مدني فعالانو د قانون د حاکمیت په موخه د قاطع پرېکړو غوښتنه وکړه .

په ننګرهار کې د بېلابېلو ټولنو مدني فعالانو سلاکار وزیر او ننګرهار والي سره د لیدنې پر مهال غوښتنه وکړه،چې د قانون د حاکمیت په موخه دې قاطع پرېکړې ترسره شي .

دغه لیدنه چې د لیندۍ په ۱۲مه د جلال اباد په شاهي ماڼۍ کې ترسره شوه،په ترڅ کې مدني فعالانو په بېلابېلو برخو کې خپل خپل وړاندیزونه او نظرونه شریک کړل .

دوی د خپلو خبرو پر مهال وویل،د ولایت مقام له رهبرۍ څخه په کلکه غوښتنه کوي،چې د قانون حاکمیت په برخه کې قاطع ووسي،ترڅو په ټولو برخو کې د هر ډول فساد مخنیوی وشي .

مدنی فعالانو همدا راز د امنیتي وضعیت د ښه والې په برخه کې هم د پاملرنې ترڅنګ په وروستیو کې د سلاکار وزیر او ننګرهار والي د ترسره شوو بېلابېلو اقداماتو څخه هم ستاینه وکړه .

سلاکار وزیر او ننګرهار محمد ګلاب منګل د مدنی فعالانو څخه مننه وکړه،چې د قانوني کړنو د ترسره کولو پر مهال یې ورڅخه د قاطع پرېکړو غوښتنه وکړه او په دغه برخه کې ورڅخه خپل ملاتړ څرګند کړ.

هغه همدا راز په وروستیو کې په بېلابېلو برخو کې د ترسره شوو اجرائتو په برخه کې هم مدني فعالانو ته معلومات ورکړل .

د دغه ناستې په ترڅ کې ننګرهار والي او مدني فعالانو د برېښنا ادارې اړوند رامنځته شوې موضوع په اړه هم سره رښتیني او کره معلومات شریک کړل .

سلاکار وزیر او ننګرهار والي د یو شمېر ولسوالیو مخورو ستونزې د حل په موخه واوریدې .

سلاکار وزیر او ننګرهار والي محمد ګلاب منګل د لیندۍ په ۱۲مه د جلال اباد په شاهي ماڼۍ کې د اچین،روداتو او دوربابا ولسوالیو د یو شمېر مخورو ستونزې د حل په موخه واوریدې .

دغه مشرانو د خپلو خبرو پر مهال شینوارو ولسوالیو ته په بېلابېلو برخو کې د حکومت د پاملرنې غوښتنه وکړه او همدا راز یې په یادو ولسوالیو کې شته ستونزې سلاکار وزیر او ننګرهار والي سره شریکې کړې .

دوی همد راز وړاندیز وکړ،چې په یادو ولسوالیو کې دې د غرونو څخه د لرګیو په را لیږدولو دوی ته اجازه ورکړل شي .

سلاکار وزیر او ننګرهار والي محمد ګلاب منګل د یادو مشرانو څخه مننه وکړه،چې د حکومت سره یې په چارو کې د همکارۍ ژمنه وکړه.

هغه زیاته کړه، هر مهال خوښ دی،چې د هغه ولسونو او مخورو ستونزې واوري،چې په ولسوالیو کې میشت دي،ترڅو حقیقي ستونزې له دوی سره شریکي کړي .

ننګرهار والي یادو مشرانو ته د قانون په چوکاټ کې د یو شمېر ستونزو په حل کې د همکارۍ ډاډ ورکړ.

د ننګرهار په اچين ولسوالۍ کې د عملياتو پر مهال د داعش وسله والو يو ډلمشر جاهد وژل شوی دی.

پوليسو تېره شپه د اچين ولسوالۍ په شنه لګت سيمه کې عمليات ترسره کړي ،چې پر مهال يې د داعش وسله والو يو ډلمشر جاهد وژل شوی دی .

په ورته وخت کې په مومندرې ولسوالۍ کې د پوليسو او وسله والو مخالفينو ترمنځ په نښته کې يو تن مخالف وسله وال وژل شوی دی.

د نښتې پر مهال ملکي وګړو او پوليسو ته کوم زيان نه دی اوښتی.

بل لورته د روداتو ولسوالۍ پوليسو په پيوې کنډو سيمه کې په يو عراده کرولا ډوله موټر کې پنځه کړۍ د وسايطو ضد ماينونه کشف او لمنځه وړي او هم يې درې تنه شکمن کسان نيولي دي.

درې تنه د بېلابېلو جرمونو په تړاو ونیول شول.

د ننګرهار ولايت هسکې مېنې، کامې او جلال اباد ښار کې پوليسو په بېلابېل وختونو کې درې تنه نيولي، چې يو يې داعش ډلې سره اړيکې لري، يو تن قتل کړی او بل د نغدو پيسو د غلا په تور نيول شوی دی.

نيول شوو کسانو څخه په امنې قوماندانۍ کې نورې څېړنې او پوښتنې روانې دي.

دوه کړۍ ماينونه لمنځه يوړل شول

د ننګر هار ولايت پچير اګام او مومندرې ولسواليو کې پوليسو د ګزمې پر مهال د وسايطو ضد دوه ماينونه کشف او لمنځه وړي دي.

د معلوماتو له مخې دغه ماينونه د وسله والو مخالفينو له لوري د تخريبي کړنو په موخه ځای پر ځای شوي و، چې موخې ته له رسيدو وړاندې لمنځه يوړل شول.

دوه زره پنځه سوه کيلو ګرامه امونيم نايتريت ونيول شول

د ننګرهار ولايت سره رود ولسوالۍ اړوند شيخ مصري سيمه کې افغان ځواکونو عمليات کړي، چې په ترڅ کې يې د محمد افضل په نوم يو تن له کوره ۲۵۰۰ کيلو ګرامه امونيم نايتريت ترلاسه کړي دي.

محمد افضل د افغان ځواکونو له لوري نيول شوی دی او تر پوښتنو لاندې دي.

اوه څلوېښت بوجۍ کيمياوي مواد ونيول شول

د جلال اباد ښار دويمې ناحيې اړوند په يو سرای کې افغان ځواکونو د پلټنې پر مهال د نوشادر په نوم ۴۷ بوجۍ کيمياوي مواد تر لاسه کړي دي.

د دغه کيمياوي موادو په تور دوه تنه د شپږ سوه زره پاکستانۍ کلدارو سره نيول شوي او تر پوښتنو لاندې دي.

په ننګرهار کې د عامه نظم اوومې لواء قوماندان نصير احمد ساپي د مرحومې مور بي بي د جنازې لمونځ په شيرزي لوبغالي کې د سلګونو خلکو په برخې اخيستنې سره اداء شوه.

د عامه نظم لواء قوماندان مل پاسوال نصير احمد ساپي مور بي بي د جنازې لمونځ د ليندۍ په ۱۳ مه د جلال اباد په شيرزي لوبغالي کې اداء او د مقام خان په هديره کې خاورو ته وسپارل شوه.

د جنازې لمانځه پر مهال سلاکار وزير او ننګرهار والي محمد ګلاب منګل سربيره د ختيځ زون قومي مشرانو، ديني عالمانو، کونړ پخواني والي، ولايتي شورا غړو، ملي امنيت، امنې قوماندانۍ، سرحدي لواء او ملي اردو څلورمې پلې لواء قوماندانانو، منسوبينو، سربازانو، مدني فعالانو، د دې ولايت د يو شمېر ادارو رئيسانو او ملکي وګړو برخه لرله.

سلاکار وزير او ننګرهار والي محمد ګلاب منګل او د جنازې برخوالو مرحومي ته د الله پاک له درباره د فردوس جنت او کورنۍ غړو ته يې د جميل صبر هيله وکړه.

د عامه نظم اوومې لواء قوماندان مل پاسوال نصير احمد ساپي د جنازې له برخوالو مننه وکړه، چې د ده د مور بي بي په جنازه کې يې ګډون وکړ او دوی ته يې د تسليت او غمرازۍ مراتب وړاندې کړل.

مرحومه تېره ورځ د ورپېښې ناروغۍ له امله وفات او نن يې شيرزي لوبغالي کې د جنازې لمونځ اداء او د جلال اباد ښار په مقام خان هديره کې خاورو ته وسپارل شوه.

د ملي امنيت پخواني رئيس د سلاکار وزير او ننګرهار والي د تيرو کړنو ستاينه وکړه.

د ملي امنيت پخواني رئيس اسد الله خالد د ليندۍ په ۱۳ مه جلال اباد شاهي ماڼۍ کې د يوې غونډې پر مهال د سلاکار وزير او ننګرهار والي محمد ګلاب منګل تېرې کړنې او اوسني فعاليتونه وستايل.

په دغه غونډه کې د ملي امنيت پخواني رئيس اسد الله خالد سربيره د تخار والي ډاکتر ضياء، د پکتيکا پخوانی والي محب الله صميم، ولايتي شورا رئيس احمد علي حضرت، ملي امنيت رئيس، امنې قوماندان، د ولسي جرګې يو شمېر غړو او نورو مسئولينو برخه لرله.

د ملي امنيت پخواني رئیس اسد الله خالد وويل: ننګرهار والي، چې په دريو ولايتونو او يو وزرات کې دندې تر سره کړې د دندې پر مهال يې ښې لاسته راوړنې او خلکو ته يې ښه خدمات وړاندې کړي دي.

نوموړي وويل، چې د پخوانيو کاري تجربو په لړ کې به د ننګرهار په ولايت کې لا هم ډېر خدمات تر سره کړي، چې مونږ يې کړنې ستايو او په ننګرهار کې ورته د بريا هيله کوو.

سلاکار وزير او ننګرهار والي د راغلو مسئولينو له څرګندونو مننه وکړه او ډاډ ورکړ، چې د پخوا په څېر به د ولسونو لپاره لا زيات خدمات تر سره کړي.

ده وويل، چې ننګرهار د ختيځ زون مرکز بلل کيږي او د دې ترڅنګ د هېواد د بېلابېلو ولايتونو وګړي پدې ولايت کې ژوند کوي.

ده وويل، چې کلکه اراده لري، چې د ننګرهار ولسونو په همکارۍ او د امنيتي ځواکونو پر مټ دې ولايت کې په بېلابېلو برخو کې خدمت تر سره کړي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *