د ننګرهار طب پوهنځي څخه ۱۰۸ تنه فارغ شول

د فراغت غونډې پر مهال د ولايت مرستيال محمد حنيف ګرديوال فارغو زده کوونکو ته د مبارکۍ ويلو تر څنګ زياته کړه په هيواد کې د نورو کدرونو په روزنې سربيره د روغتيا په برخه کې ډيره اړتيا ليدل کيږي.

ګرديوال وويل، چې په هيواد کې د روغتيايي اسانتياوو په برابريدو تر يوې اندازې نورو هېوادونو ته د ناروغانو د تګ مخنيوی شوی ، خو د نوموړي په وينا لا هم اړتيا شته په کور دننه د ناروغانو ددرملنې اسانتياوې برابرې شي.

نوموړي له فارغو محصلينو ته لارښوونه وکړه، چې د تخصصي زده کړو په تر لاسه کولو سره په هېواد کې د روغتيا پالنې بهير پياوړی کړي  .

د ننګرهار پوهنتون ريس پوهندوی ببرک مياخيل وويل، چې ننګرهار پوهنتون د تيرو دوو کالونو راهيسې ګڼې لاسته راوړنې لري، چې په دغه پوهنتون کې د سولې انيستيتوت رامنځته کېدل او د ماسټرۍ او دوکتورا پروګرامونو پيليدل يې ښه مثالونه دي.

 نوموړي وويل، چې  ننګرهار پوهنتون په دوه زره او شپاړسم کال کې د اروپا په راسموس پروګرام سربيره د سيګار په ارزونه کې د هېواد په کچه لومړی مقام خپل کړی دی

 د طب پوهنځي رئيس ډاکتر يحی فهیم وويل،چې ننګرهار طب پوهنځی د هېواد په کچه يو له هغه علمي مرکزونو څخه دی، چې تردې دمه يې په نهه څلويښت دورو کې شا اوخوا درې  زره ډاکتران ټولنې ته وړاندې کړي دي او هم په هيوادنۍ کچه د تخصص په ازموينه کې ددې پوهنځي اويا  سلنه  زده کوونکي بريالي شوي دي.

په جلال اباد کې په پرديو ژبو ليکل شويو لوحو او غير اخلاقي فلمونو مخنيوي کمپاين پيل شو

د ننګرهار ولايت د اطلاعاتو او کلتور سرپرست رييس شېرشاه همدرد او د دې ولايت امنيتي ادارو په ګډه په جلال اباد ښار کې په پرديو ژبو د ليکل شوو لوحو او مبتذلو فلمونو د مخنيوي کمپاين پيل کړ.

د اطلاعاتو او کلتور سرپرست رئيس شيرشاه همدرد وايي، چې دغه قدم يې په ليکنيزه توګه د خپلې ژبې د دودولو او دټولنې د اصلاح په موخه پیل کړ.

نوموړي وويل، چې دا کمپاين د نورو کمپاينونو سره توپير لري او داځل به په جدي ډول  دښار ټولې لوحې اصلاح کړي او دغيراصلاحي فلمونو او پر ريکشو  لګول شوي انځورونه په بشپړه توګه لمنځه يوسي.

يو شمېر ښځو د شيبا په نوم د وژل شوې ښځې د عاملينو د محاکمې غوښتنه وکړه

د ننګرهار په ښځو چارو رياست کې  راټولو شويو يو شمېر ميرمنو د شيبا په نوم  د وژل شوې ميرمنې د قاتلينو د محاکمې غوښتنه  وکړه.

دا په داسې حال کې ده، چې د ننګرهار والي سليم خان کندوزي له وړاندې عدلي او قضايي ادارو څخه غوښتي دي، چې دغه قضيه جدي وڅيړي او عاملينو ته يې سزا ورکړي.

شيبا څو ورځې وړاندې د بهسودو ولسوالۍ اړوند په اکمالاتي  بيز سيمه کې د تر وژل کېدو وروسته سوځول شوې وه.

د شيبا د کورنۍ غړي او يو شمېر نورې مېرمنې د وږي په شپږمه ښځو چارو رياست کې را ټولې  شوې او له حکومت څخه يې غوښتنه  وکړه، چې د شيبا قاتلينو ته سخته سزا ورکړي.

د شېبا مور او څو تنو نورو مېرمنو د ښځو پر وړاندې روان  تاوتريخوالي وغنده او له حکومت څخه يې په ټينګار  غوښتنه وکړه ، چې د ښځو د حقوقو خونديتوب  په موخه لا هلې ځلې وکړي.

د ننګرهار ښځو چارو رييسې انيسې عمران وويل، چې پر دغې پېښه خواشينې شوې، موضوع يې ولايتي ادارې سره شريکه کړې او د ولايت مقام رهبري اړونده ادارو ته د لازمو اجراتو لارښوونه کړېده.

په   دوه سوه يو سيلاب  قول   اردو  کې د پرسونل د ظرفيت لوړونې او مسلکي توب   په موخه پيل شوی اووه ورځني سمينار  پای ته ورسېد.

دغه سمينار، چې  د پرسوونل د ظرفيت  لوړونې او مسلکي توب  په موخه  جوړ شوی و د قول اردو د قرار ګاه او جزتامونو د عقيدتي او  فرهنګي چارو ، معلوماتو،  عملياتي او درسنيو د دفتر امرينو او بريد ملانو پکې ګډون کړی و.

د سمينار ګډونوالو ته د ستر درستيز د عقيدتي او فرهنګي چارو رياست مرستيال بريد جنرال سيد علي اصغر عالمي او د ملي دفاع وزارت د ستراتيژيکو اړيکو او عامه  چارو رياست د نشراتو مدير ډګروال محمد ياسين نظيمي او نورو له لوري  معلومات ورکول کېدل.

د سمينار  څلوېښت تنو ګډونوالو ته په  پايزو مراسمو کې تصديق پاڼې ورکړل شوې او هم د قول اردو مرستيال بريد جنرال محمد علي شجاعي يو شمېر مسوولين په ستاينليکونو ووياړل.

محبس ته لیږدونکي پنځلس ګرامه چرس ونیول شول .

ننګرهار ولایت د بند خونې امنیتي منسوبینو د پلټنو پر مهال هغه دوه تنه کم عمره ماشومان ونیول،چې له ځآن سره یې په ډیر مهارت پنځلس ګرامه چرس محبس ته لیږدول .

تر دې وړاندې هم د یادې بند خونې منسوبینو له لورې د پلټنو پر مهال د نشه یې توکو لیږدونکي نیولي .

پولیسو ۱۵۵۳ کیلو ګرامه چرس ونیول .

ننګرهار ولایت امنیه قوماندانۍ پولیسو د پلټنو پر مهال یو زرو پنځه سوه درې پنخوس کیلو ګرامه چرس تر لاسه او د قضیې اړوند دوه تنه یې نیولي .

د امنیه قوماندانۍ د مطبوعاتي دفتر مسؤل سمونمل حضرت حسین مشرقیوال وایي پولیسو یاد نشه یې توکې د دغه ولایت د روداتو ولسوالۍ د حصارشاهي په سیمه کې نیولي .

نوموړي زیاته کړه، دوه تنه قاچاق کوونکو یاد توکې په یو عراده هینو ډوله موټر کې د بوسو لاندې په ډیر مهارت سره ځآی پر ځای کړي و،چې غوښتل یې جلال اباد ښار ته یې انتقال کړي .

هغه وایي له نیول شوو کسانو څخه د مګړۍ پوښتنې رواني دي .

د نهه قوماندانانو په ګډون ۶۹وسله وال طالبان ووژل شول .

ننګرهار ولایت په حصارک ولسوالۍ کې د کورنیو ځواکونو د هوایي او ځمکني بریدونو په ترڅ کې چې د تېرو څلرویشت ساعتونو پر مهال ترسره شوي،د نهه قوماندانانو په ګډون ۶۹ وسله وال طالبان وژل شوي دي .

د دغه بریدونو پر مهال زیات شمېر وسله وال طالبان ټپیان شوي هم دي .

په ترسره شوو بریدونو کې ملکي وګړو ته کوم زیان نه دی اوښتی .

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *