د ننګرهار نوی والي محمد ګلاب منګل د يوې سترې غونډې په ترڅ کې د ننګرهار ولسونو او دولتي چارواکو ته ورپيژندل شو او رسما يې په کار پيل وکړ.

د ننګرهار نوي والي او اقوامو قبايلو چارو کې د ولسمشر سلاکار وزير محمد ګلاب منګل د پېژندنې غونډه، چې د جلال اباد په شاهي ماڼۍ کې د زرګونو برخوالو په اخيستنې سره د لړم په لومړۍ نېټه جوړه شوې وه پکې د مشرانو جرګې رئيس، کورنيو چارو وزير، سيمه ييزو ارګانونو مرستيال، د ملي او ولايتي شورا غړو، د دې ولايت ملکي او نظامي ادارو مسولينو، ځوانانو، قومي مشرانو، ديني عالمانو، مدني فعالانو، د ګذر وکيلانو، بېلابېلو شوراګانو استازو او يو شمېر مېرمنو برخه لرله.

د غونډې په پيل کې د ولايت مرستيال محمد حنيف ګرديوال د ننګرهار نوي والي محمد ګلاب منګل ته دنوې دندې مبارکي ورکړه.

ګرديوال وويل، چې ګلاب منګل په پکتيکا، لغمان او هلمند ولايتونو کې د والي په توګه او د ملي يووالي حکومت په رامنځته کېدو سره د سرحدونو چارو وزارت کې د وزير په توګه دنده تر سره کړې، چې پوره کاري تجربه لري.

د مشرانو جرګې رئيس فضل هادي مسلميار د ننګرهارپخواني والي سلیم خان کندوزي کړنې وستايلې، چې په کمو امکاناتو يې پدې ولایت کې د خلکو ستونزو ته رسیده ګي کړې او همدا راز يې د جمهور رئیس څخه مننه وکړه، چې دې ولایت ته يې وړ شخص ګلاب منګل د والي په توګه معرفي کړ.

مسلميار ګلاب منګل ته ډاډ ورکړ، چې پدې ولايت کې د قانون په تطبيق کې بشپړه همکاري کوي.

د ولايتي شورا رئيس وويل، چې ننګرهار د سولې کور و اواوس په جنګ بدل شوی ،

نوموړي له نوي والي څخه وغوښتل، چې د امنيت په تامين کې پوره کار وکړي د پوليسو تشکیل زيات کړي اوپه اداراتو کې د مجازاتو او مکافاتو لړۍ پيل کړي.

ده زياته کړه، چې د جلال اباد – کابل، جلال اباد – تورخم سړکونو او د بهسودو پل پاتې چارې دې ژر تر ژره بشپړې شي او د مخالفينو پر وړاندې دې کامياب عمليات تر سره شي.

د ولایتي شورا رئيس وویل، چې د دې ولايت دبرېښنا ستونزه دې حل، وسله وال پوځ شهیدانو کورنيو ته پاملرنه، بې کاره ځوانانو ته د کار زمينه او همدا راز د دې ولايت د روغتيا ستونزه دې په بنيادي ډول حل شي.

د سيمه ييزو ارګانونو مرستيال عبدالمالک صدیقي د ننګرهار د نوي والي د تقرر فرمان ولوست او ويې ويل، چې د سیمه ييزو ارګانونو په وړانديز د ولسمشر د ۱۲۹ ګڼه فرمان له مخې محمد ګلاب منګل د ولسمشر د سلاکار وزیر او ننګرهار د نوي والي په توګه مقرر شو.

د کورنیو چارو وزير تاج محمد جاهد د ننګرهار والي ته د مبارکۍ ترڅنګ ډاډ څرګند کړ، چې وسله وال پوځ به د مخالفينو ټولې دسیسې شنډې او پر وړاندې به يې جدي غبرګون وښی.

نوموړي وويل، چې په ننګرهار کې د نورو نا امنه ځایونو ترڅنګ د پچير اګام جنګ لپاره يې هوايي او ځمکني پوځونه چمتو کړي او عملا هوايي بمبارکوي.

د ولسي جرګې غړي فریدون خان مومند وويل، چې د ننګرهار ولسونو د خپل وسله وال پوځ سره اوږه په اوږه د جنګ په ډګر کې برخه اخيستې او د داعش او وسله والو طالبانو پر وړاندې جنګيږي.

ده نیوکه وکړه، چې د مرکز له لوري مفسد اشخاص په ننګرهار کې په دندو ګمارل کیږي، چې ګڼې ستونزې يې رامنځته کړي.

نوموړي د کورنيو چارو وزير څخه غوښتنه وکړه، چې د ننګرهار د پوليسو تشکيل دې زيات شي، په ننګرهار کې وسله وال پوځ دې له هره پلوه تجهيز شي.

په ختيځو ولايتونو کې د ټوليزو د سر تاسري شورا مشر حسيني ډاډ څرګند کړ، چې د يادې ټولنې غړي به د امنيت په تامين کې بشپړه همکاري کوي.

مدني فعال نور اغا ځواک په ټولو مسولينو غږ وکړ، چې تنظيمي او شخصي تربګني پريږدي او د خپل هېواد ابادۍ او امنيت لپاره کار وکړي.

ده غوښتنه وکړه، چې په ټولو خلکو دې قانون يو شان تطبيق کړي او په ټولنه کې دې عدالت له مخې اجرات تر سره شي.

د ننګرهار پخواني والي سليم خان کندوزي د ننګرهار له ولسونو مننه وکړه، چې د دندې پر مهال يې ده سره پوره همکاري کړې او د مخالفينو پر وړاندې يې د وسله پوځ ترڅنګ قرباني ورکړې.

کندوزي ولسونو ته ډاډ ورکړ، چې د ننګرهار نوی والي محمد ګلاب منګل په نظامي او ملکي برخو کې کاري تجربه لري او د کابينې غړی پاتې شوی او د ننګرهار په ابادۍ کې به ښه کار وکړي.

د ولسمشر سلاکار وزير او د ننګرهار نوي والي محمد ګلاب منګل وويل، چې دا يو دروند مسوليت دی، چې ده ته ور کړل شو.

سلاکار وزير او ننګرهار والي په ولسونو غږ وکړ، چې ولايتي ادارې سره همکاري وکړي ترڅو پدې ولايت کې شته ناخوالې حل کړي.

نوموړي وويل، چې ننګرهار د علم او ادب ځانګو ده؛ خو دغه تصوير پيکه شوی دی، چې په د پرديو په لمسون د دې ولايت ماشومان، مېرمنې، ديني عالمان، قومي مشران، په شهادت رسول کيږي.

ده وويل، چې اوسمهال پدې ولايت کې غير مسول وسله وال ګرځي، سړي تښتوونکي فعاليت کوي، اداري فساد او غصب شتون لري، چې د مخنيوي لپاره به يې لازم اقدامات تر سره کړي.

ننګرهار والي وويل، چې مرکزي حکومت ور سره ژمنه کړې ، چې د هېواد په کچه به په ننګرهار کې د برېښنا او زراعت د پرمختګ نوې پروژې پيل کړي.

نوموړي ډاډ ورکړ، چې د ښې حکومتوالۍ د تر سره کېدو په موخه به د دې ولايت د بېلابېلو قشرونو سره غونډې تر سره او په کارونو کې به شفافيت رامنځته کړي، د فساد مخنيوي لپاره به جدي کار کوي؛ خو د ولسونو او مسولینو همکاري اړينه ده.

ننګرهار نوی والي وويل، چې د شهيدانو وارثانو ته به د روغتیا او تعلیم اسانتياوې برابرې کړي، معلولينو ژوند ته به ځانګړې پاملرنه وکړي .

نوموړي وويل، چې پانګوالو ته به د پانګې اچونې اسانتياوې برابرې کړي، ديني علماو سره به مشورې او د قانون په تطبيق او عدالت رامنځته کولو کې به نه ستړي کېدونکې هڅې تر سره کړي.

ده ډاډ څرګند کړ هر هغه څوک چې په داخل د نظام کې تشنج رامنځته کوي مخنيوی به يې کوي ، که هره اداره کې ستونزې وي د اصلاح لپاره به يې اقدام کوي.

نوموړي ژمنه وکړه، چې د نيمګړو پروژو د بشپړېدو لپاره به کار کوي او د پروژو کار به په معياري ډول تر سره کيږي.

په پچير اګام ولسوالۍ کې د وسله والو مخالفينو ځپلو په موخه د ګډو کورنيو ځواکونو عملياتو لارښوونه وشوه.

د نظامي شورا په بيړنۍ غونډه کې، چې نن د لړم په لومړۍ جلال اباد شاهي ماڼۍ کې جوړه شوې وه پکې د مشرانو جرګې رئيس فضل هادي مسليم يار، سلاکار وزير او د ننګرهار والي، د کورنيو چارو وزیر، د ولسي جرګې او ولايتي شورا غړو، د ۲۰۱ سيلاب قول اردو قوماندان او نورو امنيتي منسوبينو ګډون کړی و.

د کورنيو چاروز وزير امنيتي منسوبينو ته لارښوونه وکړه، چې ژر تر ژره په پچير اګام ولسوالۍ کې د داعش ځپلو په موخه د کډو کورنيو ځواکونو عمليات پيل کړي.

ننګرهار والي محمد ګلاب منګل وويل، چې په پچير اګام ولسوالۍ کې وروستۍ امنيتي ستونزې به په ښه توګه تعقيب کړي او خواشينی دی، چې د داعش د ظلمونو له امله ګڼ شمېر کورنۍ بې ځایه شوي او يو شمېر ملکي وګړي شهيدان او ټپیان شويدي.

ښاغلي منګل د کورنيو چارو وزير څخه غوښتنه وکړه، چې ژر تر ژره پچير اګام ولسوالۍ د پاڅون کوونکو او نورو مسولينو ته تجهيزات او اکمالات وليږدوي.

نوموړي د کورنيو چارو وزير څه مننه وکړه، چې ګ‌ډو ځواکونو ته يې په ياده ولسوالۍ کې د عملياتو کولو لارښوونه وکړه.

د مشرانو جرګې رئيس فضل هادي مسلميار هم په جدي ډول غوښتنه وکړه ترڅو په پچير اګام ولسوالۍ کې د ولسونو اوسنيو ناخوالو ته د پای ټکی کيښودل شي او په هره برخه کې ور سره مرسته وشي.

هغه ډاډ ورکړ، چې د پچير اګام ستونزې به په ملي کچه هم شريکې کړي.

دا په داسې حال کې ده ، چې پچير اګام ولسوالۍ ته ګډ کورني ځواکونه رسيدلي او ډير ژر به د وسله والو مخالفينو ځپلو په موخه عمليات پيل کړي.

سلاکار وزیر او ننګرهار والي د پچیراګام ولسوالۍ بې ځایه شوو کورنیو ته د بېړنیو مرسته ترسره کولو لارښوونه وکړه .

سلاکار وزیر او ننګرهار والي محمد ګلاب منګل د پېښو پر وړاندې د چمتوالې کمیټې غړو ته لارښوونه وکړه،چې ژر تر ژره په پچیراګام ولسوالۍ کې وروستیو پېښو له امله بې ځایه شوو کورنیو سره بېړنۍ مرستې ترسره کړي.

نوموړي چې نن د لړم په لومړۍ یې د جلال اباد په شاهي ماڼۍ کې د حکومتي او مرستندویه ادارو سره یې ناسته درلوده، وویل، چې د وروستیو پېښو له امله د پچیراګام ولسوالۍ سلګونه کورنۍ بې ځایه شوي .

هغه زیاته کړه، امنیتي منسوبینو ته یې د مخالفینو د ځپلو په موخه لارښوونه کړې؛ خو ملکي او مرستندویه ادارې باید بې ځایه شوو کورنیو ته بېړنۍ مرستې ورسوي .

ښاغلي منګل وویل، جمهور رئیس لارښوونه کړې،ترڅو د پچیراګام ولسوالۍ بې ځآیه شوو کورنیو سره بېړنۍ مرستې ترسره شي او یادو کورنیو ته د مرستې ترسره کولو موضوع خپله له نږدې تعقیبوي .

د کډوالو چارو رئیس غلام حیدر فقیرزي وویل،مرستندویه ادارو سره یې ناستې ترسره کړي او د جلال اباد ښار په بېلابېلو سیمو کې د را کډوالو شوو کورنیو سروې کړې،چې د یکشنبې په ورځ به ورسره د نغدي، خوراکي او غېرې خوراکي توکو مرسته ترسره شي .

د پېښو پر وړاندې د چمتوالې کمیټې رئیس عبدالبصیر سباون هم ډاډ ورکړ،چې د پچیراګام ولسوالۍ مخورو سره یې خبرې اترې کړي او ډیر ژر به د سروې له مخې په یاده ولسوالۍ کې د پېښو قربانیانو کورنیو سره مرسته وکړي .

سلاکار وزير او ننګرهار والي د کار پر لومړۍ ورځ د غازي امان خان روح ته د دعا ترڅنګ د نوموړي پر مزار د ګلونو ګیډۍ کېښوده .

سلاکار وزیر او ننګرهار والي محمد ګلاب منګل د خپل کار پر لومړۍ ورځ د غازي امان الله خان مزار ته ولاړ، د نوموړي پر مزار یې د ګلونو کېډۍ کېښودو ترڅنګ یې د هغه روح ته د دعا لاسونه لپه کړل .

نوموړي وویل، د غازي امان الله خان کارنامې نه هيريدونکي دي او د ده په ګډون ټول افغانان د هېواد د دغه اتل بچي په کارنامو ویاړي .

نوموړي سره چې د ولایت مرستیال محمد حنیف ګردیوال او جلال اباد ښاروال هم ملګري و، همدا راز یې د شهید حاجي عبدالقدیر پر مزار هم د ګلونو ګیډۍ کېښوده او د ارواښاد روح ته یې د دعا لاسونه لپه کړل .

غازي امان الله خان په ۱۹۱۹ زېږيز كال کې د خپل ملت په ملاتړ انګرېزان له هېواد څخه وشړل او يو خپلواك او سرلوړى حكومت يې جوړ كړ او په همدې توګه د افغانستان د خپلواکۍ ګټونکی بلل کېږي.

اعليحضرت امان الله خان د كندهار، له لارې هند او له هغه ځايه بيا ايټاليا ته لاړ، هملته يې له هېواده لرې ژوند غوره كړ او د ١٩٦٠ كال د اپرېل پر ٢٦مه يې له دې نړۍ سترګې پټې كړې او د خپل وصيت له مخې د جلال اباد ښار په سراج العمارت بڼ کې خاورو ته وسپارل شو.

سلاکار وزیر او ننګرهار والي د خپل کار پر لومړۍ ورځ د ولسونو په منځ کې لمونځ ادا او د مدرسې زده کوونکو څخه یې لیدنه وکړه .

سلاکار وزیر او ننګرهار والي محمد ګلاب منګل د خپل کار پر لومړۍ ورځ د جلال اباد ښار په امیر شهید بڼ په جومات کې د مازیګر لمونځ ادا او پر یاد جومات کې یې د قران کریم زده کوونکو له تدریسي چارو څخه لیدنه وکړه .

نوموړي وویل، د کار پر لومړۍ ورځ یې د ولسونو په منځ کې ځکه د مازیګر لمونځ ادا کړ،چې د همدې ولسونو د خدمتګار په توګه ګمارل شوی .

هغه زیاته کړه، پوره هڅه کوي،چې د دندې پر مهال په ننګرهار ولایت کې د نورو برخو ترڅنګ مسجدونو، مدرسو، علماؤ کرامو او د قران کریم حافظانو ته ځآنګړې پاملرنه وکړي .

د ښاغلي منګل په وینا پلان لري،چې د دغه ولایت د بېلابېلو دیني مدرسو او مسجدونو څخه هم لیدنه وکړي او د خپلو امکاناتو ترڅنګ د یو شمېر نورو په همکارۍ ورسره په بېلابېلو برخو کې مرستي وکړي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *