د ننګرهار والي په مشرۍ د ښاري نظم کمیسون غړو د ریکشا چلوونکو د استازو ستونزې د حل په موخه واوریدې .
د ننګرهار والي حیات الله حیات په مشرۍ د ښاري نظم کمیسون غړو،چې په کې جلال اباد ښاروال، ترانسپورټ رئیس، امنیت امر ، ترافیکو مدیر،ملي امنیت او استیناف څارنوالۍ استازو،د ځوانانو چارو امر او یو شمیر نورو ګډون درلود،د اشترینګ لرونکو ریکشاوو د مسؤلینو ستونزو د اوریدو ترڅنګ د ښاري نظم په اړه د ترسره شوو اقداماتو او پلانونو په اړه بحثونه او پرېکړې وکړې.
ننګرهار والي حیات الله حیات د ځوانانو چارو امر په مشرۍ د رضاکاره ځوانانو څخه مننه وکړه،چې د تېرو څو ورځو راهیسې د ښاري نظم د رامنځته کېدو په موخه د اړونده مسؤلینو سره همکاري کوي او په دې برخه کې پر لا زیاتې مرستې ټینګار وکړ.
د غونډې پر مهال د اشټرینګ لرونکو ریکشاوو د مسؤلینو استازو د ښاري نظم کمیسون له امله د شوې پرېکړې په اړه خپل وړاندیزونه شریک کړل او زیاته یې کړه، د ښاري نظم کمیسون پرېکړې دې د دوی ترڅنګ په ټولو هډو او نورو برخو کې پلي شي،چې په دې برخه کې د جدي اقداماتو د ترسره کولو ډاډ ورکړل شو.
د ښاري نظم کمیسون په غونډه کې پرېکړه وشوه،چې په غیري قانوني ډول د ریکشاوو تولیدونکې هټۍ به وتړل شي او د ښاري نظم د رامنځته کېدو په موخه به ټول مسؤلین په خپلو برخو کې جدي هلي ځلي وکړي .
د دې ناستې پر مهال د مسافر وړونکو موټرو د بېلابېلو تم ځایونو په اړه هم جدي بحثونه،پرېکړې او لازمې سپارښتنې وشوې .
ننګرهار والي وایي، د کابل ـ جلال اباد دویم لین سړک به د نقشې له مخې جوړیږي .
ننګرهار والي حیات الله حیات د ټولګټو چارو ادارې مسؤلینو او د خوږیاڼو مملې سیمې د یو شمیر کورونو مسؤلینو سره د زمري په ۶مه د ولایت په مقام کې د لیدنې پر مهال وویل، د کابل ـ جلال اباد دویم لین سړک به د نقشې له مخې جوړیږي او په دې برخه کې به اړونده ادارې د قانون په چوکاټ کې خلکو ته د استملاک او خسارې په نوم د کورونو او ځمکو اړوند د اوښتو زیانونو تاوان ورکوي .
د دې ناستې پر مهال د خوږیاڼو د مملې اوسیدونکو وویل، د نقشې له مخې د سړک جوړیدو په موخه باید د دوی کورونه هم ونړول شي،خو دوی د استوګنې په موخه بل هیڅ ځای نلري، دوی وړاندیز وکړ،چې د کورونو نړیدو وړاندې دې ورته د ځمکو د استملاک او ودانیو د نړیدو خساره ورکړل شي ، د مملې یادو خلکو د یادې ستونزې د حل په موخه یو شمیر نور وړاندیزونه هم وکړل.
ننګرهار والي حيات الله حيات وويل، د جلال اباد – کابل دويم لين سړک د ولسونو په خوښه د نقشې له مخې په یاده سیمه کې جوړیږي او په دې برخه کې د خلکو څخه د همکارۍ غوښتنه وکړه او ډاډ یې ورکړ، هغه کورونه، چې د سړک جوړيدو له امله ونړول شي،د اراضۍ ملي ادارې له لوري به لومړی استملاک کيږي.
هغه پرېکړه وکړه،چې ډیر ژر به یادې سیمې ته مسلکي پلاوی ولیږي،ترڅو ټولې برخې وڅېړي او له هغې وروسته وروستي اقدامات ترسره کړي .
ننګرهار کې د پروموټ ادارې په همکارۍ شپیته نجونې بېلابېلو ادارو ته د عملي زده کړو ترسره کولو په موخه ور وپېژندل شوې .
ننګرهار ولایت کې د پروموټ ادارې په همکارۍ شپيته تنه نجونې د دې ولایت بېلابېلو ادارو ته د عملي زده کړو ترسره کولو په موخه د یوې غونډې په ترڅ کې چې د جلال اباد په شاهي ماڼۍ کې د زمري په ۶مه جوړه شوې وه، ور وپېژندل شوې .
د پروموټ ادارې استازي ډاکټر ایمل څړول وویل، شپیته تنه نجونو ته یې د تېرو شپږو میاشتو راهیسې د پروژې مدیریت، تدارکاتو، اداري او مالي، پالیسي او ستراتیژي، کمپیوټر او یو شمیر نورو برخو کې مسلکي زده کړې ورکړي او د عملي زده کړو په موخه یې د هوکړې له مخې اړونده ادارو ته ور پېژني، هغه زیاته کړه، یادو نجونو ته د پروموټ له لورې تر یو کاله پورې دیارلس نیم زره افغانۍ میاشتنۍ تنخوا ورکول کیږي او هیله یې وښوده،چې د یادې مودې تر پوره کېدو وړاندې د اړونده ادارو له لورې په رسمي ډول وګمارل شي .
د نجونو په استازۍ نورسبا په ادارو کې د رسمي دندو د ورکړې، کاري چاپیریال د برابریدو او له دوی سره د پراخې همکارۍ ترسره کېدو غوښتنې وکړې .
ننګرهار والي حیات الله حیات د پروموټ ادارې څخه مننه وکړه،چې ادارو ته یې د اتیا نجونو د ور پېژندنې وروسته شپیته نورې نجونې هم د دندې ترسره کولو په موخه په رسمي ډول ور وپېژندې، هغه مسؤلینو ته سپارښتنه وکړه،چې د نجونو ګمارنې پر مهال ځآنګړې همکاري وکړي او همدا راز د دندې پر مهال ورته خوندي کاري چاپیریال جوړ کړي .
نوموړي نجونو ته هم سپارښتنه وکړه،چې د رشتې او مسلک له مخې په اړونده ادارو کې دنده ترسره کړي،ترڅو په ادارو کې په مسلکي ډول وګمارل شي .
په ټولنیزو چارو کې د ولایت مقام مرستیالې حبیبې کاکړ،ولایت مستوفي،استیناف څارنوال، ننګرهار پوهنتون، بشر حقونو،ښځو چارو، کار او ټولنیزو چارو، اداري اصلاحاتو، پوهنې،کلیو پراختیا، اطلاعاتو او فرهنګ، د نفوسو د ثبت مدیریت او نورو مسؤلینو ننګرهار والي ته ډاډ ورکړ،چې پخپلو ادارو کې به ور پېژندل شوو نجونو ته د عملي زده کړو په موخه خوندي کاري چاپیریال برابر کړي .
د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو رئیس د ګمارنې پر مهال د پنځو نمرو د ورکړې او کاري تجربې د نه درلودلو پر مهال د همکارۍ ژمنه وکړه، همدا راز د پوهنې رئیس په اړونده اداره کې د رهبرۍ په کچه د میرمنو د ګمارنې د پلان څخه خبر ورکړ .
د ننګرهار ولایت د اضطرار کمېټې ناسته د ولایت مرستیالې حبیبې کاکړ په مشرۍ ترسره شوه
د ننګرهار ولایت د اضطرار کمېټې ناسته په ټولنیزو چارو کې د ننګرهار ولایت د مرستیالې حبیبې کاکړ قاضي زاده په مشرۍ ترسره شوه، چې پدغه ناسته کې د ننګرهار ولایت د یو شمېر سکتوري ریاستونو سربېره د همکارو موسسو استازو هم ګډون درلود.
د ناستې په پیل کې د ولایت سکتوري رئيس حبیبې کاکړ ته د تېرې ناستې او د راتلونکو پلانونو په تړاو معلومات ورکړل.
د ولایت د ټولنیزو چارو مرستیالې ټولو ادارو ته سپارښتنه وکړه څو د پېښو لپاره لازم چمتووالی ولري او تر پېښو وروسته دې په بېړني ډول اړمنو ته مرستي ورسوي، کاکړ همدا راز د مرستو په ویش کې پر شفافیت ټینګار وکړ او له همکارو ادارو څخه یې غوښتنه وکړه، څو د مرستو له ترسره کولو وړاندې په شفاف ډول د ولایت مقام تر څارنې لاندې سروې ترسره او بیا مرستې وویشي.
پېښو پر وړاندې چمتووالي ادارې رئیس وویل، چې د هسکې مېنې او بټي کوټ ولسوالیو کې سروې ترسره شوي او تر راتلونکو دوو ورځو به د ننګرهار د کلیو او پراختیا، د حوادثو ضد او د کډوالو چارو ریاستونو لخوا به پر دغو کورنیو مرستې وویشل شي.
د کمېټې غړو پريکړه وکړه څو د اضطراری حالاتو لپاره د ننګرهار ولایت د پېښو پر وړاندې د چمتووالي ریاست د اضطراري بودیجې څخه د څلور میلیونو افغانیو په اندازه خوراکي او غیر خوراکي توکي د یوې واحدې منبع څخه خریداري کړي، د ولایت مرستیالې سپارښتنه وکړه، څو د پروسې د شفافيت لپاره خریداري د یو ګډ پلاوي په حضور کې ترسره شي.
په ټولنیزو چارو کې د ننګرهار ولایت مرستیالې همدا راز د کمېټې غړیو ته سپارښتنه وکړه څو د ۱۳۹۷ کال له پاکستان څخه هېواد ته راستانه شوي غیر راجستر شویو کډوالو چې د ننګرهار ولایت اړوندو سیمو ته راغلي د یو پلاوی لخوا سروې او د پېښو پر وړاندې د چمتووالي ریاست له لوري ورسره مرستې وشي.
د پچیر آګام ولسوالۍ څخه د جګړو له امله ۴۰ کورنۍ بې ځايه شوي او د روداتو ولسوالۍ په مربوطاتو کې ميشت شوي، د سره میاشت او حوادثو ضد ریاست له لوري به ډېر ژر پر دغو کورنیو هم مرستې وویشل شي.
د ننګرهار خوانانو چارو امریت په نوښت د جلال اباد ښاري نظم د رامنځته کېدو په موخه د ځوانانو له لورې پیل شوی کمپاین دوام لري .
د ننګرهار والي حیات الله حیات په مشرۍ د ښاري نظم کمیسون د پرېکړو د پلي کېدو په موخه جلال اباد ښاروالۍ، ترافیکو مدیریت او ترانسپورټ ادارې خپلې لومړنۍ چارې پیل کړې،خو د دې چارې د بریالیتوب په موخه د ځوانانو چارو امریت په نوښت ګڼ شمیر ځوانانو هم په ښار کې د نظم د رامنځته کېدو په موخه کمپاین پیل کړ.
د دې ولایت د ځوانانو چارو امر مطیع الله احمدزی وایي، له تېرو دوو ورځو راهیسې د جلال اباد ښار پاکۍ،غیرې قانوني تم ځآیونو د لمنځه وړلو او نورو برخو کې د ښاري نظم د رامنځته کېدو په موخه یې د ځوانانو ټولنو مشرانو او د ښاروالۍ کارمندانو سره یو ځای په ښار کې عامه پوهاوی ترسره کړ.
هغه زیاته کړه، خلکو ته یې پوهاوی ورکړ،ترڅو د سړکونو، پلې لارو په پرانیستلو او نورو ښاري نظم مراعت کولو سره میلیونونه ښاریان د تګ راتګ پر مهال له تکلیف څخه وژغوري .
په همدې حال کې د ځوانانو چارو امريت د ځوانانو ټولنو او ښاروالۍ په ګډون د کمپاين په جريان کې درې نانوايان چې 50 نه تر 60 ګرامه کم وزن کې يې ډوډۍ پلورلې تعقیب او دوکانونه یې مهرولاک شول .
ننګرهار والي حیات الله حیات د ځوانانو چارو امریت په مشرۍ د ځوانانو ټولنو څخه مننه او ستاینه وکړه،چې په جلال اباد ښار کې د نظم د رامنځته کېدو په موخه له اړونده ادارو سره همکاري کوي .
هغه پر ټولو ځوانانو او ښاریانو هم غږ وکړ،چې د ځوانانو امریت، ښاروالۍ،ترانسپورټ او ترافیکو مدیریت سره د ښار د نظم په رامنځته کېدو کې همکاري وکړي،ترڅو د هر ډول پېښو مخنیوی وشي .
د څلورمې پلې لوا قوماندان د يوه پلاوي په مشرۍ په خوږياڼوولسوالۍ کې ميشت د لومړي کنډک منسوبينو او پوليسو څخه ليدنه وکړه.
د څلورمې پلې لوا قوماندان ډګروال محمد کريم نيازي په داسې حال کې ،چې د ننګرهار امنيې قوماندانۍ د امنيت امر سمونوال اغاګل الهام ، د عامه نظم لوا درستيز وال ، د څلورمې پلې لوا د قرار ګاه امرينو او يو شمېر قومي مخورو يې ملتيا کوله په خوږياڼو ولسوالۍ کې ميشت د لومړي کنډک منسوبينو او پوليسو څخه ليدنه وکړه.
د څلورمې پلې لوا قوماندان ډګروال محمد کريم نيازي په خوږياڼوولسوالۍ کې د ميشتو امنيتي ځواکونو هڅې ، سرښندنې او لاسته راوړنې وستايلې ، نوموړي منسوبينو او سرتيرو ته په خطاب کې وويل: تاسې د هېواد ريښتينې بچيان ياست او د خپلو پلرونو په څير مو له هېواد څخه دفاع او ساتنه کړې ده.
د ننګرهار امنيې قوماندانۍ د امنيت امر سمونوال اغاګل الهام په ياده ولسوالۍ کې د پوليسو او ملي اردو ځواکونو تر منځ شته همغږي وستايله او هم يې د دوښمن په ځپلو کې ددوی قربانۍ او لاسته راوړنې د قدر وړ يادې کړې.
ورغلو مسوولينو دغه راز د څلورمې پلې لوا اړوند د لومړي کنډک هغه سرتيري ،چې د دندې پر مهال يې له ځانه وړتيا ښودلې وه په ستاينليکونو ووياړل.
د لومړي کنډک قوماندان ډګرمن رسول محمد ساپي او د خوږياڼو ولسوالۍ امنيه قوماندان د وينا پر مهال د څلورمې پلې لوا قوماندان او ورسره پلاوي ته ډاډ ورکړ ،چې ورسپارل شوې دنده به د جګړه ييزو احضاراتو ، ملي احساس او لوړ مرال په لرلو سره پرمخ يوسي او د هېواد دښمنانو ته به غاښ ماتونکی ځواب ورکړي.
ننګــــرهار کې د لیزر په وسیله د ځمکو د هوارولو ټکنالوژي ته د ترویج اوپراختیا په موخه ۴۳ نمایشي قطعې جوړیږي.
د ننګـرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست له لورې د دې ولایت په یوشمیر ولسوالیو کې سږ کال د لیزر په وسیله د ځمکې د هوارولو ټکنالوژۍ د ترویج او د بزګرانو د پوهاوي کچې د لوړوالي په موخه ۴۳ نمایشي قطعي جوړوي.
د لیزر لیولنګ په یادو نمایشي قطعاتو به بیلا بیل کرنیزنباتات وکرل شي تر څو ګڼ شمیر بزګران د یادې ټکنالوژۍ د پوهاوي او پیژندګلوي وروسته د کرنې په برخه کې ګټه واخلي.
د کرنې، اوبولګولو اومالدارۍ وزارت په کرونده کې د اوبو د تنظیم دپروژې(OFWMP) له لورې په ننګرهار کې یو شمیر بزګرانو ته د ځمکې دلیزر هوارولو ماشینونه ورکړل شوي ترڅو ورڅخه دخپلو او دګاونډ بزګرانو د ځمکو دلیزر هوارولو په برخه کې ګټه واخلي.
د لیزر په وسیله د ځمکي هوارولو له امله داوبخور له پاره داوبو په اړتیا کې پنځوس سلنه کموالی رامنځ ته کیږي، د حاصلاتو په کچه کې څه باندې شل سلنه زیاتوالې رامنځ ته کیږي، داوبخور په لګښت کې خورا ډیر کموالی رامنځ ته کیږي او دحاصلاتو د کیفیت په ښه والي کې دپام وړ لوړوالی رامنځ ته کیږي.
ننګرهار کې ۱۲ داعش او یو ماین جوړونکی ووژل شول .
د ننګرهار ولایت په نازیانو،هسکه مینه، اچین او غني خیلو ولسوالیو کې د تېرو څلرویشت ساعتونو پر مهال د هوایي بریدونو په ترڅ کې ۱۲ داعش او د خپل ماین په چاودنه کې یو بل تن ووژل شو.
د غني خیلو ولسوالۍ په ۲۶ مې ویالې سیمه کې د لیاقت په نوم یو کس چې پخپل کور کې یې ماینونه جوړول،د خپل ماین په چاودنه کې وژل شوی دی،همدا راز د هسکې مینې ولسوالۍ په اوغز سیمه کې د هوایي برید په ترڅ کې ۷ داعش وسله وال وژل شوي دي .
همدا راز د نازیانو او اچین ولسوالیو په مربوطاتو کې د بېلابېلو هوایي بریدونو په ترڅ کې ۵ داعش وسله وال ووژل شول .
د مالوماتو له مخې په دې بریدونو کې ملکي وګړو ته کوم زیان ندی اوښتی.