ننګرهار والي د خوږیاڼو سراسري شورا غړو بېلابېلې ستونزې د حل په موخه واوریدې .
سلاکار وزیر او د ننګرهار والي محمد ګلاب منګل د افغانستان په کچه د خوږیاڼو د سراسري شورا غړو بېلابېلې ستونزې،چې د ننګرهار خوږیاڼو درې ولسوالیو اړوند وې، د حل په موخه واوریدې.
د افغانستان په کچه د خوږیاڼو د سراسري شورا په استازیتوب محمد عمر شیرزاد،غلام فاروق نظري،حاجي باري خان، سیدد نجیب اروال او یو شمیر نورو د خبرو پر مهال د خوږیاڼو وزیرو سیمه کې د داعش د لمنځه وړلو،خوږیاڼو او پچیراګام ولسوالیو بې ځایه شوو کورنیو سره په شفاف ډول مرستې ترسره کولو،د ولایت په کچه د خوږیاڼو کادرونو په ګمارنې او یو شمیر نورو برخو کې د مرستې غوښتنه وکړه .
دوی ننګرهار والي ته په ټولو برخو کې د همکارۍ ډاډ ورکړ،خو یادو درې ولسوالیو ته یې د ځآنګړې پاملرنې غوښتنه وکړه .
سلاکار وزیر او د ننګرهار والي محمد ګلاب منګل وویل،د خوږیاڼو او شیرزادو ولسوالیو امنیتي وضعیت ښه والې ،بې ځایه شوو کورنیو لپاره یې د مرستې رسونې او ګڼ شمیر نورو برخو کې لازم تدابیر نیولي خو په ګڼ شمیر برخو کې د ولسونو پر همکارۍ ټینګار وکړ.
هغه زیاته کړه،ولسونه پر حکومت ځآنګړی حق لري،خو پخپلو برخو کې ځآنګړي مسؤلیتونه هم لري او د خوږیاڼو ولسوالۍ ولسونو څخه یې غوښتنه وکړه،چې د داعش او وسله والو طالبانو په لمنځه وړلو کې خپل مسؤلیت ترسره کړي .
د ننګرهار والي په وینا د لومړي ځل لپاره یې د پچیراګام تورې بوړې سیمه کې ځواکونه میشت کړي او که د خوږیاڼو د دوو نورو ولسوالیو خلک پخپلو برخو کې مسؤلیت ادا کړي،نو سیمه ییزو پولیسو،ولسي پاڅوون کوونکو او نورو برخو کې به یې د جذب په ترڅ کې ورته د خپلو سیمو د ساتنې مسؤلیت ورکړي.
هغه د خوږیاڼو د سراسري شورا غړو سره په ننګرهار کې د هر ډول همکارۍ ډاډ ورکړ او خوښي یې وښوده،چې د ستونزو په حل کې به ورسره لازمه همکاري وکړي .
د خوږیاڼو سراسري شورا د افغانستان په کچه نږدې ۱۵ کاله وړاندې په فعالیت پیل وکړ،چې د هېواد بېلابېلو ولایتونو کې په کې خوږیاڼی قوم غړیتوب لري او د دې شورا رهبرۍ له تېرو درې ورځو راهیسې په ننګرهار کې د خوږیاڼو قوم بېلابېلې ستونزې د حل په موخه وڅېړلې .
په حصارک ولسوالۍ کې د وروستۍ پېښې قربانیانو کورنیو ته د فاتحې او تسلیت مراتب ترسره شول
د ولسمشر په لارښوونه په دیني برخه کې د جمهوري ریاست سلاکار مولوي عنایت الله بلیغ په مشرۍ د چارو ادارې،دفاع او کورنیو چارو وزارتونو،ملي امنیت عمومي ریاست او سیمه ییزو ارګانونو خپلواکې ادارې د استازو په ګډون راغلي پلاوي د حصارک ولسوالۍ د وروستۍ پېښې قربانیانو کورنیو ته د فاتحې او تسلیت مراتب او له دوی سره یې نغدي مرسته ترسره کړه .
په همدې موخه د جلال اباد په شاهي ماڼۍ کې ناسته جوړه شوې وه،چې په کې د یاد پلاوي سربېره ننګرهار والي،د ملي امنیت رئیس،ولایتي شورا غړي،د امنیت امر،د هغمږۍ مرکز قوماندان،د حصارک ولسوال،د قربانیانو د کورنیو غړو او یو شمیر نورو هم شتون درلود.
