ځوانانو او قومي مشرانو په اچين ولسوالۍ کې پر داعشيانو د وروستي بريد څخه ملاتړ څرګند کړ.
د ننګرهار ولايت ځوانانو امر مطيع الله احمدزي او مدني فعال عبدالرحمن معاون د ځوانانو او مدني فعالانو په استازۍ په اچين ولسوالۍ کې پر داعشيانو د وروستي بريد څخه ملاتړ څرګند کړه او په همدې موخه د تر سره شوي سوله ييز لاريون پرېکړه ليک يې ننګرهار والي سره شريک کړ.
د يادو ټولنو استازو د وري په ۲۶مه ولايت مقام کې سلاکار وزير او ننګرهار والي سره د ليدنې پر مهال د لاريون کوونکو موخې شريکې کړې.
د ځوانانو امر مطيع الله احمدزي او عبدالرحمن معاون د نورو په استازۍ وويل، چې د جلال اباد ښار په ګډون د شينوارو ولسواليو ځوانانو او مشرانو د يو سوله ييز لاريون په ترڅ کې پر داعشيانو د وروستي بريد څخه ملاتړ څرګند کړ.
دوی وويل، چې د لاريون کوونکو له لوري درې ماده ييز پريکړه ليک ولوستل شو، چې پکې راغلي دوی د امنیتي ځواکونو او خپل نظام بشپړ ملاتړ کوي او د پاکستان له لوري په افغانستان د راکټي بريدونو و د ډيورنډ په فرضي کرښه د اغزن تارونو غځولو غندنه کوي.
په پرېکړه کې ويل شوي، چې په اچين ولسوالۍ کې روان عمليات کامياب دي او د تيرې ورځې په هوايي بريد کې ملکي وګړو ته هيڅ ډول زيان ندی رسيدلی.
په پريکړه کې غوښتنه شوې وه، چې له دې څخه دې هم لوی بمونه په مخالفينو وکارول شی ترڅو د شينوارو سيمه د مخالفينو څخه په بشپړ ډول پاکه شي.
سلاکار وزير او ننګرهار والي محمد ګلاب منګل وويل، چې سوله ييز لاريون د هر افغان حق دی، چې د خپلو حقوقو او د هېواد ملي ګټو ترلاسه کولو په موخه يې تر سره کړي.
نوموړي وويل، چې د ولسونه غوښتنه وه ترڅو په ياده سيمه تر ټولو قوی بريدونه تر سره شي، څو له مخالفينو سيمه پاکه او دوی خپلو کورونو ته ولاړ شي.
ده وويل، چې د هېواد وسله پوځ عالي رتبه منسوبينو، د ملي امنيت سلاکار او د غوڅ ملاتړ مسئولينو د ګډې غونډې په ترڅ کې د مخالفينو د ځپلو په موخه دغه عمليات پيل کړيدي.
ده ډاډ ورکړ، چې د ولسمشمر د ځانګړې پاملرنې له مخې به ننګرهار د داعش له شتون څخه پاک کړي.
ننګرهار والي وایي ولسمشر ورسره په دې ولایت کې په بشپړ ډول د داعش ځپلو ژمنه کړې .
سلاکار وزیر او ننګرهار والي محمد ګلاب منګل د وري په ۲۵مه د جلال اباد په شاهي ماڼۍ کې د دې ولایت د بېلابېلو ولسوالیو مخورو،دیني عالمانو،قومي مشرانو،مدني فعالانو او ځوانانو سره د ناستې پر مهال وویل،ولسمشر ورسره په خبرو کې په کلک هوډ په دې ولایت کې د داعش ځپلو ژمنه کړې .
د دې ناستې پر مهال د ولایتي شورا منشي ذبیح الله زمري،د قبایلو او سرحدونو چارو رئیس وجهیه الرحمن شینواري او د پچیراګام ولسوال قاري هجرت الله او یو شمیر نورو مسؤلینو هم برخه درلوده .
سلاکار وزیر او ننګرهار والي محمد ګلاب منګل وویل،ولسمشر ورته ډاډ ورکړ،چې د حمزه په نوم د پیل شوو عملیاتو په ترڅ کې به په دې ولایت کې داعش وسله واله ډوله په بشپړ ډول وځپل شي .
هغه زیاته کړه، ملي امنیت سلاکار محمد حنیف اتمر په مشرۍ یې د کورنیو او بهرنیو ځواکونو لوړ پوړو مشرانو سره ناسته کړې او هغوی هم ډاډ ورکړ،چې د ولسمشر د امر له مخې به د حمز په نوم د پیل شوو عملیاتو په ترڅ کې ننګرهار د داعش له شتون څخه پاک کړي .
د ننګرهار والي په وینا حکومت او نړیواله ټولنه دا ځل په کلکې ارادې سره د ننګرهار په ځآنګړي ډول د شینوارو ولسوالۍ ولسونه د داعش له وحشیانه ظلمونه څخه خلاصوي او په همدې موخه یې په وروستیو کې د داعش په مهمو پتنځایونو درانه هوایي او ځمکني بریدونه هم ترسره کړل .
هغه ولسونو ته ډاډ ورکړ،چې د عملیاتو د ترسره کېدو پر مهال د ملکي وګړو د ژوند خوندیتوب لپاره ځآنګړې پاملرنه کیږي او ژمنه یې وکړه،چې د داعش له ځپلو وروسته به د سیمې ساتنې او بې ځایه شوو کورنیو د ستنیدو او له هغوی سره د مرستو په موخه ځانګړي اقدامات ترسره کړي .
په ښوونځيو کې د ساينسي مضامينو د تدريس د لا پياوړتيا په موخه کمپيوټري مجهز لابر اتوار برنامه پيليږي.
دغه ژمنه جنسس موسسې استازو سلاکار وزير او ننګرهار والي محمد ګلاب منګل سره د ليدنې پر مهال وکړه.
دغه ليدنه، چې د وري په ۲۶مه ولايت مقام کې تر سره شوه، پکې د پوهنې رئیس استاد الله داد اسماعيلزي، د مخابراتو رياست استازي او د جنسس موسسې مسئولينو ګډون در لود.
د جنسس موسسې استازي مسيح امرخېل وويل، چې د دوی اداره پلان لري، چې په ننګرهار کې د مخابراتو رياست سره په همغږۍ د پوهنې رياست په غوښتنه پدې ولايت کې په شته لېسو کې د ساينسي مضامينو تدريس په برخه کې د مجهز کمپيوټري لابراتوار پروژه پيل کړي.
نوموړي وويل، چې دغه کمپيوټري لابر اتوار له لارې به زده کوونکو ته د ساينسي مضامينو زده کړې په مسقيم ډول د کمپيوټر په مرسته ورکول کيږي.
نوموړو د دغې پروژې په تطبيق کې له ننګرهار والي څخه د همکارۍ غوښتنه وکړه.
سلاکار وزير او ننګرهار والي محمد ګلاب منګل د جنسس موسسې استازو څخه مننه وکړه، چې له مرکز وروسته يې ننګرهار ولایت ته د کمپيوټري مجهزې لابر اتوار برنامې د پيلولو لپاره يې زمينه برابروي.
نوموړي ډاډ ورکړ، چې له دغه تعليمي پروګرام څخه بشپړ ملاتړ کوي او په ټولو قانوني برخه کې به ور سره لازمه همکاري تر سره کړي.
ننګرهار والي په همدې حال کې پوهنې رئیس او مخابراتو رياست استازي ته لارښوونه وکړه، چې د يادې موسسې استازو سره د دغه تعليمي برنامې پلي کولو کې بشپړه همکاري تر سره کړي.
د ننګرهار قومي مشرانو په داعشیانو د لا زیاتو درنو بریدونو د ترسره کولو غوښتنه وکړه .
د ننګرهار ولایتي شورا غړو او قومي مشرانو د یو خبري کنفرانس پر مهال د حکومت او نړیوالې ټولنې څخه وغوښتل چې په داعش وسله والو د لا زیاتو درنو او سپکو وسلو بریدونه ترسره کړي.
دغه کنفرانس چې د وري په ۲۵ د ولایت مقام رسنیو په دفتر کې ترسره شو،په کې ولایتي شورا منشي او ولایت ویاند سربېره د دې ولایت د بېلابېلو ولسوالیو مخورو او قومي مشرانو ګډون کړی وو.
ننګرهار والي ویاند عطاالله خوږیاڼي وویل،تېره شپه د اچین ولسوالۍ د مامند درې په اسد خیلو سیمه کې د بهرنیو ځواکونو له لورې د داعش وسله والو په مهم مرکز ځانګړی هوایي برید ترسره شو.
نوموړي زیاته کړه،د یاد برید په ترڅ کې د یاد مهم پتنځای درې څمڅمې تخریب شوي،چې د لومړنیو معلوماتو له مخې په دوو څمڅو کې نږدې ۸۲ داعشیان چې اکثریت یې بهرنیان او د دې ډلې لوړ رتبه مشران دي،وژل شوي دي .
هغه وویل،په یاد پټنځای څو ځله وړاندې هم د بهرنیو ځواکونو بې پيلوټه الوتکې هوايي او د امنیتي ځواکونو ځمکني بریدونه ترسره شوي،خو یاد پټنځای د کلک والې له امله لمنځه نه وو، تللی .
د والي ویاند په وینا د داعش د یاد مهم پټنځای د لمنځه وړلو په موخه د حکومتي منسوبینو سره په همغږۍ بهرنیو ځواکونو تېره شپه یاد ځآنګړی هوایي برید ترسره کړ .
خوږیاڼي وویل، د یاد برید له امله د داعش ډلې د جګړې د رهبرۍ یاد مرکز بشپړ ډول تخریب شوی او له دې وروسته به امنیتي ځواکونو ته په یاده سیمه کې د مخکې تګ په موخه زمینه برابره شي .
هغه د غوڅ ملاتړ قوماندانۍ او مرکزي ادارې په همغږۍ د ترسره شوي برید هرکلی وکړ او هیله یې څرګنده کړه،چې د حمزه عملیاتو له بشپړیدو ورسته به یو ځل بیا بې ځایه شوو کورنیو ته خپلو سیمو ته د ستنیدو په موخه زمینه برابره شي .
د ولایتي شورا منشي ذبیح الله زمري وویل،د حکومت څخه د ننګرهار ولایتي شورا غړو او ولسونو په پرلپسې ډول د داعش ترهګرې ډلې د لمنځه وړلو غوښتنه کړې وه .
هغه زیاته کړه،د تېرې شپې برید کې ملکي وګړو ته هیڅ ډول زیان ندې رسیدلی او زیاته یې وکړه، د داعش ځپلو په موخه یاد بریدونو د ولسونو او ولایتي شورا په وړاندیزونو ترسره کیږي .
د ولایتی شورا منشي په وینا یاد پټنځای چې د داعش ډلې د رهبرۍ اصلي مرکز و،د ټول هېواد په ځانګړي ډول د ننګرهار لپاره به ترې تخریبي او ناوړه کړنې ترتیب کېدې .
ننګرهار ولایتي شورا د ټولو هغه بریدونو او عملیاتو څخه ملاتړ وکړ،چې له امله یې په دغه ولایت کې وسله وال مخالفین لمنځه وړل کیږي او د سولې او ثبات لپاره زمینه برابریږي .
د تېرې شپې د ترسره شوي برید مامند درې د سیمې اوسیدونکی او قومي مشر ملک کمین وویل،داعشیانو د شینوارو په ځآنګړي ډول د اچین مامندو سیمې لسګونه ماشومان،میرمنې،مخورو،دیني عالمان او ګڼ شمیر نور بې ګناه وګړي په بې رحمه ډول په یاد پټنځای کې به شهادت رسولي .
هغه وویل: (( نړیوالو ځواکونو چې کوم بمونو د داعشیانو په مرکز او څمڅو تېره شپه غورځولي ،واړه دي، پکارده،چې په دې وحشیانو خرواریز بمونه وغورځول شي .))
نوموړي زیاته کړه، د داعش د وحشیانه ظلمونو له امله دوی یادې سیمې دوه کاله وړاندې بې ځایه شوي وو او د برید پر مهال هیڅ ملکي وګړي ته زیان ندی اوښتی .
ملک کمین وویل: (( پیل شوو عملیاتو او بریدونو څخه د اچین ولسونه ملاتړ کوو،موږ چمتو یو،چې زموږ کورونه هم وران شي خو چې سیمې مو له داعش څخه پاکې شي .))
قومي مشر حاجي حیات خان،ملک عثمان،ملک تور او یو شمیر نورو د خپلو خبرو پر مهال د ولسونو په استازیتوب د حمزه په نوم د پیل شوو عملیاتو څخه بشپړ ملاتړ اعلان کړ او د تېرې شپې ترسره شوی برید یې د داعش ځپلو په برخه کې یو کامیاب اقدام وباله .
دوی د هېواد بېلابېلو سیمو استوګنو باندې غږ وکړ،چې د ترسره شوې برید او روانو عملیاتو په اړه منفي تبلیغات ونکړي،ترڅو یادې سیمې امنیتي منسوبین په لوړه روحیه د داعش له شتون څخه پاکې کړي .
د حرکت انقلاب اسلامي ګوند د ختيځ زون مسئولينو د يوې غونډې په ترڅ کې د ملي يو والي حکومت څخه د ملاتړ ترڅنګ له حکومته د خپل ګوند د غړو د حقوقو غوښتنه وکړه.
ياده غونډه ،چې د وري په ۲۴مه په جلا ل اباد ښار کې جوړه شوې وه د حرکت انقلاب اسلامي ګوند د مرکزي شورا پر مسئولینو سربيره په ختيځ کې د ياد ګوند مسئولينو او ګڼ شمېر غړو ګډون کړی و.
د جوړې شوې غونډې پر مهال د حرکت انقلاب اسلامي ګوند مشر محمد موسی هوتک وويل، چې د يادې غونډې له جوړيدو يې موخه د خپل ګوند غړي يووالي ته رابلل دي.
هوتک د سولې په ارزښت خبرې وکړې او د خپل ګوند له غړو يې غوښتنه وکړه ،چې په يووالي سره د سولې ټينګښت ته کار وکړي.
نوموړي ټول پرمختګونه سولې پورې تړلي ياد کړل او هم يې د ملي يو والي حکومت څخه غوښتنه وکړه ،چې د ګوند غړو ته يې په حکومتي څوکيو کې پوره ونډه ورکړي .
د حرکت انقلاب اسلامي ګوند مشر محمد موسی هوتک زياته کړه، چې د ګوند مشرانو او غړو يې له جهاد نه وروسته دهېواد په تنظيمي او سياسي جګړو کې هېڅ ونډه نه ده اخيستې .
په جوړه شوې غونډه کې د حرکت انقلاب اسلامي ګوند د ختيځو ولايتونو مسئول سلطان محمد مومند ، دګوند سراسري شورا غړو روح الله هوتک ، طاهرخان صبري ، سلطان محمود مجروحي او په ننګرهار کې د ياد ګوند يو تن غړي محمد رحيم محتاط او څو تنو نورو دياد ګوند په يو والي ټينګار وکړ او هم يې له مرکزي حکومت څخه غوښتنه وکړه ،چې ګوند ته يې پاملرنه زياته کړي او په حکومتي څوکيو کې پوره ونډه ورکړي .
د غونډې وينا والو له هېواد والو غوښتنه وکړه ،چې د ملي يوالي حکومت او امنيتي ځواکونو سره خپله همکاري لا زياته کړي.
سمونوال قدرت الله عربزی د ننګرهار امنې قوماندانۍ د جنايي جرمونو پر وړاندې د مبارزې د عمومي مدير په توګه وټاکل شو.
سمونوال قدرت الله عربزی ، چې دکورنيو چارو وزارت له لوري د ننګرهار امنيې قوماندانۍ دجنايي جرمونو پروړاندې د مبارزې مدير په توګه ټاکل شوی نن پنجشنبه ديوې غونډې په ترڅ کې دامنيې قوماندانۍ امنيتي او اداري مرستيالانو له لوري د قوماندانۍ اړوند امنيتي او کشفي ادارو منسوبينو ته وروپيژندل شو .
امنيتي مرستيال عبدالجميل تتمدريي په جوړه شوې غونډه کې د خبرو پر مهال وويل، چې په دولتي ادارو کې تغيراو تبديل يواصل دی چې د لوړو مقاماتوله لوري دچارو دسمون او ښه والي په موخه ترسره کيږي.
نوموړي د پخواني مدير سمونيار طاهر ظاهر ترسره شوې کړنې وستايلې چې ورسپارل شوې دندې يې په صداقت پرمخ وړي.
اداري مرستيال سمونوال قاري امير خان ليوال وويل، چې پوليس دټولنې او خلکو خدمتګار دي چې دجرمونو دمخنيوي تر څنګ دقانون پلي کولو دنده او مسئوليت پرغاړه لري.
نوموړي د جنايي جرمونو پر وړاندې د مبارزې نوي ټاکل شوي مدير څخه غوښتنه وکړه چې دګډو امنيتي او کشفي موظيفنو سره يو ځای دامنيت په ټينګښت او د هرډول جرمونو په کشف او مخنيوي کې هلې ځلي ترسره کړي.
د جنايي جرمونو پر وړاندې د مبارزې نوي ټاکل شوي مدير سمونوال قدرت الله دامنيې قوماندانۍ مشرتابه ته ډاډ ورکړ چې د هر ډول جرمونو په مخنيوي کې به دوامداره هڅې ترسره کړي.
په ننګرهار کې د ځوان عزم ټولنې په پنځه نوي يم کال کې خپل ترسره کړي فعاليتونه ديوې غونډې له لارې له خلکو سره شريک کړل.
دې ټولنې د پنځه نوي يم کال کې خپل ترسره کړي فعاليتونه او د شپږنوي يم لمريز کال پلان ديوې غونډې له لار له خلکو سره شريک کړل .
د ځوان عزم علمي ټولنې مسؤل محمدکريم ناصري وويل، چې په ۱۳۹۵ لمريز کال کې يې بې وزله ځوانانوته په بېلابېلو څانګوکې د زده کړو په مرکزونو کې په وړيا توګه دزده کړو زمينې برابرې کړي.
ناصري وويل، چې په تېر لمريز کال کې يې له ښوونځيو سره دکتابونو اوقرطاسيې په برخه کې دمرستې ترڅنګ د ټولنې له ادرسه پنځوس زره جلده کتابونه له N R C څخه ترلاسه کړي او دپوهنې رياست اړوند بېلابېلو ښوونځيو ته يې په واک کې ورکړي.
ناصري د ټولنې هغه پلان هم دغونډې له ګډونوالو سره شريک کړ،چې په ديارلس سوه شپږ نوي يم لمريز کال کې يې د پلي کېدو هوډ لري.
په همدې حال کې دولايتي شورا غړي محمد اجمل عمر او د همدې شورا يوه پخواني غړي ضابط اميرمحمد دره نوري د ځوان عزم علمي ټولنې کړنې وستايلې.
دوی وويل، چې دې ټولنې په کمه موده کې د پوهنيز بهير پياوړتيا او دخلکو د ذهنونو دروښانولو په برخه کې دپام وړ کارکړی.
ننګرهار پوهنتون د سولې مرکز له لوري د سولې او کړکيچ حلولو پيل شوی ورکشاپ پای ته ورسېد.
د ننګرهار پوهنتون رئيس پوهندوی ببرک مياخېل وويل، چې د دا ډول ورکشاپونو جوړولو او سولې مرکز د رامنځته کولو نه يې موخه د ځوانانو فکري رغونه او د سولې په مفهوم پوهېدل دي .
نوموړي د سولې مرکز استادانو او محصلينو نه مننه وکړه، چې په پوره ليوالتيا يې پکې ګډون وکړ او هيله يې ورڅخه وکړه ، چې خپلو سيمو ته د سولې پيغام او هدف ورسوي .
د سولې مرکز د ځوانانو کلوپ مشر جميل پوپلزي وويل، چې د سولې مرکز له لوري د ننګرهار پوهنتون ۱۰۱ محصلينو ته يې زده کړې ورکړي چې له يادې ډلې نه يې ۴۳ انجونې او ۵۸ نارينه دي.
نوموړي وويل، چې يادو محصلينو ته په پنځو بېلابېلو پړاوونو کې زده کړي ورکړل شوي دي.
په ورته وخت کې مليتونه ولي ماتيږي کتاب ژباړونکي نظيم سمون د سولې مرکز محصلينو ته د همدې کتاب په محتوا خبرې وکړې او مليتونو د ماتېدو په لاملونو يې بحث او پرزينټيشن وړاندې کړ ،چې د محصلينو له تود هرکلي سره مخ شو.
محصلينو هم خپلې پوښتنې ،معلومات او تبصرې د پرزېنټشن پر مخ وړونکي سره شرېکې کړې. .
په ياده غونډه کې د ننګرهار پوهنتون د محصلانو چارو مرستيال پوهنمل نعيم جان سروري ،د پوهنځيو استادانو او محصلينو کډون درلود.
د ننګرهار په عمومي محبس کې له نعمان بن ثابت ديني مدرسې څخه شل تنه دقران کريم حافظان فارغ شول.
په محبس کې دغه ديني مدرسه له څو کالو فعاله ده، چې مدرسين او طالب العمان يې دواړه بنديان دي.
ديني عالمان او دټولنې پوهان په محبس کې د روزنيزو او زده کړه ييزو مرکزونو شتون په ټولنه کې د جرمونو دتکراريدو په مخنيوي کې موثر بولي اوغوښتنه کوي، چې دغه برخې ته دې لا زیاته پاملرنه وشي.
د ننګرهار عمومي محبس د ډېرو په باور اوس د اصلاح په يوه لوی مرکز بدل دی او هغه بنديان چې په دغه محبس کې دبند شپې ورځې تېروي، د ديني او عصري زده کړو سربېره دکسبونو دزده کړو زمينې ورته برابرې دي.
په دغه محبس کې يو ښوونځی او يوه د ديني زده کړو مدرسه فعاله ده ، چې له څلور سوو زيات بنديان پکې په زده کړو بوخت دي.
د محبس امر ميرحضرت ستانکزی وايي، چې له مدرسې يې شل تنه حافظان فارغ شول، چې دا دبنديانو داصلاح او روزنې په روان پړاو کې لوی ګام دی .
ستانکزی وويل، چې په نږدې وخت کې به په محبس کې ځنې فابريکې هم فعاله شي، چې په فعالېدو سره به يې بنديانو ته دکار زمينه برابره شي او له بند خونو به له خپلې کورنۍ سره دنفقې په برابرولو کې مرسته وکړي.
بل پلو د ولايتي شورا غړی محمداجمل عمر چې محبس ته دفارغو شويو محبوس حافظانو د فراغت مراسمو ته تللی و؛ خوښي وښوده چې بنديانوته په دې کچه دزده کړو زمينه برابره ده.
عمر په محبس کې د پوهنيزو او زده کړه ييزو ځايونو جوړول دتکراري جرمونو په مخنيوي کې اغېزمن بولي او وايي کله چې څوک د علم څښتن شي بيا جرم نه کوي.
نوموړي که څه هم په دې برخه کې د محبس دمسؤلينو کړنې وستايلې، خو په روغتيايي برخه کې يې په محبس کې شته خدمات ګمرنګه وښوده اوزياته يې کړه، چې محبس کې شته روغتون کافي درمل نه لري او د عاجلو ناروغانو ليږد لپاره سهولتونه نلري.
د ننګرهار دحج او اوقافو رئيس مولو عبدالظاهر حقاني د ننګرهار په عمومي محبس کې دنعمان بن ثابت مدرسې شتون اسلام مبارک دين ته دحکومت له ژمنتياو ښه بېلګه وښوده.
حقاني دې مدرسې سره په هره برخه کې دهمکارۍ ډاډ څرګندکړ او ويې ويل، چې د دې مدرسې په پياوړتيا کې به دحج او اوقافو رياست خپله همکاري ونه سپموي.
دنعمان بن ثابت ديني مدرسه چې استادان او زده کوونکي يې ټول بنديان دي،دمحبس له مسؤلينو منندوی دي.
دوی د دې برخې دهمکارۍ ترڅنګ له بنديانو سره دښه چال چلند له امله هم دمحبس له مسؤلينو مننه وکړه.
د يادونې ده،چې دامهال دننګرهار په عمومي محبس کې د دري ديرشو مېرمنو په شمول شپاړس سوه دوه شپېته بنديان شپې ورځې تېروي،چې نږدې درې پر څلور برخې يې يا په زده کړو او ياهم دکسبونو په زده کولو بوخت دي.
په ننګرهار کې د مدني ټولنو د همغږۍ شورا په کوربتوب ګڼ شمير ځوانانو د ډيورنډ کرښې په تړاو د ځينو کسانو وروستۍ څرګندونې وغندلې .
دغه غونډه، چې اطلاعاتو او کلتور رياست کې جوړه شوې وه پکې ګڼ شمير ځوانانو او مدني فعالانو ګډون کړی و.
د يادې شورا غړو قرار عزيزي ، عبدالطيف واحدي ، فضل وهاب او مدني فعال عبدالرحمن معاون وويل، چې ډيورنډ کرښه يوه ملي موضوع ده او په ملي مسايلو کې هيڅ د بهرنيو کړيو غړي د نظر ورکولو حق نلري .
دوئ په ګاونډي هيواد پاکستان نيوکه وکړه ، چې د افغانستان پروړاندې دوه مخی رول لوبوي او د ښه ګاونډيتوب نيت نلري .
يادو وينا والو د ځوانانو په يوالي ټينګارو ګړ او هم يي له هيواد والو غوښتنه وکړه ، چې په راکړه ورکړه کې د پردۍ کرنسۍ پرځای له افغاني بانک نوټونو څخه کارواخلي .
په اچین ولسوالۍ کې د داعش وسله والو مهم پټنځای تخریب او مهم داعشیان وژل شوي .
ننګرهار ولایت، اچین ولسوالۍ د مامند درې اړوند په اسد خیلو سیمه کې بهرنیو ځواکونو د هوايي برید په ترڅ کې د داعش وسله والو مهم پټنځای تخریب او ګڼ شمیر مهم داعشیان په کې وژل شوي دي .
یاد پټنځای چې د داعش ډلې له مهمو او ځانګړو پټنځایونو څخه ګڼل کیدو،تر دې وړاندې هم پرې د بې پیلوټه الوتکو له لورې بریدونه ترسره شوي وو.
په دې موخه چې یاد مهم پټنځای په بشپړ ډول تخریب شي او په کې پټ شوي داعشیان ووژل شي،نن ماښام شاوخوا اووه بجې د بهرنیو ځواکونو له لورې پرې ځآنګړی هوایي برید ترسره شو.
لومړني معلومات ښایي،چې پتڼخای تخریب شوی او په کې پټ شوي داعشیان ټول وژل شوي،خو کره معلومات به وروسته شریک شي .
پر یاد پټنځای کې د داعش ډلې مهم بهرني مشرانو حضور درلود،چې له یاد ځای څخه به یې په ننګرهار کې د جګړې رهبري کوله او همدا راز به یې بې ګناه وګړې په یاد پټنځای کې په بې رحمه ډول په شهادت رسول .
له پوره دقت او څېړنو وروسته د بهرنیو ځواکونو له لورې یاد پټنځای په نښه شوی دی .
په دې موخه چې یاده سیمه کې ملکي وګړو شتون نه درلود، نو ډاډمن یو،چې ملکي وګړو ته د یاد برید له امله مرګ ژوبله نده اوښته .
د دې برید وروستي جزئیات به هم شریک شي .
په ننګرهار کې د ميشتو کونړيانو شورا مسولينو د تير کال فعاليتونو او لاسته راوړنو په تړاو د يوې غونډې په ترڅ کې ددې شورا پلويانو ته معلومات وړاندې کړل.
په ننګرهار کې د ميشتو کونړيانو شورا مشر ډاکټر امير محمد وويل، چې شورا يې په ۱۳۹۲ لمريزکال کې په فعاليت پيل کړی او موخه يې له دولت سره په هره برخه کې همکاري او د ولسونو ترمنځ د يووالي او همغږۍ فضا رامنځته کول دي .
نوموړي وويل، چې په تيرکال کې يې ګڼ شمير کونړ ميشتو ځوانانو ته د زده کړې زمينه برابره کړې او هم يې د کونړيانو ستونزې د حل په موخه د دولتي چارواکو ترغوږو رسولي دي .
اميرمحمد زياته کړه شورا يې تل د سولې پروسې او خپل دولت څخه ملاتړ کړی او تردې وروسته به هم په يادو برخو کې خپله همکاري لازياته کړي .
په ورته وخت کې د ننګرهار قبايلو چارو ريس وجيح الرحمن شينواري د يادې شورا فعاليتونه وستايل او له مسولينو يې غوښتنه وکړه ، چې د ولسونوترمنځ يوالي او اتحاد ته ځانګړې پاملرنه وکړي.
انځور سرچينه: فيسبوک
په ننګرهار کې د ځوان عزم ټولنې په پنځه نوي يم کال کې خپل ترسره کړي فعاليتونه ديوې غونډې له لارې له خلکو سره شريک کړل.
دې ټولنې د پنځه نوي يم کال کې خپل ترسره کړي فعاليتونه او د شپږنوي يم لمريز کال پلان ديوې غونډې له لار له خلکو سره شريک کړل .
د ځوان عزم علمي ټولنې مسؤل محمدکريم ناصري وويل، چې په ۱۳۹۵ لمريز کال کې يې بې وزله ځوانانوته په بېلابېلو څانګوکې د زده کړو په مرکزونو کې په وړيا توګه دزده کړو زمينې برابرې کړي.
ناصري وويل، چې په تېر لمريز کال کې يې له ښوونځيو سره دکتابونو اوقرطاسيې په برخه کې دمرستې ترڅنګ د ټولنې له ادرسه پنځوس زره جلده کتابونه له N R C څخه ترلاسه کړي او دپوهنې رياست اړوند بېلابېلو ښوونځيو ته يې په واک کې ورکړي.
ناصري د ټولنې هغه پلان هم دغونډې له ګډونوالو سره شريک کړ،چې په ديارلس سوه شپږ نوي يم لمريز کال کې يې د پلي کېدو هوډ لري.
په همدې حال کې دولايتي شورا غړي محمد اجمل عمر او د همدې شورا يوه پخواني غړي ضابط اميرمحمد دره نوري د ځوان عزم علمي ټولنې کړنې وستايلې.
دوی وويل، چې دې ټولنې په کمه موده کې د پوهنيز بهير پياوړتيا او دخلکو د ذهنونو دروښانولو په برخه کې دپام وړ کارکړی.
انځور: ارشيف
د ننګرهار امنيې قوماندانۍ پوليسو اووه تنه د بېلابېلو جرمونو په تورنيولي .
د ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې مديريت پوليسو يو تن شير بهادر د ننګرهار پوهنتون دشرعياتو پوهنځي محصل داعش ډلې سره داړيکو لرلو په تورنيولی .
نيول شوي کس د جلال اباد ښار او يو شمېر ولسواليو په مربوطاتو کې ترهګريزې او ناوړه کړنې ترسره کولې چې ديو شمېر بې ګناه کسانو په وژلو کې هم لاس لري.
بل لورته د جلا ل ا باد ښار د لومړۍ امنيتي حوزې پوليسو دوه تنه د هوايي او بې ځايه ډزو کولو په تور نيولي .
نيول شويو کسانو پر يادو کړنو پښېماني ښکاره کړې او ژمنه يې وکړه ،چې تر دې وروسته به د هوايي او بې ځايه ډزو په مخنيوي کې پوليسو سره همکاري کوي.
دغه په ورته وخت کې د دويمې امنيتي حوزې پوليسو درې تنه پاکستاني وګړي ،چې د ګرځيدو قانوني اسناد يې نه لرل نيولي دي.
په اچین ولسوالۍ کې د ۴ مهمو قوماندانانو په ګډون ۹۴ داعش وسله وال وژل شوي دي .
ننګرهار ولایت د اچین ولسوالۍ د مامند درې په اسد خیلو سیمه کې د وړمې شپې ځآنګړي برید له امله د څلورو مهمو قوماندانانو په ګډون ۹۴ داعش وسله وال وژل شوي،یو مهم پټنځای،درې څمڅې او د وسلو او مهماتو یوه مهمه ډیپو هم لمنځه تللې ده .
د حمزه ابوبکر،حمید،محمد ابراني او د حافظ سعید ورور ولکین هغه مهم قوماندانان دي،چې په یاد برید کې له ګڼ شمیر نورو بهرنیو داعشیانو سره یو ځای وژل شوي دي .
په ترسره شوي برید کې ملکي وګړو ته کومه مرګ ژوبله نده اوښتې .
د بټي کوټ ولسوال په یوې چاودنه کې ټپي شو.
ننګرهار ولایت د بټي کوټ ولسوال حاجي غالب مجاهد نن سهار شاوخوا اته بجې د یادې ولسوالۍ په جانيخیلو سیمه کې د یو ځای پر ځای شوي ماین په چاودنه کې ټپي شوی،خو روغتیایي وضعیت یې د ډاډ وړ دی .
په چاودنه کې د بټي کوټ امنیه قوماندان،ملي امنیت مدیر او یو بل کارکوونکی هم ټپيان شوي .
یاد مسؤلین جانخیلو سیمې ته د یو شمیر شکمنو کسانو د نیولو په موخه روان وو،چې ځای پر ځای شوي ماین پرې چاودنه وکړه .
په دې چاودنه کې ملکي وګړو ته کوم زیان ندی اوښتی .