ننګرهار والي د ملي دفاع وزیر او سیمه ییزو ارګانونو خپلواکې ادارې د عمومي رئیس سره بېلابېلې ناستې وکړې .
سلاکار وزیر او د ننګرهار والي محمد ګلاب منګل،په داسې حال کې چې د خوږیاڼو قوم سراسري شورا غړو یې ملتیا کوله،د ملي دفاع وزیر ډگرجنرال طارق شاه ” بهرامی سره د ناستې پر مهال د ننګرهار ولایت په ځآنګړي ډول د خوږیاڼو ولسوالۍ امنیتي وضعیت په اړه ناسته وکړه .
د دې ناستې پر مهال په خوږیاڼو ولسوالۍ کې د پیل شوو عملیاتو د بریالیتوب، داعش او نورو مخالفو ډلو د بشپړ ځپلو،بې ځایه شوو کورنیو ته د بېرته ستنیدو په موخه ډاډمنه امنیتي فضا برابرول او د خلکو په همکارۍ د پاکوو شوو سیمو د بېرته ساتنې په اړه بحثونه او پرېکړې وشوې .
ننګرهار والي محمد ګلاب منګل په خوږیاڼو ولسوالۍ کې د ګډو کورنیو ځواکونو له لورې پیل شوي عملیات د همغږۍ له امله بریالي وبلل،خو امنیتي ځواکونو د لا پياوړتیا او اکمال په برخه کې د لا زیاتې پاملرنې غوښتنه وکړه .د خوږياڼو قوم د سرتاسري شورا غړو هم په خوږياڼو ولسوالۍ کې په پيل شويو عملياتو خوښي ښکاره کړه او ډاډ يې څرګند کړ ،چې ولسونه به د مخالفینو څخه د پاکوو شوو سیمو په ساتلو کې له امنيتي ځواکونو سره خپله همکاري جاري ساتي.
د ملي دفاع وزير ډگرجنرال طارق شاه ” بهرامی وويل: په خوږياڼو ولسوالۍ کې پيل شوي عمليات به تر هغې دوام وکړي ، څو سيمه په بشپړ ډول د وسله والو مخالفينو له شتون څخه پاکه شي،خو د پاکو شوو سیمو په ساتلو کې د خلکو په همکارۍ ټینګار وکړ.په همدې حال کې ننګرهار والي محمد ګلاب منګل د سيمه ييزو ارګانونو خپلواکې ادارې عمومي رئیس عبدالمتين بيک سره د ځآنګړې ناستې په ترڅ کې په دې ولایت کې د حکومتدارۍ د پیاوړتیا، په ولایت مقام، ولسوالیو او ښاروالیو کې د اصلاحاتو پر رامنځته کېدو او ګڼ شمیر نورو مهمو موضوعاتو په اړه خبرې اترې وکړې،چې په ټولو برخو کې ننګرهار والي ته د همکارۍ ډاډ ورکړل شو.
یادونه : انځورونه د ارشیف څخه دي
د امریکا متحده ایالاتو پرمختیایي ادارې مسؤلینو ننګرهار سره د مرستو په موخه غونډه وکړه .
سلاکار وزیر او د ننګرهار والي محمد ګلاب منګل په وړاندیز په مرکز کابل کې د امریکا متحده ایالاتو پرمختیایي ادارې د مشر او بېلابېلو څانګو مسؤلینو په ګډون ننګرهار ولایت سره د مرستې ترسره کولو په موخه غونډه وشوه .
د دې غونډې پر مهال سلاکار وزیر او د ننګرهار والي محمد ګلاب منګل د ننګرهار ولایت هر اړخیز وروستی وضعیت شریک کړ او د یادې ادارې له لورې یې په دې ولایت کې د فرموټ ، اصلاح ،شهر او ګڼ شمیر نورو پروژو د پیل او پلې کېدو له امله مننه او ستاینه و کړه .
هغه همدا راز له کډوالۍ د راستنوو شوو او د اخلي بې ځایه شوو کورنیو اړوند ، د پوهنې،روغتیا، کرنې او مالدارۍ او ګڼ شمیر نورو برخو کې ستونزې او وړاندیزونه شریک کړل او په دې برخه کې د امریکا متحده ایالاتو د پرمختیایي ادارې د ځآنګړې پاملرنې غوښتنه وکړه.
هغه ډاډ ورکړ،چې په دې ولایت کې د کال ۱۲ میاشتې هر ډول پروژو پلې کېدو او چارو ترسره کېدو په موخه زمینه برابره ده،خو دې ولایت ته یې په لا زیاتې پاملرنې ټینګار وکړ.
د دې مهمې ناستې پر مهال د امریکا متحده ایالاتونو د پرمختیایي ادارې د بېلابېلو برخو مسؤلینو پخپلو برخو کې په ننګرهار ولایت کې ترسره شوي فعالیتونه او راتلوونکې پلانونه شریک کړل او ژمنه یې وکړه،چې په ټولو برخو کې به دې ولایت ته لا زیاته پاملرنه وکړي .د امریکا متحده ایالاتو د پرمختیایي ادارې مشر هیربي سمیت ننګرهار والي د هلو ځلو څخه مننه وکړه او زیاته یې کړه،چې د ستراتیژیک ولایت په توګه به په خپلو ټولو پروګرامونو کې لومړیتوب ننګرهار ته ورکړي .
په جوړه شوې غونډه کې چې د اقتصاد رئيس غلام الله افغانیار هم شتون درلود،دنده ورکړل شوه،چې د یادې ادارې سره ټولې پروژې په پرلپسې ډول تعقیب کړي .
جاپان هېواد په ننګرهار کې د کلیو پراختیا،زراعت او اوبو او انرژۍ ادارو په چوکاټ کې پروژې پیل کوي .
په افغانستان کې د جاپان هېواد سفیر میتسوجي سوزوکا، سلاکار وزیر او د ننګرهار والي محمد ګلاب منګل سره د خپل کار په دفتر کې د لیندۍ په ۲۴مه ناسته وکړه،چې د دې ناستې پر مهال دواړو مشرانو د ننګرهار په سیاسی،ټولنیز،اقتصادي،روغتیا، پوهنیز او نورو برخو اړوند وضعیت په اړه خبرې اترې وکړې .
سلاکار وزیر او د ننګرهار والي محمد ګلاب منګل په دې ولایت کې د جاپان هېواد په مرسته د ۴۲ بېلابېلو پروژو د پلي کېدو،۱۴ ښوونځیو،دوه سړکونو او درې کلنیکونو د جوړولو له امله مننه وکړه .
هغه زیاته کړه، له کډوالۍ را ستنې شوې کورنۍ اتیا سلنه په ننګرهار کې میشتې شوي او له همدې امله په ټولو سکتوري ادارو ځآنګړې فشارونه رامنځته شوي،چې د جاپان هېواد څخه یې په دې او نورو برخو کې د همکارۍ غوښتنه وکړه .
په افغانستان کې د جاپان هېواد سفیر خوښي وښوده،چې په مستقیم ډول له دوی څخه د ولایت په کچه د مرستو غوښتنه کیږي او ژمنه یې وکړه،چې د کلیو پراختیا او بیارغونې، کرنې او مالدارۍ او اوبو او انرژۍ وزارتونو په چوکاټ کې به په لومړیتوب کې ننګرهار ته پروژې ورکړي .
د دې ناستې پر مهال چې د ننګرهار د اقتصاد رئیس غلام الله افغانیار هم شتون درلود، دواړو مشرانو په ګڼ شمیر نورو موضوعاتو هم خبرې اترې وکړې.
خوږیاڼو کې ۹ داعش وسله والو ته مرګ ژوبله واوښته .
