته زره بزګرو ته د غنمو د اصلاح شوي تخم او کيماوي سرې د ويش لړۍ د پيل په مراسمو کې دولايت مرستيال محمد حنيف ګرديوال وويل ننګرهار په هېوادنۍ کچه يو له هغه ولايتونو څخه دی، چې د مېشتو وګړو زياته برخه يې په کرنه او مالدارۍ بوخته ده.

د نوموړي په وينا ددې ولايت بزګرو سره د کرنيزو تخمونو او کيمياوي سرو مرسته او کومک کولای شي ، چې د کورني اقتصاد په پياوړتيا او ځان بساينې ته زمينه برابره کړي.

د ولايت مرستيال د کرنې او مالدارۍ وزرات او مرستندويه ادارو غوښتنه وکړه ، چې ددې ولايت د بزګرو د ژوند ښه والي په موخه د مرسستو په شته اندازه کې زياتوالی راولي.

داصلاح شوي تخم او کيمياوي سرې دويش پرمهال د کرنې او مالدارۍ رئيس پوهنمل رفيع الله رحيمزي وويل د کرنې او مالدارۍ وزارت په پام کې لري چې ددې ولايت بزګرو سره د څلور سوه ميټريک ټنو په اندازه اصلاح شوی تخم او يو زرو دولس ميټریک ټنه کيماوي سره وويشي چې پيل يې د بهسودو ولسوالۍ له بزګرو کوي.

د نوموړي په وينا ټاکل شوی تخم په هېوادنۍ کچه يو منل شوی او د حاصلاتو له پلوه ښه جنسيت ګڼل شوی. دده په ټکو

کيمياوي سره هېوادنی توليد دی چې په مزار شريف ښار کې جوړيږي.

د بهسودو ولسوال محمد صديق دولتزي او يو شمېر قومي مشرانو بزګرو سره د تخمونو او کيماوي سرو مرسته په کرنيزه برخه کې د ځان بساينې په تړاو مهمه هڅه په ګوته کړه او له اړوند مسولينو يې غوښتنه وکړه چې دکرنيزو حاصلاتو د لوړتيا په موخه شوې مرسته څو چنډه لوړه کړي.

په ننګرهار امنيې قوماندانۍ کې څلوېښت تنو منسوبينو د تظاهراتو د قانون او M16_A4 وسلې استعمال په اړه زده کړې او معلومات ترلاسه کړل.

دغه منسوبين د ريزرف عملياتي قطعې و، چې زده کړه يې له مجربو استادانو ترلاسه کړه.

د امنيې قوماندانۍ د ريزرف عملياتي قطعې افسران ،ساتنمنان او سرتيري چې شمېر يې څلوېښت تنه و،نن په امنيې قوماندانۍ کې د تظاهراتو قانون او M16_A4 وسلې استعمال په اړه يې روزنه ترلاسه کړه.

د امنيې قوماندانۍ اداري مرستيال قاري اميرخان لېوال وويل:فارغ منسوبين دې په قطعاتو کې له ګډو امنيتي ځواکونو سره په ګډه د قانون حکمونو په تطبيق او ولس ته خدمت وکړي.

نوموړي له فارغو افسرانو ، ساتنمنانو او سرتيرو وغوښتل ،چې :پر دغو زده کړو بسنه ونه کړي او خپلې مسلکي زده کړې لا پراخه کړي.

د امنيې قوماندانۍ د ښوونې او روزنې مدير روشل پوپل وويل:د پوليسو ظرفيت لوړونې په موخه به په راتلوونکو کې ورته سيمنارونه ترسره کړي.

د کورنيو چارو وزارت د ارشد معينيت لومړي مرستيال لوی پاسوال محمد سالم احساس او ورسره پلاوي په پچير اګام ولسوالۍ کې د روانو عملياتو له لومړۍ کرښې ليدنه وکړه.

شاوخوا شل ورځې وړاندې ګډو امنيتي ځواکونو د ولسي پاڅون کوونکو په همکارۍ د پچير اګام ولسوالۍ اړوند پاس پچير سيمه کې د څلورمې پلې لوا ځواکونو په مشرۍ عمليات پيل کړل ،چې د ملي امنيت موظفينو سربيره ملي، سرحدي ، عامه نظم او سيمه ييز پوليس پکې برخه لري.

