مالیې وزیر ننګرهار کې په بېلابېلو برخو کې د ګڼ شمیر پروژو د پلي کېدو ژمنه وکړه.
د مالیې وزیر اکلیل حکیمي د خپل کار په دفتر کې سلاکار وزیر او د ننګرهار والي محمد ګلاب منګل سره د لیدنې پر مهال ننګرهار کې په بېلابېلو برخو کې د پروژو د پلي کېدو ژمنه وکړه .
د یادې لیدنې پر مهال د ماليې وزارت د بېلابېلو برخو د مسؤلینو ترڅنګ په ولسي جرګه کې د ننګرهار د خلکو استازې سایمې خوږیاڼۍ،د ښار جوړونې،کرنې او مالدارۍ،کلیو پراختیا،نشه یې توکو پر وړاندې د مبارزې،عامې روغتیا او یو شمیر نورو ادارو مسؤلینو هم شتون درلود.
سلاکار وزیر او د ننګرهار والي محمد ګلاب منګل په دې ولایت کې د سوداګرو د بېلابېلو ستونزو د شریکولو ترڅنګ د جلال اباد ښار څخه یوې بلې مناسبې سیمې ته د امنیه قوماندانۍ او محبس ودانۍ انتقالولو،د ملکي هوایي میدان پروژې د پیل،د جلال اباد ښار په شپږمه ناحیه کې د شپیته بلاکونو نیمګړې چارې بیا پیل کولو،د نوي ګمرک څلور دیوالۍ عملي چارې پیل کولو،غازي امان الله خان او باچاه خان مزارونو د جوړولو لپاره د بودیجې ورکړې او یو شمیر نورې غوښتنې وکړې .
نوموړي همدا راز له کډوالۍ را ستنوو شوو کورنیو ته د هندوستان هېواد له لورې د ۴ زره کورونو د جوړولو ترڅڼګ د چین هېواد په مرسته د ۵ زرو نورو کورونو د جوړولو په برخه کې هم د همکارۍ غوښتنه وکړه .
ننګرهار والي همدا راز د مالیې وزیر څخه په جلال اباد ښار کې د حلقوي سړک لپاره د بودیجې د ورکړې،تورخم ښارګوټې کې د ګمرک لپاره د ۵۴۰ جریبه ځمکې د انتقال چارې د ترسره کولو،په تورخم ښارګوټې کې د سکینر فعالولو،د سپین جومات جوړولو لپاره د سوداګرو د مرستې د را جلبولو او ګڼ شمیر نورو پروژو د پلې کېدو په برخو کې د همکارۍ غوښتنه وکړې .
د مالیې وزیر اکلیل حکیمي وویل،د نوي ګمرک احاطې جوړولو په موخه یې بودیجه انتقال کړې او ډیر ژر به یې عملي کارونه پیل شي او همدا راز یې د غازي امان الله او خان عبدالغفار خان مزارونو د جوړولو په موخه د بودیجې د ورکړې ژمنه وکړه
نوموړي د چین هېواد په مرسته له کډوالۍ را ستنوو شوو کورنیو ته د ۵ زرو استوګنو کورونو جوړولو،له ښار څخه بل مناسب ځآی کې د امنیه قوماندانۍ او محبس ودانیو د جوړولو په موخه د بودیجې ځآنګړې کولو،ډير ژر د ملکي هوایي میدان د جوړولو، په جلال اباد ښار کې د شپیته بلاکونو د بیا ځل چارو پيل کېدو،تورخم کې د ګمرک ځمکې د انتقال،د سکینر بیا فعالولو او سپین جومات جوړولو لپاره د سوداګرو څخه د بودیجې د تر لاسه کولو او یو شمیر نورو برخو کې د همکارۍ ژمنه وکړه .
د مبارکۍ پیغام
د هېواد ویاړلې او زیارکښې د کرکټ ملي لوبډلې په څلورمه یوه ورځنۍ لوبو کې په ماتې ورکولو سره د شل اوریزو سیالیو لړۍ څخه وروسته د یو ورځنیو لوبو سیالۍ هم پخپل نوم کړې.
زه په څلورمه لوبه کې زمبابوۍ لوبډلې ته په ماتې ورکولو او د یو ورځنیو سیالیو د ګټلو له امله ټولو درنو هېوادوالو،د کرکټ لوبې مینوالو،کرکټ بورډ ادارې او په ځآنګړې ډول د کرکټ ملي اتلانو ته د زړه له کومې مبارکي وایم.
یو خل بیا له خپلو اتلانو مننه کوم،چې د تېر په څېر یو ځل بیا د هېوادوالو پر شونډو د خوښۍ موسکاوې خپرې او د بریاوو زیرې ډالۍ کړل .
په دې هېواد کې په ټولو برخو کې د بریاوو په هیله .
محمد ګلاب منګل
په سرحدونو او قبایلو چارو کې د ولسمشر سلاکار وزیر او د ننګرهار والي

د ننګرهار مستوفي عبدالله رقيبي په مشرۍ د ولايت پرمختيايي کميټې يا پي ، ډي ، سي ، مياشتنۍ غونډه ترسره شوه.
ياد ناسته چې په ولايت مقام کې ترسره شوه د بيلابيلو ادارو مسولينو او مرستندويه ادارو استازو سربيره د ولايتي شورا غړي عبيد الله شينواري هم شتون درلود.
د ننګرهار مستوفي عبدالله رقيبي له ټولو هغو ادارو او اشخاصو چې د ۱۳۹۸ مالي کال پرمختيايي پلان جوړولو کې زيار او هڅه کړې مننه وکړه.
رقيبي د پرمختيايي پلان په اړه معلومات ورکړل ويې ويل ، هڅه مودا ده چې د ۱۳۹۸ مالي مالي کال لپاره داسې پرمختيايي پلان ولرو چې دټولو ادارو او ولسونو ونډه پکي وي .
نوموړي همدا راز وويل ، د ۱۳۹۸ مالي کال پرمختيايي پلان د نورو کلونو په پرتله په معياري بڼه جوړشوی او له پوره دقت څخه پکې کار اخيستل شوی دی .
د ننګرهار اقتصاد ريئس غلام الله افغانيار ، د تيرو مجلسونو پريکړې له ګډنوالو سره شريکې اوهم يې د ۱۳۹۸ مالي کال پرمختيايي پلان د پرزينټيشن په ورکولو سره ګډنوالو سره شريک کړ.
افغانيار وويل، پرمختيايي پلانونه اوس داقتصاد وزارت د لارښود سره سم جوړيږي او د معياري کولو لپاره بايد له څلورو کميټو چې تخنيکي ، مالي او پي ، ډي ، سي، شامل دي تير شي .
نوموړي همدا راز د يو شمير ستونزو يادونه هم وکړه چې په وينا ډيری ادارې پرمختيايي پلان جوړونه خپل مسوليت نه بلکې يو اضافي کار بولي او هم يې روزنيزو پرګرامونو ته د غيرې مسلکي کسانو معرفي کول بله ستونزه ياده کړه.
د اقتصاد ريئس همدا راز له ولايت مقام ، ولايتي شورا او په ملي شورا کې د ننګرهار له استازو غوښتنه وکړه چې په ننګرهار کې د لويو پروژو د تطبيق په برخه کې هلي ځلي او بشپړه همکاري وکړي.
د غونډي په پای کې د ننګرهار کار او ټولينزو رياست او د ايف ، جي ، ای ، موسسې ترمنځ يو هوکړه ليک هم لاسليک شو چې له مخې به يې د مرکز په ګډون د اووه ولسواليو له اووه زره پنځه سوه بې وزله کورينو سره د خوراکي توکواونغدي مرسته ترسره شي.
د ننګرهار ولايتی شوراء د پچيراګام ولسوال قاري هجرت الله رحماني د ښو خدمتونو ترسره کولو له امله په ستاينليک ووياړه.
دياد ستاينليک د ورکړې پر مهال د ننګرهار ولايتي شوار غړي جاويد زمان غمشريک د پچيراګام ولسوال قاري هجرت الله رحماني ترسره کړي خدمتونه وستايل ، چې په وينا يې نوموړي د پچيراګام ولسوالۍ د امنيت په ټينګښت ، د ولسونو په يووالي او په ياد سيمه کې دناامنۍ په لمنځه وړلو کې له ځانه وړتيا ښودلې نو ځکه يې ستاينليک ورکړ.
غمشريک زياته کړه قاري هجرت الله رحماني په ښه مديريت سره وکړای شول ، چې ديادې ولسوالۍ ولسونو سره راټول ، د دولت او ولس ترمنځ واټن کم او ولسوالي دسولې په نوم ونوموي.
ولايتي شورا د پچيراګام ولسوال ته پداسې حال کې ستاينليک ورکړ ،چې سناتور لطف الله بابا، د ولايتی شورا غړي سهراب قادري او عبيدالله شينواري هم شتون درلود.
د پچيراګام ولسوال قاري هجرت الله رحماني له ولايتی شورا څخه دمنني ترڅنګ ژمنه وکړه ، چې تر پخوا به زيات د امنيت ټينګښت او ولسونو يووالي لپاره هلې ځلې وکړي او چاته به اجازه ورنکړي ، چې په ياده ولسوالۍ کې ورانکاري فعاليتونه ترسره کړي.
په ختیځ کې د متحده ملت ګوند له لورې د کوټ مسؤلین او سرتېرې وستایل شول.
په ختیځ کې د متحده ملت ګوند له لورې د کوټ مسؤلین او سرتېرې وستایل شول.
د افغانستان د متحده ملت ګوند د ختیځ زون د دفتر مشر محمد لایق غمشریک په مشرۍ د دې ګوند ګڼ شمیر غړو کوټ و لسوالۍ ته د خپل سفر په ترڅ کې د امنیتي وضعیت د ښه والې له امله د کوټ ولسوالۍ مسؤلین او امنیتي منسوبین وستایل.
د متحده ملت ګوند د ختیځ زون د دفتر مشر محمد لایق غمشریک وایي،د کوټ ولسوال،امنیه قوماندان په ګډون یې په یاده ولسوالۍ کې د مسؤلینو د ستاینې ترڅنګ د امنیتي ځواکونو د سرښندنو له امله سرتېرو ته په غاړه کې ګلونه واچول او په دې چارې سره یې د دوی ستاینه او قدرداني وکړه .
د کوټ ولسوال حاجی سید الرحمن مومند د یاد ګوند له رهبرۍ څخه مننه وکړه،چې د کوټ وضعیت د کتلو په ترڅ کې یې د ښه والې له امله د دوی ستاینه وکړه .
په ننګرهار ولايت کې دافغان ښځو شبکې له لوري دښځو چارو رياست اړوند د ښځو په بڼ کې د ښځو پروړاندې د تاوتريخوالي مخنيوي په موخه دنړېوال يو بليون پاڅون سره په ملاتړ غونډه ترسره شوه.
د يادې غونډې پرمهال په ختيځ کې دافغان ښځو شبکې ساحوي مسول خان اقا غرمل د ښځو پروړاندې د تاوتريخوالي پرضد د فيبرورۍ شپاړلسمه ديو بليون پاڅون په اړه ګډون والو ته هر اړخيز معلومات ورکړل.
نوموړي وويل که موږ دنړۍ ټولې ښځې دخپلو حقوقو ترلاسه کولو په موخه سره منظمې کړو نو په وينايي کولای شو هغه حقوق ، چې داسلام مبارک دين ښځو ته ورکړي ترلاسه کړو .
غرمل په ټولو ښځو غږ وکړ ، چې داسلا م مبارک دين په چوکاټ کې دخپلو حقوقو ترلاسه کولو په موخه سره يو موټی او په دې برخه کې خپلې هڅې کړندۍ کړي .
په غونډه کې مدني فعالې ناهدې دهېواد دلومړۍ مېرمنې پيغام ولوست ، چې پکې دښځو له حقوقو ملاتړ شوی و.
دغه راز د ديني علماو په استازولۍ دحج اوقاپو رياست غړي مولوي خليل الله داسلام مبارک دين له نظره دښځو په حقوقو هر اړخيزې خبرې وکړې .
مدني فعال ډاکټر نعمت الله همدرد او يو شمېر نورو هم خبرې وکړې او دغونډې په پای کې راحيه ببرکزۍ دافغان ښځو شبکې اعلاميه ولوسته .
مومندرې ولسوالۍ کې د شل میلیونه افغانیو په مالي لګښت د افغان کډوالو او مسافرو لپاره د بشپړ روغتیایي مرکز د جوړولو چارې پیل شوې .
ننګرهار ولایت د مومندرې ولسوالۍ اړوند په تورخم ښارګوټې کې د جرمني پاټریپ فونډیشن په شل میلیونه افغانیو مالي لګښت د افغان کډوالو او مسافرو لپاره د بشپړ روغتیايي مرزک د جوړولو چارې د یو لړ مراسمو په ترڅ کې پیل شوې،چې د شپږو میاشتو په موده کې به بشپړې شي .
د ننګرهار عامې روغتیا رئس ډاکټر نجیب الله کاموال چې د نیشنل EOC مشر ډاکټر میوند احمدزي،د پوهنې رئيس،تورخم ښاروال،مومندرې ولسوال او یو شمیر نورو مسؤلینو یې ملتیا کوله،د چهارشنبې په ورځ په تورخم ښارګوټې کې د یاد مرکز چارې د ډبرې په کېښودلو سره پیل کړې .
نوموړي د خبرو پر مهال وویل، مومندره چې دوه مهجز امبولانسونه لري ، د ننګرهار امبولانس شبکه به هم په کې فعالیت پيل کړي او زیاته یې کړه، پلان لري،ترڅو په مومندرې ولسوالۍ کې د خلکو ستونزو د حل کولو په موخه د مرکزي کلینک لپاره نوي ودانۍ جوړه کړي .
د عامې روغتیا رئیس ډاکټر نجیب الله کاموال په خپل دې کاري سفر کې د دوربابا په ولسوالۍ کې د ګړوکو روغتیایي مرکز پر ودانۍ د کار پیلېدو زیری هم ورکړ.
د ننګرهار عامې روغتیا رئیس چې د ننګرهار پوهنې رئیس حسیب الله شینواري، دمهمندرې ولسوال او د عامې روغتیا ریاست کاري ټیم یې ملتیا کوه د ایمل خان لېسې او د په تورخم کې ګڼو تعلیمي ځایونو کې یې د واکسینو چارې له نږدې وکتلې او پرشته ستونزو یې له اړونده کسانو سره خبرې وکړې.
ډاکټر کاموال په تورخم کې خلکو ته د پولیو او نورو ناروغیو پر زیانونو او دواکسینو پر ګټو هم خبرې وکړې او له خلکو یې په دې برخه کې د مرستې غوښتنه وکړه.
د پوهنې رئیس په تورخم ښارګوټي کې د کلیوالي ښوونځیو زده کوونکو ته د قرطاسیې او بکسو د ورکړې ترڅنګ له کډوالۍ را ستنوو شوو زده کوونکو ښوونځي ته د ودانۍ او احاطې جوړولو ژمنه وکړه .
د ننګرهار پوهنې ریس حسیب الله شینواري چې د یاد ریاست اړوند کاري ډلې په مشرۍ یې تورخم ښارګوتي ته سفر کړی و، هلته د کلیوالي ښوونځیو پر نږدې څلور سوه نجونو او هلکانو زده کوونکو قرطاسیه او بکسې وویشلې او هغوې ته یې د اړوندو ستونزو دحل ډاډ ورکړ.
پوهنې ریس په داسې حال کې چې د ننګرهار د عامې روغتیا ریس ډاکتر نجیب الله کامه وال یې ملتیا کوله، د دغه ښوونځیو چې د کلستر په بڼه د یونیسف ادارې په مرسته له ګاونډي هیواد پاکستان نه د راستونو شویو کډوالو د اولادونو د روزنې په موخه جوړ شوي زده کوونکو ته ډاډ ورکړ، چې ډیر زر به ورته د ودانۍ او احاطې دیوال جوړولو امکانات برابر کړي .
دغو زده کوونکو ته د ودانۍ په جوړولو کې د عامې روغتیا ریس هم دمرستې ډاډ ورکړ.
د پوهنې ریس همدارنګه د مومندرې ولسوالۍ د ایمل خان لیسې له درسي بهیر نه هم لیدنه وکړه او د یادې لیسې اداري او تدریسي پرسونل ته یې د روان پوهنیز بهیر د ښه کیدا او پرمختګ لپاره لازمې سپارښتنې وکړې.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *