هر هغه څوک ، چې په هېواد کې ژبني ، قومي او سمتي تعصباتو ته لمن وهي افغان نه دی .د هېواد د بېلا بېلو زونونو ديني علما او د امنيت شورا مرستيال وايي: په هېواد کې د شته نظام ، افغان ملي امنيتي ځواکونو غښتلی ملاتړ او دولسونو يوالی د ستونزو د حل يوازينۍ لاره ده .دغه څرګندونې د افغانستان د خلکو جهاد او مقاومت له ارزښتونو څخه د ساتنې بهير مشر او د اميت شورا مرستيال جنرال دين محمد جرئت او دهېواد له بېلابېلو زونونو څخه ننګرهار ته راغلو ديني علماو او مشرانو يوې سترې غونډې ته دوينا پرمهال وکړې .ننګرهار د جمعې په ورځ د ولسونو يوالي او له شته نظام څخه دملاتړ د يوې سترې غونډې کوربه وو ، چې د جلال اباد ښار په فوټبال سټډيم کې جوړه شوې وه.په دغه غونډه کې په زرګونه ولسي خلکو او د يو شمېر بنسټونو مسولينو ګډون کړی و.غونډه سلا کار وزير او ننګرهار والي محمد ګلاپ منګل په خپله وينا رسمآ پيل کړه .منګل وويل: ولسمشر محمد اشرف غني تل هڅه کوي ، چې ټول هېوادوال يو موټی او په يوالي سره د ستونزو حل ته رسيدګي وکړي.ننګرهار والي محمد ګلاب منګل د افغانستان د خلکو جهاد او مقاومت له ارزښتونو څخه دساتنې بهير مشر، د ولسمشر سلاکار او د امنيت شورا مرستيال جنرال دين محمد جرئت له روان حرکت ، چې دولسونو يوالي او د ژبني ، قومي او سمتي تعصباتو دلمنځه وړلو په موخه پيل کړی مننه وکړه او په ټولو هېوادوالو يې غږ وکړ ، چې يوالي ته کار وکړي .دافغانستان دخلکو جهاد او مقاومت له ارزښتونو څخه دساتنې بهير مشر، د ولسمشر سلاکار او داميت شورا مرستيال جنرال دين محمد جرات د ختيځ زون د ولسونو له تود هرکلي مننه وکړه او ټېنکار يې وکړ ، چې په افغانستان کې ټول مېشت وګړي يو ملت دی ، د يو دين پيروان دي او ګډ کلتور لري ، چې تل يې د ورونو په څېر په يو والي سره ژوند کړی.جرئت وويل: د شته نظام او دافغان ملي امنيتي ځواکونو غښتلی ملاتړ او دولسونو ترمنځ ټېنګ يوالی کولای شي ، چې په هېواد کې ټولو ستونزو ته دپای ټکی کېږدي .نوموړي زياته افغانانو په يوالي سره دتاريخ په اوږدو کې سترو قدرتونو ته ماتې ورکړې له همدې امله پردي پال اواستخبارتي کړۍ غواړي ، چې په يو او بل نوم افغانان سره بېل او خپلو شومو موخو ته ځانونه ورسوي.جنرال دين محمد جرئت وويل: په هېواد کې ځېنې کسان دنورو هېوادونو دګټو لپاره عامه امنيت ګډوډوي او په هېواد کې دتخريب لپاره کار کوي خو ټېنګار يې وکړ ، چې افغان ولس يوالي ته ژمن دی او هېچاته به دورانۍ اجازه ورنه کړي.نوموړي زياته کړه په هېواد کې ژبني ، قومي او سمتي تعصبونه ازمايل شوي ، چې ښه پايله يې نه ده ورکړې نور نو افغانان چاته اجازه نه ورکوي ، چې په دې او هغې نومونو يې په خپلو منځو کې سره وويشي.په غونډه کې دلويې پکتيا د ديني علماو شورا مشر مولوي سردار د اسلام مبارک دين له نظره په يوالي خبرې وکړې ويې ويل دنورو هېوادونو استخباراتي کړۍ نه غواړي ، چې په افغانستان کې شته اسلامي نظام پاېښت ومومي .نوموړي په ټولو ولسونو غږ وکړ ، چې له تعصباتو لاس واخلي او يو والي ته کار وکړي.مولوي سردار له وسله والو مخالفينو غوښتنه وکړه ، چې په هېواد کې له شته اسلامي نظام سره يوځای شي او په خبره يې ، دنورو په لمسون دې د بې ګناه هېوادوالو له وژلو لاس واخلي .دغه راز دشمالي زون د ديني علماو په استازولۍ مولوي کفايت الله او دختيځ زون دخلکو په استازولۍ مولوي صديق الله په خپلو خبرو کې دولسونو په يوالي ټېنګار وکړ او زياته يې کړه هرهغه څوک ، چې افغانان په ډلګيو او قومونو وېشي هغه دافغانستان دوښمنان دي .په غونډه کې زمري احمدزي او نوراغا ملکزي په خپلو خبرو کې وويل هرهغه څوک ، چې د شته نظام دبقا ، قانون حاکميت او دولسونو يوالي ته کار کوي دختيځ زون ولسونه يې ملاتړي دي .ويناوالو وويل هرڅوک ، چې په هېواد کې امنيت ګډوډوي ، ملي ګټې زيانمنوي ، دشته نظام دګډوډولو هڅې کوي او په ټوله کې افغان ملي امنيتي ځواکونه په ډلو وېشي دا ټول پردي پالي دي ، چې په خبره يې هېڅکله به افغانان بېل نه کړي.ننګرهار والي په جلال اباد ښار کې د موټرو د تورو ښیښو پاکولو، غېرې مسؤله وسلو او بې پلیټه موټرو د نیولو کمپاین څخه څارنه وکړه .سلاکار وزیر او د ننګرهار والي محمد ګلاب منګل د مرغومې په څوارلسمه ماښام ناوخته د پيل شوي کمپاين څخه د جلال اباد ښار په بېلا بيلو سيمو کې څارنه وکړه .نوموړي د امنيتي منسوبينو څخه مننه او ستاينه وکړه،چې د کمپاين په دويمه ورځ يې پنځه ميله وسلې او يو عراده غيرې راجسټر شوى موټر نيولي او يوسلو شپږ اويا موټرو تورې ښيښې يې سپينې کړي او پر نږدې درې سوو موټر سايکلو يې د دوو تنو پر ګرځيدو مخنيوى کړى دى .هغه پوليسو ته ډاډ ورکړ،چې د دې کمپاین څخه به وخت په وخت د بېلابېلو لارو څخه څآرنه وکړي او هیڅ زور واکې ته به د قانون څخه د سرغړونې اجازه ورنکړي .

ننګرهار والي د مومندرې ولسوالۍ د قومي مخورو ستونزې د حل په موخه واوریدې.سلاکار وزیر او د ننګرهار والي محمد ګلاب منګل د مرغومې په ۱۶مه د یوې لیدنې په ترڅ کې د دې ولایت د مومندرې ولسوالۍ د یو شمیر مخورو ستونزې د حل په موخه واوریدې .یاده لیدنه،چې د جلال اباد په شاهي ماڼۍ کې ترسره شوه او د ولایتي شورا غړي اصحاب ولي مسلم هم شتون درلود،په ترڅ کې مخورو په مومندرې ولسوالۍ کې د محلي حکومتوالۍ او ګڼ شمیر نورو برخو کې د شته ستونزو په حل کې د همکارۍ غوښتنه وکړه .سلاکار وزیر او ننګرهار والي محمد ګلاب د مومندري ولسوالۍ د قومونو میړانه وستایله ، چې تل يې د دولتي پروګرامونو څخه ملاتړ او هم يې په خپلو سیمو کې د ابادۍ لپاره زمینې برابري کړي.نوموړي زیاته کړه، دولتي چوکۍ د یو شخص لپاره ازموینه ده او که هرڅوک د خپل ماموریت پرمهال د ولسونو خدمت په رښتیني توګه وکړي،د خدای او ولس پر وړاندې به يې مسؤلیت ادا کړی وي.ننګرهار والي وویل،د دې ولايت د بهبود او په ادارو کې د اصلاح لپاره به خپلې هڅې لا ګړندۍ کړي، څو د ولسونو او دولت ترمنځ واټن له منځه لاړ شي .نوموړي د مومندرې ولسوالۍ مخورو ته د يادو ستونزو په حل کې د پوره همکارۍ او د قانون په چوکاټ کې د اقداماتو ډاډ ورکړ.

د خوږياڼو ولسوالۍ اووه سوه بې ځايه شويو کورنېو سره د خوراکي او غير خوراکي توکو مرسته وشوه.د ننګرهار والي په لارښوونه او د کډوالو چارو رياست په هڅو ، د مرستندويه ادارو په مالي ملاتړ د خوګياڼو بې ځايه شويو کورنيو سره دمرستو لړۍ روانه ده.د خوږياڼو ولسوالۍ پنځه سوه پنځه بې ځايه شويو کورنيو سره د اسلاميک ريليف موسسې له لوري د غير خوراکي توکو مرسته وشوه.د کډوالو چارو رئيس غلام حيدر فقيرزي وایي،مرسته اخېستونکو کورنېو سره وړاندې هم نغدي مرسته شوې وه.بل لورته د يادې ولسوالۍ دوه سوه بې ځايه شويو کورنېو سره د خوراک نړيوالې ادارې له لوري د خوراکي توکو مرسته ترسره شوه.فقيرزی وايي، هرې کورنۍ ته سل کيلو وړه او اوه ليتره غوړي ورکړل شول.په ورته وخت کې د جاپان پليټ په نوم موسسې له لوري بې ځايه شويو او هېواد ته راستنو شويو اويا کورنيو سره نغدي مرسته وشوه ، چې هرې کورنۍ ته شپږ زره نهه سوه ديرش افغانۍ ورکړل شوې.ګډو امنيتي ځواکونو په جلال اباد ښار کې د امنيت ټېنګښت او جرمونو مخنيوي په موخه غير مسووله وسله والو څخه يو شمير وسلې تر لاسه او بې اسناده موټر ونيول .ګډو امنيتي ځواکونو په جلال اباد ښار کې د امنيت ټېنګښت او جرمونو مخنيوي په موخه کمپاين پيل کړی ، چې په دويمه ورځ يې هم پنځه ميله وسله وسله او يو عراده غير راجستر شوی موټر ونيو.د ګډو امنيتي ځواکونو له لوري پيل شوی دغه کمپاين ،چې د ښار په بېلا بېلو برخو کې جريان لري په دويمه ورځ يې درې ميله کلاشينکو ، دوه ميله تفنګچې ، د کلاشينکوف او تفنګچو يو شمېر شاجورونه او مرۍ چې قانوني اسناد يې نه لرل د امنيتي ځواکونو لاس ته ورغلي.د کمپاين په ترڅ کې د ۱۷۶ موټرو تورې ښېښې سپينې شوي او ۲۸۵ عرادو موټر سايکلو باندې د دوو تنو دګرځيدو مخه نيول شوې.

نا څرګندو وسله والو یو دیني عالم او یو بل ملکي وګړی په شهادت رسولي.ننګرهار ولایت د خوږیاڼو ولسوالۍ اړوند چمتلې په سیمه کې نن د مرغومې په ۱۷مه سهار شپږ بجې په یاده سیمه کې د ابوحنیفه مدرسې مسؤل قاري شمس د نا څرګندو کسانو له لورې په ډزو سره په شهادت رسول شوی .شاوخوا پنځه دیرش کلن قاري شمس،چې د وزیرو سیمې اصلي اوسیدونکی دی او اوس مهال په چمتله کې مېشت وو،هغه مهال د وسله والو کسانو له لورې په ډزو سره په شهادت رسول شوی،چې کله د سهار د لمنځه له ادا کولو وروسته کور ته روان وو.په همدې حال کې تېره شپه په چمتلې سیمه کې د محمد شاه په نوم شاوخوا پنځوس کلن کس،چې په سیمه کې یې غریبکاري کوله،د نا څرګندو کسانو له لورې په داسې حال کې په ډزو سره په شهادت رسول شوی،چې له بهر څخه کور ته ستنیدو .سلاکار وزیر او د ننګرهار والي محمد ګلاب منګل د وسله والو له لورې د دیني عالمانو او ملکي وګړو وژنه په کلکو ټکو غندلې،دیني عالم قاري شمس او ملکي وګړي محمد شاه په مړینه یې خواشیني ښکاره کړې،دواړو شهیدانو ته یې د فردوس جنت او کورنۍ غړو ته یې د جمیل صبر هیله کړې .هغه پر ولسونو غږ وکړ،چې د خپلو سیمو د امنیت په ساتلو کې د امنیتي ترڅنګ کشفي ارګانونو سره مرسته وکړي،ترڅو تروریستي ډلې په نښه او د قانون منګولو ته وسپارل شي.

