د۴۲۰ زره امریکایي ډالرو په لګښت د نسایي ولادي نوې څآنګې د جوړولو بنسټ ډبره کېښودل شوه .
ننګرهار ولایت مرکز جلال اباد ښار حوزوي روغتون کې د دوست هېواد هندوستان هېواد په ۴۲۰ زره امریکایي ډالرو مالي لګښت د نسائي ولادي نوې څآنګې د جوړولو بنسټ ډبره د یو لړ مراسمو په ترڅ کې کېښودل شوه .
په دغه مراسمو کې د عامې روغتیا وزیر،ننګرهار والي،د هندوستان قونسل، ولایتي شورا رئیس او غړو، ولسي جرګې غړي، اجرائیه ریاست سلاکار او ګڼ شمېر نورو مسؤلینو ګډون کړی و.
ننګرهار والي سلیم خان کندوزي د هندوستان هېواد او عامې روغتیا وزارت څخه مننه وکړه،چې په مالي لګښت او هڅو سره یې په ننګرهار حوزوي روغتون کې د نسایي ولادي نوې څانګې د جوړولو چارې پیل کړې.
نوموړي په ملي کچه د هندوستان هېواد هېواد له سترو مرستو څخه هم مننه وکړه.
د عامې روغتیا وزیر فیروزالدین فیروز ژمنه وکړه،چې د یاد روغتون ترڅنګ به ډیر ژر په اچین ولسوالۍ کې هم روغتیایي مرکز تجهیز او اکمال کړي .
په ننګرهار کې د هندوستان قونسل دهندار سنګـ د یادې پروژې د پيل کیدو له امله مسؤلینو او ولسونو ته مبارکي ورکړه او ډاډ یې څرګند کړ،چې ګڼ شمېر نورو پروژو د پیل کیدو په برخه کې هم هلي ځلي وکړي.
د یادو مراسمو وروسته مسؤلینو د بېلابېلو څانګو څخه د لیدنې ترڅنګ د کډوالو لپاره په امبولانس کې جوړ شوی سیار کلینک تورخم ښارګوټې کې روغتیایي مسؤلینو ته وسپاره .
د پنځه میلیونه امریکایي ډالرو په لګښت د دوو پروژو بنسټ ډبرې کېښودل شوې
ننګرهار ولایت د عامې روغتیا په کمپلکس کې د سعودي عربستان هېواد په مالي مرسته د طبي علومونو انسټیټوټ او بي بي فاطمة الزهرا نسایي ولادي روغتون ودانیو بنسټ ډبرې د یو لړ مراسم په ترڅ کې کېښودل شوې .
دغه ودانۍ چې په لس جریبه ځمکه کې جوړیږي،د یو کال په موده کې به یې چارې بشپړې شي .
د یادو ودانیو د بنسټ ډبرې کېښودو مراسمو کې د سعودي عربستان سفیر عبدالرحمن غصب، د عامې روغتیا وزیر فیروز الدین فیروز ، ننګرهار والي سلیم خان کندوزي، د ولسي جرګې غړي انجینر سیداکرام، د ولایتي شورا غړي ډاکټر ناصر کاموال او ګڼ شمېر نورو ګډون کړی و.
د یادو مراسمو وروسته د جلال اباد په شاهي ماڼۍ کې غونډه جوړه شوې وه،چې په کې د یادو مسؤلینو ترڅنګ د ولایتي شورا غړو، دیني عالمانو، قومي مشرانو، عامې روغتیا ادارې لسګونه کارکوونکو او ګڼ شمېر نورو برخه اخیستې وه .
ننګرهار والي سلیم خان کندوزي د خپلو خبرو پر مهال د سعودي عربستان له مرستې څخه مننه وکړه او همدا راز یې د عامې روغتیا وزیر هڅې هم وستایلې،چې د خپلې کارې مودې پر مهال یې څلور ځله ننګرهار ته کاري سفرونه کړي .
هغه وویل: (( خوښ یم،چې نن په ننګرهار کې د ۷،۵ اوه نیم میلیونه امریکایي ډالرو په لګښت د بي بي فاطمة الزهرا روغتون، د طبي علومونو انسټیټوټ،د حصارک او شیرزادو ولسوالیو روغتون، رودات او هسکه مینې روغتون، د توبرکلوز ناروغانو د روغتون ، حوزوي روغتون کې د نسایي ولادي څانګې، اچین روغتیایي مرکز او غني خیلو روغتون کې نسائي ولادي څآنګې ودانیو بنسټ ډبرې کېښودل کیږي .))
هغه د یادو پروژو د مالي لګښت له امله د ورور او دوست هېواد سعودي عربستان، دوست هېواد هندوستان ، جرمنې او د عامې روغتیا وزارت څخه مننه وکړه،چې د یادو پروژو د پیل کیدو مالي لګښت کې یې د ننګرهار سره مرسته کړې .
ښاغلي کندوزي د زون په کچه د ناروغانو شتون، هره ورځ د سلګونو کډوالو را ستنیدل او د ننګرهار نفوذو زیاتوالی د دې امل شوي،چې ننګرهار لا هم د روغتیا په برخه کې ډیر ستونزي لري.
ننګرهار والي همدا راز د عامې روغتیا وزیر څخه غوښتنه وکړه،ترڅو د زر بستریز روغتون د قرار داد د تدارکاتو د پروسې چارې چټکې او په دغه ولایت کې د پښتورګو روغتون ورته تجهیز او فعاله کړي .
هغه زیاته کړه، ننګرهار حوزوي روغتون ته دې د اړتیا سره سم امکانات او تجهیزات په واک کې ورکړل شي او د ولایتي روغتون لپاره دې پرمختیایي بودیجه ځآنګړې شي .
ننګرهار والي د عامې روغتیا وزیر څخه د اکمال د تخصص پروګرام لپاره د دولتي تشکیل د زیاتوالې او ځآنګړې کیدو غوښتنه هم وکړه .
نوموړي د سعودي عربستان سفیر څخه هم د ختیځ زون پوهنتونونو، دیني مدرسو او علماؤ کرامو سره هم د ځآنګړې مرستې غوښتنه وکړه .
د ولایتي شورا مرستیال لعل محمد دراني،د ولسي جرګې غړي انجینر سیداکرام، د اجرائیه ریاست سلاکار امان خیري او د ختیځ زون علماؤ کرامو شورا رئیس مولوی حمدالله د خپلو خبرو پر مهال د سعودي عربستان سفیر څخه په ننګرهار کې د اسلامي پوهنتون د بودیجې چارې د ګړندیتوب او د سولې پروسې په برخه کې د همکارۍ غوښتنه وکړه.
دوی همدا راز د سعودي عربستان هېواد څخه غوښتنه وکړه،چې د بېرته را ستنیدونکو کډوالو کورنیو سره د پخوا په څېر مرستې وکړي .
د عامې روغتیا وزیر ډاکټرفیروزالدین فیروز وویل،د ننګرهار د ولسونو سره یې د ژمنې پر اساس د یادو پروژو چارې پیل کړې او ژر به د یوولس میلیونه امریکایي ډالرو په لګښت د زر بستریز روغتون چارې هم پیل کړي .
په افغانستان کې د سعودي عربستان سفیر عبدالرحمن وویل، ډیر ژر به په ننګرهار کې د یتیمانو،روغتیا او پوهنې په برخه کې ګڼ شمېر نورې پروژې هم پیل کړي.
نوموړي ژمنه وکړه،چې د پوهنې وزارت اړوند څلور سوه د ۱۲ ټولګیو فارغینو ته به د لوړو زده کړو په موخه په سعودي عربستان کې زمینه برابره کړي.
هغه ډاډ څرګند کړ،چې د افغانستان سوداګرو ته به سعودي عربستان ته د تګ راتګ بشپړ سهولتونه برابر کړي .
د یادونې وړده،چې دیادو مراسمو په پای کې د عامې روغتیا وزارت له لورې د کونړ ولایت د ۲ سوه بستریز روغتون د جوړولو سندونه هم د سعودي عربستان سفیر او عامي روغتیا وزیر ترمنځ لاسلیک شول .
ننګرهار والي امنیتي منسوبینو ته امر وکړ،چې د وژل شوي سک عاملین ژر تر ژره ونیسي
ننګرهار والي سلیم خان کندوزي په جلال اباد ښار کې میشتو سکهانو سره د لیدنې پر مهال چې د ولایت مرستیال،ولایتي شورا رئیس او غړو او د عامې روغتیا رئیس شتون درلود، امنیتي منسوبینو ته امر وکړ،چې د وژل شوي سک قاتلین ژر تر ژره ونیسي او د قانون منګولو ته یې وسپاري.
د دغې ناستې پر مهال د سکهانو استازو وویل،د خان او چرن سنګ په نوم دوو کسانو راویل سنګ سره تيره ورځ شخړه وکړه او نن يې له کوره ویستلی او وروسته یې وژلی دی.
دوی غوښتنه وکړه، چې مجرمین بايد ونيول شي او قانوني کړنه ور سره تر سره شي.
ننګرهار والي په رامنځته شوې پېښه خواشيني څرګنده کړه او ډاډ یې ورکړ، چې پېښه به په جدي ډول وڅيړي.
کندوزي وويل، په دغه هېواد کې میشت اهل هنود افغانان دي او د نور هېوادوالو په څېر د ښه ژوند کولو حق لري .
نوموړي امنې قوماندانۍ امر او ملي امنيت موظفينو ته امر وکړ، چې پېښه په جدي ډول وڅيړي او د پېښې دواړه عاملين پيدا او د قانون منګولو ته يې وسپاري.
ده دغه راز امنيت امر ته لارښوونه وکړه، چې درسمال ته څېرمه پوليس په دنده وګماري ترڅو د اهل هنودو امنيت په بشپړ ډول تامين شي.
ننګرهار والي وایي ولایتي ادارې د اقداماتو ترڅنګ یې مرکز ته هم د اچین پېښې د ښې څېړنې وړاندیز کړی
ننګرهار والي سلیم خان کندوزي د اچین ولسوالۍ د یو شمېر قومي مشرانو او شهیدانو کورنیو سره د لیدنې پر مهال،چې د تلې په ۹مه د جلال اباد په شاهي ماڼۍ کې ترسره شوه،وویل،په ولایتي کچه یې د اچین ولسوالۍ د قضیې جدي څېړنې پیل کړي،خو مرکزي ادارې ته یې هم وړاندیز کړی،ترڅو د یادې پېښې د ښې څېړنې په موخه یو پلاوی سیمې ته را واستوي.
ننګرهار والي سلیم خان کندوزي د ملکي وګړو په شهادت ژور ه خواشیني وښودله،کورنیو ته یې د تسلیت مراتب وړاندې کړل او ټپیانو ته یې د بېړنۍ روغتیا هیله وکړه .
د اچین ولسوالۍ قومي مشرانو هم د خپلو خبرو پر مهال ټینګار وکړ،چې د یادې پېښې حقیقي او وروستۍ څېړنه دې ژر تر ژره ترسره شي .
دوی وویل، د یادې پېښې ټول قربانیان ملکي وګړي دي .
په همدې حال کې د عامې روغتیا رئیس ډاکټرنجیب الله کاموال ډاډ څرګند کړ،چې د پېښې ټپیانو د ښې درملنې په موخه یې ځآنګړي هلې ځلي پیل کړي
د ننګرهار ولایت په لرې پرتو سیمو کی د ښوونکو په تشو بستونو کی د ګومارنې په موخه دازادې سیالې ازموینه واخیستل شوه
دپوهنې ریاست د مطبوعاتي دفتر له لورې په رالیږل شوي خبر کې ویل شوي چې دپوهنې ریاست دننګرهار ولایت په لالپورې، دوربابا،نازیان،اچین، غنی خیلو،ګوشتې او پچیر اګام ولسوالیو کی د ښوونکو د(۱۷۸) تشو بستونو لپاره دغني خیلوپه ولسوالۍ او جلال اباد ښار کې دازادې سیالې ازموینه واخیستل شوه په دغه ازموینه کې خواوشاه زر تنو برخه اخیستی وه چې دلوړو نومرو تر لاسه کوونکي به د لالپورې ولسوالۍ په (۳۳) ددورباباولسوالۍ(۴۴) نازیان ولسوالۍ(۳۴) اچین ولسوالۍ (۳۷) غني خیلو ولسوالۍ(۲۰) ګوشتې ولسوالۍ (۴) او پچیر اګام ولسوالۍ د سلیمان خیلو تنګي (۸) بستونو کی وګومارل شي.دپوهنې ریاست په خبر کې ویل شوي چې ټاکل شوي په راتلونکی اونۍ کی د حصارک غلجایی او شیرزادو په لرې پرتو ولسوالیو کی هم د نږدی سلو تشو بستونو لپاره دازادې سیالۍ ازموینه واخسیتل شي.ددغو ازموینو بهیر د ازموینو د ولایتي کمیټې له لورې په په ترکیب کی یی د ولایت مقام، اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو او دغه راز د پوهنې ریاست استازي شامل دي څارل کیده.