ولسمشر محمد اشرف غني د مؤقت اوربند د سالم مدیریت له امله د هېواد د ټولو ملکي او نظامي مسوولینو قدرداني وکړه او د لویو لارو، ښارونو او د ټولو سیمو د امنیت پر تامین یې ټینګار وکړ.
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس محمد اشرف غني نن غرمه د هېواد د ۳۴ ولایتونو ملکي او نظامي مسوولینو سره د ویډیو کنفرانس له لارې د مؤقت اوربند د سالم مدیریت له امله د هېواد د ټولو ملکي او نظامي مسوولینو قدرداني وکړه او د لویو لارو، ښارونو او د ټولو سیمو د امنیت پر تامین یې ټینګار وکړ.
ننګرهار والي حیات الله حیات،د ۲۰۲ شمشاد زون،ننګرهار امنیه،څلورمې پلې لوا، سرحدي ځواکونو،عامه نظم او همغږۍ مرکز قوماندانانو،ملي امنیت،استیناف محکمې،پوهنتون،پوهنې او سولې ولایتي کمیټې ادارو رئیسانو، د ولایتي شورا استازي او یو شمیر نورو په ۲۰۲ شمشاد ساحوي زون کې په یاد کنفرانس کې ګډون وکړ.
د هېواد جمهور رئیس ټولو والیانو ته لارښوونه وکړه چې د محلي حکومتولۍ د وضعیت د ښه والي او هېوادوالو ته د ښو خدمتونو د وړاندې کولو په موخه د ټولنې له بېلابېلو افشارو سره مشورتي ناستې وکړي، ځکه د حکومت د کار موخه د خلکو رضایت دی.
جمهوررئیس د موقت اوربند د سالم مدیریت په خاطر د هېواد د ټولو ملکي او نظامي مسوولینوقدرداني وکړه او د لویو لارو، ښارونو او د ټولو سیمو د امنیت پر تامین یې ټینګار وکړ.
جمهوررئیس محمداشرف غني وویل، ترګواښ لاندې سیمو کې چاڼیز عملیات دوام لري او هر هغه خطر چې خلکو او د افغانستان ځمکنۍ بشپړتیا ته متوجه وي باید د دفع کولو لپاره یې هراړخیز اقدامات وشي.
جمهوررئیس څرګنده کړه، حکومت د اوربند په بحث کې کوچنی خطر هم نه شي منلی او د اوربند پر مهال به د هېواد امنیتي او دفاعي ځواکونه د هر تعرض په وړاندې ځواب ووایي.
جمهوررئیس غني په افغانستان کې د جګړې د حرام بللو په اړه د مسجدالحرام د امام او د مسجدالنبوي(ص) د امام د فتواو هرکلی وکړ وې ویل، د اسلام علما په منسجم ډول په افغانستان کې د جګړې په حرام او مردود بللو کې همغږي او موافق دي او په دې اړه یې خپل ګډ غږ پورته کړی.
د یاد کنفرانس وروسته د ننګرهار والي حیات الله حیات په مشرۍ د نظامي شورا غړو ځانګړې امنیتي ناسته وکړه،چې په کې د جلال اباد ښار،هسکه مینې،بټې کوټ او یو شمیر نورو سیمو د امنیتي وضعیت په اړه بحث او پرېکړې وشوې .
په ننګرهار کې د دیرش میرمنو په ګډون نږدې ۷ سوه تنو د ولسي او ولسوالیو شوراګانو لپاره ځآنونه په رسمي ډول نوماند کړي دي .
ننګرهار والي حیات الله حیات، چې امنیه قوماندان مل پاسوال غلام سنایي ستانکزي یې هم ملتیا کوله،په دې ولایت کې د ټولټاکنو خپلواک کمیسون په دفتر کې د یو شمیر مراجعینو ستونزې د حل په موخه واوریدې .
مراجعینو د ولسوالیو شوراګانو د نوماندانو د ډيټابیس، د تذکرو د سټیکرو د خلاصون او د ټاکنو کمیسون اړوند یو شمیر نورې ستونزې ننګرهار والي سره د حل په موخه شریکې کړې، چې د نوموړي له لورې ورته د ټاکنو خپلواک کمیسون په همکارۍ د حل ډاډ ورکړل شو.
په همدې حال کې ننګرهار والي حیات الله حیات سره د دې ولایت د ټولټاکنو خپلواک کمیسون د رئيس ذبیح الله وګړي له لورې د کمیسون د مرکزي دفتر د برېښنا،امنیت او یو شمیر نورې ستونزې شریکې شوې،چې ننګرهار والي له لورې د ستونزو په حل کې د همکارۍ ډاډ ورکړل شو.
د دې لیدنې پر مهال په یو شمیر سیمو کې د پخوانۍ ارزیابۍ له مخې د تړل شوو ټاکنیزو حوزو د خلاصون او یو شمیر نورو موضوعاتو په اړه هم خبرې اترې وشوې .
د مالوماتو له مخې ننګرهار څخه د ۱۸ ميرمنو په ګډون ۱۴۱ کسانو ولسي جرګې ته او د ۱۲ میرمنو په ګډون ۵۵۶ تنو ولسواليو شوراګانو لپاره ځانونه نوماند کړي او تر دا مهاله نږدې ۶ سوه زره کسانو د رايې ورکولو لپاره خپلې تذکرې ثبت کړي.
ننګرهار والي د حجاجو څخه په هېواد کې د جګړې له امله د وینو تویدو د مخنیوي په موخه د تلپاتې سولې د رامنځته کېدو لپاره د دعاوو ترسره کولو سپارښتنه وکړه.
ننګرهار والي حیات الله حیات د چنګاښ په دویمه د دې ولایت حجاجو ته د پنځلس ورځنیو عملي زده کړو د پیل په مراسمو کې دوی ته سپارښتنه وکړه،چې د حج مراسمو ادا کولو پر مهال په هېواد کې د جګړې له امله د وینو تویدو د مخنیوي په موخه د تلپاتې سولې د رامنځته کېدو لپاره دعاوې وکړي.
یاد مراسم چې د جلال اباد ښار د حاجیانو په پنډغالي کې برابر شوي وو، پر مهال یې د دې ولایت د حج او اوقافو رئیس مولوي داود مجاهد وویل، هغه حجاج چې جلال اباد ښار ته نږدي دي،د حاجیانو په پنډغالي کې او هغه چې په لرو پرتو سیمو کې دي،ورته په ولسوالیو کې د مؤظف شوو استادانو له لورې د حج مراسمو د ادا کولو په موخه پنځلس ورځنۍ زده کړې ورکول کیږي .
نوموړي زياته کړه،د حج فريضې اداء کولو په موخه يې حجاجو ته ويډيو ګانې، انځورونه او نور درسي توکې چمتو کړي، چې له مخې به ښه روزنه ترلاسه او د حج مراسم به په درست ډول تر سره کړي.
ننګرهار والي حیات الله حیات د خبرو پر مهال خوښي وښوده،چې له دې ولایت څخه د ۶۲۳ میرمنو په ګډون ۱۳۵۰ تنه سږ کال په شفاف ډول د حج مراسمو ادا کولو په موخه سعودي عربستان ته ځي،خو ژمنه یې وکړه،که ننګرهار ته د حاجیانو په برخه کې کم سهم ورکړل شوي وي، له مرکزي ادارې سره به یې جدي تعقیب کړي .
نوموړي حجاجو څخه وغوښتل،چې په هېواد کې د تلپاتې سولې او د جګړې له امله د وینو تویدو د مخنیوي په موخه د حج مراسمو د ادا کولو پر مهال ځانګړې دعاوې وکړي او همدا راز یې ورته سپارښتنه وکړه،چې د مراسمو ادا کولو پر مهال په ټول قوانین په ځآنونو مراعت کړي .
ښاغلي حیات وویل، د افغانستان جیدو علماؤ کرامو سربيره د کعبې شريفې امام هم په افغانستان کې جګړه د يوې فتوا په ورکولو سره ناروا وبلله او پر وسله والو طالبانو يې غږ وکړ، چې له جګړې لاس په سر او سوله وکړي.
ننګرهار امنيه قومندان غلام سنايي ستانکزي حجاجو ته د مبارکۍ ورکولو ترڅنګ ډاډ ورکړ،چې د عملي روزنې پر مهال به ورته په مرکز او ولسوالیو کې ځانګړې امنیتي تدابیر ونیسي .
د یادونې ده،چې هر کال حجاجو ته له حج مراسمو ادا کولو وړاندې د مراسمو اړوند پنځلس ورځنۍ عملي زده کړې ورکول کیږي
تورخم ښارګوټې کې پاکستان ته لیږدونکي نږدې ۱۶ ټنه قیمتي ډبرې ونیول شوې.
چارواکي وایي،د ننګرهار په تورخم ښارګوټې کې د کمیسارۍ پولیسو له لورې په لارۍ موټر کې ځای پر ځای شوي نږدې ۱۶ ټنه قیمتي ډبرې،چې په قاچاقي ډول پاکستان ته لیږدول کیدې،نیول شوي.
د دې ولایت د والي ویاند عطاالله خوږیاڼی وایي، نږدې ۱۶ ټنه قيمتي ډبرې چې په بار وړونکي لارۍ موټر کې تر هندوانو لاندې په ډیر مهارت ځای پر ځای شوې وې،په تورخم کې د کمیسارۍ پوليسو له لورې ونیول شوې .
نوموړي زیاتوي، د کرومیټو یادې ډبرې د شیرزادو ولسوالۍ څخه د تورخم ښارګوټې له لارې پاکستان ته په قاچاقي ډول لیږدول کېدې،چې د یو تن سره یو ځای د پولیسو له لورې په تورخم ښارګوټې کې ونیول شوې.
نیول شوي کس د ننګرهار په امنیه قوماندانۍ کې تر څېړنو وروسته پخپل جرم هم اعتراف کړی،چې په قاچاقي ډول یې غوښتل یادې ډبرې پاکستان ته ولیږدوي .
د سره رود ولسوالۍ دچهارباغ کانال او اوبو لګولو شبکې دبیارغولو چارې ادامه لري.
د ننګــرهار کــرنې، اوبو لګولو اومالدارۍ رئیس پوهنمل رفیع الله رحیمزي په مشرۍ یوتخنیکي هیئت چې په ترکیب کې يې د یاد ریاست دابیارۍ امــــر، دباغدارۍ او مالدارۍ ملي پروژې (NHLP)، په کـرونده کې داوبودتنظیم دپروژې (OFWMP) اود ملي دويم لومړیتوب څخه دملاتړ برنامې (SNaPP2) ساحـــوي او ولایتي مسؤلینو شتون درلود، دچهارباغ کـــانال دکار څخه دڅارنې په موخه لیدنه وکړه.
رحیمزي او ورسره مل تخنیکــــــــي پلاوي د یاد کانال او اوبولګـــــــولو شبکې دساختماني کارونو د کیفیت د ښه والي په موخه لازمې لارښوونې او سپارښتنې وکړی.
دچهارباغ کانال چې، ۱۵۰۰ سوه متره اوږدوالی لري، یو متر او شل سانتی عرض او یومتر په لوړوالي سره جوړیږي، چې تر جوړيدو وروسته به په سلګونو جریبه ځمکه خړوبه کړي.
همداراز د دې سیمې ګڼ شمیر بزګران به د دې کانال له لارې کافي اوبو ته هم لاس رسی پیدا کړي.
د یاد کانال د بیا رغونې چارې ۹۰ سلنه بشپړې شوي ، چې دروان لیږدیز کال په پنځمه میاشت به ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.
د اوبولګولو د دې کانال د بیارغولو ټولیز لګښت نږدې شپږنیم میلیونه افغانۍ ده چې، د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د ملي دوهم لومړیتوب څخه دملاتړ برنامې «SNaPP2» له لارې تمويل شوې ده.
یاد کانال به ۴۰ سلنه د اوبو له ضایعاتو څخه مخنیوی وکړي او همداراز د هغو ځمکو کرنیز محصولات به هم ۲۰ سلنه لوړکړي چې، د دې کانال له لارې خړوبیږي.
په ننګرهارکې د کبانو د بچیانو څومیلیوني تولیدي مرکز (Hatchery) دجوړیدو چارې ګټې اخیستنې ته نږدې شوي.
د ننګرهار د کرنې ادارې رئیس پوهنمل رفیع الله رحیمزي په مشرۍ یو ګډ تخنیکي پلاوي د سره رود ولسوالۍ د چهارباغ صفا په کلي کې د کبانو دبچیانو تولیدي مرکز یا هیچري دجوړیدو چارې له نږدې وکتلي.
یاد تولیدي مرکز د کبانو څه باندې دوه میلیونه کوچني بچیانو د تولید ظرفیت لري، چې د ننګرهار د کرنې ریاست په هلو ځلو دکرنې وزارت د باغدارۍ او مالدارۍ ملي پروژې (NHLP) په مرسته جوړیږي.
دکبانو د بچیانو نوموړی تولیدي مرکز د جوړیدو چارې په بشپړیدو دی او په نږدې راتلونکي کې به ګټې اخیستنې ته وسپارل شي، چې له امله به یي دننګرهار او ختیځو ولايتونو سربیره د هېواد نورو ولایاتو ته د کبانو د روزنې په موخه دکبانو بچیان واستول شي او ورسره به د کبانو د روزنې صنعت ته د ودې او پراختیا لازم فرصتونه رامنځ ته شي.
اوسمهال په یاده هیچري کې په سلګونو زره دکبانو بچیان تولید شوي دي چې دا لړۍ به تر هغې ادامه ومومي ترڅو دبچیانو شمیر یي میلیونونو ته ورسیږي او ترټاکلی مودې تیریدو وروسته به په نورو حوضونو کې دغوښي دتولید په موخه تر روزنې لاندې ونیول شي.
دیادونې وړ ده، چې تیر کال د ننګرهار دکـــرنې ریاست دNHLP پروژې په مرسته په بهسود او سره رود ولسوالیو کې دګرمو اوبو کبانو شل حوضونه په ازمایښتي توګه جوړ کړل، چې د څېړنې له مخې دننګرهار آب وهوا دګرمو اوبو کبانو دروزنې لپاره ډیره مساعده ده.
په هسکې مېنې ولسوالۍ کې وسله وال مخالفين ځپل شوي او د نويو امنيتي پوستو په جوړيدو سره به په سيمه کې امنيتي وضعيت لا ښه شي.
دغه څرګندونې يو شمېر لوړ پوړو امنيتي مسئولينو يادې ولسوالۍ ته د سفر پر مهال وکړې.
د دوه سوه يو سيلاب قول اردو درستيز وال بريد جنرال اسدالله کوهستاني، د لومړۍ سرحدي لوا قوماندان بريد جنرال محمد ايوب حسين خېل ، د عامه نظم لوا قوماندان بريد جنرال نصير احمد ساپي ، د څلورمې پلې لوا قوماندان ډګروال محمد کريم نيازي ، د ملي امنيت مرستيال ، د ننګرهار امنې قوماندانۍ د امنيت امر او يو شمېر نورو مسئولينو هسکې مېنې ولسوالۍ ته د سفر پر مهال وويل: په ياده ولسوالۍ کې وسله وال مخالفين ځپل شوي او د نويو امنيتي پوستو په جوړيدو سره به په سيمه کې امنيتي وضعيت لا ښه شي.
يادو لوړ پوړو امنيتي مسئولينو په دې موخه هسکې مېنې ولسوالۍ ته سفر کړی و ، څو له قومونو څخه د دفاع او امنيت ټينګښت په موخه د همدغه قومونو ځوانان په نظامي ليکو کې جذب او تر عملياتو وروسته هغوی ته په سيمه کې امنيتي پوستې جوړې کړي.
د دوه سوه يو سيلاب قول اردو رئيس ارکان بريد جنرال اسدالله کوهستاني وويل: هغه سيمې ،چې داعش پکې حضور درلود د ګډو امنيتي ځواکونو له لوري تصفيه شوي او دمګړۍ د مخالفينو د ځپلو په موخه پکې عمليات په چټکۍ سره دوام لري.
د لومړۍ سرحدي لوا قوماندان بريد جنرال محمد ايوب حسين خېل په سيمه کې د روانو عملياتو په اړه مسئولينو ته معلومات وړاندې کړل او پيل شوي عمليات يې بريالي ياد کړل، چې په خبره يې تصفيه شوې سيمې به په راتلونکي کې د وسله والو مخالفينو له فعاليتونو څخه وژغوري.
د څلورمې پلې لوا قوماندان ډګروال محمد کريم نيازي وويل: هغه سيمې ،چې د مګړۍ د عملياتو پوښښ لاندې دي په پام کې لري ،چې هلته نوې پوستې جوړې او په مجهزو وسلو سمبال امنيتي ځواکونه پکې ځای پر ځای کړي.
بل لورته د عامه نظم لوا قوماندان بريد جنرال نصيراحمد ساپي وويل: امنيتي ځواکونو په هسکې مېنې ولسوالۍ کې ښه پرمختګ کړی او دوی هڅه کوي هغه خلک ،چې له دې سيمو کډه شوي بيرته خپلو مېنو ته ستانه شي.
امنيتي مسوولينو وويل: هغه سيمې ،چې داعش وسله والو په کې فعاليت کولو ترې پاکې شوي او درانه تلفات ور اوښتي دي.
د هسکې مېنې ولسوالۍ يو شمېر قومي مشرانو د امنيتي ځواکونو قربانۍ او لاسته راوړنې وستايلې ،چې په خبره يې دوی د خپلو امنيتي ځواکونو تر شاه ولاړ دي.
د ننګرهار ګمرک او عامې روغتيا روغتون کې تاوتریخوالو رامنځته کوونکي عدلي او قضايي ارګانونو ته وسپارل شول
ننګرهار امنيه قومندان غلام سنايي ستانکزي د غبرګولي په ۳۱مه په امنې قوندانۍ کې د يو خبري کنفرانس پر مهال رسنيو ته په خبرو کې وويل، چې د ګمرک رياست او ننګرهار سيمه ييز روغتون کې تاوتريخوالي رامنځته کوونکي کسان يې عدلي او قضايي ارګانونو ته د قانوني چلند په موخه وسپارل.
ستانکزي وويل، چې د ننګرهار په عامي روغتيا روغتون کې د څو زورواکو له لوري د ډاکترانو او پوليسو وهل او ټکول او همدا راز د ننګرهار ګمرک رئيس تهديدلو دواړه پيښې يې څيړلې ، چې په ترڅ کې د عامې روغتيا روغتون زورواکي چې ډاکتران او پوليس يې وهلي او ټکولي وو نيولي او عدلي او قضايي ارګانونو ته يې ور پيژندلي.
نوموړي دغه راز وويل، چې د ګمرک رئيس په تړوا يې د نجيب دلاور شرکت رئيس دلاور نيولی او اوس مهال د ننګرهار امنې قوماندانۍ په نظارت خونه کې دی، چې دی به هم ډېر ژر عدلي او قضايي ارګانونو ته ورپيژندل شي.
نوموړي وويل: داچې د يادو زورواکو تر شا څوک او چا يې ملاتړ کاوه تر اوسه يې معلومات نشته ځکه تر دې دمه يې چا واسطه اوملاتړ نه دی کړی .
امنې قوماندان مل پاسوال غلام سنایي ستانکزي همدا راز د حکومت او طالبانو ترمنځ د شوي اوربند تاثيرات د سولې او امينت په برخه کې ښه او ګټور ياد کړل چې په خبره يې دا ډول اوربند دسولې په ر اتګ کې مثبت رول لوبولی شي.
نوموړي همدا راز د غني خيلو د سرپرست ولسوال سبحان الله خطاب د شهادت په تړاو وويل: د نوموړي د شهادت په تړوا يې څيړنه ترسره کړي او ددغي پيښې عاملين تثبيت شوي چې ژر به يې په اړه له رسنيو سره معلومات شريک شي.
د ننګرهار کار او ټولينزو چارو رياست د بيلابيلو حرفو له شپږ مياشتني کورس څخه دوه سوه اويا تنه فارغ او ټولنې ته د خدمت په موخه وړاندې شول.
په همدې موخه په جوړه شوې غونډه کې د کار او ټولنيزو چارو رئيس پوهنيار عبدالحکيم شيرزاد وويل ، له دغه شپږ مياشتني کورس څخه چې موبايل جوړونه ، خامک دوزي ، خياطي او ګلدوزي پکي شامله ده ټول دوه سوه پنځه اويا تنه فارغ شول، چې څلويښت تنه يې نارينه او نور زده کوونکي يې ښځينه وو.
هغه وايي ، له دې وړاندې له همدې پروګرام څخه اوه سوه اته ويشت تنه فارغ شوي ،چې په وينا يې اوس مهال اتلس سوه او نهه شپيته تنه په بيلا بيلو حرفو کې تر روزنې لاندي دي.
شيرزاد همدار راز وويل، په راتلونکي کې به په بيلابيلو حرفو کې د څلورو ولسواليو او ښار درې زره کسان جذب او وروزي.
ده له فارغو شوو غوښتنه وکړه چې زده کړي کسب ته د درناوي ترڅنګ ترې خپلې کورنۍ او ټولنې ته خدمت او حلال نفقه برابره کړي.
د ولايت مرستيالې حبيبې کاکړ فارغو شويو ته د مبارکۍ ترڅنګ په دې خوښي وښوده چې د ورونو ترڅنګ ګڼې خويندې د خياطۍ ، خامک دوزۍ او ګلدوزۍ په برخو کې له زده کړو وروسته فارغيږي او خپلې کورنۍ ته به له همدې لارې حلاله نفقه برابروي.
کاکړ د کار او ټولينزو چارو رياست او همکارو موسسو څخه د مننې ترڅنګ په راتلونکي کې هم د ورته پروګرامونو د تر سره کيدو غوښتنه وکړه.
د پي اين موسسې استازي انجينر لاجبر وويل ، پي اين موسسه په نولس سوه دوه نوي کال کې تاسيس شوې اوپه دوه زره لومړي کال کې په افغانستان کې خپل دفتر پرانيست چې په دوه زره اووم کال کې يې په ننګرهار کې څانکه پراينسته.
د نوموړي په خبره دغې ادارې د کليو پراخيتا ، پوهنې او کار او ټولينزو چارو ادارو سره همکاري ترسره کړي ده .
نوموړي په راتلونکي کې هم د ورته برنامو د ترسره کيدو ژمنه وکړه.
د يادونې وړ ده د غونډې په پای کې فارغو شو زده کوونکو باندې د اړوند حرفو وسايل هم وويشل شول.
more population are concentrated in jalalabad city/public media/radio telvision
must give an announcement to the public.for;
all drivers must fallow traffic law and drive in right way,
vendors must stay out from public ways.
public must use sidewalks and donot cross the streets in THE wrong posItion.
and peoples must keep city clean.
if NOT SUMMER WILL BE MORE DISEASE IN THE CITY.
THANK YOU