ننګرهار ولایت د خوږیاڼو ولسوالۍ په مربوطاتو کې د تېرو ۲۴ ساعتونو پر مهال د هوايي او ځمکنیو بریدونو په ترڅ کې ۵ داعش وسله وال ووژل شول او ۴ نور ټپیان شوي،چې د دوو وژل شوو داعشیانو جسدونه هم په سیمه کې پاتي دي .
د ترسره شوو عملیاتو پر مهال څلور حلقې د وسایطو ضد ماینونه هم کشف او لمنځه وړل شوي دي .
څلور وسله وال طالبان ووژل شول .
ننګرهار ولایت د خوږیاڼو ولسوالۍ په ټټنګ سیمه کې د میدان ځآنګړې قطعې تېره شپه عملیات ترسره کړي،چې په ترڅ کې څلور وسله وال طالبان وژل شوی او د دوی یو مهم قوماندان یې ژوندی نیولی دی.
د دې عملیاتو پر مهال ځانګړې قطعې له ځآن سره اووه تنه نور شکمن کسان هم نیولي،چې تر څېړنو وروسته به ورسره قانوني چلند ترسره شي .

په ننګرهار کې د ملکي هوایي ډګر د جوړېدو په موخه د ځمکې د ټاکلو چارې وروستې کېدونکي دي
سلاکار وزیر او د ننګرهار والي محمد ګلاب منګل په ځآنګړې پاملرنې او په ولسي جرګه کې د ننګرهار د خلکو استازي امیرخان یار په هلو ځلو د لیندۍ په ۲۴مه د هوایي چلند عمومي رئیس په مشرۍ تخنیکي ډلې د چپرهار ولسوالۍ اړوند د دولتزیو او څلوزیو ډګ څخه لیدنه وکړه.
د دې لیدنې پر مهال چې نن جمعه ترسره شوه،په کې د ولسي جرګې غړي امیرخان یار،ولایتي شورا غړي ډاکټر ناصر کاموال،د هېواد د هوایي چلند عموي رئیس محمود شاه حبیبي، د بهسودو ولسوال محمد صدیق دولتزي،د امنیه قوماندانۍ مرستیال قاري امیرخان لیوال او ګن شمیر نورو مسؤلینو او مسلکي کارکوونکو شتون درلود.
د ولایت مقام په استازۍ د بهسودو ولسوال محمد صدیق دولتزي د ولسي او ولایتي شورا غړو او د هوایي چلند مسؤلینو څخه مننه وکړه،چې په دې ولایت کې د هوایي میدان د جوړېدو په موخه چارې ګړندۍ کړي.
نوموړي وویل،هغه سیمه چې د هوایي چلند تخنیکي ډلې له لورې مناسبه وګڼل شي،نو ولایتي اداره به یې ډیر ژر د چارو د پیل کېدو په موخه د هوایي چلند ادارې ته وسپاري .
د هېواد د هوایي چلند عمومي محمود شاه حبیبي د چپرهار ولسوالۍ اړږند د دولتزیو او څلوزیو ډګ په دې ولایت کې د ملکي هوایي میدان د جوړیدو په موخه مناسب وباله .
هغه زیاته کړه،د دې میدان د سروې چارې د بشپړیدو په موخه یې مسلکي ډله په دې ولایت کې وګمارله،چې خپلې چارې به د شنبې څخه پیل کړي او که کومه ستونزه شتون ونلري،نو ژر به یې د احاطې او ترمینل جوړولو چارې پيل کړي .
د ولسي جرګې غړي امیرخان یار او ولایتي شورا غړي ډاکټر ناصر کاموال د هوایي چلند ادارې له مشر څخه د چارو د ګړندیتوب او ولایت مقام څخه د ځمکې د انتقال پروسې چارو د وروستۍ کېدو غوښتنه وکړه .
د ۸ سوه بې وزله، یتیمو او بې سرپرسته ماشومانو سره د ۵،پنځه زره افغانیو نغدي مرسته وشوه .
د ننګرهار ولایت کار او ټولنیزو چارو،شهیدانو او معلولینو ریاست په هلو خلو د الکوزي نړیوال شرکت له لورې د خوږ کور او الندوه رونتون نږدې اته سوه یتیمو، بې وزله او بې سرنوشته ماشومانو سره پنځه ، پنځه زره افغانۍ نغدي مرسته وشوه .
د ننګرهار کار ټولنيزو چارو شهيدانو او معلولينو رئيس پوهنيارعبدالحکيم شېرزاد په ياده مرسته خوښي وښوده او له نورو شتمنو او ملي سوداګرو غوښتنه وکړه ، چې په دې ولايت کې له بې وزله ، يتيمو ، کونډو ، معلولو او بې سرپرسته ماشومانو سره ورته مرستې وکړي.
شېرزاد وويل دالکوزي نړېوال شرکت تر دې وړاندې د يو شمېر روزنتونو سره د ژمنيو کمپلو مرسته هم کړې وه .
شېرزاد وايي د الکوزي نړېوال شرکت به په دې ولايت کې له نورو روزنتونو سره هم ورته مرسته وکړي .

درې تنه د بېلابېلو جرمونو په تور ونیول شول .
ننګرهار ولایت په هسکه مینه او بهسودو ولسوالیو او مرکز جلال اباد ښار کې درې تنه د بېلابېلو جرمونو په تور ونیول شول .
د هسکې مینې ولسوالۍ په لګړۍ خوړ سیمه کې د صادق په نوم،چې مشهور په رباني دی، د داعش ډلې سره د اړیکو په تور، د بهسودو ثمرخیلو سیمه کې یو تن شکمن کس او د جلال اباد ښار په دویمې ناحیې سیمه کې یو بل تن د یو اندازه نشه یې توکو سره یو ځای نیول شوی دی .
نیول شوي کسان د مګړۍ تر څېړنې لاندي دي .
د ننګرهار په خوږياڼو ولسوالۍ کې د داعش ډلې د ځپلو په موخه د څلور نمبر نهه په نوم پيل شوي عمليات په برياليتوب سره دوام لري.
په خوږياڼو ولسوالۍ کې د داعش ډلې د ځپلو په موخه د څلور نمبر نهه په نوم د څلورمې پلې لوا ځواکونو په مشرۍ څلور ورځې وړاندې عمليات پيل شوي ، چې د ملي امنيت او سرحدي ځواکونو سربيره، ملي، عامه نظم او سيمه ييز پوليس پکې برخه لري.
د څلورمې پلې لوا قوماندان بريد جنرال محمد نسيم سنګين په داسې حال کې د وزيرو پيره خېلو سيمه کې له روانو عملياتو څارنه وکړه ، چې د سرحدي لوا درستيز وال يې ملتيا کوله .
سنګين ډاډ څرګند کړ ،چې ډير ژر به د وزيرو سيمه په بشپړه توګه د دښمن له شتون څخه پاکه کړي.
د څلورمې پلې لوا قوماندان وايي، په ياده سيمه کې د عملياتو له پيله تر دې دمه شپږ ويشت داعش وسله وال وژل شوي ، نهه ويشت ټپيان شوي او يو ويشت کړۍ ماينونه ،چې داعش ډلې ځای پر ځای کړي و د امنيتي ځواکونو له لوري کشف او لمنځه وړل شوي دي.
د څلورمې پلې لوا قوماندان بريد جنرال محمد نسيم سنګين دغه راز په عملياتو کې شاملو امنيتي ځواکونو ته سپارښتنه وکړه ،چې د ولسي وګړو ژوند خونديتوب ته ځانګړې پاملرنه وکړي.
په بټي کوټ کې د پولیو واکسين تطبيق په موخه غونډه وشوه
ننګرهار ولايت بټي کوټ ولسوالۍ مقام کې د ولسوال په مشرۍ د دې ولسوالۍ روغتيايي مسئولينو، قومي مشرانو او نورو سره د واکسين تطبيق په موخه غونډه تر سره شوه.
د بټي کوټ ولسوال نعمت الله نورزي د غونډې برخوالو ته لارښوونه وکړه، چې د پوليو ضد واکسين راتلونکې کمپاين لپاره چمتووالی ونيسي.
نوموړي مسئولينو ته سپارښتنه وکړه، چې په ټولو سيمو کې په شرايطو برابرو ماشومانو ته واکسين تطبيق کړي.
ده له قومي مشرانو وغوښتل، چې روغتيايي رضا کارانو سره د واکسين پروسې ښه تطبيق په موخه همکاري وکړي.
هغه د بټي کوټ پر خلکو غږ وکړ، چې خپل په شرايطو برابر کوچنيان واکسين کړي، څو د پوليو له خطرناکې ناروغۍ وژغورل شي.
روغتيايي مسئولينو اوو قومي مشرانو ډاډ څرګند کړ، چې د پوليو ضد واکسين په تطبيق کې به لا جدي هلې ځلې تر سره کړي.
دولس سوه کورنيو سره د خوراکي او غير خوراکي توکو مرسته وشوه
ننګرهار ولايت کډوالو چارو رياست په هڅو مرستندويه ادارو له لوري له ۱۲ سوه زياتو راستنو شوو او د خوږياڼو ولسوالۍ پر بې ځایه شوو کورنيو د خوراکي او غیر خوراکي توکو مرستې وويشل شوې.
د کډوالو چارو رئيس غلام حيدر فقيرزی وايي، له خوږياڼو ولسوالۍ نه په دوه سوه پنځوس رابې ځايه شويو کورنيو په ثمرخېلو سيمه کې د يونسيار اداري له لوري نغدي مرسته وشوه ، چې هرې کورنۍ ته دوه سوه امريکايي ډالر او درې کمپلې ورکړل شوې.
نوموړی وايي، دغه راز د يادې ولسوالۍ دوه سوه نورو کورنيو سره د ژمنيو توکو او شپېته کورنيو سره د يوسلو اتيا يوسلو اتيا امريکايي ډالرو مرسته وشوه.
بل لورته له پاکستانه په راستنو شويو اوه سوه کورنيو د خوراکي توکو او نغدي پيسو مرسته وويشل شوه.
د کډوالو چارو رئيس غلام حيدر فقيرزی وايي،يادې کورنۍ په دوه زره شپاړلسم ميلادي کال کې له پاکستان نه راستنې شوي،چې هرې کورنۍ سره د خوراک نړيوالې ادارې له لوي د خوراکي توکو او يوسلو اوه ديرش کورنېو سره د ډي ار سي ادارې له لوري د څوارلس – څوارلس زره افغانيو نغدي مرسته وشوه.
په کوز کونړ کې د ښځو پر وړاندې د تاوتريخوالي مخنيوي په موخه يو ورځنی ورکشاپ تر سره شو
ننګرهار ولايت کوز کونړ ولسوالۍ کې د ملکي او نظامي ادارو مسئولينو او قومي مشرانو ته د ښځو پر وړاندې تاوتريخوالي مخنيوي په موخه يو ورځنی ورکشاپ ورکړل شو.
د کوز کونړ ولسوال عاشق الله سادات د ورکشاپ له مسئولينو مننه وکړه، چې دا ډول معلوماتي ورکشاپونه يې پر لاره اچولي، څو مسئولين پر ټولو قانوني لارو چارو لا ښه پوهاوی تر لاسه کړي.
نوموړي د ورکشاپ له ګډونوالو هيله وکړه، چې له زده کړو معلوماتو څخه په عملي ډګر کې ګټه پورته کړي.
د ورکشاپ مسئولينو وويل، چې د دغه یو ورځني ورکشاپ په ترڅ کې ګډونوالو سره د ښځو پر وړاندې تاوتريخوالي منع قانون او په ياده برخه کې نور بېلابېل ګټور معلومات شريک شول.
دوی وويل، چې که د ورکشاپ ګډونوال له يادو معلوماتو په عملي ډګر کې ګټه پورته کړي؛ نو په ټولنه کې به شته ستونزې يو څه را کمې شي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *