د ننګرهار والي په لارښوونه دره نور ولسوالۍ ته د ستونزو حل په موخه د سکتوری ادارو مسلکي پلاوی استول کيږي.
سلاکار وزير او د ننګرهار والي محمد ګلاب منګل د دره نور ولسوالۍ ځوانانو سره په ناسته کې ژمنه وکړه، چې دره نور ولسوالۍ کې د شته ستونزو معلومولو او څېړلو په موخه به دسکتوري ادارو مسلکي پلاوی واستوي.
دغه ناسته، چې د ليندۍ په ۱۷مه جلال اباد شاهي ماڼۍ کې جوړه شوې وه په کې د دره نور او کوز کونړ پشه يي ځوانانو ګډون کړی و.
د دره نور ولسوالۍ د پشه يي ځوانانو متحدې ټولنې رئيس او غړو له ننګرهار والي مننه وکړه، چې په دې ولايت کې يې د امنيت ټينګښت او بيا رغونې برخه کې هڅې پيل کړي.
دوی وويل، چې په دره نور ولسوالۍ کې د بيا رغونې يو شمېر پروژې تر سره شوي؛ خو لا هم د يادې ولسوالۍ خلک په ځينو برخو کې ستونزې او اړتياوې لري.
دوی په دره نور ولسوالۍ کې د سړکونو د اسفالت، پوهنې، روغتيا، زراعت، او يو شمېر نورو برخو کې د رغنيزو پروژو د تطبیق غوښتنه وکړه.
ځوانانو په دره نور ولسوالۍ کې د امنيت ټينګښت او کوکنارو مخنيوي ژمنه وکړه او زياته يې کړه، چې په ټولو برخو کې به له حکومت سره بشپړه همکاري تر سره کړي.
سلاکار وزير او د ننګرهار والي محمد ګلاب منګل له ځوانانو مننه وکړه، چې د خپلې سيمې ستونزې يې ور سره د حل په موخه شريکې کړې.
نوموړي وويل، چې په دره نور ولسوالۍ کې په يو شمېر برخو کې د بيا رغونې چارې تر سره شوي او هڅه به وکړي، څو د يادې ولسوالۍ شته ستونزې حل کړي.
ده ځوانانو سره ژمنه وکړه، چې ډېر ژر به دره نور ولسوالۍ ته د ستونزو حل په موخه د سکتوری ادارو مسلکي پلاوی واستوي، څو په ياده ولسوالۍ کې ستونزې معلومي او په اړينو برخو کې رغنيزې پروژې تطبيق شي.
ننګرهار والي وويل، چې ولسوالانو ته يې لارښوونه کړې څو په ټولو ولسواليو کې د کوکنارو په مخنيوي کې قانوني اجرات تر سره کړي.
ده زياته کړه په کومو ولسواليو کې چې کوکنار صفر شوي وي د کرنې په برخه کې منظور شوې بوديجه به هلته په لګښت ورسول شوي.
ننګرهار والي په دې ولایت کې سوداګرو ته د سهولتونو د برابرولو او امنیت په برخه کې د همکارۍ ډاډ ورکړ.
سلاکار وزیر او د ننګرهار والي محمد ګلاب منګل د دې ولایت سوداګرو سره د لیدنې پر مهال ډاډ ورکړ،چې د دوی او سوداګریزو چارو د امنیت د تامین او همدا راز په بانکي برخو کې به ورته د سهولتونو په برابرولو کې پوره همکاري وکړي.
یاده لیدنه،چې د لیندۍ په ۱۸مه ولایت مقام کې ترسره شوه،په کې د ننګرهار والي سربیره ، امنیې قومندان لوی پاسوال عبدالرحمن رحیمي، د ملي امنیت مرستیال جنرال عبدالجمیل نورستاني، د ګمرک رئيس الهام الدین مظهر، حج او اوقافو رئیس مولوي عبدالظاهر حقاني،په دې ولایت کې د افغانستان بانک رئیس احمدزي توحيد يار، سوداګرو او یو شمیر نورو ګډون کړی وو.
