ډير ژر به د سليمانخېلو دره د داعش وسله والو له شتون څخه په بشپړ ډول پاکه شي.
دغه څرګندونې د څلورمې پلې لوا قوماندان بريد جنرال محمد نسيم سنګين د سيلاب اووه په نوم د روانو عملياتو له لومړۍ کرښې څخه د کتنې پر مهال وکړې.
د څلورمې پلې لوا قوماندان بريد جنرال محمد نسيم سنګين د يادو عملياتو له لومړۍ کرښې څخه د کتنې پر مهال وويل، چې پيل شوي عمليات په برياليتوب سره دوام لري او ډير ژر به د سليمانخېلو دره د داعش وسله والو له شتون څخه په بشپړ ډول پاکه شي.
نوموړي په عملياتو کې د شاملو ګډو امنيتي ځواکونو مرال لوړ ياد کړ، چې په وينا يې دښمن ته يې درانه ګذارونه ورکړي دي.
بل لورته د څلورمې پلې لوا قوماندان د پچيراګام ولسوالۍ قومي مشرانو او مخورو سره د امنيت د ټينګښت په موخه ناسته وکړه.
د څلورمې پلې لوا قوماندان بريد جنرال محمد نسيم سنګين له امنيتي ځواکونو سره د ولسي خلکو همکاري ښه ياده کړه او پر دوام يې ټينګار وکړ.
د قومي مشرانو په استازولۍ ملک شاه غاسي او ملک محمد عمر د امنيتي او دفاعي ځواکونو قربانۍ وستايلې او روان عمليات يې ګټور ياد کړل.
دوی ژمنه وکړه ،چې د تير په څير به د خپلو امنيتي ځواکونو ملاتړ ته دوام ورکړي.
د سيلاب اووه په نوم ياد عمليات ،چې د څلورمې پلې لوا په مشرۍ پيل شوي د افغان ځانګړو ځواکونو سربېره ملي، سرحدي، عامه نظم او سيمه ييز پوليس پکې برخه لري.
د چپرهار ولسوالۍ د اخندزاده ګانو له روغتیايي مرکزه ليدنه او څارنه وشوه.
د ننګرهار ولايت عامې روغتیا ریاست د ملاریا څانګې مسئول ډاکتر عبدالله بریالي او د DEWS څانګې مشر ډاکتر اجیر رحمان د چپرهار ولسوالۍ د اخندزاده ګانو له روغتیايي مرکز څخه لیدنه وکړه او څارنه وکړه.
يادو مسئولينو د روغتیايي مرکز په بیلابیلو برخو سربیره د سرویلانس کارونو ترڅنګ د ملاریا کنترول له چارو څارنه وکړه.
د روغتیايي مرکز په لاربراتوار برخه کې یو لړ ستونزې موجودې چې عملاً د BPHS تطبیق کوونکې موسسې ادا پرمټ حل شوې.
د ننګرهار عامې روغتیا ریاست اړونده د نظارت او څارنې ټیمونه په بشپړه توګه له خپلو ټولو صحي مراکزو لیدنې کوي او د ستونزو په حل کې پر وخت اجرات تر سره کوي.
سلګونه زده کوونو ته د توبرکلوز ناروغۍ مخنيوي په برخه کې معلومات ورکړل شول
د ننګرهار عامې روغتيا رياست د توبرکلوز مخنيوي امريت مسئولينو له لوري د دې ولايت د نوري وحدت عالي لېسې سلګونو زده کوونکو ته د توبرکلوز ناروغۍ په برخه کې عامه پوهاوی ورکړل شو.
مسئولینو زده کوونکو ته د توبرکلوناروغۍ د وقايې او مخنيوي په برخه کې معلومات ورکړل او ورته يې لارښوونه وکړه، چې د روغ صحت لپاره يې په خپل ژوند کې عملي کړي.
دوی زده کوونکو ته لارښوونه وکړه، چې د يادې ناروغۍ په برخه کې ترلاسه کړي معلومات له کورنيو او همزولو سره شریک کړي.
د عامې روغتيا مسئولينو د ناروغيو په مخنيوي او کنترول کې عامه پوهاوی اړين وبله او له زده کوونکو يې غوښتنه وکړه، چې تل د عامه پوهاوي غونډو کې ګډون وکړي.
د دغه غونډې په پای کې په ماشومانو پیغام لرونکي قلمونه، کتابچې او بروشرې هم وويشل شوې.
#NMIC8
په جلال اباد ښار کې ۲۷ عرادې موټر سايکلونه ونيول شول
په جلال اباد ښار کې د لا ډاډمن امنيت رامنځته کېدو او جرمونو مخنيوي په موخه ۲۷ عرادې بې اسناده موټر سایکلونه ونیول شول او د ۶۷ موټرونو تورې ښېښې سپينې شوې.
د ولسمشر محمد اشرف غني د حکم تطبيق په موخه د ننګرهار والي په لارښوونه امنيتي ادارو له تيرو لس ورځو راهيسې په جلال اباد ښار کې د لا ډاډمن امنيت رامنځته کيدو او جرمونو مخنيوي په موخه د موټرو تورو ښېښو سپینولو او اسناد نه لرونکو موټر سايکلونو نيولو کمپاين پيل کړی، چې تر دې دمه سلګونه موټر سايکلونه نيول شوي او د لسګونو موټرو تورې ښېښې سپينې شوي دي.
د معلوماتو له مخې تيره ورخ هم د ياد کمپاين په ترڅ کې ۲۷ عرادې موټر سايکلونه، چې قانوني اسناد يې نه درلودل نيول شوي او د ۶۷ موټرونو تورې ښېښې سپينې شوي دي.
دغه راز له لسګونو موټرونو غير قانوني هارنډونه، انتنونه او اشارې ښکته شوي.
دا په داسې حال کې ده، چې د کمپاين له پيله تر دې دمه د قانوني اسنادو د نه درلودلو او د ترافیکي اصولو څخه د سرغړونې له امله سلګونه عرادې موټر سایکلونه نيول شوي او د سلګونو موټرونو تورې ښېښې سپينې شوي دي .
د مسئولينو په وينا دغه کمپاين به تر هغې دوام وکړي، څو د غير قانوني موټر سايکلونو، بې پليټه موټرو، تورو ښېښو او نا مسئوله وسله والو ګرځيدو مخنيوی په بشپړ ډول تر سره شي.
د يو بل خبر له مخې د ياد کمپاين په ترڅ کې درې تنه د ۹۱ زره جعلي پاکستانۍ کلدارو سره يو ځای نيول شوي او تر پوښتنو لاندې دي.
د حج مناسکو اداء کولو په موخه سلګونو کسانو ته عملي زده کړې ورکړل شوې
د ننګرهار ولايت حج اوقافو رئيس مولوي عبدالظاهر حقاني وايي، چې بيت الله شريف ته تلونکو حاجيانو ته د حج مناسکو اداء کولو په موخه عملي زده کړې ورکړل شوې.
نوموړي وويل، چې د حج مناسکو اداء کولو عملي زده کړې د دې ولايت حاجي کمپ کې برابرې شوې، چې سلګونو کسانو په کې ګډون کړی و.
ده زياته کړه، چې حاجيانو ته د حج فريضي اداء کولو په موخه د نظم او تنظيم برخه کې هم يو شمېر لارښوونې او سپارښتنې وشوې.
چاودونکي توکي کشف او ترلاسه شول
د ننګرهار ولايت اچين ولسوالۍ مامند سيمه کې پولیسو په يوې کنډواله کې ۴۵ کيلو ګرامه چاودونکي توکي، چې د وسله والو مخالفينو له لوري تخريبي کړنو په موخه ځای پر ځای شوي و ترلاسه کړل.
په ورته وخت کې د سره رود ولسوالۍ چهار باغ اړوند حفيظ الله اغا زيارت کې پولیسو يو خود ساخته ماين لمنځه وړی.
دغه راز د دې ولايت چپرهار ولسوالۍ د کنډي باغ سيمه کې پولیسو د ګزمې پر مهال د توپ يو فیر مرمۍ کشف او ترلاسه کړيده.
څلرويشت پاکټه هيروين ونيول شول
د ننګرهار ولايت دوربابا ولسوالۍ دوبۍ چينې سیمه کې پوليسو عبدالقدير په نوم تن سره په سوزکي موټر کې ۲۴ پاکټه هيروين ونيول.
د معلوماتو له مخې دغه نشه يي توکي په ډېر مهارت سره په موټر کې ځای پر ځای شوي و او ګړوکو سيمې ته ليږدول کيدل.
نيول شوی تن په امنې قوندانۍ کې تر نورو څيړنو لاندې دی.
دا په داسې حال کې ده، چې څو ورځې وړاندې هم دوو تنو سره په يو Mercedes موټر کې ۱۹۵ کیلو ګرامه چرس نيول شوي و.
د هدفي وژنو په تور يو تن ونيول شو
د ننګرهار ولايت خوږياڼو ولسوالۍ کږې بازار کې پوليسو د اميد په نوم يو تن د هدفي وژنو په تور ونيوه.
د معلوماتو له مخې نيول شوي تن سره يو ميل تومانچه، دوه شاژورونه، ديارلس فيره مرمۍ، او د مخ پټولو کڅوړه نيول شوي دي.
دغه راز د دې ولايت سره رود ولسوالۍ مربوطاتو کې پولیسو د لودين په نوم يو وسله وال طالب نيولی، چې د غلام علي مشهور په پير صاحب د ډلې غړی دی.
نوموړي په ياده ولسوالۍ کې د دولت ضد کړنې ترسره کولې او په خپلو جرمونو يې اعتراف کړی دی.
نيول شوي کسان په امنې قومندانۍ کې د نورو څېړنو لاندې دي.
له شاقه کارونو څخه د ماشومانو ژغورلو په موخه ورکشاپ تر سره شو
د ننګرهار ولايت کار ټولنيزو چارو رياست په هڅو او د ماشوم نړيوالې ادارې په مالي لګښت له شاقه کارونو څخه د ماشومانو ژغورولو په موخه يو ورځنی ورکشاپ تر سره شو.
دغه ورکشاپ، چې کار ټولنيزو چارو رياست کې جوړ شوی و په کې د ياد رياست، CPAN او ماشوم ساتنې ادارو استازو ګډون در لود.
د ورکشاپ پر مهال مسئولینو د ماشومانو د شاقه کارونو په لاملونو او خلاصون خبرې اترې وکړې.
دغه راز د ورکشاپ په ترڅ دولس ماده ييز پريکړه ليک صادر شو، چې له مخې به يې د ماشومانو د شاقه کارونو لاملونه څيړل کيږي او له سختو کارونو به ژغورل کيږي.
نا معلومو وسله والو يو ښوونکی شهيد کړ
د ننګرهار ولايت چپرهار ولسوالۍ شولانې سيمه کې تيره شپه نا معلومو مخ پټو دوو وسله والو د صاحب الحق په نوم ښوونکی په جومات کې د لمانځه پر مهال په ډزو سره شهيد کړ.
صاحب الحق، چې شاوخوا پنځوس کاله عمر لري د بانډې ميرانو انجونو لېسه کې يې د ښوونکي په توګه دنده تر سره کوله.
هغه لسګونه کلونه په ياده سيمه کې د پوهنې په ډګر کې خدمت وکړ او هيڅ ډول دښمني يې نه در لوده.
امنيتي مسئولينو په سيمه کې د پېښې عاملينو د نيولو پلټنې پيل کړي.
څلور وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله واوښته
د ننګرهار ولايت مومندرې ولسوالۍ بېلې سيمه کې تيره شپه شاوخوا يولس بجې ځانګړو کورنيو ځواکونو عمليات کړي، چې په ترڅ کې يې دوه وسله وال طالبان وژل شوي او دوه ټپيان شوي دي.
د معلوماتو له مخې د عملياتو پر مهال ځانګړو ځواکونو او ملکي وګړو ته کوم زيان ندی اوښتی.