د مولوي عبدالظاهر حقاني د ورور شهید شاه ولي د جنازې لمونځ ادا شو.

ننګرهار ولایت د حج او اوقافو رئیس مولوي عبدالظاهر حقاني د ورور شهید شاه ولي د جنازې لمونځ د کب په ۲۸مه د جلال اباد په شیرزي لوبغالې کې ادا چې په کې ننګرهار والي،د حج اوقافو وزارت معین،د ننګرهار د ملکي او نظامي ادارو مسؤلینو او استازو،ملي او ولایتي شورا غړو او ګڼ شمیر مخورو او نورو ګډون کړی و.

تېره ورځ د ننګرهار ولایت په سره رود ولسوالۍ کې یو ځآنمرګي بریدګر چې غوښتل یې د هجرت کلې هغه حجرې ته ځان د ننه کړي،چې د جمعې له لمانځه وروسته په کې مخور را ټول شوي و،خو موخې تر رسیدو وړاندې پېژندل شوی وو.

ننګرهار د حج اوقافو د رئیس ورور شاه ولي د برید ګر مخې ته په ورتګ سره ځآنمرګی بریدګر حجرې له تګ څخه منعه ،خو خپل ژوند یې قربانی کړ .

د شهید شاه ولي د جنازې د لمانځه وروسته سلاکار وزیر او ننګرهار والی محمد ګلاب منګل د خبرو پر مهال په رامنځته شوې پېښه خواشیني وښودله،شهید ته یې د څښتن تعاله ج له درباره د فردوس جنت،د ننګرهار حج اواوقافو رئیس مولوي عبدالظاهر حقاني او د کورنۍ ټولو غړو ته یې د تسلیت او ډاډګیرنې مراتب وړاندې کړل .

نوموړي زیاته کړه،د سولې او امن دښمنانو همېشه بې ګناه وګړي،دیني عالمان ، ښوونکي، قومي مشران،ماشومان او نور په نښه کړي او له دغه لارې خپلو شومو موخو ته ځآنونه رسولي دي .

ننګرهار والي وویل،ترهګرو همېشه د اسلام ضد عمل ترسره کړی، جوماتونه یې په نښه کړي،نو ځکه یې پلان درلود،چې د هېواد یو بل وتلی جید عالم مولوي عبدالظاهر حقاني هم لمنځه یوسي،خو ورور یې د خپل ژوند په قربانۍ سره د نوموړي ژوند وژغورو .

د ښاغلي منګل په وینا مولوي عبدالظاهر حقاني همېشه د ممبر او نورو غونډو له لارې د حق غږ پورته کړی او ډاډ یې ورکړ،چې د حق د ژبې دغه لاروی به هیڅکله هم خپله مبارزه پرې نږدي .

د هېواد یو بل جید عالم مولوي سمیع الله ریحان وویل، هغه دیني عالمان چې د حق غږ یې پورته کړی،همېشه د مخالفینو له لورې تر بېلابېلو تهدیدونو لاندې نیول شوي دي .

نوموړي د حکومت څخه وغوښتل چې د نورو ترڅنګ د دیني عالمانو د ژوند خوندیتوب لپاره ځآنګړي تدابیر ونیسي او همدا راز یې په وسله والو مخالفینو هم غږ وکړ،چې د سولې لاره غوره کړي او د هېواد د ابادۍ په موخه له جګړې څخه لاس واخلي .

د ننګرهار د حج اوقافو رئیس مولوي عبدالظاهر حقاني د جنازې له ټولو ګډونوالو څخه مننه وکړه،چې د شهید ورور د جنازې په مراسمو کې ګډون وکړ او له نوموړې سره یې غمشریکي وکړه .

په ننګرهار کې د ختيخ ادبي بهير په نوښت د نوموتي ليکوال او ژبپوه ارواښاد ډاکټر دولت محمد لودين د اولسم تلين په ياد علمي سيمينار ترسره شو.

د علمي او فرهنګي شخصيت ارواښاد څيړنپوه ډاکتر دولت محمد لودين په ياد دغه علمي سيمينار د پنجشنبې په ورځ د جلال اباد ښاروالي ميلمستون کې ترسره شو ، چې پکې د سلاکار وزير او ننګرهار والي سربيره ، د پوهنتون استادانو ، ليکوالانو او ګڼ شمير د شعر او ادب مينوالو ګډون کړی وه.

په ننګرهار کې د ختيځ ادبي بهير مشر ضياوالدين همت مل وويل، چې له تېرو لسوکالو راهيسي علمي او ادبي فعاليتونه کوي او پخپل لس کلن مزل کې يې د ۲۴۳ نوموتو ليکوالانو او شاعرانو په ياد سيمينارونه او ادبي غونډې جوړې کړيدي .

نوموړي په ځانګړې توګه د ننګرهار والي او يو شمير نو با احساسه شخصيتونو څخه مننه وکړه، چې د ليکوال او ژبپوه ارواښاد ډاکتر دولت محمد لودين په پنځه ناچاپه اثارو په چاپولو کې يې ورسره مالي همکاري کړې ده.

سلاکاروزير او ننګرهار والي محمدګلاب منګل ، چې پدغه علمي سيمينار کې يې ګډون کړی و، پدې خوښي وښوده ، چې پدې ولايت کې علمي او فرهنګي ځوانان د نوموتو علمي هستيو په ياد غونډې او سيمينارونه جوړوي .

منګل د ارواښاد ژبپوه دولت محمد لودين د علمي او فرهنګي هڅو ستاينه وکړه، چې په وينا يې د عمر زياته برخه يې د خپلې مورنۍ ژبې د بډاينې لپاره مصرف کړې او په ستونزمنو شرايطو کې يې ګڼ اثار ليکلي .

سلاکار وزير او ننګرهار والي له فرهنګيانو غوښتنه وکړه ، چې د ارواښاد ناچاپه اثار راټول او د چاپ په ګاڼه يې سمبال کړي او هم يې د چاپ په برخه د مالي همکارۍ ژمنه وکړه.

دغه علمي سيمينار ته د ولسمشر راستول شوی پيغام د کابل پوهنتون استاد او په علمي او ټونيزو چارو کې د ولسمشر سلاکار لعل پاچا ازمون ولوست، چې پکې د دغه علمي سيمينار له سمبالونکو څخه د مننې ترڅنګ د وتلي ژبپوه ارواښاد دولت محمد لودين د علمي او فرهنګي هڅو ستاينه شوې وه .

په پيغام کې له ځوان کهول څخه غوښتنه شوې وه، چې د خپلو علمي او فرهنګي هستيو په ياد غونډې جوړې او لارې يې تعقيب کړي .

په دغه علمي سيمينارکې ګڼ شمير استادانو او ليکولانو د ننګرهار مستوفي سرڅيړونکي ډاکترمحمد عالم اسحاق زي، استامحمد اصف صميم ، استاد محمداسماعيل يون، د ننګرهار پوهنتون رئيس پوهندوی ببرک مياخېل، د ولايتي شورا غړي ډاکتر محمد ناصرکاموال ، محمدداود عربزي د نوموتي ليکوال او ژبپوه ارواښاد ډاکتر دولت محمد لودين په ياد خپلې ليکلې مقالې او معلومات د سيمينار ګډونوالو ته وړاندې کړل .

د ننګرهار د اطلاعات او فرهنګ رئيس اورنګ صميم د ياد سمينار د ارزونې ترڅنګ ژمنه وکړه ،چې د ارواښاد لودين مزار به ورغوي.

د سيمينار په وروستيو کې د فرهنګيانو له لوري چمتو شوی پنځه ماده ايز پريکړه ليک ليکوال او ژورناليست دوست محمد دوست ولوست ، چې پکې غوښتنه شوې وه د ارواښاد ژبپوه دولت محمد لودين مزار دې ورغول شي، يو ښوونځی دې په نوم ونومول شي او په دغه علمي سيمينارکې لوستل شوې مقالې دې د کتاب په بڼه چاپ شي .

علمي او فرهنګي شخصيت ارواښاد دولت محمد لودين د زرين خان ځوی په ۱۳۱۰ لمريزکال د ننګرهار په کامې ولسوالۍ کې دنيا ته سترګې غړولې وې ، ارواښاد د لوړې علمي مفکورې څښتن و، چې د ژبې د بډاينې لپاره يې په لسګونه علمي اثار ليکلي و او په ۱۳۷۸ لمريزکال د ۶۸ کالو په عمر يې له دې فاني نړۍ سره د تل لپاره مخه ښه وکړه .

ننګرهار والي وایي د قانون له مخې به د معلولینو او شهیدانو د کورنیو ستونزو ته حل لارې پیدا کړي

سلاکار وزیر او ننګرهاروالي محمد ګلاب منګل چې د کب په ۲۸مه یې د جلال اباد په شاهي ماڼۍ کې د معلولینو او شهیدانو کورنیو سره ناسته درلوده،ژمنه وکړه،چې د قانون له مخې به د معلولینو او شهیدانو د کورنیو ستونزو ته د حل لارې چارې ولټوي

د دغه لیدنې پر مهال د معلولینو اتحادې مشر مسعود ساپي او یو شمیر نورو د خپلو خبرو پر مهال د شهیدانو کورنیو او معلولینو د ځنډني معاش د ورکړې، معلولینو ته د کار موندنې زمینې د نه برابریدو او سرپناه د نشتوالې له امله نیوکې وکړې .

دوی غوښتنه وکړه،چې شهیدانو او معلولینو د حقوقو قانون له مخې دې په ادارو کې د دندې او ښارګوټو کې د ویش پر مهال پنځه سلنه برخه معلولینو او د شهیدانو کورنیو ته ورکړل شي .

د کار او ټولنیزو چارو رئیس عبدالحکیم شیرزاد وویل، تېر کال یې ۱۷ زرو د شهیدانو کورنیو او معلولینو ته میاشتنۍ تنخواوې ورکړي دي خو د یو شمیر نورو معاشونه د بودیجې د کموالې له امله ځنډیدلي،چې ډیر ژر به یې ستونزه حل شي.

نوموړي زیاته کړه، د ننګرهار والي په لارښوونه یې د شهیدانو کورنیو او معلولینو ته د استوګنې په موخه د نمرو د ورکړې لړۍ هم پیل کړې،چې دغه چاره به هم ژر بشپړه شي .

سلاکار وزیر او ننګرهار والي محمد ګلاب منګل وویل،د شهیدانو کورنیو او معلولینو لپاره یې د استوګنې په موخه د نمرو د ویش لړۍ عملًا پیل کړې او د چارو د سمون په موخه یې جلال اباد ښاروال،د ښار جوړونې رئیس او یو شمیر نورو مسؤلینو ته دنده ورکړې ده .

ننګرهار والي ډاډ ورکړ،چې د قانون له مخې به د شهیدانو کورنیو او معلولینو ستونزې حل کړي او په ټولو چارو کې به ورسره همکار ووسي .

د ځآنګړو کمانډویي ځواکونو د عملیاتو په ترڅ کې ۴۰ داعش وسله وال وژل شوي.

ننګرهار ولایت د کوټ ولسوالۍ په مربوطتو کې د ملي اردو ځانګړو کمانډویي ځواکونو له لورې د تېروو پنځه ورځو په ترڅ کې د ترسره شوو عملیاتو له امله څلوېښت داعش وسله وال وژل شوي دي .

دغه ځانګړي هوایي او ځمکني عملیات چې د کوټ ولسوالۍ په جنجالۍ، سحابي ، میدان بهادر بابا او یو شمیر نورو سیمو کې ترسره شول،په ترڅ کې ۴۰ داعش وسله وال وژل شوي،چې زیات شمیر یې بهرنیان دي .

د دغه شپږ ورځنیو عملیاتو په ته ترڅ کې ۴۷ حلقې ماینونه هم کشف او لمنځه وړل شوي دي .

د عملیاتو پر مهال د ملي اردو ځانګړو کمانډویي ځواکونو ته کوم زیان ندی اوښتی .

ځآنمرګي برید یو تن شهید کړ.

ننګرهار ولایت د سره رود ولسوالۍ په هجرت کلي کې د کب په ۲۷ ځانمرګی برید ترسره شوی،چې له امله یې د شاه ولي په نوم یو تن چې د دغه ولایت د حج اوقافو د رئیس ورور دی،په شهادت رسیدلی،خو بل چاته کوم زیان ندی اوښتی .

ځآنمرګي بریدګر چې غوښتل یې د هجرت کلې هغه حجرې ته ځان د ننه کړي،چې د جمعې له لمانځه وروسته په کې مخور را ټول شوي و،خو موخې تر رسیدو وړاندې پېژندل شوی وو.

د معلوماتو له مخې ننګرهار د حج اوقافو د رئیس ورور شاه ولي د برید ګر مخې ته په ورتګ سره ځآنمرګی بریدګر حجرې له تګ څخه منعه کړی،خو خپل ژوند یې قربانی کړ .

یاد ځانمرګي برید ګر چې د کرولا ډوله موټر په وسیله یې سیمې ته ځان رسولی و،د کشفي معلوماتو له مخې موخه یې د ننګرهار د حج او قافو رئیس مولوي عبدالظاهر حقاني و،خو هغه ته په برید کې هیڅ زیان نه دی اوښتی .

څلور شکمن کسان چې ښایي ،د ځانمرګي بریدګر په را لیږد او د برید په طرحه کولو کې لاس لري،د امنیتي مؤظفینو له لورې نیول شوي،چې د څېړنو په موخه د ملي امنیت منسوبینو ته سپارل شوي دي .

سلاکار وزیر او ننګرهار والي محمدګلاب منګل په رامنځته شوې پېښه خواشیني ښودلې او د پېښې قهرمان شهید ته یې د فردوس جنت هیله کړې.

ښاغلي منګل د ننګرهار د حج او اوقافو رئيس مولوي عبدالظاهر حقاني کورنۍ سره په دغه ستر غم کې خآن شریک بللی، هغوی او خپلوانو ته یې د تسلیت او ډاډګیرنې مراتب وړاندې کړي دي .

سلاکار وزیر او ننګرهار والي محمد ګلاب منګل د خواشینۍ او ډاډګیرنې پيغام

په ډېرې خواشینۍ سره مې خبر تر لاسه کړ،چې د سولې او امن دښمنانو د سره رود ولسوالۍ په هجرت کې د خپلو شومو کړنو د ترسره کولو او د دې خاورې د زړور او اصلي بچیانو د لمنځه وړلو په موخه ځآنمرګی برید ترسره کړ.

په دغه برید کې د هېواد د ستر او جید دیني عالم او ننګرهار د حج اوقاقو رئیس مولوي عبدالظاهر حقاني ورور شاه ولي په داسې حال کې په شهادت رسیدلی،چې پخپلې قربانۍ سره یې ځانمرګی برید ګر د موخې له ځای څخه منعه او خپله یې د شهادت لوړ مقام تر لاسه کړل .

انا لله وانا الیه راجعون

زه دغه ترهګریز برید په کلکو ټکو سره غندم،شهید ته پاک څښتن تعاله ج له درباره د فردوس جنت هیله کوم او خپل ګران زړور ورور او د ننګرهار د حج اواوقافو د رئیس مولوي عبدالظاهر حقاني او کورنۍ غړو سره یې په دغه ستر غم کې ځان شریک بولم او دوی ته د تسلیت او ډاډګیرنې مراتب وړاندې کوم.

د یادونې وړده،چې د سره رود ولسوالۍ په هجرت کلي کې نن له غرمې وروسته ځآنمرګی برید وشو،چې له امله یې د مولوي عبدالظاهر حقاني ورور شاه ولي په شهادت ورسید .

ټاکل شوې د شهید جنازه د شنبې په ورځ چې د کب له ۲۸مې نیټې سره سمون خوري د جلال اباد ښار شیرزي لوبغالي کې د سهار په نهه بجو ادا شي،

دوستان او خپلوان دې خبر وي .

د یوې اونۍ په ترڅ کې ۷۳ تنو مخالفینو ته مرګ ژوبله اوښتې ده .

چارواکي وایي په ننګرهار ولایت کې د تېرې یوې اونۍ په موده کې نهه ګډ او ځآنګړي عملیات ترسره شوي،چې له امله یې ۶۳ تنه وسله وال مخالفین وژل شوي او لس نور ټپیان دي .

د دغه ولایت امنیه قوماندانۍ لوی پاسوال عبدالرحمن رحیمي د کب په ۲۷ په امنیه قوماندانۍ کې د یو مطبوعاتي کنفرانس پر مهال وویل،په تېره اونۍ کې یې منسوبینو نهه ګډ او ځانګړي عملیاتونه ترسره کړي،چې له امله یې ۶۳ وسله وال مخالفین وژلي او لس نور یې ټپیان کړي دي .

هغه زیاته کړه،د دې عملیاتو پر مهال د بېلابېلو جرمونو او تر شک لاندې دیرش کسان نیول شوي دي، یوولس میله بېلابېلې وسلې او دوه عرادې موتر هم تر کشف وروسته د امنیتي ځواکونو لاسته ورغلي دي .

د امنیه قوماندان په یاد کنفرانس کې د پولیسو له لورې نیول شوي کسان او په دوربابا او روداتو ولسوالیو کې د پلټنو پر مهال تر لاسه شوي ۲۴۰ کیلو ګرامه چرس،۱۰۸ بنډله د ثانیه سوز فلیته او ۴۳۰۰ عدد ثانیه سوز پټاکۍ چې په یو عراده هینو موټر کې د شګو لاندې ځای پر ځای شوي وې هم رسنیو ته وښودل شوې .

ننګرهار امنیه قوماندان د هغه کسانو مخونه هم رسنیو ته وښودل،چې په جلال اباد ښار کې د بېلابېلو جرمونو پر مهال نیولي و او له یادې کړنې څخه یې موخه پر نیول شوو کسانو د نورو قضیو موندل په ګوته کړل .

د لمړي نمبر سرحدي لوا قوماندان وايي: په اچين او نازيانو ولسواليو کې د سرحدي پوليسو د نوو قطعاتو د ځای پر ځای کېدو په موخه يې زيات شمېر سرتيري له زده کړو فارغ او د هغې سيمې د ډاډمن امنيت ټينګښت په موخه به نور سرتيري هم وروزل شي.

د سرحدي پوليسو د لمړۍ لوا قوماندان سمونوال محمدايوب حسين خيل وايي په سرحدي ولسواليو کې د سرحدي پوليسو ميشت سرتيري د دښمن پر وړاندې ملي انګيزه لري او په خپل ټول قوت به د تير کال په څير دښمن وځپي .

حسين خېل د چټک غبرګون کنډک سرتيري هم وستايل چې تل يې د دښمن په ځپلو کې د ځانګړو مهارتونو په تر سره کولو سره ښې لاسته راوړنې لرلې دي.

د سرحدي پوليسو نهم کنډک چې دشينوارو د سرحدي ولسواليو لپاره منظور شوی د ليدنې پر مهال يې سمونوال محمد ايوب حسين خېل ډاډ څرګند کړ ، چي اتيا په سلو کې د دې کنډک پرسونل د تعليمي دورې د بشپړولو په درشل کې دي او ډير ژر به په اړينو سرحدي سيمو کې ځای پر ځای شي.

د دې لوا د مالي او بوديجې مدير سمونمل عبدالوکيل شمس وايي: چي د شينوارو لپاره د منظور شوي کنډک ټولو سرتيرو ته د کورنيو چارو وزارت د مالي رياست او سرحدي قواو له لوري ټول معاشات بانکي شول چې نن يې د توزيع چارې پيل شوې.

بل لور ته سمونوال محمد ايوب حسين خيل سرحدي قطعاتو قوماندانانو ته لارښوونه وکړه تر څو د سرحدي پوليسو دصفري نقطې سرتيرو معيشتي ژوند ته جدي پاملرنه وکړي او د دوی د تعليمي پروسو په تعقيب سربيره د دوی اړتياوې په مکمل ډول په نظر کې ونيسي.

د سرحدي لوا قوماندان د ټولنيزيو رسنيو هغه تبليغات هم په کلکه رد کړل ، چې ګواکې د مومندرې ولسوالۍ په غوړکي سيمه کې پاکستانې مليشه پنځوس متره مخته راغلې.

د لومړۍ سرحدي لوا قوماندان او رهبرۍ له لوري هغه افسران ،ساتنمنان او سرتيري، چې په خپلو دندو کې يې له ځانه وړتيا ښودلې وه په ستاينليکونو او نغدي مکافاتو ووياړل شول.

حسين خېل د لوا درستيزوال سمونوال نورجان ته لارښوونه وکړه چې د سرتيرو د مکافاتو او مجازاتو سيستم پرمخ وړلو کې قانوني اجرات تر سره کړي.

شیرزادو ولسوالۍ کې یوه میرمن د خاوند د ورور له لورې وژل شوې .

ننګرهار ولايت د شيرزادو ولسوالۍ اړوند توتو په سيمه کې تيره شپه د مرحبا په نوم يوه مېرمن د خپل خاوند د ورور (ليور) له لوري په ډزو سره لومړی ټپي او بيا يې د سختو ټپيونو له امله د ننګرهار په حوزوي روغتون کې ساه ورکړې.

د لومړنیو معلوماتو له مخې یاده پېښه د کورني تاوتریخوالې له امله رامنځته شوې .

يادې پېښې سره د تړاو په تور پولیسو د وژل شوې مېرمنې خسر غلام شير نيولی او د مګړۍ ترې څېړنې دوام لري .

د روغتیايي علومو انسټیټوټونو د کانکور ازموینه په شفاف ډول اخیستل کیږي .

د ننګرهار عامې روغتیایي رئیس ډاکټر نجیب الله کاموال وایي د دغه ولایت د حکومتي او خصوصي انسټیټوټونو د کانکور ازموینې د شفافې پروسې د ترسره کولو په موخه یې خپلې هلې ځلې ګړندۍ کړي .

نوموړي چې د کب په ۲۸مه یې د دغه ولایت د روغتیایي علومو انسټیټوټ امر او خصوصي انسټیټوټونو مسؤلینو او استازو سره ناسته درلوده،ټینګار وکړ،چې له یادې پروسې څخه باید په ښه توګه څآرنه ترسره شي،ترڅو د کانکور ازموینه په شفاف ډول واخیستل شي .

په یاده ناسته کې د انسټیټوټونو مسؤلینو سره په بېلابېلو موضوعاتو هم خبرې اترې وشوې .

شپږ تنه د بېلابېلو جرمونو په تور ونیول شول .

ننګرهار ولایت په خوږیاڼو او شیرزادو ولسوالیو او مرکز جلال اباد ښار کې د تېرو څلرویشت ساعتونو پر مهال پولیسو د بېلابېلو جرمونو په تور شپږ تنه تورن کسان نیولي دي .

د خوږیاڼو ولسوالۍ په چمتلې سیمه کې درې تنه د چهارتراشو لرګیو د قاچاق په تور له دوه عرادو بار وړونکو موټرو سره یو ځای نیول شوي دي .

همدا راز د شیرزادو ولسوالۍ په توتو سیمه کې یو تن د قتل په تور او د جلال اباد ښار لومړۍ امنیتي حوزې په مربوطاتو کې دوه تنه د غلا په تور نیول شوي .

د غصب د مخنیوي په موخه جوړ شوی کمیسون عملي چارې پيل کوي .

سلاکار وزیر او ننګرهار والي محمد ګلاب منګل په مشرۍ په دغه ولایت کې د غصب د مخنیوي په موخه د ملکي، نظامي ، عدلیي او قضايي ارګانونو ګډ کمیسون د خپلې دویمې ناستې په ترڅ کې د عملي اقداماتو د پيل کیدو پرېکړې وکړه .

دغه ناسته چې د جلال اباد په شاهي ماڼۍ کې ترسره شوه،په کې ننګرهار والي،امنیه قوماندان،ملي امنیت مرستیال،جلال اباد ښاروال، د استیناف محکمې،استیناف څارنوالۍ،دفتر، کانال،ځمکو خپلواکې،عدلیې ادارو رئيسانو او یو شمیر نورو مسؤلینو ګډون کړی وو.

د دغه ناستې په ترڅ کې د عامه او دولتي ملکیتونو د غصب مخنیوي په موخه د جوړ شوي کمیسون دولس مادیزه جوړه شوې کړنلاره شریکه شوه،چې د استیناف محکمې له لورې به د اصلاح وروسته د اجرائتو وړ شي .

سلاکار وزیر او ننګرهار والي محمد ګلاب منګل د غصب شوو ځمکو د مخنیوي کمیسون د ټولو غړو څخه مننه وکړه،چې په پوره صداقت سره یې د یاد کمیسون لومړنۍ چارې ترسره کړې .

هغه وویل، یاد کمیسون ته به د ښاروالۍ، کانال او ځمکو خپلواکې ادارو له لورې هره اونۍ غصب شوې ځمکې د ژغورنې او غاصبیونو د نیولو په موخه وړاندیز کیږي،چې د کمیسون د بېلابېلو غړو له لورې به پرې عملي اجرائت ترسره کیږي .

د ننګرهار استیناف محکمې رئیس قضاوتمند عبدالولي قاضي زاده د عدليي او قضایي ارګانونو په استازۍ ډاډ ورکړ،چې د غصب د مخنیوي په موخه به د یادو ارګانونو د قانون له مخې غاصبینو ته تر ټولو سخته سزا ورکړي او له دغه لارې به د غصب مخنیوي وکړي .

ننګرهار امنیه قوماندان لوی پاسوال عبدالرحمن رحیمي او د ملي امنیت مرستیال جنرال عبدالجمیل نورستاني هم ژمنه وکړه،چې د غصب شوو ځمکو د ترلاسه کولو پرمهال به امنیتي ارګانونه پخپلو برخو کې د بشپړې همکارۍ له مخې خپل اجرائت ترسره کړي .

د ناستې په وروستۍ برخه کې د جلال اباد ښاروال حمیدالله افغان،کانال رئیس غلام حضرت عبدالرحیمزي او ځمکو خپلواکې ادارې رئيس محمد صادق دولت زي له لورې کمیسون ته یو شمیر غصب شوې ځمکې د بېرته تر لاسه کولو په موخه وړاندیز شوې،چې د کمیسون د پرېکړې له مخې به یې ژر د تر لاسه کولو او غاصبینو د نیولو په موخه عملي اقدامات ترسره شي .

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *