ننګرهار والي د اندونیزیا هېواد سره د اسلامي، سوداګریزو او علمي اړیکو پر پراختیا ټینګار وکړ.
سلاکار وزیر او د ننګرهار والي محمد ګلاب منګل د مرغومې په ۲۳مه د جلال اباد په شاهي ماڼۍ کې په هېواد کې د اندونیزیا سفیر عارف الرحمن سره د لیدنې پر مهال د یاد هېواد سره د ننګرهار ولایت په کچه د اسلامي،سوداګریزو او علمي اړیکو پر پراختیا ټینګار وکړ، د یادې لیدنې پر مهال د یو شمیر ادارو د مسؤلینو سربېره ولایتي شورا مرستیال ډاکټر لعل محمد دراني په مشرۍ د دې شورا یو شمیر غړو،د قومي مشر حاجي حیات خان په مشرۍ یو شمیر مخورو،د حج او اوقافو رئیس مولوی عبدالظاهر حقاني په مشرۍ یو شمیر دیني عالمانو او ګڼ نورو ګډون کړی وو.
سلاکار وزیر او د ننګرهار والي محمد ګلاب منګل د اندونیزیا هېواد له سفیر څخه مننه وکړه،چې دې ولایت ته یې کاري سفر وکړ او ټینګار یې وکړ،چې د هېواد په ځآنګړي ډول د ننګرهار په کچه دې د اندونیزیا هېواد د علماؤ کرامو سره د تګ را تګ اړیکې زیاتې کړي،ترڅو په دې هېواد کې د سولې او ثبات لپاره د کاري تجربو په تر لاسه کولو سره زمینه برابره شي ، ننګرهار والي د اندونیز هېواد له سفیر څخه وغوښتل،چې په یاد هېواد کې د ننګرهار سوداګرو لپاره کاري فرصتونه او اړیکي برابرې کړي،ترڅو د دې ولایت او اندونیزیا هېواد د سوداګرو ترمنڅ اړیکو کې تر پخوا هر وخت زیاتوالی راشي ، ښاغلي منګل غوښتنه وکړه،چې اندونیزیا هېواد دې د ننګرهار ولایت ځوانانو ته په بېلابېلو برخو کې د زده کړو په موخه بورسونه ورکړي او همدا راز یې ژمنه وکړه،چې یو شمیر ځوانان به هم وهڅوي،ترڅو د هندوستان او نورو هېوادونو ترڅنګ په اندونیزیا هېواد کې خپلې لوړې زده کړې ترسره کړي .د دې لیدنې پر مهال د ولایتي شورا مرستیال ډاکټر لعل محمد دراني د اندونیزیا سفیر څخه وغوښتل،ترڅو په ننګرهار کې د یاد هېواد په مالي لګښت روغتون،ښوونخی،واټ او یا هم بل نموني رغنیزه چاره ترسره کړي، هغه زیاته کړه،د ننګرهار ولسونه اندونیزیا د یو ستر اسلامي هېواد په توګه پېژني،ځکه له دې هېواد څخه د سولې او ثبات د رامنځته کېدو په موخه د هر ډول هلو ځلو غوښتوونکې دي ، د ولایتي شورا مرستیال هم په سوداګریزو،اسلامي کنفرانسونو او علمي برخو کې د دواړو هېوادونو په ځانګړي ډول د ننګرهار د خلکو سره پر تګ راتګ او پیاوړتیا ټینګار وکړ.په افغانستان کې د اندونیز هېواد سفیر وویل،هڅې یې پیل کړي،ترڅو د کابل او جاکرتا ترمنځ هوایي پروازونه پیل شي،ترڅو په دې چارې سره سوداګریزې او نورې اړیکې لا پراختیا پیدا کړي، نوموړي ژمنه کړه،چې په دې هېواد کې د اختلافونو د مخنیوي په موخه به اندونیزیا هېواد د ننګرهار دیني عالمانو ته ځآنګړې سفرونه برابر کړي،ترڅو په یاده هېواد کې ورسره ځآنګړې تجربې شریکي شي، د اندونیز هېواد سفیر وویل، په کابل کې یې ځینې نموني کارونه ترسره کړي او ډاډ یې ورکړ،چې په ننګرهار کې به هم د خپلې نښې پرېښودو په موخه ځینې اقدامات ترسره کړي .د اندونیز هېواد سفیر تېره ورځ ننګرهار ته را رسیدلی وو،چې د دې ولایت والي، ولایت سرپرست مرستیال،سوداګرو،ننګرهار پوهنتون مسؤلینو او زده کړیالانو او یو شمیر نورو سره یې لیدنې ترسره کړې .
د مرکز څخه راغلی لوړ رتبه پلاوی په اچین ولسوالۍ کې رامنځته شوې پېښه څېړي .
ننګرهار ولایت د اچین ولسوالۍ په مامند درې سیمه کې دوه ورځې وړاندې د بهرنیو ځواکونو او پاڅوون کوونکو ترمنځ رامنځته شوې د تاوتریخوالې پېښه چې له امله یې مرګ ژوبله هم اوښتې،د قضیې د جدي څېړنې په موخه له مرکز څخه پلاوی راورسید.
تر دې وړاندې سلاکار وزیر او د ننګرهار والي محمد ګلاب منګل د یادې پېښې د رامنځته کېدو سره سم سیمې ته مسلکي پلاوی استولی وو،چې هر اړخیزه څېړنه یې له نوموړې سره شریکه کړه،خو د قضیې د جدي او لا زیاتې څېړنې په موخه نن د مرغومې په ۲۳مه له مرکز څخه یو لوړ رتبه پلاوی ننګرهار ته راورسید .
د لوی درستیز مرستیال برید جنرال عبدالرشید قادري په مشرۍ یاد پلاوي کې د کورنیو چارو،د ملي امنیت عمومي ریاست،سیمه ییزو ارګانونو خپلواکې ادارې او یو شمیر نورو ګډون لري،چې د چارو د پیل وړاندې ننګرهار والي محمد ګلاب منګل سره د جلال اباد په شاهي ماڼۍ کې لیدنه وکړهسلاکار وزیر او د ننګرهار والي محمد ګلاب منګل په رامنځته شوې پېښه خواشیني وښوده او یاد پلاوي څخه یې د جدي او هر اړخیزو څیړنو د ترسره کېدو غوښتنه وکړه او د اچین ولسوالۍ ته یې د پلاوي سره د همکارۍ او زمینې برابرولو په برخه کې سپارښتنه وکړه.
د ملي دفاع وزارت د لوی درستیز مرستیال او د پلاوي مشر برید جنرال عبدالرشید قادري ډاډ ورکړ،چې د یادې قضیې جدي څېړنه کوي او پایلې به یې د ولایت مقام ترڅنګ د مرکز سره د وروستیو اجرائتو په موخه شریکي کړي .
ننګرهار والي محمد ګلاب منګل په جلال اباد ښار کې د خپلسرو هډو د لمنځه وړلو په موخه د کلکې ارادې له مخې په خصوصي ډول د هډو د خپلسرو تم ځایونو څخه لیدنه وکړه.
سلاکار وزیر او د ننګرهار والي محمد ګلاب منګل،د ولایت مالي او اداري رئیس قریب الله هجرت او سرپرست ښاروال انجینر حکیم الدین عمر خیل په ملتیا د مرغومې په ۲۳مه په کرولا ډوله موټر او پلي ډول د جلال اباد ښار په بېلابېلو سیمو کې وګرځیدو او د خپلسرو هډو د لمنځه وړلو په موخه یې د کلکې ارادې په ترڅ کې څارنه او لیدنه وکړه .
وروسته له هغې چې ننګرهار والي د یوې ناستې په ترڅ کې د حوزو،ماموریتونو،ترافیکو،ترانسپورټ،ښاروالۍ او یو شمیر نورو ادارو مسؤلینو ته جدي سپارښتنه وکړه،چې په جلال اباد ښار کې خپلسرې هډې لمنځه یوسي او ګواښ یې وکړ،چې په دې برخه کې به پاتې کسانو سره وروستی چلند ترسره کړي،نن یې عملاٌ په پلي او کرولا ډوله موټر کې د ګرځیدو پر مهال د مسؤلینو د کړنو څخه څآرنه او لیدنه ترسره کړه.
ننګرهار والي وویل، کلک هوډ لري ، چې په ښار کې د نورو ناقانونه کړنو د مخنیوي ترڅنګ د خپلسرو هډو مخه ونیسي او مسؤلینو ته یې خبرداری ورکړی، که هر څوک د خپل مسئولیت په ساحه کې پاتې راغی له دندې به یې ګوښه او د څيړنو په موخه به یې څارنوالۍ ته ور پيژني .
د دې خصوصي څارنې او لیدنې پر مهال ننګرهار والي د جلال اباد ښار په بېلابېلو سیمو کې خپله او د همکارانو په ملتیا خپلسرې هډې په نښه او مسؤلینو ته یې د وروستي ځل په موخه د مخنیوي سپارښتنه وکړه.
په افغانستان کې د اندونيزيا سفير د ننګرهار ولايت سرپرست مرستيال او مستوفي عبدالله رقيبي په مشرۍ د دې ولايت يو شمېر سوداګرو سره د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ د پراختيا په موخه غونډه وکړه .
دغه غونډه ، چې نن دجمعې په ورځ په جلال اباد شاهي ماڼۍ کې تر سره شوه پرمهال يې د ننګرهار ولايت سرپرست مرستيال او مستوفي عبدالله رقيبي د د واړو هېواد د سوداګريزو اړيکو په پراختيا د ټېنګار ترڅنګ خوښي وښوده ، چې په افغانستان کې د اندونيزيا سفير غواړي ، چې د ننګرهار سوداګر له ياد هېواد سره خپلې سوداګرۍ ته پراخوالی ورکړي.
په غونډه کې د اندونيزيا سفير عارف الرحمن وويل ننګرهار ته يې دسفر موخه د نورو پرمختګونو ترڅنګ له اندونيزيا سره دننګرهار دسوداګريزو اړيکو پراختيا ده .
نوموړي له سوداګرو سره په خبرو کې له هغوئ غوښتنه وکړه څو هغه نقطې ورته په ګوته کړي ، چې د ننګرهار او اندونيزيا هېواد سوداګرو اړيکې پرې غښتلې کيږي.
نوموړي زياته کړه اوس مهال په اندونيزيا هېواد کې د سوداګرۍ لپاره ښه فرصتونه موجود دي او افغان سوداګر کولای شي ، چې ښه ګټه ورڅخه پورته کړي .
په هېواد کې داندونيزيا سفير د ننګرهار له سوداګرو وغوښتل څو له اندونيزيا سره خپل صادرات او واريدات زيات کړي .
داندونيزيا سفير عارف الرحمن زياته کړه که د افغانستان په ځانګړي ډول د ننګرهار سوداګر ورته مراجعه وکړي په بېلا بېلو برخو کې به ورته اسانتياوې برابرې کړي.
په غونډه کې يو شمېر هغه سوداګرو ، چې اوس مهال دياد هېواد سره سوداګري لري دسوداګرۍ په برخه کې له اندونيزيا هېواد څخه مننه وکړه ، چې لازمې اسانتياوې يې ورته برابرې کړي دي .
دغه راز يو شمېر سوداګرو په خپلو خبرو کې خوښي وښوده ، چې داندونيزيا په څېر يو اسلامي هېواد سفير ورته دسوداګرۍ دپراختيا وړانديز کوي .
سوداګرو له سفير څخه غوښتنه وکړه ، چې ياد هېواد ته نيغ په نيغه د هوايي تګ راتګ زمينه دې ورته برابره شي، سوداګريز مارکېټ دې ورته جوړ شي څو يې سوداګري پراختيا ومومي .
د ننګرهار سوداګرو وويل په دوه زره اوه لسم کال کې په لسګونه ميلونه ډالره سوداګري له اندونيزيا هېواد سره شوې او په وينايې که په دې برخه کې ورته استانيتاوې برابرې شي نو ياده سوداګري به څو برابره لوړه شي.
د غونډې په پای کې سوداګرو داندونيزيا له سفير سره ژمنه وکړه ، چې اندونيزيا ته د سفر په موخه به دتلوونکو سوداګرو نوملړ ورته وسپاري څو سوداګريز فرصتونه وڅاري .
په افغانستان کې د اندونيزيا سفير د شاه غازې امان خان په مزار د ګلونو ګیډۍ کېښوده .
په افغانستان کې د اندونیزیا هېواد سفیر عارف الرحمن،د مرغومې په ۲۲مه چې د ولایت سرپرست مرستیال عبدالله رقیبي،د بهرنیو چارو رئیس حاجي حافظ او یو شمیر نورو مسؤلینو یې ملتیا کوله،د شاه غازي امان الله خان مقبرۍ ته ولاړل او د هېواد د دې ستر غازي په مزار یې د ګلونو ګیډۍ کېښوده .
د ننګرهار سرپرست مرستيال والي او مستوفي عبدالله رقيبي په هېواد کې د اندونيزيا سفير ته د شاه غازي امان الله خان د پاچاهۍ ، لاس ته راوړنو او ميړانې په اړه هر اړخيز معلومات ورکړل .
نوموړي د اندونيزيا له سفير مننه وکړه ، چې ننګرهار ته يې سفر کړی او بيا يې د غازي امان خان مقبرې ته د دعا په موخه ورغی او د ارواښاد په قبر يې د ګلو ګيډۍ کېښوده .
رقيبي وويل شاه غازې امان الله خان د نورو لاس ته راوړنو ترڅنګ د افغانستان لپاره ازادي اخستې .
په هېواد کې د اندونيزيا سفير د غازي امان الله خان په مزار د ګلو د ګيډۍ د کېښودولو پر مهال غازي امان الله خان د افغانانو ستر وياړ وباله او د مرحوم روح ته يې د دعا په موخه لاسونه لپه کړل .
نوموړي دغازي امان الله خان له مقبرې څخه په ليدنه خوښي وښوده او د شاه غازي امان الله خان کړنې يې وستايلې .
د اندونيزيا سفير له ننګرهار پوهنتون ليدنه وکړه
په افغانستان کې د اندونیزیا هېواد سفیر د ولایت مستوفي په مشرۍ د بېلابېلو ادارو مسؤلینو سره ناسته وکړه .
په افغانستان کې د اندونیزیا هېواد سفیر عارف الرحمن ننګرهار ولایت ته د خپل ۲۴ ساعته سفر په ترڅ کې د دې ولایت سرپرست مرستیال او مستوفي عبدالله رقیبي په مشرۍ د ادارو مسؤلینو او یو شمیر علماؤ کرامو سره ناسته وکړه .
د دې ناستې پر مهال د ولایت سرپرست مرستیال او مستوفي عبدالله رقیبي د اندونیزیا هېواد سفیر څخه مننه وکړه،چې دې ولایت ته یې د بېلابېلو هدفونو په موخه له پنځلس کلن ځنډ وروسته سفر ترسره کړ .
نوموړي زیاته کړه،په وروستیو کې په ننګرهار ولایت کې د ګڼ شمیر ادارو لپاره ځوان مسؤلین ټاکل شوي او په انرژۍ سره د دندې ترسره کولو له امله په دې ولایت کې په بېلابېلو برخو کې د پام وړ بدلونونه راغلي دي.
د ننګرهار د حج او اوقافو رئیس مولوي عبدالظاهر حقاني وویل،د افغانستان په ځآنګړي ډول د ننګرهار خلک د اندونیزیا د خلکو سره د اسلامي ورور ولۍ نږدې اړیکي او هیله یې وښوده،چې د یاد هېواد د دیني عالمانو سره اسلامي سفرونه ترسره کړي.
د عامې روغتیا رئیس ډاکټر نجیب الله کاموال بیا د اندونیزیا هېواد سفیر څخه غوښتنه وکړه،چې د دې ولایت روغتیا پالو ته په بېلابېلو برخو په ځانګړي ډول د سترګو د درملنې په برخه کې په یاد هېواد کې لنډ مهالې مسلکي روزنې ورکړي.
هغه همدا راز غوښتنه وکړه،چې د دې ولایت دیني عالمانو ته دې هم اندونیزیا هېواد ته سفرونه برابر شي،ترڅو په یاد هېواد کې ورته د ګوزڼ ضد واکسین د پلې کېدو په برخه کې لا زیاته اسلامي روحیه ورکړل شي .
په افغانستان کې د اندونیزیا هېواد سفیر عارف الرحمن تائید کړه،چې د پخوا په پرتله په دې ولایت ډیری مثبت تغیرات راغلي او ژمنه یې وکړه،چې په بېلابېلو برخو کې به اندونیزیا هېواد د افغانستان د نورو سیمو ترڅنګ له ننګرهار سره نږدې اړیکي وساتي .
نوموړي وویل،د ننګرهار او د افغانستان د نورو ولایتونو دیني عالمانو ته به اندونیزیا هېواد ته د اسلامي سفرونو لړۍ پیل کړي،ترڅو په دې چارې سره په اسلامي نړۍ کې یوالی رامنخته او شته ستونزې حل شي .
هغه همدا راز د عامې روغتیا رئیس ته هم په بېلابېلو برخو کې د همکارۍ ترسره کولو ډاډ ورکړ.
يو سلو اته کورنيو سره د اووه سوه پنځوس زره افغانيو نغدي مرسته وشوه
ننګرهار ولايت کډوالو چارو رياست په هڅو د جاپان پليټ پارم موسسې له لوري ۱۰۸ کورنيو سره د اووه سوه او پنځوس زره افغانيو نغدي مرسته تر سره شوه.
د کډوالو چارو رئیس غلام حيدر فقيري وويل، چې يادې کورنۍ له پاکستان هېواد څخه را ستنې شوې دي.
نوموړي وويل، چې هرې کورنۍ ته شپږ – شپږ زره افغانۍ ورکړل شوې.
ده زياته کړه، چې يادو کورنيو سره به نورې مرستې هم تر سره شي.
دوه موټر سايکل سپاره يو ميل تومانچې سره ونيول شول
ننګرهار ولايت مرکز جلال اباد ښار کې تېره ورځ دوه تنه موټر سايکل سپاره د يو ميل تومانچې سره ونيول شول او دغه راز د ۲۵۱ موټرونو تورې ښېښې سپينې شوې.
ننګرهار ولايت کې د لا ډاډمن امنيت رامنځته کېدو په موخه د ننګرهار والي محمد ګلاب منګل په لارښوونه امنيتي ادارو له تېرې يوې اوونۍ راهيسې د اسناد نه لرونکو، غير قانوني وسلو ګرځولو او د موټرونو تورو ښېښو سپينولو په موخه کمپاين پيل کړی دی.
تېره ورځ د ياد کمپاين په ترڅ کې دوه تنه د يو ميل تومانچې او يو موټر سايکل سره په داسې حال کې نيول شوي، چې د وسلې ګرځولو قانوني اسناد يې نه درلودل.
دغه راز د ۲۵۱ موټرونو تورې ښېښې سپينې شوي او يو شمېر موټر چلوونکي چې له قانون څخه يې سرغړونه کړې وه اته ديرش زره او شپږ سوه افغانۍ جريمه شوي دي.
يو تن د انسان تښتونکو له منګولو وژغورل شو او دوه غله ونيول شول
ننګرهار ولايت مومندرې ولسوالۍ کې پولیسو يو تن د انسان تښتونکو له منګولو وژغوره او په جلال اباد ښار کې يې د دوه عرادو موټرونو غله ونيول.
د معلوماتو له مخې پولیسو د مومندرې ولسوالۍ لنډي خيبر سيمه کې يو ملکي وګړی، چې انسان تښتونکو يې د تښتولو هڅه کوله د هغوی له منګولو ژغورلی دی.
دغه راز په ورته وخت کې پولیسو د جلال اباد ښار په مربوطاتو کې دوه نه د دوو کرولا ډوله موټرونو غلا په تور نيولي دي.