په دیني برخه کې د ولسمشر سلاکار مولوي عنایت الله بلیغ وویل،د ولسمشر په حکم یې په بېړني ډول ننګرهار ته سفر کړی،ترڅو په حصارک ولسوالۍ کې د رامنخته شوې قضیې په اړه معلومات را ټول کړي .
هغه زیاته کړه، ولسمشر ورته سپارښتنه کړې،ترڅو د پېښې د ملکي وګړو قربانیانو کورنیو ته د نوموړي له لورې د فاتحې او تسلیت مراتب ترسره کړي او همدا راز ورته ځآنګړې شوې نغدي مرسته هم وسپاري .
د حصارک ولسوال عبدالخالق وویل، وړمه ورځ د حصارک ولسوالۍ په ناوي سیمه کې وسله والو طالبانو په الوتکو تخریبي ډزې کړې وې،چې د هغوی له لورې پرې بمباري شوه او له امله یې دوه وسله وال مخالفین ووژل شول،درې ملکي وګړي شهیدان او درې نور ټپيان شول،همدا راز تر پنځوسو په شاوخوا کې پسونه هم په کې لمنځه تللي .
سلاکار وزیر او د ننګرهار والي محمد ګلاب منګل وویل، وسله والو مخالفینو همېشه په تروریستي کړنې سره د ملکي وګړو د کورونو،کاروبار او نورو ځایونو څخه د سنګر په توګه استفاده کړې،چې وخت ناوخت په کې ملکي وګړي قرباني کیږي .
په همدې حال کې د ولایتي شورا غړي ډاکټر ناصر کاموال ټینګار وکړ،چې په دې ولایت کې دې، ټول عملیات،بریدونه او نورې امنیتي چارې د ولایت مقام او امنیتي ارګانونو رهبرۍ سره په پوره همغږۍ او همکارۍ ترسره شي،ترڅو د هر ډول اندېښنو مخنیوی شوی وي .
د دې ناستې پر مهال د ولسمشرۍ ماڼۍ له لورې د درې شهیدانو کورنیو ته سل،سل زره او درې ټپیانو کورنیو ته پنځوس،پنځوس زره مرسته شوې افغانۍ ورکړل شوې .
د ننګرهار والي په مشرۍ د نظامي شورا ناسته وشوه .
سلاکار وزیر او د ننګرهار والي محمد ګلاب منګل په مشرۍ د نظامي شورا اونیزه غونډه د لیندۍ په ۴مه د ولایت په مقام کې ترسره شوه .
په دې غونډه کې د ننګرهار والي سربېره د ولایتي شورا رئیس احمدعلي حضرت، د سرحدي پولیسو، ملي اردو او همغږۍ مرکز قوماندانانو، د ملي امنیت رئیس او مرستیال، د امنیت امر او یو شمېر نورو ګډون درلود .
د دې ناستې پر مهال د ګوشتې او لعلپورې ولسوالیو په سرحدي سیمو کې د تازه دمو سرتېرو پر ګمارلو، تجهیز او اکمال، په خوږیاڼو ولسوالۍ کې د داعش ځپلو په موخه د عملیاتو او ولسي مقاومت په رامنځته کولو، په حصارک ولسوالۍ کې د عملیاتو پر پیاوړتیا او ملکي وګړو ژوند ته په ځآنګړې پاملرنې او جلال اباد ښار او ولسوالیو د امنیتي وضعیت د لا ښه والې په موخه بحثونه،وړاندیزونه او پرېکړې وشوې .
سلاکار وزیر او د ننګرهار والي محمد ګلاب منګل امنیتي منسوبینو ته سپارښتنه وکړه،ترڅو په جلال اباد ښار کې د بې پلیټه او تورو ښیښو لرونکو موټرو پر ګرځیدو مخنیوی وکړي او همدا راز یې ورته د ټولو هغه موټر سایکلونو د نیولو سپارښتنه وکړه،چې پرې دوه کسان د ګرځیدو پر مهال ولیدل شي .
د دې ناستې پر مهال په ګڼ شمیر نورو مهمو موضوعاتو هم خبرې اترې او تدابیر ونیول شول.
د ننګرهار ولايت په هسکې مينې ولسوالۍ کې ديارلس داعش وسله وال ووژل شول.
د هسکي مينې ولسوالۍ د ګاګرې په سيمه کې د بهرنيو ځواکونو د هوايي بريد په ترڅ کې وړمه ورځ ديارلس تنه داعش وسله وال وژل شوي دي.
سرچينه وايي: په ترسره شوي هوايي بريد کې ملکي وګړو ته زيان نه دی اوښتی .
دو کورنيو ترمنځ درويشت کلنه دوښمني د يوې جرګې په ترڅ کې په دوستۍ بدله شوه.
د مشرانو جرګې رئيس فضل هادي مسلم يار په لار ښوونه ، د ديني عالمانو او قومي مشرانو په هلو ځلو په چپرهار ولسوالۍ کې د دو کورنيو ترمنځ درويشت کلنه دوښمني د يوې جرګې په ترڅ کې په دوستۍ بدله شوه.
د مشرانو جرګې رئيس فضل هادي مسلم يادر په لار ښوونه ، د ديني عالمانو ، قومي مشرانو او بهسودو ولسوال په هلو ځلو او منځګړتوب په چپرهار ولسوالۍ کې د دو کورنيو حبيب الله او نظيف الله ، چې تره او وراره کېږي ترمنځ درويشت کلنه دوښمني د يوې جرګې په ترڅ کې په دوستۍ بدله شوه.
د يادې روغې جوړې لپاره نن د جمعې په ورځ په جلا ل اباد ښار کې د دعوت اسلامي حزب په دفتر کې ګڼ شمېر ديني عالمانو او قومي مخور راټول شوي و .
د بهسودو ولسوال محمد صديق دولتزي وويل: د چپرهار ولسوالۍ د کنډي باغ سيمې د دوو کورنيو حبيب الله او نظيف الله ، چې تره او وراره کيږي درويشت کاله وړاندې د ماشومان پر سر لانجه را ولاړه شوه ،چې په وينا له دغې لانجې وروسته له دواړو کورنيو يو – يو تن ووژل شول. دولتزی وايي: د يادې ولسوالۍ د ديني عالمانو، قومي مخورو او د دوی په منځګړتوب او هلو ځلو دغه دواړه کورنۍ دې ته وهڅول شوې ،چې له دوښمنۍ لاس په سر او دوستۍ ته غاړه کيږ دي.
جرګه کوونکو پرېکړه وکړه ،چې تر دې وروسته به دواړه کورنۍ يو بل ته د ملامتې ګوته نه نيسي او د ورورۍ په فضا کې به ژوند کوي.
د جرګې په پريکړه کې دغه راز راغلي که تر دې وروسته هر لوري پر بل تيری وکړ قانون ته به ملامته او پنځه ويشت لکه افغانۍ به د جريمې په توګه پرې کوي.
د چپر هار ولسوالۍ ديني عالمانو مولوي محمد رويان ، مولوي مير عباس ، مولوي عبيدالرحمن او نورو د اسلام مبارک دين له نظره د سولې په ارزښت خبرې وکړې او په دواړو لورو يې غږ وکړ ،چې د سولې او ورورولۍ په فضا کې ژوند وکړي.
د جرګې د پريکړې له اوريدو وروسته د حبيب الله او نظيف الله کورنۍ غړو يو بل ته غاړې ورکړې او په شوې پريکړه يې خوښي ښکاره کړه.
پنځه ویشت حلقې څاه ګانې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې.
د ننګرهار ولایت په بهسودو ولسوالۍ کې پنځه ویشت حلقې څاه ګانې تر جوړيدو وروسته ګټې اخيستنې ته وسپارل شوې، یادې څاه ګانې د (w H H) په نوم موسسې په مالي مرسته د بهسودو په ثمرخیلو، وچ تنګي او دامان سیمو کې جوړې شوي.
د بهسودو ولسوال محمد صديق دولتزی وایي دغه ۲۵څاه ګانې او ۱۲۵د سرپنا کورونه بهسودو ته د راستانه شوو مهاجرو لپاره جوړ شوي دي.
نوموړې زیاته کړه،د يادې ولسوالۍ په بېلا بېلو سيمو کې یاد کورونه او څاګانې د (W H H) په نوم موسسې په مالي مرسته جوړې شوې ، چې د سيمې خلک به يې له پاکو اوبو برخمن شي.
دولتزي د يادې موسسې له مسوولينو د مننې ترڅنګ غوښتنه وکړه ،چې د دې ولسوالۍ په پاتې سيمو کې هم ورته څاه ګانې جوړې کړي.
د بهسودو ولسوال دغه راز سلا کار وزير او ننګرهار والي محمد ګلاب منګل څخه هم مننه وکړه ،چې تل يې د بيارغونې د پروژو په تطبيق کې له دوی سره همکاري کړې.
د سيمې قومي مشرانو ملک ولايت خان، او ملک ننګيالي هم د يادو څا ګانو په جوړيدو خوښي ښکاره کړه او هم يې د بهسودو ولسوال څخه مننه وکړه ، چې تل يې د رغنيزو پروژو عملي کولو ته لازمې اسانتياوې برابرې کړې دي.
دوی دغه راز په سيمه کې د نورو رغنيزو پروژو د غوښتنې ترڅنګ ډاډ څرګند کړ ،چې له دولت سره به خپله همکاري لا زياته کړي.
د برېښنا رئيس وایي،سږ کال یې 1.1 میلیارده افغانۍ عواید را ټول کړي .
د برېښنا رئيس وایي،سږ کال یې 1.1 میلیارده افغانۍ عواید را ټول کړي .
د ختیځې حوزې د برېښنا ریاست مسولینو د برېښنا ریاست د عوایدو د لوړوالي او د پورونو د راټولو په برخه کې د لاسته راوړنو په تړاو د مطبوعاتي کنفرانس په ترڅ کې سږ کال د 1.1 میلیارده افغانیو د را ټولیدو څخه خبر ورکړ.
د ختیځې حوزې د برېښنا رئیس امید صباح وویل ” سږ کال د برېښنا ریاست توانیدلی چې د برېښنا عواید په بې ساري توګه لوړ کړي او د برېښنا ضایعاتو مخه ونیسي.
هغه زیاته کړې، سږ کال مو 1.1 میلیارده عواید راټول کړي دي، چې په کې د برېښنا پوروړو ادارو او پوروړو اشخاصو هم خپله ډېره برخه پورونه ادا کړي دي او دا لړۍ لا دوام لري .
د نوموړي په وینا د پوروړو ادارو او اشخاصو سره د بیلابیلو میتودنو څخه په استفادې هڅه کوو پورونه راټول کړو او د ملت دا مال د ملت خزانې ته وسپارو.
د برېښنا رئیس د هغو کسانو څخه مننه وکړه،چې د برېښنا د لګښت پورونه یې ورکړي او هیله یې وښوده،چې دولتي ادارې او اشخاص به هم د برېښنا پاتې پورونه ورکړي .
په کنفرانس کې د برېښنا د پرچاوي په تړاو بحث وشو، مسولینو وویل “د برېښنا پر چاوي افغانستان شموله موضوع ده، د اوبو د کمښت او د برېښنا د مصرف زیاتوالي په وجه محدوده پرچاوي لرو، موږ هڅه کوو د انرژي د ظرفیت د زیاتو والي او د لویو برېښنایي پروژو په پلي کولو سره دې ستونزو ته د پای ټکی کېږدو.
ښوونکي بايد زده کوونکو ته د تدريس ترڅنګ د افغاني فرهنګ په اړه معلومات ورکړي.
دغه څرګندونې د اطلاعات او فرهنګ رئيس اورنګ صميم په هغه غونډه کې وکړې ،چې د کابل نړيوال خصوصي ښوونځي له لوري د افغاني دودونو د ژوندي ستاتلو په موخه جوړه شوې وه.
د کابل نړيوال خصوصي ښوونځي د ښځينه څانګې زده کوونکو لپاره د افغاني کلتور ژوندي ساتلو په موخه ياده ورځ ځانګړې شوې وه ،چې د ښوونځي زده کوونکو او استادانو افغاني لباسونه په تن کړي و او بېلا بېل افغاني دودونه يې نندارې ته وړاندې کړل.
د اطلاعات او فرهنګ رئيس اورنګ صميم له يادې ادارې څخه مننه وکړه، چې د راتلونکي نسل د خبراوي په موخه يې دا ډول غونډه برابره کړې ده.
نوموړي وويل، چې هر ملت خپل فرهنګ لري، چې په وينا يې افغانانو ته هم له نيکونو اصيل فرهنګ ور پاتې، چې بايد د ژوندي ساتلو لپاره يې ټول هېواد وال کار وکړي.
د ياد ښوونځي مدير مولوي نقيب الله ابو معاويه وويل، چې په دې موخه دغه ورځ هر کال نمانځي، څو زده کوونکي د خپل هېواد له اصيل فرهنګه خبر شي.
نوموړي په يو شمېر رسنيو هم نيوکه وکړه ، چې په خبره يې د خپل فرهنګ د دودولو پر ځای پردي فرهنګ رواجولو ته کار کوي.
د والدينو په استازولۍ عبدالباسط نبي د دغې ورځې په نمانځلو خوښي ښکاره کړه او هم يې د کابل نړيوال ښوونځي مشر حاجي دستګير نه مننه وکړه ،چې د هېواد له اصيل فرهنګ نه د خبريدو په موخه زده کوونکو ته دا ډول پروګرامونه جوړوي.
د ننګرهار د کرنې، اوبولګولو اومالدارۍ رئيس په مشرۍ د تخنيکي کاري ګروپ (TWG) مياشتنې غونډه ترسره شوه.
يادې غونډه کې د ننګرهار د کرنې ادارې رئيس برسير د ښځو چارو رئيسې، د کانال ریاست، د نشه يي توکو سره د مبارزې ریاست، د کلیوپراختیا ریاست او د اقتصاد ریاست استازو، د کرنې وزارت د انکشافي برنامو او پروژو همکارو نا دولتي ادارو, د ملګرو ملتونو د ادارو، د کرنيزو شرکتونو او ټولنو استازو ګډون کړی وو.
ياده تخنيکي غونډه کې د کرنې ادارې ريس پوهنمل رفيع الله رحيمزي له لورې ګډونوالو ته په ننګرهار کې د کرنې په برخه کې د ترسره شوو پرمختګونو په اړه هر اړخیز معلومات ورکړل شول او د همکارو پروژو او ادارو له لورې د دوی سره د ترسره شوې همکارۍ څخه یې مننه وکړه .
د نشه يي توکو سره د مبارزې ریاست استازي ، د دره نور په ولسوالۍ په ۱۰۰ جریبه ځمکه کې د عطري ګلابو د ۲۵۰۰۰ بوټو د کېنولو پروژې په اړه معلومات ورکړ، چې د ګډونوالو له لورې ورته د تخنیکي مرستو ډاډ ورکړل شو.
د CHAMP-ROP پروژې استازې نقیب الله شهاب له لورې په ختیځ زون کې د سبزیجاتو او میوه جاتو صادرونکو سوداګرو او پروسس کوونکو سره د وړيا مرستو او پروګرامونو په هکله ترتیب شوی پرزنټیشن وړاندې شو.
د ANHDO ادارې د ستروسو د پروژې مسؤل محمد عزیز سیدي له لورې په ننګرهار کې د ستروسو د معیاري با غونو د جوړولو او د میوه جاتو سورت، درجه بندی او د هغوی په بازار موندنې هر اړخیزه معلومات د پرزنټیشن په شکل وړاندې کړل .
د غونډې په پای کې د کرنې ادارې ريس له لورې د پروژو او برنامو په تطبیق کې دهر راز مرستې ډاډ ورکړل شو.
د زیتونو په پروسس کې دوه برابره زیاتوالی راغلی
د ننګرهارکانال ریاست په څلورګونو فارمونو کې د زیتون ټولونې په موخه په سلګونو روزمزدان نیول شوي،چې اوس تر پخوا دوه برابره زیات زیتون روزمره فابریکې ته د پروسس په موخه انتقالیږي .
د دې ولایت د کانال ریس انجینر غلام حضرت عبدالرحیمزي وای، د تیلو د پروسس دستګاه دوهم پلانټ ماشینري په فعالیدو سره د مګړۍ د زیتونو فابریکه د دې توان لري چې شته زیتون بغیر له کوم خنډ او ځنډ نه په آسانۍ پروسس وکړي.
د کانال ریس چې تر رسمیاتو وروسته د فابریکې کارمندانو سره هره ورځ یو ځای کار کوي او د دوی له کارونو څخه عملآ نظارت کوي وایي، روزمره چې څومره زیتون فابریکې ته راشي دوی هڅه کوي ټول په همغه ورځ پروسس او د نن کار سبا ته پاتی نشي.
د کانال ریس په وینا هره ورځ د څلورګونو فارمونو څخه شاوخوا شل ټنه تور زیتون د پروسس په موخه فابریکې ته انتقال او پروسس کیږي.
د شهيد زړور زاهد د پوليسو په روزنيز مرکزکې يو ديرش تنه سربازانو ته د مسلکي زده کړو په موخه پيل شوی دوه مياشتنی کورس پای ته ورسيد.
په ننګرهار کې د شهيد زړور زاهد د پوليسو روزنيز مرکز کې د يادو يو ديرش تنه سربازانو د فراغت په موخه جوړه شوې غونډه کې د دوه سوه دوه شمشاد زون سرپرست قوماندان سمونوال محمد معروف احمدزي او يو شمېر نورو مسئولينو ګډون کړی و.
سمونوال محمد معروف احمدزي د خبرو پر مهال د شهيد زړور زاهد د پوليسو روزنيز مرکز مسئولينو او استادانو څخه مننه وکړه ،چې تل يې د پوليسو په روزنه کې د پام وړ هلې ځلې ترسره کړې دي.
نوموړي وويل، چې يادو يو ديرش تنو سربازانو ته د دوه مياشتو په موده کې د مجربو استادانو له لوري مسلکي زده کړې ورکړل شوې .
د ۹ ولسواليو پر جګړه ځپلو کورنيو د خوراکي توکو مرسته وويشل شوه
د ننګرهار کار او ټولنيزو چارو رياست په هلو ځلو ، د يواين ماس ادارې په تخنيکي همکارۍ او د يوسايډ په مالي مرسته دچپرهار او شينوارو ولسواليو نهو ۹ جګړه ځپلو کورنيو سره د۲۲ قلمه بېلابېل ډوله خوراکي توکو مرسته ترسره شوه.
د ننګرهار کار او ټولنيزو چارو رئيس پوهنيار عبدالحکيم شېرزاد وويل، چې نهو ۹ کورنيو سره ، چې دچپرهار او شينوارو ولسواليو کې دوروستيو جګړو له امله زيانمنې شوې د ۲۲ قلمه بېړنيو بېلابېل ډوله خوراکي توکو مرسته وشوه ، چې پر وينا يي د هرې کورنۍ سهم نږدې ۲۴۰ امريکايي ډالر ارزښت لري.
نوموړی زياتوي ، چې يادو کورنيو سره به په نږدې راتلوونکي کې دهمدې برنامې له لارې لويې مرستې هم ترسره شي.
د کار او ټولنيزو رئيس له مرستندويه ادارو د مننې ترڅنګ په ملي سوداګرو ، انجوګانو او مرستندويه ادارو غږ وکړ ، چې د يتيمو ماشومانو دشهيدانو وارثينو سره دمرستو په برخه کې يې لاسنيوی وکړي
جلال اباد ښاروالۍ مشورتي شورا ته حساب ورکړ.
د جلال اباد ښاروالۍ مسؤلینو له لورې د دې ښاروالۍ مشورتي شورا ته د خپلو تېرو ۶ میاشتو کړنو حساب د یوې ځانګړې ناستې په ترڅ کې ورکړ.
د جلال آباد سرپرست ښاروال انجینر حکیم الدین عمرخېل وویل،د شورا غړو ته یې د ترسره شوو کړنو او فعالیتونو په اړه د شفافیت د رامنځته کېدو په موخه حساب ورکړ او دا لړۍ یې هره میاشت ښاریانو ته هم ترسره کړې ده.
د مشورتي شورا حاضرو غړو غوښتنه وکړه،چې د ښاروالۍ د مسؤلینو له لورې دې د فعالیتونو د ترسره کولو په موخه دوی ته خبر ورکړل شي،ترڅو ترې څارنه وکړي.
دوی همدا راز زیاته کړه، لازمه ده،چې د هري پروژي په پرانیسته او قرارداد کې له دوی څخه مشوره واخیستل شي او هم د ښاروالۍ د هرقرار داد او پروژي مشخصات ښاریانو ته اعلان شي .
د مشورتې شورا غړو د مسؤلینو څخه یو شمیر نورې غوښتنې هم وکړې،چې د جلال اباد ښاروالۍ د سرپرست او نورو له لورې ورته پخپلو برخو کې ځوابونه هم وویل شول.