لوی پاسوال محمد سالم احساس په پچير اګام ولسوالۍ کې له روانو عملياتو په داسې حال کې ليدنه وکړه ،چې ننګرهار امنيې قوماندان مل پاسوال سيد ګل اقا روحاني، د کورنيو چارو وزارت د سيمه ييزو پوليسو عمومي رئيس پاسوال علي شاه احمدزي ، د تعميراتو رياست مرستيال مل پاسوال محمد هارون ، د يادې ولسوالۍ ولسوال ، د عامه نظم اوومې لوا او لومړي نمبر سرحدي لوا درستيزوالانو يې ملتيا کوله.

لوی پاسوال محمد سالم احساس او ورسره پلاوی پچيراګام ولسوالۍ ته له رسېدو سره سم لومړی په عملياتو کې د شاملو امنيتي ځواکونو مسولينو سره د روانو عملياتو د ښه ترسراوي په موخه ناسته ترسره کړه.

د ناستې پر مهال په عملياتو کې د شاملو ګډو امنيتي ځواکونو د اپراسيون او کشفي برخې مسوولينو د روانو عملياتو په اړه معلومات وړاندې کړل.

دوی وويل: دروانو عملياتو په ترڅ کی وسله والو مخالفينو ته درنه مرګ ژوبله اوښتې او ګڼ شمېرسيمې د هغوی له شتون څخه پاکې شوې ، چې په خبره يې دښمن يې له ماتې سره مخ کړی دی.

په عملياتو کې د شاملو امنيتي ځواکونو مسولينو يولړ وړانديزونه وکړل ، چې دورغلي لوړ پوړي پلاوي له لوري ډاډ ورکړل شو.

جوړه شوې ناسته کې دکورنيو چارو وزارت دارشد معينيت لومړي مرستيال لوی پاسوال محمد سالم احساس دګډو امنيتي ځواکونو په همغږۍ خوښي ښکاره ، چې ورسپارل شوې دنده يې په برياليتوب سره ترسره کړې.

نوموړي دغه راز دننګرهار امنيتي وضعيت ته په ګتو د پچير اګام ولسوالۍ امنيتی وضعيت ښه ياد کړ ، چې د امنيتي ځواکونو تر څنګ ولسونه ولاړ او له خپلو سيمو څخه په ميړانه دفاع او ساتنه کوي.

له جوړې شوې ناستې وروسته يادو امنيتي مسوولينو په پاس پچير سيمه کې د روانو عملياتو له لومړۍ کرښې څخه د کتنې پر مهال په عملياتو کې د شاملو ګډو امنيتي ځواکونو لوړ مرال وستايه ، چې په وينا يې دښمن يې ځپلی او پر مخ روان دي .

سيمې ته ورغلو لوړ پوړو امنيتي مسوولينو ټينګار وکړ ، چې دنظامي تکتيکونو سره سم پر مخ تګ وکړي ، او پاتې سيمې هم د دښمنانو له شتون څخه پاکې کړي.

لوی پاسوال محمد سالم احساس ډاډ ورکړ ، چې په سيمه کې به ډير ژر دوسله والو مخالفينو دځپلو او لمنځه وړلو په موخه اضافي امنيتي ځواکونه او ولسي پاڅون کوونکي ځای پرځای شي.

دکورنيو چارو وزارت دسيمه ييزو پوليسو عمومي رئيس پاسوال علی شاه احمدزي ، دسيمه ييزو پولسو د دندو او مسوليتونو په اړه خبرې وکړې ، او د هغوی د ترسره شويو کړنو ستاينه يې وکړه چې تل يې ګډو امنيتي ځواکونو سره اوږه په اوږه په برياليتوب سره خپلې دندې ترسره کړي دي.

ورسته د څلورمې پلې لوا د اوپراسيون مدير، دياد محل ولسوال او امنيه قوماندان ورغلي پلاوي ته ډاډ ورکړ، چې د خپل سر په بدله به د هېواد له لويشت لويشت خاورې او خلکو څخه دفاع او ساتنه وکړي.

ددغه رسمي سفر په پای کی په عملياتو کې د شاملو ګډو امنيتي ځواکونو يو شمېر منسوبين په مډالونو ، ستاينليکونو ، او نغدي مکافاتو ووياړل شو.

د ننګرهار د کډوالو چارو رياست په هلو ځلو د پچيراګام ولسوالۍ دوه سوه نهه بې ځايه شويو کورنيو سره د خوراکي توکو مرسته ترسره شوه.

د کډوالو چارو رئيس غلام حيدر فقيرزي په وينا يادې کورنۍ له پچير اګام ولسوالۍ څخه د چپرهار دولت اباد سيمې ته راکډه شوي ، چې نن يکشه د ډبليو- ايف – پي ادارې له لوري ورسره د خوراکي توکو مرسته ترسره شوه.

نوموړی وايي: د يادو کورنيو سروې د ننګرهار والي په لارښوونه ترسره شوې ، چې هرې کورنۍ ته ډبليو – ايف – پي ادارې د دوو مياشتو لپاره خوراکي توکي ورکړل.

د کډوالو چارو رئيس وايي: يادو کورنيو سره به په نږدې راتلونکي کې د غير خوراکي توکو مرسته هم وشي.

د نوموړي په وينا تر دا مهال د پچير اګام ولسوالۍ څلور زره لس بې ځايه شوې کورنۍ د مرستو د ترلاسه کولو په موخه دوی ته عارض شوي ،چې په خبره يې د درې زره شپږ سوه اته ديرش کورنيو سروې بشپړه شوې ،چې درې زره څلور سوه دوه شپيته يې مستحقې پيژندل شوي دي.

ديادې ادارې مسوولين وايي: تر دې دمه د پچير اګام ولسوالۍ دوه زره پنځه سوه شپږ اتيا بې ځايه شويو کورنيو سره د بېلا بېلو ادارو له لوري مرستې ترسره شوي دي.

د څلورمې پلې لواء ديارلس بريدملان د ډريورۍ له دوه مياشتني کورس نه فارغ شول.

په ننګرهار ولایت کې د څلورمې پلې لواء د ګارنيزون قوماندان ډګروال عبدالقيوم ګربز د يادې لواء د تعليم او تربيې له منسوبينو مننه وکړه، چې ياد بريد ملان يې مسلکي روزلي دي.

نوموړي وويل: فارغ شوي بريد ملان دې له پوځي تکتيکي او تخنيکي زده کړو سالمه ګټه واخلي او خپل زده کړي معلومات دې نورو سره شريک کړي.

د يادې لواء د تعليم او تربيې امر جګړن محمد نعيم وويل:له پلان سره سم يې وړاندې پنځه څلوېښت تنه له ورته دوه مياشتني کورسه فارغ کړي دي.

په ننګرهار کې ميشتو اهل هنودو د خپل مشر کليزه ونمانځله.

په ننګرهار کې مېشتو اهل هنودو او سکانو دخپل مذهبي مشر بابا نانک د زېږېدنې پنځه سوه اته څلوېښتمه کليزه ونمانځله .

اهل هنودو او سکانو خپل مذهبي کتاب په جلال اباد کې له مرکزي درمسال څخه واخيست او په خاصو مراسمو سره يې ددغه ولايت سره رود ولسوالۍ سلطانپور چينو ته يوړ او هلته يې خپل مذهبي مراسم پرځاى کړل .

په ننګرهار کې دمېشتو اهل هنودو وياند اقبال سنګ وايي، ددوى مذهبي مشر له نن څخه پنځه سوه اته څلوېښت کاله وړاندې نړۍ ته سترګې غړولې وې ، دوى هرکال دهغه دپيدايښت کليزه په خاصو مراسمو نمانځي .

دى وايي دوى په کال کې دوه اختره لري ، کوچنى اختر يې دمذهبي مشر دزېږېدنې دکليزې نمانځل دي او لوى اختر يې ، چې وېساک يې بولي په راتلوونکي کې نمانځي.

په دغه ولايت کې د اهل هنودو د درمسال سرپرست امرګ سينګ خپلو ټولو اهل هنودو ته ددوى دکوچني اختر مبارکي ورکړه .

ده دننګرهار له ولايتي ادارې ، سره رودو ولسوالۍ مسوولينو او ټولو امنيتي موظفينو مننه وکړه چې ددوى دمراسمو لپاره يې ښه امنيتي فضاء برابره کړې ده.

د سره رود ولسوال سيدعلي اکبر سادات هم وايي، چې داهل هنودو دمراسمو لپاره يې کلک امنيتي تدابير نيولي دي .

دګروه بابانانک دکليزې مراسم اهل هنود درې ورځې نمانځي.

د مومندو يولس ولسواليو قومي مشرانو د ننګرهار والي سره د يوې غونډې پر مهال خپلې ستونزې د حل په موخه شريکې کړې.

دغه غونډه، چې د لړم په ۲۳مه د جلال اباد په شاهۍ ماڼۍ کې تر سره شوه د مومندو بېلابېلو ولسواليو قومي مشرانو پکې برخه لرله.

د قومي مشرانو په استازولۍ حاجي جهانزيب، ملک اولداد، مولوي عبدالعزيز خیرخواه وويل، چې د مومندو قوم د خپل حکومت سره د امنيت په تامين کې همکار دي او د ولايتي ادارې مسئولينو څخه يې وغوښتل، چې د امنيت په ټينګښت کې لا هڅې وکړي.

نوموړو وويل، چې د سرخديوال سيمه سلطاني ډاګ دی او د مومندو قوم په حدوداتو کې موقيعت لري.

دوی زياته کړه، چې د سرخديوال سيمه کې يو تن له پخواني جمهور رئيس څخه د ۱۷۹ جريبه ځمکې فرمان اخيستی؛ خو دوی د فرمان د حکم خلاف څلور زره جريبه ځمکه نيولې ده او هره ورځ يې پر نورو خلکو په لوړه بيه پلوري.

دوی غوښتنه وکړه، چې د سرخديوال په سيمه کې دې کار بند او د دوی اسناد دې د قانون په رڼا کې بررسي شي.

سلاکار وزير او ننګرهار والي محمد ګلاب منګل د مومندو قوم څخه مننه وکړه، چې د داعش بدې پديدې څخه يې خپلې سيمې ساتلې دي.

نوموړي د مومندو قوم ته ډاډ ورکړ، چې د سرخديوال ځمکې موضوع لپاره به يو مسلکي او فني هيئت وټاکي او تر څېړنې وروسته به د قانون په رڼا کې اجرات تر سره کړي.

ده د ولسونو پر يووالي ټينګار وکړ او د مومندو قومي مشرانو څخه وغوښتل، چې ټولې ستونزې دې د ولايت مقام سره شریکه کړي ترڅو د قانون له مخې پرې اجرات تر سره شي.

ګڼ شمېر داعش وسله وال ووژل شول

د ننګرهار پچير اګام ولسوالۍ کې د افغان ځواکونو او داعش وسله والو ترمنځ نښته رامنځته شوې، چې له امله يې په تيرو څلرويشتو ساعتونو کې ګڼ شمېر داعش وسله وال وژل شوي او د دوی درې جسدونه او يو شمېر وسلې په سيمه کې پاتې شوي دي.

په دغه نښته کې امنيتي ځواکونو او ملکي وګړو ته کوم زيان ندی اوښتی.

د یو قوماندان په ګډون درې وسله وال طالبان ووژل شول .

ننګرهار ولایت د غني خیلو ولسوالۍ په ۲۷ مه ویالې سیمه کې د ځآنګړو کورنیو ځواکونو له لورې عملیات ترسره شوي،چې په ترڅ کې د وسله والو طالبانو یو قوماندان په ګډون درې وسله وال طالبان ووژل شول .

همدا راز په یادو عملیاتو کې درې میله کلاشینکوف او یو اندازه نظامي تجهیزات هم د امنیتي منسوبینو ته لاسته ورغلي دي .

په دغه عملیاتو کې ملکي وګړو او امنیتي منسوبینو ته کوم زیان نه دی اوښتی.

د داعش دوه غړي ونيول شول

د ننګرهار ولايت اچين ولسوالۍ په عبدالخېلو سیمه کې نن شاوخوا دولس بجې امنيتي مسئولينو د داعش دوه تنه غړي چې يو يې دولس کلن او بل څوارلس کلن دی نيولي دي.

د معلوماتو له مخې دغه دوه کم عمره هلکان د فارياب د شاه ولسوالۍ اوسیدونکي دي او داعش وسله والو په خپلو ليکو کې جزب کړي و.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *