ننګرهار والي وايي د پاکستان قونسلګرۍ په داخلي چارو کې يې هیڅ ډول لاسوهنه نده کړې او په دې اړه یې رسمي سپيناوی غوښتی .

ننګرهار والي حیات الله حیات د وږې په لسمه رسنیو سره د خبرو پر مهال وويل، چې په دې ولایت کې د پاکستان قونسلګرۍ په داخلي چارو کې هیڅ ډول لاسوهنه نده کړې، خو د ويزو اخیستو په پروسه کې يې د شته بې نظمۍ او فساد مخنيوي په موخه د قونسلګرۍ په همغږۍ لومړني اقدامات پیل کړي .

نوموړي وويل: (( هره ورځ د پاکستان قونسلګرۍ ته د ويزو اخيستو په موخه زرګونه کسان راځي، چې د بې نظمۍ او فساد له امله خلک وهل کيږي، ټکول کيږي او پښو لاندې کيږي، چې د افغانانو بې عزتي مونږ ته د منلو او زغملو نده، هره ورځ د ويزې لګولو په موخه له خلکو څخه له پنځو زرو څخه تر شل زره روپيو پورې اخيستل کيږي او له فساد څخه خلک پوزې ته راغلي. ))

هغه وويل، چې د پاکستان قونسلګرۍ مخې ته د امنيت، د خلکو تنظيم او فساد مخنيوی زمونږ مسئوليت دی او هيچاته اجازه نه ورکوي، چې د افغانانو په عزت لوبې وکړي او يا هم فساد ته زمينه برابره کړي.

د يادونې وړ ده، چې ننګرهار والي حيات الله حيات د تېرې پنجشنې په ورځ پاکستان قونسلګرۍ ته ولاړ او په سيمه کې يې د ولايت مقام په حويلۍ کې د پاکستان ويزو اخیستوونکو نظم تنظيم او ورته يې لومړني سهولتونه برابر کړل.
د ننګرهار ولايت د پوهنې رياست له لورې د دغه ولايت له شاخوا څلور نيم زره کسانو د ۱۲۰۰ ښوونکو ګمارنې لپاره ازموېنه واخېستل شوه.
چارواکي وايي، دا ازموېنه د حق الزحمه ښوونکو لپاره اخېستل کېږي، چې ورسره به د دغه ولايت کې د بې روزګارۍ د کچې کمولو لپاره هم يو ګام اخېستل شوی وي.
د ننګرهار د پوهنې رييس حسيب الله شينواري د يادې ازموېنې د پيل په مراسمو کې وويل، چې سږکال د نورو کلونو په پرتله دغه ازموېنه له يو نوښت سره اخېستل کېږي.
هغه وايي په ازموېنه کې د ۱۱ سوه انجونو په ګډون څلور نيم زره کسانو برخه اخېستې، چې له ډلې به يې ۱۲ سوه کسان د حق الزحمه ښوونکو په توګه بېلابېلو ولسواليو کې پر دنده وګمارل شي.
د پوهنې رئيس زياته کړه، پخوا به په دغو بستونو شته ښوونکي ګمارل کېدل، چې هم به يې د خپلې برخې د تدريس چارې ګډې وډې وې او هم به يې د حق الزحمې برخې؛ خو اوس به ورسره دغه ستونزه هم حل شي او ترڅنګ به يې بې روزګاري هم يو څه کمه شي.
دی وايي: ((توپير يې له نورو کلونو سره دا دی، چې موږ به نورو کلونو کې هغه ښوونکي چې موږ سره په دولتي بستونو کې مقرر دي، استخدامول، ولې تجربو وښودله، چې هغوی به دومره ستړي کېدل، چې حق الزحمه برخه ماموريت به يې په سمه توګه نه شو ترسره کولی.))
د شينواري د معلوماتو له مخې د دغې ازموېنې پايلې به د راتلونکي اوونۍ په پيل کې اعلان شي؛ خو هڅه کېږي، چې ډيره ونډه ښځينه ښوونکو ته ورکړل شي؛ ځکه دغه برخه کې ډيره اړتيا موجود ده.
د ننګرهار والي حيات الله حیات چې د ازموېنې د څار په موخه ورغلی و، دغه چاره يې ياد ولايت کې د بې کارۍ د کچې د راکمولو لپاره يو ښه ګام ياد کړ او ټينګار يې وکړ، چې د ازموېنې د شفافيت په اړه به پوره هڅه کېږي.
دی له کورنيو غواړي، چې د پوهنې د بهير د پياوړتيا لپاره له پوهنې ادارې سره مرسته وکړي او چاته اجازه ورنکړي، چې د دغه بهير پر وړاندې خنډ رامنځه کړي.
د ازموينې ګډونوالو وویل، چې ازموېنه په شفاف ډول مخته روانه ده؛ خو د پايلو پر شفافيت يې ټينګار وکړ.
د یادونې وړده،چې په وروستیو کې د پوهنې ریاست په بېلابېلو برخو کې شفافیت رامنځته او په مهمو بستونو نوې ګمارنې ترسره شوي دي .
ننګرهار والي د خوږیاڼو ولسوالۍ یو شمیر مخورو څخه وغوښتل،چې د قومي تړې له مخې د خپلو سیمو ساتنه وکړي .

ننګرهار والي حیات الله حیات د وږې په لسمه د خوږیاڼو ولسوالۍ د بر بهار سیمې مخورو سره د لیدنې پر مهال د دوی امنیتي او یو شمیر نورې ستونزې د حل په موخه واوریدې او له دوی غوښتنه وکړه،چې د خپلو سیمو په ساتنه کې خپل مسؤلیت ادا کړي .

د دې لیدنې پر مهال مخورو د خوږیاڼو په بر بهار سیمه کې د ترسره شوو عملیاتو په اړه د یو شمیر نیوکو ترڅنګ د نیول شوو بندیانو د خوشي کېدو غوښتنې وکړې.

ننګرهار والي حیات الله حیات مخورو ته ډاډ ورکړ،چې د بندیانو په خوشي کېدو کې به ورسره قانوني مرسته وکړي،خو د سیمې د امنیت په موخه یې له خلکو غوښتنه وکړه،چې هیڅ ډلې ته پخپله سیمه کې د فعالیت اجازه ورنکړي،ترڅو په راتلوونکې کې د ورته ناخوالو سره مخ نشي .

هغه د مخورو څخه غوښتنه وکړه،چې د قومي تړې له مخې دې پخپلو سیمو کې هیچا ته اجازه ورنکړي،چې د نا امنۍ او نورې پېښې رامنځته او غیري قانوني حرکت ترسره کړي .
د ننګرهار د کليو پراختيا رياست چارواکي وايي چې روان کال په دغه ولايت کې د ۵۵۲ ميليونه افغانيو په لګښت د بيارغونې ۵۵ پروژې تر کار لاندې دي.

دوی زیاتوي، دغه پروژې له حصارک او شېرزادو پرته په نورو ټولو ولسواليو کې پلې کېږي چې په بشپړېدو سره به يې د دغه ولايت د شاوخوا ۱۸۰۰ کليو زرګونه کورنيو ته ګټه ورسېږي.

د ننګرهار د کليو پراختيا رييس انجينر مجيب الرحمن ضياء له پژواک اژانس سره د يوې ځانګړې مرکې پر مهال وويل، دوی د ننګرهار په ۲۰ ولسواليو کې د ولسي تړون، کليوالي لارو جوړولو، څښاک پاکو اوبو برابرولو، د لاسي صنايعو ملاتړ، سيمه ييزې همغږۍ رامنځته کولو او پايدارې انرژۍ جوړېدو په برخو کې د کليوالي سيمو خلکو ته خدمات وړاندې کوي.

هغه زياته کړه، تېر ۱۳۹۶ او سږ کال په دغه ولايت کې له حصارک او شېرزادو ولسواليو پرته په نورو ټولو شلو ولسواليو کې د يو ميليارد او دوه سوه او ۴۵ ميليونه افغانيو په لګښت د ۱۵۰ پروژو کارونه ترسره شوي.

د ضياء په وينا، تېر کال د دغو پروژو له ډلې د ۹۵ پروژو کارونه بشپړ شوي او پر ۵۵ نورو کار روان دی چې ټولټال ۵۵۲ ميليونه افغانۍ لګښت پرې راځي.

نوموړي زياته کړه: ((په دغو پروژو کې د کليوالي سړکونو، پلونو، پلچکونو، جوماتونو، د څښاک اوبو شبکې، ژورو څاګانو کيندلو، ښوونځيو جوړېدو او نور بېلابېل کارونه شامل دي.))

د کليو د پراختيا رييس وويل، چې د يادو ټولو پروژو لګښت د کليو پراختيا وزارت ورکوي او په راتلونکي کې هم د يو شمېر پروژو د پلېدو لومړني کارونه ترسره شوي.

د کليو پراختيا رييس وايي چې اوسمهال د دغه ولايت په اتو ولسواليو کې د ولسي تړون پروګرام پيل شوی او په پلان کې ده چې په پاتې نورو يو شمېر ولسواليو کې هم د ۴۰۰ پروژو کارونه پيل شي.

مجيب الرحمن ضياء وايي، د پروژو د شفافيت لپاره يې هم ځانګړي پلانونه جوړ کړي او ډاډ ورکوي چې د ټولو پروژو کارونه به په پوره شفافيت او د پروژې د ‌ ډيزاين مطابق ترسره شي.

هغه په تېر کې د ولسي تړون پروګرام په تړاو د خلکو د شکايتونو په ځواب کې وویل چې د هغو پروژو چارې د مرستندويه موسساتو له خوا مخې ته وړل کېدې چې تر ډېره معياري نه وې، خو اوس پروژې ټولې وزارت پلې کوي او څار او تطبيق يې دوی په پوره دقت سره سرته رسوي.
د ولسوالیو په کچه په ټولو روغتیایي مرکزونو کې د لیوني سپي داړونکو لپاره د ریبس واکسین ترسره کیږي.

د ننګرهار عامې روغتیا رئیس ډاکتر نجیب الله کاموال د دې ولایت روغتیایي همغږۍ غونډې په ترڅ کې وویل،چې د دې ولایت په مرکز او ولسوالیو کې ټولو روغتیایي مرکزونو ته د لیوني سپي داړونکو لپاره د ریبس واکسین لیږل شوی او په وړیا ډول به ورته ترسره شي .

یاده غونډه چې د وږې په ۸ مه ترسره شوه،په کې د WHO، UNICEF، AADA،HNTPO ،PU-AMI ، OTCD، CCM، او عامې روغتیا ریاست بیلابیلو برخو مسؤلینو ګډون کړی وو، چې په کې د روغتیا اړوند بېلابېلو برخو کې نظریات، ستونزې، او لاسته راوړنې شریکې شوې.

د عامې روغتیا رئيس وویل، په دې وروستیو کې د بیړنیو پیښو پرمهال د عامې روغتیا ادارې په ښه توګه د پیښو قربانیانو ته رسیده ګي کړې او بیا په هم په داسې حالاتو کې چمتوالي لري.

د BPHS تطبیق کوونکې موسسې ادا مشر ډاکټر شفیق الله شفق وویل: د پلان مطابق په ټولو ولسوالیو کې صحي خدمات په سمه توګه روان دي او د ریبس (لیوني سپي داړونکو ته څانګړي واکسین) هم د پلان مطابق ټولو صحي مراکزو ته لیږل شوي او په ولسوالیو کې موجود دي.
ددغه مجلس په ترڅ کې د ننګرهار عامې روغتیا ریاست او مرستندویه او تطبیق کوونکو موسسو مسولینو د چارو د بهبود په موخه خپلې طرحې او پروګرامونه هم شریک کړل .
د غني خيلو ولسوال د شينوارو زون سيمه ييز روغتون ليدنه او څارنه وکړه
د ننګرهار والي حيات الله حيات په لارښوونه د غني خيلو ولسوال غالب مجاهد په دې ولسوالۍ کې د شينوارو زون په کچه د لوی سيمه ييز روغتون ليدنه او څارنه وکړه.
نوموړي په ياد روغتون کې د ناروغانو د روغتيايي وضعيت پوښتنه وکړه او روغتيا پالو ته يې سپارښتنه وکړه، چې ناروغانو سره د ښه چلند تر څنګ په درملنه کې يې لازمې هڅې تر سره کړي.

د ياد روغتون مسئولينو وويل، چې هره مياشت د شينوارو ولسواليو د شاوخوا شل زره ناروغانو درملنه کوي، چې د امبولانس، درملو او طبي وسايلو د کمښت ستونزو سره مخ دي او له ولسوال څخه يې د يادو ستونزو په حل کې د همکارۍ غوښتنه وکړه.

د غني خيلو ولسوال غالب مجاهد د روغتون مسئولينو ته د امنيت تامين ډاډ ترڅنګ وويل، چې ټولې ستونزې به يې د حل په موخه ننګرهار والي سره د حل په موخه شريکې کړي.
د ننګرهار ولايت چارواکي وايي، د دغه ولايت په ټولو سرحدي سيمو کې يې د اوسپنې د کباړو د قاچاق تر څنګ د ټولو قاچاقو مخه ډپ کړې چې له امله يې د صنعتي فابريکو د توليد کچه تر پخوا ښه شوې ده.

دوی وايي، ياد اقدام د صنعتکارانو تر شکايتونو وروسته شوی او لا هم په دې برخه کې د جديت لپاره کار روان دی.

د ننګرهار د صنعت او سوداګرۍ رييس شېرعالم امله وال پژواک اژانس ته وويل چې تر دې وړاندې په دغه ولايت کې د صنعتي فابريکو، په ځانګړې توګه د اوسپنې ويلې کولو فابريکو مسوولينو د اوسپنې د کباړ له قاچاقه ډېر شکايتونه ورته کول.

هغه زياته کړه، په دې وروستيو کې چې د اوسپنې د کباړ قاچاق کم شوی؛ نو د فابريکه لرونکو شکايتونه هم ورته نه دي ور رسېدلي، خو نوموړی لا هم په ننګرهار کې د امنيت نشتوالی د سوداګرۍ او صنعت پر وړاندې ستر ګواښ ګڼي او وايي که صنعتي پارکونو ته ځانګړې قطعه جوړه نه شي، نو ګڼې فابريکې به له خطر سره مخ شي.

نوموړي زياته کړه، د حصارشاهي صنعتي پارک چې له تېرو پنځو کلونو راهيسې بشپړې شوي او د سلګونه فابريکو د جوړېدو توانايي د امنيت او برېښنا نشتوالي له امله سقوط شوی او هېڅ يوې فابريکې په کې فعاليت نه دی پیل کړی.

د صنعت او سوداګرۍ رييس وايي چې په ننګرهار کې اوسمهال هم ۲۴۱ لويې او وړې صنعتي فابريکې فعالې دي چې شاوخوا ۴۰۰۰ کسانو ته په کې کاري زمينه برابره شوې ده.

نوموړي په ننګرهار کې د توليدېدونکو توکو په اړه وويل چې د المونيم لوښي، زراعتي سامان الات، برقي وسايل، مرمر ډبرې، د اوسپنې ويلي کول، بېلابېل ډوله خوراکي توکي،غير الکولي مشروبات، صابون، ريکشاوې، پلاستيکي پايپونه، غالۍ، نساجي توکي او فرنېچر توکي توليديږي.

د سوداګرۍ او صنعت رييس وايي چې ياد توکي د افغانستان پر ځینو ولايتونو سربېره د پاکستان، هندوستان، امريکا، فرانسې او تاجکستان هېوادونو تر څنګ يو شمېر نورو بهرنيو هېوادونو ته هم صادرېږي.

په ورته وخت کې د ننګرهار د والي وياند عطاءالله خوږياڼي پژواک ته وويل چې د سوداګرو او صنعت کارانو تر بيا ځلي شکايتونو وروسته شاوخوا ۱۵ ورځې وړاندې ولايتي ادارې بهر ته د اوسپنې د کباړ د قاچاق مخنيوي په اړه جدي پرېکړه وکړه.

هغه زياته کړه، د دې پرېکړې پر بنسټ د ننګرهار له ټولو سرحدي لارو د هر ډول قاچاق مخه تر يوه حده نيول شوې او لا هم په دې برخه کې د چټکوالي هڅې روانې دي.

هغه ډاډ ورکړ چې د صنعت او سوداګرۍ د پراختيا لپاره ولايتي اداره ژمنه ده او هرې ستونزې ته به يې حل لارې پيدا کوي او د ستونزو مخنيوی به يې کوي.

په عين حال کې د ننګرهار د سوداګرۍ خونې وياند شاکرالله ساپی وايي چې د اوسپنې کباړ بندېدو له امله دلته د صنعتي فابريکو د توليد کچه لوړه شوې ده.

هغه پژواک ته وويل، که د صنعت او سوداګرۍ پر وړاندې خنډونه لرې شي، نو شونې ده چې دلته د فابريکو د کارونو په پراختيا سره کورني توليد کچه لوړه او هم ورسره بې روزګارۍ کچه راټيټه شي.

کارپوهان پر دې باور دي، که صنعتي فابريکو ته وده ورکړل شي، نو د يو هېواد د امنيت او پرمختګ سبب ګرځي او هم ورسره د بهرنيو له احتياجه خلاصېدلی شي.
په ننګرهار کې يو شمېر ځوانانو په راکړه ورکړه کې د افغانۍ د کارونې او پاکستانۍ کلدارو د مخنيوي په تړاو سوله ييز لاريون وکړ.
په ننګرهار کې يو شمېر ځوانانو په راکړه ورکړه کې د افغانۍ د کارونې او کلدارو د مخنيوي په موخه د جلال اباد په سپين غر هوټل کې راټول شوي و او له هغه ځايه يې د سوله ييز لاريون په ترڅ کې، چې تبلِغاتِ پاڼې له ځانونو سره ليږدولې په ولسونو يې غږ وکړ، چې تردې وروسته په پېر او پلور کې د پاکستانۍ کلدارو پر ځای له افغانۍ څخه کار واخلي.

د ننګرهار اطلاعاتو او فرهنګ رياست اړوند د ځوانانو چارو امر مطيع الله احمدزي وويل په راکړه ورکړه کې د افغانۍ د بشپړ چلند او کلدارو د مخنيوي په تړاو د ولايتي ادارې د وروستۍ پريکړې پر اساس ځوانان د ملي مسئوليت له مخې افغانۍ د دودولو لپاره په مرکز او ولسواليو کې مبارزه کوي.
د يادونې ده ، چې څو ورځې وړاندې ننګرهار والي په بېلا بېلو ناستو کې مسئولينو او هټۍ والو ته په راکړه ورکړه کې د افغانۍ د کارونې او پاکستانۍ کلدارو د مخنيوي جدي سپارښتنه کړې، چې د ولسونو له لوري د دې پريکړې تود هر کلی وشو.
جلال اباد ښار کې دوو ځوانانو خلک د افغانيو بشپړ چلند ته وهڅول

ننګرهار ولايت مرکز جلال اباد ښار کې دوو ځوانانو سيد واحدالله ساحل او طاهر راز د ملي احساس له مخې په ټول ښار کې وګرځيدل او خلک يې د افغانيو بشپړ چلند ته وهڅول.

دوی، چې په ویکسار ډوله موټر يې لوډسپيکر، ملي بيرغ او د افغانیو چلند په موخه شعارونه لګولي و په ټول ښار کې وګرځيدل او پر خلکو يې غږ وکړ، چې د کلدارو پر ځای افغاني بانک نوټونه وکاروي او په دودولو کې يې ټول خپل مسئوليت اداء کړي.

د دوی موټر پورې نښلول شوي بينر باندې ليکل شوي و راځئ د خپل ملي هويت ساتلو او پاللو لپاره افغانۍ وکاروو او همدا راز يې د کلدارو مخنيوي او افغانیو دودولو په موخه لوډسپيکر کې يې بېلابېل شعارونه ورکول.

جلال اباد ښاريانو د يادو ځوانانو د ملي احساس هرکلی وکړ او ژمنه يې وکړه، چې د افغانیو په رواجولو او بشپړ چلند کې به په ټول توان سره هڅې تر سره کړي.
د جلال اباد ښاروالۍ مشورتي شورا د نرخونو د کنټرول او افغانیو چلند د دودولو په موخه غونډه وکړه .

د جلال اباد ښاروال ریاض الله درمل په مشرۍ د وږې په ۸ مه د مشورتي شورا غړو ترمنځ غونډه وشوه،چې په کې د ښاروالۍ د مسؤلینو له لورې په جلال اباد ښار کې د نرخونو د کنټرول او د بهرنیو اسعارو پر ځآی د افغانیو دودولو په اړه بحثونه او پرېکړې وشوې .

په دې غونډه کې همدا راز د جلال اباد ښار پنځمې ناحیې په مربوطاتو کې د پارک،په ښار کې د ټیټ کیفیته توکو د پیر او پلور مخنیوي او یو شمیر نورو موضوعاتو په اړه هم نظریات شریک او د اقداماتو ترسره کولو ژمنې وشوې.

د دې غونډې په څنډه کې د شورا غړو لمنځه شپږ کاري کمیټې وټاکل شوې،چې له مخې به یې د کارونو د ښه والې لپاره به چارې ترسره کوي .
د یو قوماندان په ګډون ۵ داعشیان ووژل شول .

امنیتي چارواکي وایي، د ننګرهار ولایت خوږیاڼو ولسوالۍ وزیرو تنګي په سیمه کې تېره ورځ د داعش په پټنځایونو هوایي بریدونه شوي،چې په ترڅ کې د یاسرخراساني په نوم د یو مهم قوماندان په ګډون ۵ داعشیان وژل شوي او د دوی یو میل دهشکه هم لمنځه تللې ده .

د مالوماتو له مخې امنیتي ځواکونو په مومندرې او روداتو ولسوالیو کې د تروریستانو له لورې ځای پر ځای شوي ماینونه هم له زیان پرته کشف او لمنځه یوړل .
د دوربابا ولسوال او امنيه قومندان په يوې چاودنه کې سطحي ټپیان شول

ننګرهار ولایت دروبابا ولسوالۍ ګړوکو سيمه کې نن سهار شاوخوا نهه نيمې بجې د ولسوال هميشه ګل مسلم او امنيه قومندان نواب خان پر موټر د سړک غاړې ماين چاودنه رامنځته شوې، چې له امله یې ولسوال او امنيه قومندان سطحي ټپیان شوي دي.
پېښه هغه مهال رامنځته شوي، چې ولسوال او امنيه قومندان په ياده سيمه کې پر ګزمه بوخت و.

ټپیان د ولسوالۍ په روغتون کې تر درملنې لاندې دي او روغتيايي وضعيت یې د ډاډ وړ دی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *