کډوالو چارو وزارت د شیخ مصري او چمتلې ښارګوټو کې د غصب شوو ځمکو په اړه څېړنه کوي .
په ننګرهار ولایت کې له کډوالۍ را ستنو شوو کورنیو ته د استوګنې په موخه په چمتلې او شیخ مصري ښارګوټو کې نمرې ورکړل شوي،خو په دغه ښارګوټو کې د ټولنیزو سیمو او غصب شوو ځمکو د معلومیدو په موخه د کډوالو چارو وزارت څېړنې کوي .
په همدې موخه د سلواغې په دیرشمه د ولایت په مقام کې د کډوالو چارو وزارت اداري او مالي معین احمد ولي حکیمي د سلاکار وزیر او ننګرهار والي محمد ګلاب منګل سره ناسته ترسره کړ.
نوموړي وویل،ډیر ژر به د چمتلې او شیخ مصري په ښارګوټو کې سروې ترسره کړي، ترڅو په یاده ښارګوټو کې غصب شوي ځمکې معلومې کړي .
هغه وایي همدا راز به د دغه څېړنو پر مهال په یاد ښارګوټو کې د نقشې له مخې د ښوونځیو، تفریحې، روغتونونو، جوماتونو او سوداګریزې سیمې هم وګوري او د ستونزو په شتون کې به قانوني اقدامات ترسره کړي .
سلاکار وزیر او ننګرهار والي محمد ګلاب منګل د کډوالو چارو وزارت څخه مننه وکړه،چې په دغه ولایت کې د کډوالو ستونزو په حل کې ځآنګړې پاملرنه لري .
هغه زیاته کړه،په یاد ښارګوټو کې د هر ډول قانوني کړنو د ترسره کولو په موخه به د کډوالو چارو وزارت سره مرسته او همکاري وکړي .
د کډوالو چارو رئیس غلام حیدرفقیرزي وویل، شاوخوا دوه زره نمرې د چمتلې په ښارګوټې کې غصب شوي او همدا راز په شیخ مصري ښارګوټو کې یې هم د یو شمېر زوراکو له لورې د یو شمېر نمرو د پلورلو څخه هم خبر ورکړ.
په همدې حال کې د ښارجوړونې رئیس عبدالقهار حیدري وویل،له کډوالۍ د راستنو شوو کورنیو لپاره یې د خانکي ښارګوټې سروې ترسره کړي او د وروستیو چارو د ترسره کېدو په موخه یې مرکز سره معلومات شریک کړي.
د کابل ـ جلال اباد دویم لین سړک اړوند د ځمکو استملاک او د ښوونکو بېلابېلې ستونزې د حل په موخه شریکې شوې.
په ولسي جرګه کې د ننګرهار د ولسونو استازې لیلمې ولي حکیمي په مشرۍ د سره رود ولسوالۍ یو شمیر مخورو او ښوونکو سلاکار وزیر او ننګرهار والي محمد ګلاب منګل سره د لیدنې پر مهال د یادې ولسوالۍ په مربوطاتو کې د کابل – جلال اباد دویم لین سړک اړوند د ځمکو د استملاک او د ښوونکو بېلابېلې ستونزې د حل په موخه شریکې کړې.
دغه لیدنه چې د سلواغې په دیرشمه د ولایت په مقام کې ترسره شوه، په ولسي جرګه کې د ننګرهار د ولسونو استازې لیلمې ولي حکیمي او یو شمېر نورو وویل،دوی پخپلو سیمو کې د کابل ـ جلال اباد دویم سړک د جوړېدو په موخه خپلې ځمکې ورکړي،خو د ځمکو د استملاک ستونزه یې لا تر دې دمه نده حل شوې .
دوی زیاته کړه،په سیاسنګ ښارګوټې کې ښوونکو ته ورکړل شوې درې سوه جریبې ځمکې څخه یې یوسلو دوه اویا جریبه لا هم د نمرو د جوړېدو په موخه نده ویشل شوې،چې په دغه برخه کې د ولایت مقام د همکارۍ غوښتنه وکړه.
یادو مخورو همدا راز د نورو ستونزو د شریکولو ترڅنګ د سره رود ولسوالۍ اړوند په نهر شاهي سیمه کې د درونټې څخه تر سره رود دو سړکې پورې د دویم سړک د جوړېدو هرکلی وکړ،خو د یادې ځمکې د غصب په تور یې د دوو تنو نیول شوو کسانو د خوشي کېدو غوښتنه وکړه .
سلاکار وزیر او ننګرهار والي محمد ګلاب منګل وویل،د ځمکو د استملاک موضوع یې په ولایتي کچه حل کړې او د وروستیو اجرائتو په موخه یې مرکز سره شریکه کړې،ترڅو له منظورۍ وروسته د نړیوال بانک له لورې د ځمکو مالکانو ته پیسې ورکړل شي .
هغه همدا راز ډاډ ورکړ،چې د کامې او خوږیاڼو ولسوالیو د ښوونکو د ښارګوټو ستونزې د حل وروسته به د سره رود ولسوالۍ د ښوونکو د ښارګوټې ستونزې په اساسي ډول حل کړي .
ننګرهار والي همدا راز د ښوونکو د کابل بانک اړوند ستونزې د حل ډاډ هم ورکړ.
ننګرهار والي او په دغه ولایت کې میشتو خبریالانو د ستونزو د حل په موخه ناسته ترسره کړه .
سلاکار وزیر او ننګرهار والي محمد ګلاب منګل د سلواغې په دیرشمه د ولایت په مقام کې په دغه ولایت کې د میشتو فعاله خبریالانو سره د ستونزو د حل په موخه ناسته ترسره کړه،چې په ترڅ کې به بېلابېلو موضوعاتو خبرې اترې ترسره شوې .
د دغه ناستې پر مهال د خبریالانو په استازۍ د خبریالانو د خوندیتوب کمیټې مشر شیرشاه همدرد او په ختیځ کې د لیکوالو او ژورنالیستانو د خپلواکې ټولنې منشي رحمت الله زیارمل خبرې وکړې .
دوی وویل،په وروستیو کې څو تنه خبریالان د دندې پر مهال له بېلابېلو ننګونو سره مخ شوي، خو د مسؤلینو له لور د ستونزو په حل کې جدي اقدامات ندی ترسره شوې .
د خبریالانو یادو استازو یو شمېر نورې ستونزې هم د حل په موخه ننګرهار والي سره شریکې کړې .
سلاکار وزیر او ننګرهار والي محمد ګلاب منګل د عامې روغتیا رئیس ته لارښوونه وکړه،چې هغه روغتون وتړي،چې په غېرې قانوني ډول یې په فعالیت پيل کړی او همدا راز د روغتون مسؤل چې د اریانا نیوز ویډیو ژورنالیست یې ګواښلی، ورسره د قانوني کړنو د ترسره کولو ژمنه وکړه .
ننګرهار والي خبریالانو ته ډاډ ورکړ،چې د دوی نورې ستونزې به هم د اړونده مسؤلینو سره د حل په موخه تعقیب کړي .
ننګرهار والي د دغه ولایت د ملي راډیو تلویزیون جوړې شوې ودانۍ څخه لیدنه وکړه .
سلاکار وزیر او ننګرهار والي محمد ګلاب منګل د سلواغې په دیرشمه د دغه ولایت د ملي راډیو تلویزیون جوړې شوې ودانۍ د بېلابېلو برخو څخه لیدنه ترسره کړه .
د دغه لیدنې پر مهال د ملي راډیو تلویزیون د مشر امین الله زهیر له لورې سلاکار وزیر او ننګرهار والي محمد ګلاب منګل ته د بېلابېلو برخو په اړه معلومات ورکړل شول .
هغه زیاته کړه، یاده ودانۍ چې شاوخوا پنځه کاله وړاندې د دوست هېواد هندوستان په پنځه سوه زره امریکایي ډالرو مالي لګښت جوړه شوې وه،په کې د ټلویزیون او راډیو د سټوډیو ګانو ترڅنګ یو سلو لس خونې او یو کنفرانس حال جوړ شوی دی .
د نوموړي په وینا له یادې ودانۍ څخه تر دې مهاله ګټه نده اخیستل شوې او ورځ تر بلې د خرابیدو په حال کې ده .
سلاکار وزیر او ننګرهار والي محمد ګلاب منګل وویل،د یادې ودانۍ ترڅنګ د تلویزیون تپې سیمې څخه هم څارنه او لیدنه ترسره کړه.
نوموړي وویل، هڅه به وکړي،چې د یادې ودانۍ ترڅنګ د نوې ودانۍ د جوړېدو په موخه به ژر تر ژره د نوې پروژې د ترلاسه کولو هڅه وکړي .
هغه ډاډ ورکړ،چې د تلویزیون ودانۍ ته به د پاملرنې ترڅنګ د راډیو تلویزیون اړوند د غصب شوو ځمکو د بېرته را ګرځیدو په برخه کې هم جدي اقدامات ترسره کړي .
نورستان ولايت ته د خوراکي او غير خوراکي توکو مرستې واستول شوې
د سلاکار وزير او ننګرهار والي محمد ګلاب منګل په هلو ځلو او د جلال اباد ښار د يو شمېر اصنافو او سوداګرو په هڅو راټولې شوې مرستې د نورستان ولايت وروستیو ورښتونو له امله زيانمن شوو کورنيو ته واستول شوې.
د ننګرهار ولايت دفتر رئيس احمد ضیاء عبدالزي د جلال اباد ښار له سوداګرۍ خونې او اصنافې اتحادې مسئولينو څخه مننه وکړه، چې د نورستان ولايت وروستيو ورښتونو زيانمنو کورنيو سره يې د خوراکي او غير خوراکي توکو مرسته وکړه.
نوموړي وويل، چې په دغه مرسته کې پنځوس بورۍ اوړه، ۵۰ لوټې غوړي، ۵۰ کمپلې، ۵۰ کيلو چای، ۵۰ منه بوره او يو شمېر نور توکي شامل دي.
ده وويل، چې دغه مرسته يې کرکټ بورډ ادارې ته سپارلې، تر څو دوی خپله مرسته هم ور سره يوځای کړي او د نورستان ولايت د ورښت له امله زيانمن شوو کورنيو ته يې ورسوي.
هغه وويل، چې ولايت مقام هڅه کوي ترڅو نورې مرستې هم جلب او نورستان ولايت زيانمن شوو کورنيو ته يې وليږي.
ننګرهار والي په لارښوونه ټاکل شوي کميسون په تورخم ښارګوټی کې د مسافرينو څخه کتنه وکړه
د سلاکار وزير او ننګرهار والي محمد ګلاب منګل په لارښوونه ټاکل شوي کميسون، چې مشري يې د ولايت کارپوه حاجي سبحان الله کوله په تورخم ښارګوټي کې يې د مسافرينو د وضعيت پوښتنه وکړه او هغوی ته یې په بېلابېلو برخو کې سهولتونه برابر کړل.
د ولايت کارپوه حاجي سبحان الله وويل، چې د ننګرهار والي په لارښوونه دبېلابېلو ادارو مسئولينو په تورخم ښارګوټي کې د مسافرينو وضعيت له نږدې وکته او ورته يې په بېلابېلو برخو کې سهولتونه برابر کړل.
نوموړي وويل، چې په ياد ښارګوټي کې يې مسافرينو ته د روغتيا، اوسيدو او په يو شمېر نورو برخو کې زمينه برابره کړه.
ده دغه راز وويل، چې د خلکو يو شمېر نورې ستونزې يې هم واوريدې، چې په حل کې به يې اړونده ادارې لازم اجرات تر سره کړي.
د داعش او وسله والو طالبانو د جلب او جذب مسؤلینو په ګډون ۱۲ تنه ونیول شول .
د ننګرهار ولایت د مرکز جلال اباد ښار په بېلابېلو سیمو کې ګډو کورنیو ځواکونو تېره شپه عملیات ترسره کړي،چې په ترڅ کې د داعش او وسله والو طالبانو د جلب او جذب مسؤلینو په ګډون ۱۲ تنه نیول شوي دي .
امنیتي منسوبینو د جلال اباد ښار په لومړۍ ناحیې سیمه کې د داعش ډلې د جلب او جذب مسؤل د ۷ نورو شکمنو کسانو سره یو ځای ژوندی نیولی،همدا راز د جلال اباد ښار په دریمې ناحیې سیمه کې یو تن د داعش ډلې سره د تړاو په تور د دوو نورو شکمنو کسانو سره یو ځای نیولی دی .
په همدې حال کې امنیتي مؤظفینو د جلال اباد ښار په مولوي خالص فامیلو سیمه کې د وسله والو طالبانو د جلب او جذب مسؤل د یو میل کلاشینکوف،څلور عدده شاژرونو، یو پایه کمپیوټر او قاب دوربین سره یو ځای ژوندی نیولی دی .
نیول شوي کسان د څېړنو په موخه اړونده ارګانونو سره ته ور پېژندل شوي دي.
روانه مياشت ۱۵۰ وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې
په ننګرهار کې روانه مياشت ۱۲۰ تنه وسله وال مخالفين وژل شوي ،۳۰ ټپيان شوي او ۷۳ تورن کسان نيول شوي.
د ننګرهار امنيه قوماندان سيدګل اقا روحاني د يو خبري کنفرانس پر مهال وويل، چې په روانه مياشت کې په اوولسو ګډو او ځانګړو عملياتو، هوايي بريدونو او دوسله والو مخالفينو سره دنښتو په ترڅ کې يو سلو شل تنه وسله وال مخالفين وژل شوي،ديرش ټپيان شوي،درې اويا تنه د شک لاندې او يو وسله وال مخالف ژوندی نيول شوي.
نوموړي وويل، چې دتېرې يوې مياشتې په موده کې يې دوه ويشت ميله بېلابېل ډوله وسلې، شپږ زره نهه سوه نهه پنځوس فيره د درنو او سپکو وسلو مهمات، يوڅلوېښت کړۍ دوسايطو ضدماينونه او يو ديرش لاسي اوفشاري بمونه ترلاسه کړي دي.
ده وويل، چې دسره رود اړوند صنعتي پارک او مومندرې ولسوالۍ کې يې دامنيت ټينګښت په موخه د پوليسو څلور نوې پوستې ځای پرځای کړې، چې له مخې به يې په يادو سيموکې په امنيت کې دپام وړ ښه والی راشي.
امنيه قوماندان زياته کړه، چې پوليسو دنشه يي توکو ديارلس پېښې کشف کړي، چې په ترڅ کې يې اته سوه اته شپېته کيلوګرامه چرس،اته کيلوګرامه ترياک، څلورسوه نهه پنځوس کيلوګرامه هيروين له درې عرادو موټرو سره يوځای په لاس راوړي او په تور يې څوارلس تنه نيول شوي.
ده وويل، چې په تېره مياشت کې په ښار او ولسواليو کې اووه اتيا جنايي پېښې رامنځ ته شوي، چې اته شپېتو ته يې لاسرسی شوی او پاتې نولس پېښو لاسته راوړلو لپاره يې هڅې پيل کړي.
هغه وويل، چې د دې ټولو پېښو په تړاو يې دوه اتيا تورن کسان نيولي او سپيناوي په موخه يې عدلي او قضايي ادارو ته سپارلي
ريکشا چلونکو ته د جوازسير او لايسنس توزيع پيل شوه
ننګرهار امنيه قوماندان مل پاسوال سيد ګل اقا روحاني او د ترافيکو مدير سمونوال حميدالله سادات په ښارکې شته ريکشاو ته د جوازسير او چلوونکو ته يې دلايسنس دتوزيع لړۍ پيل کړه.
ننګرهار امنيه قوماندان په دغه مراسمو کې وويل، چې دلومړي ځل لپاره په جلال اباد ښارکې ريکشاو ته جواز سيرې او چلوونکو ته يې لايسنسې توزيع کېږي،چې پدې سره به په ښارکې ګڼه ګوڼه لمنځه لاړه شي او ترافيکي نظم به رامنځته شي.
نوموړي وويل، چې اوس په ښارکې پنځه ديرش زره ريکشاوې شتون لري هغه ريکشاو ته چې محصول شوې وي او مکتوبونه ولري ترافيکو مديريت له لوري به جوازسير ورکړل شي.
ريکشا چلوونکو خوښي وښوده، چې د ترافيکومديريت ورته دګرځېدو اسناد ورکړل او د ترافيکي نظم په برخه کې دهمکارۍ ژمنه وکړه.
د ماليې وزارت د وروستيو لاسته راوړنو په تړاو معلوماتي ناسته په ننګرهار کې ترسره شوه او هم په عايداتي ادارو کې د خلکو پروړاندې پرتې ستونزې وواريدل شوې .
دغه ناسته د پنجشنبې په ورځ د جلال اباد په شاهي ماڼۍ کې ترسره شوه ، چې پکې د ولايت او ولايتي شورا استازو سربيره ، د ماليې وزارت ، مستوفيت او ګمرک مسولينو برخه لرله.
په پيل کې د ننګرهار ولايت د سکتوري خدمتونو رئيس احمد شاه سادات پدې خوښي وښوده ، چې د ماليې وزارت د لاسته راوړنو په تړاو معلوماتي او د خلکو ستونزو د اوريدو لړۍ له ننګرهاره پيل شوه .
نوموړي له ولسونو غوښتنه وکړه ، چې ددغې لړۍ ملاتړ وکړي، څو يې پرمټ په عايداتي ادارو کې د فساد مخه ونيول شي .
د ننګرهار مستوفي محمدعالم اسحاقزي وويل، چې ادارې يې په تير مالي کال کې د ورکړل شوي، ټارګيټ څخه نهه عشاريه درې فيصده عوايد لوړ کړي .
دماليې وزارت وياند اجمل حميد عبدالرحيم زي وويل، چې د لاسته راوړنو او د خلکو ستونزو د اوريدو لړۍ د ولسمشر د ځانګړې لارښونې له مخې پيل شوې، چې په نږدې راتلوونکي کې به نورو ولايتونو ته هم وغځيږي .
د نوموړي په خبره د ماليې وزارت د سالمې رهبرۍ، اداري فساد مخنيوي او ګڼو نورو اصلاحاتو په راوستو سره په تيرمالي کال کې له ورکړل شوي ټارګيټ څخه اته ويشت ميليارده افغانۍ عوايد لوړ شوي .
د ننګرهار ګمرک رئيس الهام الدين مظهر په تير مالي کال کې د پنځه سوه پنځوس ميليونه افغانۍ د عوايدو د لوړيدو خبرورکړ.
نوموړي داهم وويل، چې د چابهار بندر او تاجکستان هيواد سره د سوداګريزو قراردادونو لاسليک د ننګرهار ګمرک په عوايدو اغيزه کړیده .
د قومونو د همغږۍ شورا مشر لعل اغا کاکړ، د سوداګرۍ خونې استازي مخلص احمد او ګڼو نورو نيوکه وکړه، چې د دې ولايت ولسونه ماليه په سمه توګه ورکوي او په صحي ، پوهنې او بريښنا په برخه کې ، چې ولسونه ورته اړتيا لري خدمات نه ترسرکيږي .
دوی له مسولينو وغوښتل، چې په عايداتي ادارو کې پخواني کارکوونکي له دندو ګوښه کړي او پرځای يې وړ او مناسب ځوانان په دندو وګماري څو په عايداتي ادارو کې د فساد مخه ونيول شي.
په تورخم ښارګوټې او لعلپورې ولسوالۍ کې د وروستیو پېښو زیانمنو او بې ځآیه شوو او اړمنو کورنیو سره د مرستې په موخه بېړنۍ ناسته ترسره شوه .
د سلاکار وزیر او ننګرهار والي محمد ګلاب منګل په لارښوونه د سکتوري خدمتونو د رئیس په مشرۍ په تورخم ښارګوټې او لعلپورې ولسوالۍ کې د وروستیو پېښو زیانمنو، اړمنو او بې ځایه شوو کورنیو سره د مرستې رسونې په موخه بېړنۍ غونډه ترسره شوه .
پاکستاني منسوبینو له لورې کوزې پښتونخوا او پاکستان ته د ننګرهار تورخم ښارګوټې له لارې د تګ راتګ لاره د تېرې شپې راهیسې د نا معلومې مودې لپاره تړل شوې ده،چې له امله یې ګڼ شمېر افغان ناروغان او نور له ګڼو ستونزو سره مخامخ شوي وو.
همدا راز د ننګرهار سرحدي ولسوالۍ لعلپورې په بېلابېلو سیمو باندې له نن سهار څخه تر غرمې مودې پورې شاوخوا ۲ سوه راکیټي بریدونه شوي،چې له امله یې تر سلو زیاتې کورنۍ بې ځایه شوي او دوه تنه ماشومان ټپیان شوي .
ولایت مقام د یادو دواړو موضوعاتو په اړه وخت په وخت له مرکزي ادارې سره د وروستیو اجرائتو په موخه معلومات شریک کړي دي .
د یادو پېښو زیانمنو،اړمنو او بې ځایه شوو کورنیو او خلکو سره د مرستې رسونې په موخه د جمعې په ورځ د ولایت په مقام کې بېړنۍ غونډه جوړه شوه،چې په کې د بېړنيو پېښو پر وړاندې چمتو والې ادارې، پوهنې ، روغتيا ، کرنې ، کليو او پراختيا ، سرې مياشتې ، کډوالو، امنيې قوماندانۍ او یو شمېر نورو ادارو مسؤلینو او استازو ګډون کړی و.
د ولايت د سکتوري خدمتونو رئيس احمد شاه سادات د يادې بېړنۍ غونډې برخه والو ته لارښوونه وکړه ، چې د ډيورنډ له هغې غاړې په لعلپورې ولسوالۍ د توغنديز بريدونو له امله کډوالو او زيانمنو شوو کورنيو ته بيړنۍ مرستې ورسوي.
سادات وايي: د ډيورنډ له هغې غاړې د لعلپورې ولسوالۍ په رينه پارچاو ، پلوڅۍ ، مچ ميږي او شاهي باغ سيمو توغنديز بريدونه شوي ،چې له امله يې ګڼ شمېر کورنۍ د خپلو مېنو پرېښودو ته اړ شوي دي.
نوموړي دغه راز وويل: له تېرې شپې راهيسې پاکستاني منسوبینو د نا معلومو دلايلو له امله د تورخم دروازه د مسافرينو پر مخ تړلې ،چې په ياده لار تلونکي او راتلونکي مسافر يې له ګڼو ستونزو سره مخ کړي دي.
د ولايت د سکتوري خدمتونو رئيس د بېړنيو پېښو پر وړاندې چمتو والې ادارې پوهنې ، روغتيا ، کرنې ، کليو او پراختيا ، سرې مياشتې ، کډوالو ادارې او امنيې قوماندانۍ مسوولينو او استازو ته لارښونه وکړه ،چې ژر تر ژره په لعلپورې ولسوالۍ کې د بې ځايه شويو کورنيو سروې ترسره او مرستې ورته ورسوي.
احمد شاه سادات دغه راز د يادو ادارو مسوولينو ته سپارښتنه وکړه ،چې په تورخم کې د مسافرينو پر وړاندې د شته ستونزو حل ته رسيدګي وکړي.
د یادې لارښوونې پر اساس په تورخم ښارګوټې کې د ناروغانو د درملنې په موخه څلور مجهز امبولاسنونه لیږدول شوي،د مسافرینو لپاره د استوګنې په موخه سهولتونه برابر شوي او همدا راز په سیمه کې منسوبینو له لورې اړمنو کسانو ته په بېلابېلو برخو کې د لا زیاتو سهولتونو د برابرولو هڅې دوام لري .
شپږویشت تنه ملکي وګړي د داعش له منګولو ازاد شول .
د ننګرهار ولایت په هسکه مینه او کوټ ولسوالیو کې د تېرو څلرويشت ساعتونو په ترڅ کې د پیل شوو عملیاتو په ترڅ کې ۲۶ تنه ملکي وګړي د داعش له منګولو ازاد شول، پنځه داعش وژل شوي او څلور نور ژوندي نیول شوي دي .
د هسکې مینې ولسوالۍ په پاپین سیمه کې د شاهین ۲۵ پیل شوو عملیاتو په ترڅ کې د داعش ډلې له لورې په بېلابېلو وختونو کې نیول شوي ۲۶ملکي وګړي د دوی له منګولو ازاد شوي،چې یو شمېر یې خپلو کورونو ته هم تللي دي .
همدا راز د یادې ولسوالۍ په کوټ وال سیمه کې هم عملیات ترسره شوي،چې د داعش ډلې څلور مهم غړي ژوندي نیول شوي دي .
په همدې حال کې د کوټ ولسوالۍ په مربوطاتو کې د ځمکنو او هوایي بریدونو په ترڅ کې پنځه داعش وسله وال وژل شوي،چې درې تنه یې بهرنیان دي .
د دې بریدونو پر مهال د داعش یو میل دهشکه هم لمنځه تللې ده .
په دغه عملیاتو کې ملکي وګړو او امنیتي منسوبینو ته کوم زیان نه دی اوښتی
پنځوس داعش وسله والو ته مرګ ژوبله واوښته .
ننګرهار ولایت د هسکې مینې ولسوالۍ په مربوطاتو کې د تېرو ۲۴ ساعتونو په ترڅ کې د هوایي او ځمکنیو بریدونو له امله ۳۴ داعش وسله وال وژل شوي،شپاړس ټپیان دي او اوه نور ژوندي نیول شوي دي.
د شاهین پنځه ویشت پیل شوو عملیاتو په ترڅ کې یاد وژل شوي او ټپیان اکثریت بهرنیان دي .
نیول شوي داعش د لا زیاتو څېړنو په موخه اړونده ارګانونو ته ور پېژندل شوي دي .