غني خیلو کې درې وسله وال طالبان ووژل شول او یو بل د ۵ میله وسلو سره یو ځای ژوندي ونیول شو.ننګرهار ولایت د غني خیلو ولسوالۍ په ۲۸ ویالې سیمه کې د پیل شوو سیلاب ۴، دولسم نمبر عملیاتو په ترڅ کې نن د مرغومې په ۱۶مه درې وسله وال طالبان ووژل شول او د دوی یو غړی ژوندی ونیول شو.د دې عملیاتو پر مهال،چې د وژل شوو طالبانو جسدونه هم په سیمه کې پاتي وو، همدا راز څلور میله کلاشینکوف،یو راکټ انداز، یو پایه ایکم مخابره او یو عراده سراچه موټر هم د امنیتي ځواکونو لاسته ورغلي دي.په ترسره شوو عملیاتو کې ملکي وګړو او امنیتي منسوبینو ته کوم زیان ندی اوښتی .د وسله والو طالبانو یو مرکز د دوی له شتون څخه پاک او درې شکمن کسان ونیول شول.ننګرهار ولایت د بټي کوټ ولسوالۍ په ګړباوې سیمه کې د ملي امنیت ځانګړو ځواکونو تېره شپه د وسله والو طالبانو پر یو مرکز عملیات کړي،چې په ترڅ کې یاد مرکز په بشپړ ډول د دوی له شتون څخه پاک کړی او په سیمه کې یې درې شکمن کسان نیولي دي.د دې عملیاتو پر مهال ملکي وګړو او امنیتي منسوبینو ته کوم زیان ندی اوښتی.سرحدي ځواکونو د ننګرهار په اچين ولسوالۍ کې هغه ځای کشف کړی ،چې د وسايطو ضد ماينونه پکې جوړيدل.مسوولين وايي : په دغه سيمه کې يې په زياته اندازه چاوديدونکي توکي او وسلې ترلاسه کړي.د لومړۍ سرحدي لوا د عامه اړيکو مسول ادريس مومند رسنيو ته وويل: د نهم سرحدي کنډک موظفينو د اچين ولسوالۍ په مامند سيمه کې د کشفي راپورونو پر اساس دغه عمليات ترسره کړي ،چې پر مهال يې هغه سيمه کشف کړې ،چې د وسايطو ضد ماينونه به پکې جوړيدل .مومند وايي: د عملياتو پر مهال د نهم سرحدي کنډک موظفينو لسګونه کيلو ګرامه سلفر، سلفيټ ،امونيم نايتريت چاويدونکي مواد ، نولس غټ او واړه ريموټ کنټرول ،نهه ميله بيلا بيلې وسلې ،۵۷۰ دانې پټاقۍ ،يواندازه سپين باروت او په زياته اندازه برقي سامان الات چي په چاودنو کې ترې ګټه پورته کيږي نيولي .نوموړی وايي هغه کور چې دغه ماينونه او وسلې پکې ترلاسه شوي د اچين ولسوالۍ د مامند درې په يوه غرنۍ سيمه کې موقعيت لري ، چې په سيمه کې د داعش ډلې د حضور پر مهال ترې اصلي استوګن کډه شوي او د مګړۍ د مخالفينو په کنټرول کې و.په اچين کې د داعش ځپلو په موخه عمليات په برياليتوب سره دوام لريننګرهار ولايت اچين ولسوالۍ کې د داعش ځپلو په موخه د ګډو ځواکونو پيل شوي عمليات په برياليتوب سره دوام لري او ګڼې سيمې د دوی له شتون څخه پاکې شوي دي.د اچين ولسوال ډاکتر اسماعيل شينواری، چې د مرغومي په ۱۴مه يې د دې ولسوالۍ مامندرې ته سفر کړی و وويل، چې په دې ولسوالۍ کې د ګډو ځواکونو عمليات په برياليتوب سره پرمخ روان دي.نوموړي وويل، چې داعش وسله والو ته د مرګ ژوبلې اوښتو ترڅنګ ګڼې سيمې د دوی له شتون څخه پاکې شوي دي.ده زياته کړه، چې مامندره او يو شمېر نورو سيمې چې تازه له داعش وسله والو پاکې شوي په کې نن افغان ځواکونو نوې پوستې جوړې کړې.ولسوال ډاډ څرګند کړ، چې په نږدې ورځو کې به ياده ولسوالي له داعش وسله والو په بشپړ ډول پاکه شي او پاکو شوو سيمو کې به افغان ځواکونه ځآی پر ځای شي.په جلال آباد ښار کې د ټولنې پرمختیايي شورا فرعي کمېټې جوړې شوې.د ولسي تړون ملي پروګرام له لوري د جلال اباد ښار اړوند اتمې ناحیې د دویم ګذر په سربندعلي پرمختیايي شورا کې فرعي کمېټې جوړې شوې.د سربندعلي پرمختیايي شورا لپاره دا فرعي کمېټې چې (د پوهنې، روغتیا، چاپيریال ساتنې، ځوانانو، او ښځو کمېټې) په کې شاملې دي، د دې شورا د ګڼ شمېر ښځینه او نارینه اوسېدونکو په ګډون رامنځته شوي.د ولسي تړون ملي پروګرام کارکوونکو د فرعي کمېټو جوړولو په موخه لومړی د یادې سیمې اوسېدونکو ته د فرعي کمېټو د اهمیت او ارزښت په اړه معلومات وړاندې کړل او ټولو ته یې دا چې څوک په کومه فرعي کمېټه کې عضویت ترلاسه کړي بشپړ معلومات ورکړل چې په دې سره د یادو (۵) کمېټو په ایجادولو کې هر تن د هغه سیمي او وړتیا ته په کتلو سره په مختلفو فرعي کمېټو کې غړیتوب ترلاسه کړ.یادې کمېتې به د ولسي تړون ملي پروګرام د تطبیق په مختلفو پړاونو کې د اړتیا سره سم مرسته کوي.ننګرهار ولایت کې د تودو سیمو د ښوونځیو څلورنیمې میاشتنۍ ازموینې پېل شوه.د ننګرهار ولایت د سره رود ولسوالۍ د چارباغ صفا په عالي لیسه کې په همدې موخه جوړو شویو مراسمو کې د پوهنې سرپرست ریس سید عیسی (سادات) په خپلو خبرو کې زده کوونکو ته مبارکي وویله چې د ښوونیز کال لومړۍ نیمایي یې په بریالیتوب سره سرته ورساوه .د پوهنې سرپرست ریس د ازموینو له ټولو ګډونوالو هیله وکړه،چې د ازموینې په بهیر کې له سپارښتنو او بې ځایه فشارونو ډډه وکړي او خپل ټول پام ازموینو او درس ویلو ته واړوي.د پوهنې سرپرست ریس دغه راز د ټولو ښوونځیو پر امرینو او ښوونکو غږ وکړ، چې د ازموینې شفافیت ته جدي پاملرنه وکړي .نوموړي همدارنګه د ازموینې د بهیر پرڅارونکو ډلو ټینګار وکړ، چې د ازموینې د بهیر نه جدي څارنه وکړي او سرغړونکو سره قانوني چلند وکړي.د سره رود ولسوال سید علي اکبر سادات د خبرو پر مهال ښوونکو ته ډاډ ورکړ،چې په پوره شفافیت سره ازموینه واخلي او د هیڅ ډول فشار څخه ویره ونکړي،همدا راز د سره رود ولسوالۍ قومی مشر حاجي محمد انور اکرام هم د موضوع په تړاو خبرې وکړې.د ننګرهار ولایت د تودیو سیمو په (۶۲۳) بابه ښوونځیو کې څلور نیم میاشتنې ازموینې تر سره کیږي چې (۵۷۷۹۷۷) پنځه سوه اوه اویا زره نهه سوه اوه اویا تنه زده کوونکي پکې برخه لري . دا ازموینې به د روانې مرغومې میاشتې تر پایه دوام وکړي.په دیرش کورسونو کې د ښوونکو د ګمارنې په موخه ازموینه واخیستل شوه.د ننګرهار ولایت په مرکز جلال اباد ښار او بهسودو ولسوالۍ کې د (افغان ایډ) مرسته کونکي ادارې له لورې د نا لوستو میرمنو لپاره د سواد زده کړې د دیرشو کورسونو د ښوونکو د ګومارنې په موخه ازموینه واخسیتل شوه.د ازموینې په مراسمو کې چې د جلال اباد ښار په سواد حیاتي لیسه کې جوړ شوي و د پوهنې سرپرست ریس سید عیسی سادات په خپلو خبرو کې د نا لوستو میرمنو لپاره د سواد زده کړه مهمه او حیاتي وبلله او د مرسته کوونکي ادارې نه یې د مننې په څرګندولو سره وویل د یوی میرمنې باسواده کول د یوې کورنۍ باسواده کول دي.هغه د ازموینې له ګډونوالو وغوښتل چې د بریالیتوب په صورت کې خپله دنده په پوره اخلاص او امانتدارۍ سره سرته ورسوي.په دغه ازموینه کې شاوخوا شپیتو میرمنو برخه اخیستې وه .

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *