په ننګرهار کې د هندوستان هېواد قونسل پدې ولایت کې د نويو بېلا بېلو پروژو د پلي کېدو ژمنې وکړې.
ننګرهار والي حیات الله حیات سره د هندوستان هېواد قونسل راج کومار د لومړنۍ لیدنې پرمهال د یو شمېر نورو موضوعاتو شریکولو ترڅنګ پدې ولایت کې د بېلا بېلو نویو پروژو د پلي کیدو ژمنې وکړې.
ننګرهار والي حیات الله حیات افغانستان سره د هندوستان هېواد تاریخي او رښتینې د دوستۍ اړیکې وستايلې، چې په خبره يې په سختو او ستونزمنوحالاتو کې يې افغانانو ته د همکارۍ لاس ورکړی .
نوموړي پدې ولایت کې د هندوستان هېواد له لوري د کرنې، پوهنې، روغتیا او نورو برخو کې د ترسره کړو پروژو څخه مننه وکړه او هغه ته يې په هره برخه کې د همکارۍ ډاډ ورکړ.
حیات هیله څرګنده کړه، چې په هېواد کې به د تل پاتې سولې او امنيت په ټينګيدو سره به د هندوستان او افغانستان تاریخي دوستي لا پياوړې شي.
په ننګرهار کې د هندوستان هېواد قونسل راج کمار په امنیتي او یو لړ نورو برخو کې د ولايتي ادارې د همکارۍ څخه مننه وکړه، چې تل يې د دوی غوښتنو ته مثبت ځواب ویلی.
نوموړي زیاته کړه هېواد يې له افغانانو سره بې کچې مينه لري نو په همدې اساس يې پدې ولایت کې د نویو پروژو د پلي کیدو ډاډ ورکړ.
د هندوستان هېواد قونسل ژمنه وکړه ، چې د دولتي مامورينو لپاره به په تخنيکي او مسلکي برخه کې د لنډ مهاله زده کړو په موخه سکالرشيپونه ورکړي ، چې د دې زده کړو پرمهال به ټول لګښت هندوستان هيواد ورکوي.
د یادونې ده، چې یاده لیدنه پدې ولایت کې د بهرنیو چارو رئیس حاجي حافظ له لوري برابره او تنظیم شوې وه.
ننګرهار والي د پاکستان هيواد قونسل ته د تورخم جلال اباد سړک د چارو د ګړندیتوب او د ویزې په ورکړه کې د سهولتونو برابریدو سپارښتنې وکړې.
ننګرهار والی حیات الله حیات د پاکستان هېواد قونسل عارف بيټني سره د لومړنۍ لیدنې پرمهال هغه ته د تورخم جلال اباد سړک د چارو د ګړندیتوب او د ویزې په ورکړه کې د سهولتونو برابریدو سپارښتنې وکړې.
نوموړي د پښتورګو ملي روغتون سره د تجهیزاتو او ځینو نورو برخو کې د پاکستان هېواد له لوري د شوو مرستو څخه د مننې ترڅنګ په بېلا بېلو برخو کې د لازیاتو شفافو مرستو په ترسره کیدو ټینګاروکړ.
د پاکستان هېواد قونسل عارف بيټني وويل : هره ورځ په اوسط ډول پنځلس سوه تنو ته ويزې لګوي او په دغه برخه کې يې ناروغانو او میرمنو ته د ځانګړې پاملرنې ترڅنګ ويزه لګونکو ته ډيرسهولتونه برابرکړي.
نوموړي زیاته کړه د تورخم جلال اباد دویم لین سړک چارې ۸۰ سلنه بشپړې شوي او پاتې چارې به د ولایت مقام سره په ګډه د ځینو ستونزو له حل کیدو وروسته بشپړې شي.
هغه د افغان ځوانانو ته د تحصیلي برسونود برابریدو، پښتورګو ملي روغتون سره د لازیاتو مرستو د ورکړې او نورو برخو کې د همکارۍ ډاډ ورکړ.
دغه راز دواړو مشرانو خپلو کې د ښه ګاونډیتوب پاللو او همکارۍ ترڅنګ د لر او بر پښتنو د اړیکو د پياوړتیا ژمنې وکړې.
د ولایت مقام په هلوځلو او د اجرئیه ریاست په مالي همکارۍ د بېلا بېلو پيښو له امله د ۲۹ شهیدانو او ټپیانو کورنیو سره نغدي مرسته وشوه.
د ننګرهار ولایت مقام په هلوځلو او د اجرائیه ریاست په مالي همکارۍ د بېلا بېلو پيښو له امله د ۱۶ ټپیانو سره پنځوس، پنځوس زره او د ۱۳ شهیدانو هرې کورنۍ سره سل، سل زره افغانیو نغدي مرسته وشوه.
ننګرهار والي حیات الله حیات د یادې نغدي مرستې د ویش پرمهال د اجرائیه ریاست څخه مننه وکړه، چې د اسلامي او انساني همدردۍ له مخې يې د بېلا بېلو پيښو قربانیانو سره نغدي مرسته وکړه.
نوموړي زیاته تروریستان به هیڅکله د ملکي وګړو په وژل کیدو ځانونه موخو ته ونه رسوي، چې په خبره يې دولت د ملکي وګړو د ژوند خوندیتوب ترڅنګ د پیښو قربانیانو کورنیو سره بېلا بېلې مرستې کوي.
د اجرائیه ریاست سلاکار څارنوال قیوم وویل د اجرائیه ریاست په مالي همکارۍ د ۲۹ شهیدانو او ټپیانو کورنیو په ډله کې لس تنه شهیدان د پچیراګام ولسوالۍ اړوند د پچیر سیمې، او پاتې په جلال اباد ښار کې د ډاکتر په کتنځای او د حج او اوقافو رئیس په موټر چاودنو پيښو کې شهیدان او ټپیان شامل دي.
نوموړي زیاته کړه د شهیدانو هرې کورنۍ ته سل سل زره او ټپیانو سره پنځوس ، پنځوس زره افغانۍ نغدي مرسته ورکړل شوه.
په علمي او ټولنیزو چارو کې د ولسمشر ستر سلاکار لعل پاچا ازمون په مشرۍ یو شمیر مسؤلینو ننګرهار والي حیات الله حیات سره ولیدل .
په علمي او ټولنیزو چارو کې د ولسمشر ستر سلاکار او د کابل پوهنتون استاد لعل پاچا ازمون،چې د ننګرهار پوهنتون رئیس ببرک میاخیل،د ولایتی شورا منشي ذبیح الله زمري،د شورا غړي ډاکټر ناصر کاموال،د عامې روغتیا رئیس ډاکټر نجیب الله کاموال او یو شمیر نورو یې ملتیا کوله،د جلال اباد په شاهي ماڼۍ کې ننګرهار والي حیات الله حیات سره ولیدل.
د دې لیدنې پر مهال مسؤلینو د ننګرهار پوهنتون د امنیت پر تامین،د پوهنتون اړوند د ځمکې تر لاسه کولو،په جلال اباد ښار او یو شمیر ولسوالیو کې غېرې ثبت شوو دیني مدرسو،په دقیق ډول د بېلابېلو قضیو پر مهال د نیول شوو کسانو د قضیو جدي څېړنې او یو شمیر نورو موضوعاتو په اړه خبرې اترې او بحثونه وکړل .
ننګرهار والي د مخورو څخه وغوښتل،چې د ټولټاکنو د ترسره کېدو پر مهال د امنیت د تامین په برخه کې د دفاعي او امنیتي ځواکونو سره مرسته وکړي.
ننګرهار والي حیات الله حیات ، د میدان وردګو پخواني والي عبدالمجید خوږیاڼي په مشرۍ د شیرزادو شورا غړو سره د لیدنې پر مهال له دوی وغوښتل،چې د راتلوونکو ټاکنو د ښه ترسره کېدو په موخه د امنیت په برخه کې له دفاعي او امنیتي ځواکونو سره پخپلو سیمو کې مرسته وکړي .
د دې لیدنې پر مهال د شیرزادو شورا غړو د خبرو پر مهال د یو شمیر وړاندیزونو او مشورو شریکولو ترڅنګ ننګرهار والي حیات الله حیات ته ډاډ ورکړ،چې شورا غړي به یې د ټولو قانوني چارو ملاتړ او په بېلابېلو برخو کې به ورسره همکاري وکړي .
ننګرهار والي حیات الله حیات د شیرزادو شورا غړو له ملاتړ څخه مننه وکړه او زیاته یې کړه،چې د مخورو په همکارۍ به وکولای شي،په دې ولایت کې شته ناخوالو ته د پای ټکی کیږدي .
هغه زیاته کړه،دفاعي او امنیتي ځواکونو په ټول توان سره هڅې پیل کړي،ترڅو د راتلوونکې پارلماني او ولسوالیو شوراګانو د ټاکنو لپاره مناسبه امنیتي زمینه برابره کړي،خو په دې برخه کې د مخورو د ځآنګړې همکارۍ غوښتنه وکړه.
نوموړي مخورو ته ډاډ ورکړ،چې د اصلاحاتو په موخه یې کوټلې ګامونه پیل کړي او د خپل دفتر څخه یې دا چاره پیل کړې او په دې ولایت کې به یې تر وروستي مامور او سربازه پورې ورسوي .
ننګرهار والي حيات الله حيات د بېلا بېلو قومي شورا ګانو مسوولينو او غړو، ديني عالمانو او ځوانانو سره د کتنې پر مهال وويل: امنيت ټينګښت يې د کارونو له لومړيتوبونو څخه دی ،چې په وينا يې د دې ولايت د ولسونو د ستونزو حل لپاره به نه ستړې کيدونکې هلې ځلې وکړي.
يادو قومي مخورو ، ديني عالمانو او ځوانانو نن د جمعې په ورځ جلا ل اباد شاهي ماڼۍ کې ننګرهار والي حيات الله حيات سره د کتنې پر مهال پر يو شمېر موضوعاتو خبرې وکړې.
د ختيځو ولايتونو د سرتاسري شورا مشر عبدالخالق حسيني پشه يي ننګرهار والي څخه غوښتنه وکړه ،چې د کابل – جلا ل اباد دويم لين سړک چارې ،چې په ټپه ولاړې دي د پيل کيدو لپاره يې ځانګړې پاملرنه وکړي.
نوموړي دغه راز وويل: د ولسي جرګې او ولسواليو شورا ګانو د راتلونکو ټاکنو ښه تر سراوي په موخه دې درايې ورکونې هغه مرکزونه ،چې د ځينې ستونزو له امله تړل شوي پرانستل شي ، ځوانانو ته دې کاري فرصتونه برابر شي او قومي شورا ګانو ته دې د ځينو مسايلو د حل صلاحيت ورکړل شي.
په ننګرهار کې د قومونو د يو والي شورا مشر لعل اغا کاکړ بيا د ننګرهار والي د پيل شويو فعاليتونو د ستاينې ترڅنګ هغه ته د هر راز همکارۍ ډاډ ورکړ.
کاکړ له ننګرهار والي څخه وغښتل ، چې امنيت ټينګښت او د ټاکنو پروسې روڼ والي ته خاصه پاملرنه وکړي ،چې په خبره يې ولسونه دې ته چمتو دي ، څو د امنيت په ټينګښت کې امنيتي ځواکونو سره خپله همکاري لا زياته کړي.
د ښځو په استازولۍ ملالۍ ميوندي په دې خوښي ښکاره کړه ،چې په ټولنيزو چارو کې د ولايت مرستياله ښځينه وټاکل شوه او هم يې په ټاکنو کې د ښځو په ونډې د ټينګار ترڅنګ غوښتنه وکړه ،چې د ټاکنو د عامه پوهاوي لپاره دې لا کار وشي ، څو ښځې په اسانۍ سره د ټاکنو ملي پروسه کې برخه واخلي.
ننګرهار والي حيات الله حيات وويل: امنيت ټينګښت يې د کارونو له لومړيتوبونو څخه دی ، چې په وينا يې د دې ولايت د ولسونو د ستونزو حل لپاره به نه ستړې کيدونکې هلې ځلې وکړي.
حيات وويل: د فساد او ټولو غيرې قانوني کړنو پر وړاندې به کلکه مبارزه وکړي او هڅه به وکړي ،چې قانون په ټولو يو شان تطبيق کړي.
ننګرهار والي وويل: دې ولايت تر اوسه چا اساسي کار نه دی کړی ،چې په خبره يې د پر مختګ لپاره به يې اساسي اقدامات ترسره کړي.
ننګرهار والي وايي ملکي او نظامي ارګانونه د ټاکنو او تذکرو د ویش په پروسه کې د لاس وهنې او مداخلې حق نه لري.
ننګرهار والي حیات الله حیات د ټاکنو خپلواک کمیسون، نفوسو د ثبت امر او شکایتونو کمیسون مسئولینو سره د لیدنې پرمهال وویل هیڅ ملکي او نظامي ارګانونه د راتلونکي ولسي جرګې او ولسوالیو شوراګانو په ټاکنو کې د ګډون په موخه د روانې نوم لیکنې او تذکرو د ویش په پروسه کې د لاس وهنې او مداخلې حق نه لري.
د ټاکنو خپلواک کمیسون مشر ذبیح الله وګړي وویل پدې ولایت کې د نوم لیکنې ۴۵۷ مرکزونه فعال دي، چې واټن يې تر منځ په ښارکې د یو څخه تر دریو او په ولسوالیو کې د دریو څخه تر پنځه کیلو مترو پورې دی چې تر دامهاله پکې په شرایطو برابر ۲۲۵۰۰۰ کسانو نوم لیکنه کړې.
نوموړي زیاته کړه د غبرګولي په ۵ مه رسماً د راتلونکي ولسي جرګې او ولسوالیو شوراګانو لپاره د نوماندانو نوم لیکنې پروسه پیل شوه.
نفوس د ثبت امر حفیظ الله پهلوان وویل د نورو ولایتونو په پرتله دې ولایت ته د تذکرو پاڼې کمې ورکړل شوي، چې په خبره يې ورکړل شوې پاڼې ۲۲ ولسوالیو او ۸ ناحیو ته بسنه نه کوي.
نوموړی وایی مرکز په یاده برخه کې توپيري چلند کوي او د دې ولایت اوسني نفوس ته په کتو د تذکرو پاڼې نه ورکوي.
د شکایتونو خپلواک کمیسون غړي محمد رفیع احمدزي د خپلو فعالیتونو په تړاو ننګرهار والي ته بشپړ معلومات ورکړل او د چارو پروړاندې د پرتو ستونزو په حل کې يې د همکارۍ غوښتنه وکړه.
د ولایتي شورا غړي سهراب قادري د جالي تذکرو د جوړیدواو بهرنیو وګړوته د تذکرو پر ویش اندیښنه او زیاته يې کړه که د دغې چارې مخه ونه نیول شي د ټاکنو پروسه به د سوال سره مخ کړي.
ننګرهار والي حیات الله حیات وویل هیڅ ملکي او نظامي ارګانونه د امنیت ټینګښت او نورې همکارۍ پرته د ټاکنو او تذکرو د ویش په پروسه کې د لاس وهنې او مداخلې حق نه لري.
هغه زیاته کړه تذکرې دې د ۲۰ افغانیو قانوني رقم په اخیستلو سره په شفاف ډول وویشل شي، چې په وینا يې د تذکرو د ویش مامور د نوماند په کور کې خلکو ته تذکرې نه شي ورکولای او که سرغړونه وکړي د قانوني چلند سره به مخ شي.
حیات دغه راز وویل د نورو ولایتونو په پرتله دې ولایت ته د تذکرو د کمو پاڼو د ورکړې ستونزه به په مرکز کې له اړونده مسئولینو سره د حل په موخه شریکه کړي.
د ننګرهار ۱۴ ولسوالیو لپاره د وسله والو طالبانو ګمارل شوی نظامي مسؤل سنګري د تېښتې پر مهال ووژل شو.
د ننګرهار ولایت سره رود ولسوالۍ په سواتۍ سیمه کې تېره شپه د ملي امنیت ځواکونو له لورې ځآنګړي عملیات ترسره شوي،چې په ترڅ کې د دې ولایت د ۱۴ ولسوالیو لپاره د وسله والو طالبانو له لورې نومول شوی نظامي مسؤل ګل محمد چې مشهور په سنګري وو،د تېښتې پر مهال وژل شوی او دوه نور ملګري یې ژوندي نیول شوي دي .
د وسله والو طالبانو یاد نظامي مسؤل سره رود ولسوالۍ ته د وسلو،چاودیدونکو توکو او مهماتو د تر لاسه کولو په موخه تللی وو،ترڅو د دوی اړوند په جلال اباد ښار کې د دوی کسانو ته یې د تخریبي کړنو د ترسره کولو په موخه وسپاري،چې د امنیتي ځواکونو له لورې له وړاندې تعقیب او ووژل شو.