د سوداګرۍ خوني مشر ګل مراد عراب د سوداګرو له لورې د فزیکي پیسو انتقال ستونزې د حل په موخه په زوړ ګمرک سیمه کې د فرعي څآنګې د پرانیستلو او د دوی او سوداګریزو چارو د خوندیتوب په موخه یې د امنیتي تدابیرو د نیولو په برخه کې د همکارۍ غوښتنه وکړه .
دوی زیاته کړه،که یاده څآنګه ورته فعاله شي،نو د ګمرک پر ځای به خپل مالیات په یاده څآنګه کې تحویل کړي او له ګڼ شمیر تهدیدونو او ستونزو څخه به وژغورل شي.
سوداګرو همدا راز په دې ولایت کې د تورو ښيښو،بې پلیټه او جعلي پلیټ لرونکو موټرو او پر موټر سایکل د دوو کسانو پر ګرځیدو د مخنیوي او غېرې مسؤله وسله والو څخه د وسلو پر را ټولولو ټینګار وکړ.
سلاکار وزیر او د ننګرهار والي محمد ګلاب منګل سوداګرو ته ډاډ ورکړ،چې د امنیت خوندیتوب او بانکي برخو ترڅنګ به ورته د نورو سهولتونو په برابرولو کې هم همکاري وکړي.
هغه د افغانستان بانک عمومي ادارې سره د ټلیفون له لارې د خبرو په ترڅ کې پرېکړه وکړه،چې د دې ښار په زوړ ګمرک سیمه کې به د یاد بانک ځانګړې څآنګه فعاله شي او همدا راز ننګرهار والي ډاډ ورکړ،چې نورو خصوصي بانکونو سره به هم سوداګرو ته د سهولتونو برابرولو په برخه کې خبرې اترې وکړي.
ننګرهار والي وایي، سوداګرو ته د هوسا او ډاډمنې زمینې په برابرولو غواړي،چې په دې ولایت کې سوداګریزې چارې تر پخوا هر وخت پیاوړي شي .
د خواشينۍ پيغام
په ډېرې خواشينۍ سره مې خبر ترلاسه کړ، چې د اسلام او افغانانو دښمنانو د ننګرهار مومندرې ولسوالۍ په جامع جومات کې د جمعې لمانځه پر مهال چاودنه رامنځته کړې، چې په ترڅ کې يې د جومات ملا امام شهيد شو.
انا لله و انا اليه راجعون
زه دغه وحشيانه او غير اسلامي کړنه غندم، شهيد ته د الله پاک له درباره د فردوس جنت، او د پېښې اتو ټپيانو ته د بېړنۍ روغتيا او کورنۍ غړو ته يې د جميل صبر هيله کوم.
د هېواد او خلکو دښمنانانو په نننۍ پېښې سره نه يواځې ملت سره دښمني وښوده؛ بلکې مقدسو اماکينو او له تبرک څخه ډکو اسلامي ورځو پر وړاندې يې هم د خپلې بې حرمتۍ او بې احترامۍ مثال وړاندې کړ.
په جوماتونو کې چاودنې او د لمونځ کوونکو وژنه په حقیقت کې د اسلام دښمنه کړیو کار دی، چې غواړي د مسلمانانو دعبادت او ورورولۍ ځایونه بدنام کړي.
زه يو ځل بيا دغه وحشيانه او بزدلاه کړنه غندم، شهيد ته له رب څخه د مغفرت او ټپیانو ته د ژر جوړېدو هيله کوم او د پېښې قربانيانو کورنۍ غړو ته د تسليت مراتب وړاندې کوم.
محمد ګلاب منګل
په سرحدونو او قبايلو چارو کې د ولسمشر سلاکار او د ننګرهار والي
د روداتو ولسوالۍ د واليبال او فوټبال دوه ټيمونو سره د سپورتي سامان الاتو او لباسونو مرسته وشوه.
د ننګرهار ولايت د سودا ګرۍ خونې له لوري د جمعې په ورځ د يوې ناستې په ترڅ کې ،چې ځينو سوداګرو او مسوولينو هم پکې شتون درلود د روداتو ولسوالۍ د واليبال او فوټبال د دوه ټيمونو د يرش تنو لوبغاړو سره د سپورتي سامان الاتو او لباسونو مرسته وشوه.
دننګرهار د سوداګرۍ خونې رئيس ګل مراد عرب وايي : له ترسره شوې مرستې يې موخه ځوانان ورزش ته هڅول دي.
عرب له ځوانانو غوښتنه وکړه ،چې د زده کړو ترڅنګ ورزش ته ځانګړې پاملرنه وکړي ،چې په خبره يې هڅه به وکړي ،چې ورزشکارانو سره په بېلابېلو برخو کې همکاري وکړي.
د ننګرهار ولايت د حج او اوقافو رئيس مولوي عبدالظاهر حقاني، د سوداګرې خونې مرستيال خواجه مومحمد او ډاکټر مخلص احمد مخلص ځوانانو سره ورته مرستې د سپورت د پرمختګ په برخه کې ګټور يادوي.
د روداتو ولسوالۍ د واليبال او فوټبال يادو ورزشکارانو په شوې مرسته خوښي ښکاره کړه .
د خوږياڼو ولسوالۍ په يو سلو پنځه ديرش بې ځايه شويو کورنيو د خوراکي او غير خوراکي توکو هغه مرسته ، چې د جلا ل اباد ښار د بزازۍ جامع جومات د ټاکل شوي کميسون له لوري له سودا ګرو او هټيوالو راټوله شوې وه ، وويشل شوه.
د مرستې د ويش پر مهال د بزازۍ جومات د کميسيون مرستيال شکرالله جلندري وويل: دغه مرسته يې د سلا کار وزير او ننګرهار والي محمد ګلاب منګل په لارښوونه په جلا ل اباد ښار کې له سوداګرو او هټيوالو راټوله کړې وه ،چې د جمعې په ورځ یې له خوږياڼو ولسوالۍ څخه په رابې ځايه شويو يو سلو پنځه ديرش کورنيو وويشل شوه.
جلندري وايي: په مرسته کې هرې کورنۍ ته لس ليټره غوړي، پنځه ويشت کيلو وريجې ، لس کيلو بوره ، يو کيلو چای او يو جوړ جامې ورکړل شوې.
د علماء شورا رئيس مولوي حميدالله په شوې مرسته خوښي ښکاره کړه او له ټولو هغو سوداګرو او هټيوالو يې مننه وکړه ،چې د خوږياڼو ولسوالۍ بې ځايه شويو کورنيو سره يې مرسته ترسره کړه.
نوموړي له سودا ګرو او بډايه هېواد والو غوښتنه وکړه ،چې بې ځايه شويو کورنيو سره لا مرستې ترسره کړي.
کامې او بهسودو کې د ۱۸ میلیونه افغانیو په لګښت د میرمنو لپاره د هګیو چرګانو ۵ سوه فارمونه ګټې اخیستنې ته وسپارل شول .
ننګرهار ولایت کامې او بهسودو ولسوالیو کې د کرنې،اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د باغدارۍ او مالدارۍ ملي پروژې له لورې د اتلس میلیونه افغانیو په مالي لګښت د میرمنو لپاره د هګیو چرګانو ۵ سوه فارمونه تر جوړیدو وروسته ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې .
په ختیځ زون کې د باغدارۍ او مالدارۍ ملي پروژې مسول رحمت ګل سیرت صافي وویل؛ یاد ۵ سوه فارمونو کې۱۵ زره چرګان ځای په ځای کیږي چې د ورځی ۱۳ زره هګۍ تولیدوي چې د ښځینه وو، د اقتصاد د پیاوړتیا سبب کیږي.
نوموړي وویل، چې د BESOکمپنۍ د یادې پروژې تطبیقونکې اداره ده او په ګډه به یی تر ۱۵ میاشتو پورې نظارت او څارنه کوي.
ننګرهار ولایت د کرنې او مالدارۍ رئیس رفیع الله رحیمزی وایي، هری ښځینه ګټه اخیستونکې ته ۳۰ دهګۍ چرګې، د خوراکۍ دانه، جالۍ، دروازه، اب خوری، دانه خوری، د اوبو ذخیره، ویټامین، ګلوکوز او انتي بیوتیک شامل دي ورکړل شول.
هغه زیاته کړه، یاد فارمونه او بستې یې په وړیا توګه ور سپارلې او هدف یی د خوړو خوندیتوب او د کورنې اقتصاد پیاوړتیا ده، همدا راز یي د تخمونو او نورې تخنیکي مرستو د برابریدو ډاډ هم ورکړ .
د ننګرهار ولایت کارپوه صمیم کریمزي د یادو فارمونو د ګټې اخیستنې پر مهال د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت او د باغدارۍ او مالدارۍ ملي پروژې له همکارۍ څخه مننه وکړه او ټینګار یې وکړ،چې په دې ولایت کې دې د مالدارۍ د پراختیا په موخه نورفارمونه هم جوړي شي .
یو تن د انسان تښتوونکو له منګولو ازاد او د قضیې اړوند لس تنه ونیول شول.
ننګرهار ولایت د کامې ولسوالۍ د قلعه اخوند سیمې څخه اته ویشت ورځې وړاندې د ایمل په نوم شاوخوا اتلس کلن ځوان د انسان تښتوونکو له لورې تښتول شوی وو،چې د خلکو په همکارۍ د ملي امنیت مؤظفینو له لورې نوموړی د انسان تښتوونکو له منګولو ازاد او د قضیې اړوند د دولس تنو څخه لس تنه ونیول شول .
کورنۍ ته د را خوشي شوي کس د سپارلو په پار کامې ولسوالۍ مقام کې جوړې شوې غونډې ته ولسوال عطاالرحمن هډه وال وویل،انسان تښتوونکو اته ويشت ورځې مخکې ايمل له قلعه اخوند سيمې څخه تښتولی و او د ميټاخېلو سيمې ته يې انتقال کړی و.
د نوموړي په وینا د ځايي خلکو په همکارۍ يې د ملي امنيت عمومي رياست د تخنيکي ټيم په هلو ځلو د ايمل د ساتلو سيمه تثبيت او نوموړی يې وموند.
هغه زیاته کړه، د نوموړي د تښتولو په پېښه کې دولس تنه لاس لري، چې لس يې نيول شوي او د دوو نورو پسې يې پلټنې دوام لري.
د ولايتي شورا غړي استاد اسرارالله مراد له امنيتي ځواکونو مننه وکړه،چې د ځانګړو هڅو په ترڅ کې يې تښتول شوی ايمل د انسان تښتونکو له منګولو ازاد کړ.
مراد د کامې ولسوالۍ له ولسونو هم مننه وکړه، چې د ځايي حکومتي ادارې سره يې همکاري وکړه او په پايله کې يې د ايمل په موندلو بريالي شول .
د ميټاخېلو يوه قومي مشر ملک وکيل ميټاخېل وويل :په سيمه کې يې د حبيب نومي چې په دې پېښه کې يې لاس لرل،کور سوځولی او مال يې تالا کړی.
د ژغورل شوي ايمل کورنۍ د ولسوالۍ له چارواکو په ځانګړي ډول له کابله دملي امنيت راغلي تخنيکي ټيم نه مننه وکړه،چې له دوی سره يې همکاري وکړه.
په جومات کې د چاودنې له امله د شهید او ټپیانو کورنیو سره نغدي مرسته وشوه .
ننګرهار ولایت د مومندرې ولسوالۍ د لاندې باسول د سلطانخیلو په مدرسې جومات کې تېره ورځ د جمعې د لمانځه پر مهال په ممبر کې د چاودیدونکو توکو د چاودنې له امله ملام امام شهید او اته نور لمونځ کوونکي ټپیان شول.
د اجرائیه ریاست له لورې نن د لیندۍ په ۱۸مه د یادې پېښې د شهید کورنۍ او ټپیانو سره د ۵ سوه زره افغانیو نغدي مرسته وشوه .
یاده مرسته چې د مومندرې ولسوالۍ په مقام او عامې روغتیا روغتون کې ورکړل شوه،د شهید کورنۍ ته سل زره او هر ټپي ته پنځوس،پنځوس زره افغانۍ نغدې ورکړل شوې .
د مومندرې ولسوال حاجي نسیم شینواري د اجرائیه ریاست سلاکار ګل اغا مومند څخه مننه وکړه،چې د پېښې د رامنځته کېدو وروسته یې په بېړني ډول د شهید او ټپیانو کورنیو سره نغدي مرستې ترسره کړې .
د دې مرستې پر مهال د شهید ملا امام کورنۍ ته د فاتحې او تسلیت مراتب هم وړاندې شول.