په جلال اباد ښار کې اصنافو او کسبګرو اتحادیه د ټاکنو په ترڅ کې نوی اداري پلاوی ټاکي .
د هېواد په کچه د اصنافو او کسبګرو عمومي مشر محمد حسن صفايي سلاکار وزیر او د ننګرهار والي محمد ګلاب منګل سره د لیدنې پرمهال وویل په جلال اباد ښار کې د اصنافو او کسبګرو اتحادې د رهبري پلاوي د خدمت موده پوره شوې او په نږدې راتلونکې کې به د نوې رهبرۍ د ټاکلو په موخه خپلمنځي ټاکنې ترسره کړي.نوموړي په یاده برخه کې له ننګرهار والي څخه د همکارۍ غوښتنه وکړه.سلاکار وزیر او د ننګرهار والي محمد ګلاب منګل د ښارپه تنظیم، پاکۍ او امنیت په ټینګښت کې د اصنافو او کسبګرو رول تر هر چا مهم یاد کړ، چې په خبره يې د رښتینې رهبرۍ د ټاکل کیدو وروسته به دغه برخه لا منظمه او پیاوړې شي.هغه زیاته کړه په ښار کې د اصنافو او کسبګرو منظمه رهبري د نورو خدمتونو ترڅنګ د حکومتي عوایدو په لوړيدو کې مهم رول لري نو په همدې اساس يې سپارښتنه وکړه، چې وړ او مناسب کسان د خپلو مشرانو په توګه وټاکي.منګل د اصناف او کسبګرو مشرانو ته د خپلمنځي ټاکنو په برخه کې د هر راز همکارۍ ډاډ ورکړ.
په ورته مهال د جلال اباد ښار د اصنافو او کسبګرو اتحاديې مرستیال حاجي عزیزالرحمن عرب وویل د دوی په چوکاټ کې شاوخوا ۳۰ بېلا بيل صنفونه د عدلې ریاست قانوني جوازونه لري، چې د نوي طرزالعمل له مخې به د ټولو صنفونو مشران د قانوني اصولو له مخې وټاکل شي.عرب زیاته کړه د اصنافو او کسبګرو اتحادیه به د ملي مسئولیت پر بنیاد د ولایتي ادارې سره په ټولو قانوني چارو کې بشپړه همکاري کوي.
ننګرهار والي د جلال اباد حوزوي روغتون څخه د لیدنې پر مهال د ستونزو د حل په موخه د اساسي اصلاحاتو سپارښتنه وکړه .
سلاکار وزیر او د ننګرهار والي محمد ګلاب منګل چې تېره شپه ناوخته یې د ولایتي شورا مرستیال ډاکټر لعل محمد دراني او دفتر رئیس انجینر فرید ناصرزي په ملتیا د حوزوي روغتون څخه په ناڅاپي ډول لیدنه وکړه،د ګڼ شمیر ستونزو په لیدلو سره یې د اساسي اصلاحاتو سپارښتنه وکړه .
نوموړي د دې لیدنې پر مهال د ښې دندې د ترسره کولو له امله د یو شمیر روغتیا پالو څخه مننه او همدا راز د ګڼ شمیر نوي او عصري تجهیزاتو د نصبولو او پرمختګونو له امله یې د یادې ادارې څخه ستاینه وکړه .
ننګرهار والي د دې لیدنې پر مهال د حوزوي روغتون په یو شمیر برخو کې د غېرې منظم روغتیایي چاپیریال په شتون او د نوکریوالۍ په لیست کې کلنۍ ستونزې او د پیوزانو د خوندي او یو ځای نشتون، په حوزوي روغتون کې جدي نیمګړتیاوې په ګوته کړې .
هغه وویل،که څه هم د حوزوي روغتون تشکیل کم او د مراجعینو حجم زیات دی،خو د شته امکاناتو څخه منظمه ګټه نه اخیستل د حوزوي روغتون د مسؤلینو نیمګړی مدیریت دی او په دې برخه کې به د ستونزې د حل په موخه اساسي اقدامات وکړي .
ننګرهار والي د دې لیدنې پر مهال د یو شمیر ناروغانو د روغتیایي وضعیت څخه هم لیدنه وکړه.

ننګرهار والي د میدان وردګو د پخواني والي په مشرۍ د یو شمیر مخورو ستونزې واوریدې .
سلاکار وزیر او د ننګرهار والي محمد ګلاب منګل د میدان وردګو د پخواني والي عبدالمجید خوږیاڼي په مشرۍ د شیرزادو قومي شورا د یو شمیر غړو ستونزې د حل په موخه واوریدې .
په همدې موخه د جلال اباد په شاهي ماڼۍ کې د جمعې په ورځ ناسته ترسره شوه،چې په کې د میدان وردګو پخواني والي عبدالمجید خوږیاڼي د شیرزادو د قومي شورا یو شمیر امنیتي او نورې ستونزې د حل په موخه شریکې کړې.
سلاکار وزیر او د ننګرهار والي محمد ګلاب منګل د خبرو پر مهال په یو شمیر برخو کې د شیرزادو مخورو د همکارۍ څخه مننه وکړه او همدا راز یې د قانون په چوکاټ کې د ستونزو د حل ډاډ ورکړ.
ننګرهار والي د بټي کوټ د چهاردهي سیمې خلکو ته د هر راز همکارۍ ډاډ ورکړ.
سلاکار وزیر او د ننګرهار والي محمد ګلاب منګل د بټي کوټ ولسوالۍ د چهاردهي سیمې یو شمیر مخورو سره د لیدنې پر مهال دوی ته د هر راز همکارۍ ډاډ ورکړ.
یاده لیدنه چې د جلال اباد په شاهي ماڼۍ کې ترسره شوه،پر مهال یې د ولایتي شورا مرستیال ډاکټر لعل محمد دراني هم شتون درلود.
د چهارهي سیمې مخورو ننګرهار والي څخه مننه وکړه،چې د خلکو د حمایې په موخه یې سیمې ته د عملیاتو په موخه ځواکونه استولي او د ولسونو د ملاتړ لپاره یې یادې سیمې ته سفر وکړ.
دوی په بېلابېلو برخو کې خپل وړاندیزونه هم شریک کړل .
سلاکار وزیر او د ننګرهار والي محمد ګلاب منګل یو ځل بیا د چهاردهي خلکو د مېړانې ستاینه وکړه،چې له دولس کلن ځنډ وروسته یې د تروریستانو له انحصار څخه ځآنونه ازاد او د امنیتي ځواکونو په مرسته یې له سیمې وسله وال طالبان وشړل .هغه مخورو ته ډآډ ورکړ،چې د امنیتي برخې ترڅنګ به رغنیزې او همدا راز بې ځایه شوو سره د مرستې ترسره کولو په برخه کې هم ځآنګړې اقدامات ترسره کړي .
څلور وسله وال طالبان، چې د عشر او زکات په نوم يې په ظلم له خلکو پیسې ټولولې ونيول شول.
ننګرهار ولايت بټي کوټ ولسوالۍ سرګردان چوک کې تېره ورځ افغان ګډو ځواکونو څلور وسله وال طالبان په داسې حال کې نيولي، چې له خلکو يې د عشر او زکات په نوم په ظلم سره پيسې ټولولې.
دغه وسله وال طالبان (طالب ، ادم خان ، ظفرخان او کندهاری) نوميږي، چې په خپلو جرمونو يې اعتراف کړی دی.
دغه راز په ورته وخت کې امنيتي مسئولينو د يادې ولسوالۍ مربوطاتو کې يو د وسايطو ضد ماين کشف او لمنځه وړی.

پولیسو د ماینونوجوړولو په ذخیره کې ګڼ شمیر چسپکي ماینونه،چاودیدونکې او ګڼ نور توکې کشف او تر لاسه کړل
د ننګرهار ولايت امنيه قوماندانۍ اړوند پوليسو د اپراتيفي او کشفي هلو ځلو په ترڅ کې د جلال اباد ښار شپږمې ناحیې په مربوطاتو کې د ماينونو جوړولو په ذخیره کې ګن شمير چسپکي ماينونه ،چاوديدونکي او نورتوکي کشف او تر لاسه کړل .یاد عملیات د شپږمې حوزې اړوند مولوي خالص فامیلۍ د محمد عارف جومات ته څېرمه ساحه کې د ماینونو جوړولو په ذخیره کې ترسره شول،چې په ترڅ کې ۱۱ عدده ریموټ کنټرول او لس عدده چسپکي ماینونه،۲۹ عدده د ماینونو حافظې،۲ عدده کمپلس، یو بنډل د ثانیه سوز فلتې، ۳ عدده ترازو، ۴ پایې مخابرې، یو اندازه چاودیدونکې او نور توکې کشف او تر لاسه کړل .
د پولیسو په یادې لاسته راوړنې سره په مرکز جلال اباد ښار او ولسوالیو کې د ګڼ شمیر تروریستي پېښو مخنیوی وشو.

په سره رود ولسوالۍ کې یوسلو نهه کیلو ګرامه تریاک ونیول شول .
د ننګرهار امنيه قوماندانۍ پوليسو د سره رود ولسوالۍ په فتح اباد سیمه کې د ګډې دندې پر مهال د یو قاچاق کوونکي سره یوسلو نهه کيلو ګرامه ترياک ونيول ـ
ترلاسه شوي ترياک په يو عراده کرولا موټر کې په ډير مهارت سره ځاى پر ځاى شوي وو،چې د لیږد په تور یې یو تن هم نیول شوی دی .
په ننګرهار کې د روژې د مبارکې میاشتې د راتګ په ویاړ د سلګونه ځوانانو تر منځ د ځغاستې سیالي ترسره شوه.
دغه سیالي چې د هډې ځوانانو ولسي پیوستون او ملي سوداګر عتیق الرحمان په مالي مرسته د جلال اباد پر حلقوي سړک جوړه شوې پکې د بېلابېلو ولایتونو دوه سوه ځوانانو ګډون کړی و چې د درې کیلو متره په واټن یې د ځغاستې سیالي ترسره کړه.د ځوانانو په استازیتوب نقیب احمد اتل د جوړې شوې غونډې ګډونوالوته وینا وکړه او ویې ویل ددې سیالۍ له جوړولو یې موخه داده چې د ځوانانو ترمنځ انسجام او یووالی رامنځته کړي، له دې لارې خلکو ته د سولې پیغام ورسوي او ځوانان له ناروا فعالیتونو او نشه یي توکو له کارونې را وګرځوي.نوموړي پر دولتي او نادولتي ادارو غږ وکړ چې د بې کارۍ په کمولو کې دې بې درېغه هلې ځلې وکړي او بې روزګاره ځوانانو ته د کار زمینه برابره کړي.
د غونډې بل ویناوال او د ننګرهار ورزشي امریت د ځغاستې فدارسیون مشر شکرالله دا سیالي په ورزشي ډګر کې یو مثبت او بې ساری ګام یاد کړ او د عتیق الرحمن تلیسمیا روغتون له مشر او له ځوانانو پیوستون نه یې مننه وکړه چې دغه سیالي جوړه کړې وه.
په پای کې د سیالۍ ګټونکي لوبغاړي د ځوانانو د ولسي پیوستون او د ملي سوداګر عتیق الرحمان ګروپ له خوا په نغدي او نورو ډالیو ونازول شول .
د خوږیاڼو ۷۵ کورنیو سره د کورونو بیارغونې په موخه نغدي مرسته وشوه.
ننګرهار ولایت د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو رياست له لوري د ثور په شلمه نېټه د خوږياڼو ولسوالۍ د وزيرو تنګي سيمه کې پنځه اويا کورونه چې د جنګو له امله لږ تخريب شوي و،د بېرته جوړولو په موخه ورسره نغدي مرسته وشوه.
د ننګرهار کډوالو چارو رﺉيس غلام حيدر فقيرزی وايي،دغه مرسته يې د UN OCHA ادرې په مالي مرسته برابره کړې وه،چې هرې کورنۍ ته درې۔درې سوه امريکايي ډالر ورکړل شول.

د ګمرک رئیس وایي، د نوي او عصري سیستم د فعالولو،اصلاحاتو او د مامورینو د ظرفیت لوړونه یې د چارو لومړیتوب دي.
د ننګرهار ګمرک نوي رئیس خان زمان امرخیل د خپلې دندې په درېیمه ورځ تورخم ښارګوټې ته د سفر پر مهال د ګمرک اړوند بېلابېلو څانګو څخه د لیدنې پر مهال د نوي او عصري سیستم د فعالولو، اصلاحاتو رامنځته کولو او د مامورینو ظرفیت لوړونه د خپلو چارو له لومړیتوبونو څخه یاد کړل .
نوموړي چې په تورخم ښارګوټې کې د بېلا بیلو ادارو کارکوونکو او تورخم ګمرک مدیریت مامورینو سره د لیدنې تر څنګ د یو شمیر شعباتو چارې له نږدې ولیدې، د فساد مخنیوي او په ګمرکي چارو کې پر روڼتیا ټینګار وکړ.
نوموړي زیاته کړه چې ملي سوداګرو ته د قانون او اصولو په پلي کولو سره اسانتیا وې رامنځ ته کوي .
د ننګرهار ګمرک نوي رئیس همدا راز خپله ژمنتیا وښوده چې په لوړ عزم او هوډ سره به خپلو ملي سوداګرو او هېواد والو ته د خدمت مصدر وګرځي
هغه زیاته کړه، د ګمرک په اداره کې به د نوي سیستم په فعالولو ،اصلاحاتو او د مامورینو ظرفیت لوړونې ته لومړيتوب ورکوي تر څو په ګمرکي چارو کې ګڼې لاسته راوړنې ولري.
د ګمرک ریيس تورخم ښارګوټې نه د لیدنې پر مهال د ترانزیټ،بانک، د تورخم ګمرک د خولي او خروجي دروازو څخه هم لیدنه وکړه او مسوولینو ته یې د سپارښتنو تر څنګ د هر راز همکارۍ ډاډ ورکړ.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *