د پچير اګام او چپرهار ولسواليو بې ځايه شویو کورنيو سره د مرستو لارښوونه وشوه
سلاکار وزیر او ننګرهار والي محمد ګلاب منګل په مشرۍ د اضطرار کمېټې ناسته تر سره شوه او د کمېټې مسئولینو ته لارښوونه وشوه، څو په چپرهار او پچير اګام ولسواليو داخلي بې ځايه شویو کورنيو سروې ژر تر ژره بشپړه او اړينې مرستې ور سره تر سره کړي.
دغه ناسته د غبرګولي په ۲۷مه ولایت مقام کې تر سره شوه، چې په کې د اضطرار کمېټې د بېلابېلو ادارو مسئولينو ګډون کړی و.
سلاکار وزیر او ننګرهار والي محمد ګلاب منګل د اضطرار کمېټې مسئولينو ته لارښوونه وکړه، چې د چپرهار او پچير اګام ولسواليو جګړه ځپلو او بې ځایه شويو کورنيو سروې په دقيقه توګه ژر تر ژره تر سره او اړينې مرستې ور سره تر سره کړي.
نوموړي وويل، چې د دې ولايت د بې ځایه شویو کورنيو سره د لا زياتو مرستو موضوع به په مرکز کې د پېښو پر وړاندې چمتووالي ادارې مشر سره شريکې کړي.
ده د يادې کمېټې مسئولينو ته لارښوونه وکړه، چې د لا زیاتو مرستو تر لاسه کولو په موخه د مرکزي ادارې څخه غوښتنه وکړي.
ننګرهار والي د OCHA ادراې له مسئولينو مننه وکړه، چې ولايتي ادارې سره يې بيړنيو حالاتو کې بشري مرستې تر سره کړي او د لا زياتو مرستو غوښتنه يې ترې وکړه.
د کډوالو چارو رئیس وويل، چې د اضطرار کمېټې مسئولينو په همغږۍ سره ۱۹ د سروې ټيمونه يې جوړ کړي، چې جلال اباد ښار سربيره د نجم الجهاد، کوز شيخ مصري، د شيخ مصري ښارګوټي او د بهسودو ولسوالۍ اړوند بېلابېلو سيمو کې د پچير اګام او چپرهار ولسواليو جګړه ځپلو او بې ځايه شويو کورنيو سروې پيل کړې.
نوموړي زياته کړه، چې د نورو سرويو په توپير يې دغه سروې پيل کړې، چې هره اداره په کومه سيمه کې کډوال تثبيت کړي؛ نو هغه ځای کې به ور سره ځای پر ځای مرسته تر سره کوي.
د سرې مياشتې ادارې استازي وويل، چې په همغه سيمه کې چې نورې ادارې سروې نشي تر سره کولی؛ نو دوی دې ته ژمن دي، چې په يادو سيمو کې د اضطرار کمېټې سره په همغږۍ سروې تر سره او راپور يې د اضطرار کمېټې ته د مرستو په موخه وسپاري.
نوموړي وويل، چې د اچين او کوټ ولسواليو د وروستيو بې ځايه شويو کورنيو سروې يې بشپړه کړې چې په ترڅ کې يې ۷۶۸ کورنۍ تثبيت کړي او همدا راز د وچ کوټ ۱۶۱ کورنيو سره مرسته تر سره شوې.
ده وويل، چې د پچير اګام په تنګي کې يې هم سروې پيل کړې، چې ډېر ژر به يې د بې ځايه شويو کورنيو سروې معلومات اضطرار کمېټې ته وسپاري.
د OCHA ادارې مشر ډاډ څرګند کړ، چې ولايتي ادارې سره په همغږۍ به بيړنيو حالاتو کې بشري مرستې جاري وساتي.
ننګرهار والي د عملیاتو پر مهال د ملکي وګړو ژوند ته د ځآنګړې پاملرنې لارښوونه وکړه .
سلاکار وزیر او ننګرهار والي محمد ګلاب منګل په مشرۍ د غبرګولې په ۲۷مه د دې ولایت د امنیت شورا په غونډه کې امنیتي مسؤلینو ته د عملیاتو پر مهال د ملکي وګړو ژوند ته د ځآنګړې پاملرنې لارښوونه وکړه .

په دې غونډه کې په ولسي جرګه کې د ننګرهار د ولسونو استازي حاجي ظاهر قدیر په مشرۍ له مرکز څخه راغلي پلاوي، د دوه سوه یو سیلاب قول اردو قوماندان، د ولایتي شورا منشي،ننګرهار امنیه،عامه نظم،سرحدي پولیسو او همغږۍ مرکز قوماندانانو، ملي امنیت رئیس،د ولسي حمایت مشر او ګڼ شمیر نورو مسؤلینو ګډون کړی وو.
سلاکار وزیر او ننګرهار والي محمد ګلاب منګل،د امنیتي منسوبنیو څخه مننه وکړه،چې چپرهار ولسوالۍ یې د داعش له شتون څخه پاکه کړه او پچیراګام ولسوالۍ کې د داعش ځپلو په موخه عملي اقدامات پیل کړي .

نوموړي سپارښتنه وکړه،چې د عملیاتو د ترسره کېدو سره سم د ولسونو په همکارۍ د پاکوو شوو سیمو د ساتنې په برخه کې اقدامات ترسره شي او همدا راز یې د عملیاتو پر مهال د ولسي وګړو ژوند خوندیتوب ته د ځآنګړې پاملرنې لارښوونه وکړه.
ننګرهار والي ژمنه وکړه،چې بې ځایه شوو کورنیو لپاره به ژر تر ژره لومړنۍ مرستې ورسوي.
په ولسي جرګه کې د ننګرهار د ولسونو استازي او له مرکز څخه د راغلي پلاوي مشر حاجي عبدالظاهر قدیر له ټولو مسؤلینو څخه وغوښتل،ترڅو پخپلو برخو کې د ترسره شوو اجرائتو،د عملي اقداماتو،راتلوونکو پلانونو او د دوی پر وړاندې شته ستونزې له دوی سره په رسمي ډول شریکي کړي .

نوموړي زیاته کړه،د یادو معلوماتو په ترڅ کې به دوی په مرکزي کچه د داعش د لمنځه وړلو او په سیمه کې د ولسونو د ملاتړ په برخه کې په ملي او سیمه ییزه کچه اقدامات ترسره کړي .

د ۲۰۱ سیلاب قول اردو قوماندان ډګر جنرال محمد زمان وزیر مسؤلینو ته ډاډ ورکړ،چې د عملیاتو پر مهال به د ملکي وګړو ژوند ته د پاملرنې ترڅنګ په سیمه کې داعش لمنځه یوسي او همدا راز به د نورو امنیتي ارګانونو سره په همغږۍ د پاکو شوو سیمو ساتنه وکړي.
د ولایتي شورا منشي ذبیح الله زمري د مسؤلینو څخه د منفي تبلیغاتو د مخنیوي او د پاکو شوو سیمو د ساتنې په برخه کې د بېړنیو اقداماتو غوښتنه وکړه .
د دې غونډې پر مهال مسؤلینو په ګڼ شمیر نورو امنیتي موضوعاتو باندې بحثونه او پرېکړې وکړې .
د خبریالانو او امنیتي مؤظفینو ترمنځ را منځته شوی تاوتریخوالی د خبرو اترو له لارې حل شو.
د ننګرهار والي په مشرۍ د امنیتي چارواکو او د رسنیو استازو تر منځ په کډه ناسته کې د خبریالانو او امنیتي مؤظفینو تر منځ رامنځته شوی تاوتریخوالی د خبرو اترو له لارې حل شو.
دا ناسته وروسته له هغې د خبریالانو په غوښتنه تر سره شوه،چې د طلوع او میوند تلویزیون خبریالانو په سره رود ولسوالۍ کې د کابل دویم لین سرک د قراردادیانو او د اریانا تلویزیون خبریال سره په تورخم کې د شوي چلند له امله ولایت مقام سره شکایتونه شریک شوي وو.
سلاکار وزیر او ننګرهار والي محمد ګلاب منګل د بیان ازادۍ په دودونه او پرمختګ کې د رسنیو د استازو کړنې وستایلې او هغوی ته یې د یوې کورنۍ دغړو خطاب وکړ.

نوموړي د ژورنالیزم سپیڅلي مسلک ارزښتونو او روانو سیاسي او امنیتي حالاتو ته په پام سره غوښتنه وکړه،چې یاد تاوتریخوالی د پښتنې دود له مخې په بخښنې کولو سره حل کړي او یو ځل بیا یې د ملي ګټو په موخه پخپل منځي همغږي ټینګار وکړ.

د خبریالانو په استازۍ شیرشاه همدرد او محمداصف شینواری،رحمت الله زیارمل او شاه محمود شینواري خبرې وکړې او د ننګرهار له والی نه یې هیله وکړه چې د هیواد نافذه قوانینو په ځانګړې توګه معلوماتو ته د لاسرسي قانون په نظر کې نیولو سره دوی ته د کار کولو زمینه برابره او امنیتي ادارو ته خبریالانو سره د سم چلند کولو سپآرښتنه وکړي.
ننګرهار امنيه قوماندان لوی پاسوال عبدالرحمن رحیمي او د سرحدي پولیسو قوماندان محمد ایوب حسین خیل د خپلو خبرو پر مهال د رسنیو استازو سره د هر ډول همکارۍ ژمنه وکړه.

د ناستې په پای کې چې د ولایتي شورا غړو ډاکټر ناصر کاموال او استاد اسرارالله مراد هم شتون درلود،د ولایتي شورا منشی ذبیح اله زمري هم له ولایتي ادارې څخه غوښتنه وکړه چې رسنیو ته د کاري چاپیریال په برابرولو کې مرسته وکړي.
زمري د رسنیو له استازو هم هیله وکړه،چې په دې نازکو شرایطو کې د زغم او حوصلې څخه په ګټې اخیستنې ملي ارزښتونو ته ځآنګړي پاملرنه وکړي.

د ننګرهار والي په مشرۍ د نظامي شورا غونډه تر سره شوه
سلاکار وزير او ننګرهار والي محمد ګلاب منګل او يو شمېر لوړ پوړو مسئولينو په ننګرهار او په ځانګړي ډول پچير اګام ولسوالۍ کې د وروستي امنيتي وضعيت ښه کېدو په موخه د نظامي شورا غونډه تر سره کړه.

دغه غونډه، چې د غبرګولي په ۲۶مه په ۲۰۱ سيلاب قول اردو کې جوړه شوې وه په کې د ننګرهار سرپرست مرستيال محمد عالم اسحاقزي، په ولسي جرګه کې د ننګرهار خلکو استازي حاجي ظاهر قدير په مشرۍ له مرکز څخه سيمه ييزو ارګانونو خپلواکې ادارې، کورنيو چارو او ملي دفاع وزارتونو پلاوي، ننګرهار ولايتي شورا رئیس احمد علي حضرت، د ۲۰۱ سیلاب قول اردو قومندان محمد زمان وزيري، امنيه قومندان لوی پاسوال عبدالرحمن رحيمي، د بهرنيو ځواکونو يو شمېر مشرانو او نورو مسئولينو ګډون کړی و.

سلاکار وزير او ننګرهار والي محمد ګلاب منګل د امنيتي ځواکونو د وروستيو اقداماتو ستاينه وکړه.
نوموړي او له مرکز څخه راغلي پلاوي د امنيت په ټينګښت، پېښو مخنيوي او داييمي ثبات په موخه بحث تر سره کړ.
ننګرهار والي محمد ګلاب منګل د امنیتي ادارو مسئولينو ته د امنيت په پياوړتيا، مخالفينو ځپلو او يو شمېر نورو برخو کې هم لازمې سپارښتنې وکړې.
د ښځو حقوقو برخه کې د ملګرو ملتونو د ۱۳۲۵ ګڼه پريکړه ليک تطبيق په موخه ناسته وشوه
ښځو ته دورکړل شويو حقوقو په اړه د ملګرو ملتونو د امنيت شورا ديارلس سوه پنځه ويشت ګڼه پريکړه ليک د تطبيق په اړه دافغان ښځو شبکې په کوربتوب د ولايت سرپرست مرستیال والي ډاکټر محمد عالم اسحاقزي په مشرۍ ناسته ترسره شوه.
د ناستې لومړۍ برخه ويناوو او وروستۍ برخه يې دياد پريکړه ليک د تطبيق په موخه د عمل ملي کړنلارې د صادرې شوې مصوبې په اړه دګډونوالو نظرونو ته ځانګړې شوې وه .
په پيل کې په #ختيځ کې د افغان شځوشبکې مشر خان اقا غرمل دملګرو ملتونو دامنيت شورا ديارلس سوه پنځه ويشت ګڼه ليک په ملاتړ دخپلې شبکې دترسره شويو هڅو په اړه معلومات وړاندې کړل.
غرمل وويل، چې دوی د ښځو حقه حقوقو ته دلاسرسي او ظرفيت لوړونې ترڅنګ په محکمه کې دمدافع وکيلانو دفتر پرانیستی او په وړيا توګه دزيانمنو شويو مېرمنو دفاع کوي.
نوموړي زياته کړه ، چې دوی له دې ناستې يوه موخه دهېواد په کچه د ملګرو ملتونو دياد ګڼه ليک او د تطبيق لپاره يې دښځو لپاره دعمل ملي کړنلارې ترنامه لاندې د دولت د توشيح شوې برنامې په اړه کلني رپوټ ته د اړونده دولتي او مرستندويه ادارو دمسؤلينو اومدني فعالانو د نظرونو راټول دي.
په همدې حال کې د #ننګرهار سرپرست مرستيال والي ډاکټر محمد عالم اسحاقزي په دې ولایت کې دياد ګڼه ليک تطبيق او ښځو پروړاندې د تاوتريخوالي په مخنيوي کي دولايتي ادارې ژمنتيا تازه کړه.
اسحاقزي وويل، چې ښځوته امنيتي فضا برابرول، په لويو او وړو پروسو کې ښځو ته ونډه ورکول، پروړاندې يې دتاوتريخوالي مخنيوی او ټولنيزخونديتوب د يادې نړيوالې پريکړې مهم ټکي دی.
نوموړي وويل، چې نا امني، په ادارو کې قانون ته پر اړيکو برتري ورکول او د پوهې د کچې ټيټوالی د ښځوخونديتوب ترنورو ډېر ګواښي.
د #ښځو چارو رئيسې انيسې عمراني چې په ولايتي کچه دښځو لپاره د عمل ملي کړنلارې د نظارت او څار مسؤليت پرغاړه لريله اړنده ادارو خوښمنه ده .
عمراني وايي، چې افغانستان دملګرو ملتونو ديارلس پنځه ويشت پريکړه ليک ته ژمن هېواد دی او دولت يې تطبيق لپاره ښځو لپاره دعمل ملي کړنلاره مصوبه صادره کړې چې ټولې دولتي ادارې يې په رعايت مسؤلې دي.
#امنيت، تعليم، روغتيا، اقتصاد ، عدالت او سياسي برنامو ته دګډون په موخه لاس رسی د ملګرو ملتونو دامنيت شورا د ديارلس پنځه ويشت پريکړه ليک نورمهم حقوق دي، چې دولت يې د تطبيق ژمنې کوي.
ننګرهار امنیه قوماندان په چپرهار کې تر عملیاتو بشپړیدو وروسته د پچیراګام ولسونو څخه د امنیتي ځواکونو د ملاتړ او همکارۍ غوښتنه وکړه .
ننګرهار امنیه قوماندان لوی پاسوال عبدالرحمن رحیمي،چې تېره ورځ یې په چپرهار ولسوالۍ کې د عملیاتو د بشپړېدو وروسته لومړی په یاده ولسوالۍ کې د ګډو کورنیو ځواکونو د مېړانې او سرښندنو ستاینه وکړه،وروسته یې پچیراګام ولسوالۍ کې د امنیتي منسوبینو ترڅنګ له مخورو سره بېلابېلې لیدنې ترسره کړې .
نوموړي پچیراګام ولسوالۍ کې د ګډو کورنیو ځواکونو د مسؤلینو سره د ناستې پر مهال ډاډ ښکاره کړ،چې داعش او نور تروریستان نشي کولای،چې د افغان وسله وال ځواک سره مخامخ جګړه وکړي .
هغه زیاته کړه،ترهګرو د اسلامیت او بشریت ضد کړنو په ترسره کولو سره د ولسونو په منځ کې وېره خپره کړې،خو د دوی امنیتي ځواکونه ډاډ ورکوي،چې هیڅکله به هم داعش او نور مخالفین خپلو ناوړو موخو رسېدو ته پرې نږدي.
د ملي اردو څلورمې پلې لېوا قوماندان برید جنرال محمد نسیم سنګین،د لومړۍ نمبر سرحدي لوا درستیزوال، د اتم سرحدي کنډک قوماندان،پچیراګام ولسوال او یو شمیر نورو مسؤلینو ننګرهار امنیه قوماندان ته ډاډ ورکړ،چې ځواکونه یې په پوره همغږۍ او لوړ مرال سره محاربوي احضارت او جګړه ییز چمتوالی لري.
دوی زیاته کړه، د ولسونو د همکارۍ په ترڅ کې به ډیر ژر پچیراګام ولسوالۍ هم په بشپړ ډول د داعش له شتون څخه پاکه کړي .
په همدې حال کې ننګرهار امنیه قوماندان په پچیراګام ولسوالۍ کې د دې ولسوالۍ د مخورو سره د غوندې پر مهال له دوی وغوښتل،چې د عملیاتو پر مهال د امنیتي منسوبینو لا زیات ملاتړ او له دوی سره همکاري وکړي.
لوی پاسوال عبدالرحمن رحیمي په وروستیو کې د پچیراګام ولسوالۍ د ولسونو د مېړانې څخه ستاینه وکړه او د دې ولسوالۍ ترڅنګ یې په ټول هېواد کې د وروستیو پېښو شهیدانو ته د فردوس جنت هیله او کورنیو ته یې د تسلیت مراتب وړاندې کړل.
هغه ولسونو ته ډاډ ورکړ،چې د دوی سرتېرو په لوړ مرال سره د داعش د لمنځه وړلو په موخه په پچیراګام ولسوالۍ کې عملیات پیل کړي او ډیر ژر به د تورې بوړې په ګډون ټولې سیمې د دوی له شتون څخه پاکې کړي .
د څلورمې پلې لوا قوماندان بریدجنرال محمد نسیم سنګین او د پچیراګام ولسوال قاري هجرت الله رحماني په یاده ولسوالۍ کې د امنیتي ځواکونو د بېړنیو اقداماتو او پرمختګونو څخه یادونه وکړه او د پاکو شوو سیمو په ساتنه کې یې د امنیتي ځواکونو سره د ولسونو د ځآنګړې همکارۍ غوښتنه وکړه.
قومي مشر ملک شېرزي د مخورو په استازیتوب امنیتي منسوبینو څخه مننه وکړه،چې په پوره ځواکمنتیا سره یې د داعش ځپلو په موخه عملیات پیل کړل او ډاډ یې ورکړ،چې ولسونه به د پخوا په څېر له دوی سره همکار ووسي .
ننګرهار امنیه قوماندان همدا راز د پچیراګام ولسوالۍ امنیه قوماندانۍ د بېلابېلو څانګو څخه هم لیدنه وکړه،چې په اړوندو برخوکې یې مسولینو ته سپارښتنې وکړې .
د ننګرهار والي په لارښوونه درېيمه ناحيه کې غصب شوې ځمکه له غاصبينو خلاصه شوه
د سلاکار وزير او ننګرهار والي محمد ګلاب منګل په لارښوونه د جلال اباد ښار درېيمې ناحيې اړوند سپينې ماڼۍ ترڅنګ په شاوخوا دوه جريبه ځمکه کې جوړه شوې چارديوالي او خونې ړنګې او ياده ځمکه د غاصبينو له منګلو خلاصه شوه.
د دغه ځمکې د خلاصون په موخه د غصب په مخنيوي کې د لايت مقام ځانګړي استازي او سکتوري خدمتونو رئیس احمد شاه سعادت په مشرۍ د ښاروالۍ د نظارت او ارزيابۍ امر او د لومړۍ حوزې مرستيال او نورو برخه اخيستې وه.
د غصب په مخنيوي کې د ولايت مقام استازي او سکتوري رئیس احمد شاه سعادت وويل، چې دوه ورځې وړاندې د درېمې ناحيې اړوند سپينۍ ماڼۍ تر څنګ يو شمېر کسانو دوه جريبه دولتي ځمکه غصب کړې وه او بيا يې په کې چارديوالي او کوټې جوړې کړې وې.

سعادت وويل، چې د ننګرهار والي په لارښوونه يې په ياده ځمکه کې جوړه شوې چارديوالي او کوټې ړنګې کړې.
نوموړي زياته کړه ، چې هيڅوک حق نلري، چې دولتي ځمکې غصب کړي او بيا پرې ودانۍ جوړې کړي.
ده وويل، چې ياده ځمکه د غاصبينو له منګولو خلاصه شوه او غاصبينو سره به قانوني چلند تر سره شي.
د ولسي جرګې غړي حاجي عبدالظاهر قدیر په مشرۍ د مرکز څخه راغلي پلاوي د امنیتي مسؤلینو او ولسونو سره ګډه غونډه وکړه .
په دوه سوه یو سیلاب قول اردو کې د غبرګولې په ۲۶مه په پچیراګام ولسوالۍ په ځآنګړي ډول تورې بوړې سیمې مربوطاتو کې د داعش د لمنځه وړلو په موخه په ولسي جرګه کې د ننګرهار د ولسونو استازي حاجي عبدالظاهر قدیر په مشرۍ مرکز څخه راغلي پلاوي،لوړ پوړو امنیتي مسؤلینو او ولسونو ترمنځ ګډه غونډه وشوه .

د دوه سوه یوسیلاب قول اردو قوماندان ډګرجنرال محمد زمان وزیري د خبرو پر مهال په پچیراګام ولسوالۍ کې د پیل شوو او چپرهار ولسوالۍ کې د ترسره شوو عملیاتو په اړه معلومات شریک کړل او همدا راز یې د داعش د لمنځه وړلو په موخه د جدي اقداماتو د ترسره کولو ژمنه وکړه.

د ولایت سرپرست مرستیال او مستوفي سرڅېړونکي ډاکټر محمد عالم اسحاقزي د خپلو خبرو پر مهال د امنیتي قواو د هلو ځلو او په ملي شورا کې د ننګرهار د ولسونو استازو د وروستیو حرکتونو څخه ستاینه او مننه وکړه.
هغه پر ولسونو غږ وکړ،چې د امنیتي قواو سره د داعش په لمنځه وړلو او د پاکو شوو سیمو په ساتلو کې مرسته وکړي.

ننګرهار امنیه قوماندان لوی پاسوال عبدالرحمن رحیمي ډاډ ورکړ،چې د ملي اردو ځواکونو په مشرۍ ټول ځواکونه په همغږۍ د ولسونو په مرسته د داعش ځپلو په موخه عملیات ترسره کوي او ژر به ټولې سیمې د دوی له شتون څخه پاکې کړي.
یو شمیر قومي مشرانو د خپلو خبرو پر مهال د جګړې له امله د دوی بې ځایه شوو کورنیو سره د مرستو ترسره کولو،د داعش او وسله والو طالبانو د لمنځه وړلو په موخه د جدي عملیاتو ترسره کولو او د امنیتي قواو د حمایت په موخه د ولسي وګړو د تجهیز او اکمال غوښتنه وکړه.

په ولسي جرګه کې د ننګرهار د ولسونو استازي او د مرکز څخه د راغلي پلاوي مشر حاجي عبدالظاهر قدیر وویل،په یاد پلاوي کې ورسره د کورنیو چارو،ملي دفاع وزارت،ملي امنیت او سیمه ییزو ارګانونو خپلواکې ادارې استازي،ولایتی شورا رئیس احمد علي حضرت او د شورا غړی ډاکټر ناصر کاموال برخه لري .

هغه زیاته کړه،د پلاوي غړي پخپلو برخو کې بې ځایه شوو کورنیو ته د مرستو رسولو،سیمه ییزو پولیسو د ګمارنې،د پاڅوون کوونکو د جذبولو او د بریالیتوب په موخه د عملیاتو د ښه تنظیم په برخه کې خپلې دندې ترسره کوي .
د نوموړي په وینا د ده په مشرۍ په پلاوي کې د ولسونو استازي دنده لري،ترڅو په بېلابېلو برخو کې عملیات وڅاري او د ستونزو په حل کې له اړونده ارګانونو سره مرستې ترسره کړي.

د خواشینۍ او ډاډګیرنې پيغام
په ډیرې خواشینۍ سره مې خبر تر لاسه کړ،چې د سولې،امن او اسلام د سپیڅلي دین دښمنانو د کابل ولایت د دشتې برچي سیمه کې د الزهرا جومات کې د ماخوستن پر لمونځ کوونکو تروریستي او وحشي برید ترسره کړ.
په دې پېښه کې د نورو عبادت کوونکو ترڅنګ قومي مشر حاجي رمضان حسین زاده هم په شهادت رسیدلی .
انا لله وانا الیه راجعون
زه د ترسره شوې تروریستي پېښې د غندلو ترڅنګ ټولو شهیدانو ته د فردوس جنت او ټپيانو ته د بېړنۍ روغتیا هیله کوم .
محمد ګلاب منګل
په قبایلو او سرحدونو چارو کې د ولسمشر سلاکار وزیر او ننګرهار والي
د پچیراګام،چپرهار او خوږیاڼو ولسوالۍ یو شمیر سیمو څخه بې ځایه شوو کورنیو سره تر سروې وروسته مرستې ترسره کیږي .
د ننګرهار کډوالو چارو رييس غلام حيدر فقيرزي د غبرګولي په ۲۵مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې نن يې د مرستندويه نړيوالو ادارو استازو سره بيړنۍ ناسته وکړه او غوښتنه يې وکړه چې د يادو درېيو ولسواليو ولسونه چې د وروستیو پېښو له امله نورو سيمو ته راکډه شوي، ژر يې بايد سروې وکړي.
هغه زياته کړه، له مرستندويه ادارو څخه يې د کډوالو او بې ځايه شويو لپاره د سهم او امکاناتو د زياتولو او د سروې د پراخوالي غوښتنه هم وکړه.
نوموړي وويل: ((د سروې ډلګيو نه مو وغوښتل، چې ټولې هغه سيمې تر خپل پوښښ لاندې راولي چې بې ځايه شوې کورنۍ په کې مېشتې دي.))
د کډوالو چارو رئيس وايي، تر دې دمه له پچير اګام څخه ۵۵۰ او له چپرهار څخه ۱۳۵۰ کورنۍ دوى ته د مرستو ترلاسه کولو لپاره عارض شوي دي.
بلخوا د ننګرهار د والي ویاند عطاء الله خوږياڼي پژواک ته وويل، سلګونه کورنۍ له درېواړو ولسواليو بې ځايه شوي، چې څه يې د هماغو ولسواليو په امن ساحو او يو شمېر يې جلال اباد ښار ته راغلې دي.
دی وايي، د کډوالو چارو رياست به ډېر ژر يادو کورنيو ته اړينې مرستې ورسوي او هم به يې د دوامداره ملاتړ لپاره کار وشي.
د پچيراګام ولسوالۍ يوه قومي مشر ملک تور بيا پژواک اژانس ته وويل، چې يواځې د دغې ولسوالۍ له سليمانخېلو تنګي څخه دوه زره کورنۍ بې ځايه شوې دي.
د ده په وينا، دغه کورنۍ څه يې پچيراګام ولسوالۍ امن سيمو او يو شمېر نورې يې جلال اباد ښار ته کډه شوې دي.
د خیریه ټولنو همغږۍ مرکز له لورې سلګونو یتیمو ماشومانو سره د لباسونو مرسته وشوه .
ننګرهار ولایت کې د خیریه ټولنو د همغږۍ مرکز له لورې د کار او ټولنیزو چارو،شهیدانو او معلولینو ادارې اړوند دوو سوو یتیمو ماشومانو سره د نیکمرغه کوچني اختر د را رسیدو په مناسبت د لباسونو مرسته وشوه .

د کار او ټولنیزو چارو،شهیدانو او معلولینو رئیس عبدالحکیم شیرزاد د یادو لباسونو د ورکړې پر مهال د خیریه ټولنو د همغږۍ مرکز له رضاکارانو څخه مننه وکړه،چې دوه سوه یتیم ماشومانو ته یې د اختر په مناسبت لباسونه ورکړل .
هغه په نورو مرستندویه او خیریه ټولنو هم غږ وکړ،چې د روژې مبارکې میاشتې په مناسبت د بې وزله،کونډو او یتیمانو سره د دوی په همغږۍ مرستې ترسره کړي .
د دې مرستو د ورکړې پر مهال ټولنیز خدمتګار او د باز خیریه بنسټ مشر بازمحمد عابد ته د ترسره شوو خدمتونو له امله د کار او ټولنیزو چارو،شهیدانو او معلولینو ریاست له لورې ستاینلیک هم ورکړل شو.

د مګړۍ د کار او ټولنیزو چارو په اداره کې ۲۵۰۰ یتیم ماشومان په روزنتونونو کې د زده کړو او پالنې په موخه جذب شوي او همدا راز ۲۷۰۰ تنه نورو ته له ادارې بهر په اروپا او امریکا کې د سپانسرو په پیدا کولو سره د زده کړې او پالنې زمینې برابري شوي دي.

د روژې مبارکې میاشتې په مناسب د قران عظیم الشان ختم ترسره شو.
ننګرهار ولایت کې د لومړۍ سرحدې لوا په انګړ کې د روژې مبارکې میاشتې په مناسب د قران عظیم الشان ختم ترسره او په ترڅ کې دې هېواد کې د سولې او امن په موخه د رب دربار ته د دعا لاسونه لپه شول .
د ختم په مراسمو کې د لومړۍ سرحدي لوا قوماندان محمد ایوب حسین خیل، د لوا اداري مرستیال،درستیزوال، د لوا عقیدتي او فرهنګي چارو امر، د قرارګاه او جزتامونو امرینو، افسرانو،ساتمنانو او سرتېرو ګډون کړی وو.
د لومړۍ سرحدي لوا قوماندان محمد ایوب حسین خیل وویل، روژه چې د اسلام مبارک دین دریمه بنا ده،سرحدي پولیس په داسې حال کې دا رکن ادا کوي،چې د خپلو سرحدونو څخه په مېړانه ساتنه هم کوي .
د قران کریم د ختم مراسمو وروسته د ګډونوالو له لورې په هېواد کې د وروستیو پېښو شهیدانو ته د بخښنې،ټپیانو ته د روغتیا او په هېواد کې د تل پاتې سوکالۍ،امن او ثبات په موخه د رب ج دربار ته د دعا په موخه لاسونه لپه شول .
له امنیتي ځواکو څخه د خلکو ملاتړ د دور بابا ولسوالۍ امنیت ښه کړی
د ننګرهار ولایت د دوربابا ولسوالۍ چارواکي وایي له حکومت سره د ولس همغږي او له امنیتي ځواکو څخه د خلکو ملاتړ د دې ولسوالۍ په امنیتي حالت کې د پام وړ بدلون راوستی،خو په ولسوالۍ کې د رغنیزو او نورو پروژو د پلي کېدو غوښتنه وکړه .
د دې ولسوالۍ امنیه قوماندان محمد نادر وایي،په دوربابا ولسوالۍ کې د امنیتي ځواکونو د خپل منځي ښې همغږۍ او د امنیتي منسوبینو څخه د ولسونو ملاتړ له امله په دې ولسوالۍ کې تر بل هر وخت امنیتي وضعیت د ډاډ وړ دی .
خو د دوربابا ولسوال همېشه ګل وایي په دې ولسوالۍ کې هیڅ وسله والې مخالفې ډلې شتون نلري او د رغنیزو پروژو د پلې کېدو په موخه هر ډول زمینه برابره ده .
هغه د مسؤلینو څخه وغوښتل چې یادې ولسوالۍ ته د بیا رغونې او نورو پروژو د پلي کېدو په موخه ځآنګړې پاملرنه وکړي .
په همدې حال کې د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوږیاڼی وایي د دوربابا ولسوالۍ ته ځآنګړې پاملرنه لري او ډیر ژر به ننګرهار والي د یو لوړ پوړي پلاوي په مشرۍ یادې ولسوالۍ ته د رغنیزو او نورو پروژو د چارو د پیل کېدو په موخه سفر وکړي .
د خپل منځي شخړې له امله ۴ تنه ووژل شول .
ننګرهار ولایت خوږیاڼو ولسوالۍ په کږې بازار سیمه کې د غبرګولې په ۲۵مه سهار مهال د لفظي شخړې وروسته د دوو ډلو ترمنځ ډزې شوي،چې له امله یې له یو لورې درې تنه وژل شوي او بل لورې یو تن وژل شوي او دوه نور ټپیان دي .
یاده پېښه د دولت په نوم د یو تن چې په سیمه ییزو پولیسو کې یې دنده هم درلوده،د جمعې په ورځ د کږې منډۍ د یوې برخې مسؤل حاجي سیداغا سره تر لفظي شخړې وروسته رامنځته شوې ده .
تر لفظي شخړې وروسته د ډزو له امله له یو لورې دولت له دوو ساتوونکو سره وژل شوی او همدا راز بل لورې حاجي سیداغا وژل شوی او د هغه دوه زامن ټپیان شوي،چې وضعیت یې د ډاډ وړی دی .
د سپین غر زون لپاره د غوره لوبغاړو د ټاکلو په موخه د فوټبال سیالۍ پيل شوې.
د سپین غر زون د ۲۶ کسیزې لوبډلې د ټاکلو په موخه د دې زون د پنخو لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ د ننګرهار الف لوبډلې په بریا سره پیل شوې.
په دې سیالیو کې د ننګرهار الف،ننګرهار ب،لغمان،کونړ او نورستان ولایتونو لوبډلې برخه لري،چې د خپل منځي سیالیو له ترسره کېدو وروسته به په لیګ برتر سیالیو کې د ګډون په موخه ترې ۲۶ لوبغاړي غوره شي .
د دې سیالیو په لومړۍ لوبه کې ننګرهار الف لوبدلې د یو صفر پر وړاندې ننګرهار بي لوبډلې ته ماتې ورکړه .

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *