ولسمشر د ۳۴ ولایتونو ولایتي شورا غړو ته د عملیاتو د پياوړي کولو په برخه کې د همکارۍ لارښوونه وکړه.

ولسمشر محمد اشرف غني او اجرائیه رئيس ډاکټرعبدالله عبدالله د مرغومې په ۹مه ماښام ناوخته د هېواد د څلور دیرش ولایتونو والیانو،امنیه قوماندانانو،د ملي امنیت او ولایتي شوراګانو رئیسانو او د شوراګانو غړو سره د VTC کنفرانس له لارې د دوی ستونزو ته د حل او یو شمېر برخو کې لازمې لارښوونې وکړې .

د نورو مسؤلینو او ولایتي شوراګانو ترڅنګ په دغه کنفرانس کې سلاکار وزیر او ننګرهار والي محمد ګلاب منګل،ولایتي شورا رئیس احمدعلي حضرت،د شورا مرستیال ډاکټر لعل محمد دراني،منشي ذبیح الله زمري، د شورا یو شمېر نورو غړو، د امنیه قوماندانۍ امنیت امر،ملي امنیت مرستیال او یو شمېر نورو هم ګډون ګډون کړی و.

د سیمه ‌ییزو ارګانونو د شوراګانو د انسجام د چارو عمومي رئیس سیداحمد خاموش د هېواد په کچه د ولایتي شوراګانو د اداري پلاوي د ټاکنو په اړه معلومات شریک کړل او زیاته یې کړه، د هېواد په کچه په لومړي ځل پرته له کومې ستونزې یادې ټاکنې ترسره شوې.

ولسمشر محمد اشرف غني پرته له کومې ستونزې په یوه ورځ د هېواد په کچه د ولایتي شورا د اداري پلاوې ټاکنې لومړی ځل وباله او له همدې امله یې د ټولو هغه ارګانونو څخه مننه وکړه،چې د ټاکنو د ترسره کېدو په برخه کې همکاري کړې وه .

نوموړي زیاته کړه، د ولایتي شورا ستونزې ورسره شریکې شوې،چې د ولسوالیو د سفرې او نورو چارو لپاره یې د ولایتي شوراګانو بودیجه زیاته کړې .

هغه همدا راز زیاته کړه، د هېواد په کچه به په ۹۶ او اوه نويم کلونو کې ۳۴ موټرې ولایتي شوراګانو ته ورکړل شي .

ولسمشر د حج او اوقافو وزیر ته هم لارښوونه وکړه،چې د ولایتي شوراګانو د ځآنګړې برخې په اړه هم د قانون مطابق اجرائت ترسره کړي.

هغه د کورنیو چارو وزرات ته هم سپارښتنه وکړه،چې د ولایتي شوراګانو د امنیت تامین په موخه منظمه طرحه جوړه او د وروستیو چارو د ترسره کېدو په موخه یې شریکه کړي .

ولسمشر محمد اشرف غني ولایتي شورا غړو ته لارښوونه وکړه،چې د ولسونو په یو ځای کولو او د حشر او نورو لارو د روغتونونو،ښوونځیو او نورو برخو کې د مرستې په موخه را جلب کړي.

جمهور رئیس همدا راز سپارښتنه وکړه،چې د امنیتي قواو د ملاتړ ترڅنګ د دوی له لورې د ترسره کېدونکو عملیاتو د پیاوړې کولو په برخه کې همکاري وکړي او همدا راز د معلوماتو په شریکولو کې د ملي امنیت ادارې سره مرسته وکړي.

هغه د فساد د مخنیوي په برخه کې ولایتي شورا ته لارښوونه وکړه،چې د عدليي او قضایي ارګانونو سره کار وکړي او په مستقیم ډول دې له ځآن څخه د قاضیانو جوړولو څخه ډډه وکړي.

د هېواد ولسمشر د ولایتي شورا غړو ته وویل،د شوراګانو غړې باید تر ټولو لومړی په ځان قانون پلی کړي،ترڅو له هر ډول نیوکو څخه وژغورل شي.

نوموړي د غصب د مخنیوي ترڅنګ د ولایتي شورا غړو څخه وغوښتل چې په ذهنونو جوړولو باندې کار وکړي .

جمهور رئیس وویل، ولایتي شوراګانې د ملي وحدت ځنځیر دی او دغه ځنځیر باید پیاوړی او کلک ووسي .

نوموړي خوښي وښوده،چې د هېواد په کچه لس سلنه مېرمنې د ولایتي شورا اداري پلاوې چارې پرمخ وړي .

د ولسمشر د یو شمېر نورو لارښوونو وروسته د هېواد اجرائیه رئیس ډاکټر عبدالله عبدالله د ولایتي شورا غړو څخه مننه وکړه،چې د حکومت په ځآنګړي ډول د ملي وسله وال پوځ څخه ملاتړ کوي .

هغه په سیمه ییزه کچه د ولایتي ادارې او ولایتي شوراګانو ترمنځ په همغږۍ او همکارۍ ټینګار وکړ او زیاته یې کړه،دغه چاره باید د دواړو لورو ترسره شي .

هغه ډاډ ورکړ،چې په ټول توان سره به هڅه وکړي،چې د ولایتي شورا شته ستونزو ته د حل لارې چارې وموم

په ننګرهار کې د څلور عشاريه پنځه میلیونه ډالرو په لګښت د چرګانو د دانې د توليد فابريکه ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.

د یادې فریکې د ګټې اخیستنې په موخه د جدې په ۹مه په جوړو شوو مراسمو کې د کرنې او مالدارۍ وزارت مرستیال، ولسي او ولایتي شورا غړو،ولایت مرستیال، سوداګرو او ګڼ شمېر نورو ګډون کړی و.

ولايت مرستيال محمد حنيف ګرديوال،د تل پسرلي په نوم د چرګانو د دانو فابريکې پرانسته پدې ولايت کې د چرګانو د روزنې د صنعت پياوړتيا په ګوته کړ او هيله يې څرګنده کړه ، چې پدې سره به ياد صنعت پراخه او ځان بساينې ته زمينه برابره کړي .

د کرنې او مالدارۍ وزارت سرپرست عبدالقدير جواد د يادې فابريکې جوړيدل د کرنې او مالدارۍ وزارت د هغې ملي برنامې يوه برخه په ګوته کړه چې له مخې يې د چرګانو د روزنې په برخه کې ځان بساينه ترلاسه کړي.

د جواد په خبره دا مهال پدې ولايت کې د هيچريانو او د چرګانو د لوښو جوړولو فابريکو شتون د ياد صنعت پياوړتيا ته زمينه برابره کړيده

په ولسي جرګه کې د ننګرهار د خلکو استازي ميرويس ياسيني د ملي سوادګرو له خوا په بيلابيلو برخو کې پانګونه ددې ولايت ولسونو ته مهمه لاسته راوړنه په ګوته کړه.

ياسيني د ننګرهار ولايت له مسولينو غوښتنه وکړه چې د صنعتي پارک د لا ښه والي په موخه لازمې اسانتياوې برابري کړي .

د سوداګرۍ او صنايعو خونې مرستيال خان جان الکوزي وويل: د کورني توليداتو د پياوړتيا په موخه يې دا مهال ددفاع او کورنيو چارو وزارتونو په مينو کې د چرګانو غوښه شامله کړې او موخه يې دا ده چې ياد صنعت په هېوادنۍ کچه پراخه شي.

الکوزي صنعتي پارک ته د غځيدلي سرک جوړيدل او د امنيتي پوستو ايجاد پدې ولايت کې د پانګونې د جذب په موخه اساسي غوښتنې په ګوته کړې.

په ننګرهار کې ۶ سوه تنو سره د نغدو ترڅنګ د حرفوي زده کړو د سامان الاتو مرسته وشوه .

ننګرهار ولایت کار او ټولنیزو چارو ادارې په هلو ځلو او د چایل فنډ مؤسسې په مرسته د دغه ولایت د سره رود،کامې او بهسودو ولسوالیو ۶ سوه تنه روزل شوو ځوانانو ته د حرفوي زده کړو وسایل او نغدې پیسې ورکړل شوې.

په همدې موخه په جوړو شوو مراسمو کې چې د جدې په ۹مه د کار او ټولنیزو چارو شهیدانو او معلولینو په ریاست کې جوړ شوي و،د ولایت مرستیال محمد حنیف ګردیوال،د ولایتي شورا غړي اجمل او ګڼ شمېر د نورو ادارو مسؤلینو او استازو ګډون کړی و.

د کار او ټولنیزو چارو شهیدانو او معلولینو رئیس عبدالحکیم شیرزاد وویل،دوی په بېلابېله موده کې شپږ سوه تنه ځوانان د خیاطۍ،پرده دوزۍ،نجارۍ، موټر او موټر سایکلونو د مستریتوب او ګڼ شمېر نورو برخو کې روزلي دي .

هغه زیاته کړه، د چایل فنډ مؤسسې په مالي همکارۍ یې دوه سوه پنځوس تنو ته دوه،دوه سوه نغدي امریکایي ډالر ورکړل،ترڅو د خپل اړوند زده کړې کسب کې د چارو ترسره کولو په موخه ځانته سامان الات واخلي .

د هغه په وینا درې سوه پنځوس تنو ته یې د حرفوي زده کړو بېلابېل وسایل اخیستې و،چې هر تن په کې د یو سلو څلوېښت امریکایي ډالر په اندازه سامان الات ورکړل شول .

ولایت مرستیال محمد حنیف ګردیوال د مرستندویه مؤسسې او کار او ټولنیزو چارو ادارې څخه مننه وکړه،چې شپږ سوه ځوانانو ته یې د کار موندلو په برخه کې مرسته وکړه .

هغه هیله څرګنده کړه،چې یاد ځوانان به لسګونه تنو نورو ته خپل زده کړی کسب ور زده کړې او له دغه لارې به د خپلې کورنۍ ورځنۍ ستونزې حل کړي .

د بيات خيريه بنسټ په ننګرهار کې شاوخوا سل اړمنو کورنيو سره د خوراکي او غير خوراکي توکو مرسته ترسره کړه.

دياد بنسټ مرستيال انجينر محمد اسماعيل په وينا په دغه مرسته کې هرې کورنۍ ته پنځوس کيلو اوړه ، پنځه ويشت کيلو وريجې ، پنځه ليټره غوړي ، لوبيا ، چای ، بيسکټ او يتيمو ماشومانو ته ژمني لباسونه ورکړل شول.

انجينر محمد اسماعيل وويل، چې دوی په پام کې لري ،چې د ننګرهار د کار او ټولنيزو چارو رياست اړوند روزنتون سره د لس پايو کمپيوټرونو مرسته ترسره کړي.

نوموړي وويل، چې د هېواد په نورو ولايتونو کې به هم هغه کورنيو سره ، چې د ژمي په رارسېدو سره له ستونزو سره مخ وي ورته مرستې ترسره کړي.

په ورته وخت کې د ننګرهار ولايت د کار او ټولنيزو چارو رئيس عبدالحکيم شيرزاد دبيات بنياد خيره بنسټ څخه د مننې ترڅنګ د دغه بنسټ مسوولينو څخه غوښتنه وکړه ،چې اړمنو کورنيو سره خپلې مرستې لا پراخه کړي.

شيرزاد وويل، چې دا مهال دوی سره اووه لس زره معلولين او د شهيدانو کورنۍ ثبت او راجستر دي ، چې په وينا يې مرستو ته اړتيا لري

د عدلي او قضايي ادارو مسئولينو د ښځو امن کور څخه لیدنه وکړه.

د ننګرهار ښاري محکمې رئيس قضاوتمند مفتي محمد وزير په مشرۍ دمدني او احوال شخصيه استيناف دېوان رئيس قضاوتمند شريف الله ، د جزا ابتدايه دېوان رئيس محمد يحی عدالت او استيناف څارنوالۍ استازي په ملتيا په جلال اباد ښار کې دښځو د امن کور څخه ليدنه وکړه او پکې د شته يو شمېر مېرمنو ستونزې يې واوريدې .

په دغه ليدنه کې ورغلي قضايي پلاوي له يو شمېر هغه مېرمنو سره له نږدې خبرې وکړې ، چې د دوی په وينا په کلونو موده يې دامن په کور کې تېره کړې او لا هم په ياد کور کې ژوند کوي .

دغه راز ورغلي قضايي پلاوي د ښېوې ولسوالۍ د وروستۍ پېښې قرباني شويو دواړو خويندو سره هم خبرې وکړې او د دوی په ګډون يې د څلورو قضيو نورو قرباني شويو مېرمنو ته ډاډ ورکړ ، چې ستونزې به يې دحل په موخه په جدي توګه تر غور لاندې ونيسي .

دامن کور په نوم ځای کې هغه مېرمنې ، چې دکورني تاوتريخوالي له امله قرباني شوي وي په ارامه فضاء کې ساتل کېږي .

د جلا ل اباد ښار اړوندو ښوونځيو د ساينسي مضامينو د ښوونکو روزنيز ورکشاپ پای ته ورسيد.

د ورکشاپ دپای په مراسموکې ، چې د بي بي حوا په عالي ليسه کي جوړ شوي و د پوهنې ريس پوهندوی الله داد اسمعيل زي په خپلو خبرو کې د ښوونکو په ځانګړي توګه د ساينسي مضامينو د ښوونکو د ظرفيتونو لوړول د زده کوونکو د پوهې او درسي کيفيت دلوړولو په موخه اړين وبلل.

نوموړي وويل: پوهنې رياست هڅه کوي چي د هرې ممکنې لارې نه په ګټې اخيستنې د ښوونکو د ظرفيتونو د لوړولو هڅه وکړي .

دپوهنې رئيس د ورکشاپ له ګډونوالو ښوونکو غوښتنه وکړه ، چي خپلې تجربې په خپلو اړوندو ښوونځيو کي له نورو ښوونکو سره هم شريکې کړي.

په جلال اباد کې د (افرن)په نوم دبهرنۍ مرسته کوونکې ادارې استازي نورالله حکيمي هم خبرې وکړي او په راتلونکي کې يې هم دپوهنې له رياست سره په دې برخه کې دنورو مرستو ژمنه وکړه.

په دغه پنځلس ورځني ورکشاپ کې ، چې د افرن موسسې په مالي مرسته جوړ شوی و د جلال اباد ښار له اته ښوونځيو نه يو سلو اوه تنو درياضي او ساينس مضامينو ښوونکو چې اتيا تنه يې ميرمنې وې برخه اخيستي وه.

.په ورکشاپ کې ګډونوالو ته دساينس او رياضي مضامينو په برخه کي نوې تجربې او درسي ميتودونو او همدارنګه په ښوونيز نصاب کي دغو ښوونکو ته د ورپيښو ستونزو دحل لارې چارې وروښودل شوې

سرحدي پوليسو تل د قومونو په همکارۍ له خپلو پولو څخه په ميړانه ساتنه کړې.

د غه څرګندونې د لومړي نمبرسرحدي لوا قوماندان سمونوال محمد ايوب حسين خېل د ننګرهار ولايت د يو شمېر ولسواليو ولسوالانو او امنيې قوماندانانو سره د ناستې پر مهال وکړې.

د لومړي نمبر سرحدي لوا قوماندان سمونوال محمد ايوب حسين د پچيراګام ، روداتو ، غني خېلو ، اچين ، نازيانو ، مومندرې او هسکې مېنې ولسواليو ولسوالانو ، امنيې قوماندانانو ، قومي مشرانو او ځوانانو سره د ناستې پر مهال وويل: سرحدي پوليس اوس مهال د ښه ظرفيت درلودونکي دي ، په خو تعليماتو او وسلو سمبال دي ، چې په لوړ مرال سره له خپلو سرحداتو دفاع او ساتنه کوي.

حسين خېل سرحدي پوليسو سره د ولسونو او قومي مخورو همکاري وستايله او هم يې د سرحدي پوليسو ترسره کړي فعاليتونه ، قربانۍ او لاسته راوړنې د قدر وړ يادې کړې.

نوموړي د شينوارو قومي مشرانو ته ډاډ ورکړ ،چې ډير ژر به د نوي تشکيل شوي شوي کنډک پرسونل په يادو ولسواليو کې د امنيت ټينګښت په موخه ځای پر ځای کړي.

د پچيراګام ولسوالۍ قومي مشرانو د سرحدي پوليسو قوماندان څخه مننه وکړه ،چې په ياده ولسوالۍ کې د داعش ډلې د ځپلو په موخه يې ګڼې هڅې ترسره کړې.

دوی دغه راز غوښتنه وکړه ،چې د پچير اګام ولسوالۍ په مهمو نقطو کې دې د امنيت ټينګښت لپاره سرحدي پوليس ځای پر ځای شي.

د لومړي نمبر سرحدي لوا قوماندان سمونوال محمد ايوب حسين خېل د پچير اګام ولسوالۍ له قومي مشرانو او ځوانانو مننه وکړه ،چې تل يې د خپلې سيمې د امنيت ټينګښت په برخه کې ګڼې قربانۍ ورکړې دي.

د کانال پروژې د رغونې په مقصد د پنځه ويشت ميليونه امريکايي ډالرو سربيره سږ کال د کرنې او مالدارۍ وزارت په پام کې لري ، چې دپراختيايي بوديجې له لارې يې د زيتونو او سپتروس باغونه او نورې برخې ورغوي.

د کرنې او مالدارۍ وزارت سرپرست عبدالقدير جواد وايي د تېرو څو کلونو راهيسې د يادې پروژې د رغونې په موخه يې د پنځه ويشت ميليونه امريکايي ډالرو په لګښت داوبو کانال د پاکۍ چارې پيل شوي، چې تر دې دمه يې پنځه اتيا سلنه چارې بشپړې شوي دي.

د جواد په وينا د يادې پروژې ارزښت ته په کتو دامهال په پام کې لري، چې د پراختيا بوديجې له لارې د باغونو رغونه او نورې چارې ترسره کړي.

دده په خبره د کانال د پخواني برم د راژوندي کېدو په موخه وزارت په پام کې لري ، چې ياد رياست د لا ښه والي په موخه خصوصي سکتور ته وسپاري.

د ولايت مرستيال محمد حنيف ګرديوال د کرنې وزرات د سرپرست په مشرۍ له راغي پلاوي غوښتنه وکړه ، چې د کانال پروژې د رغونې په موخه لازمې برنامې پلې کړي.

د نوموړي په وينا د کانال پروژې په رغونې سره شونې ده ، چې ددې ولايت د سرسبزې تر څنګ زياتو خلکو ته د کار کولو زمينه برابره شي.

د ولايت مرستيال په وينا د يادې پروژې د اوبوکانال په رغونې سره د اوبو د ضايعاتو مخه نيول شوې او پکار ده ، چې په نورو برخو کې ګتورې پروژې پلې شي.

د کانال رئيس انجينر غلام حضرت عبدالرحيمزی وايي: د تېرو کلونو په پرتله سږ کال يادې ادارې ته شا او خوا ديرش ميلونه افغانۍ بوديجه ډيره ورکړل شوې چې له مخې به يې د باغونو قيچي کاري او وړې ويالې ورغوي .

د عبدالرحيمزي په خبره د پنځه ويشت ميلونه ډالرو په ارزښت د کانال د رغونې پروژه څلورکاله وړاندې پيل شوې، چې تردې دمه يې پنځه اتيا سلنه کارونه ترسره شوي او پاتې کارونه به يې په راتلونکو اوو مياشتوکې بشپړ شي.

د کرنې او مالدارۍ رئيس پوهنمل رفيع الله د ياد وزارت سرپرست په مشرۍ د راغلي پلاوي سفر دې ولايت ته د کرنې او مالدارۍ په برخه کې مهم ياد کړ او هيله يې څرګنده کړه ، چې ددې ولايت بزګروته به د کرنيزو موادو او وسايلو په برخه کې مهمې اسانتياوې برابرې شي.

په ننګرهار کې د نشه يي توکو پرضد دمبارزې جام ترنامه لاندې دکرکټ دولس اوريزې سيالۍ د درونټې ځوانانو لوبډلې په اتلولۍ سره پای ته ورسيدې.

د درونټې د ځوانانو ټولنې مسول انجينر نجيب الله خير خوا ددې سياليو دپای لوبې په مراسمو کې وويل دغه سيالۍ د درونټې دځوانانوټولنې لخوا دننګرهار او لغمان ولايتونو څخه دشپاړلس لوبډلو په ګډون يوه مياشت واړندې ددرونټې د ځوانانو پارک کې پيل شوې وې، چې موخه يې دنشه يي توکو پرضد د ځوانانو مبارزه اوځوانان ورزش ته هڅول دي.

خيرخو ا زياته کړه ددې سياليو په ترسره شوو لوبوکې د تپې ستوري او درونټې ځوانانو لوبډلو وکړای شول ، چې ديادو سياليو پای لوبې ته لاره پيداکړي.

دپای لوبې لمړی منډې تپې ستوري لوبډلې پيل کړې او په ټاکل شويو دولس اورونوکې يې د ټولو لوبغاړو په سوځيدو سره يي سيالې لوبډلې ته د يوسلو دولس منډو هدف وټاکه ،چې په ځوآب کې درونټی ځوانانو لوبډلې وکړای شول ټاکل شوی هدف دلوبې په ورستي اورکې دشپږو لوبغاړو په سوزيدو سره پوره او ديادو سياليو داتلولۍ مقام خپل کړي.

له پای لوبې ورسته حبيب الله د لوبې ،صادق ساپی دښه توپ اچونکي او کبير دغوره توپ وهونکي جايزه ترلاسه کړه.

په پای کې د درونټې ځوانانو لوبډ‌لې ته د اتلولۍ مقام کپ تپې ستوري لوبډلې ته دويم مقام کپ اونورو لوبغاړو او دسياليوڅارونکوته مډالونه اوستاينليکونه ورکړل شول.

د یو قوماندان په ګډون ۴ وسله وال طالبان ووژل شول او یو بل قوماندان ژوندی نیول شوی دی .

د ننګرهار ولایت په اچین او بټې کوټ ولسوالیو کې تېره شپه د ځآنګړو عملیاتو په ترڅ کې د وسله والو طالبانو د یو قوماندان په ګډون ۴ وسله وال طالبان ووژل شول او یو بل قوماندان ژوندی ونیول شو.

د اچین ولسوالۍ په انځري سیمه کې د ملي امنیت ځآنګړې قطعې له لورې عملیات ترسره شوي،چې په ترڅ کې د وسله والو طالبانو د یو مهم قوماندان حمزه او د هغه د ملګرې بشرمل په ګډون څلور وسله وال طالبان وژل شوي او همدا راز د دوی د مهماتو او وسلو یوه ډیپو هم سوزول شوې ده .

همدا راز یادې قطعې د بټې کوټ ولسوالۍ په حفظ کوډۍ سیمه کې عملیات ترسره کړي،چې د وسله والو طالبانو یو قوماندان یې ژوندی نیولی دی.

په ترسره شوو عملیاتو کې ملکي وګړو او امنیتي منسوبینو ته کوم زیان نه دی اوښتی.

دوه تنه انسان تښتوونکي او یو داعش وسله وال ونیول شول.

ننګرهار ولایت ملي امنیت مؤظفینو د دغه ولایت په بهسودو او چپرهار ولسوالیو کې د ځآنګړو عملیاتو په ترڅ کې یو تن داعش وسله وال او دوه تنه انسان تښتوونکي چې د سرحدي پولیسو لباس یې په تن و،نیولي دي .

د دغه ولایت د والي ویاند عطاالله خوږیاڼي د مرغومې په ۱۱مه خبریالانو ته وویل،د ناصر او عطاالله په نوم دوه تنه چې یوې یې د کاپیسا د تګاب ولسوالۍ او بل یې د ننګرهار د ښیوې ولسوالۍ اوسیدونکي دي،د ملي امنیت د سرحدي پولیسو د همغږۍ منسوبینو په لباس کې یې د انسان تښتوونې،غلاوې او نورې کړنې ترسره کولې.

هغه زیاته کړه، یاد کسانو تېره ورځ د بهسودو ولسوالۍ تعمیراتو سیمه کې یو ځل بیا په داسې حال کې چک پوینټ جوړ کړی و،چې د سرحدي پولیسو لباس یې په تن و او ورسره د ملي امنیت رینجر ډوله موټر ته ورته هایلکس ډاډسن موټر هم شتون درلود.

خوږیاڼی وایي یادو کسانو غوښتل چې یو تن سوداګر د پلټنو په نوم له موټر څخه را ښکته او له سیمې څخه یې وتښتوي، چې د ملي امنیت زړورو منسوبینو له لورې له یو میل وسلې او ډاډسن ډوله هایلکس موټر سره یو ځای ونیول شول.

د والي ویاند همدا راز وویل، ملي امنیت مؤظفینو د پلټنو پر مهال په چپرهار ولسوالۍ کې د داعش وسله والې ډلې یو فعاله غړی عبدالواجد چې مشهور په معاذ دی،ژوندی نیولی.

هغه وایي نیول شوي کس په چپرهار ولسوالۍ او مرکز جلال اباد ښار کې د داعش ښاري شبکه کې فعالیت ترسره کولو .

نیول شوو ناصر او عطاالله د خپلو اعترافونو په ترڅ کې وویل، د نیول کېدو وړاندې یې د بهسودو ولسوالۍ په تعمیراتو سیمه کې تر دېرشو زیاتې موټرې پلټلې وې او موخه یې د یو تن تښتونه وه .

هغه زیاته کړه، د پلټنو پر مهال یې خلکو ته ځآنونه د ملي امنیت منسوبین ور پېژندل،چې د یاد کس تر تښتوونې وړاندې د ملي امنیت مؤظفینو له لورې په یاده سیمه کې ونیول شول .

د داعش غړي،چې مشهور په معاذ دی،د خپل اعتراف په ترڅ کې وویل، د امنیتي قواو سره تر جګړې وروسته یې غوښتل چې له سیمې څخه وتښتي،چې د ملي امنیت مؤظفینو له لورې ونیول شو.

دا په داسې حال کې ده،چې ملي امنیت مؤظفینو په وروستیو کې په ننګرهار کې ګڼ شمېر انسان تښتوونکي،داعش او نور تخریب کاره په بېلابېلو سیمو کې نیولي دي.

جلال اباد ښار کې درې روغتیایي مرکزونه وتړل شول.

د ننګرهار عامې روغتیا ریاست له لورې د دغه ولایت په مرکز جلال اباد ښار کې درې خصوصي روغتیايي مرکزونه البدر، الفوزان او داودزي په نومونو د بېلابېلو ستونزو له امله تر تړل کېدو وروسته مهرلاک شول .

د روغتیایي قوانینو او څېړنې کمیسون غړي وایي،یاد روغتونونو کې د اسنادو نیمګړتیاوې او ګڼ شمېر نورو ستونزو شتون درلود،چې د قانون مطابق یې د تړلو او مهرلاک کولو چارې پرې ترسره کړه.

څو ورځې وړاندې په ننګرهار کې څلور نور خصوصي روغتونونه هم د بېلابېلو ستونزو له امله تر تړل کېدو وروسته مهرلاک کړای شول .

دا په داسې حال کې ده،چې سلاکار وزیر او ننګرهار والی محمد ګلاب منګل د عامې روغتیا رئیس ته لارښوونه وکړه،چې په جلال اباد ښار کې د روغتیایي خدمتونو وړاندې کوونکو ادارو څخه هر اړخیزه څارنه ترسره کړي .

د اچين ولسوالۍ ځوانانو د حکومت له کړنو څخه ملاتړ څرګند کړ.

دغه څرګندونې د اچين ولسوالۍ د بېلابېلو سيمو ځوانانو د يادې ولسوالۍ ولسوال عيسی خان ځواک سره په جوړه شوه غونډه وکړې وکړې.

د اچين ځوانانو د دې ولسوالۍ ولسوال عيسی خان ځواک سره د يوې غونډې په ترڅ کې ژمنه وکړه، چې د خپل حکومت سره په ښې حکومتوالۍ، د قانون په تطبيق، نشه يي توکو په مخنيوي او امنيت تامين کې همکارۍ ته چمتو دي.

دغه راز يادو ځوانانو د خپلو سيمو ستونزې او غوښتنې هم ولسوال سره د حل په موخه شريکې کړې.

د اچين ولسوال عيسي خان ځواک له ځوانانو مننه وکړه، چې په خپل منځ کې سره يو دي او د خپل حکومت د کړنو ملاتړ کوي.

نوموړي ځوانانو ته ډاډ ورکړ، چې په ولسوالۍ کې به ورته د تعليم، روغتيا، ټولنيزو او نورو برخو کې د ولايتي ادارې په مرسته سهولتونه برابر کړي.

ده له ځوانانو غوښتنه وکړه، چې د خپلو سيمو امنيت تامين کې حکومت سره همکاري دوامداره وساتي او د رغنيزو پروژو په ساتنه کې ونډه واخلي

د ننګرهار والي په لارښوونه د هرې ۵شنبې په ورځ د عامې روغتیا په اداره کې د مراجعینو ستونزې اوریدل کیږي .

سلاکار وزیر او ننګرهار والي محمد ګلاب منګل د دغه ولایت ټولو ادارو مسؤلینو ته لارښوونه کړې،ترڅو په اونۍ کې یوه ورځ په مستقیم او علني ډول د خپلو ټولو کارکوونکو سره یو ځای د مراجعینو ستونزې د حل په موخه واوري.

د یادې لارښوونې پر اساس د ننګرهار عامې روغتیا رئیس او د بېلابېلو څانګو مسؤلینو د یوې علنۍ ناستې په ترڅ کې د مراجعینو ستونزې د حل او څېړنې په موخه واوریدې .

د ننګرهار عامې روغتیا ریس ډاکټر نجیب الله کامه وال وايي: د ننګرهار والي په لارښوونه به له دې وروسته د هرې پنجشنبې په سهار د اتو څخه تر لسو بجو پورې په مخامخ توګه د مریضانو ستونزې واورې او د حل په موخه به یې اړونده مسؤلینو ته لازمې سپارښتنې وکړي .

په عامې روغتیا اداره کې د مسؤلینو له لورې په علنۍ او مستقیم ډول د مراجعینو ستونزو اوریدو پر مهال د یو شمېر مراجعینو د ناروغانو ستونزه په بېړني ډول تعقیب او اړونده درملنې ترسره شوه .

ننګرهار د تکوندو ۱۲ کسیزه لوبډله کابل ته د سیالیو په موخه ولاړه .

ملي لوبډلې ته د لارې موندنې په موخه په کابل کې د هېواد په کچه د تکوندو لوبو د تنګیو ځوانانو ترمنځ سیالۍ جوړې شوې،چې په یادو سیالیو کې د ګډون په موخه د ننګرهار لوبډله مرکز کابل ته ولاړه .

د تکوندو لوبې استاد امین الله چوپان چې کابل ته د یادې ډلې د تګ مشري کوي،وویل،د دغه ولایت د تکوندو تنکي ځوانان یې په ښه توګه روزلي او هیله مندې یې ښکاره کړه،چې یو زیات شمېر به ملي لوبډلې ته لاره ومومي

د ختیځ زون په کچه د کورنیو چارو وزارت اړوند د بېلابېلو ارګانونو د عقیدتي او فرهنګي مسؤلینو څخه د ارزیابۍ ازموینه واخیستل شوه.

د ننګرهار ولایت مرکز جلال اباد ښار په ښار کې د ننګرهار،لغمان،کونړ او نورستان ولایتونو د امنیه قوماندانیو،سرحدي او عامه نظم پولیسو اړوند د عقیدتي او فرهنګي څانګو مسؤلینو څخه د ارزیابۍ ازموینه واخیستل شوه.

دغه ازموینه چې د جلال اباد ښاروالۍ په میلمستون کې ترسره شوه،په کې د کورنیو چارو وزارت له لورې ګمارل شوي پلاوي،د پولیسو عقیدتي او فرهنګي مسؤلینو،ننګرهار امنیه قوماندان،د حج او اوقافو رئیس او ګڼ شمېر نورو شتون درلود.

مسؤلینو د خبرو پر مهال د ارزیابۍ د ازموینې د شفافیت په اړه ډاډ ورکړ او زیاته یې کړه، دغه ازموینه به د عقیدتي او فرهنګي څانګو کې د پولیسو په مسلکیتوب او اسلامي زده کړه ځانګړی تاثیر وکړي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *